Aryan Yoon ارین یون Profile Banner
Aryan Yoon ارین یون Profile
Aryan Yoon ارین یون

@aryan_yoon1

Followers
13,963
Following
36
Media
125
Statuses
204

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د ننګرهار متدینو ولسونو استازې! Afghan Parliment Member

Kabul
Joined February 2023
Don't wanna be here? Send us removal request.
Explore trending content on Musk Viewer
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
د باچا خان او منظور خان موخې پاکې دي، خو لاره یې کږه او بې‌پایلې ده. طالبانو په ۸۰ زره کسانو ناټو او جمهوریت له مخې لرې کړل، خو هلته ۴۰ میلیونه پښتانه یو ناولی ریاست نه شي له منځه وړلی؟ له ظالم سره عدم تشدد بې‌غیرتي ده، ظالم په توره سمېږي، کنه پښتانه به همداسې رېبل کېږي.
Tweet media one
162
155
2K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
11 months
«وچه ډوډۍ، ګیلاس اوبه دې وي، خو سوله دې وي» نن د کابل له شوره د ننګرهار پر له ښاغلي یون سره روانه شوم. د سولې او ارامۍ فضا بېل احساس او خوند لري، ننګرهار کې د زورواکو وسلوال نشته او لارې کوڅې هم د ولس پر مخ خلاصې دي. یوه شېبه د کنړ سیند په غاړه دمه شوو، وچه ډوډۍ او چای مو وڅکه.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
139
64
2K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
9 months
موږ پړ یو، وطنه او ولسه موږ وبښه!🙏 د سالنګ د رغولو لپاره میلیونونه ډالر ووتل، خو تر سالنګ ونه رسېدل، همدلته کابل کې ووېشل شول او شخصي جېبونه ترې ډک شول. سالنګ لاره د هېواد د اقتصاد د ملا تیر دی، چې په اساسي ډول جوړېدل یې اقتصادي رفا ته لوی او مهم زېری دی. د طالب دې د مور شیدې شي
Tweet media one
41
115
1K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
د طالبانو میډیایي مخالفین له سختې رواني بې‌ثباتۍ سره مخ دي، اوس په افغاني کلتور نیوکه کوي، معلومېږي چې طالب هر میدان ګټلی. د ملا برادر په دغه عکس نیوکه کوونکي له کوم سیاسي کتاب خبرې کوي، چې دا کار یې د سیاست خلاف دی؟ د جمهوریت کرایي کنځل‌ماران اوس د سیاست تشریح کوي، ورک شئ مړو.
Tweet media one
Tweet media two
64
143
1K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
14 days
هغه ورځ مې له یاده نه وځي، چې کرزي صاحب ارګ کې اوباما ته له پاکستانه شکایت وکړ، اوبا غوسه شو، پورته شو او مېز ته یې ګوذار ورکړ، چې له تا سل ځله راته پاکستان مهم دی. د افغانستان هغه مظلومیت، خو اوس دا مستقله او زړوره پرېکړه، د خپلواکۍ سړه هوا مې بدن کې تېره شوه. تل دې وي افغانستان
Tweet media one
45
149
1K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
استاد خو وایي چې امنیت ته ۹۵ نمرې ورکوم، خو زه سل نمرې ورکوم، د ګران وطن امنیت د نړۍ په کچه مثالي دی. همداسې د لنډغرو، زورواکو، جنګ‌سالارانو، قاتلانو او باج‌ګیرانو ختمول بله مهمه لاسته راوړنه ده، چې دې ته هم نمرې ورکوم. زموږ ټول مشکلات له همدغو دوه رنځونو له امله وو.
143
115
1K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
9 months
د خپل ناموس او حق غوښتنه له پنجابه په ژړاوو او زاریو کوي، خو افغانستان کې اوباشان نامشروع جنګ ته هڅوي. د ISI رسمي جاسوس دې واوري، چې افغانان به هېچا ته نور د جنګ اجازه ورنه کړي او د اوسني نظام تر څنګ به د هر جګړه‌مار پر وړاندې ودرېږي. د پنجاب د تمې خلاف به افغانستان راپورته کېږي.
Tweet media one
104
184
1K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
۲۳ کاله وړاندې د طالبانو پخواني حکومت په سقوط سره طالب مشرانو او کشرانو سره جنګ‌سالارانو څه ډول چلند وکړ؟ خو اوس د طالبانو بیا راتګ سره طالبانو دوی او ټولو پخوانیو چارواکو سره څه چلند وکړ؟ موږ ټول باید ترې پند واخلو، طالبان د ملت او وطن جوړولو قوي ارادې لري، ملاتړ یې پکار دی.
Tweet media one
45
103
1K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
اټومي او د سیاست مکار لوبغاړی پاکستان له سخت سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ناورین سره مخ دی، خو ګران افغانستان له تاریخي سخت انقلاب روغ ووت او تېرو دوه کلونو کې یې ډېر د پرمختګ قدمونه اخیستي دي. د طالبانو په دې بریالي سیاست اخلاقي اعتراف پکار دی، له ځینو ستونزو پرته، خورا مثبت روان دي
43
62
1K
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
استاد او خاوند مې نه، په زیاتي کې د پلار مخالفت هم کوم او کړی مې دی. د استاد په خبرو خفه شوم، د ملت سرمایه د ملت حق دی، حکومت مجبور او مکلف دی، چې د غصب او ناقانونه استعمال مخه یې ونیسي. مخابراتو وزارت د قرارداد نوي‌کېدل غواړي او دا باید ومنل شي. جریب ۵۰۰ افغانۍ ملت سره ظلم دی.
Tweet media one
119
52
935
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
افغانستان همداسې قاطع او مرکزي واکمنۍ ته اړتیا لرله، چې امر یې د هېواد هر کونج باندې عملي شي. د طالبانو دا یو امر له ټول جمهوریت غوره ګڼم، چې په یوه امر وزیر په کور کېنوي او معین وزیر اعلان کړي، ولسوال د ولایت مرستیال او د ولایت مرستیال ولسوال کړي. جمهوریت به والي ته زارۍ کولې.
Tweet media one
38
77
921
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
د ناکامورا قاتل او ننګرهار کې د زرګونو جریبو ځمکو غاصب هم د لنډغرو منځ کې ناست دی او د ولسواکۍ نغارې غږوي. دا هغه بې‌سواده وکیل و، چې له خپلې ناپوهۍ یې یوه ورځ هم ولسي جرګه کې خبرې ونه کړې. دا د پاکستان هغه جاسوس و، چې ناکامورا یې ترور او سرې سترګې ګرځېده. دا منفور او جاسوسان دي.
