Father, Husband || a former aid worker, journalist and provincial governor of four provinces in Afghanistan. Views are my own. Sharing are not endorsement
This is the 8th time that Taliban came to my home in Kabul, searching after me and took my private vehicle, directly threatening my children and kids.
دا اتم ځل دی چې طالبان کابل کې زما کور پلټي، زما شخصي موټر یې وړیدی. اولادونه او بچیان مې تهدیدوي او ما پسي ګرځي.
برادر تاجک، ازبک و هزاره من.جان قندم! طالب دوشمن من هم هست. من را نیز مهاجر ساخت.خانه ای من را نیز ویران کرد. طالب در بیست سال گذشته اول پشتونها را کشتند، مکاتب ایشان را بستند و متنفذین پشتون را ترور کردند.طالب نماینده پشتون نیست.لذا بیایید یکجا و متحدانه افغانستان را آزاد کنیم!
د لندن اکسفورډ یونین ته پر لار د ډاکټر صیب محب پر وړاندې لنډغرو هلته هم لنډغرېزم وښوده. ځیني خلک له خپل عادت مجبور وي. د جمهوریت د سقوط عامل بوازې دري تنه ګڼل؛ یوازې قومي او سمتي انګېزه لري. خاین او قهرمان به تاربخ معلوم کړي. اما د سقوط لوی داخلي عامل همدا شکنځلمار لنډغر ول.۱
نړیوال مفکر، لوی عالم، د ملي روایتونو نوښتګر او منتخب ولسمشر محمد اشرف غني د غازي امان الله خان دنا تمام فصل بشپړېدو ته پرېنښودل شو.
تاريخ د ورځې په غبار کې څوک نشې پټولای. هر عالم او ملتپال رهبر دزمانې جواسیسو بدنام کړی دی، اما سل کاله وروسته لکه په ایرو کې د سرو زرو غمی ولس
دا چې طالب سپین بیرغ ته محمدي بیرغ وایي، دا له اسلام ناخبري او د اسلامکاري اخرینی حد دی. د کفن رنګ یې د مرګ پیغام دی، اما ملي بیرغ د زرغونتیا او ژوند پیغام لري.
د افغانانو ملي بیرغ یوازې او یوازې همدا دري رنګه بیرغ دی. ان شاء الله ژر به بېرته رپانده شي.
اوس خو ۵۰۰۰ بندیان دې چې ټول هم ورخوشي کړو؛ نه به طالب اورکم وکړي،نه اوربند،نه سوله او نه له افغان حکومت سره خبرې؛ځکه ددوی کیلي په GHQکې ده. یوازینۍ حل لار قاطع بالمثل عمل کول دی. مرکزي حکومت او دفاعي او امنیتي ځواکونه دې نور د سولې په تمه طالب ته د پړسېدو او لویېدو فرصت نه ورکوي
دطالبانو ملا محمد حسن اخوند دارګ ددفاع وزارت دروازې له لارې تښتېدلو اما دمولوي محمد یعقوب دافرادو له لورې را ګرځول شویدی او ورته یې ویلي دي چې دا کار تحریک ته سخت زیان رسوي.ملاحسن اخوند ورته ویلي دي چې له یو پلو�� زه ناروغ یم او له بل پلوه فساد،عیاشي او چوکي پرستي زیاته شوېده.
جمهوریت کې چې به د یوه خارجي، سفارت کار او یوه خارجي سیاسي شخص سره ملاقات وشو؛ ویل به ��ې هغه وګوره کافر دی او پر خلاف یې جهاد وکړئ. داچې اوس د خارجیانو پسې له شا د عسکر غونډې منډه وهي دا اوس څه دي!؟
هسې دا اسلام یې څومره بېچاره او وسیله کړ!
مړ ولس همداسې وي چې نه یې رییس جمهور شته، نه یې اساسي قانون، نه یې نړۍ په رسمیت پېژنې، نه یې خدمات شته او نه یې تعلیم شته او بیا هم چوپه خوله وي. افغانستان قبرستان شویدی او قبرستان کې نه ژوند وي او نه تعلیم. نه څوک مظاهره کوي، نه خبره، چوپه چوپتیا! د قبرستان مشر هم نه وي معلوم.
په پنجشیر کې دشهید احمد شاه مسعود د قبر خوا سره د طالبانو ګډېدل د ټولو سوچه افغاني/دیني ارزښتونو خلاف او ضد عمل دی. دا ډول حرکتونه قومي تعصب او قومي تفرقې ته لمن وهل دي. دا د افغان ضد کړیو اجنډا ده ترڅو د افغانانو یووالی نور هم ټکنی کړي او داخلي شدېدو جګړو ته زمینې برابرې کړې.
د یوه خطرناک موټر بمب په نتیجه کې چې زما په موټریز کاروان د هیواد، دین او انسانیت دوښمنانو ترسره کړ؛ زما دوه سربازان او۱۲ ملکي وګړي چې یو په کې کوچنی ماشوم او یوه ښځه هم شامل دي؛ ټپیان شول.
