مفتي شهاب الدين نظامي
@Shahabudin_1924
Followers
26K
Following
11K
Statuses
1K
په ټوله اسلامي نړۍ کې د مخلصو مجاهدینو، دعوت ګرانو او مبارزینو خواخوږی،څیړونکی او د نړیوال اسلام دعوتګر.
Joined March 2022
د حق حاملین! دا پیغام دقیقا تا ته دی، تاته؛ چې تل دې یوازې د حق د حاکمیت لپاره زړه تپيږي. پر خپلې سینې لاس ږدې، حق ته سر ټیټوې او د حمل لپاره یې اوږه ورکوې. له هغه لحظې ویریږې چې عزرایل د په سر دریږي، د مرګ خوند څکې او د دې فاني نړۍ له عبسیاتو د تل لپاره خدای په اماني کوې. دا لاره اوږده او ستړې کونکې ده. حوصله به نه بایلې. ته خلکو ته حق رسوې، خو له هغې خوا مسخره کېږې. ته نصیحت کوې، خو په مقابل کې یې ملنډې درباندې وهل کیږي. ستا په ژبه حق او لاسونو کې هدایت دی، خو خلکو ته منافقت او بغاوت ښکاري. ته د خپلو مسلمانو وروڼو لپاره خیر غواړې، خو په بدله کې یې له درواغو ډک تهمتونه، بهتان، زندان او شکنجې درته ډالۍ کیږي. دا کوم غیر عادي حالت نه دی او نه ته لومړی کس یې چې له هغه سره مخ کېږې. دا د حق د حاملینو لپاره د رسولانو او پیغمبرانو لاره ده. دوی دقیقا له همدغو حالتونو، سپکاویو، تهمتونو، بندیخانو، شکنجو او حتی شهادتونو تېر شوي دي. نو ناهیلی کېږې به نه. د تهمتونو، ښکنځاو، بدو الفاظو او تورونو پر وړاندې به نه احساساتي کیږي. خپله ژبه به له چټیاتو لرې ساتې، د خپل مسلمان ورور په حق کې به ګستاخي نه کوې، ځکه ته د حق حامل یې او د حق د حاملینو له خولو یوازې حق وتلی شي او بس. ته پوهېږې! ستا مخاطب د هغه ناروغ په څېر دی چې ناروغۍ یې ټول سیستمونه فلج کړي، خو دی فکر کوي چې روغ دی! د هغه لار ورکي مسافر په څېر دی چې کلونه کلونه یې په غلط مسیر قدم وهلی، خو دی فکر کوي چې مسیر یې سم دی. نو د خپل مخاطب ستونزې او حالت په نظر کې ونیسه، هغه که هرڅوک دی، بلاخره ستا مسلمان ورور دی! د خدای (ج) د رضا په خاطر د هغه بد چلند، ښکنځا، بد رد ویلو، تهمتونو او تورونو ته مه عصباني کېږه. هغه ته د خیر دعا وکړه. پرېږده چې د حق د حمل په دغه اوږده مبارزه کې په داسې حال کې خپل روح عزرایل ته وسپارې چې رب دې درڅخه راضي وي. هغه به ته ګټونکی وي. مبارک د شه!
53
44
207
تړلې پښې او لاسونه! ته وا دا ملک به پرمختګ وکړي او له نړۍ سره به سیال شي؟ کله له ځان پوښتم چې ایا معاصر افغانستان په وروستیو ۲۰۰ کلونو کې هېڅ داسې رهبر پیدا نه کړ چې د دې خاورې جوړولو ته ژمن وي؟ دا به ډېره نا انصافي وي چې په نه سره ځواب ورکړې. خو اصلا خبره دا ده چې تزار روس او بریتانیوي هند زموږ او تاسو افغانستان په داسې جغرافیه کې بندي کړی چې ابادي او پرمختګ یې تقریبا ناشونی کړی. د افغانستان غرنی واقعیت، د هندوکش د سلسلې لخوا د دې جغرافیا په دوو برخو وېشل او اوبو ته نه لاسرسي د افغانستان خپلواک پرمختګ ناشونی کړی. د چاره دوه حل لارې لري: لومړۍ حل لاره داده چې افغانستان به د یو بل قدرت تر وزر او شفقت لاندې راپورته کیږي. په دې حالت کې به پر خپلې خپلواکۍ سترګې پټوې او بهرنی سیاست به هغه پورې تړې. ستا کانونه، سرچینې او منابع به د هغه لاس کې وي او لومړۍ ګټه به ترې هغه اخلي او پر تا به د خپل صنعت تولید شوې وسیلې او تجهیزات پلوري. دویمه حل لاره له شته جغرافیا بغاوت دی چې د خلافت په چوکاټ کې ترسره کیږي. له دې لارې د افغانستان لاسونه له غرني واقعیت خلاصیږي او تر بحر رسیږي. امت او د امت ظرفیتونه یې پر محور راټولیږي او مستقلانه پرمختګ کوي.
