Maryam Amarkhil Profile Banner
Maryam Amarkhil Profile
Maryam Amarkhil

@MaryamAmrkhil

Followers
139,625
Following
180
Media
407
Statuses
1,312

Education, HR & women rights activist. Founder of Zartaar company & Kigdai mobile school for nomadic children.

Afghanistan 🇦🇫🌎
Joined October 2016
Don't wanna be here? Send us removal request.
Explore trending content on Musk Viewer
Pinned Tweet
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
Thank God that we have been able to open another new branch of @kegdai_kuchi_S for children. Kegdai Mobile School educational program will keep extending and we will spare no effort to continue help the children of our country to take pens and books, learn and build their future.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
28
29
413
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
څنګه یو ځای شول پښتانه پښتانه چې مشر علي وزیر او محسن داوړ صیب مې نن کتل داسې فکر کاوه خوب وینم خو نه خدای زموږ خوب رښتیا کړ، اویا کاله پس بیا خدای موږ ته واقعي خدمتګاره مشران راکړي چې زموږ د ښه سبا لپاره هلې ځلې کوي لکه: @ManzoorPashteen @Aliwazirna50 @mjdawar @a_siab
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
192
338
4K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
2 months
زموږ چیغه هنګامه شوه هنګامه 🇦🇫🤩🏏💪
11
130
3K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
2 years
ډېر د خوښۍ ځای دی چې قدرمن مشر @Aliwazirna50 په خیر سره د زندان له تورو زولنو خلاص شو. په دې برخه کې د #PTM غورځنګ ټولو انساني حقونو فعالو مبارزینو او په ځانګړې بڼه د ښاغلي مشر @ManzoorPashteen نړۍ مننه، چې شپه ورځ یې نه ستړې هلې ځلې او لاریونونه وکړل. د لا بریا په هیله!
Tweet media one
67
163
3K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
د لر او بر افغان مینه خو ګورئ په اخرت کې به نارې کړم پښتون چې په کې نه وي جنت ته نه ورځمه ننګیال صیب @a_baitanai ډېر عالي او خوږ انسان دی له ټولو راغلو مشرانو سره یې راته د لیدو ، زما د خوښیو اظهار زمینه برابره کړه. د مننې لپاره ترې الفاظ نه لرم @ManzoorPashteen @ashrafghani
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
75
141
2K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
د ګران افغانستان د نظام د پاپښت او بقا لپاره مې خپله رايه د خپلې خوښې نوماند غني بابا ته وکاروله. @ashrafghani @ZiaulhaqAmarkhi @FFazly @AmrullahSaleh2
Tweet media one
Tweet media two
120
77
2K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
تر څو چې ښوونکى ټولګي ته راته نو د هغه په څېر مې ټولکيوالو ته درس تشريح کړ چې ښوونکى مې شا ته ولاړ وه ټول غلي شول ما چې ښوونکى وليده نو يې راته وويل افرين خو ډېره ﺯياته شوخه يې ما ورته وويل استاد د ټولګي تر ټولو ارامه ﺯه يم وايي هو، ستا غوندې يوه بله که پيدا شوه..
