الحاج حمیدالله هوتک Profile Banner
الحاج حمیدالله هوتک Profile
الحاج حمیدالله هوتک

@hamid_hotak6

Followers
9,726
Following
41
Media
56
Statuses
91

د سیاسي چارو شنونکی او د افغان ځورېدلي ولس په درد شریک استازی!

Kabul
Joined April 2023
Don't wanna be here? Send us removal request.
Explore trending content on Musk Viewer
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
خلیفه سراج الدین حقاني د پراخ زغم او لوی فکر خاوند دی، د هېواد ګوډ ګوډ ته سفرونه یې د ملي او سیاسي تفاهم لپاره نهایت ضرور او ګټور دي او ترې ومو غوښتل چې دا لیدنې لا پراخې کړي. امارت د هر چا د نظر او نیوکې اورېدلو پراخ زغم لري، تېره ورځ خلیفه صاحب غوښتي وو او د زړه خبرې مو وکړې.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
40
74
1K
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
9 months
شرم نه دی، چې د وطن د مینې نعرې جمهوریت وهلې، تریلیونونه ډالر یې د هېواد په نوم نوش کړل، طالب یې د وطن دښمن ګاڼه، خو سالنګ یې شل کاله کې جوړ نه کړ، نن همدې طالب په نړۍوال معیار جوړ کړ؟ د طالب دې خانه اباده وي، واقعي چې د وطن بچی او د وطن خدمتګار دی، د وطن مینه او خدمت همداسې وي.
Tweet media one
27
98
1K
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
تېر فاسد او خاین حکومت نه یوازې د هېواد ډبرې په مفته بیه په ګاونډیانو وپورلې، بلکې اوبه یې خرڅې کړې وې. د ایران جاسوسانو په پټه او ښکاره ایران ته د مفته او زیاتو اوبو ورکولو پلویان وو او همداسې یې وکړل. د اوبو پر سر د امارت کلک دریځ موږ ستایو او موږ ټول افغانان یې تر څنګ ولاړ یو.
24
212
1K
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
9 months
تاجکستان کې راټول شوي اوباشان او د ISI ورلېږلی اجړا دې په خلاصو غوږو واوري، نور هېڅوک ستاسو ملاتړ نه کوي او نه جنګ کې لاس درکولی شي. نه افغان ولس هېڅ اوباش ته اجازه ورکوي، چې بیا دلته جګړه وکړي، دا خوب مو اوبو ته ووایئ. نور تاسو ناچله سیکې یاستئ.
19
150
981
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
د اسلامي امارت امیر او ټولو مشرانو ته وایم، تاسو دا یو قدم واخلئ، بیا تاسو د شرق او غرب له ټولو دښمنانو او رقیبانو خلاص یئ، خالي دا وکړئ، چې دا ولس په غېږ کې ونیسئ، خلاص. زه خپله امیرالمؤمنین ته ورغلی وم، ما ترې واورېدل، هغه د دغو پاتې ستونزو د حل په اړه ډېر جدي دی، دا به حلېږي.
37
165
976
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
ولس سره تعامل کې له پخوا نه څو چنده ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي. ټول چیک‌پواینټونو کې ولس سره ډېر په عزت بدخورد کېږي، ادارو کې هېڅوک نه ځورول کېږي، هر ډول تعصب ختم شوی دی. مسوولین باید نور هم ولس خپلې غېږې ته رانږدې کړي او زړه یې وساتي.
24
150
760
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
موږ ژمن یو، چې د حکومت او ولس تر منځ رښتینې پوله شو او مخامخ د دواړو اړخونو تر منځ همکاري او لاره جوړه کړو. د ریاست الوزرا محترم کفیل او ټوله کې حکومت نه ډېره مننه کوو، چې زموږ وړاندیز ته یې په ډېره خوښۍ غاړه ورکړه او داسې ولسي دېره یې جوړه کړه. نظام مو خپل، وطن مو خپل، ولس هم.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
34
30
769
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
7 months
پخوا د افغانستان هره وړه او لویه پرېکړه امریکا نیوله، د جنګ ستراتیژي امریکا اعلانوله او چارواکو ته به امریکا خطونه ورکول چې د دغه خط له مخې د جنګ ستراتیژۍ ملاتړ وکړئ. خو اوس د افغانستان پرېکړې او ګټې افغانان سنجوي، پرېکړه هم افغانان کوي. همدا ازادي تر ټولو لوی نعمت دی.
Tweet media one
30
66
803
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
موږ باید له تاریخ پند واخلو او نور د تخریب پر ځای د اصلاح او سمون هڅې وکړو. ارګ کې مو په عمومي غونډه او شخصي مجلس کې د حکومت مشرانو ته د ولس ټولې ستونزې وړاندې کړې او د حل ډاډ یې راکړ. همدا لوی مسوولیت او فرض دی، چې نور د جګړو پالیسي خنسا او د خبرو له لارې ستونزې/فاصلې ختمې کړو.
