Dr_Qais_Bahlol Profile Banner
د. بهلول Profile
د. بهلول

@Dr_Qais_Bahlol

Followers
6K
Following
36K
Statuses
6K

سیاسي فعال | څېړونکی | زده‌کوونکی | خلافت غوښتونکی | وحدت پال | انسان | مسلمان | پلار |

Afghanistan
Joined March 2015
Don't wanna be here? Send us removal request.
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
20 hours
تدریجي تطبیق که تدریجي سقوط!؟ ایا شریعت د اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه ورکوي؟ شریعت د اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه چې اسلام باید له پیله بشپړ او هر اړخیز تطبیق شي او له نا اسلامي نظامونو سره ګډ نه شي. د اسلام تدریجي تطبیق دا معنی لري چې: لومړی پړاو: ۱۰ سلنه اسلام او ۹۰ سلنه کفر دوهم پړاو: ۲۰ سلنه اسلام او ۸۰ سلنه کفر درېیم پړاو: ۳۰ سلنه اسلام او ۷۰ سلنه کفر ... نهم پړاو: ۹۰ سلنه اسلام او ۱۰ سلنه کفر لسم پړاو: ۱۰۰ سلنه اسلام او صفر سلنه کفر دا پروسه په شریعت کې حرامه ده؛ ځکه چې په هر پړاو کې یې د اسلام تطبیق له نا اسلامي نظامونو سره ګډېږي او دا په هیڅ صورت جواز نه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي: ﴿وَأَنِ ٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ وَٱحۡذَرۡهُمۡ أَن يَفۡتِنُوكَ عَنۢ بَعۡضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيۡكَۖ﴾ [مائده:۴۹] ژباړه: «او د دوی تر منخ پر هغه څه پرېکړه کوه چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي او د دوی د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه او له دوی څخه حذر (وېره) ولره چې له ځينې هغه څه څخه دې په فتنه کې وانه چوي چې الله سبحانه و تعالی تا ته نازل کړي دي » سربېره پر دې؛ د اسلام د تدریجي تطبیق مفکوره یو ډول توهم دی؛ ټولو هغو ډلو چې د دې مفکورې ملاتړ کړی او په عمل کې یې د پلي کولو هڅه کړې؛ تل ناکام شوي؛ ځکه دا پروسه په عمل کې خورا سخته او خیالي ده. تدریجي سقوط څه ته وايي؟ دا پروسه په ډیری اسلامي خاورو کې ترسره شوې ده. دا داسې کېږي چې واک ته رسېدونکې اسلامي ډلې ادعا کوي چې د اسلام د بشپړ پلي کولو نیت لري؛ خو واک ته تر رسېدو وروسته دا کار نه کوي او په سیکولر نړیوال نظم کې ډوبېږي. د دوی پلمې دا وي چې «باید موجود واقعیتونه په پام کې ونیسو»، «باید بیړه ونه کړو»، «لومړی باید ځان ځواکمن کړو بیا اسلام تطبیق او حمل کړو»، «خلک باید ناراضه نه کړو» او ... . دا پلمې د دې سبب کېږي چې له اسلام څخه ورو ورو او په تدریج لري شي او اسلام هر اړخیز پلی نه شي کړای. په پایله کې د دولت په چوکاټ کې د غربي قوانینو تابع پاتې کېږي؛ اساسي قانون یې له سیکولریزم څخه اغېزمن وي، د تېر رژیم له پاتې شونو سره جوړجاړی کوي او په نظام کې یوازې څېرې بدلېږي؛ فاسد بنسټونه او نا اسلامي قوانین هماغسې پاتې کېږي. له بده مرغه دا ترخه تجربه په بېلابېلو اسلامي خاورو کې شوې ده؛ لکه: تونس: النهضه خوځښت تر انقلاب وروسته د اسلام د تطبیق شعار ورکاوه؛ خو بلاخره یې سیکولر اساسي قانون ومانه، له سیکولرانو سره يې ایتلاف وکړ او اسلام یې یوې خواته کړ. مصر: هلته اخوان المسلمین واک ته ورسېدل؛ خو د تېر نظام قوانین او ځینې څېرې یې وساتلې؛ بلاخره یې همدا د سقوط سبب شول. اوسمهال سوریه: واک ته د تحریر الشام تر رسېدو وروسته، د سوریې اوسني حکومت اسلام بشپړ پلی نه کړ او ظاهراً د تدریج خواته روان دي؛ او له غربي قدرتونو یې د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې. نو دغه حالت ته په کتو، د دوی د تدریجي سقوط بهیر روان دی. د سوریې حکومت په نویو څېرو بیا رغېږي؛ خو د انقلاب روح ځپل کېږي. له انقلاب او مجاهدینو سره د خیانت کولو خنجر به هره ورځ وهل کېږي؛ بلاخره د سوریې پخوانی رژیم په نوې بڼه بیا جوړېږي. حللاره څه ده؟ حللاره نه د اسلام تدریجي تطبیق دی او نه یې تدریجي سقوط. د دغو دواړو مسیرونو پای د نا اسلامي نظامونو سلطه او د اسلام ګوښې ته کول دي. یوازینۍ حللاره د اسلام بشپړ او له جوړجاړي پرته تطبیق دی. د اسلام احکام او ارزښتونه باید له نا اسلامي نظامونو سره له ترکیب او ګډېدو پرته تطبیق شي. د سیکولر قوانینو هر راز منل او له شته نظامونو سره جوړجاړی، واک ته د رسېدونکو اسلامي ډلو د بشپړ سقوط سبب کېږي. موږ باید له تېرو ترخو تجربو درس واخلو او د سیاسي جوړجاړیو او مصلحتونو په دام کې د لوېدو پر ځای د اسلام د ریښتیني تطبیق لپاره هڅې وکړو. اسلام باید بشپړ تطبیق او حمل شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [مائده:۴۵] ژباړه: «او څوک چې د الله پر نازل کړي شريعت حکم نه کوي، هغوی ظالمان دي.» د بریا، اقتدار او نهضت یوازینۍ لار د اسلام د بشپړ تطبیق پر مسیر تګ دی؛ داسې چې هیڅ شاتګ، جوړجاړی او مصلحت پکې ونه شي.
Tweet media one
2
4
46
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
1 day
@rahmanbadre72 ايمان بايد د اصحابو څخه زده شي.
0
0
6
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
1 day
دا په زړه پوری تحليل درسره ووایاست!
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
1 day
د واخان دهلیز تحلیل او د سیمې او نړۍ بازارونو ته د لاسرسي په اړه د اسلامي دولت بهرنی سیاست د طلوع نیوز د رپوټ پر اساس، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین ویلي چې د واخان دهلیز سروې بشپړه شوې او د ډیزاین چارې یې روانې دي. د «جغرافیوي زندان» ستونزې د کمولو یا حل لپاره د بدیلې لارې په توګه د اوسني حکومت له لوري د دغه دهلیز جوړولو خبره تل یاده شوې ده. دا اقدام له چین سره د اړیکو پراخېدو او له ایران او پاکستان سره د ناندریو زیاتېدو په جریان کې کېږي. اصلي پوښتنه خلافت څنګه د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه حل کولی او د سیمې او نړۍ مهمو بازارونو ته د دغې خاورې لاسرسی تامینولای شي؟ دغه راز، د چین پشان نا اسلامي نظامونو لرونکو هیوادونو سره به د دغه دولت اړیکې پر کوم بنسټ وي؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره اړتیا ده چې د واخان دهلیز واقعیت، د اوسنیو دولتونو د اړیکو ماهیت، د خلافت دولت بهرنی سیاست او د اسلام له نظره د صنعت او سوداګرۍ تګلارې وڅېړل شي. په دې څېړنه کې به همداراز له هغو سرچینو او د خلافت دولت دستور څخه استفاده وشي چې د حزب التحریر له لوري امت ته وړاندیز شوی. د افغانستان جغرافیوي او تاریخي تحلیل د یوه حائل هیوادو په توګه د افغانستان اوسنۍ جغرافیه او قلمرو د بریتانیايې او روسي استعمارونو میراث دی؛ دا جغرافیه یې داسې جوړه کړې چې د یوه خپلواک او متقدر دولت جوړول پکې خورا سخت او تقریباً ناشوني دي. یعنې موخه دا وه چې به دې