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
203
20
2K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
سیاست دې په ښادۍ شي لږ به دا زموږ د کلي ژوند درباندې وګورم هر کله چې کلي ته ځم نو د خوږې مور د لاس ډوډۍ تر څنګ زه هم ټکه پوکه ورسره کوم دا یې هم یو دوه شیبې زما د ادکې د خړې پړې زنده ګۍ کلي کې به مې د سبق ویلو تر څنګ به مور سره د کور ټول کار کاوه
130
157
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
1 year
اختر مو بختور شه! 🥰🌱
Tweet media one
105
23
2K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
نن مې د ماسټرۍ وروستۍ ازموينه وه، د زده کړو مزل مې لنډ خو له ستونزو مالامال وه، څنګ کې راسره زما ټولګیواله شاعره او لیکواله مینا نظري ده
Tweet media one
132
25
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
پښتون قام دوه مخکښې مبارزې مېرمنې اغلې @BushraGohar او جمیله ګیلاني چې په لیدو یې ماته د مبارزې نوره ژمنتیا او هوډ وباښه خپلې مشورې او نظریات یې راسره ګډ کړل، واقعا داسې پیاوړو مېرمنو کتنې د نورو ډېرو پښتنو نجونو لپاره ډېر ځواک بښي. @Nargisafsheen99 @sanaejaz2 @WrrangaLunri2
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
47
103
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
داسې غرونه غرونه زړور انسانپالي، د مظلوم افغان یوازینۍ هیلې یې رانه په ناتار وداړلې. یو خړ سیلاب راسي هماغه کور وړي چې ډیوه په کې بله وي هماغه ژوند اخلي چې د هر انسان د ژوند لپاره هلې ځلې کړي. @Aliwazirna50 @ManzoorPashteen @gul_marjan @kAfghaan #StateKilledArifOfPTM
Tweet media one
33
197
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
زه او د وطن رنګونه🇦🇫
Tweet media one
70
40
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
زموږ د پلازمېنې زون پراختیا اداره او زما منظور خاني د نیالګیو اېښودلو وروسته په غره کې د چای څښل بیا بل خوند لري.
Tweet media one
73
29
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
ملي بیرغ یوه ټوټه نه بلکې دا زما او د وطن د هرې لور د سر ټیکری او غرور دی زموږ ملي هویت او ملي ارزښت دی. هر څوک چې زموږ درې رنګه بیرغ نه مني. هغه له خپل افغانیت منکر، له اصل او نسله وتلی دی. د پنجاب په غلامۍ کې تر حده پریتولئ چې د خپل وطن ملي ارزښت یوه عادي ټوټه درته ښکاري.
Tweet media one
39
88
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
خوږ وطن #افغانستان🇦🇫 کې #تلپاتې_سوله سوله د ژوند اساسي اړتیا ده. د نړۍ هر وګړی او ژوندی مخلوق سولې،امن ته اړتیا لري. چېرته چې سوله نه وي هلته ژوند نه وي. بې سولې ځمکه لکه دوزخ ژوند په کې حرام دی. دا اوه ورځې اوربند دې په افغان خاوره کې د اوه پیړیو سولې پیلامه شي.
42
93
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
2 years
دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی حیران یم، چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
61
25
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
زه او ښکلې پڼه مې #afghankuchai
Tweet media one
59
17
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
د خواږه ، مهربانه او ريښتوني کوچي ابا، غالېجنه لوڼه
Tweet media one
65
24
1K
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
کله به موږ دښمن ژوند کولو ته پرېږدي له یوې خوا یې د ځوانو کدرونو لو ګډ کړی بل لوری یې مو مشران زندانو ته ليږي. خو قاتلین مو خلاصې تڼۍ ګرځي او لا يې ټنډوي. @Aliwazirna50
Tweet media one
28
78
998
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
6 years
نن مو په کابل کې د ارمان لوڼي د وژل کېدو او د جابر، غاصب پنجابي په ضد د حق ناره له خپل مشر او سرلاري منظور پښتون سره بدرګه کړه وینا وروسته درسره شریکوم
Tweet media one
Tweet media two
60
95
950
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
1 year
مور جانې مې له وطنه نکریزې رالیږلې آه ! چې څه خوږ وږم یې خیژي، زه خو یې روغه لیونۍ کړې یمه، دا دوه ځله ناڅاپه بیهوشه شوم. د کور مخې ځنګل ته ووتلم، ښې ډېرې کریغې او ساندې مې وکړې، المانۍ ښځې راباندې راټولې شوې، ورته ومې ویل: رنځور ابا، خوږه مورکۍ او کوچنۍ سوله مې یادیږي. 🇦🇫
Tweet media one
83
30
958
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
اختر مو بختور سه! ځانګړی لر او بر افغانستان ته❤️🇦🇫
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
85
28
960
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
سلامونه اختر مو بختور شه! خدای دې زموږ ګران افغانستان وطن د تلپاتې سولې امن برخمن کړي. الله دې د وطن بیرغ تل ځلانده او تر سیوري لاندې دې هر افغان سرلوړی او هسک واوسي. زموږ اختر د افغانستان تلپاتې سوله ده.
