FFazly Profile Banner
Fazel Fazly فضل فضلي Profile
Fazel Fazly فضل فضلي

@FFazly

Followers
178K
Following
10K
Statuses
17K

Head of Unit, Specialist in Family Medicine at Region Stockholm, former DG Administrative Office of President Ashraf Ghani, Islamic Republic of Afghanistan

Afghanistan
Joined July 2009
Don't wanna be here? Send us removal request.
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 year
دلته تر ممکنه حده په هغو مسائلو غږيدلی يم چې زما پخواني رسمي موقف پورې يې ارتباط درلوده. له بده مرغه زما هم‌نسلان دوه ځلي يو وار د شهيد نجيب او بيا د ولسمشر غني په مشرۍ د مشروع نظامونو د نسکورېدو او انقطاع قربانيان دي.
3
28
395
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
7 days
RT @MajeedQarar: Warlords are not, and should not be, an alternative to the Taliban. They do not offer a solution but rather reinforce the…
0
45
0
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
8 days
@N_Nadery برادرم، به شما و تمام اعضای محترم خانواده تسلیت عرض می‌کنم. خداو��د کریم و رحیم، والدهٔ مرحومه‌تان را غریق رحمت بگرداند. آمین.
0
0
3
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
8 days
RT @FA_Fazly: "زما نیم ژوند په ریکشا کې تېر ��وی."
0
1
0
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
14 days
Recent history has proven that the Taliban and their allies can call your bluff—they’ve been in bed with you before and still are. Empty threats won’t change that.
@SecRubio
Secretary Marco Rubio
14 days
Just hearing the Taliban is holding more American hostages than has been reported. If this is true, we will have to immediately place a VERY BIG bounty on their top leaders, maybe even bigger than the one we had on Bin Laden.
0
2
54
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
15 days
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دایمي غړو په ۲۰۰۲ کال کې په اتفاق سره پریکړ�� وکړه چې موږ به هیڅکله د دې اجازه ورنکړو چې په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو اسلامي امارت ایجاد شي. دغې شورا په ۲۰۲۰ کال کې یو ځل بیا دغه پریکړه لیک او ژمنه تازه کړه. خو په عمل کې موږ ولیدل چې د امنیت شورا دایمي غړي په دې متفق شول چې په خپلو سیاسي او مالي حمایتونو او د ملګرو ملتونو په همکارۍ طالبانو ته بین المللي ستیج او پروتوکول ورکړي، بیا راوستل شي او پر افغانستان یې حاکم کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر ټولو ځواکمن بنسټ دی، چې د خپلو پرېکړو اجرايي صلاحیت لري او خپله پرېکړه عملي کولای هم شي. همدارنګه د طالبانو په نورو مهمو مشرانو لسګونه میلونه ډالري جایزې اېښول شوي، بندیزونه پرې لګیدلي دي، خو موږ په عمل کې وینو چې چارټر بوینګ الوتکې ورته رالېږل کېږي او په هغو کې د سیمې هېوادونو ته سفرونه کوي. له هر سفر وروسته د همدغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا سفرونه د یوې ځانګړې استثنا په نوم توجیه کوي. په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه خو د اجرايي صلاحیت او سیاسي قدرت له پلوه د امنیت شورا او زبرځواکونو څخه په مراتبو په ټیټه کچه کې قرار لري. پداسې حال کې چې ددغې محکمې مهم غړي هېوادونه د طالبانو سره د تعامل او عادي سازۍ پروسه پر مخ وړي، پداسې فضا کې ددغې محکمې له پرېکړو هرکلی بې معنا دی. افغانان یوازې داسې محکمې ته سترګې په لار دي او هیله ترې لرلی شي چې لومړی یو ولسواک نظام ولري او بیا دغه نظام د ملي ارادې په پربنسټ ملي محکمه ولري او دغه محکمه کې بیا هغه که د جنډر اپارتایاید مجرمین دي، که د غلا او چور او که د کورنیو جګړو جنګي جنایتکاران، ټول محاکمه او په اړه یې پریکړه وکړي.
