Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف Profile Banner
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف Profile
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف

@abdulsalamzaeef

Followers
468,371
Following
234
Media
98
Statuses
2,003
Explore trending content on Musk Viewer
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د ازبکستان - پیښور پر ځای د ریل د پټلۍ توافق باید له ازبکستان تر کراچۍ پوري وسي. یوازي افغانستان د ترانزیټ په توګه د پاکستان د مارکیټ لپاره نۀ؛ بلکې پاکستان دې هم افغانستان ته تر کراچۍ پوري مستقیم ترانزیټ ورکړي. مسؤلینو ته په هر قرارداد کې دقت په کار دی.
201
472
4K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
په پنجاب کې دافغان سفير دلور تښتونه او تعذيبول دټولو افغانانو دعزت موضوع ده، هم بايد دهرافغان لخوا په کلکه وغندل سي اوهم يې پوښتنه وسي .
283
409
4K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
لازمه ده چې ددیني علومو ترڅنګ عصري علوم په قوت سره رشد پیداکړي،هفه كسان چې دعصري علومو،مکاتبو اوپوهنتونو نو مخالفت کوي،په حقیقت کې هغوی داسلامي نړی دشاته پاته کیدو اودمسلمانانو په ذلت کې په شعوري اویاغیرشعوري ډول پوره ونډه لري.
148
444
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د بل په خیراتونو کلي او کورونه نه جوړېږي، ترڅو پر خپلو مټو او د خپل هیواد پر عوائیدو بسنه او اتکاء ونکړو، که سل کاله د بل خیرات وخورو بیابه هم د فقیرانو په کتارکې یو.
182
313
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
که يو ناپوه انسان په دې پوی سي چې زه نه پوهيږم، نو دده پوهه بشپړه سوه.
125
148
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د منصب پر وخت او د ګوانتانامو په زندان کې د ژوند تیرولو ترمنځ ماته هیڅ توپیر نه معلومیږي، ځکه چې څه تیر سول هغه هیرسول، ژوند لکه څنګه چې تیر سو هغسي تیریږي، ځوانه! دژوند په امکاناتو مه غولېږه، لکه څنګه چې وې هغسي اوسه.
149
221
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دامنيتي وضعيت سمبالښت ترڅنګ مهمه ده چې اقتصادي ثبات ته ډيره توجه وسي، اقتصادي ثبات دامنيتي او سياسي ثبات لپاره ترټولو مهم عنصر دی.
168
195
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
1 year
دنن دکرکټ دسریز دلوبي دبریا له کبله ټولو افغانانو او په ځانکړي توګه دکرکټ بورډ ته دزړه له کومي مبارکي وایم، الله دې ټول افغانان هرځای، هروخت سرلوړي او سرشاله ولري.
Tweet media one
74
100
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
ټولو هیوادوالو ته دنړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له کبله مبارکي وایم ، الله جل جلاله دې هرکله اوهرچیري سرلوړي ولري.
99
96
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دجهاني صاحب مشوره چې دامارت مشرانوته یې دخواله رسنیو له لاري لیږلي مخي ته راغله، په دقت مي ولوستله، دښاغلي مشوره دعیني واقعیتونو،خواخوږیو،دردونو اوپخوتجربو ډکه مشوره وه،هیله ده چې مفهوم یې په دقت واخستل سي.