Tweet media one
83
26
966
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
I am a brave doughter of this land , and my soul is made of Afghan soil .
Tweet media one
Tweet media two
51
38
902
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
6 years
که نړۍ په هره برخه کې يمه ﺯما به همدا جامه وي کوم چې ﺯما کلتور او اصليت دى.
Tweet media one
Tweet media two
133
22
860
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
داسې احساس کوم لکه بد خوب چې وینم. لکه زما هیلې، زما فکر او خیالونه چې په زولنو تړل شوي وي. لکه د بندو دروازو شاته چې ایساره یم ما ډېرې غریبۍ او ستړې ورځې ولیدې خو کله مې دومره ځان بیوسه نه دی احساس کړی. خدایه غواړم بیرته د وطن په ځمکو رازرغونه شمه
Tweet media one
61
73
862
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
1 year
دا هم له امریکا غږ سره زما د مرکې دویمه برخه ده چې د کېږدۍ تعلیمي فعالیتونو باندې غږیدلې یم. #kegdai_mobile_school #کوچۍ_درومي_له_کېږدۍ_تر_سپوږمۍ #LetHerLearn
27
67
863
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
دښمن زموږ هره خوښي لوټلې ان زموږ مسکا یې زیانمنه کړه اوس چې خاندم د درد او ګناه احساس کوم چې خداې مه کړه د هېوادوال ویرجن غړی زما د خندا انځور ونه ګوري او داسې ونه انګیري چې زه یې غمزړې نه یم #دتل_پاتې_سولې_په_هیله
Tweet media one
49
31
843
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
د کاکړ صاحب یو تار ویښته دې خدای ج نه ضایع کوي خدای تعالی دې بیړنۍ روغتیا ور په برخه کړي. ما د کاکړ صاحب په شان پاک نفسه، رېښتوني خواږه او مهربانه مشران ډېر کم لیدلي .
Tweet media one
24
71
850
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
په ارګ کې مې د خپلو کوچۍ ښځو په استازولۍ وینا او پيغام ولسمشر ته واوراوه او د هغوی د تعلیم، روغتیا او نورې ستونزې مې یادې کړې چې باید جدي پام ورته وشي.
Tweet media one
39
18
830
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
داسې توري نسته چې د وطن اتل بچي درد په کې انځور کړم. خدای دې زموږ د وطن دښمنان نیست کړي چې زما د وطن اتلان ژړوي. @MohammadNabi007
Tweet media one
19
52
840
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
دا زما د تور کېږدیو د کوچیانو له خوا 🇦🇫 د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي وړې زده کوونکې #SanctionPakistan
Tweet media one
117
115
816
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
موږ عارف وزیر ته شهادت نه، بلکې ژوند غواړو. هیله ده خدای یې روغ کړي.
39
66
804
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
ملالې پیغام ته مې ولې ځواب نه راکوې؟؟؟؟؟ ولې؟؟؟؟؟ خلک وایي شهېده یې ووایه خدایه زړه مې چوي
Tweet media one
60
30
796
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 months
اختر مو بختور شه! 🥰😍❤️🇦🇫
Tweet media one
69
9
784
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
خپلواکي مبارک شه! د خپلې خاورې په ازادۍ ایمان لرم، دا منم چې باید نن د وطن خوږ شمال ددې وطن د هرې پیغلې سالو له ځان سره نڅولی او خوږ وږم یې تر لرې ملکونه رسولی وه، زه د وطن په سولې باور لرم، ددې وطن وګړي باید خپله ځان په سوله کې ازاد حس کړي او ژوند وپالي. مثبت اند ازادي ده