Tweet media one
57
98
939
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
تورن اسماعیل خان د اوبو او انرژۍ وزیر و، یو افغان ځوان ورته د څو بندونو نقشه او پلان وړاندې کړ، ده ځکه سپک او پلان یې رد کړ، چې ولې دې پښتو لیکلی دی. ایران اوس په ټول‌شموله حکومت کې هغسې جاسوسان ځایول غواړي. د امارت اقتصادي پالیسي له سیاسي لا غوره او د افغانستان په ګټه ده.
Tweet media one
Tweet media two
30
50
856
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
9 months
د نړۍ او سیمې ځینې هېوادونه ځکه طالبانو نه بد وړي، چې دوی هوډ کړی افغانستان له مصرفي هېواد نه په ځان‌بسیا او تولیدي هېواد بدل شي. دوی ویني، چې طالبان د اوبو مدیریت، برېښنا تولید، زراعت ودې، سوداګرۍ پیاوړتیا او ټرانزیټ ته وده ورکوي. لنډغر دغو هېوادونو ته سپۍ تمه لري، خو نامراد دي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
37
94
899
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
تر چین، هند، ایران او روسیې ورهاخوا امریکا او اروپا هم منلې ده، چې طالبان د افغانستان یوازینی قوت او واقعیت دی. نږدې ده، چې روسیې هم طالبان د ترهګرو له لېسته وباسي او رسمي سفارتي اړیکې پیل کړي. د طالبانو بهرنی سیاست بریالی، په واقعیتونو ولاړ او متوازن دی، چې دا د ټولو په ګټه ده.
Tweet media one
27
71
882
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
10 days
ته یوه افغانه ښځه نه، بلکې ته یوه لنډغره او فاحشه ښځه یې، چې د کورنیو چارو وزیر او د مسعود زوی سره کیسې دې ټولې ما ته معلومې دي. د سپي په خوله هېڅکله سمندر نه مردارېږي، د کرکټ لوبغاړي زموږ اتلان او ویاړ دي. طالب هم له پخوانیو فاسدو او هغو لنډغرو غوره دی، چې ته یې غېږ کې پرته یې.
@zala_zazai
Zala Zazai
10 days
د یوې افغانې ښځې په توګه زما لپاره د کرکټ ټیم غړي له طالب ترهګرو کم نه دي. د دې ملت له قاتلانو سره ناسته ولاړه د دې ډلې ملاتړ له طالبانو ښايي.
Tweet media one
307
46
607
154
52
928
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
طالبان په ډېرې چټکۍ د سیمې په مهم سیاسي او نظامي ځواک بدلېدونکي دي. ډېری عربي او د سیمې هېوادونه ورته د مهم ځواک په سترګه ګوري او د مهم او تاریخي دولت په توګه ورسره چلند کوي. اماراتو ته د طالبانو پلاوي وروستي سفر باندې ټوله نړۍ بحثونه کوي، همدا د پورته خبرو ثبوت دی.
Tweet media one
24
74
860
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
د طالبانو بودیجه له جمهوریت سل چنده عادلانه او شفافه ده. جمهوریت کې هر وکیل بودیجه کې باج غوښته او شپږ میاشتې هم ځنډېدله، اوس په دویمه میاشت توشیح شوه. طالبان په لګښتونو کې هم په مراتبو له جمهوریت غوره ده، عادي لګښتونه او تشریفات یې زموږ په لګښت په پرتله ارزانه دي. همدا عدالت دی.
Tweet media one
48
91
844
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 month
د بنګلدېش حکومت سقوط شو او واک یې فوځ په لاس کې واخیسته. خو افغانستان درې کاله کېږي، چې له ټولو جنګ‌سالارانو، مرکزي حکومت‌ننګوونکو او د پردیو له جاسوسانو پاک شوی دی. دا د ګران هېواد لوی او بې‌مخینې پرمختګ دی، چې د امنیت تر څنګ مرکزي حاکم دی او باجګیر زورواکي ختم دي.
Tweet media one
100
50
875
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
22 days
له دغو سیاسي کثافاتو د افغانستان پاکېدل د افغانستان د عرضي تمامیت، نړۍوال حیثیت او ملي وحدت لپاره فرض و. طالبانو دویم ځل لپاره په افغانستان او افغانانو احسان وکړ، چې له دغو سیاسي کثافاتو یې ازاد او خلاص کړ. د دوی له شره د افغانستان خلاصېدل واقعاً هم ازادي ده او باید ونمانځل شي.
Tweet media one
176
109
861
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
د جمهوریت پر مهال یو ځل ۱۰۰ چیک‌ډیمونو د جوړولو یوازې ژمنه وشوه، غوغا جوړه وه. خو امارت اوس په یوه کال کې د ټولو ولسوالیو لپاره چیک‌ډیمونه منظور، تېر کال له ۳۰۰ زیات چیک‌ډیمونه جوړ او اقتصاد وزارت سږکال ۵۸۹ پروژې عملي کوي. انصاف او اعتراف پکار دی، دا خلک ابادۍ ته رښتیني ژمن دي.
Tweet media one
22
88
830
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
طالبان هېڅکله خپله ازادي نه قربانوي او همدا یې د سیاسي بریا پیل دی، دا پیاوړی دریځ و، چې دوحې ناسته کې یې بهرنیانو ته په داخلي مسایلو د خبرو وخت ورنه کړ. د نړۍ د بشري حقونو دعوه دروغ ده، ځکه د فلسطین نسل‌وژنه کې همدا نړۍ شریکه او پرې چوپه ده. طالبانو سیاسي لومې هم شنډې کړې.
Tweet media one
40
59
784
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
25 days
د طالبانو یو ښه بخت دا دی، چې مخالفین یې بې‌منطقه، بې‌دلیله او دروغجن دي. مخالفین یې مخالفت ته منطقي دلیل نه لري، ځکه د دوی منطق پیاوړی دی. د هفتې کڅوړې د نړۍوالو موسسو فنډ دی، چې تر ۲ زرو نړۍوالې موسسې دي او طالبانو ته پکې روپۍ هم نه رسېږي. خو مخالفین دلیل نه لري، دا تبلیغوي.
Tweet media one
67
95
795
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
افغانستان ته همداسې ژبور حکومت او ویاند پکار و، چې د هر چا ځواب په زغرده ووایي. مجاهد ایران ته مناسب ځواب ورکړی دی، چې د همه‌شموله هیلې مو هسې هواز ګزول دي. ده ورته ویلي چې ستاسو یوه حکومت کابینه هم همه‌شموله نه ده. د افغانستان کابینه په مراتبو له دغو هېوادونو همه‌شموله ده.