Tweet media one
16
26
751
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
10 months
اوسنی حکومت چې کوم پلانونه لري، پاکستان یې یوازې لس فیصده نه خبر شوی دی، ځکه یې داسې اور اخیستی دی. لومړی اقدام یې پامیر ته د دفاع وزیر تګ، هلته سرک، روغتون، مخبابراتي شبکه، مسجد او مکتب جوړېدل و. دا واخان به د افغانستان ژغورنې لار باندې بدلېږي. نو پاکستان به اور نه اخلي؟
12
139
658
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
د مسعود زوی خپله هغه څهره وښوده، کومه چې د دوی اصلي څهره ده. دوی په ښکاره ایران ته وویل چې باید دوی سره یاري وکړي، نه طالبانو سره، ځکه طالبان اوبه نه ورپرېدي او دوی یې هر امر ته تیار دي، که څه هېواد پلورل وي. همدا ده، چې باید دا ځل د نظام مټې پیاوړې کړو او د جاسوسانو مخه ونیسو.
19
82
628
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
د مسعود دې پورته پورته نه غورځي، د افغانانو د ژوند غم دې نه کوي. همدا د شمال ټلوالې کس��ن وو، چې زرګونه افغانان یې ووژل، افغانستان یې کنډواله کړ، افغانستان یې کباړ او په پاکستان خرڅ کړ. اولین کسان مسعود او رباني وو چې د پاکستان شناخت‌کارډونه یې واخیستل.
10
97
595
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
6 months
زما دا خبره ځینو چاپلوسي بلله، خو نن مو ولیدل چې دا وطن رښتیا اصیلو بچیانو او د احمدشاه او میرویس خان لمسیانو ته په لاس ورغلی دی؟ اوس هغه وخت نه دی، چې د پاکستان برید بې‌ځوابه پاتې شي، د پاکستان د ګل ګذار به په سوک ځوابېږي. اوس د مولوي یعقوب په څېر ځوانان د وطن عسکر دي.
Tweet media one
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
8 months
ما د اشرف غني په وخت کې ویلي و، چې دا خاوره به د وطن اصلي بچیانو او د احمدشاه او میرویس لمسیانو ته په لاس ورځي، نن دا دی هغه خبره رښتیا شوه. دوی په وطن داسې میین دي، لکه احمدشاه او میرویس خان نیکه. دوی به وطن پخواني برم ته ستنوي. که په دې کې څوک شک لري، زه ورسره مناظرې ته حاضر یم
24
109
583
19
45
629
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
8 months
له هېواده بهر سلګونه پانګوالو سره اړیکه کې یم، دوی غواړي خپل هېواد کې پانګونه وکړي او د افغانستان سیال کولو کې ونډه واخلي. د رییس الوزرا محترم مرستیال سره مې د پانګوالو طرحې شریکې کړې. موږ ټول افغانان به یو بل ته لاس ورکوو، وطن به سیال کوو او دښمن به ذلیلوو. ولس او نظام یو یو.
Tweet media one
20
32
576
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
8 months
ما د اشرف غني په وخت کې ویلي و، چې دا خاوره به د وطن اصلي بچیانو او د احمدشاه او میرویس لمسیانو ته په لاس ورځي، نن دا دی هغه خبره رښتیا شوه. دوی په وطن داسې میین دي، لکه احمدشاه او میرویس خان نیکه. دوی به وطن پخواني برم ته ستنوي. که په دې کې څوک شک لري، زه ورسره مناظرې ته حاضر یم
24
109
583
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
له نېکه‌مرغه، د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د دفاع ځوان وزیر پر ډیورنډ کرښه سل پوستې، فوځي مرکزونو ته سرکونه او ۶ عصري روغتونونه جوړ کړل. زه تېره جمعه شفاخانې ته تللی وم، داسې مجهز روغتونونه جوړ شوي، چې تر عملیاتو هر څه کېږي. له پاکستان سره قاطع او بالمثل چلند پکار دی.
11
84
514
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
نن یې په ښکاره وایم، چې هر وخت دغې شمالي ټلوالې جنجال جوړ کړی او د افغانستان بدنه کې کوږ هډوکی دی. دوی پنجشېر نه وزارت دفاع جوړ کړی و، هېڅ ملي ارزښت یې نه مانه، د شخصي ګټو پر وړاندې یې د هرې ملي ګټې مخه نیوله. اوس هم دوی دي چې شر جوړوي، جګړې ته لمن وهي او تعصبونو ته لمن وهي.
28
69
448
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
ملي ګټې او د ولس خوندیتوب او ګټې زموږ لومړیتوب دی. اوسنی نظام یو مشروع او اسلامي او افغاني اصولو ته پابند نظام دی. په هدف مو د ولسي څهرو د انسجام او حکومت سره د ولس ستونزو او حقونو د شریکولو هوډ کړی دی. له درانه استاد یون مننه چې نن یې په دې کاروان کې د ملاتړ او مشورو ډاډ راکړ.