Tweet media one
Tweet media two
37
46
770
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
6 years
جنګ او ستونزې نشته دا زما باور دی سوله شته خو ډېر وګړي نه پوهیږي چې سوله له ځانه پيلیږي هر وګړی باید لومړی له کورنۍ، ټولنې سره سوله وکړي وبه ګوری چې سوله شته خو دوی نه ده لیدلي هغوی چې وسله یې اخیستې د خپل زړه اواز یې نه دی اورېدلی چې څومره ډېر مینې او امن ژوند ته اړتیا لري خو
67
65
724
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
2 months
زما ښایسته وروره ! سترګې دې جار سمه دا ښکلې ځواني دې د خپل ګران افغان وطن په نوم او بیرغ ځار کړه🇦🇫 و ستا نه صدقه شمه چې د لوی افغانستان د جوړیدو ارمان دې په زړه غوټه تورو خاورو ته ویوړ
Tweet media one
21
81
767
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
ﺯما ﺯړه، ﺯما نوم، ﺯما شان، ﺯما مور، ﺯما ﺯانګو، ﺯما خاپوړې، ﺯما ښوونځى، ﺯما کتاب، ﺯما بيوﺯلي، ﺯماشتمني، ﺯما ځواک، ﺯما وياړ، ﺯما غرور د پيغلتوب ﺯما مين، ﺯما جانان ﺯما شين خال ﺯما ځان افغانستان #loveafghanistan
Tweet media one
48
11
692
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
دروند او مهربانه مشر چې خبرو کې يې د مېرمنو او نارينه و يو ځاى يادونه او‌ لومړى د ښځو نوم اخيستل، ما په حساب پښتنو مشرانو کې ليدلي دي چې دواړو قشرونو ته يو شان ارﺯښت ورکړي، ليدل او خبرې کول ورسره ډېر په ﺯړه پورې وه. @AsfandyarKWali
Tweet media one
35
41
681
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
دا زموږ د اناګانو د اتلولیو او ادې لرغونې جامه ده. ما همدې جامه کې کور، پوهنتون او دنده ترسره کړې. هر څوک چې زموږ د کلتوري جامې ورکېدل او بدلیدل غواړي هغه افغاني ارزښت، ملي هویت او افغان ښځې ته ټیټ ګوري.
Tweet media one
Tweet media two
23
69
695
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
ژوند یو داسې سبق دی چې د تجربو او ازموینو پرته پایښت نه مومي.
Tweet media one
36
21
677
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
Tweet media one
52
9
680
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
هر پيل سخت وي نه تسليمېدل ىې د نيکمرغو لامل کيږي کله چې لومړى ځل د کرېکټ اتلانو هڅونې او هېواد بيرغ ما او په شمېر ملګرو مې ورپاوه ډېرې بدې خبرې، تورونه، پيغورونه د مرګ ګواښونه کورنۍ ستونﺯې مو تيرې کړې خو نن هماغه ډګر کې ګڼ شمېر ښځې د ملي بيرغ سره راغلې وې او اتلان يې هڅول
Tweet media one
Tweet media two
27
30
653
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
د افغانستان نوم او نښان🇦🇫 #WeSupportBlueTigers
Tweet media one
18
34
668
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
عارف وزیر یو کس نه بلکې د افغان قام شان، هویت او ازادۍ لاره ده. میلیونونه پښتون ددې ازادۍ لپاره مزل کړي او همداسې به دا چینه راخوټېږي، که څو نړۍ زموږ په مرګونه او ناتار چوپ ده، خو پښتون به همدومره یو بل ته نږدې کېږي. د خپلې خاورې او ژوندون خپلواکي به تر لاسه کوي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
11
85
653
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
د ګران وطن افغانستان بيرغ درې واړه رنګونه مې لکه په نړۍ کې ﺯما وجود، سا او روح داسې راته اېسي، لکه ﺯما په تن پوښلې جامې، په سر مې خور ور ټيکرى داسې دى. #National_Flag_Day .