Tweet media one
13
53
757
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
تېره ورځ ګڼو هېوادونو کې په شعیه‌ګانو بریدونه شوي دي، دوه ورځې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر باندې برید وشو. خو په افغانستان کې د عاشورا مراسم له هر ډول امنیتي پېښې پرته تېر شول. باید اعتراف وشي او طالبان په دې وستایل شي. امنیت د ټولو چارو کیلي ده او اوسنی امنیت مثالي دی.
Tweet media one
11
80
755
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
زما معلومات دا دي، چې کندهار کې د مهمو مسایلو پر سر خبرې شوي او د هېواد په ګټه به مهم مثبت ګامونه پورته شي. د سیمې دوه شریرو هېوادونو پر وړاندې به جدي اقدامات وشي او پخپلو مکارو کارونو به پښېمانه شي. همدارنګه د کورني سیاست اړوند هم مهمې پرېکړې شوې دي، نور جزیات به خپله اعلان شي.
Tweet media one
42
40
750
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
لومړۍ درجه او سوپر پاور امریکا کې په پخواني ولسمشر برید کېږي، خو افغانستان کې له پاچا تر ګدا د وطن هره څنډه کې بې‌غمه ګرځي، په دې سر خلاصول او شکر وېستل پکار دي. طالبان توانېدلي دي، چې افغانستان د امنیت تر څنګ سیاسي ثبات، اقتصاد محورۍ او د سیمې د ټرانزیټ مرکز په توګه ثابت کړي.
Tweet media one
87
87
759
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
دوحه کې راټولې شوې ښځې د افغان مېرمنو استازې نه، بلکې د ټام‌ویسټ او امریکا انډیوالانې وې. له هلمند تر بدخشانه افغان مېرمنې هېڅ په دوی خبرې نه دي، نو څنګه د دوی استازې شي؟ دا بې‌حیثیته او نامعلومې ښځې زموږ استازې نه دي، د امریکا پروژه‌یانې او استازې دي او تش تمثیل ته تللې وې.
58
128
718
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
د طالبانو دغه احسان هېڅکله موږ نه شو ورپوره کولی. له دوی ټول وطن او وطنوال تکلیف او رواني شکنجه کې وو، خو اوس ترې ټول وطن پاک او وطنوال ارام دي، اوس خپلو کې د لېونیو سپیو غوندې داړي، یو بل ښکنځي او رازونه افشا کوي. نور هر څه یوې خوا، خو د طالب همدا کار د سل نمرو وړ دی.
Tweet media one
21
69
687
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
8 months
شاه‌محمود میاخېل صاحب باید وویني او زده‌کړي چې حکومت څنګه کېږي او د ولس پر وړاندې څه مسوولیت لري؟ تا تر ننه حتی جرئت قدرې ونه کړ، چې د ناکامورا د قاتلینو نومونه واخلې، خو طالبانو دوه ورځې وروسته د الیاس ماشوم قاتلین ونیول. په ولس حکومت د ولس خدمت ته وایي، د ولس زندۍ کولو ته نه.
Tweet media one
47
63
666
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
8 months
د جمهوریت بډنګان چې پورته پورته غورځي، زه شرمېږم. تاسو په کومو سترګو د فض الرحمن په راتګ نیوکې کوئ؟ تاسو د اغزن سیم تېرېدو په وخت چېرته وئ؟ تاسو د تورخم ګېټ لګېدو پر وخت چېرته وئ؟ بزدل جمهوریت پنجاب په اوږو سور کړ، امارت خو پکې وینه وچه کړه، کوکارې یې وختې. سیاست اړتیا ده.
Tweet media one
114
76
662
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
10 months
د میلیاردونو ډالرو په باران کې په کنړ سیند بند جوړ نه شو، خو اوس په تش لاس جوړېږي، دا لوی پېغور دی. امریکایانو د پاکستان په غوښتنه هېڅکله اجازه نه ورکوله، چې په کنړ سیند برېښنا بند جوړ شي. د جمهوریت لنډغرو او د پنجاب غلامانو پنجاب سره ژمنه کړې وه، چې برېښنا بند به ترې جوړ نه شي.
Tweet media one
26
61
646
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
7 months
نړۍوال باید تېر شل کلن تصور بدل کړي، اوس یې فرمایشات نه منل کېږي. تېر شل کاله د نړۍوالو له فرمایش مخکې د چوکیو وږو دوی ته ویل چې څه وکړو صیب، امر کوئ؟ خو طالبان هغسې نه دي. طالبان تر فشار لاندې دي، خو تابع کېدل یې ناممکن ښکاري. نړۍوال باید تصور بدل کړي، له تعامل پرته لار نه لري.
Tweet media one
33
70
648
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
له حکومت د زړه له تله مننه کوم، چې د استاد نه زغمل‌کېدونکې خبرې یې په ګیله ځواب کړې. منم، په داسې حقوقي قضیه کې دا ډول څرګندونې د زعملو او بښلو نه وې، خو حکومت بیا خپله لویي وښوده، د زړه له تله ترې مننه کوم. استاد نن د حکومت لخوا بلل شوی و، غرمه بېرته کور ته راستون شو او خوښ و.
52
26
629
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
د پښتو ژبې دا ویاړ او حق ترلاسه کول دې ټول ملتپال ولس او پښتنو ته مبارک وي. د نړۍ ټولو ژبو ته درناوی لرم، زده‌کول یې ویاړ او کارول یې اړتیا ګڼم، خو پښتو ډېره محرومه او غریبه ژبه وه او دا قصدي عمل و. دا ویاړ او حق ورکول دي، چې پښتو د نړۍوالو غونډو ژبه شوه.
Tweet media one
44
57
641
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
دا د امارت په کامیاب بهرني سیاست دلالت کوي، چې ۱۲ ورځو کې ۸ چارواکي بهرني سفرونه کوي. یوناما کابل کې د طالبانو راضي کولو ته زارۍ کوي او طالبان ورته خپل شرطونه وړاندې کوي. دا د حکومت او سیاست بریالی مدیریت دی، چې ځان په سیمه او نړۍ کې دومره مهم ثابت کړې.
Tweet media one
23
55
617
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
5 months
طالبان حکمتیار ته درناوی لري، نه یې په کور چاپه وهل شوې ده او د پخواني کور په بدل کې حکومتي چارواکو بل ځای ورکړی دی. طالبان د دولتي ځمکو راګرځولو کې جدي دي او باید هم جدي وي، ځکه دا د ټول ملت حق دی او حکومت یې یوه شخص ته نه شي ورکولی. عدالت باید پلی شي، دا د ملت حق دی.