0
18
133
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
19 days
RT @aksaryat: د ټرمپ بیا واکمني او د افغانستان د سیاس��ونو خامې هیلې او توهمات نن د (۲۰۲۵) کال د جنورۍ په شلمه نیټه د امریکا د متحدو ایالتون…
0
8
0
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
20 days
د طالبانو د «مشرانو» مبهم مفهوم او د ولسي مشروعیت نشتوالی د حاکمې غیر مشروع افراطي ډلې د بهرنیو چارو سیاسي معین وایي: “ له مشرانو نه غوښتنه کوو چې د تعلیم دروازې خلاصې کړي، ځکه د تعلیم د دروازو د بندیدو ګام شرعي نه، بلکې د «مشرانو» د شخصي طبعيت له امله اخیستل شوی دی.” خو دا «مشران» څوک دي؟ د دوی اداره نه یوازې دا چې ولسي مشروعیت نلري، بلکې تر اوسه یې پخپله هم دا نه ده ټاکلې چې د دوی د ادارې رسمي جوړښت باید څه ډول وي. د معین د څرګندونو پر بنسټ، د «مشرانو» څخه هدف څوک دي؟ آیا هغه بهرني ځواکونه دي چې د C-17 الوتکو په مټ يې د دوحې له توافق وروسته طالبان په کندهار او کابل کې ځای پر ځای کړل؟ که هدف یې د طالبانو مذهبي مشران وي، نو بیا هیبت‌الله دغه « مشرانو» کې نه راځي چې سياسي معين يې يادوي. ځکه هیبت الله خپله اد��ا کړې چې “زما ټولې خبرې او فرامین د الله تعالی او رسول الله (ص) خبرې دي.” نو که هیبت‌الله د دوی د «مشرانو» په حلقه کې نه دی، بیا د دوی مشران څوک دي؟ که د طالبانو د ادارې د دې چارواکي سوانحو ته وګورو، نو حتما ”خپل مشران" ښه پېژني، خو په لوی لاس غواړي د مدرسو طالبان نور هم ګنګس او د خیالي «مشرانو» عسکر او پيروان وګرځوي. اصل خبره دا ده چې د استعمار د لاس الې به هیڅکله د خپل داخلي جوړښت لپاره قانون ونه لري، ځکه که یو چوکاټ رامنځته کړي، نو بیا د مسئولیت آدرس معلومېږي. همدا وجه ده چې دوی به هیڅکله حتی د غیر مشروع اساسي قانون خاوندان هم نشي، ولسي مشروعیت خو لا لرې خبره ده.
0
8
70
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
27 days
The conference titled Girls’ Education in Muslim Communities, organized by the Pakistani government, represents the height of hypocrisy. Pakistan, along with many of the nations and organizations participating, played a major role in destroying Afghanistan’s education system—particularly for girls. Since 1973, they have been complicit in bombing schools, killing female teachers and students, and even sending bomb-laden toys to spread terror and fear among children.
0
19
117
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
The criticism of @ACBofficials comes mainly from individuals seeking support from the same countries installing and empowering the oppressive Taliban regime. If you truly oppose the Taliban, focus your criticism on those governments and organizations—not on @ACBofficials which is a source of inspiration and joy for millions of Afghans. Your outrage is ironic and misdirected.
1
34
252
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
د حاکمې او استبدادي، ډلې لخوا په هر ډول کتاب بنديز د غندلو وړ دی او دا له پوهې او عقل سره د دښمنۍ څرګنده بېلګه ده. خصوصا د ملنګ جان په څير د يو ولسي او وطنپال شاعر په کتاب بنديز ښکاروي چې دوی وطن او خلکو سره مینه هم ګناه بولي. د ملنګ جان “خوږې نغمې” شعري ټولګه په اویایمو او اتیایمو کلونو کې د استعمار د لاسپوڅي پاکستاني پوځ لخوا په کوزه پښتونخوا کې ممنوع شوې وه. اوس هماغه استعمار ته ژمنې، افراطي او استبدادي حاکمې ډلې په افغانستان کې د ملنګ جان په کتاب بندیز لګولی. محمد امین «ملنګ جان» په هسکه غاړه، وطن سره مېنه وکړه او راتلونکو نسلونو ته يې د وطندوستۍ ترانې په ميراث پرېښودې او پاکستان دده فکر ونشو وژلی، نو لاسپوڅې ډله خو يې بيخي نشي وژلی. وطن سره د ملنګ جان مینه نه يوازې په ژوند بلکې تر مرګ وروسته هم ډاګیزه ده. هغه ددې وطن ريښتينی بچی و، کلی، ادرس او مقبره يې معلومه ده، حتا له خپل قبره د هیبت الله په څېر کس��نو ته، چې نه مخ لري او نه پته، داسې پیغور ورکوي: د محبوب وطن په غېږ کې آرام پروت یم لکه طفل چې ویده غېږ کې د مور وي
Tweet media one
2
37
214
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
RT @Khalil_khushal: لومړی ځل دی چې وينم صالح پدغه ټويټ او کارتون خپرولو ټول جهاديان او مجاهدین پداسې څپيړه وهلي چې سلګونه مخونه يې خوږ کړي.…
0
5
0
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
د ډیورنډ منحوسه کرښه او د راولپنډۍ د دفتر ایجاد د بریتانوي استعمار هغه میراثونه دي چې هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دي. په همدې ډول، مجاهد او طالب هم د راولپنډۍ (د استعمار د استازي) تولید شوي عناصر دي. دا به د ملي پالو افغانانو لویه تېروتنه او د تاریخ څخه د نه زده کړې نښه وي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د طالب څرګندونو ته د “ملي دریځ” نوم ورکړي. دا ډول څرګندونې یوازې د پنډۍ او طالب د ګډ تیاتر يوه صحنه ده.
0
13
139
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
@HalimaPaktiani محترمه استاده! ستاسو په غم کې ځان شریک ګڼم. تاسو ته د زړه له کومي تسلیت وایم او مرحومې ته د فردوس جنت دعا کوم.