Tweet media one
25
20
611
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 months
نن زما ورځ ده🤩 #کلیزه🎉
Tweet media one
74
3
644
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
Tweet media one
46
13
604
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
ډاکټر صیب نجیب زموږ د کوچیانو په کېږدۍ کې له کوچي سرخیل مشرانو سره
Tweet media one
10
45
624
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
د ښار له شوره لرې
Tweet media one
39
11
601
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
څلور میاشتې وشوې چې معاش مې نه دی اخیستی. نه پوهیږم چې بیا به دندې او دفتر ته لاړه شم کنه؟ تر څو چې ط ا ل ب د ښځو لپاره چوکاټونه جوړوي، موږ به له ولږې مړه یو، یا به ډېرې خیر ته کیني موږ خو ښه ده خپل ځانته یو کاروبار زده دی او پوهیږو چې ځانته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ په خپل زیار وګټو
Tweet media one
36
47
603
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
مشر منظور پښتین ګناه څه ده؟ دا څې د خپل قام علم او امن لپاره غږ پورته کوي، همدا چې د خپل قام لپاره انساني حقوق غواړي ځکه یې په لاسونو کې زولنې وراچوي. دا څنګه ازادي ده؟ #ReleaseManzoorPashteen @ManzoorPashteen
Tweet media one
13
159
611
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
2 years
د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي له لارې سلګونه ماشومان په زده کړو بوخت دي، چې دغه ماشومان اوس مهال لاسنیوي ته اړتیا لري هیله ده، ټول بهر میشتي هېوادوال د مرستو راټولولو په دغه کمپاین کې راسره برخه واخلي؛ ترڅو دغه یو شمیر ماشومان لږ تر لږه له زده کړو برخمن واوسي.
28
74
581
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
ښځه د کور ماشوم سمبالښت رانیولې تر کرکېلې رغنده رول لوبوي. زما مور د غوا له وښو او شیدو رانیولې تر غنم غلبیل او خیشاوې، آن ابا سره پټي اړوي د کچالو خاورې ورکوي مېوې راشکوي، هره مېرمن دغه شان زیار ګالي خو د یوه توت واک چې ټول کال راټول کړي نه لري لوې پرېکړې او پیرپلور خو پرېږده.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
38
19
591
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
توغ د اﺯادۍ مې تل رپاند لرې د يوه ﺯړه د ګنډلو شيبې د يوه لوى وطن د جوړولو شيبې د يوه لوى ټبر د راويښولو شيبې د خپل هېواد وياړلى بيرغ سره مو خپله مينه ،د لوى افغانستان ملي احساس په شور ولولو ولمانځله. #ښځې_بيرغ_وطن_ امن #لر_بر_ملالې @Nargisafsheen99
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
33
31
555
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
ډېر راته پيغام ليږي چې خپل تعليمي پروګرامونه کوه PTM پسې مه ګرځه، fb مې د 3ځل لپاره بند شو، دا فکر چې PTM د mنونه وګړو ژوند، حق او اﺯادۍ ناره ده، بايد ترې ملاتړ وکړو کنه نو هغه چې د حق اواﺯ جراات لري مخه ونه نيسو. @manzoorpashteen man @PashtunTM_Offi ptm
25
41
565
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
ځار دې له دې مهربانيو ﺯموږ د‌ کلي سرخيل کوچيه! ❤
@zaheer78789494
babi
5 years
ده يـــو ښــکـلـۍ ليـونۍ زمـوږ د کلـى دا ده مـسـته ښـاپـيـرى زمـوږ د کـلــى پــه کـتــو کـتـو يـي خلک ليونى شى ښــايسـتـه ده دا کــوچۍ زمـوږ د کلـى ده بــى کبــره بــى غـروره تنـکۍ پيغـله هم ساده او هم حسينه دا جينـى زموږ د کلى "مختار پښتون" @MaryamAmrkhil
Tweet media one
12
7
192
15
13
564
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
د جمهوريت او دولت جوړونې په لور د افغانستان او هېوادوالو لپاره مې خوښه يم د کلیوالو خبره غني بابا مو بیا پاچا دی له خیره، ومبارکه مو سه
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
د ګران افغانستان د نظام د پاپښت او بقا لپاره مې خپله رايه د خپلې خوښې نوماند غني بابا ته وکاروله. @ashrafghani @ZiaulhaqAmarkhi @FFazly @AmrullahSaleh2
Tweet media one
Tweet media two
120
77
2K
24
29
568
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
نن د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي شاه امان الله خان شپیتم تلین دی؛ نوموړی د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په ۲۵ د سويس زيوريخ په يو روغتون کې وفات شو. افغانستان به د غازي شاه امان الله خان خدمتونه هېڅکله هېر نه کړي او د تاریخ هغه پاڼې به تل ځلنده او ژوندۍ وي.