Tweet media one
Tweet media two
11
22
436
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
له پاکستان سره باید نور سپینې خبرې وشي. باید د سوداګرۍ، کرښې، مسافرو او هلته مېشتو افغانانو پر سر قاطع فیصله ورسره وشي. دا هغه منافق هېواد دی، چې نن ژمنه وکړي، سبا بیا یا دروازه بندوي، یا هلته مېشت افغانان زوروي او یا مسافرو ته ستونزې جوړوي.
21
83
422
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
3 months
د طالبانو له برکته د افغانستان اقتصاد د اسیا په کچه داسې وځلېده، چې ټوله سیمه او نړۍ ورته حیرانه ده. اوس داسې بنسټیزې پروژې پیل شوې دي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته حیران دي. له دغه پرمختګ څخه پاکستان سخت سوځي او نه یې شي زغملی، خو د طالبانو ارادې قوي او جدي دي.
13
74
454
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
پاکستان د هغه ملت له احساساتو سره لوبې کوي، چې دلته یې اوسپنیز دېوال (روس) دړې وړې کړ، دلته یې د پاکستان پلار (انګریز) خم کړ او دلته یې ناټو سرټیټې وځغلوله. پاکستان باید نور دا ناانسانیته سیاست ودروي، کنه د افغانانو له قهر یې بیا هېڅوک نه شي خلاصولی.
Tweet media one
13
33
402
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
5 months
که له عادي افغانانو، چارواکو او زورواکو د غصب ځمکې راګرځول کېږي، حکمتیار صاحب دې هم نه خفه کېږي، د ده لپاره هم ښه ده چې د الله تعالی او ملت له حساب یې خلاص کړ. همدا د عدالت تقاضا ده، چې د غصب ځمکې باید له توپیر پرته له هر چا راوګرځول شي.
Tweet media one
18
29
389
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
4 months
د طالب دې کور ودان وي، مننه ترې کوم. هر څه امکانات چې لري، عاجل یې د ولس مرستې ته ورمنډه کړې ده. په شل کاله کې زما هلیکفټر په ولس بمبار کاوه، کورونه یې نړول او ولسونه یې وژل. خو اوس چې طالب هېڅ نه لري، د هر چا بندیز سره مخ دی، خو په لومړۍ دقیقه کې د ولس مرسته کوي.
25
66
391
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
قوش تېپې کانال د اقتصادي ګټو تر څنګ د اصیلو او نااصلو افغانانو ډلې هم بېلې کړې. افغان ولس او په وطن میین سیاسیون په دغه کانال خوښ دي او اقتصادي ځان‌بساینې پیل یې ګڼي. پر چا چې دا بد لګېدلی، زړه دې وچوي. امارت ډېر جسورانه قدم واخیست، چې پخواني حکومت دا جرئت او اخلاص نه درلود.
Tweet media one
10
21
356
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
د افغانستان په تېر ۵۰ کلن تاریخ کې دا لومړی حکومت دی، چې د ولس غږ ډېر ژر اوري. او زه ډاډ درکوم، چې په برخه کې به نور پرمختګ هم راشي او ولس به حکومت ته لا ډېر نږدې شي. پخواني ټول حکومت یوازې د وراني او شخصي ګټو په خاطر رامنځته شوي وو، چې حتی ډېر ناانسانیته کارونه یې هم وکړل.
14
58
346
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
3 months
د غرب ذهني غلامانو ته د غرب هر کار مدنیت او سیاست ښکاري، دغو ماشومانو ته باید وویل شي، چې د غرب لباس د هغوی کلتور دی، زما او ستا کلتور دغه افغاني لباس دی. په طالب ویاړ پکار دی، چې افغاني کلتور یې نړۍوال او ملي ژبو پښتو یې په نړۍوال سټېج جاري کړه. هر ملت ته خپل کلتور ویاړ دی.
Tweet media one
17
34
349
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
له غونډې وروسته د رییس الوزرا کفیل مولوي عبدالکبیر د ډاکټر صاحب ساپي خوا ته راغی، ډاډ یې ورکړ، چې که په حقه وي، حق به یې ورکول کېږي. دې کار واقعاً موږ ته لا حوصله او مورال راکړ، ډاډه شوو، چې حکومت موږ او بل هر افغان زغمي، تونده او ترخه خبره یې اوري. د ولس او حکومت واټن به لا کموو
@khalidsameer20
khalid sameer
1 year
یو وخت فاروق اعظم ارګ کې پر حکومت نیوکه وکړه، ولسمشر غني وینا ته راپورته شو او داسې رټل یې وکړل چې وېرېدم کنځلې ورته و نه کړي. ډاکټر ساپي ته هېڅ چا هم څه و نه ویل، ازادانه یې خپل نظر څرګند کړ. د بیان ازادي
Tweet media one
39
26
511
2
33
325
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
10 months
پاکستان په ډېر نازک او سخت وخت کې د کډوالو وېستلو ګوزار وکړ. خو بل خوا افغان حکومت په تول د تاریخ کې د کډوالو راستنولو او ځای پر ځای کولو لپاره یوه بې‌مثاله طرحه جوړه کړې ده، چې دا پروسه به ډېره ښه مدیریت شي. تېره ورځ مې کډوالو وزیر سره په دې اړه مفصل مجلس وکړ.