0
0
2
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
هو منم یې د وطن اصیل بچی دی (!) ببر ښکاري خو له عقل نه ګنجی دی زړهٔ مو تنګ دی په نفس یې پښه را ایښې اقتدار د ملایانو بند پرنجی دی ولي شبګیر
0
3
80
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد پر واکمنۍ د افراطي او استبدادي ډلې سره د “تعامل” او د دې ډلې د عادي سازۍ ټولې هڅې د بهرنیانو له لوري تمویل، برنامه‌ریزي، ډیزاین، او ډیکور شوې دي. په دې هڅو کې د تېرو څلورو لسیزو د ف��الو افغان انجوبازانو څخه اعظمي استفاده روانه ده. د عادي سازۍ په دې پروسه کې د دغو انجويي اشخاصو ظاهري ګډون یوازینی هدف او انګیزه د بهرنیانو له خوا د تعامل پروسې له لارې د پروژو ترلاسه کول دي. د بهرنیانو، په ځانګړي ډول د هغو سازمانونو او هېوادونو چې طالبانو ته یې واک سپارلی دی، عمده هدف دا دی چې وښيي په “تعامل” بهیر کې غیر طالب افغانان هم ونډه لري. په دې ډول، افغان ولس په خیالي ژمنو او دروغجنو هیلو دوکه کړي، تر څو د بدرنګه طالب له څېرې قباحت لرې او مصنوعي ښکلا ورکړي. سره له دې چې د طالب بهرني ملاتړي د خپلو پروژوي پانګونو او افغاني انجوبازانو د تجارتي منافقت په مرسته هڅه کوي دغه ډله عادي وښيي، خو د حاکمې مذهبي افراطي ډلې څېره د دې هڅو سره سره نه افغانانو ته عادي ښکاري او نه هم نړۍ ته. برعکس، دا هڅې په مطلق ډول ناکامه شوې دي. برعکس، دا ډله په ولس کې له پخوا لا زیاته تجرید او منفوره شو�� ده. هیڅ خپلواک افغاني سازمان د طالب د عادي سازۍ په پروژه کې برخه نه لري، ځکه ټول خپلواک افغانان او ملي سازمانونه په دې پوهېږي چې طالب نه یوازې د مثبت بدلون وړتیا نه لري، بلکې په بشپړ ډول به د هر مثبت پرمختګ مخنیوی کوي. د خپلواک انساني فکر، عقل، د افرادو ازادۍ، او د ښځینه او نارینه زده کړو سره د دوی دښمني دایمي او نه بدلېدونکې ده. بهرنیان هم په دې واقعیت ��وهېږي چې طالب نه بدلېږي او نه یې بدلول په ګټه دي. دوی صرف د دې لپاره د “تعامل” پروژې تمویلوي چې له یوې خوا طالبانو ته خپل استبداد ته د دوام ورکولو زمینه برابره کړي او تر څنګ یې افغانان خپلواک فکر ونه لري او د جهل او ناپوهۍ تر سیوري لاندې پاتې شي. د دې پروژو او منافقتونو د ماتولو لومړنی ګام د خپلواکو ملي فکري او سیاسي سازمانونو ایجاد او انسجام دی.
0
6
69
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
1 month
طالب او مجاهد نه یوازې د ښکیلاک ارزانه مزدوران دي، بلکې د بدرنګۍ او تورې دورې نمایندګان هم دي.
@nassermanal7
Nasser Manal | ناصر منال
1 month
@HafizUmari313 دا لکه اشپزانو پشان ښکاري. خوار شئ په دې بدرنګه فرهنګ. دا ستاسو طالبانو فرهنګ دی، د افغانانو فرهنګ نه دی. که وی د کابل پوهنتون له تاسیسه تر اوسه دا د اشپزانو یونیفورم چا نه دی اغوستی.