106
191
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
ښائسته کندهار دارغنداب رود
111
136
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
تر تورو خاورو لاندې داســیا دغرور غــــردی تور داغ په ټنګه نلري ځلانده لکه لمــــر دی سپیڅلی و څښتن دشجاعت وه مهــــــربانه تابع دشریعت وو دتاریخ ثالث عمـــــــر دی ضعیف ورته دعا کوم تر مرګه مي هیرنسي په ژوند کې مي رهبر وو هم په مړیني مي رهبردی
Tweet media one
171
313
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
ما په دوه زره میلادي کال کې امیرالمؤمنین ته دمشوري په توګه وویل: چې په هرډول کیږي باید په هیوادکې دننه دښځو دتعلیم لپاره زمینه برابره سي، دنورو علتونوسربیره یودلیل داوو چې زموږ دوطن ناموس نبایددتعلیم په نامه دپردیو دناولو اهدافو قرباني سي، ۱/۲
153
187
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
داهغه مشرف دی. د پاکستان پخوانی دیکتاتوري مشر، چا چې پر مسلمان او ګاونډي هیواد افغانستان باندې د امریکايي اشغال سره مرسته وکړه دامریکا ظلم او هر امر به یې عملي کاوه د امریکا دناز اوملاتړ برخورداره وو. مګر هغه د دې ورځې حساب نه کاوه، دخدای او مسلمانانودښمنی هغه ته څه ورکړه
Tweet media one
341
279
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
زه چاته ددندي مبارکي نه ورکوم ، خو څوک چې مي ډير دوست وي هغه ته دالله جل جلاله څخه دبرياغوښتنه کوم، دګوانتانامو دکرغيړن زندان ملګري عمري صاحب بريا درته غواړم.
105
111
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
غوره اداره هغه ده چې مطلق د اصولو رعايت وکړي، د اصولو پر بنسټ له ټولو خلکو سره مساوي او پر عدالت ولاړ چلند وکړي، واسطه بازي پکښي ځای ونه لري او نه هم د واسطې په کولو سره بې واسطې خلکو ته د بې وسۍ احساس ورکړي.
214
190
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
که واکمن غواړي چې ټولنه اصلاح کړي نو پيل دي له ځانه وکړي، دځان اصلاح دټولني اصلاح ته لاره هواره وي . عربي مقوله ده الناس علی دين ملوکهم
131
224
3K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دملګرو ملتونو په عمومي غونده کې دافغانستان په اړه دشهباز شریف زهرجني او دروغجني خبري دیوې نوې دسیسي ښکارندویې کوې،دوی غواړي چې خپل ناولي لغوړن او خیرن لاسونه دافغان په لمن پاک کړي، اوهغه څه چې دوی دابزارو په توګه استفاده کول په یوه بله طریقه استفاده کړي، ١/٢
142
349
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دالله شکر اداکوم چې نن د کابل هوايې ډګر دامريکايانو او ددوی داشرګړو څخه پرته دشل کلن اشغال وروسته دحکومت په واک کې راغلی ،خوشحاله سوم چې دافغانانو وقار او عزت اعاده سو او دکرغيړن ښکيلاک وروستی تڼاکه وچاودل . دامريکايې جبروت په شرمونکي ماته کې الله اظهر من الشمس وځليدی ۱/۲
162
152
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دافغانستان په خاوره کې په هر نامه بمبارد دهیوادپه حریم تیری دی اوپه کلکو ټکو یې غندو ، پاکستان دي دافغانانو دمجبوریته ګټه نه اخلي، هره ستونزه چې لري دسیاسي او ډیپلوماتیکو لارو دې حل کړي پیاددي ولري چې په هري ورځي پسي سباسته.
181
220
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د ادارې د ښه پرمختګ لپاره له دوو ابتکارونو يو اړين دی: اول - د ادارې د مشر خپله وړتيا او کاري پوهه. دويم - کاري او مسلکي وړ او فعال ټيم جوړول.
131
154
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
په دې کې شک نسته چې امریکایې ډرون دافغانستان فضا ته دپاکستان له خوا او داستخباراتي کړیو په مرسته راځي ځکه دنورو هیوادونو لخوا اجازه ورکول دقریني ترجیح نلري،ښه ثبوت یې دشل کلن اشغال ټول اکمال وو چې دهمدې لاري کیدی. بد دې نه وړي ټول پوهیږو خو څه وکړو خوله مو داوبو ډکه ده.
160
253
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
خلکو اوملت ته په نه ستړيدونکې توګه چوپړ پکار دی، نوې حکو مت او مسؤلينوته دالله جل جلاله څخه توفيق او مرسته غوا ړم چې په خپلو دندو کې دځوريدلي هيواد او هيوادولو چوپړ په بشپړه توګه تر سره کړي.