Tweet media one
23
48
617
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
8 months
دلته یو کاذب اقتصاد حاکم و، نغدې پیسې راتلې او وېشل کېدلې، خو افغانستان یو پر ځان بسیا اقتصاد ته اړتیا لري. په طالبانو سخت اقتصادي فشارونه دي، خو له ټولو بریالی وځي او رښتیني اقتصاد ته یې صادقانه کار روان کړی. افغان پانګوالو باندې ویاړم چې دغه برخه کې د حکومت او وطن ملاتړ کوي.
Tweet media one
20
35
606
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
ملا یعقوب قطر کې د فوځي صنعت مهمو شرکتونو مسوولینو سره هم لیدلي دي، چې د افغانستان لپاره به ښه زېري له ځان سره ولري. افغانان د نړۍ په کچه د جګړې ځانګړی همت لري، که د وسلو جوړولو توان او امکانات هم پیداکړي، د نړۍ هېڅ قوت به ورته د کاږه کتلو توان پیدا نه کړي. د خیر سفر دې شي.
Tweet media one
Tweet media two
32
41
604
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
افغانستان نویمه لسیزه کې تجزیې سره مخ نه، بلکې عملاً تجزیه شوی و، د هېواد بېلابېلو څنډو او د کابل هره خوا بېله پاچاهي وه. ملا عمر هغه نوم دی، چې په هر افغان یې غرونه احسان دی، د افغانستان نوم د همده له برکته پاتې دی، کنه جنګ‌سالارانو به اوس افغانستان لس ټوټې کړی و. روح یې ښاد!
Tweet media one
56
69
611
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
11 days
د واحد افغانستان د دښمنانو لومړۍ غوښتنه او موخه د افغانانو تر منځ تفرقه او د افغانستان تجزیه وه/ده. په ګران هېواد او افغانانو د طالبانو لوی احسان همدا دی، چې دویم ځل یې افغانستان له تجزیې او افغانان له وېشلو وژغورل. دا د واحد افغانستان انځور دی، جنګ‌سالاران او جاسوسان پرې خفه دي.
Tweet media one
22
46
609
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
5 months
د بارور شعر نوې او د حیرانۍ خبره نه ده، جمهوریت کې د تاجک شریف قوم حق خوړونکي د ایران رسمي جاسوسان او مزدوران وو. د تاجک شریف قوم استازي د فصیح الدین غوندې سړی کېدلی شي، چې جامه، استوګنځای، ارزښتونه، ژبه او میهن یې دا وطن ګڼلی دی. بارور او مسعود یوازې د خپلې کورنۍ استازي هم نه دي
Tweet media one
Tweet media two
49
52
561
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
13 days
تېره اونۍ د ازبکستان صدراعظم کابل ته راغلی و، دا اونۍ د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر هرات ته راغلی او د سترو اقتصادي پروژو پر سر یې طالبانو سره خبرې کړې دي. همدا شاهدي ورکوي، چې افغانستان د سیمې د باور وړ او مهم هېواد دی، چې ټوله سیمه ورته اړ ده او همکارۍ کې خپلې ګټې ویني.
Tweet media one
6
48
584
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
8 days
د شمال لنډغرو او ځینو پلاستیکي جنرالانو له افغانستان او افغانانو سره خیانت وکړ، چې چورلکې یې وتښتولې او ازبکستان او تاجکستان ته یې وسپارلې. که د دوی ګټې پکې نه وي، د افغانستان امنیت او حیثیت هم ورته ارزښت نه لري. ازبکستان/تاجکستان باید دا شتمني امریکا او بل‌ هېچا ته ورنه کړي.
Tweet media one
56
55
586
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
18 days
کابل ته د ازبکستان لومړي وزیر سفر مهم سیاسي، اقتصادي او امنیتي پیغام لري. د طالبانو روښانه، متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست د ګاونډ، سیمې او نړۍ ډېری هېوادونه قانع کړي دي. سیمه افغانستان سره رغنده سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي. دا ښه پرمختګ دی او د نویو پرمختګونو هیلې ټوکوي.
Tweet media one
17
44
552
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
شل کاله کې د جمهوریت اردو اسلامي او ملي نه شوه، نه پرې ملي ګټې وساتل شوې او نه پرې د اسلامي مقدساتو دفاع وشوه. یوازې د خپلو افغانانو پر وړاندې وجنګول شول، د پښتنو کورونه پرې وران شول، د ولس حجرې او مسجدونه پرې وران شول. کاش د ناولي جمهوریت او فاسدو چارواکو لپاره قرباني شوي نه وی.
Tweet media one
89
57
516
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
محمود خان، افراسیاب، ایمل ولي، مولانا فضل الرحمن، منظور پښتین، محسن داوړ او د دغې ردې ټول څهرې د پاکستان استخباراتي مهرې او خدمتګاران دي. دوی پنجاب ته لوی خدمت دا کړی دی، چې پښتانه یې د سیاست او عدم تشدد په لومه کې پنجاب ته څملولي دي. پنجاب په عدم تشدد نه، په تشدد سمېدلی شي.
Tweet media one
143
79
541
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
وضاحت! ښاغلی تراب صیب نه نیول شوی او نه به هېڅکله ونیول شي. اوسني ډېری چارواکي ښاغلي تراب صیب ته په درنښت قایل دي، وخت ناوخت یې مشورې اوري او درناوی ورته لري. مغرض کسان دې د تراب صیب له نوم ناوړه استفاده نه کوي. دا د شرم وړ خبره ده، چې دروغ جوړوئ او خپل دریځ پرې سم ثابتوئ.
Tweet media one
26
36
497
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 month
خلیفه سراج الدین ویلي، چې ولس له ځان لوړ ګڼي او ستونزې حلول یې خپل مسوولیت ګڼي. طالبان که هر ډول ستونزې لري، خو دا یې عادت دی، چې څه وایي، هغه د خپل سر په بدل کې هم کوي. د طالب مشرانو وعدې کمې دي، خو کارونه یې عالي دي. تبلیغات یې نشته، خو فعالیتونه یې د جمهوریت شل کالو برابر دي.
Tweet media one
36
54
518
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
افغانانو جګړه ګټلې، سیاست یې وګاټه او لوبې هم ګټي. اسټرالیا په کرکټ سیاست کاوه، خو افغان اتلانو سیاست او ورزش دواړو کې مات کړل. دوی ویل د ښځو حقونو لپاره افغانستان لپاره لوبه نه کوو، خو بیا له خپلې خبرې تېر او لوبه یې وکړه، سیاست هم لاړ او لوبه هم لاړه. دا تاریخي بریا مو مبارک شه
Tweet media one
9
41
519
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
د پوتین او مودي لخوا د طالبانو د حکومت خپلواکي تایید کېدل د ستراتیژیو د مثبت بدلون اعلان دی. هند او روسیې طالبانو سره د اړیکو پراخیدل غواړي او عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي. دغه حالت په پاکستان یو ځل بیا سړه تبه راوستلې ده او د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر افغانستان ته راولېږي.