1
1
77
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
2 months
“د «اکثریت» له نظره دا بریدونه نه یوازې زموږ د ملي حاکمیت سرغړونه ده، بلکې پدې توګه پاکستاني پوځ پر کابل واکمنې خپلې نیابتي ډلې طالبانو ته د دروغجنو ادعاوو زمینه برابروي تر څو د افغانانو پر وړاندې طالبان ځانونه د هېواد یوازیني مدافعین ښکاره کړي، حال دا چې طالبان د ملي حاکمیت څخه نه د دفاع مشروعیت لري او نه ځواک؛ برعکس، طالبان په څرګنده توګه د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او دغو بریدونو ترسره کولو لپاره زمینه برابروي تر څو د لویو قدرتونو ترمنځ لوبو کې زموږ د خلکو پر وینه سوداګري وکړي. زموږ له نظره زموږ ستونزه �� یوه ملي، موډرن او په خپلو مټو ولاړ دولت نه درلودل دي چې ریښې یې له واشنګټن، ماسکو یا راولپنډۍ څخه نه وي. یوازې یو داسې دولت له پاکستان څخه څه چې له هر یرغلګر څخه د خپل پرون، نن او سبا پوښتنه کړای شي. د داسې یوه خپلواک سیستم د لرلو لاره له منسجمې مبارزې، ټینګې ملي ورورولۍ او خورولۍ او د خپلې خاورې لپاره د سپېڅلې مبارزې څخه تېرېږي” اکثریت
@aksaryat
Aksaryat اکثریت
2 months
د افغانستان پرهوايي حریم او خاورې د پاکستان برید په اړه اعلامیه پاکستان له تأسیس څخه تر نن پورې، د افغانستان په وړاندې خصمانه او پر دښمني ولاړ سیاست درلود او په دغه ټوله موده کې په دوامداره توګه افغانستان سره په یوې نااعلان شوې جګړه کې ښکېل پاتې شوی دی. سره لدې چې پاکستان په تېرو څو لسیزو کې غښتلی هوايي او راکټي ځواک درلود، خو بیا یې هم پر افغانستان د مستقیم هوايي برید جرائت نه کاوه. دوی تل زموږ د خلکو پر ضد د بېلابېلو نیابتي استخباراتي او جهادي ډلو د مستقیم ملاتړ له لارې خپله وحشیانه جګړه جارې ساتلې. مګر د کابل د اوسني افراطي او استبدادي حاکمیت له پیل راهیسې، پاکستان دومره جرائت پيدا کړی چې په پرله‌پسې ډول زموږ پر کلیو او بانډو هوایي بریدونه کوي، زموږ بې‌ګناه وطنوال شهیدانوي او د ټولو بین المللي نورمونو خلاف زموږ پر هوایي حریم او ملي حاکمیت تېری کوي. د «اکثریت» له نظره دا بریدونه نه یوازې زموږ د ملي حاکمیت سرغړونه ده، بلکې پدې توګه پر کابل واکمنې خپلې نیابتي ډلې طالبانو ته د دروغجنو ادعاوو زمینه برابروي تر څو د افغانانو پر وړاندې طالبان ځانونه د هېواد یوازیني مدافعین ښکاره کړي، حال دا چې دوی د ملي حاکمیت څخه نه د دفاع مشروعیت لري او نه ځواک؛ برعکس، طالبان په څرګنده توګ�� د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او دغو بریدونو ترسره کولو لپاره زمینه برابروي تر څو د لویو قدرتونو ترمنځ لوبو کې زموږ د خلکو پر وینه سوداګري وکړي. دا اوس ټول ملت ته څرګنده ده او د شک هیڅ ځای نلري چې د طالبانو کړنې په دوامداره توګه د پاکستان سره په همغږۍ ترسره کېږي. په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) حضور او فعالیت په خپله د طالبانو له خوا تایید شوی، او آن د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د جوړجاړي منځګړیتوب ته هم ژمن دي. دغه وضعیت په ښکاره توګه د امریکایي چارواکو له سیاست سره همغږي لري، چې غواړي د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د جوړجاړي لپاره لاره هواره کړي. د کلیو او بانډو پر خلکو بمباري نه یوازې زموږ د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د یادو ګټو لپاره یوه وسیله ګرځېدلې ده. موږ د دغه بريدونو قربانيانو او د شهيدانو کورنيو ته تسليت وايو او هغوی پدې ستر غم کې ځان شريک ګڼو. د��ې ترڅنګ د پاکستان د دغو بریدونو او د کابل د واکمنې ډلې د چوپتیا او همکارۍ غندنه کوو. د افغانستان پر ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، او د افغان ولس پر حقونو باندې دغه تیری په هیڅ ډول د منلو ندی. زموږ ملت باید د دغو ظالمانه کړنو او د واکمنې ډلې په شمول د ټولو بین المللي نیابتي ډلو پر وړاندې یو موټی ودرېږي. د «اکثريت» له نظره زموږ ستونزه د یوه ملي، موډرن او په خپلو مټو ولاړ دولت نه درلودل دي چې ریښې یې له واشنګټن، ماسکو یا راولپنډۍ څخه نه وي. یوازې یو داسې دولت له پاکستان څخه څه چې له هر یرغلګر څخه د خپل پرون، نن او سبا پوښتنه کړای شي. د داسې یوه خپلواک سیستم د لرلو لاره له م��سجمې مبارزې، ټینګې ملي ورورولۍ او خورولۍ او د خپلې خاورې لپاره د سپېڅلې مبارزې څخه تېرېږي. «اکثریت» سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.
0
4
47
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
2 months
د سو��يې د تحرير الشام ډلې مشر جولاني هم د افغانستان په اړه زموږ د تاريخي دښمنانو په ځانګړې توګه د ښکیلاک کاذب روایت تکراروي او ملاتړ يې کوي. او دا غلط روايت بيا بيا د غير افغاني رسنيو څخه خپريږي تر څو په هېواد کې د زدکړو د روان بحران پړه د حاکمې استبدادي ډلې او د هغوی د بين المللي ملاتړو پر ځای زموږ په کلتور او ټولنی واچوي. د حاکمې استبدادي ډلې کړنې زموږ د افغاني ټولنې د دود او کلتور استازیتوب نه کوي؛ بلکې دغه ډله او د دوی د تورې دورې افراطي نظریات په بهر کې تولید شوي او افغانستان ته وارد شوي دي.
