د کندهار په لویه جامعه کې په زرګونو افغانانو د افغانستان د اسلامي امارت د زغیم امیرالمؤمین شیخ هبت الله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ اداء کړ، لمانځه نه بعد د اسلامي نظام او افغانستان په حق کې دعاګانې وشوې، الله ج دې قبولې او منظورې وګرځوي.
مونږ به دقوشتېپې کانال نباسو چې ازبکستان خفه کېږي،کمال خان بند به نه جوړو چې ایران خفه کېږي،هندوستان سره به اړیکې نه پالو چې پاکستان خفه کېږي، چین سره به ګاونډیتوب نه کووچې امریکاخفه کېږي..
خیر مونږ به همدې نزاکتونو کې د وچې ماران یو خاورې به خورو؟
راووځئ سیاست له خطرډکه لوبه ده.
نن مو مودې پس له قانع آکا سره خوږ بانډار وکړ، د ټوکو او مسخرو سربېره یې راته د حکومت د قوت او کمزوریو یادونه وکړه، آکا وایي که مو راټینګه کړه خو د تاریخ نامیان به یاست، د خلکو سترګې نظام ته دي چې دا په ګردونو کې پټ غمی «افغان ولس» لدې حالته راوباسي او عزت او وقار یې ور پرځای کړي.
د باز له ځالې باز !
پدې ځوان کې درهبرۍ خاص جوهر وینم،دده کرېزما،جرأت،متانت او استعداد به داسلامي نظام د پیاوړي کېدو،دقربانیو په ساتنه او دخلکو د ارمانونو په پوره کېدو کې خامخا ممد واقع کېږي، دده په هڅو او رهبرۍ به افغانستان د یوه مسلمان، مجهز اوپیاوړي ملي پوځ څښتن وي ان شاءالله.
ډیجیټل انفراسټرکچر!!
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت په همکارۍ افغان بیسم شرکت به په راتلونکې ۳ میاشتو کې د 4G سرویس 700 نوي سایټونه خلاص کړي چې ورسره به خلکو ته مخابراتي خدمات برابر او ددولت خزانې ته په ملیونونه اضافي عائد راشي.
آیا پوهېږئ چې دا دڅشي له برکته؟؟
#امنیت
د احمد مسعود غوښتنې هسې د وخت ضایع ده، تر هر څه ژر باید دا باغیان خلع سلاح او د خپل بغاوت په سزا ورسېږي، دوی سره د مذاکرې لپاره هېڅ نشته، جګړه ددوی انتخاب وه نه د اسلامي امارت، د خپل انتخاب پایله باید وویني او زمونږ د ځوانانو ټټر باید ددې سرطاني غدې په ویستو سوړ شي.
نظام باید دومره د خلکو زړونه راخپل کړي چې د ټولنې هر فرد ددې نظام ثوابي استخبارات شي، د نظام د ساتنې پاسبان شي او هر افغان نظام ته کوچنی تهدید مستقیماً خپل ځان ته تهدید وګڼي، یارانو!! داسې یو رفتار او کردار خپلول غواړي.
اوسنی حالت د ټولو له تحمل او زعم پورته دی، د خپلو خلکو لپاره له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکي یو او خپلو کړو ژمنو ته پابند یو، د انحصار پلویان نه یو او نه هم خپل مزاج په خلکو تحمیلول غواړو.
1/2: ستاسې د ښایسته پیغامونو او نېکو پېرزوینو مشکور یم، د بهرنیو چارو وزارت له رهبري څخه منندوی یم چې پر ما یې دا اعتماد وکړ، د معلوماتي ټیکنالوژئ د ریاست په برخه کې زما دنده کوم امتیاز نه بلکې یو مسؤلیت دی چې په پوره تعهد، صداقت او ایماندارۍ به یې اداء کوم…
دا شاید له څلورو لسیزو وروسته لومړی داسې اختر وي چې د افغانستان سیاسي مشران د اختر خوښۍ د کابل او مرکز په ځای پخپلو ولایاتو کې له خپلو خلکو سره نمانځي، خپل ولس له نیږدې ويني او د خوشحالیو ډکې شېبې یو بل سره تېروي.
پدې حال هزار بار شکر…..
@AnasHaqqani313