Tweet media one
17
55
513
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
11 months
د استاد یون د خولې خبره ده چې؛ څوک چې د قوش تېپې کانال په څېر ملي پروژو مخالفت کوي، د سیاسي حماقت په نري‌رنځ اخته دي او له سیاسي بې‌ناموسۍ بله مانا نه لري. طالب جنګ‌سالاران او د وطن په پوستین کې پټ د وطن دښمنان د مچانو په دوا نابود کړل. قوش تېپه ملي ارزښت او ویاړ دی.
Tweet media one
Tweet media two
14
28
484
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
په ویانا کې چې چا نن غونډه جوړه کړې وه، دوی تېر شل کاله نه افغانستان مانه، نه د افغان کلمه، د فدرالي په نوم یې د افغانستان تجزیه غوښتله، همدوی نویمه لسیزه کې کابل کنډواله کړ او افغانستان یې عملي تجزیه کړی و. دوی بیا د خپلو خرمستیو تکرار هیلې لري، خو دا هیلې یې طالب دفن کړې دي.
Tweet media one
55
70
522
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
عطانور به ۵۰ زره میاشتنی کلنګ د روضې له تشنابونو اخیسته، قوای مرکز کې به خلکو نه باج ټولېده، تره‌خېل به ریړې‌والاوو نه باج اخیسته، صالح به پانګوالو او تجارانو نه په زور شکونې کولې. رسمي مالیه خو بېله اخیستل کېدله. اوس باج نشته او رسمي مالیه هم معاف شوه، دا ولس ته لوی خبر دی.
Tweet media one
18
53
510
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
امریکا په ټرمپ ټوېټر بند کړ، بایډن ته یوه کس په فېسبوک اخطار ورکړ، پولیسو وواژه، اسرایلو تېره اونۍ الجزیره تلویزیون وتاړه. پورتني ټول کارونه غرب خپل حق ګڼي، خو نن یا سبا ممکن د طالبانو په انټرنشنل بندیز باندې غبرګون وښایي. انټرنشنل د ملي ارزښتونو او ثبات ضد رسنۍ ده، ښه اقدام وشو.
Tweet media one
20
57
514
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
10 months
د وطن یوې څنډې ته چین سره د واخان وصلېدو مهمې سرک کار روان دی او بلې څنډې ته ایران سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پیل او پراخېدو خبرې کېږي. همدا د اقتصادي سیاست ژور او اینده ټاکونکی بدلون دی، چې پاکستان یې سخت خواشینی او وارخطا کړی دی. افغانستان د یوه روڼ راتلونکي پر لور ځي.
Tweet media one
16
42
496
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
قوش‌تېپه د افغانستان او افغانانو ملي ارزښت دی او جوړېدل یې د ټولو افغانانو ارمان دی. د طالبانو همدا یو اقدام د دوی په وطني مینه او افغانستان په پښو درولو لوی دلیل کېدلی شي. ازبکستان دې پر ځای کېني، بس دی چې پېړۍ زموږ اوبه مفته ورتلې. افغانان د حکومت تر شا ولاړ دي.
Tweet media one
12
24
496
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
10 months
له ننګرهار څخه کابل ته د سفر په څنډه کې مو د کاپیسا تګاب او سیادو ته هم سر ورښکاره کړ. د وطن په ښکلو درو او منظرو وګرځېدو، یون صاحب د اس چکرې ووهلې او موږ د سړو او خوږو اوبو په غاړه قدمونو نه خوند واخیست. په ټوله لاره او هلته د امن خوږه لمن غوړېدلې وه، د امن ډاډ بېله خوښي راکوله.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
22
11
477
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
23 days
زما باور دا دی، چې د اسد ۲۴مه د اسد ۲۸مې په څېر د افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ ورځ ده. ځکه دلته د غرب او شرق اشغال ختم شو، د ګاونډیانو او نړۍوالو جاسوسانو جال ختم شو، د پردیو فرمایشونو لړۍ بنده شوه. د اسد ۲۴مه د وروستي اشغال د ماتې ورځې په پار ونمانځئ، دا تر ټولو مهمه ازادي وه.
Tweet media one
32
48
510
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
د پاکستان لویه هیله د افغانستان بربادي او دوی ته محتاجي ده. کله چې کابل د دوی ۷ ګوندونو په لاس کې و، دوی ورسره دوستان وو، خو کله چې کابل خپلواک شوی او د پرمختګ په لور روان شوی، دوی ورسره دښمني شروع کړې ده. تور پنجاب سره بیا په سرحد جګړه ده، له خپلو امنیتي ځواکونو سره ودرېږئ.
Tweet media one
18
43
473
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
د شمال ټولو جنګ‌سالارانو تېرو پنځوسو کالو کې یو پل، کانال او پوهنتون د هېواد شمال کې جوړ نه کړ، جنوب خو پرېده، خو د طالب لومړۍ او د افغانستان تاریخ کې ستره پروژه (قوش‌تېپه) شمال کې پیل کړه. خو بیا هم دوی او کاذب نړۍوال طالب په تعصب تورنوي، دا واقعاً بې‌انصافي ده.
21
43
455
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
7 months
د طالبانو متوازن او اقتصاد محوره سیاست د سیمې هېوادونو لېوالتیا لوړې کچې ته رسولې او د لوېدیځ د خوښې خلاف هر ډول همکارۍ ته تیار دي. افغانستان له لسیزو وروسته یو متوازن حکومت ترلاسه کړی، چې لامل یې خپلواکي ده. افغانستان به د سیمې یو مهم سیاسي او اقتصادي موقف ترلاسه کوي.
Tweet media one
22
51
465
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
طالب مو ۲۶ کاله مطالعه کړی، هېڅ عاقل انسان او افغان دا نه مني، چې طالب دې بې‌ناموسه وي. زه اوس کابل کې وینم، کوم موټر کې چې ښځې وي، د چیک‌پواینټ لا موټر ته نه ورګوري. له طالب سره دښمني وکړئ، خو دومره په بې‌غیرتۍ یې مه کوئ. امریکا هم دومره ماشومه شوه، چې اوس داسې جعل کوي.