136
104
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
زه ترحد ډير احساس دراحت او خوشحالی کوم ، داچې په ټوله هيواد کې نن هيڅ دجنګ خبر نه اورم، الله جل جلاله دې دامارت مسؤلينو او افرادو ته پر نبوي اخلاقو استقامت نصيب کړي، ترڅو ټول هيوادوال په غيږ کې ونيسي او ټول ملت دميني ميني احساس خپل کړي.
222
179
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
له وطن څخه د افغاني کدرونو تیښته یوه منظمه دسیسه ده. او کدرونه هغه هستي ده چې د وطن په بیا ابادولو کې رغنده رول لوبولای سي، په دې هیله چې واکمن او کدرونه په ګډه د دې دسيسې مخه ونیسي.
238
190
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
کوم بدلون چې په زر او زور سره راځي ترډیره دزوال ننګوني په و ړاندې لري اوکوم بدلون چې په فکري توګه راځي نسبتاً جدې ننګوني کمي لر ي، ښه به وي چې فکري جوړونه دهدف لپاره غوره لاره وګڼل سي
90
171
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
اړينه ده چې داقتصادي رکود دماتولو او دبانکي اعتبار دبيرته اعاده کولو اپاره داقتصادي کار پوهانو مشورتي ټيم تشکيل سي، ترڅو داقصاد په وړاندي شته خنډونه له منځه يوسي.
194
185
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
ډير زيات وروڼه مختلفو مراجعو ته پيغامونه ليږي او وړانديز لري، که په هيواد کې په ځانګړي ډول په کابل ښارکې که دامنيتي کسانو يونيفورم مشخص سي په امنيت کې به ډيره مرسته وکړي. دامنيتي وړانديزونو په اړه دامنيتي مسؤلينو پاملرنه اړينه ده.
170
177
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د ملابرادر اخند ځانګړنه او د کاميابۍ راز له ملګرو سره د مشورې په اهميت کې و، هغۀ هيڅ اقدام د ملګرو بې مشوري نه کاوه، نوموړي تقريبا هره ورځ بلا استثناء درې ساعته مفتوحي شورا ته ورکول.
106
102
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 months
د بنګلدیش په وړاندې دافغانستان دکرکيټ دملي لوبډلي بریا او نیمه بین المملي پای لوبي ته دوتلو دې خپله ټیم او ټولو افغانانوته مبارک وي دلاښه بریا په هیله
63
110
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
مرګ هرچیري او هر چاته راځي خو عزت یوازي په خپل وطن کې دی.
125
90
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
8 months
زه شخصاً دادنظام سره مرسته نه بولم چې څوک په نظام کې دمنفي کارونو،خلاوو، منفي کړنو،او نااهلو کسانو په وړاندې دسالم انتقاد مخه ونیسي،بلکه دادنظام دکمزوری هڅه ده چې هره کړنه بایدمثبت تعبیرسي پکارده چې مثبت ته مثبت اومنفي ته منفي وویل سي بیابه واکمن هم محتاط اوخپلوکړنوته متوجه وي.
151
278
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دکابل دتصفیې په لړکې نن زموږ سیمه اوزموږ کورونه هم تلاشي سوه، دامنیتي ځواکونو چلند ډیرښه وو، خوډیر ستومانه ښکاریده، دامنیت په پارددوی دا بې استثناکړنه ماته ډیره قابل قدرده.
74
183
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
الله اکبر الله اکبر لااله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد يا الله ددې کلام دعظمت په برکت سره زموږ په هيواد کې سوله ثبات او ستادخوښي نظام، چې زموږ دهيواد، هيوادوالو ددنيا او اخرت خير پکښي وي قائم کړه.
