![مولوي سیف الله منصور Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1814520640793083904/FmfBQInX_x96.jpg)
مولوي سیف الله منصور
@Saifullah1953
Followers
5K
Following
111K
Statuses
5K
إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ
دارالمسلمین
Joined March 2020
RT @HTAFMediaOffice: تحلیل دهلیز واخان و سیاست خارجی دولت اسلامی در قبال دسترسی به بازارهای منطقهای و بینالمللی بر اساس گزارش طلوع نیوز،…
0
25
0
RT @HTAFMediaOffice: د واخان دهلیز تحلیل او د سیمې او نړۍ بازارونو ته د لاسرسي په اړه د اسلامي دولت بهرنی سیاست د طلوع نیوز د رپوټ پر اساس،…
0
23
0
RT @HTAFMediaOffice: تطبیق تدریجی یا سقوط تدریجی؟! آیا تطبیق تدریجی اسلام از نظر شرعی جایز است؟ تطبیق تدریجی اسلام از نظر شرعی جایز نیست، ز…
0
19
0
RT @HTAFMediaOffice: بسم الله الرحمن الرحیم سیاسي تحلیل: په لبنان کې نوي سیاسي بدلونونه پوښتنه: العربي الجدید وېبپاڼې د ۲۰۲۵ کال د جنوريپ…
0
6
0
RT @HTAFMediaOffice: بسم الله الرحمن الرحیم تحلیل سیاسی: تغییرات سیاسی جدید در لبنان سوال: سایت العربي الجديد در تاریخ ۲۱/۱/۲۰۲۵ گزارشی در…
0
12
0
RT @HTAFMediaOffice: تدریجي تطبیق که تدریجي سقوط!؟ ایا شریعت د اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه ورکوي؟ شریعت د اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه نه ده…
0
30
0
RT @HizbutTahrirCMO: جریده «الرایه» به زبان فارسی از این پس میتوانید جریده «الرایه» را به زبان فارسی نیز مطالعه کنید. این هفتهنامه جامع…
0
22
0
په لويديځه غاړه کې د يهودو جنایت او د امت د چارواکو سکوت! یهودانو همېشه دا ثابته کړې چې دوی هغه قوم دی چې نه پر عهد ولاړ پاتې شوي او نه د امن او اوربند پر ژمنه. که څه هم چې په غزه کې د پنځلسو میاشتو د عاموژنې، ترور، وحشت او ویجاړۍ وروسته د اوربند تړون لاسلیک شو، خو یهودي دولت لا هم خپل ظلم او وحشت نه دی بند کړی، بلکې په لویدیځه غاړه کې یې د محاصره شوو فلسطیني مسلمانانو پر وړاندې وحشیانه بريدونو ته دوام ورکړی دی. خو د مسلمانانو خاینو واکمنانو، چې د غزې د مظلوم ولس پر عام وژنه چوپتیا غوره کړې وه، هماغه چوپتیا يې د لویدیځې غاړې د مظلومانو پر عام وژنه او ربړونه باندې هم جاري ساتلې ده. بل خوا د لویدیځې غاړې خاینه اداره، د امنیتي همغږۍ تر عنوان لاندې، د یهودي دولت په ظلم، نیونو او وحشت کې ورسره شریکه ده، ته وا چې د یوې سکې دوه مخونه دي! یهودان، د دوی تر شا امریکا او نور کفري هېوادونه چې د بشار اسد د سقوط له امله د وېرې په حالت کې دي، د عامو مسلمانانو پر وړاندې د وحشت لړۍ تېزه کړې، ترڅو د خپل حتمي برخلیک (د نقشې له مخ څخه د اسرائیلو محوه کېدلو) پر وړاندې خنډ جوړ کړي، یا یې لږ تر لږه وځنډوي. خو د دوی سترګې ړندې دي، زړونه یې نه پوهېږي، او لا هم خپل پخواني تاريخي برخلیکونه ورته عبرت شوي نه دي. خو د دوی دغه وحشتونه یوازې تر هغه وخته پورې ادامه موندلی شي، چې اسلامي امت د واحد نظام (راشده خلافت) په اډانه کې متحد نه شي او د واحد خليفه تر رهبرۍ لاندې د جهاد په موخه حرکت ونه کړي! او کله چې اسلامي امت د دوی پر وړاندې دا ډول قیام ترسره کړي، نو هغه مهال به دوی ته نه د بښنې کوم فرصت پاتې شي او نه به د ځان ژغورلو کومه لاره ولري او د تل لپاره به یهودي دولت د نړۍ له جغرافيې څخه محوه کړي.