8
50
324
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
همدا لنډغر نن غرب او پردیو هېوادونو نه چغې راوهي، چې دا اساسي قانون نه منم، تا چیشی منلي دي؟ تا خو ما سره افغانیت هم نه مانه، تا خو راسره اسلامیت هم نه مانه، ته خو اوس هم افغانیت نه منې. نو ستا غوښتنې او برنامې پردۍ دي، ستا اوړو کې شګې دي، ستا خبرې ارزښت نه لري.
14
65
325
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
همدا ملګري ملتونه او امریکا وو، چې زموږ مسجد، مدرسه، پوهنتون، روغتون او کلي یې بمبارد کړل، هلته ستا بشرحقوق چېرته وو؟ هلته ستا انسانیت چېرته و؟ د یوه کور اتلس او شل کسان یې ووژل، هلته بشرحقوق چېرته وو؟ دا منافقه نړۍ ده، دوه‌مخي توب کوي، هسې په دې بهانو حکومت ته ستونزې جوړوي.
12
57
308
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
د امارت لاسته راوړنې بې‌مثاله دي. قوش‌تېپه یوه تاریخي او بنسټیزه پروژه ده، چې مثال یې نشته. د سالنګ لاره د میلیاردونو ډالرو باران کې جوړ نه شو، خو اوس د ورځې ۱۸ ساعته کار پرې روان وي او اساسي جوړېږي. د کابل ښار بڼه په یوه ښکلي پارک بدله شوې. کابل کې نورې مهمې پروژې هم روانې دي.
8
44
308
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
7 months
منافقت مه کوه منافقه، ټولو ته معلوم یې، چې لندن کې دې ISI سره د بارډرمنېجمنټ تړون کاوه، د رباني زوی امضا کړ، ته او غني یې تر شا ولاړ وئ. هغه شواهد هم پراته دي، چې د ISI کوم ټیټ‌پوړی جاسوس به ونیول شو، تا به راخلاصاوه. تاسو شرم لرئ که نه؟ @MHaneefAtmar
Tweet media one
10
27
269
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
پزه دې راپرې کړه رییس صاحب، دا نو کوم تعامل او سیاست دی، چې لا هم پخوانۍ سریندې غږوې. دا جاسوس نه اتل و او نه شهید، اتلولۍ کې یې افغانان ووژل او وطن یې لوټې لوټې کړ، وطن یې کباړ او په پجاب خرڅ کړ. په دغه لیکنه دې خپل حیثیت ولس کې نور هم داغداره کړ، د خدای روی دی بس کړه.
@KarzaiH
Hamid Karzai
1 year
د ملي اتل شهید #احمدشاه_مسعود د دوه ویشتم تلین په مناسبت د هغه د وطندوستۍ او سرښیندنې یادونه او درناوی کوم. شهید #احمدشاه_مسعود زموږ د هیواد ستر مجاهد او په هیواد مین شخصیت و چې تر شهادته یې د #افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره نه هېرېدونکې مبارزه وکړه. روح یې ��اد او یاد یې تل
Tweet media one
2K
196
3K
56
22
255
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
8 months
د کابل د سقوط په ورځ د پلاستیکي قهرمان کورنۍ په ګډون ټول ټوپک‌ماران او جنګ‌سالاران د پنجاب غېږې ته ورسېدل. دغه خلک د پنجاب اجیر غلامان دي، چې له پنځوس کالو راهیسې د پنجاب خدمت کوي. دوی اوس هم د پنجاب په اشاره او مشوره ناکامې هڅې کوي، خو د دواړو هیلې خاورې دي.
12
46
244
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
طالبانو دوه ځله افغانستان له پاټکېزم، تجزیې، قومي او ګوندي تعصب، چور او تالان نه خلاص کړ. د جمهوریت خېټه د تعصب، بدمعاشۍ، لنډغرۍ، چور او فساد له میکروبونو ډکه وه، چې په چاودېدو سره یې افغان ملت او وطن چاودېده. خو طالبانو یو ځل افغانستان او افغانان له دغه جراسیم خلاص کړل.
Tweet media one
Tweet media two
9
26
247
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
6 months
کابل ښار او نږدې ټولو ولایتونو کې د انسان تښتوونکو بانډونه او ډلې د دغو درې کسانو لخوا حمایه کېدلې. په لسګونو قضیو کې د انسان تښتوونکو ډلې ونیول شوې، خو په هماغه ورځ به د دغو درې انسان خوړونکو لخوا خوشې شول. د برمک بانډونو خو د پولیسو په جامو کې اختطاف ته رسمي تشکیل درلود.
