Dr_Jalal_1953 Profile Banner
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال Profile
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال

@Dr_Jalal_1953

Followers
9K
Following
5K
Statuses
558

قریبه ده چې غرب د نړۍ له حاکمیته د خپل تاریخ تور دوران ته وګرځي او پر ځای یې امت د نړۍ د ابرقدرتۍ تاج خپل کړي. ان شاءالله!

58 Islamic countries
Joined July 2020
Don't wanna be here? Send us removal request.
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
1 day
د واخان دهلیز تحلیل او د سیمې او نړۍ بازارونو ته د لاسرسي په اړه د اسلامي دولت بهرنی سیاست!
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
1 day
د واخان دهلیز تحلیل او د سیمې او نړۍ بازارونو ته د لاسرسي په اړه د اسلامي دولت بهرنی سیاست د طلوع نیوز د رپوټ پر اساس، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین ویلي چې د واخان دهلیز سروې بشپړه شوې او د ډیزاین چارې یې روانې دي. د «جغرافیوي زندان» ستونزې د کمولو یا حل لپاره د بدیلې لارې په توګه د اوسني حکومت له لوري د دغه دهلیز جوړولو خبره تل یاده شوې ده. دا اقدام له چین سره د اړیکو پراخېدو او له ایران او پاکستان سره د ناندریو زیاتېدو په جریان کې کېږي. اصلي پوښتنه خلافت څنګه د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه حل کولی او د سیمې او نړۍ مهمو بازارونو ته د دغې خاورې لاسرسی تامینولای شي؟ دغه راز، د چین پشان نا اسلامي نظامونو لرونکو هیوادونو سره به د دغه دولت اړیکې پر کوم بنسټ وي؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره اړتیا ده چې د واخان دهلیز واقعیت، د اوسنیو دولتونو د اړیکو ماهیت، د خلافت دولت بهرنی سیاست او د اسلام له نظره د صنعت او سوداګرۍ تګلارې وڅېړل شي. په دې څېړنه کې به همداراز له هغو سرچینو او د خلافت دولت دستور څخه استفاده وشي چې د حزب التحریر له لوري امت ته وړاندیز شوی. د افغانستان جغرافیوي او تاریخي تحلیل د یوه حائل هیوادو په توګه د افغانستان اوسنۍ جغرافیه او قلمرو د بریتانیايې او روسي استعمارونو میراث دی؛ دا جغرافیه یې داسې جوړه کړې چې د یوه خپلواک او متقدر دولت جوړول پکې خورا سخت او تقریباً ناشوني دي. یعنې موخه دا وه چې به دې خاوره کې د یوه باثباته او مقتدر دولت د جوړېدو مخه ونیول شي؛ دا موخه د بریتانیې امپراتورۍ او تزاري روسیې جوړه او پوره کړې ده. تر احمدشاه دراني وروسته د افغانستان تاریخ ښيي چې د جغرافیوي ستونزو، قومي ترکیب، د ګاونډیو او تقریباً متخصامو دولتونو شتون او نړیوالو جیوپولیټیکو موخو په سبب په دې خاوره کې د یوه پیاوړي او متقدر دولت جوړېدل ناشوني دي. د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو دورو (د دوست محمد خان له وخته تر اوسني حکومت پورې) کې د یوه باثباته، پیاوړي او ځواکمن دولت جوړولو لپاره د هڅو د ناکامېدو دلیل دا دی چې دا هڅې د استعماري میراث (حائل دولت) پر بنسټ وې. دا په داسې حال کې ده چې دغه میراث په افغانستان کې د یوه باثباته او پرمختللي دولت جوړولو په لار کې لاندې اساسي خنډونه جوړ کړي دي: 1. اوبو ته لاره نه لرل (جغرافیوي زندان) 2. د افغانستان په ګاونډ کې د متخاصمو حکومتونو شتون 3. د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د مختلفو قومونو ویش په افغانستان کې د یوه مقتدر اسلامي دولت جوړولو اساسي حللاره له استعماري میراث او د نړیوالو قدرتونو لخوا تپل شوې نقشې څخه خلاصون دی. دا چاره هغه وخت شونې ده چې د حکومت جوړونې بنسټ د «حایل دولت-ملت» د مفهوم پر ځای، اسلامي عقیده او شرعي احکام شي. هغه وخت چې ملي پولې ماتې او د افغانستان او سیمې ټول قومونه د یوه اسلامي جوړښت تر سیوري لاندې متحد شي. د خلافت دولت دستور لومړۍ ماده: « اسلامي عقيده د اسلامي دولت اساس دی، په داسې ډول چې د دولت په کيان (جوړښت)، جهازونو (تشکيل)، محاسبه او هر هغه څه کې چې دولت پورې تړاو لري؛ د هېڅ داسې څه شتون ته جواز نه شته چې ��ساس يې اسلامي عقيده نه وي. همدارنګه د دستور (اساسي قانون) او ټولو شرعي قوانینو اساس هم اسلامي عقيده ده، داسې چې په هغو (دستور او شرعي قوانينو) کې د هېڅ داسې څه شتون ته جواز نه شته چې سرچينه يې اسلامي عقيده نه وي.» نو د یوه مقتدر دولت جوړولو لپاره د اوسني حکومت هڅې تر احمدشاه ابدالي وروسته د افغانستان د نورو حکامو له هڅو سره هیڅ توپیر نه لري. ځکه چې پلان یې د استعماري میراث (حائل دولت-ملت) پر بنسټ وي او په غالب ګومان، د همغو تېرو هڅو له برخلیک سره به مخ کېږي. دا چې اوسنی حکومت په تېرو دوو کلونو کې د واخان دهلیز جوړول د پاکستان او ایران د لارو د بدیل په توګه ښيي، یوازې د ناروغۍ د نښو درملنه ده، ناروغي همغسې پاتې کېږي. پر پورتني مورد سربېره، د واخان دهلیز په اړه د لاندې واقعیتونو په پام کې نیولو سره، له دې لارې د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه نه شو حل کولی: د واخان بندر ننګونې د پاکستان او ایران حکومتونه د افغانستان د اوسني حکومت پر وړاندې د غرب سیاست تعقیبوي؛ دوی له هغو مواصلاتي لارو چې له خاورو یې تېرېږي، د اوسني حکومت پر وړاندې د حربې/وسیلې په توګه کار اخلي. ځکه خو دافغانستان حکام د بدیلو لارو په لټه کې دي. که فرض کړو چې د واخان دهلیز جوړ شو؛ د دې څه تضمین دی چې چین له دغه مواصلاتي دهلیز څخه د حربې/وسیلې په توګه کار وانخلي؛ هغه چین چې له شرعي لحاظه محارب کافر دی، شرقي ترکستان یې اشغال کړی او د هغې سیمې د مسلمانانو پر وړاندې بې شمېره وحشتونه کوي. د افغانستان پر وړاندې د چین سیاست استعماري او امنیتي دی. د واخان دهلیز په برخه کې هم دا سیاست پلی کوي. په افغانستان کې د نوي حکومت له حاکمېدو سره چین ته د طلا او مسو پشان سټراټيژيکو فلزاتو او دغه راز د نفتو قراردادونه ورکول د هغوی د دغه استثماري/استعماري لید ښکارندویي کوي. له بل لوري، په شرقي ترکستان (سنکیانګ ایالت) کې د ایغور مسلمانانو پر ځای د اصلي اتباعو (هن چینایانو) ځای پر ځای کول او د افغانستان له اوسنیو حکامو سره د ایغور مسلمانانو