3
3
46
د ټرمپ جرئت او د لاسپوڅو سکوت! ټرمپ د رسنيو پر وړاندې مصر او اردن ته د مبارکې خاورې – غزې – د اوسېدونکو د شړلو وړاندیز وکړ. حال دا چې نوموړي باید دغه کار د مصر او اردن له چارواکو سره په یوه خصوصي ناسته کې ترسره کړی وای. هغه غوښتل، څو ټول اسلامي امت ته دا خبره واوروي او د دوی غبرګون وازمويي او واکمنانو ته دا فرصت ورکړي چې که وکولای شي خپل ولسونه دې نوې دسیسې ته چمتو کړي. که د غزې پر مسلمان، مجاهد او مظلوم ولس باندې د يهودي دولت د تېرو ۱۵ مياشتو وحشتونو او جنایتونو پر وړاندې د اسلامي خاورې پر مخ د جبريه دور نظامونو او د هغوی خاينو چارواکو سترګې نه وای پټې کړې، هېڅکله به هم ټرمپ رسنيو ته د دا ډول څرګندونو جرئت نه وای کړی. ځکه فلسطین زموږ د عقيدې پر بنسټ مبارکه ځمکه ده، نه د ټرمپ او خاينو چارواکو ملکیت! دا ټوله د اسلامي امت خاوره ده، له سمندر څخه تر سيند پورې، چې د فاروق اعظم، حضرت عمر رضي الله عنه، له فتحې راهیسې اسلامي خاوره بلل شوې ده، او د قيامت تر قيامه به همدا حکم ولري. دا هغه مقدسه خاوره ده، چې د اسلام ستر فاتح، صلاح الدین ایوبي، له صلیبیانو بېرته ازاده کړه، سلطان عبدالحمید یې پر ساتنه ټینګار وکړ او ډېر ژر به دا د دویم راشده خلافت په راتګ سره، له صهیونیستي اشغال څخه بېرته آزادېږي، ان شاءالله! د استکبار ځواکونه د الله سبحانه وتعالی په پرېکړه کې بدلون نشي راوستی، ځکه چې الله سبحانه وتعالی د دې خاورې برخلیک له وړاندې ټاکلی. که ټرمپ د رښتیني حل او د سیمې د سولې پلوی وای، نو باید د فلسطین غاصب یهودان چې له غربي هېوادونو څخه د صهيونستي مفکورې پر بنسټ دلته مېشت شوي او لا هم د يهودي دولت ترڅنګ د نورو هېوادونو تابعیتونه لري، هغوی يې باید خپلو پخوانيو هېوادونه ته لېږلي وای او يا یې په خپله پراخه امریکا کې ځای پر ځای کړي وای. اسلامي امت ته پکار ده، چې د جبريه رژيمونو په را نسکورولو او د دويم راشده خلافت په تاسيسولو سره د امریکا دا تکبر مات کړي، او خپلو پوځونو ته، چې لا هم په خپلو قرارګاوو کې ناست دي، د بېړني حرکت امر وکړي، نه یوازې د غزې د خلکو د شړلو د مخنیوي لپاره، بلکې د مبارکې خاورې د بشپړې آزادۍ لپاره په بین المللي کچه جهاد پیل کړي!
