![ریاض ګلاب(Riaz gulab) Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1773076369821351936/ppQ6j-NL_x96.jpg)
ریاض ګلاب(Riaz gulab)
@lab_ryad
Followers
718
Following
4K
Statuses
11K
پر ځمکه د رب ﷻ دین په پوره معنا نافذیدل مو د ژوند ستر ارمان دی که په هم دې لار کي مو ژوند قرباني شي هم دا مو ویاړ او افتخار دی.
Afghanistan
Joined March 2022
د ډونالډ ټرمپ په کابینه کې د امریکا د اغېزمنتوب ادارې مشر او د نړۍ د ټیکنالوژۍ پانګوال او متشبث اېلن ماسک ویلي چې ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانې اورېدونکي نه لري او باید وتړل شي. ماسک په خپل رسمي اېکس لیکلي چې دا ادارې بې ګټې دي او د مالیه ورکوونکو پیسې پرې بې ځایه لګیږي. دی په خپل اېکس زیاتوي چې ددې راډیوګانو په وسیله د امریکا یو میلیارډ ډالره سوځیږي. ویبسایټ لېنک:
0
0
0
د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ، د واخان دهلیزپه اړه چې افغانستان له چین سره نښلوي هم خبرې کړې او ډاډ يې ورکړی چې د یاد سړک د سروې چارې د ټولګټو وزارت له لوري بشپړې شوې او د ډیزاین چارې یې دامهال جریان لري. نوموړي په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی. ویب سایټ لېنک:
0
0
0
د اسلامي امارت ځانګړو #مجاهدو ځواکونو د هېواد په شمال څلورو ولايتونو کې پر داعش خوارجو پراخ عمليات کړي، چې په پايله کې يې ټول غړي نيولي دي. #المرصاد ويبپاڼې له خپلو کره سرچينو تېره ورځ ناوخته راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت ځانګړو مجاهدو ځواکونو دغه پراخ عمليات د شمال په #تخار، #کندز، #بغلان او #سمنګان ولايتو کې کړي دي. يادې سرچينې په دې راپور کې ويلي، چې دغه #داعش خوارج د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې په يوه چينايي وګړي بريد، د بغلان #نهرين ولسوالۍ اړوند يو جومات کې په عامو ذکر کوونکو بريد او دغه راز د بغلان ولايت په ځينو نورو سيمو کې د ديني علماوو په نښه کولو قضيو کې ښکېل بلل شوي دي. المرصاد د خپلو سرچینو له مخې زياته کړې، چې د دوی تر شا داسې لوريو او کړيو لاس درلود چې غوښتل يې په #افغانستان کې د اقتصادي پروژو مخه ونيسي او امنيتي وضعيت نارامه وښيي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې يادې ډلې ځپلې او ګڼ شمېر يې لا هم ژوندي نيولي دي. انستاگرام لېنک:
0
0
0
د مقاومت جبهې یو مشر خپلو پلویانو ته: د نجونو په نوم مستعار اکونټونه جوړ کړئ او منفي تبلیغات ترې وکړئ په ټولنیزو رسنیو کې له مستعارو ادرسونو څخه د اوسني سرپرست حکومت، افغانستان، افغانانو، دیني مقدساتو او ارزښتونو ضد تبلیغاتو او شایعاتو په دوام، هندوکشغږ په بهر کې د مېشتې مخالفې مقاومت جبهې د یوه مشر غږیز کلېپ ترلاسه کړی، چې نوموړی د یادې جبهې له پلویانو او غړو غوښتنه کوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو او نجونو په نوم مستعار اکونټونه جوړ کړي او د خپلو تبلیغاتو او شایعاتو د خپرولو لپاره ترې کار واخلي. د مقاومت مخالفې جبهې دغه مشر زیاتوي: «ګرانو او زړه ته رانږدې ټولو! د خپل اصلي فسبوک لېنک مو دلته راوړئ او یو مستعار فسبوک (لینک هم راوړئ)، هڅه وکړئ چې (مستعار فسبوک) مو د ښځینهوو په نوم وي، ښه ده. د پروفایل لپاره داسې عکس پیدا کړئ، چې یا اسلامي حجاب غوندې ولري، یا که کوم بل عکس هم وکاروئ ستونزه نشته؛ خو مستعار او د نجونو په نوم یې جوړ کړئ.» دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په تېرو څو ورځو کې امنیتي ادارو د دغه ډول مستعارو اکونټونو دوه داسې چلوونکي ونیول چې د ښځینهوو ترڅنګ یې په بېلابېلو مستعارو نومونو اکونټونه چلول، سپکې سپورې یې پکې ویلې، خلکو او مشرانو ته یې توهین کاوه او دغه راز یې په مقدساتو ملنډې وهلې. د یادونې وړ ده چې د مقاومت مخالفې جبهې غړي او پلویان په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ مستعار اکونټونه لري، چې د افغانستان د وضعیت په اړه شایعات خپروي، شخصیت وژنې کوي، په ټولنیزو رسنیو کې خلکو ته ښکنځل او بدې ردې وايي او ترڅنګ یې مقدساتو، تاریخي او ملي ارزښتونو ته سپکاوی هم کوي.
0
0
0
RT @ayasmulaa: په خدای د دې انصاف حساب به د ربﷻ مخ ته کوم چې زه له لوږې دلته مرم او ته عمرې ته ځې د مینتوب اصلي ثبوت دي تلاوت د یوسف ته په…
0
29
0
د افغانستان اسلامي امارت تر بیاځلې واکمنۍ وروسته یوازې په کابل پوهنتون کې د دوکتورا ۷ او د ماسټرۍ ۱۱ برنامې ایجاد شوي دي. په دوکتورا برنامو کې د فقې او قانون، علوم حدیث، کمپیوټر ساینس، وترنري، عربي ژبې او ادبیاتو، بڼوالۍ او افغانستان پېژندنې برخې شاملې دي. په ماسټرۍ برنامو کې د جزايي قانون او جرمونو پوهه، اسلامي کلتور، دعوت، اسلامي عقیده او فلسفه، د نباتاتو ساتنه، کرنه، عمومي ارواپوهنه، افغانستان پېژندنې، ښوونیز پلان او پالیسي، صنعتي کیمیا او هایدرولوژي برخې شاملې دي ویب سایټ لېنک:
0
0
0
د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونې غندلي، چې د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه شوي. بهرنیو چارو وزارت یاده کړنه د ټولو نړیوالو قانونو ښکاره ماتول ګڼلي او غزه یې د فلسطینیانو خاوره بللې ده. یاده اعلامیه کې وړاندې راغلي: ((اسلامي امارت باور لري چې دا ډول پلانونه نه یواځې د صهیونیستي رژیم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل هم ګرځي.)) اسلامي امارت د نړۍ له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې ددې ډول دسیسو پر وړاندې یو ډول، واحد او پر وخت دریځ خپل کړي ویب سایټ لېنک:
0
0
0