خاوره کې د یوه باثباته او مقتدر دولت د جوړېدو مخه ونیول شي؛ دا موخه د بریتانیې امپراتورۍ او تزاري روسیې جوړه او پوره کړې ده. تر احمدشاه دراني وروسته د افغانستان تاریخ ښيي چې د جغرافیوي ستونزو، قومي ترکیب، د ګاونډیو او تقریباً متخصامو دولتونو شتون او نړیوالو جیوپولیټیکو موخو په سبب په دې خاوره کې د یوه پیاوړي او متقدر دولت جوړېدل ناشوني دي. د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو دورو (د دوست محمد خان له وخته تر اوسني حکومت پورې) کې د یوه باثباته، پیاوړي او ځواکمن دولت جوړولو لپاره د هڅو د ناکامېدو دلیل دا دی چې دا هڅې د استعماري میراث (حائل دولت) پر بنسټ وې. دا په داسې حال کې ده چې دغه میراث په افغانستان کې د یوه باثباته او پرمختللي دولت جوړولو په لار کې لاندې اساسي خنډونه جوړ کړي دي: 1. اوبو ته لاره نه لرل (جغرافیوي زندان) 2. د افغانستان په ګاونډ کې د متخاصمو حکومتونو شتون 3. د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د مختلفو قومونو ویش په افغانستان کې د یوه مقتدر اسلامي دولت جوړولو اساسي حللاره له استعماري میراث او د نړیوالو قدرتونو لخوا تپل شوې نقشې څخه خلاصون دی. دا چاره هغه وخت شونې ده چې د حکومت جوړونې بنسټ د «حایل دولت-ملت» د مفهوم پر ځای، اسلامي عقیده او شرعي احکام شي. هغه وخت چې ملي پولې ماتې او د افغانستان او سیمې ټول قومونه د یوه اسلامي جوړښت تر سیوري لاندې متحد شي. د خلافت دولت دستور لومړۍ ماده: « اسلامي عقيده د اسلامي دولت اساس دی، په داسې ډول چې د دولت په کيان (جوړښت)، جهازونو (تشکيل)، محاسبه او هر هغه څه کې چې دولت پورې تړاو لري؛ د هېڅ داسې څه شتون ته جواز نه شته چې اساس يې اسلامي عقيده نه وي. همدارنګه د دستور (اساسي قانون) او ټولو شرعي قوانینو اساس هم اسلامي عقيده ده، داسې چې په هغو (دستور او شرعي قوانينو) کې د هېڅ داسې څه شتون ته جواز نه شته چې سرچينه يې اسلامي عقيده نه وي.» نو د یوه مقتدر دولت جوړولو لپاره د اوسني حکومت هڅې تر احمدشاه ابدالي وروسته د افغانستان د نورو حکامو له هڅو سره هیڅ توپیر نه ��ري. ځکه چې پلان یې د استعماري میراث (حائل دولت-ملت) پر بنسټ وي او په غالب ګومان، د همغو تېرو هڅو له برخلیک سره به مخ کېږي. دا چې اوسنی حکومت په تېرو دوو کلونو کې د واخان دهلیز جوړول د پاکستان او ایران د لارو د بدیل په توګه ښيي، یوازې د ناروغۍ د نښو درملنه ده، ناروغي همغسې پاتې کېږي. پر پورتني مورد سربېره، د واخان دهلیز په اړه د لاندې واقعیتونو په پام کې نیولو سره، له دې لارې د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه نه شو حل کولی: د واخان بندر ننګونې د پاکستان او ایران حکومتونه د افغانستان د اوسني حکومت پر وړاندې د غرب سیاست تعقیبوي؛ دوی له هغو مواصلاتي لارو چې له خاورو یې تېرېږي، د اوسني حکومت پر وړاندې د حربې/وسیلې په توګه کار اخلي. ځکه خو دافغانستان حکام د بدیلو لارو په لټه کې دي. که فرض کړو چې د واخان دهلیز جوړ شو؛ د دې څه تضمین دی چې چین له دغه مواصلاتي دهلیز څخه د حربې/وسیلې په توګه کار وانخلي؛ هغه چین چې له شرعي لحاظه محارب کافر دی، شرقي ترکستان یې اشغال کړی او د هغې سیمې د مسلمانانو پر وړاندې بې شمېره وحشتونه کوي. د افغانستان پر وړاندې د چین سیاست استعماري او امنیتي دی. د واخان دهلیز په برخه