185
123
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
که څوک پریشانه وي اویا له دنیایې کارونو څخه ستړی وي په نیمه شپه کې دي پورته سي اودس دي وکړي او حسب الطاقة دې څو رکعته لمونځ وکړي اودې عمل ته دې دوام ورکړي ان شاءالله چې پریشانی به یې ختم سي.
84
123
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د ژوند په اوږدو کې بريا او شکست، هيله مندي او ناهيلي له انسان سره مله وي؛ خو بريالی انسان هغه دی چې پر ځان د بريا اعتماد له لاسه ور نکړي.
72
111
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
په ۲۰۰۱ میلادي کال په اسلام اباد کې ددغه هیواد پخواني داخله وزیر جنرال معین حید د۲۱ نفرو لیست راکړ او دعوه یې لرل چې دانفر په افغانستان کې دي او دوی ته مطلوب دي، چې په سرکې دسیف الله اختر نوم وو، او داسي نور.. مالیست بیرته ورکړ ورته ومي ویل: ۱/۳
151
336
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
محترم ورور حاجي بشر چې دامریکایې محکمي لخوا په عمري حبس محکوم وو په راخوشې کیدو یې خوشحاله سوم، کورنی او دوستانو ته یې د زړه له تله مبارکي وایم.
Tweet media one
87
80
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
په هغه چا زړه مه تړه چې د منصب يا دولت لپاره دي عزت کوي، ځکه چې د منصب او مال د زوال په صورت کې به ته د هغه په وړاندې هیڅ اهمیت ونلرې.
97
131
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
که د خوشحالۍ ژوند غواړې له خلکو سره ښيګڼه د الله لپاره کوه او هيڅکله خپلي هيلي د بل چا له خواهشاتو سره مه تړه.
59
110
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
وضاحت په فیسبوک کې زما خپل اکاونټ د تېر اګست مياشتي له شپاړسمي نېټې څخه د درې مياشتو لپاره بند سوی او له هغې ورځې راهیسي زه په فيسبوک کې هيڅ پوسټ نه لرم. څوک چې زما په نوم د جعلي اکاونټونو له لارې خپروني کوي په ماپوري اړه نلري
79
129
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دښکلی کندهار ښکلي انار
102
126
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د یو هیواد په دائمي ثبات کې درې قدمه مهم رول لري: ۱- نظامي غلبه او د قدرت د جزیرو یوکیدل. ۲- سیاسي مشارکت د هیواد د ټولو وګړو په اکثریت د ملي مشروعیت په ډول. ۳- اقتصادي وده او د هیواد په خپلو امکاناتو او عوائدو بساکیدل. ۱/۲
106
166
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
حسد کونکی فکر کوي چې دده کینه به دده عزت یا جاه لوړ وساتي او د بل دعزت مخه به ونیسي، خو په حقیقت کې هغه له تقدیر سره په جنګ کې دی، ځکه چې عزت او ذلت يوازې د الله په واک کې دی.
62
115
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دکابل سپین زر سپینه واوره
110
115
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
مسلمانان د نړیوال اقتصادي جال په لومو کې یوازي د ښکار حیثیت لري، د مسلمانانو استقلال په اقتصادي استقلالیت پوري تړلی دی او اقتصادي استقلال په علم او پوهې سره راځي.
145
162
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
تکراراً! ویلای سم چې افغانستان یوې قوې سیاسي ستراتیژي ته حتمي اړتیا لري، چې په مټ یې دهر چا سزه دتعامل، دمسؤلیت سره دصلاحیت بڼه او ژبه واضحه وي ترڅو دتقابل او سوء استادي مخه ډب کړي. زړه نازړه دریز بې صلاحیته مسؤبیت دکار او با استعداده کسانو جرئت او په امورو کې علاقه کموي.
96
202
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
1 year
دا سي بریښي چې دپاکستان امنیتي ګډوډي،اقتصادي ستونزي او سیاسي بې باوري به افغان مهاجرینو ته ژوند ستونزمن کړي، افغان حکومت باید دهغوی بیرته احتمالي ستنیدو ته او دهغوی ځای پرځای کیدو ته قوې پلان سر له اوسه جوړکړي.