0
12
108
@FFazly
Fazel Fazly فضل فضلي
2 months
«د سوریې او افغانستان له لنډ تاریخه زموږ زدکړه باید دا وي چې ټولې جهادي بنسټپالې ډلې په بېلابېلو بڼو په هېوادو کې د ملي ولسواکو خوځښتونو او ازادي‌غوښتونکو سیاسي مبارزو د ماتې لپاره رامنځته کېږي. موږ افغانانو لپاره باید دا نوره جوته وي چې طالب او طالب ته ورته نورې ترهګرې ډلې په یوه نه یوه بڼه د سترو ځواکونو د ګټو د خوندیتابه لپاره پر م��ږ واکمنېږي او دلته د ولسي واک ریښې د دې ډلو پر مټ له منځه وړل کېږي. افغانان باید تر بل هر چا پدې ښه پوه وي چې له جهادي او اسلامي تندلارو ډلو څوک کله قهرمانان او په کومو حالاتو کې د تروریستان جوړوي» - اکثریت
@aksaryat
Aksaryat اکثریت
2 months
سوریه کې نوې اسلامي‌ بنسټپاله واکمني او افغانستان سره یې تړاو د ډسمبر په اتمه نېټه د سوریې نظام نسکور شو. بشار اسد واک پرېښود او روسیې ته یې پناه یووړه. د هغه پوځ ماتې ومنله او حکومت یې تسلیم شو. د سوریې د زندانونو ورونه بېرته شول او زرګونه بندیان ځنې ازاد کړای شول. ورسره �� سوریې ګڼشمېر وګړي په بېلابېلو ښارونو کې واټونو ته راووتل او د اسد کورنۍ د نیمې پېړۍ نه زیات واک نسکورېدل یې ونمانځل. د واک تشه محلي ملېشو او جنګسالارانو ډکه کړه چې د سوریې په بېلابېلو برخو کې دم ګړۍ د جلا جلا ډلو په نوم و��ک لري. دغه ډلې د تورکیې، امریکا او ځینو نورو غربي هېوادو له سیده او ناسیده ملاتړ نه برخمنې دي چې په راتلونکي کې به په واک کې برخه غواړي. په سوریه کې د ایران د ملاتړ لاندې ملېشو سوریه په بشپړ ډول پرېښوده او د عراق لور ته لاړې چې هغه سیمه اوس د کوردي ډلو لخوا کنترولېږي، او د روسیې ځواکونه د اسد د رژیم له ځینو پاتې شونو سره د سوریې د غربي خلیج لور ته په شا شوي دي. په دې بشپړ ستر بدلون کې د ابومحمد الجولاني مشرۍ لاندې د هیئت تحریر شام اسلامي بنسټپاله ډله تر ټولو بریالۍ راڅرګنده شوه او سره له دې چې د یوه ټولګډونه حکومت ژمنه یې کړې، دم ګړۍ د سوریې پر لویې برخې واکمنه ده. جول��ني د داعش، القاعدې او نورو بنسټپالو ډلو منځ کې راستر شوی او د سیاسي ایډیولوژیک دریځ په اړولو رااړولو کې اوږده سابقه لري. د سوریې په شمال غرب، ادلب کې یې د نورو ټولو اسلامي مخالفو ډلو په ماتولو سره ځان پیاوړی کړ او یوازې په دې خاطر پرې د اسد د پوځونو زور ونرسېد چې د تورکیې نه یې پوځي او اقتصادي ملاتړ ترلاسه کاوه. په اوسني اطلاعاتي عصر کې دا پټه نده چې د تحریرالشام ډلې په صفوفو کې تر نیمايي زیات جنګیالي په عربي ژبه نه پوهېږي، لکه په راپورونو کې یې چې وینو اکثره یې د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین، روسیې، پاکستان، افغانستان او د افریقا د شمال هېوادونو پورې اړه لري چې په هیڅ ډول د سوریې د عام ولس استازیتوب نشي کولای. دا کټ مټ د هغو ډلو په څير دي لکه په اتیایمه لسیزه کې چې افغانستان کې د دولت او شوروي خلاف د عربي او غربي هېوادونو په مرسته استعمال شوې. هغه مهال د افریقې له شمال او عربي هېوادونو په زرګونو جنګیالي د غربي هېوادونو په مالي او لوژیستکي مرستو د مجاهدینو په صفوفو کې د افغانستان د وخت دو��ت پر ضد وکارول شول. که تاسې د هغه وخت غربي مطبوعات وګورئ، دوی ټولو ته د ازادۍ د جنګیالیو لقبونه او پروتوکولونه ورکول کېدل. خو کله یې چې په افغانستان کې د کلونو جوړ نظام او اردو ړنګه کړه او په نړیواله کچه سړه جګړه پای ته ورسېده، دغه جنګیالي یې ټول د تروریستانو په نوم تور لیست کې واچول او تر هغو یې ورسره دا د پیشو او موږک لوبه روانه کړې وه چې بالاخره د همدې تروریستانو او د هغوی د مشر اسامه بن لادن د له منځه وړلو په پلمه یې پر