کې هم دا سیاست پلی کوي. په افغانستان کې د نوي حکومت له حاکمېدو سره چین ته د طلا او مسو پشان سټراټيژيکو فلزاتو او دغه راز د نفتو قراردادونه ورکول د هغوی د دغه استثماري/استعماري لید ښکارندویي کوي. له بل لوري، په شرقي ترکستان (سنکیانګ ایالت) کې د ایغور مسلمانانو پر ځای د اصلي اتباعو (هن چینایانو) ځای پر ځای کول او د افغانستان له اوسنیو حکامو سره د ایغور مسلمانانو موضوع مطرح کول، د چین دولت سیاسي لید ښيي. د یوه کمربند یوې لارې «Belt and Road Initiative /One Belt One Road» په طرحه کې، چین له افغانستان څخه کومه مواصلاتي لاره په پام کې نه ده نیولی. بلکې دا هیواد د چین-پاکستان پر اقتصادي دهلیز (CPEC) او د مرکزي اسیا پر لارو تمرکز کوي. یعنې که واخان دهلیز جوړ هم شي، افغانستان به د چین په سټراټیژیکو طرحو کې کوم ځای نه لري. د واخان دهلیز جوړولو په صورت کې به چین په افغانستان کې لا ډیر اقتصادي، صنعتي او ټکنالوژيکي نفوذ لري چې دا له شرعي اړخه د منلو نه دی. لکه څنګه چې امریکا، بریتانیا، المان، فرانسه او روسیه پر کمزورو هیوادونو د اقتصادي تسلط په لټه کې دي، چین هم همدا سیاست مخته وړي. د یوه اسلامي صنعتي سیاست له لرلو پرته له چین سره د اقتصادي اړیکو پراخول د افغانستان د اقتصادي استثمار سبب کېدی شي. د حاکم دولت د بهرني سیاست نقد طالبان له چین سره په خپلو اړیکو او د واخان دهلیز جوړولو کې د یوه اقتصاد محوره سیاست په لټه کې دي. خو له شرعي اړخه، د ټولو مسلمانانو او اسلامي دولت دنده دا ده چې د بشر په ژوند کې اسلام حاکم کړي او د اقتصادي چارو تنظیم باید اصل نه، بلکې د دغې سترې دندې یوه برخه وي. د خلافت دولت دستور په ۱۸۷ ماده کې په دې اړه راځي: «د امت لپاره سیاسي قضیه هغه اسلام دی چې پياوړى دولت ولري؛ شرعي احکام په احسنه توګه پلي کړي او نړۍ ته د اسلامي دعوت په لېږد کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.» له شرعي لحاظه، فرض ده چې د اسلامي دولت بهرنی سیاست باید نړیوالو ته د اسلام د پیغام د حمل (دعوت او جهاد) پر اساسي کرښو ولاړ وي او د دغه بهرني سیاست د مخته وړلو لپاره له شک پرته سیاسي، فکري، صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي استطاعت ته اړتیا ده، تر څو د نا اسلامي دولتونو په زړونو کې ویره او ارهاب جوړ کړي او د اسلامي دولت له لښکر سره د مخ کېدو پر وخت یې د ماتې سبب شي. په دې اړه چې د دعوت حمل کول د اسلامي دولت اساسي وظیفه ده، د خلافت دولت په دستور کې راځي: ۱۱مه ماده: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) د د ولت اصلي او اساسي دنده ده.» دغه راز په ۱۸۸مه ماده کې راځي: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) هغه محور دى چې بهرنى سياست پرې راڅرخي او هغه اساس دی چې له ټولو دولتونو سره اړيکې پرې بناء کېږي.» پایله واخان دهلیز د یوې موقتي کړنلارې په توګه د افغانستان د جغرافیوي زندان اساسي ستونزه نه شي حل کولی. سره له دې، د چین له استعمارګر او محارب دولت سره تعامل په افغانستان کې د چین د استعماري نفوذ سبب کېږي. د اسلامي دولت بهرنی سیاست باید د اسلامي عقیدې او د دعوت د حمل پر بنسټ تنظیم شي او د خلافت دولت تر سیوري لاندې د یوه خپلواک صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي نظام د رامنځته کولو لپاره حرکت وکړي.