@NajeebNangyal
Najeeb Nangyal
4 months
د طالبانو په زندانونو کې د زنداني مېرمنو حامله کېدل، بوږنوونکی جنايت دی. افغانستان د تاريخ له بدترين او دردوونکي دور څخه تېرېږي.
218
54
387
53
60
464
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
7 months
هند له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو ته لېواله دی. د چابهار بندر له لارې افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره د هند سوداګري د هند یوه مهمه اړتیا ده. د دې لارې په بدل کې افغانستان ډېرې ګټې کولی شي. افغانستان هېچا ته اړ نه دی، خو د سیمې ډېر هېوادونه ورته اړ دي. موږ جوړېږو.
Tweet media one
8
36
459
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
طالبان په بریالیتوب سره نړۍوال سیاست د ځان په ګټه څرخوي. د روسیې سفیر لخوا دا اعتراف چې طالبانو د داعش ریښې ویستلي، طالبانو سره لا ډېر نږدې تعامل غواړي او سوداګري یې زیاته شوې، یو مهم او روښانه پیغام لري. سیمه او نړۍ په طالبانو باور لري او د افغانستان تر څنګ یې د سیمې په ګټه ګڼي.
Tweet media one
14
44
431
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
طالب به ځکه بریالی و، چې له مشر تر کشر قربانۍ ته تیار وو. زموږ اولادونه په پستو کوچونو بهرنیو هېوادونو کې درسونو ته ناست وو، د شرق او غرق نیمه‌بربنډو نجونو سره کالجونو ته تلل، له ځانه مو سمټي دېوالونه تاو کړي وو، ولس نه پټ ګرځېدو. څنګه به موږ بریالي شوي وو؟ طالب باید ګټلې وی.
Tweet media one
23
43
420
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
24 days
د واخان سړک بشپړېدل د افغانستان په اقتصاد کې یو نوی باب دی. چین اقتصادمحوره سیاست لري او د طالبانو اقتصادمحوره بهرنی سیاست د دواړو هېوادونو لپاره تاریخي چانس دی. د واخان له لارې چین سره د افغانستان وصلېدل به افغانستان د پاکستان له محتاجۍ خلاص کړي، سوداګري او ټرانزیټ به څو چنده شي
Tweet media one
10
34
440
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
7 months
د هزاره‌ګانو نسل‌وژنه افشارو کې وشوه، چې مسعود پرې ملي قهرمان شو. د ولسمشر غني وروستیو کلونو کې په هزاره‌ګانو هدفي بریدونه وشول، چې صالح او محقق په شریکه دا بریدونه کول. اوس هم که خال خال برید کېږي، د محقق لخوا کېږي او زه پرې شواهد لرم. افغانستان کې د هېڅ قوم نسل‌وژنه نشته.
16
52
425
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
8 months
امنیت د طالبانو لپاره لویه ننګونه وه، چې د سیمې ځینې بدبینه هېوادونو او پخوانیو جنګ‌سالارانو په ګډه د دغه مشکل جوړولو وروستۍ هڅې وکړې، خو ټول ناکام شول. په امنیت کې طالبانو ۹۵ نمرې وړې دي، د اقتصادي هڅو ګراف یې هم ښه روان دی، خدای وکړي پاتې ستونزو کې هم ژر راښه شي.
@sonia_niazi6
Sonia Niazi
8 months
د ملي دفاع وزارت سرپرست: په هېواد کې داعش وحشي ډلې او مقاومت جاسوسې ډلې ټول مشران وژل شوي او د ورانکارو فعالیتونو مخه یې نیول شوې ده.
Tweet media one
9
43
843
21
22
416
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
9 months
موږ ته تجربه شوه، چې د هېواد د پرمختګ اساسي شرط د پردیو جاسوسانو ورکول دي. تېر شل کاله هېواد کې د پردیو استخباراتو برګ اتڼ و، چې ناکامورا غوندې زرګونه ککرې یې ورکې کړې. خبره شوم چې پر ځای یې بل جاپانی انجینر راغلی، وبه وګورئ، چې څنګه کار کوي او نر دې پیدا شي، پورته دې ورته وګوري.
Tweet media one
12
25
423
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
که طالبانو په واک کې هغه چورلکې وای، چې د جمهوریت د سقوط په ورځو کې امریکایانو او د هغوی همدستو ویجاړې کړې، باور لرم چې نن به یې له اسلام‌اباد دوړې جیګې کړې وې. خو دوی قصداً افغانستان او طالبان همداسې محتاج او تش لاس پرېښودل غوښتل. جمهوریت د امریکا دویم زوی او د پاکستان ورور و.
35
45
414
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
5 months
د افغانستان نیم نفوس عیني شاهدان دي او پاتې ځوان نسل ته د نویمې لسیزې دا انځورونه او تاریخ مخې ته پروت دی، نو بیا د ګوندونو او حزبونو پر سر بحث ته څه اړتیا ده؟ لېوني خو نه یاستئ؟ تجربې ته په کتو، دلته ګوندونه سیاسي کفر دی، تجربه شوي ګوندونو خو باید ابداً د تاریخ هدیره کې خښ شي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
33
59
408
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
په چا چې د پنجاب ټاپه لګېده او زرګونه یې په همدې نوم ووژل شول، هغوی یو اینچ پنجاب خپلې خاورې ته نه پرېدي او د ډیورنډ د راګرځولو ارادې لري. خو برعکس د پنجاب نمایشي دښمنانو ډیورنډ په پنجاب خرڅ کړ او ارګ نه یې ځانګړې اړیکې ورسره لرلې. شل کاله د استخباراتي لوبو دروغجن جال حاکم و.
@sonia_niazi6
Sonia Niazi
1 year
ملي دفاع وزیر محمد یعقوب: ډیورنډ یوه تپل شوې پوله ده او دوی به یې پوښتنه کوي. نوموړي طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې زیاته کړه؛ چې د هېواد او ولس شرایط یې ومني، هغه ورځ به د ډیورنډ پوښتنه کوي.
1
39
324
12
42
370
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
15 days
دراني ته د متقي ځواب د یوه خپلواک او پخپلو پښو درېدونکي افغانستان زېری دی. افغانستان د پاکستان په څېر سوالګر او په پورونو چلېدونکی نه دی، افغانستان اوس پخپل مټ او پخپلو عوایدو روان دی، چې د هېچا فرمایش او فشار پرې نه چلېږي. پاکستان د خپلې توقع خلاف څه سره مخ دی، باید لارې ته شي.
