باور وکړئ چې دا هغسې خلک نه دي، چې شل کاله پسې پردیو څه ویل او موږ بدرګه کول. دا خلک په واقعي ډول افغانان او مسلمانان دي.
خلیفه صاحب ته دې خدای ډېر عمر ورکړي. ملي وحدت او یووالي ته اوږدمهاله او اساسي پلانونه لري.
موږ یې دغه نېک کار کې ملاتړي یو او دا مزل به ورسره یوځای کوو.
امیرالمومنین د افغانستان داسې مشر دی، چې مثال به یې بل تکرار نه شي.
په دومره امکاناتو کې هغه پخپل عادي سراچه موټر کې ګرځي او په ښارونو کې د عادي خلکو په رقم ځانته موټر کې روان وي.
د افغانستان خلک باید د داسې مشر شکر وباسي او هېڅکله به بل داسې مشر پیدا نه کړي.
د جمهوریت اداره امور، ارګ، پارلمان او څارنوالۍ دې راشي او اوس دې یوه افغانۍ غلا پیداکړي.
د وطن جوړول دغسې قاطع او شفافه اراده او اداره غواړي. نه د جمهوریت په څېر فاسده او غله اداره.
زما په ګډون باید د جمهوریت ټول چارواکي له ولس او وطن بښنه وغواړي، کنه الله به یې هم ونه بښي.
د چا چې پلار معلوم وي، هغه ته هرومرو وایي چې بچیه دا کوه او دا مه کوه.
دا سپی اتمر د همدې لپاره وروزه چې یوه او بل ته پرې کنځا وکړي. خو خپله یې نه پلار معلوم دی او نه حیا او شرف پېژني.
د ده اصلي نوم مرجان او د قاري مختاړی یې هم جعلي دی، دا د سروبي مفعول دی، چې یوه اربکي ساتلی و.
سبا ورځ هغه ورځ ده، چې افغانستان له زورواکو، جنګسالارانو، غاصبانو، باجګیرو او جاسوسانو خلاص شو.
افغانستان د یو موټي کېدو خوا ته لاړه او ملک الطوایفي او د قدرت جذیرې ختمې شوې.
افغانستان واک پخپل لاس کې واخیسته او د شرق او غرق فرمایشونه تمام شول.
دا ورځ باید شانداره ونمانځل شي.
د خیبر جرګه ISI د خپلو جاسوسانو پر مټ په لاس کې اخیستې ده او پرېکړې به یې د ISI په فرمایش وي.
په دغه جرګه کې نه د ازاد پښتونستان پرېکړه کېږي، نه د لوی افغانستان او نه د پنجاب پر ضد بله قاطع پرېکړه کېږي.
نن د جرګې پرېکړه اعلانېږي، تاسو به وګورئ چې د پنجاب فرمایشونه اعلان شي.
زه خپل د افغانستان اوسنی خارجه وزیر امیر خان متقي صاحب د نړۍ هېڅ عالم او سیاستوال باندې نه ورکوم.
د متقي صاحب علمیت، فصاحت، غیرت او منقطي ژبه د نړۍ بل هېڅ سیاستوال او خارجه وزیر نه لري.
د افغانستان اوسنی کابینه په مراتبو له پخوانیو حکومتونو او د سیمې هېوادونو غوره ده.
دا ثابته خبره ده، د طالب نظام لا په جنګي حالت کې له جمهوریت په ټولو مرتبو غوره و. د ولایتونو له مرکزونو به ولس قضیې طالبانو ته وړلې.
په دومره موده کې اوسنی امنیت او اقتصاد د سیمې په کچه بېمثاله کارونه دي.
طالب د هېواد په مدیریت او حکومتدارۍ کې له جمهوریت څو چنده لوړ روان دی.
اوس خو درته معلومه شوه، چې دا د پنجاب غلام او عسکر دی؟
۷۰ کاله یې د پنجاب فوځ ته سر ټیټ نیولی دی، خو نن پاکستاني طالبانو پسې راجیګ شوي او ۲ ځوانان یې شهیدان کړي.
پنجاب ته عدم تشدد، خو خپلو پښتنو طالبانو ته تشدد کوي.
اوس څرګنده شوه، چې دا د پنجاب غلامان او اربکیان دي.
رییس صاحب حامد کرزي او ډاکټر عبدالله هم د ایران ځوابي برید د ایران حق ګڼلی دی.
خو شل کاله یې د غاصبې او اشغالګرې امریکا حضور او د دوی ټولې کړنې قانوني ګڼلې او د امریکا پر ضد یې د طالبانو مقاومت ترهګري ګڼله.