1
1
25
ولاړې اوبه خوسا کیږي! د اوبو ځانګړتیا بهېدل دی. همدا ځانګړتیا اوبه پاکوي، کثافات ترې ټولیږي او منرالونه اخلي او که اوبه په یوه ځای ودریږي، نو خوسا کیږي. همدا په نننۍ نړۍ کې د یوې ټولنې یا دولت واقعیت دی، که روان و، نو پیاوړی کیږي. خو که یوه دولت د تګ لپاره بهرنی جهت او دښمن نه درلود او په کور دننه ظرفیتونه او افکار یې د بهرني دښمن په ټکولو او کمزوري کولو متمرکز نه کړل، نو هغه ټولنې او دولتونه په کور دننه لکه ولاړې اوبه شلاوې کوي او خوسا کیږي.
1
6
62
د امیر اطاعت او محاسبه! په شریعت کې له امیر څخه اطاعت او د هغه محاسبه دوه جلا شرعي مفاهیم دي. لومړی بحث له امیر څخه د اطاعت بحث دی چې له امیر سره له بیعت وروسته مطرح کیږي. داسې چې خلک د بیعت له طریقه خپل قدرت امیر ته لیږدوي او امیر په هغه قدرت شریعت تطبیق کوي. یعنې په شریعت کې بیعت یو دوه طرفه تړون یا عهد دی. خلک په دې شرط امیر ته د بیعت له لارې خپل قدرت لیږدوي چې امیر به پرې شرعیت تطبیق کوي، په مقابل کې به یې خلک د شریعت په تطبیق کې له امیر څخه په خوښۍ او ناخوښۍ کې اطاعت کوي. په دې مانا چې اطاعت یوازې د شریعت په تطبیق کې دی. دا چې د بیعت د تړون اصلي موضوع د شرعیت تطبیق دی، نو له همدې امله د بیعت وروستی پړاو د شریعت په تطبیق کې د امیر محاسبه ده. دا کار د بیعت د هدف چې د شرعیت پوره تطبیق دی، د ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي. دا د خلکو او علماو مسؤلیت دی، چې بېرته د شرعیت په تطبیق کې امیر محاسبه کړي او له هغه سره حساب او کتاب وکړي. د امیر محاسبه یا د شرعیت په تطبیق کې امیر تر پوښتنې لاندې راوستل د امیر بې اطاعتي نه ده، بلکې اصلا د بیعت تړون ته چې د پوره شریعت د نفاذ لپاره ترسره کیږي، ژمنتیا ده، ځکه چې د امیر په ګډون هېڅوک له اسلام څخه معتبر نه دی. پس باید په شریعت کې د امیر اطاعت او د هغه محاسبه درک شي او دا دواړه کړنې په خپل ځای او وخت سره له ټکر پرته ترسره شي.
22
22
98
د علماو او مذاهبو په اتفاق د مسلمانانو لپاره د متعددو دولتونو لرل حرام دي! په داسې حال کې چې نن ورځ د مسلمانانو چارې د ۵۷ غیر شرعي او حرامو دولتونو لخوا تنظیمیږي. له همدې امله د دې حرامو دولتونو د لمنځه وړلو له لارې د امت لپاره د واحد شرعي دولت لپاره مبارزه د ټول امت مکلفیت دی! #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
18
20
120
اسلام او خلافت لازم او ملزوم دي! څنګه چې د پانګوال نظام سیاسي بڼه ډیموکراسي ده او له ډیموکراسي پرته پانګوال نظام مانا نه لري، همداسې د اسلامي نظام سیاسي او دولتي یعنې تطبیقي بڼه خلافت دی. له خلافت پرته اسلامي نظام یوازې تر کتابونو پورې محدود پاتې کیږي. نو که اسلام لازم بولئ د تطبیق لپاره ملزوم (خلافت) قایم کړئ. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
19
24
113
خلافت؛ هغه امر چې صحابه و د رسول الله تکفین او تدفین ورته وځنډاوه؟ رسول الله د اسلامي رسالت له بشپړولو وروسته په ۶۳ کلنۍ په مدینه منوره کې د بي بي عایشې په کور کې د هغه لپاره د ټاکل شوي مرګ مزه وڅکله او د خپل رب په لوري وکوچېد، خو تر شا یې یو بې مثاله نظام او یو غوره شوی امت پرېښود. هغه نظام چې امر کوي، میت باید له ساه ورکولو وروسته په بیړه خاورو ته وسپارل شي او د هغه ښخولو ته اولویت ��رکړل شي. خو صحابه په سقیفه بنیساعده کې لګیا دي او د رسول الله د امت لپاره خلیفه ټاکي او له رسول الله څخه پاتې شوی میراث (خلافت) ابوبکر صدیق ته سپاري. دا قضیه دومره مهمه او برخلیک ټاکونکې ده چې لپاره یې حتی د رسول الله تکفین او تدفین هم ځنډول کیږي، نو فکر وکړئ! #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