115
228
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
ډېر ځله مسلمان د سختۍ او مشقت تحمل کولای سي، د بريا چانس يې هم ډير وي. خو بالعکس تر ډېره د راحت، نعمت او خوښۍ په حصول کې ناشکره او مغروره کيږي او د ناکامی چانس يې ډير وي. ويلای سو چې د راحت امتحان دمشقت تر امتحان ډېر سخت دی او ډير دقت غواړي.
79
139
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 months
داسترالیا په وړاندې دافغانستان دکرکيټ لوبډلي بریا دې ټولو افغانانوته مبارک وي دلاښه بریا په هیله
72
69
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
سالم او په ځای انتقاد دمسؤلينو په چاروکې ښه والی راولي او دملت په وړاندې دمسؤليت احساس ورکوي.
100
118
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
10 months
په غزة کې هغه ماشوم چې ۳۷ ورځي وروسته دخاروڅخه ژوندی راويستل سوی دی. سبحان الله دادتعجب خبره ده چې څنګه رب ورته غذاورکول اوڅنګه یې دهغه حفاظت وکړ دادوخت معجزه ده چې عقل ورته عاجزه دی.
80
399
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
8 months
عاصم اودافغانانو ګستاخانه توهین زموږ سره په ګوانتانامو کې په سوونو پاکستاني وګړي بندیان وه چې دنورو مسلمانانو تر څنګ یې ډیری زما په شمول پاکستاني فوزي استخباراتو پرامریکاپلورلي وه، دوی دخپل اهمیت او بې اهمتی خبره په خپله ثابته کړیده چې دوی دین وطن، خلکوته څومره وفاداره دي. ۱/۲
73
359
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
په جرګه کې دامیرالؤمنین عالمانه ،صادقانه، ثلیثه او ساده وينا ډیرو هغو سوالونوته ځواب ووایه چې دډیرو خلکو په مغزو کې ګرځیدل.
227
132
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
زما دکار تجربه : ما چي کله د کوم شخص لپاره کار پيدا کړی، هغه پنځوس فیصده هم مؤثر نه دی واقع سوی او هر وخت ذهنا ورسره پریشانه سوی یم. خو چې د يو کار لپاره مي وړ شخص کتلی دی، هغه نوي فیصده منتج او ذهنا ورسره ارام وم.
59
102
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
کمکونه باید دکارپه بدل کې ورکړل سي،مفتو کمکونو خلک ټمبل،خیرات خوره اولاوږي کړي دي،چې په ټول کې اوس په کلوکې موړنسته بلکه تروږي لا ماړه خلک ډیره سراښي کوي، په دې توګه به کمکونه هم حقدارو اومجبورو کسانو ته ورسیږي اوهم به خلک دټمګی اومفت خوری څخه راوګرځي.
132
200
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
زما دفيس بوک صفحه شل ورځي وړاندي ددرو مياشتو لپاره بنده سويده، څوک چې زماپه نامه دفيسبوک دلاري کومي څرګند��ني کوي زماپه اجازه نه دي،هيله ځيني لرم چې داکار ودره وي.
62
122
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دننګرهار اترنج او خوږه هوا
Tweet media one
67
56
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
شرعي او ډېر تقنيني قوانين پخپله نيمګړتيا نه لري، نيمګړتيا هر وخت د قوانينو په تنفيذ کې راځي، ښه اداره هغه ده چې د نافذه قوانينو په تنفيذ کې مجامله ونه کړي.
79
91
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
هڅه مکوه چې دخلکو خولي وتړل سي بلکه داهڅه وکړه چې څنګه دخلکو خولي دزړونو په قناعت سره مثبتي خبري وکړي.
72
98
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
په عبادت سره انسان ممکن ترجنته ورسیږي؛ خو په ادب سره انسان رب ته رسیدلای سي. ډیر عمیق الفاظ دي، فاعتبروا یا اولي الابصار.