Tweet media one
Tweet media two
21
40
423
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
دا د جمهوریت دوران و او دا هم مرکز کابل دی. دغو کارونو ته حکومت ځانګړې میلیوني بودیجه ورکوله، چې وځئ، ښار کې وحشت خپور کړئ، ولس وداړئ، خلک سپک کړئ، چور وکړئ. خو طالبانو چې په یوه کوتک دغه ټولې حشرې ورکې او هغه د لنډغرۍ داستان ختم کړ، ایا د ۹۵ په ځای د ۱۰۰۰ نمرو لایق نه دي؟؟؟
36
47
361
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
د یوناما مکاره او جابره څهره اوس ټولې نړۍ ته څرګنده شوې ده، ټوله نړۍ پوهېږي، چې د امریکا او د هغوی شریکانو لخوا که د فلسطین په څېر زرګونه کسان وژل کېږي، دوی یې حق بولي، خو مسلمانانو باندې په قصاص نیوکې کوي. یونامال د امریکا د وحشي څهرې بله او مکاره بڼه ده.
Tweet media one
14
48
388
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
7 months
امریکا له غروره پخپل قانون کې بهرنیو هېوادونو سره د اتباعو تبادله امریکا ته توهین باله، خو طالبانو د امریکا دا غرور خاورې کړ. طالبان وتوانېدل چې د ګونتانامو پاتې وروستي افغانان هم ازاد کړي، خو همدا روانه میاشت افغانستان کې څو امریکایي اتباع ونیول شول. دا مزل زموږ غرور لوړوي.
Tweet media one
11
25
385
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
5 months
حکمتیار هېڅکله خپل ځان، شرایط او اړتیاوې ونه پېژندلې، ځکه تر اوسه په واک پسې لېونی او در په در دی. طالبانو حکمتیار ته ډېر درناوی وکړ، خو د حکمتیار نازونه ډېر شول او نازونه یې په بدمعاشۍ بدل شول. حکمتیار ازمایل شوې څهره ده، ولس ترې ښه خاطره نه لري، نور باید ځان وپېژني.
Tweet media one
56
35
392
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 month
فقط څهرې، ډلې او شعارونه بېل دي، خو موخې او سرچینه یوه ده. ټول په شریکه یوه موخه تعقیبوي، چې د عدم تشدد تر نامه لاندې د پښتنو سرونه د پنجاب په پښو کې ږدي. پنجاب ته تر ټولو لوی خدمت همدا دی، چې پښتانه سرټيټي او ټوپک ترې واخلي. پنجابي ریاست ته د خوشحال خان په څېر ټوپک پکار دی.
Tweet media one
63
52
390
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
8 months
افغان ولس ته تفکیک ډېر اسانه شو، ویې لیدل چې څوک یې په خوښۍ زاره‌چاود کېږي او څوک پرې د وینې بهېدلو پر وخت خوښ او چاغ وو. لنډغرو د کور ښیښې ضدمرمۍ لګولې دي، خو د عزیزي په ملي پانګونه په اور کېناستل. ولې؟ وطن او ولس پورته کېږي، دښمنان یې ژاړي او دوستان یې خاندي، موږ پر مخ ځو.
Tweet media one
19
45
393
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
پاکستان له اور سره لوبې کوي. دوی فکر کوي، چې اوس به هم یوازې د دوی توغندي او هوایي بریدونه شمارل کېږي، طالبان زموږ غوندې نه دي. که د طالبانو حوصله مو تمامه کړه، بیا به پاکستان د کنټرول توان او د تعامل چانس بایللی وي. پاکستان دې د اوکراین په قدم نه ځي، کنه انجام به یې هغه وي.
23
34
382
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
د ��البانو د بریا مهم دلیل د سیمې باور خپلول دي، سیمه اوس له افغانستانه ډاډمن او د یوه مهم سیاسي او اقتصادي شریک په سترګه ورته ګوري. ترکمنستان د سیمې مهم اقتصادي او ټرانزیټي شریک کېدلی شي. ترکمنستان به د ایران چابهار بندر څخه کم ارزښت ونه لري. د طالبانو اقتصادي سیاست ښه روان دی.
Tweet media one
10
33
377
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
8 months
په 2015 کال کې له واده تلونکي دوه موټره مېرمنې د سیاف لنډغرو پغمان کې ښکته کړلې او جنسي تېري یې پرې وکړل. هغه وخت د سیاف مسلماني او غیرت چېرته و؟ خوریي له پغمانه ښځې تښتولې او مکرویانو کې به یې ساتلې. هلته ده ولې د مېرمنو د عفت بحث نه کاوه؟ سیاف د فضل الرحمن په څېر سیاسي دلال دی.
Tweet media one
33
55
373
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
چوپ شه بې‌تمیزې بې‌منطقې، د خپلو ناولو سیاسي موخو لپاره به لا څه نورې بې‌شرمۍ او بې‌حیایۍ وکړئ. په افغان پتمنو او باعزتو ښځو تورونه مه لګوه، لږ دې خپل تېر مهال ته سر ورښکاره کړه او خجالت وکړه. نور دا د ناموسو او عزتونو پر سر تجارت بس کړئ، خپله یې هم مه کوه، بس دې دی نور.
@Zarifa_Ghafari
Zarifa Ghafari 🇦🇫
1 year
د افغان تاریخ تر ټولو ناوړه او تریخ حقیقت! د مومنانو د امیر مولا هیبتولا حپظهٔ لا د کار بندیز د وحشیانه فرمانونو له مخې نن سبا په کابل او نورو لویو ښارونو کې د افغانې کونډې، یتیمې او بې سرپرسته ښځې د عزت او افغاني غرور قیمت یوې وچې ډوډۍ ته راښکته شوی دی. د حورو په ګرمه غېږه پسې
Tweet media one
163
30
227
75
20
354
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
1 year
افغانستان کې کلونه مخکې سوله ممکنه وه، خو ځینو کړیو سولې ته اجازه نه ورکوله او جګړه کې یې مزې وې، دوی واک درلود، تجارتونه یې لرل، ملي شتمنۍ یې غصب کړ وې، ګمرکونه یې واک کې وو. دوی دې تل همداسې خوار او زار وي، ورک او نابود دې وي، تر څو دا ولس او وطن د ارام ساه واخلي.
13
38
345
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي طالبانو ته د ټول‌شموله حکومت مشورې ورکوي، خو خپل هېواد کې د مخالف سیاستوال کاندیدي هم نه مني، د احمدي نژاد کاندیدي یې رد کړه. ایران باید پوه شي، چې لاس‌پوڅي یې تاجکستان، ایران او فرانسه کې مسافر دي، اوس یې فرمایش منونکي افغانستان کې نشته.