Tweet media one
8
20
256
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
10 months
د حکومت دې همدومره کور ودان وي، چې په داسې ستونزو او تنګ لاس کې یې د ولس تر اخري حده مرسته کړې او کوي. همدا نن یې تورخم او بولدک ته ۲۰۰۰ موټر ولېږل. ۲۴ ولایتونو کې یې کډوالو ته ځایونه ترتیب کړي. هر کس ته به ۱۰ زره افغانۍ ورکوي. د ISI جاسوسانو د مخنیوي لپاره استخبارات کار کوي.
4
45
236
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
هغه حکومت بریالی دی، چې ولس ته مخ ورواړوي، د ولس مشروع غوښتنې واوري او ومني. خوش‌بختانه چې اوسنی حاکمیت دغه واقعیت ته رسېدلی دی، په همدې اساس موږ د ولس او حکومت تر منځ د اړیکې او تفاهم لپاره د سپېدار ماڼۍ غونډه جوړه کړې وه او دا لړۍ به دوام لري. موږ د ولس او حکومت پیوستون غواړو.
6
29
229
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
شل کاله ولې په افغانستان د دوه ولایتونو حکومت چلېده؟ رباني ته چا مشروعیت او حکومت ورکړ؟ دا پنجشېر یو کلی او که د ټول هېواد ډیپو وه، چې دومره وسلې یې پکې ټولې کړې وې؟ خو طالب د پخوانیو ټولو حکومتونو برعکس هر چا ته غېږه خلاصه کړه، خو ځینې لا هم د خپلې بدمعاشۍ خوبونه ویني.
19
55
232
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
9 months
قهرمان دغه رقم وي، چې په مرګ باندې هم زر جریبه ځمکه غصب کوي؟ همدا قهرمان دی، چې د بیت المال په میلیونو برق بیل نه ورکوي؟ دا قهرمان دی چې په فرانسه د افغانستان زمرد خرڅ کړي؟ افغانستان کباړ کول او په پاکستان خرڅول قهرماني ده؟ دا قهرمان نه، بلکې جاسوس و، لنډغر و، قاتل و، قاچاقبر و.
8
46
222
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
د معاصر افغانستان بنسټګر (احمدشاه‌بابا) کور په دغه حال پروت دی، خو د ملت قاتلینو او جاسوسانو یوازې قبرونو باندې میلیونونه ډالر مصرف شول، کورونه خو یې پرېده. تېر شل نه یوازې سخت بې‌قانوني او لنډغري حاکمه وه، بلکې له ملي ارزښتونو سخته بې‌ګانګي هم وه. د بابا روحه ښاد شې!
Tweet media one
Tweet media two
5
15
199
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
7 months
طالبانو ثابته کړه، چې د پیاوړي نظامي ځواک تر څنګ قوي سیاسي وړتیا هم لري. د لوېدیځې نړۍ له ټول ضد او دښمنۍ سره، طالبانو د سیمې هېوادونو باور ترلاسه کړی دی. افغانستان د سیمې ټولو هېوادونو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او ټول هېوادونه لېواله دي، چې دا اړیکې پراخې شي.
Tweet media one
3
18
205
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
5 months
په افغانستان کې سیاسي حزبونو انتن ورنه کړ، افغانستان ته یې له ورانۍ، شخړو، جنګونو، تعصبونو او ورانیو بل څه ورنه کړل. په افغانستان کې تر اوسه جوړ شوي ټول ګوندونه د سهم او باج اخیستلو لپاره جوړ شوي دي، ولس جمهوریت او تر هغه مخکې تجربه کړل. افغانستان د اوس په څېر حکومت ته اړتیا لري.
18
31
216
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
ولس وایي، چې شل کاله دا ولس ستا رحم ته ناست و، تا څه وکړل، چې د امریکا له تېښتې وروسته وږی تږی کېناست؟ که تاسو اساسي کار کړی وی، نو ولې به ولس داسې و؟ دلته خو څه بدل شوی نه دي، یوازې تاسو تښتېدلي یاستئ. دلته که هر چا ته کار نشته، همدا لوی کار دی، چې بیې کنټرول شوي، که ولس شل ...
@Mhalimfidai
Mohammad Halim Fidai🇦🇫
1 year
وایې چې بازار په یوه افغانۍ شي او افغانۍ نه وي، نو څه به یې کړئ.خلک وږي دي، ډوډۍ نشته،خلک کار غواړې کار نشته.خلک خدمات غواړې خدمات نشته،خلک تعلیم غواړې، تعلیم نشته.دلته تقاضا لوړه ده، اما عرضه نشته .دا حالت مثبت نه بلکې منفي دی. لکه طالب رسمیت غواړې اما نشته! آیا دا ښه حالت دی؟
Tweet media one
92
19
172
14
27
184
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
6 months
دا هغه وخت نه دی، چې وکیل، د حوزې امر او د ولسمشر معاون د اختطاف‌چیانو ملاتړی وي او د ارګ له مخې خلک وتښتوي. اوس د ولس خواخوږی نظام او مسوولین راغلي دي. نن د ټول افغان ولس روح ارام او زړه ډاډه دی، چې له دې وروسته پرې هېڅ ظالم ظلم نه شي کولی، ځکه داسې ساتونکي لري.