همدا غیرعقلاني او عاطفي دریځ د جمهوریت د ماتې پیل و.
د جمهوري نظام نیم چارواکي د جمهوریت له سقوط سره پاکستان ته کډه شول، هلته دېره دي او پرېمانه کاروبارونه یې دي.
خو انس حقاني صاحب که تللی، د وزیرستان خړو غرو او درو ته تللی، هغه زموږ خپله سیمه ده، خپل قومیان مو پکې اوسي.
د انس دا کار بد شو او پخوانیو چارواکو کار ښه؟
انصاف ښه شی دی.
پخواني حکومت کې د مشرانو جرګې یوه سناتور په حیث تېر یونیم کال هېواد کې اوسم او نږدې ۲۴ ولایتونو ته مې سفر هم کړی دی، تر اوسه چا درولی لا نه یم.
په دې اړه دې هېڅوک بېځایه تبلیغات نه کوي، دا د هېواد او افغانانو ��ه ګټه نه دي.
دا تبلیغات هغه څوک کوي، چې جنګ او ګډوډیو کې ګټې لټوي.
پاکستانۍ کلدارې د تومنو پر خوا روانې دي، هلته د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې ملا ماتوونکې دي او حکومت یې تازه له چین نه ۱.۳ میلیارده ډالر قرض اخلي.
خو افغانستان برعکس بیې کنټرول کړي، افغانۍ له کافي ارزښت برخمنې دي او د هېچا پوروړي نه یو.
دا حیرانوونکی مدیریت دی، د ستایلو دی.
په کابل ښار کې ځینې د ګوتو په شمار ښځې د بهر لخوا تحریکېږي او سیما ثمر نرښځی ورته پیسې ورکوي، تشویقوي یې.
که طالب نه وی، که دلته هر نظام وی، افغان مسلمان ولس دلته د بېحجابۍ او عیاشۍ مخالف دی.
افغان مسلمان دی او افغان مېرمنې پتمنې دي، دا څو پروژهیانې افغانانې نه دي.
ځینې خلک نیوکه کوي، چې اشرف غني غلط شوی او کعبې ته یې شاه کړې او دعا کوي.
اشرف غني سهوه شوی نه دی، هغه له اسلام سره دومره نابلده دی، چې حتی د اسلامي لومړنیو عقایدو او اصولو سره هم بلد نه دی.
زما د معلوماتو له مخې، که مېلمانه څوک به نه وو، اشرف غني هېڅ لمونځ نه کاوه.
په دې ماشوم هم پوهېږي، چې دا له زندان راوتلی او که له مېلمستون بهر راپرېښودل شوی دی.
د پنجاب دا لوبه ډېره ماشومانه ده، هر څوک پرې پوهېږي، چې د پنجاب جابر نظام پر ضد وسلوال مقاومت پرې ځپي.
خو د پنجاب ظالم نظام شېبې وروستۍ دي، پر وړاندې وسلوال مقاومت ګړندی پیاوړی کېدونکی دی.
د غټو زدکړو وزارت او مولوي صاحب
د ترافیکو مدیریت او مولوي صاحب
بې اهلکارو به د بام سر ته پوړۍ ونه شي
فکر کوم له دې وړیو به شړۍ ونه شي
چا له یې تار ورکړ او څوک یې په ستن وغولول
سره د دومره هوښیارتیا هم دوښمن وغولول
د سیمې هېوادونه امارت سره لا زیات تعامل او اړیکې غواړي او هر هېواد له بل مخکې کېدونکی دی.
تازه ایران ته د چابهار بندر ارزولو لپاره تخنیکي پلاوی تللی او متقي صاحب د سترو اقتصادي پروژو پر سر خبرو ته ترکمنستان ته تللی دی.
غرب دې هلته کېني، افغانستان له شرق سره پرېمانه فرصتونه لري.
نه مې چاپلوسي کړې، نه یې کوم او نه ورته اړتیا لرم. هم پخوا سم کارونه ستایلي او بد غندلي او اوس یې هم کوم.
واقعیت دا دی، چې اوس د هېواد او ولس نوي سلنه ستونزې ختمې شوې دي. سلګونه ځوانان نه تلف کېږي، واک مو خپل دی، اقتصادي مو خپلواک او پرمخ روان دی، کلتور او عقیده مو خپله ده.
خو...
د افغانستان په لوېشت لوېشت ځمکه طالبان حاکمیت لري او ټول ولسونه او خلک د طالبانو ملاتړ کوي.
موږ او تاسو یې شاهدان یو، هره ډله یا کس چې د نظام پر ضد قدم اخلي، دغه ولسونه یې مخې ته درېږي.