موږ به د خبیثه مثلث طالب، فاسد او غاصب پر خلاف لا ګړندي شو او ارادې به مو لا غښتلې شي.
د جار قلم کور ته ورغلم ترڅو پوښتنه یې وکړم. جار قلم يوغریب مبارز دی. یو خو خوست ته راغلی؛ بل مېلمه دی، بل غریب دی او له دې ټولو سره سره خپله مبارزه هم نه پرېږدي. که ټول ملت له وسله والو وغواړي چې اوربند او سوله وکړي او همدا فشار جاري وساتي؛ هیله ده چې جګړه ختمه شي.
ولسمشر غني به د پنجشنبې په ورځ ( د دیسمبر ۳۰مه ) د بي بي سي سره مرکه ولري. د ولس اندېښنو، د نظام د ړنګېدو او پر ده پورې تورونو ته به هم ځوابونه اووایي.
خوستوالو ته د ولسمشر زېری!
همدا شېبه جلالتمآب ولسمشرمحمد اشرف غني ما ته په ټلفون وویل چې ۵ ورځې وروسته د غلام خان بندر باندې تجارت پیلېږې او ټولو خوستوالو ته یې مبارکي وویله.له ولسمشر او د بهرنیو چارو له محترم وزیر او هم په پاکستان کې د افغانستان له سفیر نه د زړه له کومې مننه کوم
تعلیم ته یې نه پرېږدئ؛ اما له بې کاري یې په بازار کې د لاس مزدوري ته مجبوره کړه؛ ترڅو اولادونو ته روزي پیدا کړي.
د افغانانو ستونزه هیڅکله بې حجابي نه وه او نه ده، بلکې بې تعلیمي او بېکاري ده.
استاد ربانی په خپل اسلامي دولت کې دتاجکستان داسلامي نهضت او تاجک حکومت ترمنځ منځګړتوب وکړ.امارت اوس دتحریک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت ترمنځ منځګړیتوب کوي.یوه تاجکستان وژغورو او بل پاکستان ژغورې.اما دواړو افغانستان وران کړ او له داخلي لوریو سره هیڅ جوړه ونکړه او نه یې کوي.
نن د خپلواکۍ د واقعي اتل غازي امان الله خان ۶۲ تلین دی. د افغانستان دوښمنانو حد اقل له امانه تر اوسه پورې د خپلو کرایي جنګیالیو له لارې د متمدنو او مترقي رهبرانو او نظامونو پر خلاف بغاوتونه کړیدي. دې ټولو کرایي جنګیاليو تل د مذهب او دین کارت استعمال کړیدی. روح یې ښاد!
په فقر او دروېزه څوک افتخار نه کوي! له نانوایانو ګرمه ډوډۍ را واخلي او بیا وایې ځکه داسې خوار دي چې فساد نه کوي. زه وایم؛ ځکه داسې دي چې یوازې جګړې او ورانۍ ته روزل شویدي؛ نه جوړولو ته! نه نظام، نه ملي بیرغ، نه یونیفارم، نه اقتصاد، نه تعلیم او نه نظافت!
له چینایي،ایراني،پاکستاني،روسي،عربي، ازبکستاني،افریقایي او امریکایي سره خبري کوي؛اما له خپل افغان ورور او افغان حکومت سره جنګ کوي. له نورو ټولو سره اوربند، مصالحه، متارکه،معامله او ناسته پاسته،خو له خپلو افغانانو سره جګړه. آفرین په دې جهاد؛ بخښنه غواړم رښتیا دا خو۱۹ کلن خشونت وو!
هغوی چې وایې چې د محمد صلی الله بیرغ یوازې سپین وو، اشتباه کې دي. که له محمد ص څخه تر عثماني خلافت پورې بیرغونو ته وګورو نو سپین، تور، سور او زرغون ول. ملي بیرغ یوازینی بیرغ دی چې همدا څلور واړه رنګونه لري، دا بوازې ددیني وحدت نه بلکې د ملي وحدت نښان او سمبول هم دی.
د ځینو معلوماتو پر اساس، د طالب ډلګۍ له دا وارې د تل لپاره بنیادي ختمېدونکې ده. ښې شپې را روانې دي. دا ځل طالبي ف��ر په افغانستان اونړۍ کې ختمېدونکی دی. دا ځل ددوی په اړه د معلوماتو او شناخت خلا نشته! موږکان چې نیسې، نو په تلکه کې به یو څه غوښه ورته ږدې او وخت به ورکوې!
په انټرکاټینینټل برېد کې خو وایي چې رهبري یې محمد ص کوله.که په هېرامنډي برېد وکړي، محمد ص به ورسره حتمن رهبري کوي!؟ نو بیا ولي منتظر دي!؟یوازې غندنه نه غواړو؛ ځکه غندنه خو زموږ غوندې کمزورې خلک کوي، له دوی سره خو د الله نصرت او د محمد ص رهبري ده او بیایي یې ۴۸ هېوادونه مات کړیدي!