موضوع مطرح کول، د چین دولت سیاسي لید ښيي. د یوه کمربند یوې لارې «Belt and Road Initiative /One Belt One Road» په طرحه کې، چین له افغانستان څخه کومه مواصلاتي لاره په پام کې نه ده نیولی. بلکې دا هیواد د چین-پاکستان پر اقتصادي دهلیز (CPEC) او د مرکزي اسیا پر لارو تمرکز کوي. یعنې که واخان دهلیز جوړ هم شي، افغانستان به د چین په سټراټیژیکو طرحو کې کوم ځای نه لري. د واخان دهلیز جوړولو په صورت کې به چین په افغانستان کې لا ډیر اقتصادي، صنعتي او ټکنالوژيکي نفوذ لري چې دا له شرعي اړخه د منلو نه دی. لکه څنګه چې امریکا، بریتانیا، المان، فرانسه او روسیه پر کمزورو هیوادونو د اقتصادي تسلط په لټه کې دي، چین هم همدا سیاست مخته وړي. د یوه اسلامي صنعتي سیاست له لرلو پرته له چین سره د اقتصادي اړیکو پراخول د افغانستان د اقتصادي استثمار سبب کېدی شي. د حاکم دولت د بهرني سیاست نقد طالبان له چین سره په خپلو اړیکو او د واخان دهلیز جوړولو کې د یوه اقتصاد محوره سیاست په لټه کې دي. خو له شرعي اړخه، د ټولو مسلمانانو او اسلامي دولت دنده دا ده چې د بشر په ژوند کې اسلام حاکم کړي او د اقتصادي چارو تنظیم باید اصل نه، بلکې د دغې سترې دندې یوه برخه وي. د خلافت دولت دستور په ۱۸۷ ماده کې په دې اړه راځي: «د امت لپاره سیاسي قضیه هغه اسلام دی چې پياوړى دولت ولري؛ شرعي احکام په احسنه توګه پلي کړي او نړۍ ته د اسلامي دعوت په لېږد کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.» له شرعي لحاظه، فرض ده چې د اسلامي دولت بهرنی سیاست باید نړیوالو ته د اسلام د پیغام د حمل (دعوت او جهاد) پر اساسي کرښو ولاړ وي او د دغه بهرني سیاست د مخته وړلو لپاره له شک پرته سیاسي، فکري، صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي استطاعت ته اړتیا ده، تر څو د نا اسلامي دولتونو په زړونو کې ویره او ارهاب جوړ کړي او د اسلامي دولت له لښکر سره د مخ کېدو پر وخت یې د ماتې سبب شي. په دې اړه چې د دعوت حمل کول د اسلامي دولت اساسي وظیفه ده، د خلافت دولت په دستور کې راځي: ۱۱مه ماده: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) د د ولت اصلي او اساسي دنده ده.» دغه راز په ۱۸۸مه ماده کې راځي: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) هغه محور دى چې بهرنى سياست پرې راڅرخي او هغه اساس دی چې له ټولو دولتونو سره اړيکې پرې بناء کېږي.» پایله واخان دهلیز د یوې موقتي کړنلارې په توګه د افغانستان د جغرافیوي زندان اساسي ستونزه نه شي حل کولی. سره له دې، د چین له استعمارګر او محارب دولت سره تعامل په افغانستان کې د چین د استعماري نفوذ سبب کېږي. د اسلامي دولت بهرنی سیاست باید د اسلامي عقیدې او د دعوت د حمل پر بنسټ تنظیم شي او د خلافت دولت تر سیوري لاندې د یوه خپلواک صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي نظام د رامنځته کولو لپاره حرکت وکړي.
Tweet media one
0
2
28
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
6 days
سوریه ادلب!
0
5
37
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
6 days
کله چې زموږ لومړنی او وروستی هدف اسلام وو: شین ټکی د اسلامي دولت تاسیس ښیي چې د رسول الله ﷺ تر مشرۍ لاندې په 623 میلادي کال کې جوړ شو. په ښې خوا کې په بنفشې رنګ سره د فارسي امپراتورۍ نښه ده، چې مسلمانانو په ۲۰ کلونو کې تار و مار کړل. په چپ خوا کې په سره رنګ سره د رومي امپراتورۍ نښه ده، چې مسلمانانو یې نیمه برخه په ۴۰ کلونو کې فتحه کړه او د قسطنطنیې تر دېوالونو ورسېدل. خو موږ د یو فاتح امت په حیث څه کړې دي؟
Tweet media one
1
1
26
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
6 days
احمدالشرع د شام د میلینونو خلګو پر قربانیو خاورې اړوي او د دوی هیلې د اسلام د تطبیق او د خلافت نظام د تاسیس په اړه په اوبو لاهو کوي. احمدالشرع وروسته له هغه چې د شهیدانو په وینو او قربانیو یې د بشار د ظالم او سیکولریستي ژرېم په راپرځولو د سوریې حاکمیت ترلاسه کړ، نو تمه دا کېدل چې نوموړی به د الله سبحانه وتعالی دین اقامه او اظهار کړي او د خلافت نظام بنسټ به کېږدي، مګر برخلاف یې د اوسني ناوړه کفري نړیوال نظم سره تعامل ته مخه کړل او د سیکولریزم په پس پاته کفري مفکورې کې ځان ذوبوي، په داسې حال کې چې دا د اسلام او اسلامي نظام د تطبیق په وړاندې لوی ګذار او له هغه سره ستر خیانت او غدر دی. خو احمدالشرع باید وپوهېږي چې اسلامي امت یوازې په اسلام راضي کېږي او پرته له اسلام به نور ټول نظامونه د افغانستان او سوریې د غیر اسلامي رژیمونو په څېر په شرمناک ډول راوپرځوي، په داسې حال کې چې د دوی ملاتړې (غرب) به له دوی سره هیڅ ډول مرسته ونه کړي.
Tweet media one
5
5
54
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
7 days
@Saifullah1953 جولاني په خپل دې اغوا شوې مسیر داسې تېروتنه کوي، چې جبران به یې راتلونکی نسل په ډېره درنه بیه کوي. مګر جولاني باید وپوهېږي چې نور امت بیدار شوی او هیڅکله به ستا سره پر سیکولرزم توافق ونه کړي، بلکې ریښې به دې د بشار په ډول له بېخه وباسي.
1
0
7
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
10 days
د یهودي رژیم محکمې د شیخ عصام عمیره (ابو عبدالله) لپاره د ۳۴ میاشتو بند سزا اعلان کړه. نوموړی د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۱۲مه د طوفان الاقصی د عملیاتو پنځه ورځې وروسته نیول شوی و. شیخ عصام هغه مهال ونیول شو چې د حزب التحریر له ادرسه یې د مسجد اقصی له منبره یې اسلامي امت او د هغوی پوځونو ته د مرستې غږ پورته کړ، دا غږ هغه وخت وو چې یهودو د غزې پر وړاندې خپل وحشیانه بریدونه پیل کړي وو، حزب التحریر له امت او پوځونو وغوښتل چې د غزې مرسته وکړي او فلسطین آزاد کړي.
Tweet media one
3
4
64
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
10 days
کله چې واک، حاکمیت او دولت ته رسېږو، نو باید څه وکړو او د دولت اصلي مکلفیت څه شی دی؟ حماسي صېب په دې اړه وضاخت ورکړی . هیله ده چې دا ویډیو درسره وګورئ او وروسته یې د نورو سره شریکه کړئ.