16
21
115
خلافت له نړۍ سره د تعامل یوازینی مشروع چوکاټ دی! نړۍ له تاسو سره د تعامل لپاره خپل اصول لري، لکه د بشر حقوق، د ملګرو ملتونو منل، د دولت-ملت د نظم منل او د ملي ارزښتونو په اساس د دولت تشکیل. دا د نننۍ نړۍ هویت دی. همداسې اسلام او مسلمانان له نړۍسره د تعامل لپاره خپل اصول لري، دغه اصول یوازې د خلافت په چوکاټ کې تمثيل کېږي، ځکه خلافت د شریعت د ټولنيز، اقتصادي، سیاسي، دولت داري او له نړۍ سره د تعامل د نظامونه یو بشپړ چوکاټ دی، ځکه خو خلافت د اسلام او مسلمانانو هویت دی. له همدې امله باید د یو دولت په توګه له نړۍ سره د تعامل له بحث مخکې د خلافت بحث مطرح شي، ترڅو خلافت د تعامل اصول تعریف کړي، له هغه پرته له نړۍ سره د تعامل بحث یوازې د تاوان بحث دی. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
28
37
124
@YasrMsrwr متأسفانه ۱۰۴ کال�� کیږي، چې امت د خلافت له سیوري محروم دی. خلافت د اسلامي نظام دولتي چوکاټ دی، چې ټول امت تر واحد چتر او واحد خلیفه لاندې راټولیږي. امت وحدت پیدا کوي، اسلام په کور دننه په انقلابي ډول تطبیق کیږي او نورې نړۍ ته د دعوت او جهاد له لارې لېږدول کیږي.
1
0
12
خلافت؛ وروستی انتخاب د خلافت له سقوط وروسته د امت تېر برم او عظمت ته د رسېدو لپاره هرڅه و ازمویل شول. جنګونه وشول، په قدرت کې شراکت وشو، ډیموکراتیک اسلوب وکارول شول، په ټاکنو کې برخه واخیستل شوه. جمهوریت، شاهي، فدرالي او نور ټول نظامونه و ازمویل شول، خو هېڅ یوه یې نه د امت درد دوا کړ او نه یې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېښود. یوازینی انتخاب او وروستی امید چې نه دی ازمویل شوی هغه خلافت دی. خلافت له روان ذلت څخه د خلاصون وروستی، تر ټولو دقیق او له بصیرت ډک انتخاب دی. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
20
30
120
که خلافت موجود وای؛ نو ته وا کفر به د دې جرأت کړی و چې د مسلمانو قائدانو د فعالیت او کړنو لپاره د کفر پر اصولو محکمه ایجاد کړي او هلته دې د اسلام قوانین د بشریت ضد دوسیو کې بدنام کړي. د نړۍ د کنټرول او رهبرۍ لپاره د نړیوالې ادارې، محکمې او سازمونه رامنځته کړي او له هغه ځایه د اسلام ضد فعالیتونه رهبري کړي؟ د افسوس ځای بیا دا دی چې موږ دا هرڅه وینو، خو بیا هم نه عبرت اخلو او نه د خپل اصل «خلافت» اهمیت درک کوو! #خلافت_قائم_کړئ #خلافت_را_اقامه_کنید #أقيموا_الخلافة
45
33
158
خلافت؛ د شریعت د تطبیق یوازینۍ طریقه ده! که څوک غواړي فرض حج ادأ کړي، نو طریقه یې دا ده چې باید مکې ته لاړ شي او هلته یې مناسک ادأ کړي. دا کار د نړۍ په بل هېڅ ښار کې نه شي ترسره کېدی. همداسې که څوک غواړي روژه ونیسي، نو باید د سهار له راختلو بیا تر ماښام پورې ځان له خوراک، څښاک او جماع وساتي. له دې پرته روژه نه صحیح کیږي. همداسې که څوک غواړي چې شریعت تطبیق کړي، نو طریقه یې خلافت دی، له خلافت پرته د شرعیت تطبیق داسې مانا لري لکه څوک چې اروپا ته د حج ادأ کولو لپاره ځي. #خلافت_قائم_کړئ #خلافت_را_اقامه_کنید #أقيموا_الخلافة
28
18
95
@Shahablewal313 لیوال صیب له شرقي ترکستان به خبر وې. چین هم وایې چې د شرقي ترکستان مسلمانان ناروغان دي او موږ یې درملنه کوو او ته هم وایې. توپیر صرف دومره دی چې هغوی دا کار شعوري او له اسلام سره په دښمنۍ کې کړي، خو ته یې غیر شعوري او په ناخبري کې کوې. بینا له دې تداوي تېر شه.
1
0
20