46
148
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
10 months
انور کاکړ. ستاظالمانه او دبشرضد تګلاره او دبې وسه افغانانو په وړاندې دشرارت اوعداوت پالیسي چې تاته درکول سویده دنړی څخه پټه نه ده چې ته په مکاره او درواغجنه لهجه دنیاوال وغولوي،،دافغان درد به هغه وخت تاته معلوم سي چې ته ددوی په څیر دشیطاني کړیو دتوطئو ښکار وګرځي ۱/۲
72
248
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دخوست ښکلی ښار دي همیشه ښکلی وي.
115
115
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
كبرجن خلک به دمحشر په ورځ دکوچني سرو میږانو په اندازه راپوته کیږي بیابه دخلکو په پښو کې دکوچني میږانو په څیر پایماله کیږي او کشیږي. یا الله ته مو دکبر او غرور څخه وساته
79
108
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
کله چې واکمنان دشهواتو اوجاه په لټه کې سي همدومره دهغوی دولت دسقوط اوزوال خواته درومي، که ملت ددولت بقا غواړي شهوت پرستان او جاه پرستان دي خپل حاکمان نه جوړه وي. غزالي رحمه الله
61
139
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دا سي بريښي چې دسولي خبري دا ځل په جديت او ليوالتيا پيل سوي، الله متعال دي وکړي چې مثبتي او دخير پايلي ته ورسيږي.
143
85
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
کله چې دمسؤلیت پر چوکی کښیني ددغه چوکۍ مخکني شخص ته وګوره چې خلک څنګه خاطري ځيني لري، که ښه وي لاره یې تعقیب کړه اوکه بد وي دهغه د عمل له تکراره ځان وساته ،ځکه چې ترتا وروسته به ستاپه اړه ستاځای ناستی قضاوت کوي.
50
142
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دسعودي وچ غرونه او رواني اوبه جلا کیف لري
120
76
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
اقتصادي ستونزه دټول ملت ستونزه ده حکومت دې دملت له نفوذ څخه کارواخلي چې خپل اواز اوچت کړي.
69
100
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
موږ دهغو کسانو د دانجام ژوندې شاهدان یو،کوم چې دخپل قدرت دبقا په خاطر یې زرګونه ککرئ ترخاورو لاندې کړي خواوس نه دوی سته اونه یې قدرت فقط حساب، کتاب او پښیماني ورته پاته ده، دعاقل لپاره همدومره درس کافي دی.
84
171
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
ګيله من انسان هميشه مغموم او ناهيلی وي، هڅه وکړه چې د ګيلو پر ځای پر خپل ځان باور وساتې.
45
100
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
9 months
په دې ویډیوکې به تاسو دکویټي ملیاردر ناصرالخرافي ثروت، دسرو زرو اونورو قیمتي شیانو خزاني،دژوند تیرولو لپاره دهغه دسرو زرو تخت او موټر ،شخصي بیړی او الوتکه، همداسي دهغه وروستی مرجع وویني په رشتیاچې دانسان لپاره دلوی عبرت ویډیوده.
57
576
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
داسلام دين معتدل نظام دی، دتحقيق، پرمختګ اوتسهيلاتو لپاره ډير ګنجائش لري، ښه واکمني به داوي که په شخصي ژوند کې څ��ک سختي کوي او که اساني خودملت لپاره به کاملا دتسامح او تسهيل تګلاره غوره کوي.
98
134
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د هیواد د عوائدو او مصارفو مطابق که مسلکي او فني پلان جوړ سي، عوائد کنترول سي او په مصارفو او معاشونو کې تعادل مراعات سي، باور لرم چې هیواد به خود کفا او بلانس به یې برابر سي، بيا به هیڅ بهرني کومک ته اړتیا پیدا نه سي.
85
104
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
مسلمان که ددین پرته په بل څه کې عزت ولټوي ذلیله کیږي.