Tweet media one
1
2
54
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
2 days
که خائنو حاکمانو د دا ماشوم يو په سلنه پر الله تعالی ايمان دردلود، نو بيا به ټرمپ هيڅکله په دومره ګستاخانه ډول د اسلامي امت د لومړي قبلې په اړه د غزه‌والو د بې‌ځايه کولو څرګندونو جرأت نه درلود.
2
10
63
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
2 days
دا لينک درسره تعقيب کړئ تر څو د نړئ او د اسلامي امت د خبرونو او د هغوي د تحليل لپاره د باور وړ سرچيني ته لاس‌رسئ پيدا کړئ.
0
2
41
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
6 days
د سيکولرانو صفونه واحد دي. خو د اسلامپالو صفونه ځنګه؟! په دې وروستیو کي د افغان سيکولرانو نيوکي او تبليغات پر اسلامي امارت بيخي ډيري شوي او يوه کوچنئ خبره هم ډيره لويه وړاندي کوي. که د سيکولرانو پوسټونو ته وګورو، خو بيخي افغانستان مخ پر سقوط دئ. په داسي حال کي چي ډيرئ خبري دروغ دي. مګر عام ولس د خبرو د تفکيک توان نه لري او ممکن چي ډيري خبري ومني. د سيکولرانو صفونه ډير واحد او پر يو خاص همغږئ مخته ځي. دوي فقط د يو کوچني فرصت پسي ګرځي تر څو د امارت، اسلامي داعيه تر فشار لاندي راوړي. خو خبره دلته ده چي سيکولران په داسي حال کي چي پر باطل ولاړ دي، دومره په منظم او واحد ډول مخته روان دي، خو امارت نباید ځان په دا ميدان کي يوازي کړي او بايد مخلصي اسلامي ډلي ځان ته نږدې کري. ځکه مخلصي اسلامي ډلي د خلکو په مينځ کي ژور فعاليت لري او خلک ورباندي اعتماد کوي. اسلامي امارت بايد د مخلصو فکري-اسلامي احزابو سره يو ځاي د سيکولرانو مخته ودرېږي. خو که وغواړي په يوازي توګه دا کار وکړي، نو دا به بيا هيڅکله کفايت و نکړي او سيکولران خپل منفي تبلیغات لا به هم زيات کړي. دا مه هېروئ چي ټولي مخلصي اسلامي ډلي د يو بل سره ورونه دي چي په دې مينځ کي سيکولران ځاي نه لري. خو دا د افسوس ځاي دئ چي سيکولران واحد او اسلامپالي ډلي يو بل نه زغمي.
Tweet media one
14
15
87
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
7 days
پر اسلامي خاوره د سيکولريزم نوې بڼه!