3
6
47
پر اسلامي خاوره د سېکولرېزم نوې بڼه! وروسته له دې چې د سوریې د اوسني حاکم نظام بڼه روښانه شوه، په ځانګړي ډول د دې هېواد د نوي ولسمشر احمد الشرع څرګندونو ته په کتو، چې هغه د یو مدني دولت د جوړولو او د سیکولر ایډیالوژۍ د تطبیق اعلان وکړ، ښکاري چې نوموړي هغه زرینه موقع له لاسه ورکړه چې د دې هېواد خلکو یې د عزت او خپلواک دولت د بېرته ترلاسه کولو لپاره قرباني ورکړه او هیله يې لرله. د سوریې نوی واکمن، د اسد د رژیم له پاتې شونو سره یوځای، داسې سياست ته مخه کړه چې د غرب، په ځانګړي ډول امريکا له خوا طرحه شوی و او د امریکا د لاسپوڅي معلم مکار اردوغان له خوا ورزده کړل شو، څو د دغه خاورې د مسلمانانو د هغه هیلې مخه ونیسي، چې غواړي سوریه د اسلامي امت د وحدت پر محور بدله او د تېر نظام پر ځای یو سوچه اسلامي دولت (خلافت) رامنځ ته کړي. له همدې امله، احمد الشرع په مسلسل ډول هڅه کوي چې خپله ماضي رد کړي، او اوسنی حالت توجیه کړي، خپل فکري او سياسي بدلونونه لوی وښيي، خو دا یو داسې تضاد دی چې د یوه مبدئي جنګیالي لپاره ډېر نادر دی، چې لا یې د جګړې خاورې له لباسه نه دي پاکې کړې، خو د ښکاره سیکولر لباس اغوستو ته يې زړه ښه کړ او د جبريه رژيمونو له کاروان سره ملګری شو. سوریه، له خپل ټول تاریخ؛ تېر، حال او راتلونکي سره، د خپلې مهمې جغرافیې، سیاسي او تمدني ارزښتونو سره، د یوه تېر استبدادي دور او د یوه وېرونکي حال ترمنځ ګیر پاتې ده. د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د نوي نظام بڼه د سیکولرېزم یو عجیب ډول دی، چې مشخص نوم نشو ورته کارولی، ځکه دا د متکبرانه او خاينانه تمایلاتو، ناروا بشري ارزښتونو، پټو شهواني غوښتنو او فکري ړوندوالي ګډوله ده. سوریه، چې د اسد د واکمنۍ پر مهال د سیکولرانو کلا ګڼل کېده، لا هم د سیکولرېزم له دایرې نه ده وتلې، یوازې د چارواکو څېرې بدلې شوي دي. دا چې د سوریې مسلمانان د اسد د ظالم رژیم له تیارو څخه د امت د سترو قربانيو په بیه او د الله سبحانه وتعالی په ملاتړ سره راووتل، ټول اسلامي امت ته د سترې خوشالۍ او پراخو هيلو سبب شول. خو څه چې احمد الشرع او پلويان يې ترسره کوي د دغه مسلمان ولس له قربانيو او هيلو سره څرګند خيانت دی او د تېرو هغو تاريخي تېروتنو بيا تکرار دی چې مؤمن ته نه ښايي بیا يې تکرار کړي. د سوریې اوسنی حالت د پاتې نورو اسلامي خاورو په څېر دی، چې لا هم په يوه نوې بڼه د سیکولرېزم تطبیق ته دوام ورکوي، که څه هم چې د حالاتو بهیر بدل شوی او د سېکولر یا جمهوري نظام تر بنسټونو لاندې نړوونکې اوبه تېرې شوې دي، خو احمد الشرع لاهم د سېکولرېزم او جبريه دور پر لور مخه کړې او د یوه ظالم په تلو سره په نوي لباس کې بل سر راښکاره کړی دی. نو آیا دا د اسلامي امت قسمت دی چې خپل سپېڅلي انقلابونه په دا ډول نظامونو پای ته ورسوي او که لا هم له دغه انحطاط څخه راوتو ته ډېر فکري او سياسي کار په کار دی، څو په نوي لباس کې د استبداد د بيا ظهور پر ځای د اسلام د عدالت لمر طلوع وکړي.
19
10
65
RT @HTAFMediaOffice: ویژگیهای دولت اسلامی #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
0
63
0
RT @HTAFMediaOffice: د اسلامي دولت ځانګړنې #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
0
59
0
RT @HTAFMediaOffice: رجب؛ ماه پیروزیها و افتخارات امت! (ترجمه) نشانههای امیدبخش فراواناند و امید به الله سبحانه وتعالی پیوسته و گسستناپ…
0
55
0
RT @HTAFMediaOffice: رجب؛ د امت د بریاوو او ویاړونو میاشت! (ژباړه) زېري ډېر دي او له الله سبحانه وتعالی څخه هیله هميشنۍ ده. موږ ایمان لرو چ…
0
58
0