2
6
53
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
10 days
@Shahabudin_1924 الله دې حماسي صېب ته اجر او خیر ورکړي. واقعا د یو عالم په حیث یې خپل تکلیف ادا کړی. یو عالم باید تل حق ویونکی واوسي
0
0
4
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
12 days
حزب التحریر پاکستان
0
6
50
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
12 days
@Shahabudin_1924 دقیقا مفتي صېب! الله دې اجر درکړي.
0
0
2
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
12 days
@HTAFMediaOffice @Azizi_313 زموږ عزت د خلافت دولت په تاسیس کې نغښتی دی. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
0
0
1
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
12 days
مطبوعاتي اعلامیه
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
13 days
مطبوعاتي اعلامیه د خلافت د سقوط په کلیزه او د هغې د بیا راتګ په درشل کې؛ موږ له اسلامي امت څخه غواړو چې د تاسس لپاره یې بیړه وکړي! (ژباړه) د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه (۱۹۲۴م کال، د مارچ ۳مه) د خلافت دولت له سقوط راهیسې، اسلامي امت په پرله‌پسې رنځونو، غمونو او ماتو کې ژوند کوي. دوی د خپلو خاورو له ویشل کېدو څخه نیولې د خپل مال تر چور کېدو، د خپلو بچیانو له لاسه ورکولو، د مقدساتو تر سپکاوي او د دوی پر شریعت تر برید پورې، له ګڼو ناخوالو سره مخ شوي دي. خو نن ورځ د خلافت بیا راتګ تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی دی، د خلافت رایه (بیرغ) د مسلمانانو په خاوره کې یو ځل بیا رپېدو ته چمتو دی. په حقیقت کې موږ په داسې یوه حالت کې ژوند کوو، چې د هغې شپې یادونه کوي چې د مدینې خلکو یو له بل سره مشوره کوله او پرېکړه یې وکړه چې اوس د دې وخت راغلی دی، ترڅو زموږ له سردار محمد ﷺ سره د خپل سیاسي مشر او د خپل دولت د رهبر په توګه بیعت وکړي. قدرمن صحابي جابر بن عبدالله رضی الله عنه یو حدیث روایتوي، چې احمد او البیهقي په «السنن» کې را نقل کړی دی؛ په دغه حدیث کې د مسلمانانو حالت تشریح شوی چې هغوی په مدینه کې د یوې سترې پرېکړې په درشل کې وو، هغه پرېکړه چې دوی ته یې د اسلامي تاریخ په زرینه پاڼه کې ځای ورکړ. په دغه حدیث کې راځي: «...حتى لم يبق دار من دور الأنصار إلا وفيها رهط من المسلمين، يظهرون الإِسلام، ثم ائتمروا جميعاً... فقلنا: حتى متى نترك رسول الله ﷺ يطرد في جبال مكة ويخاف...» ژباړه: «... تر دې چې د انصارو په کورونو کې یو داسې کور هم پاتې نه شو چې پکې د مسلمانانو یوه ډله موجوده نه وه چې ښکاره یې اسلام عملي کاوه. بیا ټولو مشوره سره وکړه او ویې ویل: تر کومه پورې به موږ د الله رسول ﷺ پرېږدو چې د مکې په غرونو کې وګرځي او په ویره کې ژوند وکړي...؟» «وأخذ بيده أسعد بن زرارة وهو أصغرهم فقال: فتبينوا ذلك فهو أعذر لكم عند الله. قالوا: أمط عنا يا أسعد، فوالله لا ندع هذه البيعة أبداً، ولا نسلبها أبداً، فبايعناه فأخذ علينا، وشرط، ويعطينا على ذلك الجنة» ژباړه: اسعد بن زراره چې په دوی کې تر ټولو کوچنی و، د رسول الله ﷺ لاس ونیو او ویې ویل: "ښه فکر وکړئ، ځکه دا به ستاسو لپاره د الله پر وړاندې یو غوره عذر وي "هغوی وویل: "ای اسعده! زموږ له مخې لرې شه، په الله قسم چې موږ به هېڅکله دا بیعت پرېنږدو او هېڅکله به یې مات نه کړو." نو موږ له هغه سره بیعت وکړ، هغه له موږ څخه ژمنه واخیسته او شرط یې کېښود او په بدل کې یې له موږ سره د جنت ژمنه وکړه.» جابر رضی الله عنه مخکې تشریح کوي،چې د انصارو ۷۳ نارینه‌وواو ۲ ښځو د عقبې په دویم بیعت کېچې د جګړې بیعت و، له رسول الله ﷺ سره بیعت وکړ. هغه د انصارو یوه داسې پېښه هم یاده کړه، چې د امت اوسنۍ اندېښنې په ښکاره توګه منعکسوي. هغه وویل: اسعد بن زراره، چې د دوی تر ټولو کم عمره و، د رسول الله ﷺ لاس ونیو او ویې ویل: «رويداً يا أهل يثرب، فإنا لم نضرب إليه أكباد الإبل إلا ونحن نعلم أنه رسول الله، وأن إخراجه اليوم مفارقة العرب كافة وقتل خياركم، وأن تعضكم السيوف، إما أنتم قوم تصبرون على ذلك وأجركم على الله، وإما أنتم تخافون من أنفسكم خبيئة فتبينوا ذلك فهو أعذر لكم عند الله» ژباړه: اې د یثرب خلکو، لږ ورو شئ! موږ دغه اوږد سفر یوازې د دې لپاره کړی او اوښان مو ځکه ستړي کړي، چې موږ پوهېږو هغه د الله رسول دی. خو نن د هغه راوستل د دې مانا لري چې د ټولو عربو دښمني به واخلئ، ستاسو غوره خلک به ووژل شي او پر وړاندې به مو تورې را پرېوځي. که چېرې تاسو پر دغو سختیو صبر کولی شئ، نو ستاسو اجر به له الله سره وي. خو که تاسو په خپل ځان کې کمزوري احساسوئ، نو همدا اوس ووایئ، ځکه دا به ستاسو لپاره د الله پر وړاندې بل څه معقول عذر وي. هغوی وویل: «أمط عنا يا أسعد، فوالله لا ندع هذه البيعة أبداً، ولا نسلبها أبداً، فبايعناه فأخذ علينا، وشرط، ويعطينا على ذلك الجنة» ژباړه: ای اسعده! زموږ له مخې لرې شه، په الله قسم چې موږ به هېڅکله دا بیعت پرېنږدو او هېڅکله به یې مات نه کړو. نو موږ له هغه سره بیعت وکړ، هغه زموږ څخه ژمنه واخیسته او شرط یې کېښود چې د دې په بدل کې به موږ ته جنت راکړي. په دې اړه د ابن هشام په سیرت کې یو بل روایت هم شوی، چې ابن اسحاق ویلي: «وَحَدَّثَنِي عَاصِمُ بْنُ عُمَرَ بْنِ قَتَادَةَ: أَنَّ الْقَوْمَ لَمَّا اجْتَمَعُوا لِبَيْعَةِ رَسُولِ اللهِ ﷺ قَالَ الْعَبَّاسُ بْنُ عُبَادَةَ بْنِ نَضْلَةَ الْأَنْصَارِيُّ، أَخُو بَنِي سَالِمِ بْنِ عَوْفٍ: يَا مَعْشَرَ الْخَزْرَجِ، هَلْ تَدْرُونَ عَلَامَ تُبَايِعُونَ هَذَا الرَّجُلَ؟ قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: إنَّكُمْ تُبَايِعُونَهُ عَلَى حَرْبِ الْأَحْمَرِ وَالْأَسْوَدِ مِنَ النَّاسِ، فَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنَّكُمْ إذَا نُهِكَتْ أَمْوَالُكُمْ مُصِيبَةً، وَأَشْرَافُكُمْ قَتْلاً أَسْلَمْتُمُوهُ، فَمِنْ الْآنَ، فَهُوَ وَاللهِ إنْ فَعَلْتُمْ خِزْيُ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنَّكُمْ وَافُونَ لَهُ بِمَا دَعَوْتُمُوهُ إلَيْهِ عَلَى نَهْكَةِ الْأَمْوَالِ، وَقَتْلِ الْأَشْرَافِ، فَخُذُوهُ، فَهُوَ وَاللهِ خَيْرُ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، قَالُوا: فَإِنَّا نَأْخُذُهُ عَلَى مُصِيبَةِ الْأَمْوَالِ، وَقَتْلِ الْأَشْرَافِ، فَمَا لَنَا بِذَلِكَ يَا رَسُولَ اللهِ إنْ نَحْنُ وَفَّيْنَا (بِذَلِكَ)؟ قَالَ: الْجَنَّةُ. قَالُوا: اُبْسُطْ يَدَكَ، فَبَسَطَ يَدَهُ فَبَايَعُوهُ» ژباړه: عاصم بن عمر بن قتاده روایت کړی دی؛ کله چې دا ټوله ډله د بیعت لپاره چمتو شوه، نو عباس بن عباده بن نزله الانصاري چې د بني سليم بن عوف له خپلوانو څخه و، ټولو ته په خطاب کې وویل: تاسو پر هغو مسولیتونو پوه شوئ، چې تر بیعت کولو وروسته ستاسو پر اوږو بارېږي. دوی وویل: هو، پوه شو. ده وویل: د دغه بیعت معنا دا ده چې تاسو باید له هر قوم سره وجنګېږئ، نو که مو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ساتلو لپاره شتمني له منځه لاړه شي او مشران مو ووژل شي او بیا تاسو هغه صلي الله علیه وسلم یوازې پرېږدئ؛ نو ښه ده چې اوس یې پرېږدئ. ځکه چې د ژمنې او بیعت له ورکولو وروسته د هغه د ماتولو پایله یوازې په دنیا او اخرت کې ذلت دی. که پر دې هر څه سربېره دغه بیعت ته چمتو یئ، نو (پيغمبر صلی الله علیه وسلم) درسره بوځئ؛ دا د دنیا او اخرت خیر دی. له دې وروسته ټولو حاضرینو وویل، زموږ د ژوند او شتمنیو پر وړاندې د ټولو ابتلاوو سربېره، موږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ځان سره بيايو. اې پیغمبره! موږ ته ووایه چې که دغه ژمنه سرته ورسوو، نو په بدل کې یې زموږ لپاره څه دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: جنت. دوی وویل، لاس دې راکړه. پیغمبر صلی علیه وسلم خپل لاس ور اوږد کړ او دوی ټولو بیعت ورسره وکړ. همدا هغه حالت دی، چې امت نن ورځ ورسره مخ دی. امت په سوچ او غور کولو کې بوخت دی، په ځان کې د خپلو وړتیاوو ارزونه کوي، بیا نړۍ ته ګوري او خپل د قوت ټکي سنجوي. دا هم د هیلې احساس ورکوي، هم د وېرې او له ځان څخه پوښتنه کوي: ایا موږ کولی شو چې اسلام د یوې سیاسي پروژېپه توګه اعلان کړو؟ یا دا چې د غرب او د هغوی د لاسپوڅو غوښتنو ته باید غاړه کېږدو؟! غرب او د هغوی لاسپوڅو اسلامي امت د فقر، بندیزونو او مرګ په ګواښونو سره وېرولی دی. خو د امت لویې ډلې په عامو میدانونو او څلورلارو کې خپل غږ پورته کوي او د اسلام د بیا راتګ غوښتنه کوي. هغوی اسلامي ژوند غواړي، خو په پرېکنده پرېکړه کولو کې بیا دوه زړي دي. دا حقیقت هغه مهال ښه روښانه شو، کله چې په شام کې د جنایتکار بشار رژیم نسکور شو او دی پخپله له دمشق وتښتېد. په همغه لومړۍ شېبه کې مو ولیدل، چې ټول غربپه وېره کې و او پرله‌پسې یې د شام له خلکو پوښتنه کوله، چې «ایا تاسو به اسلامي شریعت نافذ کړئ؟ ایا خلافت به تأسیس کړئ؟» تر ټولو مهمه دا ده چې دا مسله یوازې د شام تر خلکو پورې محدوده نه ده. ټول اسلامي امت د شام خلکو ته ګوري، له هغوی سره فکر کوي او په دې اړه بحثونه ورسره کوي. د ټولنیزو رسنیو د شبکو فضاء له دغو بحثونو څخه ډکه ده؛ دلته د امت زامن او لوڼې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دغو مهمو پوښتنو ځوابونه لټوي. نو ایا اسلامي امت – زموږ هدف یوازې د شام خلک نه دي – به پرېکړه وکړي، چې «د مالونو او شتمنۍ په له لاسه ورکولو او د خپلو اشرافو یا مشرانو په وژلو» سربېره به د اسلام ملاتړ وکړي او اسلام به حاکم کړي؟ او که به یې بیا بل پړاو ته وځنډوي؟ له عرب پسرلي، طوفان الاقصی عملیاتو، او د شام د خلکو وینې بهوونکي نظام تر نسکورېدو وروسته، د خلافت د بیا راتګ پر وړاندې خنډونه په پرله‌پسې توګه را کم شوي دي. د ملي پروژو ملاتړ د امت لومړۍ غوښتنه نه ده او د شام خلک چې له ۶۰ کلونو راهیسې پرې سیکولرزیم حاکم و، په خپلو تعلیمي نصابونو کې د اسلام د بیا راتګ هرکلی کوي. دهرې نوې پېښې له رامنځته کېدو سره امت له غربي مفکورو څخه لا ډېره فاصله نیسي او غواړي چې د اسلامي مفاهیمو له لارې خپل هویت یو ځل بیا ترلاسه کړي. سربېره پر دې له هرې لویې پېښې سره چې پر امت اغېز لري، په پایله کې یې د سایکس-پیکو پولو د نړولو فکر پیاوړی کېږي. دا خبرهد غزې په جګړه کې، د شام د ظالم رژیم د نسکورېدو په خوښیو او د غزې پر وړاندې د یرغل د پای ته رسېدو په لمانځنه کې ډیره ښه څرګنده شوه. د خلافت د بیا راتګ پر وړاندې پاتې خنډونه یوازې پاتې شوني دي. هغه کسان چې پر بشري ټولنو پوهېږي، درک کويچې د خلافت له تاسیس څخه زموږ د جلاوالي یوازینی لامل یوازې یوه پرېکړه ده: یوه مهمه پرېکړه؛ لکه انصارو (رضی الله عنهم) چې وکړه او دا یې غوره وبلله چې د الله د رضا لپاره ژوند وکړي او د هغه د جنت د ترلاسه کولو لپاره ژوند له لاسه ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي: «قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لَا شَرِيكَ لهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ» [الأنعام: ۱۶۲-۱۶۳] ژباړه: (ورته) ووايه: بېشکه زما لمونځ او زما (ټول) عبادتونه او زما ژوند او مرګ دا ټول د رب العالمین لپاره دي. د هغه سيال او شریک نشته دی، زه پر دې مامور شوى یم او زه (ستاسو په منځ کې) لومړنی مسلمان او د اطاعت لپاره سر ټیټوونکی یم. حزب التحریر خپل لاس د امت او د امت د ټولو پوځونو پرلوري غځوي، چې له موږ سره د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس په موخه یو ځای کار وکړي او موږ د دې لپاره اړین چمتووالی نیولی دی. نو له موږ سره یو ځای کار وکړئ،ترڅو دا کال هغه وروستی کال وي چې موږ د خلافت د دردناک سقوط کلیزه لمانځو او له دې وروسته به، که د الله سبحانه وتعالی خوښه وه، هر کال د خلافت د دویم ځلي تاسیس کلیزه لمانځو. انجنیر صلاح الدین عضاضه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب ۲۸مه ۲۰۲۵م کال، د جنوري ۲۸مه د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۰۷۶ #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
1
2
33
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
14 days
پرمختګ څه وخت ممکن دی؟ یو قوم هغه وخت د پر مختګ په لور ځي، چې هغوی د خپل ژوند نظام او د ژوندانه ستونزو ته حللارې له خپلې عقیدې کاپي کړې وي. مګر هغه قوم به هیڅکله د پرمختګ خوند ونه څکي، چې د هغوی د ژوند ستونزې او نظام د خپلې عقیدې مطابق نه تنظیمېږي. مثلا که تاسو چین، امریکا، روسیه، چاپان او... د پرمختللو هیوادونو په قطار کې حسابئ، نو دا مه هیروئ چې هغوی د ژوند ستونزو ته حللارې او د خپل ژوندانه د چارو د تنظیم نظام له خپلې کفري عقیدې څخه اخیستی دی. داچې زموږ عقیده اسلامي ده او اسلام بیا د خپلو پیروانو لپاره خلافت د نظام په توګه ټاکلی، نو که موږ د پرمختګ په هڅه کې یو، نو باید زموږ موجوده نظام خلافت وي او د ژوند هره چاره د اسلامي عقیدې له اساسه تنظیم کړو، مګر یوازینی خلافت نظام دی چې زموږ د ژوند ټول اعمال او کارونه زموږ د اسلامي عقیدې مطابق تنظیموي، له دې ها خوا ټول نظامونه زموږ د دنیوي او اخروي ژوند تباه کوونکې دي. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
5
4
50
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
14 days
د لویو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت!