@Saifullah1953
مولوي سیف الله منصور
7 days
پر اسلامي خاوره د سېکولرېزم نوې بڼه! وروسته له دې چې د سوریې د اوسني حاکم نظام بڼه روښانه شوه، په ځانګړي ډول د دې هېواد د نوي ولسمشر احمد الشرع څرګندونو ته په کتو، چې هغه د یو مدني دولت د جوړولو او د سیکولر ایډیالوژۍ د تطبیق اعلان وکړ، ښکاري چې نوموړي هغه زرینه موقع له لاسه ورکړه چې د دې هېواد خلکو یې د عزت او خپلواک دولت د بېرته ترلاسه کولو لپاره قرباني ورکړه او هیله يې لرله. د سوریې نوی واکمن، د اسد د رژیم له پاتې شونو سره یوځای، داسې سياست ته مخه کړه چې د غرب، په ځانګړي ډول امريکا له خوا طرحه شوی و او د امریکا د لاسپوڅي معلم مکار اردوغان له خوا ورزده کړل شو، څو د دغه خاورې د مسلمانانو د هغه هیلې مخه ونیسي، چې غواړي سوریه د اسلامي امت د وحدت پر محور بدله او د تېر نظام پر ځای یو سوچه اسلامي دولت (خلافت) رامنځ ته کړي. له همدې امله، احمد الشرع په مسلسل ډول هڅه کوي چې خپله ماضي رد کړي، او اوسنی حالت توجیه کړي، خپل فکري او سياسي بدلونونه لوی وښيي، خو دا یو داسې تضاد دی چې د یوه مبدئي جنګیالي لپاره ډېر نادر دی، چې لا یې د جګړې خاورې له لباسه نه دي پاکې کړې، خو د ښکاره سیکولر لباس اغوستو ته يې زړه ښه کړ او د جبريه رژيمونو له کاروان سره ملګری شو. سوریه، له خپل ټول تاریخ؛ تېر، حال او راتلونکي سره، د خپلې مهمې جغرافیې، سیاسي او تمدني ارزښتونو سره، د یوه تېر استبدادي دور او د یوه وېرونکي حال ترمنځ ګیر پاتې ده. د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د نوي نظام بڼه د سیکولرېزم یو عجیب ډول دی، چې مشخص نوم نشو ورته کارولی، ځکه دا د متکبرانه او خاينانه تمایلاتو، ناروا بشري ارزښتونو، پټو شهواني غوښتنو او فکري ړوندوالي ګډوله ده. سوریه، چې د اسد د واکمنۍ پر مهال د سیکولرانو کلا ګڼل کېده، لا هم د سیکولرېزم له دایرې نه ده وتلې، یوازې د چارواکو څېرې بدلې شوي دي. دا چې د سوریې مسلمانان د اسد د ظالم رژیم له تیارو څخه د امت د سترو قربانيو په بیه او د الله سبحانه وتعالی په ملاتړ سره راووتل، ټول اسلامي امت ته د سترې خوشالۍ او پراخو هيلو سبب شول. خو څه چې احمد الشرع او پلويان يې ترسره کوي د دغه مسلمان ولس له قربانيو او هيلو سره څرګند خيانت دی او د تېرو هغو تاريخي تېروتنو بيا تکرار دی چې مؤمن ته نه ښايي بیا يې تکرار کړي. د سوریې اوسنی حالت د پاتې نورو اسلامي خاورو په څېر دی، چې لا هم په يوه نوې بڼه د سیکولرېزم تطبیق ته دوام ورکوي، که څه هم چې د حالاتو بهیر بدل شوی او د سېکولر یا جمهوري نظام تر بنسټونو لاندې نړوونکې اوبه تېرې شوې دي، خو احمد الشرع لاهم د سېکولرېزم او جبريه دور پر لور مخه کړې او د یوه ظالم په تلو سره په نوي لباس کې بل سر راښکاره کړی دی. نو آیا دا د اسلامي امت قسمت دی چې خپل سپېڅلي انقلابونه په دا ډول نظامونو پای ته ورسوي او که لا هم له دغه انحطاط څخه راوتو ته ډېر فکري او سياسي کار په کار دی، څو په نوي لباس کې د استبداد د بيا ظهور پر ځای د اسلام د عدالت لمر طلوع وکړي.