5
16
194
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
6 months
یون خور ډېره ښه خبره کړې ده، خو کاش چې وخت نه وی تېر شوی. د جمهوریت نیم عسکر خیالي وو او معاش یې څو غلو خوړ. پاتې برخه یې حذبي او ګوندي وو، چې د ملي ګټو پر ځای ګوندي ګټو ته ژمن وو. خاص ځواکونه د امریکایانو په لاس کې وو، چې افغان ولس یې پرې شهید، ټپي، بې عفته او وځوراوه.
Tweet media one
11
9
188
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
په دې باید ټول اعتراف وکړي، چې اوس امنیت تامین شوی، نه څوک د مبایل لپاره وهل او وژل کېږي او نه څوک له چا ډار لري. همدا امنیت ټولو چارو ته زمینه برابروي، لکه سیاست، اقتصاد، زراعت، سیاحت، تعلیم، سوداګري او نورو ټولو چارو ته. فرصت برابر شوی او د پرمختګ هیلې موجودې دي.
8
18
167
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
افغان لوری ډېر مسوولانه چلند کوي، خو پاکستانی لوری هم باید ځان وپېژني. د افغان حکومت کشفي ارګانونو وار له مخکې خبرداری ورکړی و، خو ښکاري، چې پنجابی ریاست خپله د پاکستان وروستیو بریدونو تر شاه لاس لري. ��مارت اوس د ټولو استخباراتي توتیو د کشف او خنسا کولو توان لري.
@Zabehulah_M33
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
1 year
د پاکستاني چارواکو د مکررو تورونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
Tweet media one
268
658
4K
4
11
169
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
8 months
غلی کېنه، دوه ټکي انګلیسي دې زده کړې او څو میاشتې دې امریکایانو سره ترجماني وکړه، ځان درته شنونکی ښکاري. د افغان ولس فقر د نړۍوالو او تېرو فاسدو چارواکو پایله ده. دلته که شل کاله د ولس اساسي فقر له منځه وړلو ته کار شوی وی، ولې به اوس فقر و؟ بیا دوه کاله کې څنګه فقر ختم شي؟
@WFaqiri
Wahed Faqiri
8 months
ڼوټ په هر هیواد کي د خلګو فقر د حاکم حکومت بې غوري ښيي. په افغانستان کي د طالبانو منفي پالیسیو افغانان د راز راز اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مواجه کړيدي. ____ آی او ایم': له پاکستانه ایستل شوي ۹۰ سلنه افغان کډوال هیڅ ډول عاید نه لري
5
6
31
20
21
144
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
6 months
شل کلن جمهوریت خو و ډېران، اوس یې غرب کې هم د افغانستان او افغانانو په تندي تور داغونه پرېښودل. د جمهوریت د یوه مهم وزارت معین په امریکا کې په ناروا فعل نیول شوی دی. موږ به دا شرمونه څنګه زغمو او څنګه توجیه به یې کوو؟ شکر خدایه چې ناولي جمهوریت او فاسدو چارواکو نه خلاص شوو.
Tweet media one
12
17
132
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
8 months
د داعش پروژه د امریکا لخوا ډیزاین او د اتمر په مشر د اشرف غني حکومت، پاکستان او تاجکستان ورته عملي کړه. خو الحمدالله چې اسلامي امارت د دغې پروژې ریښې له بېخه ووېستې. د کرمان وروستی برید او نور بریدونه د امریکا په اشاره او تاجکستان او پاکستان لخوا کېږي، داعش تش نوم دی.
Tweet media one
51
14
110
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
د یهودو اولاد به خود له یهودو د مرستې تمه لري. د دوی مشر رباني هم ۴۶ یهودو او نصراني هېوادونو ته رمباړې وهلې، چې په مسلمانانو، عالمانو، مسجدونو او د مسلمانانو په کورونو غټ غټ بمونه واچوئ، واړه کم دي. ولس باید نورې سترګې خلاصې کړي، دا خلک زموږ د وطن، دین او ټولو ارزښتونو دښمنان دي
@sonia_niazi6
Sonia Niazi
11 months
اسرایلي رسنۍ اورشلیم پسټ: د مقاومت ډلې مشر له اسرایلو د طالبانو پر وړاندې د جنګ لپاره مرسته غوښتې ده. یاد رسنۍ تېره شپه په یوه ټوېټ کې زیاتوي؛ د دغې ډلې مشر احمدمسعود د موساد مشر سره لیدلي او مرسته یې ترې غوښتې ده. پر مقاومت ډلې له پخوا له یهودو سره د اړیکو تورونه وو.
Tweet media one
9
40
156
12
25
96
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
د یو عظیم ملت او ویاړلې خاورې واک یې د څو ماشومانو او څو لبسیرین‌کړو نجونو ته په لاس ورکړی و، د سولې مهم پړاو باندې یې مسخرې کولې او نانځکې یې خبرو ته لېږلې وې. څنګه به دا بېړۍ نه چپه کېده؟ جمهوریت له دننه چینجو پاک ختم کړی و، د دنیا په سر هېڅ داسې فساد نه و، چې جمهوریت کې نه و.