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
14 days
د لویو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت! یوسف ارسلان اوسنی نړیوال نظم داسې نښې ښيي چې د لویو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت ته اشاره کوي. په دغو پېښو کې، لکه څنګه چې په نبوي احادیثو کې وړاندوینه شوې ده، له یهودو سره جګړه، د لویدیځ روم فتح، او د هند غزا شاملېږي. په پایله کې یې دې ته زمینه برابرېږي چې د امین پیغمبر ﷺ د حدیث پر اساس به د اسلام قلمرو او حاکمیت د ځمکې ختیځو او لویدیځو برخو ته ورسېږي. دلته پر څو مهمو پوښتنو خبرې کوو: ایا د دې جګړو رامنځته کېدل په نږدې راتلونکي کې ممکن دي؟ ایا ملي دولتونه دا وړتیا لرې چې یادې وعدې د دوی په لاسونو پوره شي؟ کوم شواهد څرګندوي چې دا مقابله به یوازې د افرادو یا ډلو په کچه نه وي، بلکې د لویو نړیوالو قدرتونو ترمنځ جګړې به وي؛ او یوازې خلافت دولت کولی شي په دې مقابله کې د مسلمانانو حقیقي استازیتوب وکړي؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې فرمایلي دي: «لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا الْيَهُودَ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ وَرَاءَهُ الْيَهُودِيُّ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ». ژباړه: «قیامت به تر هغه نه رامنځته کېږي چې څو تاسو له یهودو سره جګړه ونه کړئ، تر هغه چې ډبره ووایي: اې مسلمانه! دا دی زما تر شا یهودی دی، هغه ووژنه.» (صحیح مسلم) همدارنګه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د راتلونکو فتحو په ترتیب کې فرمایلي دي: «أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا: قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَمْ رُومِيَةُ؟" فَقَالَ: "مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا». ژباړه: «له پیغمبر څخه وپوښتل شول: کوم ښار به لومړی فتح شي، قسطنطنیه که روم؟ ویې فرمایل: د هرقل ښار (قسطنطنیه) به لومړی فتح شي.» (الطبراني) قسطنطنیه، چې د بیزانس یا ختیځ روم د مرکز په توګه مشهور و، فتح شو، خو د لویدیځ روم فتح لا پاتې ده. لکه څنګه چې په یوه بل حدیث کې، چې ابو داوود روایت کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تاسو به له روم سره د امن روغه کوئ، بیا به له هغوی سره د هغوی تر شا دښمن پر وړاندې جنګېږئ. تاسو بریالي کېږئ، غنیمت به ترلاسه کړئ او جوړ به راستانه شئ...». نن ورځ روم د ایټالیا پلازمېنه ده، خو دا حدیث د ټول غربي نظم او اړوندو قدرتونو ته اشاره کوي. د نن ورځې غربي تمدن (اروپا او امریکا) د لرغوني روم تاریخي او کلتوري تسلسل دی. د رنسانس له پیل سره د یونان او روم حقوقي، سیاسي او فکري مفاهیم بیا راژوندي شول، چې نن ورځ د معاصرو غربي ارزښتونو په رګونو کې جریان لري. روم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه او ان له هغې مخکې هم د مسیحي تمدن سمبول ګڼل کېده، او اوسنی غرب سره له دې چې د سیکولر عقیدې پر اساس جوړ شوی، لا هم له مسیحیت څخه اغېزمن دی. غرب، لکه روم، یو نړیوال ځواک دی چې پراخ کلتوري، سیاسي، او اقتصادي نفوذ لري او په نړیوال نظم کې یې له رول څخه انکار نه شي کېدی. د هند د فتحې په اړه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ورکړی دی: «عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ: عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ، وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى بْنِ مَرْيَمَ». ژباړه: «زما د امت دوې ډلې به له اور څخه خوندي وي: هغه ډله چې د هند پر لور به لښکرې خوځوي او بله هغه چې له عیسی بن مریم سره به وي.» (نسائی) که څه هم پخوا د مسلمانانو لښکرې د هند نیمې وچې ځینو برخو ته رسېدلې وې، خو د هند بشپړه فتح لا پاتې ده. تاریخي فتحې یوازې د هند تر محدودو سیمو، لکه سند او پنجاب، پورې غزیدلې وې او ټول هند یې په خپل واک کې نه و راوستی. سربېره پر دې، د هند لویه برخه (چې نن ورځ په څو هېوادونو وېشل شوې ده) لا هم د نا اسلامي او ظالم حکومت تر واک لاندې ده، دا څرګندوي چې د وروستۍ او بشپړې فتحې وعده لا نه ده پوره شوې. نن ورځ مسلمانان په داسې حال کې د دغو جګړو پر لور روان دي چې له تفرقې، مظلومیت او ذلت سره مخ دي. اسلامي امت په کوچنیو ملي دولتونو وېشل شوی، او لاسپوځي حکام یې تر هر څه ډیر د غربي قدرتونو د رضایت ترلاسه کولو په لټه کې دي. د یهودي رژیم تر بریدونو لاندې غزه او لبنان، د چین لخوا د اویغور پر مسلمانانو ظلم، او د هند پر مسلمانانو باندې د مودي د حکومت جنایتونه؛ د اشغال، ټول‌وژنې او د اسلامي امت د کمزورتیا څرګندونه کوي. اسلامي امت په مختلفو لارو ځپل کېږي؛ کله په اشغال، کله په تحقیر او سپکاوي، او کله په بندیزونو او فشارونو. دلته وایو چې اسلامي امت، پر دغه مظلومیت سربېره، څنګه د الهي وعدو او لویو جګړو پر لور حرکت کوي او په پای کې به بریالی شي. د نږدې راتلونکو نښتو نښې له لویو نړیوالو قدرتونو سره د اسلامي امت نږدې راتلونکې مقابله څرګندې نښې او تاریخي مخینه لري. له دغو نښو یوه د نړۍ په کچه د مسلمانانو شدیده مظلومیت دی. له غزې او لبنان څخه، چې د یهودي رژیم تر پرله‌پسې بریدونو لاندې دي، په چین کې د اویغور مسلمانانو او په هند کې د کشمیر مسلمانانو پر وړاندې ظلمونو پورې، دا پراخ مظلومیت د مسلمانانو له حقونو او کرامت د سرغړونې څرګندونه کوي. په هر حال، د الله تعالی سنت داسې دی چې د هغه نصرت له ستونزو او مشقتونو څخه راپورته کېږي. له بلې خوا، مسلمانان په تدریجي ډول د نهضت او ویښتابه پر لور روان دي او خپله اساسي حل‌لاره پیژني، چې