پېړۍ وروسته یوازینی حکومت دی، چې ولس او حکومت سره پیوند دي او دواړه د یو بل ملاتړ کوي.
پاکستان په ځلونه کاذبه هڅه کړې چې طالب د خپل لاس اله تبلیغ کړي او کرېډټ واخلي، خو طالب هر وخت او تېر یونیم کال پاکستان ته د ذهرو غړپ شو.
طالب د افغاني ټولنې له غېږې راپورته شوی او تر هر چا ښه یې افغانان پېژني، پنجابي جاسوسان دې ناکامې هڅې نه کوي، نصرالله بابر نه پوښتنه وکړئ.
د طالبانو سياسي مخالفین او کنځلماران د خپل ماشومانه فکر له مخې وايي، چې طالبان په ډيپلوماتيکو اصولو نه پوهیږي او په غيري مناسبو لباسونه کې سفرونه کوي.
که چيرې هېوادونه په لوکسو او قيمتي لباسونو، فیشن، او پردي فرهنګ جوړېدلی، اوس به افغانستان تر ټولو مخکښ او لومړی هېواد وی.
اوسنی نظام زموږ د ټولو ګډ نظام دی او هر ډول ملاتړ ته یې تیار یو.
د دفاع وزارت پخواني مرستیال افضل امان او نورو ټولو جنرالانو دا ملاتړ یو نېک اقدام دی، باید موږ ټولو ځوانانو ته د ګډ کار او متحد افغانستان روحیه ورکړو.
اسلامي امارت زموږ کور دی، د هر خطر او دښمن په مقابل کې ورسره یو.
نړۍ قانع شوې ده چې افغانستان سره له تعامل پرته لاره نه لري او دا یې هم منلې ده، چې طالب د افغانستان رښتینی قوت دی، چې هېڅ بدیل نه لري.
طالبان بهرني سیاست کې بریالي روان دي، ځکه همماله هم دوحې او هم روسیې ته غونډو ته بلل کېږي.
توازن او اقتصادي اړیکې پیاوړي کول یې مهم ګامونه دي.
جمهوریت که یو نامشروع، فاسد او ظالم حکومت نه وی، نه به سقوط کېده او نه به یې موږ بدي بیانوله.
خو ولسمشر او چارواکي یې غلامان وو، په نیمه شپه یې امریکایان د خلکو کورو ته ننوېستل.
د امریکا هېڅ امر یې ځمکې ته نه غورځاوه.
یو فاسد او ظالم حکومت و، ۴۰ زره افغانان ناحقه بندیان کړي وو.
Iranian leaders are saber rattling, threatening
#Afghanistan
with a range of hostile actions, including perhaps war. Why? They argue that
#Iran
is not receiving water from Afghanistan that it should be getting under a 1973 treaty between the two countries.
[Thread]
لنډغر او د وطن دښمنان دومره لوېدلي او ناموس استفاده کوونکي خلک دي.
د عزیزي صاحب د بدنامولو لپاره د ښځو په نوم اکاونټونو نه استفاده کوي، دا هماغه خلک دي، چې کابل او نورو ځایونو نه یې امریکایانو ته په قرارداد باګرام ته مېرمنې وړلې.
جعل یې هم وګورئ، دوه اکاونټونه وایي زه وم.
او طالب
تو به کدام مبرر شرعی به جان زنیکه محرمش نیستی دست میزنی و اوراکَشْ میکنی و مورد لت و کوب و شکنجه قرار میدهی واو را به زندانی میبری که مردها زندانبانان آن اند. تاحال در مورد زندان برای مردان اتفاق علمای امت وجود ندارد چه رسد به زندانی کردن زنها . از خدا بترس و از مردم
ښوونځیو ته د نويو کتابونو وېش او تر دولسم ټولګي د خویندو یونیفورم ټاکل کېدل د دې زېری دی، چې ډېر ژر به ښوونځي په نوې بڼه او د ټولو زدهکوونکو پر مخ خلاص وي.
په هر چوکاټ او ځای کې باید ستونزې ومنل شي، د حل لپاره کار وشي او تر حل کېدو باید خلک صبر ولري.
اساسي ستونزې اساسي حل غواړي.
رښتیا هم جالب او خندونکی استدلال دی. ځکه هغه درته وایې چې نظم او چوکاټ یعني اساسي قانون نلري. نړۍ کې داسې هیڅ هېواد نشته چې اساسي قانون ونلري. خدمات نه یې هدف تعلیمي او اقتصادي دي. تاسو، فقر، جهالت، بېکاري اوج ته ورسول او ټول اساسي حقوق مو ختم کړل. یوازې انتخاباتو خبره نه ده!