@sonia_niazi6
Sonia Niazi
1 year
د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل: طالبانو سره د سولې خبرو لپاره لېږل شوی ټیم د شرم وړ و، چې حتی ځینو کسانو یې لیک نه شو لوستلی. ښاغلی امرخېل ( @ZiaulhaqAmarkhi (زیاتوي؛ تللو کسان ټول د شخصي ګټو خوندي کولو په لټه کې وو او د سولې غم ورسره نه و.
3
19
161
0
17
81
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
له واقعیتونو سترګې پټول یا د عقده‌منو او یا هم جاهلو خلک کار دی. افغانستان د یوې سرتاسري ناقانونۍ او لنډغرۍ ښکار و، چې د ټولو ملي ګټو او ارزښتونو سپکاوی او مخالفت کېده. دا یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې د واک جزیرې، لنډغري او باج‌ګیري پای ته ورسېده، دا د ستایلو کار دی.
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
دا د جمهوریت دوران و او دا هم مرکز کابل دی. دغو کارونو ته حکومت ځانګړې میلیوني بودیجه ورکوله، چې وځئ، ښار کې وحشت خپور کړئ، ولس وداړئ، خلک سپک کړئ، چور وکړئ. خو طالبانو چې په یوه کوتک دغه ټولې حشرې ورکې او هغه د لنډغرۍ داستان ختم کړ، ایا د ۹۵ په ځای د ۱۰۰۰ نمرو لایق نه دي؟؟؟
36
47
361
2
14
76
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
11 months
له هر انقلاب وروسته انقلاب‌کوونکي راجیګ شوي او د پخوانیو چارواکو حتی ماشومان یې هم تر تېغه تېر کړ�� دي، حتی کمونستانو د داودخان په لاس نظام وګاټه، خو بېرته یې داودخان له کورنۍ سره شهید کړ. خو د امارت لومړنی نظام شو چې خپل ټول کورني دښمنان یې وبښل او تر چې څنګ کې یې کېنول. افرین!
@sonia_niazi6
Sonia Niazi
11 months
د تېر حکومت فوځي جنرالان او فوځي منسوبین: د ا.ا د مشرتابه لخوا د عمومي عفوې فرمان او عملي کېدو ستاینه کوو او هر اړخیز ملاتړ یې کوو. دوی زیاتوي؛ د امنیتي ځواکونو له ښه چلند منندوی یو او تیار یو چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ هر ډول خدمت وکړو او د دښمنانو پر وړاندې ودرېږو.
4
69
381
2
19
75
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
کېنئ د خدای روی ته وګورئ، بیخي مو شرم خرڅ کړی دی. تاسو هم دا خبرې کوئ، چې فساد کې مو اول نمبر ګټلی و، ګمرکونه مو په غصب کړي وو، د مړو عسکرو له جېبونو مو غلاوې کولې. ځان ته مولوي صاحب هم وایې، راجیګ شې داسې خبرو باندې اوس ځان پاکوې او طالب بدناموې، بېخ دې شین شه.
@RahmatAndar1
Rahmatullah Andar🇦🇫
1 year
عام خلک چې د کوم خیر ښېګڼې لپاره تر خپل منځ پیسې را ټولي کړي، طا.لبان په دې پیسو کې هم خپل حق ور څخه غواړي! عمري عدالت به همدغه وي!
37
20
132
10
7
74
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
صالح د سره شوروي له اشغاله د جمهوریت تر سقوطه د امریکا یو کرایي جاسوس و، چې د امریکا هر ډول امر د ده پاکه دنده وه، خا صالح پرون پوه شو، چې امریکا د تشناب‌کاغذ په ځای استعمال کړ. زه ورته وایم چې وروره ستاسو ټول عمر د تشناب‌کاغذ په شکل تېر شو، کله شرق کارولئ او کله غرب کارولئ.
@AmrullahSaleh2
Amrullah Saleh
1 year
خلیل زاد گفته است که امریکا بار دیگر حمله نمیکند لهذا بروید با طالبان بسازید. باور به با امریکا بخصوص برای حوزه مقاومت یک اشتباه راهبردی بود که باعث تضعیف ساختار این جنبش بزرگ و پایگاه اجتماعی اش در افغانستان گردید و بهای بزرگی را بخاطر این ایتلاف پرداخت. ما باور به ارزش
485
110
1K
7
10
64
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
همدا د واک او عیاشیو نشو کې ډوب رهبران، وکیلان او زورواکي وو، چې د ملت حق یې ټول تر ستوني تېر کړ او ځانونه یې لکه خنځیران وپړسول. خو ملت هماغسې خوار او زار دی، یوازې ځان او خپلې کورنۍ یې وپړسولې. همدا دی، چې وایم شکر چې له هماغسې انډوخر خلاص شوو او یو نسبي عدالت ته ورسېدو.