د اسلامي خلافت تاسیس دی؛ هغه نظام چې امت له تفرقې ژغورلی او بیا د وحدت او عزت خاوند کولی شي. د مسلمانانو پر وړاندې د لویو قدرتونو دښمني په څرګند او پلان شوي ډول روانه ده. یهودي رژیم، د غرب په ملاتړ، په فلسطین، لبنان، او سوریه کې مسلمانان په نښه کوي او پراخ جنایتونه یې ترسره کړي دي. هند هم په خپلو ځپونکو سیاستونو، په کشمیر کې له ټول‌وژنې نیولې د مسلمانانو پر وړاندې پراخ تبعیض پورې، پر همدغه مسیر روان دی. امریکا د دغو دواړو قدرتونو د اصلي ملاتړ کونکي په توګه، د مسلمانانو پر وړاندې د فشار په زیاتولو کې مهم رول لري او د اسرایلو د جنایتونو او د هند د ظلمونو ملاتړ کوي. د دغو دولتونو اقتصادي او نظامي ځواکمنتیا ښيي چې اسلامي امت به یې پر وړاندې د ډلو او چریکي جګړو له لارې نه، بلکې د یو ځواکمن دولت له ادرسه مقابله وکړي، او دا ځواکمن دولت به خلافت وي. په هند کې د نظامي ټکنالوژۍ پرمختګ، په منځني ختیځ کې د یهودي رژیم پراخ نفوذ، او په نړیوالو چارو کې د غرب اغېز څرګندوي چې دوی د یوې لویې مقابلې لپاره تیاری نیسي. د هند د واکمنانو او خلکو، د یهودي رژیم، او غرب - چې د اسرایلو لخوا د فلسطینیانو پر وړاندې د جنایتونو ملاتړ کوي- ترمنځ نږدې اړیکې، د دې لویې نښتې لپاره د لارې هوارولو یوه برخه ګڼل کېږي. خو پر دغو قدرتونو سربېره، اسلامي امت د الهي وعدې او هغو نصرتونو په مرسته چې په احادیثو کې یې وړاندوینه شوې ده، د نهضت او د خلافت د تاسیس لپاره د حرکت په لور روان دی، څو په متحد ډول د دغو دښمنانو پر وړاندې ودریږي او دا ستره وعده پوره کړي. کله چې د جګړې خبره کېږي، زموږ ذهن په طبیعي ډول منفي لور ته ځي. خو هغه لویې جګړې چې د خلافت پوځ به یې وکړي، په حقیقت کې د اسلام د عدالت یو مظهر دی، چې د ظالمو، جابرو او فاسدو نړیوالو بنسټونو سره به مقابله وکړي. د دغو بنسټونو تر ماتېدو وروسته به د اسلام حاکمیت ته د پراختیا زمینه برابره شي، او بشریت به خپل فطرت ته بېرته را وګرځي. دا جګړې یوازې د مسلمانانو د ژغورنې لپاره نه دي، بلکې د ټول بشریت، طبیعت، او ټولو ژوندیو موجوداتو د ژغورنې لپاره دي، چې د پانګوال نظام د ظلم او فساد له امله کړېږي. قرآن کریم دا ظالم، کافر او فاسد ځواکونه د «فتنې» په نامه یاد کړي دي او د بقرې سورت په ۱۹۳ام آیت کې امر شوی چې د دغو فتنو پر وړاندې تر هغه جګړه وشي، څو چې ختمې نه وي: "وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ژباړه: «او له هغوی سره تر هغه وجنګېږئ چې نور فتنه (کفر او کفري نظامونه) پاتې نه شي او دین (نظام او حاکمیت) یوازې د الله لپاره شي.» خلافت او لویې جګړې تاریخي دلایل او نصوص څرګندوي چې راتلونکې لویې جګړې، چې د پېښېدو وعده يې په نبوي احادیثو کې شوې ده، یوازې د اسلامي خلافت له لارې ممکنې دي. د لویو فتحو په اړه ټولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نورې وعدې د خلافت او جهاد له لارې پوره شوې دي. په دغو فتحو کې، د راشده خلفاوو په لاس د عرب جزیرې فتح، د عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د فارس سترې امپراتورۍ ماتې، او د عثماني خلافت په لاس د قسطنطنیېفتح شامل دي. د نبوي احادیثو سیاق هم په دغو جګړو کې د جهاد او خلافت پر رول ټینګار کوي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې او روم فتحو د ترتیب په اړه وفرمایل: «مدینة هرقل (قسطنطنیه) به لومړی فتح شي». دا وعده په ۱۴۵۳ میلادي کال کې د محمد فاتح په لاس، چې د عثماني خلافت خلیفه و، د جهاد له لارې پوره شوه. له دې څخه څرګنده ده چې د لویدیځ روم فتح لا پاتې ده، چې یوازې د خلافت په وسیله ممکنه ده، ځکه چې د خلافت بهرني سیاست، د ملي او سیکولر دولتونو پرخلاف، د دعوت او جهاد پر بنسټ ولاړ دی. سربېره پر دې، د هند، یهودي رژیم، او غربي نړیوال نظم په څېر د ودې په حال کې قدرتونه په ډاګه کوي چې یوازې یو ځواکمن او واحد دولت، چې تر شا یې اسلامي ایډیالوژي وي، کولی شي د دغو زبرځواکونو پر وړاندې ودرېږي او دا لویه او حتمي جګړه رهبري کړي. اسلامي خلافت، چې الهي سیاست، د جهاد ځواک، او د امت ملاتړ لري، دا وړتیا او توان لري چې د دغو قدرتونو پر وړاندې مقابله وکړي او نبوي وعدې پوره کړي. نو، یوازې خلافت دا جګړې د اسلامي امت په بریا او د الله تعالی د دښمنانو په ماتې سره پای ته رسولی شي. په پایله کې، د ملي دولتونو له دجال (نړیوال نظم) سره تعامل، او د ملي ګټو پر بنسټ ریالیسټیکو سیاستونو له لارې، د الهي وعدو تحقق ته نه شو رسېدی. دا احادیث په څرګنده ښيي چې د اسلامي امت اصلي دښمنان هغه قدرتونه دي چې د الله تعالی د دین د اظهار مخه نیسي او بشریت د هلاکت پر لور بیايي. د دغو دښمنانو پر وړاندې حللاره نه تعامل دی او نه نرمښت؛ یوازینۍ لاره قتال دی. دا قتال باید د اسلامي خلافت پوځ وکړي، ځکه یوازې خلافت دی چې بهرنی سیاست یې د دعوت او جهاد پر بنسټ ولاړ دی. نو، د الله تعالی د وعدو د تحقق لپاره، باید د راشده خلافت د تاسیس لپاره بیړه وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګڼو وعدو تر څنګ د راشده خلافت د بیا راتګ وعده هم راکړې ده. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: …" ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ." (مسند أحمد) ژباړه: ...