Tweet media one
Tweet media two
13
38
355
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
7 months
څوک چې د افغانستان لوی اکثریت وګړو سره تر اخري حده کینه او تعصب لري، د ټولو ملي ګټو او ارزښتونو دښمنه وي، په قاچاق او نورو فسادونو کې لتاړه وي، څنګه د افغان شریفو مېرمنو استازیتوب کولی شي؟ دوحې غونډه کې د افغان مېرمنو په استازیتوب د هغې ګډون د امریکایانو انتخاب دی، نه افغانانو.
Tweet media one
28
47
354
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
5 months
له اروپا څخه د افغانانو راغلي پلاوي ښه استقبال او نېک چلند ډېره خوشحاله کړم. د یاد پلاوي څو غړو سره مې تېره ورځ ولیدل، د چارواکو له نېک چلند ډېر خوښ وو. دا وطن به د یو بل په منلو او یو بل ته په لاس ورکولو راپورته کوو او جوړوو. د جاسوسانو او دښمنانو مقابله به په ګډه کوو.
Tweet media one
13
25
359
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
افغانستان نور هېڅ داخلي مزاکراتو او سهامي شرکت ته اړتیا نه لري، نه هېڅکله د هېواد په ګټه ده. مزاکراتو ته چې اړتیا وه، د جمهوریت واکدارانو نانځکې او شیرخواره شهزادګان ورلېږل، په مزاکراتو او سولې یې رشخند واهه. طالب د هر څه د مدیریت توان لري، طالب د مبارزې تجربه لري، بیخي یې وړ دی.
Tweet media one
20
47
345
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
استاد مزمل د وطن خواخوږی او علمي څهره ده، خو یوې خبرې سره یې مخالفه یم، چې باید ګوندي حکومت جوړ شي. کمونستان دوه ګوندونه او مجاهدین ۷ ګوندونه وو، خو خپلو کې یې څومره ووژل او کابل یې څرنګه کړ؟ افغانستان یوه لاس او د یوه فکر حکومت ته اړتیا لري، اشخاص دې داخل کړي، خو ګوند نه.
Tweet media one
30
27
347
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
5 months
وزیرستان ته د انس حقاني په تګ هغه تر ټولو ډېر پاذاب دي، چې شل کاله یې دلته د لوی وطن نعرې وهلې. وزیر، مسید، داوړ، اپریدي، احمدزي، سهاک او نور زموږ د وجود برخې دي. موږ دعوه لرو، چې تر اټک ځمکه زموږ ده او له موږ غصب شوې ده. له ملایانو مو تمه ده، چې پښتونستان هم له غاصبینو خلاص کړي.
Tweet media one
10
22
341
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
ځکه باید د اوسني حکومت ملاتړ وشي، چې د غله، لنډغر، جاسوس، بدمعاش، زورواکي او بل هر ظالم په کار ښه پوهېږي او په مخنیوي کې یې جدي دی. د دغه پلار دا چغې به مې هېڅکله هېرې نه شي، چې له خوښۍ یې له خولې وځي. تاسو قیاس وکړئ چې مورجانه به یې څومره خوشحاله وي؟ مننه امارته، ولس همدا غواړي.
22
61
336
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
د لېواوو او پوستو تر قوماندانانو په عیش او نوش کې غرق وو، په وزارت دفاع، کورنیو چارو او امنیت کې خو بالیووډ جوړ و، له نانځکو یې ډک کړي وو، وزیران او معینان په عیشونو کې ډوب وو. نو خود به جمهوریت لکه د باد بڼکه د امریکا منډې سره پورته کېده او د امریکایانو د پښو دوړو کې ورکېده.
Tweet media one
55
37
330
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
7 months
تېر شل کاله زموږ هر څه نړۍوالو قوتونو غصب کړي وو، سیاست او سیمه‌ییزې اړیکې مو د امریکا په اشاره او غوښتنه وې او خپلواک اقدام مو نه شو کولی. سیمې سره د طالبانو حسنه سیاست د افغانستان او سیمې په ګټه دی. د کابل نننی کنفرانس پخپل ذات یو ابتکار دی، چې پایلې به یې د ټولو په ګټه وي.
Tweet media one
11
29
330
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
بامیانو کې په بهرنیو سیلانیانو برید د محقق او خلیلي د کسانو کار دی. دوی دشت‌برچي او نور کابل کې د داعش لخوا په هزاره‌ګانو بریدونو کې هم لاس درلود او له امریکا یې نغدې جایزې اخیستلې. بامیانو کې په سلانیانو برید د محقق او خلیلي د کسانو لخوا شوی، تر شا یې استخباراتي او شخصي ګټې دي.
Tweet media one
30
30
326
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
4 months
د لغمان الینګار ولسوالۍ نیازیو کلي ته تللي وو. ولسونه د امنیت تر څنګ سږنیو اورښتونو ته ډېر خوښ وو. امارت د علماوو او سپین‌ږیرو له لارې ولسونو سره ډېرې ژورې او نږدې اړیکې جوړې کړې دي، د امارت هره خبره د ولس له زړونو راوځي، همدا یې د داخلي سیاسي کامیابه تګلاره ده.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
13
26
327
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
2 months
له دغو نمایشي انځورونو، نمایشي پرلتونو او نمایشو شعارونو به څه جوړ کړئ؟ زرګونه ځوانان یې درووژل، خو تاسو بیا هم وایئ، چې ریاست لږ چغې ووهو، کېدیشي زړه یې خوږ شي، نور مو ونه وژني او حق هم راکړي. دا لېونتون نه دی نو څه دي؟ په ګیلمن دې الله رحم وکړي، الله دې دا وروستۍ غمیزه کړي.
Tweet media one
56
53
333
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
3 months
ختیځ بلاک نور د لوېدیځ بلاک د بندیزونو او نړۍوالو قوانینو پروا هم نه ساتي. امریکا عربي اماراتو ته ویلي دي، چې باید اجازه یې اخیستې وی، خو اماراتو یې خبرې ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی. ختیځ بلاک مخ په قوي کېدو ښکاري او افغانستان ختیځ بلاک کې خورا مهم سیاسي، نظامي او اقتصادي ارزښت لري.
Tweet media one
12
22
318
@aryan_yoon1
Aryan Yoon ارین یون
6 months
د طالبانو عقده‌یي مخالفین باید همدا اخلاقي ماتې ومني او نور له ولس او وطن وشرمېږي او چوپ شي. د امریکا ځمکنیو عسکرو (د شورای نظار، ګلمجم او ډیموکراټانو) طالبانو ته د عادي ژوند حق هم ورنه کړ، خو طالبان اوس د تېر حکومت ۱۱۷۴۴۰ عسکرو یتیمانو، کونډو او معلولو ته معاش ورکوي.
Tweet media one
45
39
303