@sonia_niazi6
Sonia Niazi
1 year
د ولسمشر غني کلتوري سلاکار شاه‌حسین مرتضوي: تېر حکومت کې د رهبرانو، وکیلانو او قوماندانو په ساتونکو باندې د کال ۴ میلیارده افغانۍ لګښت راته. نوموړی زیاتوي؛ هر کس ځانته تر پینځه سوو ساتونکي نیولي وو او له دوی یوازې شخصي ښارګوټي، مرمرین کورونه، او تجارتي مرکزنه په میراث پاتې شول.
8
74
285
6
7
64
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
5 months
د ایران او افغانستان ستراتېژيکه ملګرتیا! په همدې موضوع نن شپه له شمشاد نړۍوال تلویزیون سره ټویټر کې بحث لرم. هیله ده هلته مې هم ملتیا وکړئ او بحث کې به ستاسو قدرمنو پوښتنو ته هم ځواب ووایم.
Tweet media one
0
1
68
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
افغانۍ نه لري، د شلو شی ورته په لس روپۍ ارزانه شوی دی. که بیې کنټرول نه وی، که ولس شل هم لرلی، د دېرشو شی به یې څنګه اخیسته؟ لطفاً ولس په ذهني شکنجه کې مه اچوئ، همدا ظلم مو بس دی، چې شل کاله مو پرې تجارت وکړ. دلته هر څه له هغه ډېر ښه دي، چې ستاسو چور کې ولس تجربه کول.
1
2
47
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
@ZhaoXing0 افغانان له جنګونو نهایت ستړي دي، نور یې دا دردونه ټکورول غواړو. افغانستان د هېچا پر ضد نه کارول کېږي، بلکې ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو. له چین مننه کوو، چې افغانستان سره یې صادقانه اړیکې پاللي او اوس سختو حالاتو کې صادقانه مرستې کوي.
5
3
49
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
په اسلامي امارت باندې غږ کوم، چې د هېواد د فرد فرد امنیت ستاسو مسوولیت دی او باید د خپلو خلکو امنیت ونیسئ. د محرم مراسم د اسلامي ارزښتونو له ډلې څخه ده، چې باید لازم امنیت یې ونیول شي. داعش د اسلام او افغانانو دښمنان دي، مه یې پرېږدئ چې خپلو ناکارو اهدافو ته ورسېږي.
@MuslimDoost
شیخ عبدالرحیم مسلم‌دوست
1 year
داعشي خوارج کابل، مزار او هرات کې د اهل تشیع مرکزونو باندې او د ګڼې او ګوڼې ساحو کې د بریدونو پلان لري. ما ته رسېدلي معلومات ښایي، چې کابل او مزار کې د دغو بریدونو امکان زیات دی. د بریدونو نوعه ممکن لاسي بمونه، د ټوپک برید او وړې چاودنې وي. مسوولین دې متوجه وي.
28
39
258
2
0
24
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
ایران له افغانانو سره نهایت ظلم راخیستی دی، بیا یې هلته مېشتو افغانانو د ظلم او ناتار څپه پیل کړې ده. ایران هغه ګاونډی دی، چې زموږ په مرګ کې هم خپلې ګټې لټوي، که ګټه یې راکې نه وي، بیا داسې ظلمونه په افغانانو کوي. له افغانانو هیله کوم، چې د ایران روان ظلم وغندي او ښکاره یې کړي.
@sonia_niazi6
Sonia Niazi
1 year
ایران څخه ویستل شوي افغان مسافر: ټول قانوني اسناد لرو، خو ایراني پولیسو له دغو هېواد نه په زور ویستلي دي او بد چلند یې ورسره کړی دی. دوی زیاتوي؛ ایران حتی له قانوني اسنادو لرونکو افغانانو سره بد چلند شروع کړی او افغانان په زور له دغه هېواد څخه باسي.
2
23
97
0
3
27
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
10 months
@matiullahwesa0 په خیر راغلې ویسا صاحب! هیله ده چې د زندان سختې به درباندې اسانه تېرې شوې وي. هیله مې دا ده چې ټول سره یوځای شو او خپلې اړتیاوې او ارزښتونو ته په یوه چوکاټ کې کار وکړو. زموږ ګټې راته پردي نه شي تعریفولی، راځئ خپله یې تعریف کړو او کار ورته وکړو.
4
1
23
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
@hasham_alakozai الکوزی صاحب محترم د ځینو عقدیانو او فکري غلامانو خبرو ته غوږ مه نیسئ، موږ ستاسو مبارزې او کارنامې ستایو او قدردانی یې کوو.
0
1
10
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
4 months
@sonia_niazi6 خوشحاله او په عزت اوسې بچیه. د خپلو اولادونو ښه پالنه وکړه، چې ستا په څېر لوی خلک شي.
2
0
11
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
1 year
@farahi_Ma @sonia_niazi6 مبارک شه! خدای دې نورې بریاوې هم په نصیب کړه. په دې هیله چې خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت مصدر شې.
0
0
6
@hamid_hotak6
الحاج حمیدالله هوتک
10 months
شوم اهداف...
0
0
4