89
80
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دالله پرمځکه باندې دومره په غرور اوکبرمګرځه، ځکه چې نه په دې کمزورو پښو باندې مځکه څيرلای سي،اونه هم ددنګو غرونوسره سربرابرولای سي. وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا (37) الاسری
42
114
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دغه ټویټ مي ډیر پخوا لیکلی وو اوس یې هم اړتیا وینم
Tweet media one
225
174
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
داسماعيل خان سره ښه سلوک او هغه ته دخونديتوب ډاډ داجوته کوي، چې موږ نور سره زغملای سو، دا په عمل کې ډاډ دټولو لپاره ډاډ کيدلای سي.
77
139
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دسنګسار د محاصري په وروستی ورځ ترسخت جنګ وروسته دروند بمبار اودژړی له دښته دغرنیانو ۱۶ میله توغندیو باران وسو، دملاصاحب سترګه هم پکښي شهیده سوه، په شپه کې زنګي اباد ته ولاړو قوه پاشمول ته ولاړه، خوملاصاحب بیاهم په ۳ ورځ په زخمي صورت پاشمول ته دملګرو کمک ته ورغلی. دغیرت سمبول
79
128
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
که دښځو دکار،تعلیم،تجارت اوټولنیزفعالیت په اړه دهیوادپه کچه یوپنځوس کسیزه دجیدوعلماء کرامو ټیم جوړ سوی وای ګټوربه وای،ترڅویې دشریعت مطابق څیړنه اوتحقیق کړی وای. ۱/۲
251
91
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
کابل دافغانستان ترټولو ګڼمبشته سيمه ده، الله دې وکړي چې په سمه توګه مديريت سي، او دهيڅ افغان وينه پکښي توی نسي.
78
116
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
ددنيا په تعامل کې دوستي اودښمني مطرح نه ده ددنيا تعامل ټوله دمنافعو پرخونديتوب او حصول بنا دی، لاره يې فشار،جنګ ياډيپلوماسي ده، اړتياده چې ډيپلوماتيک تعامل دټوله نړی سره بايد دومره قوي سي چې نورو افشنوته اړتياپيدانسي.
105
114
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دژوند ټولي لاري یوي نقطي ته رسیږي چې هغه ددې دنیا څخه بلي دنیاته تګ دی، عاقل انسان هغه دی چې له ځانه سره ددغه نابلده او حتمي سفر توښه یوسي.
53
87
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
مجیب الرحمن شهید سو،رحیم الله شهید سو امیرمحمد شهیدسو،خو طراح ظالمه تاته به دعلماوو په مرګ کومه ګټه ورسیږي،فقط ټولني ته دې دهغوی په شهادت سره نه جبرانیدنکی او ځانته نه بخښونکی تاوان ورساوه، ټولو قریبانو او خواخوږو ته یې صبرجمیل او اجر عظیم غواړم. انا لله وانا الیه راجعون
195
98
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
موږ د وطن په غیږه کې درانه او عزتمند ښکارو. زه باور لرم، که موږ د خپل کور په انګړ کې خوندي سو او په ګډه د وطن د ښیرازۍ لپاره کار وکړو، دنړۍ له عزتمنو ملتونو څخه به وګرځو.
124
98
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دعلماء کرامو دعزت خبره ډیره مهمه ده، خو ترڅنګ یې دهغوی استعداد ته وده ورکول دوخت ترټولو اړتیاده، ښه به داوي چې دمدارسو فارغین دامتحان په ورکولو ۱۲ او نهایتي ۱۴ سند واخلي اوبیاپه لازمي توګه دهغه داستعداد مطابق پوهنتون ووایې ترڅو یو بااستعداده کدر جوړسي ۱/۲
93
155
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
اشنایه خپل وطن ته راسه پردی وطن دخلکو قدر کموینه
179
60
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
که هر حکومت په دې وتوانیږي چې خپل واکمن چارواکې دحقیقي اومعنوي فسادڅخه راوګرځوي باقي ټولنه پخپله اصلاح کیږي. ځکه چې فسادله واکمنو پیل کیږي او بیرته ودوی ته ورګرځي.