بیا به جبریه حکومت وي او تر هغې پورې به دوام وکړي چې الله وغواړي، بیا چې وغواړي هغه به لرې کړي. بیا به یو ځل بیا د نبوت پر منهج (راشده) خلافت تاسیس شي. لکه څنګه چې د اسلام په تاریخ کې، خلفاوو په حرص او ډیره لیوالتیا د الهي وعدو او نبوي بشارتونو د پوره کولو لپاره هڅې کړې دي؛ نن ورځ هم له مسلمانانو (په ځانګړي ډول د قدرت له څښتنانو) څخه د ورته هڅې غوښتنه کېږي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې د فاتح په اړه فرمايي: قسطنطنیه به هرو مرو فتح کېږي، هغه امیر به تر ټولو غوره امیر او هغه لښکر به تر ټولو غوره لښکر وي. (مسند احمد). په دغه حدیث کې واضح ویل شوي چې ورکړل شوې وعده به پوره شي، خو څوک چې دا وعده پوره کوي، هغه تر ټولو غوره امیر او تر ټولو غوره لښکر دی. نو ځکه، قسطنطنیه له وعدې سره سم عثماني خلافت فتح کړه. د دغه امت د لویو او برخلیک ټاکونکو جګړو وعدې، د راشده خلافت بیا تاسیس، او د اسلامي نړیوال حاکمیت پراختیا به په ټاکلي وخت کې هرو مرو ترسره شي. خو دلته مهمه پوښتنه دا ده: څوک به دا حرص ولري چې د غوره امیر او غوره لښکر برخه وګرځي او د دغو وعدو د تحقق لپاره به وسیله شي؟ نو څرګنده ده چې څوک دا لیوالتیا او حرص نه لري او ځانونه یې د ملي دولتونو او ریالیسټیکو سیاستونو په زندان کې محدود کړي دي، له محرومینو او زیانمنو څخه به وي. ایا دا ممکنه ده چې دغه الهي وعدې د ملي دولتونو، منفعت‌محوره او اقتصاد محوره سیاستونو، او له دجال (دجالي نړیوال نظم) سره د تعامل په چوکاټ کې پوره شي؟ یو وار بیا ټینګار کوم، دا وعدې به بلاخره پوره شي، خو مهمه خبره دا ده چې په دې لار کې زموږ رول څه دی او د وعدو د تحقق په ورځ به موږ په کوم صف کې وو؛ د بریالیو او د الهي وعدو په پوره کولو کې د برخه اخیستونکو په صف کې، او که د محرومینو او پاتې شویو په صف کې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِيَ الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا، وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا». (صحیح مسلم) ژباړه: الله تعالی ځمکه زما لپاره لنډه کړه او ما د هغې مشرقونه او مغربونه ولیدل. او په یقین سره زما د امت قلمرو به هغو برخو ته ورسېږي چې ماته ووښودل شول. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
0
1
24
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
15 days
د خلافت د تأسیس مفهوم کوم شخصي نظر او پوهه نه ده..
5
4
31
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
15 days
د قدرت خاوندان ولې خپله شرعي دنده نه ترسره کوي؟
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
15 days
د قدرت خاوندان ولې خپله شرعي دنده نه ترسره کوي؟ پر اسلامي خاورو د مغولو د بريدونو او صليبي جګړو را وروسته، اسلامي امت په تر ټولو ناوړه حالت کې ژوند کوي. د دغه ناوړه حالت دليل دا نه دی چې مسلمانان ـ د امت په توګه ـ کمزوري او بې‌وسه دي. مسلمانان له نظامي پلوه په خورا ځواکمن حالت کې دي؛ تر دوه مېليونه زيات روزل شوي، زوړور او مجهز پوځيان، د اتومي وسلو په ګډون خورا ډېرې او پرمختللې وسلې او د کفايت تر کچې نور نظامي تجهيزات لري. څه کم دوه ميليارده یې نفوس دی. د نړۍ تر ټولو غني او ستراتيژيکې خاورې يې په واک کې دي. د نړيوالې سوداګرۍ اکثريت سمندري، ځمکنۍ او هوايي لارې د مسلمانانو په سيمو کې دي... بلکې د دغه ناوړه حالت اساسي او يوازينی لامل د اسلامي دولت «خلافت» نشتون دی؛ یوزاې د خلافت دولت تأسيس مو له دغه ناوړه وضعيت څخه ایستلی شي. يوازې خلافت د دې وړتيا لري چې اشغال شوې اسلامي خاورې ازادې کړي، د مستضعفينو مرستې ته ور ودانګي، مسلمانانو ته د خوندي ژوند زمينه برابره کړي، د کفارو سياسي، استخباراتي او نظامي لاسونه له اسلامي خاورو او اسلامي امت څخه لنډ کړي، اسلام په کور دننه په هر اړخيز ډول تطبيق او د فکري رهبرۍ په توګه يې د دعوت او جهاد له لارې نورې نړۍ ته ولېږدوي. له شک پرته؛ د اسلامي خلافت د تأسيس لپاره کار کول د ټولو مسلمانانو دنده ده، خو د اسلامي دولت تأسيسول يا يې د تأسيس لپاره نصرت ورکول يوازې د واک او ځواک د خاوندانو مسوليت دی، ځکه يوازې دوی د دغه کار وړتيا لري. خو په اسلامي خاورو کې د شته حکامو او قدرت د خاوندانو له ډلې قاطع اکثريت يې نه يوازې د خلافت د تأسيس او مستضعفينو د مرستې په کيسه کې نه دي، بلکې اصلاً د خلافت پر تأسيس او مستضعفو مسلمانانو ته د نصرت پر ورکړه باور نه لري. تر دې چې دوی په ښکاره له کفارو سره د اسلامي خلافت له تأسيس څخه په مخنیوي، د اسلامي خاورو په اشغال، د مسلمانانو د شتمنيو په لوټلو او د تروريزم تر نامه لاندې د مسلمانانو په وژلو کې مرسته او ملګرتيا کوي. خو يو کم شمېر حکام؛ سره له دې چې د اسلامي خلافت تأسيس فرض او د مستضعفينو مرسته لازمه ګڼي، بيا هم د دغه کار لپاره عملي ګام نه پورته کوي. دوی د دې لپاره چې د خپل مسووليت او وجيبې نه ترسره کول توجيه کړي، يو لړ غير شرعي عذرونه او دلايل وړاندې کوي چې ځينې يې دا دي: استطاعت نه لرل: ځينې دا دليل وړاندې کوي چې موږ د خلافت د تأسيس او مستضعفينو د نصرت استطاعت نه لرو، که چېرې موږ د دغه کار لپاره ګام پورته کړو، نو فلان او بستان دولتونه به بريد را باندې وکړي او له منځه به مو يوسي. دوی د دې پر ځای چې د الله سبحانه و تعالی له وېرې د خلافت تأسيس او د مستضعفينو نصرت ته مخه کړي، د امريکا او ناټو له وېرې د الله سبحانه و تعالی قطعي احکام شا ته غورځوي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ [محمد: ۷] ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی؛ که د الله (دین) ته نصرت ورکړئ، هغه به ستاسو نصرت وکړي او ستاسو قدمونه به ټينګ او مستحکم کړي. او کله چې الله سبحانه و تعالی چا ته نصرت ورکړي، نو پر هغه د امريکا او ناټو په ګډون د نړۍ هيڅ ځواک نه شي برلاسی کېدای: إِن يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ [آل عمران: ۱۶۰] ژباړه: که الله ستاسو نصرت وکړي، هېڅوک به پر تاسو بریالي نه شي او که هغه مو پرېږدي، نو څوک به ستاسو مرسته وکړي؟ مومنان دې یوازې پر الله توکل وکړي. خو ستونزه همدا ده چې د مسلمانانو حکام پر الله سبحانه و تعالی د توکل پر ځای خپله کمزوري بهانه کوي. که چېرې د خپلې بقا په خاطر د استطاعت نه لرل شرعي عذر وای، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به په بدر کې د شمېر له پلوه درې چنده زيات او د تجهيزاتو له پلوه ډېر مجهز دښمن سره نه مخ کېده، د موته په غزا کې به يې درې زره غازيان د دوه سوه زره کسيز دښمن پر لور نه لېږل، حضرت عمر رضي الله عنه به د فارس پر امپراتورۍ ـ چې د عصر تر ټولو ځواکمن دولت و ـ بريد نه کاوه، طارق بن زياد به په اندلس کې خپلې کښتۍ نه سوځولې... . نو د استطاعت نه لرل، شرعي عذر نه، بلکې له مسوليت څخه د ځان خلاصولو پلمه ده او هيڅ شرعي اساس نه لري. د مهدي تر راتګه دې هر څوک له خپله سره اور مړ کړي:ځينې خلافت ـ چې شرعي حکم او په هر وخت کې فرض دی ـ د مهدي له راتګ سره تړي او وايي چې د مهدي تر راتګه دې د هرې سيمې مسلمانان په خپله جغرافيه کې اسلامي دولت(؟) جوړ کړي او کومې خاورې چې اشغال شوي، د هغو اوسېدونکي دې خپلې خاورې له اشغاله ازادې کړي! دا خبره هم هيڅ شرعي اساس نه لري او د اسلام له صريحو نصوصو سره په ټکر کې ده. ځکه که چېرې پر ملي پولو او د اسلامي دولت پر تعدد باور ولرو، نو دا په طبيعي ډول د اسلامي امت پر تعدد له باور څخه سرچينه اخلي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي: إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ [الأنبياء: ٩٢] ژباړه: ستاسو دغه امت يو واحد امت دی او زه ستاسو رب يم، نو يوازې زما عبادت وکړئ. او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مثلُ المؤمنين في تَوادِّهم ، وتَرَاحُمِهِم ، وتعاطُفِهِمْ . مثلُ الجسَدِ إذا اشتكَى منْهُ عضوٌ تدَاعَى لَهُ سائِرُ الجسَدِ بالسَّهَرِ والْحُمَّى» ژباړه: مسلمانان په خپل منځ کې د محبت، يو پر بل د ترحم او خپلمنځي مهربانۍ له اړخه ټول د يوه جسد په څېر دي؛ کله چې د جسد يو غړی دردمن شي، نو ټول بدن ورسره شپه په ويښه او تبه تېرولو (د درد په زغملو) کې ملتيا کوي. مصلحت دا نه ايجابوي چې د خلافت د تأسيس او مستضعفينو د نصرت لپاره ګام پورته شي: که پر دې اختلاف سترګې پټې کړو چې مصلحت يو شرعي اصل او دليل دی او که نه؟ او دا ومنو چې مصلحت شرعي دليل دی؛ نو مصلحت به د خلافت تأسيس وي او که نه تأسيس يې!؟ هغه علماء چې مصلحت يو شرعي اصل ګڼي، د هغوی له ډلې امام غزالي (رح) مصلحت داسې تعريفوي: «المصلحة هي المحافظة على مقصود الشرع. ومقصود الشرع من الخلق خمسة: وهو أن يحفظ عليهم دينهم ونفسهم وعقلهم ونسلهم ومالهم، فكل ما يتضمن حفظ هذه الأصول الخمسة فهو مصلحة، وكل ما يفوت هذه الأصول فهو مفسدة، ودفعها مصلحة» يعنې: (مصلحت د شريعت د مقاصدو ساتنه ده. د انسانانو لپاره د شريعت مقاصد پنځه دي؛ هغه دا چې د دوی د دين، نفس، عقل، نسل او مال ساتنه وشي. نو هر هغه څه چې د دغو پنځو اصولو ساتنه تضمينوي هغه مصلحت دی او هر هغه څه چې دغه پنځه اصول ضايع کوي، هغه مفسده ده او دفع يې مصلحت دی). خلافت هغه نظام دی چې د مسلمانانو د دين، وينې، عقل، نسل او مال ساتنه تضمينوي، نو اوس د خلافت تأسيس مصلحت دی او که يې نه تأسيس مصلحت دی!؟ دا پر مصلحت څه ډول استدلال او له مصلحت څخه څه ډول فهم دی!؟ په پای کې؛ لکه يادونه چې وشوه د خلافت تأسيس او د مستضعفينو نصرت شرعي احکام او فرايض دي، چې مسوليت يې د واک د خاوندانو پر غاړه دی. خو د مسلمانانو غوڅ اکثريت حکام ـ چې په حقيقت کې د الله، رسول او مسلمانانو دښمنان او د کفارو دوستان او مزدوران دي ـ دغه چاره نه يوازې دا چې خپل مسوليت يې نه ګڼي، بلکې له کفارو سره يو ځای يې پر وړاندې ولاړ دي. خو يو کم شمېر حکام او د قدرت خاوندان چې د خلافت تأسيس او د مستضعفينو نصرت شرعي مسوليتونه ګڼي، خو د ځان خلاصولو لپاره پورته عذرونه وړاندې کوي، دغه عذرونه، که څه هم ځينې به يې عقلي او منطقي وي، خو شرعي نه دي. په داسې حال کې چې غير شرعي عقلي او منطقي عذرونه هيڅ اعتبار نه لري او د مکلف کس له اوږو شرعي مسوليتونه نه شي ښکته کولی. نو د امت د اوسنۍ بدبختۍ د دوام تر ټولو لوی لامل نه يوازې کفار او د هغوی هغه مزدور حکام دي چې په ښکاره له اسلام او مسلمانانو سره دښمني کوي، بلکې هغه حکام هم دي چې خپل مسوليت پېژني، خو نه یې ترسره کوي او د دې لپاره پلمې او توجيهات لټوي. يما افغان #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
2
3
33
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
15 days
@Shahabudin_1924 #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
0
1
4
@Dr_Jalal_1953
Dr.Qais Jalal_ډاکتر قیس جلال
16 days
د خلافت د نشتون څه باندې سل کاله تېرېږي، دا باید د هند نیمې وچې د مسلمانانو لپاره یوه انګیزه شي تر څو له الله سبحانه و تعالی او پیغمیر صلی الله علیه وسلم سره پر خپل کړي تعهد ودرېږي او د خلافت د بیا ايجاد لپاره هڅې وکړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان، پاکستان، بنګلدیش، هند او سریلانکا کې مسلمانان اسلام ته ډیر مخلص دي. نو دوی ټول باید هڅه وکړي چې خلافت او د اسلام سلطه بیا تاسیس کړي تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا زیری تحقق پیدا کړي: «عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَامُ» (رواه أحمد والنسائي) ژباړه: زما له امت څخه دوې ډلي دي چې الله تعالی به یې د جهنم له اور څخه خلاص کړي: هغه ډله چې پر هند برید کوي او هغه چې له عیسی بن مریم علیهما السلام سره به وي.
Tweet media one
9
5
40