![OMID Radio - امید راډیو Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1845860217843838976/nonEOLxs_x96.jpg)
OMID Radio - امید راډیو
@omidradio1
Followers
27K
Following
8K
Statuses
3K
امید راډیو د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې کره، پر وخت خبرونه او معياري خپرونې اوریدونکو ته وړاندې کوي. امید - د حقیقت پر لور دریڅه ١٠٣.٧ اف ام
Afghanistan
Joined June 2022
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي نن په کابل کې د ناروې له شارژدافير پير البرټ الساس سره کتلي دي. ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ناروې د سياسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي. په دې ناسته کې ښاغلي متقي ويلي، چې د سيمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره اقتصادي ودې او پراختيايي چارو په برخه کې ښکېلتيا رامنځته کړي. ياد دې شي، په ترسره شوې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لاپراختیا ته هیله مندي ښودل شوې ده. ویب سایټ لېنک:
0
1
6
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د صهونیست رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو د هغو څرګندونو غندنه کړې، چې ویلې یې و فلسطينيان دې د سعودي په قلمرو کې فلسطين جوړ کړي. د ياد وزارت مرستيال وياند حافظ ضياءاحمد "تکل" د يوې خبرپاڼې په خپرولو سر ويلي، چې دا چاره ناشونې، له منل شويو حقيقتونو سره په ټکر کې ده او دغه راز يې د سعودي د حاکميت نقض بللی دی. د بهرنيو چارو وزارت د نتنياهو دغه ډول څرګندونې د نړۍ د منل شويو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطينيانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه ياده کړې. د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ټینګار کړی، چې فلسطين د فلسطينيانو خاوره ده او تر هغې چې اشغال دوام کوي او د فلسطيني ولس حقوق تر پښو لاندې کېږي، غزه او سيمه به نا ارامه وي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د غزې په وړاندې د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و. ویب سایټ لېنک:
0
14
25
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټريکه ټنه پنبه توليد شوې ده. د يادې ادارې د سروې له مخې، د تېر کال په پرتله د پنبې په توليد کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی، چې تر ټولو ډېره پنبه ۸۰ زره مټريکه ټنه په هلمند ولايت کې شوې ده. دغه راز په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټريکه ټنه، کندهار کې څه باندې ۱۱ زره مټريکه ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټريکه ټنه او په ننګرهار کې څه باندې ۵ زره مټريکه ټنه پنبه توليد شوې ده. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، پنبه د هېواد له مهمو صادارتي اقلامو څخه شمېرل کېږي، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانې له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي. ویبسایټ لېنک:
0
1
3
که څه هم د غزې نيولو په تړاو د ډونالډ ټرمپ څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې؛ خو يو ځل بيا يې د دې سيمې د نيولو خبره کړې ده. رويټرز راپور ورکړی، چې د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټينګار کړی، غزه به هرو مرو ونيسي. نوموړي دا هم ويلي، چې ځينې فلسطیني کډوال متحده ایالتونو ته د منلو دي؛ خو دا غوښتنې به په انفرادي توګه و ارزول شي. د حماس غورځنګ سیاسي دفتر غړي عزت الرشق د ټرمپ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: "غزه د پلور او پېر ملکیت نه دی؛ دا زموږ د اشغال شوي فلسطیني ځمکې نه بېلېدونکې برخه ده." دا په داسې مهال ده، چې د ټرمپ دغو څرګندونو ته تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو پراخ غبرګونونه ښودلي دي. ویبسایټ لېنک:
0
10
21
برېتانيې چارواکو په دې هېواد کې د څه باندې ۶۰۰ غيرقانوني کډوالو له نيول کيدو خبر ورکړی دی. د یاد حکومت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ۶۰۹ کسان د ياد هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ۸۰۰ چاپو په پايله کې نيول شوي دي. د معلوماتو له مخې، هر کال د فرانسې سلګونه زره غيرقانوني کډوال له شمال څخه د "انګلنډ چینل" په نامه د بحر له لارې ځانونه په وړو کښتیو کې برېتانيې ته رسوي. ویب سایټ لېنک:
0
18
31
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه خبري کنفرانس کې له غزې څخه د فلسطینیانو د وېستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي، چې هیڅوک له دې تړانګې فلسطینیان نه شي وېستلای. نوموړي زیاته کړې، هېڅوک دا ځواک نه لري، چې د غزې ولس د هغوی له ټاټوبي وباسي. ښاغلي اردوغان دغه راز ویلي، چې غزه، لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو پورې اړه لري. تر اردوغان وړاندې د یو شمیر عربي هیوادونو چارواکو هم له غزې څخه د فلسطیني کډوالو بې ځایه کیدل رد کړي وو. ویب سایټ لېنک:
0
45
186
د سالنګونو لويه لاره د سختې واورې د ورښت له امله تړل شوې. د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس ويلي، چې د سالنګونو لويه لار د سختې واورې او طوفان له امله په لنډمهالي توګه تړل شوې ده. نوموړي زياته کړې، چې د يادې لويې لارې د ساتنې او څارنې رياست ټيمونه چمتو دي، چې د هوا د ښه کيدو او د طوفان د کميدو سره سم؛ د واورې ځپلو سیمو پاکاري ترسره کړي او ياده لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانيزي. ویب سایټ لېنک:
0
4
11