Tweet media one
Tweet media two
15
56
565
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
ګرانو هېوادوالو! د سرتېري اختر مو مبارک شه زه ډاډه یم باور لرم د غرنۍ خاورې په سرتیرو 🇦🇫 د وطن په ملي ځواکونو او ددې وطن میرویس نیکه، نازو انا په لوڼه/زامنو باور لرم چې زموږ دا خړه پړه زنده ګي به ډېر ژر رنګینه شي
Tweet media one
40
19
566
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 months
زه تل د خدای ج مننه کوم چې د زده کړو او کتاب لوستو یې کړم. زه چې د خپلو زده کړو تر دې ځایه رارسیدو اړوند فکر کوم لکه معجزه چې راپیښه شوي وي، له خدای ج څخه غواړم همداسې دې زما د وطن د لوڼو د زده کړو ارمان هم پوره کړي نور دې د علم په وړاندې ولاړ دښمن غیبي مات او نیست نابود کړي.
24
32
551
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
د وطن بیرغه! زما د سر رنګین زر زري شاله! 🇦🇫 ته ددې لرغونې خاورې د لوڼو د سر رنګین زري شال یې ته دې تل هسک او رپاند یې زموږ په سر دې ستا سیوری تل خور وي. #ملي_بیرغ_ورځ🇦🇫
Tweet media one
28
18
532
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
ستا راتګ خپل لوى کور افغانستان ته له نورو درنو او مخور مشرانو سره لوى وياړ وه او ويې ښودله چې د لر او بر تر منځ بيلوالى ناممکن دى لکه نوک چې له وره نسي بيلېدلى داسې لر او بر نسي جلا کېدلى. پښتانه د سولې امن وګړي دي د مينې او ښکلا ښايسته خلک دي. #يوه_خاوره #يوه_وينه #يوه_مينه
@Nargisafsheen99
Nargis Afsheen
5 years
ګرانې او شاغلي مریم جانې څخه یو نړئ مننه کوم. مونږ ته يې ډیر قدر، عزت او درناوئ راکړو. او په خصوصي توګه ده خپل کلتور او ثقافت ژوندۍ ساتلو دپاره ډیر روشن فکره سوچ لري. ده لر افغانانو ته يې په خپل لاسونو طوفې ډالئ کړې. ژوند ژوند مریم جانې ♥ @MaryamAmrkhil
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
27
36
527
14
27
529
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
د مشر منظور پښتون خولۍ د لر او بر لوی افغان تاریخ د یووالي، حق او عدالت، بیدارۍ، د ظلم په وړاندې په یوه غږ ناره، د خپلواکۍ نښه ده.
Tweet media one
18
35
515
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
غزل چې جنت کې به هم جنګ وي او کنۀ ژوند بـــه دغسې بدرنګ وي او کنۀ پښتانه به نو په کومه خوا کې اوسی دوئ به هلـته څنګ په څنګ وي او کنۀ دې خبرې راتــــــه ذهن خراب کړی چې جنت کې به ملنګ وي او کنۀ دا دوۀ مخي د دنیــــا به پکې اوسي دوئ به هلـــته په یو رنګ وي او کنۀ
Tweet media one
34
49
536
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
#افغانستان🇦🇫 #بیرغ❤️
30
48
530
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
د لوی امپراتور احمدشاه بابا کور چې نن یې له برکته افغانستان او خپله خاوره راته ساتلې له بده مرغه یو ستر تاریخ، بډاینه او هویت په کنډواله بدلېږي له ولسمشر @ashrafghani هیله کوو چې کلتور وزارت یې رغونه پیل کړي او روغ وساتل سي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
16
79
535
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
د ځمکې سر شینکي اسمان، او پسرلي نه مروره یمه، ومې ژړل، د باران څاڅکي له ګلانو سره ناڅي، مرغۍ الوزي، سندرې بولي، موږ یې له بندې کړکۍ ننداره کړو. خدایه! د طبیعت دې راغلې وبا پر موږ (انسان)په تیره زه بې خیاله نجلۍ سرسامه او تړلې یمه، اول ځل دی څې وایم کور_کینئ #کرونا_جدي_وګڼۍ
Tweet media one
Tweet media two
20
13
527
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