62
135
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
11 months
ترناکامه هڅو او خونړي بمبارونو ورسته داسرا دفاع وزیر ویلي چې موږ دپیریانو سره جنګیږو او بل دتعرض په وخت کې ددوی دډیرو عسکرو پښوکارپریښی چیغي او رمباړي یې وهلي، امریکي مرین ترناکامی وروسته ویلي داسي معلومیږي چې موږ دلوی اوقوې ځواک سره جنګیږو، یونفر راته لویه ډله ښکاري ۱/۲
144
223
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دپاکستان دمسعود اظهر دعوی ددوی دمجبوری تجارتي لوبه ده،واکمنان باید ددوی داسي نامشروع تجارت ته موقع ورنکړي. ۳/۳
43
202
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
عزت د انسانیت غیر استثنائي تقاضاده. وروره! که دغه هدف حاصلول او په رښتیا عزت غواړې؛ نو الله ته نژدې سه، هغه کړنه چې تا له الله څخه لیري کوي ستا د عزت زوال او د ذلت پیل کيږي.
44
92
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
10 months
ښه سو چې داوړ هم خپل منافقت ښکاره کړ،دادپښتنو په سرونو دلالان ښه دی چې منافقت یې ښکاره سي دانګریز او پنجاب په وړاندې عدم تشدد، افغان دافغان په وړاندې ټوپک او ویني تویولو ته هڅول ؟ ظالمه لادي دملیونونو افغانانو په وینه تنده نه ده ماته یوې چې لانورهم ورته کمپاین کوي.
124
261
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دکار دبریا اول شرط قوې عزم دی، مذبذب، زړه اونازړه اقدامات دبریامخه ډب کوي، اول فکر اومشوره دویم اقدام دریم توکل علی الله.
41
102
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
دالله پرهرنعمت باندي شکر واجب دی، پر نعمت شکر کول نعمت دوامداره او ډيره وي،که موږ دالله دنعمت کفران وکړو دهغه نعمت دزوال امکان ډيريږي
48
56
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
خپل غلطی او اشتباهات نادیده اوبې معنا مه ګڼه، ډیر زیات ورته متوجه اوسه ځکه کیدلای سي چې ستا وړه اشتباه او غلطي دنورو لپاره نه جبرانیدونکی مسیر جوړکړي.
72
86
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دښائسته کندهار دپیستوباغونه
93
96
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
2 years
دتعلیم مسئله خورا مهمه ده ډیره مهمه او دوخت اړتیاده چې په هیواد کې دننه دنر او ښځي لپاره ددیني او عصري تعلیم ما حول ددیني اصولو مطابق دومره قوې کړل سي چې دټولني اړتیاوي ورسره پوره سي ځکه چې داهغه مبرمه اړتیا ده چې دټولني پرمختګ ورسره کیږي او خپل عزت په خپل کور کې خوندي کوي.
92
186
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
د هغه چا د لیدو هڅه مه کوه چې ستا لیده پرې درانه تمامیږي، ځکه چې داسي ليدنه د لا نفرت او فاصلې لامل ګرځي.
37
104
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
څوک چې غواړي شفافه اداره مخته يوسي، دوه کاره دي په نظر کې ونيسي. اول- دخپل مامو دلياقت،استعدا او اخلاص درناوی دي وکړي او هغه ته دې دکار او ترقی موقع ورکړي اوتشويق دي يې کړي. دويم - دهغوکسانو تحفي دي نه اخلي چې ترموقف مخکي يې نه ورکولي.
111
123
2K
@abdulsalamzaeef
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
3 years
کله چې دامت دیوي برخي مسؤل سي نو په ځان کې ددومره ترحم او کذشت حوصله پیداکړه لکه څومره چې ته دالله پاک څخه تمه لري، ځکه څومره چې ستامادون ستاترحم او ګذشت ته اړتیالري ته ترهغه ډیر دالله ترحم اوعفوي ته اړتیالري.
44
122
2K