افغانستان یرغل وکړ. غربي زبرځواکونو افغانستان کې د خپل شل کلن حضور ترڅ کې او ملیاردونو ډالرو په لګولو سره سره تر پایه د یو با ثباته او په خپلو پښو ولاړ افغانستان په ګټه کار ونکړ، بلکې په دغو مرستو یې یوازې د شوروي خلاف خپل پخواني متحدین یعنې د مجاهدینو مشران په خیټه او جیب ماړه او میلونران کړل او په نهایت کې یې افغانستان بېرته هماغې نیابتي تروریستي ډلې ته د دوحې په یو شرمناک تړون کې وسپاره او بېرته یې د دغې نیابتي ډلې په سپینولو او هره اونۍ د میلونونو ډالرو په ورلېږلو پيل وکړ. په سوریه کې هم چې اوس د غربي سترو رسنیو راپورونه څوک ویني او لولي، ګرانه ده چې دغو اسلامي بنسټپالو ډلو سره دې د یو عام وګړي همدردي پیدا نشي؛ همدا رسنۍ چې په فلسطین کې د اسرائیلي جبر پر وړاندې د حماس او حزب الله ډلو مبارزه وحشتناکه ترهګري بلي، د هیئت تحریر شام په څېر ډلو ته د "باغي" په څېر له درناوي ډک کلمات کاروي. دا د کلماتو ادلون بدلون سره افغانان ډېر ښه اشنا دي. په ورته توګه دا هغه ډلې دي چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې یې د داعش په جوړښت کې د ازادۍ بې شمېره سپېڅلي مبارزین له منځه یووړل. دوی سره د غرب همدردي یوازې له دې کبله ده چې دا ډلې د سوریې د کورنۍ جګړې په لړ کې د امریکا، تورکیې، سعودي عرب او نورو خلیجي هېوادونو لخوا تمویلېدې او د هغوی لخوا پیاوړې شوې دي. دا چې په غزه کې د اسرائیلو روانې جګړې د ایران ډېر شمېر پوځي، سیاسي او اقتصادي سرچینې مصرف کړې، او د اوکراین جګړې د روسیې ټول پام له سوریې هلته واړاوه، اسلامي ډلو چانس ورخپل کړ او د تورکیې او غرب لخوا هم شین سیګنال ورکړل شو چې برید پیل کړي. د اردوغان لپاره هم دا چانس و چې هغه لوی پلانونه چې دی یې د سیمې راتلونکي ته لري، تر یو څه بریده عمل�� کړي. ورسره تر څنګ د سوریې په برخلیک باندې ایران، روسیې، غرب او تورکیې د پردو تر شا هم یو جوړجاړی رامنځته کړی چې جزئیات به یې وروسته راڅرګند شي. اردوغان تل دا ارمان په زړه کې پاللی چې د عراق شمال او سوریې باندې واک ولري او د نوې عثماني تورکیې خوب یې تر یوه ځایه حقیقت شي. هغه د سوریې به شمال‌ختیځ کې د کوردي پ‌.ک.ک ځواکونو له منځه وړل هم غواړي چې د امریکا او پخواني اسد رژیم له ملاتړه برخمن ول. ورسره تر څنګ د هغه اقتصادي بحران له کبله چې تورکیه ورسره مخ ده، غواړي میلونونه هغه سوریایي کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي چې د اسد د رژیم له جبره کډوال شوي. سوریه کې د بشارالاسد نسکور شوي رژیم دا چانس درلود چې په خپله دوره کې تدریجي سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو ته زمینه مساعده کړي، خو هغه د خپل پلار نه په میراث پاتې پولیسي او استخباراتي سیستم وساته او د سوریې د بې شمېره وګړو په بندي کولو، شکنجې او تحقیرولو یې خپل حاکمیت ته دوام ورکاوه. د هغه پولیسي نظام پدې ټوله موده کې د هر هغه شخص او ډلې پر ضد خورا ظالمانه او بې رحمانه چلند کاوه چې په سوریه کې یې د ډموکراټیکو ارزښتونو پر بنسټ د ملي ګڼ ګوندیز سیاسي سیستم غوښتنه درلوده. د سوریې په څير ګڼ فرهنګیزه ټولنه چې د بېلابېلو اسلامي فرقو سربېره پکې مسیحیان او نور بېلابېل قومونه ژوند کوي، اسد ټول واک د علوي مذهبو په نوم تر خپلې کورنۍ او دوستانو محدود کړی و. په ټولو لویو دولتي دندو یې د اهلیت او لیاقت له پام کې نیولو پرته د خپلې کورنۍ او د باور وړ نږدې کسان په دندو مقرر کړي و. قدرت چې څومره راټول وي او انحصاري وي، هغومره زیات فاسدیږي چې حتا په خپل سمت او قبیله کې هم ټولنیزې رېښې له لاسه ورکوي. په ۲۰۱۱ کې چې کله د عربو پسرلی سوریې ته ورسېد، سوریه