د کوﺯې پښتونخوا نه د ټولو‌راغلو مشرانو مېرمنو او په ځانګړې توګه د PTMمبارﺯه ملاله نرګس افشين خټک راتګ او د مشرانو شور او ولولو نه ډکې وينا چې د لوى افغانستان په اړه يې وکړې دا ستر انقلاب وه چې په نړۍ کې يې هنګامې خورې کړې او پنجابي دښمن يې اور بل کړ. لر اوبر يو افغان
Tweet media one
Tweet media two
18
20
507
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
له کله چې مې د #PTM مبارﺯه ملګرې نرګس جانه، کلثوم ﺯيب، الماس خانم، مشران نظيف لالا،خټک صيب، کاکړ صيب اسفنديار ولي خان او نور ځوانان له نږدې ليدلي ﺯما ﺯړه ډېر ورسره تړل سوى ټول مې بې انداﺯې ﺯيات يادېږي. يو افغان، يو ﺯړه، يوه وينه او يوه يې مينه ده @Nargisafsheen99
Tweet media one
25
31
509
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
پياوړې او خوږه الماس کټ مټ لکه د هنرمن کامران او خوږ ژبي ګلﺯار وروڼو غوندې نوښتګره لا ترې تکړه د لر او بر افغان کاله ته د سولې، علم، هنر پيغام تر نسلونو ورسوي. ﺯموږ هر کور کې الماس شته خو رب دې د کامران او ګلﺯار غوندې وروڼه، پلرونه ورکړي. #نجونې #ډاډ #کورنۍ @KamranKhanArman
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
15
24
486
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
9 months
د کېږدۍ ګرځنده ښوونځي د لغمان او ننګرهار څانګو زده کوونکي څلورم ټولګي ته په خیر ورسیدل .خو د نجونو لویه اندېښنه د شپږم ټولګي وروسته د دوی نامعلوم برخلیک دی. هیله ده، د نجونو ښوونځي نور پرانیستل شي. #kegdai_mobile_school
Tweet media one
10
24
510
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
پلار مې شدید ناروغ دی، درې عملیات یې ناکام او بې‌پایلې شول، درملنې هېڅ ښه پایله نه لرله؛ که کوم څوک د ترکیې وېزې اخیستو کې مرسته کوی شي، مه یې درېغوئ. دا به مو په ما لوی احسان وي. د درملنې لپاره یې عاجل اړتیا ده، چې ترکیې ته یې یوسم. درنښت
Tweet media one
77
30
511
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
3 years
لطفا! افغانه لورکۍ له ښوونځي او پوهنتون مه شړئ او د زده کړو حق مه ترې اخلئ. ښځې په تورو رنګونو کې مه ګنډئ! که افغان ښځه د تورو تیاره خونو په زولنو او څلورو دیوالونو کې نه وای راحصاره. نن به ددې خاورې بچي شعوري روزل کېدل، ادۍ به مینه، ژوند او نړۍ سره سیالۍ سبق ورښوده نه جګړه
Tweet media one
21
42
501
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
کله ژوند دومره تیاره شي چې په رڼا ورځ هم خپله لاره نه راته ښکاري. ما هېڅ اسانه ژوند نه دی کړی خو سختۍ، خنډونه او ناهیلۍ مې هم وژلي. زما شل کلنو تجربو؛ د یوه اتیا کلن ژوند سبق راښودلی. هغه غریب کسان چې په ځان باور او هدف لري ستړې ډېرې ګالي خو بریا یې له هرچا ډېر خوندوره وي.
Tweet media one
20
17
491
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
خوست کې ځوانانو د افغان عارف وزیر په یاد شمعې بلې کړې. نړۍ دې خبره سي چې داسې وخت هم د پښتون سر له ټوپکه په امان نه دی، چې تاسې د کرونا له وېرې انسان ژغورئ، خو زموږ شاه زلمي د انسانیت په حق بې ګناه په مرمیو سوري کېږي وژل کېږي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
19
79
486
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
با دختر بسيار بااستعداد وطنم نسرين نوا، د پروګرام په وروستى ورځ مې خوا ته راغله چې انځور سره واخلو، هغه وخت وپوهېدلم چې نسرين نوا نه يواﺯې تکړه تجاره ده بلکې ډېره غوره او هڅاندې ژورناليسته هم ده د وطن داسې تکړه نجونو او مېرمنو په ليدو مې د وطن نن او سبا دواړه رڼې وينم.
Tweet media one
29
8
460
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
د خپل ابا وطن ته راتګ هرکلی ورته وایو. د افغانستان د رېښتوني خدمتګار ناکامورا اکا لور افغانستان د راتلو هوډ کړی دی، پر موږ ټولو یې ساتنه او پالنه لازمي ده.
Tweet media one
36
37
475
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
پښتو ژبه بنسټيزو چاروته اړتيا لري د پښتون ماشوم دې په کتاب او قلم سمبال شي پښتون ځوان ته دې په پښتو ژبه کتابونه چمتو شي پښتنو نجونو ته دې د زده کړو حق ورکړل شي پښتون دې يوازې په ځان حساب نه کوي خپلې لور او خپلې خور ته دې د زده کړو حق ورکړي. #پښتوورځ
Tweet media one
28
48
480
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
ﺯه د دروند او قدرمن نظيف لالا او ټولو راغلو مشرانو، ځوانانو(ښځو او نارينه و) د مينې پوروړې يمه نظيف لالا يو له هغو مشرانو دى چې واقعا يې وينا ځوانان په شور او ولولو راولي په وينا کې بيدارۍ او ويښتيا پيغام نغښتى دى له اکبر لالا مننه چې د نظيف لالا پيغام يې تر ما راورساوه.
@namalomafradi
Akbar Shinwari
5 years
نظيف لالا راته وايي الله دي مريم امرخيل په شان تکړه انجونې په دى وطن پيدا کړي د سوات ملالې هسې نومدي او که څوک رښتونې، اصلي، ځيرکه او پښتانه ملاله ليدل غواړي مريم امرخيل څنګه ته د ورشي. او هغي نه دى مېلمه پالنه او افغانيت زده کړې. وياړ مو يې @MaryamAmrkhil @Nargisafsheen99
Tweet media one
9
22
303
17
27
473
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
5 years
څوک به ډاډ راکړي? دې ماتې خو مې ﺯړه ګى پولۍ پولۍ کړ وخلکو! #CricketWorldCup19 @rashidkhan_19
Tweet media one
47
6
461
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
کله چې دې ابا درته ووایي لورې! په سلو زامنو دې نه ورکوم ❤️😍 څو ورځې مخکې مې ابا باندې حمله راغله، قیامت وه هغه شیبې مې د ابا د زړه درزا ورو کېده، لاسونه او پښې یې له حرکته ولوېده، په رڼو یې کتل، له سترګو یې اوښکو بهېدو سره خپله مهرباني لکه باران را اوروله خو غږ یې نه راته کاوه
Tweet media one
28
18
477
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
د ازادۍ حس #افغانستان🇦🇫 #ازادي
18
19
461
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
وه وروره @ZiaulhaqAmarkhi ستا په پاچاهۍ کې زما ملاله دښمنانو څنګه درنه شهېده کړه؟ ولې دې پام پر�� ونکړ؟
Tweet media one
32
31
470
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
2 years
د یوې ټولنې د متمدن او انساني ژوند لویه نښه د ښځو تعلیم او د ژوند ټولو اړخونو کې د هغوی فعاله ونډه ده. #دنجونو_ښوونځي_پرانیزئ
Tweet media one
24
50
450
@MaryamAmrkhil
Maryam Amarkhil
4 years
مرګ کله چې مړه شوم ما په کفن کې مه خښوئ ما مې په خپلو کوچیانۍ جامو کې خښه کړئ، د بدخشان په رنجو مې په مخ خالونه ووهئ.، په غاړه کې مې د وطن له درې رنګه مریو امیل جوړ کړئ ما باندې ژړاوې مه کوئ ، د سورت یس تر څنګ مې په مړي د وطن د ازادۍ ترانې وبولئ.
Tweet media one
44
18
454