کې د یوه نوي بدلون او انقلاب هوا خپره شوه. خلکو د راتلونکي بدلون لپاره هیلې پیدا کړې او د اسد د رژیم پر خلاف راپاڅېدل. ډېره موده یې ونه نیوله چې دا ولسي انقلاب د اسلامي بنسټپالو ډلو لخوا یرغمال شو. سوریه د ګڼ شمېر نیابتي ډلو او خپلواکو سوریایي ازادي غوښتونکو او د اسد د رژیم د ځواکونو منځ کې په یوې بوږنوونکې کورنۍ جګړې باندې واوښته. دې سترې تراژېدۍ کې د سوریې تر نیم میلون زیات وګړي ووژل شول. تر جګړې مخکې چې د سوریې د وګړو شمېر ۲۱ میلون و، تر نیمایي ډېر ی�� د کورونو پرېښودو ته مجبور شول او ګاونډیو ملکونو او یا اروپا ته کډوال شول. یو بشپړ نسل له ریښو راوویستل شو او لرې وغورځول شو. په سوریه کې صنعت له منځه لاړ، بنسټیز اقتصادي بنسټونه ویجاړ شول، د سوریې له وجوده سترې برخې داسې جلا شوې چې بېلابېلو امپریالیستي ځواکونو هلته خپلې ډلې واکمنې کړې او د اسد رژیم یې نه یوازې له زراعتي سیمو بې برخې کړ، بلکې د تېلو غټې سرچینې یې ځنې تر کنترول لاندې راوستې. د سوریې د کورنیو تولیداتو اقتصاد د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ ۵۰سلنو ته راټیټ شو. سربېره پر دې غربي وېجاړوونکو اقتصادي او سیاسي تحریمونو د اسد د رژیم ملا ماته کړه. خو د اسلامي بنسټپالو د وحشتناکې واکمنۍ وېرې ان ډېر سوریایي وګړي له انقلابي بدلونه په شا شول او د اسد تر شا ودرېدل، د هغه واکمن تر شا چې د ایراني ملېشو او روسي هوایي جنګي الوتکو پر مټ یې ځان وساته او کورنۍ جګړه کې بریالی شو. په بله مانا، دغو اسلامي بنسټپالو ډلو د اسد د رژیم دوام ته لار هواره کړه. اما د کورنۍ جګړې نه وروسته د اسد رژیم د خپل واک بڼې ته بیا دوام ورکړ. د واک دې دکتاتورې بڼې خلک لا پخوا د زغم اخري حد ته راوستي ول او کورنۍ جګړې په دې وینو ��ورې مالګې هم ودوړولې. له نظام څخه د خلکو کرکه ورځ تر ورځې په زیاتېدو وه او همدا دلیل و چې کله بنسټپالو اسلامي ډلو دا ځل پر دمشق برید وکړ، د اسد ملاتړ ته نه یوازې دا چې هېڅوک تیار نشول بلکې د ده پر پرځېدو یې جشنونه ونیول او واټونو ته راووتل. له همدې کبله دا خبره به ناسمه نه وي چې ووایو سوریه کې د خلکو خوښي اسلامي بنسټپالو سره د مینې خوښي نده، بلکې د اسد د رژیم نه د کرکې خوښي ده. له بده مرغه په سوریه کې د دیکتاتورۍ رانسکوریدل، پدې معن�� ندي چې دیکتاتوري او استبداد ختم شو، ځکه اوس په میدان کې د خلکو د رښتینو استازو پر ځای واک د لویو قدرتونو له نیابتي بنسټپالو ډلو سره دی. د اسد د رژیم نسکورېدل موږ افغانانو ته دا پيغام لري چې هیڅ استبدادي رژیم، که هغه هر څومره ډېر بهرنی ملاتړ ولري، تر ابده دوام نشي راوړای او نسکورېدل یې حتمي دي؛ خو بلخوا جالبه دا ده چې د نړیوالو رسنیو لخوا په یوه خوله دا روایت دود کېږي چې ګوندې د "اسد رژیم ناڅاپي سقوط" شو او پدې ډول د پردې شاته د سوریې پر سر د لویو قدرتونو توافقات او جوړجاړي پټ ساتل کېږي. موږ افغانان چې د څو نظامونو سقوطونه مو لیدلي په دې ښه پوهېږو چې نظامونه ناڅاپي ��ه سقوط کېږي، بلکې د هغوی د سقوط پروسه، اسباب او وسایل معمولا د لویو قدرتونو د جیوپولټیکو توافقاتو په اساس د خلکو له سترګو پټ ساتل شوي وي. که چېرې داسې پټ توافقات نه وي، دا له امکانه لرې ده چې جهادي ډلې دې په داسې ناڅاپي بڼه له سره ساه واخلي او دومره دې پیاوړې شي. هغه هم په داسې حال کې چې تېرو څوارلس کالو کې د اسد رژیم په دیپلوماتیک ډګر کې تر یوه بریده بریالی ثابت شوی و؛ د بېلګې په توګه سوریه بېرته د عرب لیګ په غړیتوب کې ومنل شوه او شاوخوا هېوادونو سره یې اړیکې ښې شوې، سعودي او اماراتو ورسره د خپلو نویو اقتصادي همکاریو طرحې پیل کړې وې او د تورکیې اردوغان هم ورسره د لیدو هیله څرګنده کړې وه. داسې یو نظام ناڅاپه ولې چپه شي؟ هغه هم په داسې مهال چې د سېمې او نړۍ سترګې په غزه او لبنان کې د اسرائیلو جګړې ته وې. خو همدا چې اسرائیل په لبنان کې له حزب الله سره اوربند اعلانوي، څو ساعته وروسته د تورکیې او ناټو د ملاتړو ډلو لخوا په سوریې بریدونه پيلېږي او یوولس ورځې وروسته د اسد رژیم نسکورېږي. ورسره تهران او ماسکو هم خپل ځواکونه په شا کوي او یو ډول مرموزه خاموشي‌ خپلوي. تجربې او تاریخي حقایق ښيي چې د هر نظام د سقوط په لومړیو کې هڅه کېږي حقایق د نوي رامنځته شوي چاپيریال په دوړو کې پټ کړای شي. لوی قدرتونه د خپلو تبلیغاتي ماشینونو په مټ معمولا هڅه کوي، د هر نظام سقوط او د نوموړو هېوادونو د داخلي نارامیو ټوله پړه د هماغه هېواد په خلکو واچوي. په هغه وخت کې چې کله د کابل ترهګر واکمن رژیم د امریکا لپاره د ګټې نه و او ترهګر یې باله، د افغانستان د تېر جمهوریت پر مهال یوناما او غربي هېوادونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې یوویشت ت��هګرې ډلې فعالیت کوي، خو تېرو درې کالو کې پدې اړه ټول چوپ دي او هېڅ په دې اړه خبره نه کېږي چې دا ډلې اوس چېرته دي. مشاهدې ښيي چې دغه بېلابېلې ډلې اوس لکه د سوریې په څېر هېوادونو کې سرونه راباسي چې د سیمې او نړۍ لپاره د امریکا د ستر پلان نوې نقشه کې د هغوی په ګټه رول لوبوي. پوښتنه داده چې دا ډلې څنګه او د چا په مالي او لوژیستکي مرستو هلته ورسېدې؟ د ښکاره راپورونه له مخې دا ډلې د پاکستان او تورکیې په همغږۍ تورکیې ته انتقال، هلته تجهیز او ټریننګ شوې او په سوریه کې ور څخه استفاده وشوه. موږ چې د سوریې جهادي ډلو سره د طالبانو عاطفي رابطه ګورو، یو بل ته د دوی پيغامونه څارو، پوهېږو چې دا دواړه د غربي قدرتونو داسې شتمني ده چې له سوریې وروسته د دې احتمال زیات دی چې دا نیابتي جهادي ډلې د ناټو هېوادونو لخوا په افغانستان کې او له دې ځایه د افغانستان په شمال کې د هېوادونو پر ضد وکارول شي. د سوریې او افغانستان له لنډ تاریخه زموږ زدکړه باید دا وي چې ټولې جهادي بنسټپالې ډلې په بېلابېلو بڼو په هېوادو کې د ملي نشنلیستي خوځښتونو او ازادي‌غوښتونکو سیاسي مبارزو د ماتې لپاره رامنځته کېږي. موږ افغانانو لپاره باید دا نوره جوته وي چې طالب او طالب ته ورته نورې ترهګرې ډلې په یوه نه یوه بڼه د سترو ځواکونو د ګټو د خوندیتابه لپاره پر موږ واکمنېږي او دلته د ولسي واک ریښې د دې ډلو پر مټ له منځه وړل کېږي. افغانان باید تر بل هر چا پدې ښه پوه وي چې له جهادي او اسلامي تندلارو ډلو څوک کله قهرمانان او په کومو حالاتو کې د تروریستان جوړوي. د «اکثریت» له نظره باید د ازاد او خپلواک افغانستان لپاره د مبارزې سرلاري د اوسني بدلیدونکي نړیوال نظم او سیمه‌ایزو جیوپولټیکو بدلونونو څخه ژور درک ترلاسه کړي او علمي مطالعه یې وکړي. د سوریې د سقوط په‌ څېر پېښو څخه د افغانانو واقعي درک هغه مهال پياوړی کېدای شي چې زموږ سیاسي وګړي خپلواک فکر وکړي، د افغانستان لپاره فکر وکړي او د تېرو ترخو تجربو له مخې د بهرنیو لپاره نه، بلکې د خپل وطن او خپلو خلکو لپاره د ځمکې او اسمان د ګټلو لپاره مبارزه وکړي. دوی باید د دغو بحثونو پایلې او نهايي شننې او دریځ خپلو خلکو سره شریک کړي، بحثونه وکړي او په خپلو پښو د درېدو هوډ ولري. پدې توګه به یې هم د خلکو په اګاهۍ کې مرسته کړي وي او هم به پدې پېښو کې د دوی دریځ او موقف خلکو ته څرګند شوی وي. ګوندې له همدې څاڅکو څاڅکو څخه هغه سیند رامنځته شي چې د ازادۍ او خپلواکۍ سپېڅلي سمندر ته لار ومومي. اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.
3
4
53