Tweet media one
2
3
57
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
10 days
شیخ عصام په ۳ کاله بند محکوم شو! شیخ عصام عمیره، د حزب التحریر غړی او د مسجد الاقصی له خطیبانو څخه دی، د دې لپاره چې وروستیو کې یې د اسلامي هیوادونو پوځونه د غزې د مظلومانو د دفاع لپاره راوبلل، ۱۵ میاشتې مخکې (طوفان الاقصي عملیات څخه وروسته) د یهودي رژیم لخوا ونیول شو او اوس په ۳ کاله بند محکوم شو. درې کاله وړاندې، د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال، هغه له هغوی وغوښتل چې خلافت تأسیس کړي او د مظلومانو نصرت ته ور ودانګي. شیخ عصام د رباني عالمانو یو سمبول دی چې د حق په لاره کې له هیڅ ظالم څخه ویره نه لري، د امت علما باید له هغه څخه زده کړي او د خپلو ګټو لپاره سکوت او یا د حکامو مداحي ونکړي.
0
29
114
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
11 days
د خلافت په اړه د حماسي صاحب خبري! یو رباني عالم داسي پر حق وينا کوي.
2
21
102
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
13 days
حزب التحریر - ولایه اندونیزیا #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
@HizbutTahrirCMO
حزب التحریر - دفتر مطبوعاتی مرکزی
13 days
حزب‌التحریر – ولایه اندونیزیا، د زرګونو خلکو په ګډون پراخ لاریون ترسره کړ. د دغه لاریون عنوان و: «یوازې خلافت د اسراء او معراج خاوره ازادولی شي» حزب‌التحریر – ولایه اندونزیا، راهپیمایی گسترده‌ای با حضور هزاران نفر برگزار کرد. این راه‌پیمایی تحت عنوان «سرزمین اسراء و معراج تنها با خلافت آزاد می‌شود» بود. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
4
9
70
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
13 days
د اسلامي امت مخلصو مشرانو ته! موږ د خلافت د اقامې لپاره تاسي دعوت کو. دا زموږ دعوت نه بلکي د اسلام غوښتنه ده. که دا بلني ته لبیک ووايست، نو له يوې خوا به اسلامي امت د دا ستونزو څخه وژغورۍ، له بلي خوا به د پيامبر ص زيرئ په خپلو لاسو په حقيقت بدل کړئ. خو که د موجود فرصت څخه ژر تر ژره استفاده او خلافت تاسيس نشي، نو دا قدرت به هم لکه نور دولتونه چي غوښتل يې اسلام تطبيق کړي، خو خپله د نړئ په کفري نظم کي ذوب شول، دا قدرت به هم يا له مينځه ځي، يا به د نړئ پر نظم رنګ بايلي او يا به په خپل مينځي اختلافاتو اخته شي. تاسي څه فکر کوئ؟! آيا امکان لري چي بېله خلافته، اسلام په بشپړه توګه تطبيق شي؟! رعيت به ورځ تر بلي غربي افکارو ته متمايل کېږي. نو څنګه کيداي شي چي د اسلام څخه ساتنه وشي، په داسي حال کي چي د ټولي نړئ فکر د اسلام د فکر سره پر ضد دئ؟ آيا ممکن دئ چي بېله يوه نوي نظم چي اوسنئ نظم د ريښې څخه رد کړي، موږ اسلام خلکو ته جذابه کړو؟ نو د کفر جذبه د خلافت په مبارک لښکر باندي له مينځه يوسئ. که داسي وشي نو ټول امت به پر يوه واحد محور راټول شي. د الله تعالی نصرت د يو لنډ مهال لپاره دئ. د دا تاريخي فرصت څخه استفاده وکړئ تر څو نوم مو د تاريخ په زرينو کرښو وليکل شي. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
19
15
103
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
14 days
امام قرطبي «رح» د دغه آیت په تفسیر کې لیکلي: دا آیت د امام او #خلیفه ټاکلو لپاره یو اصل دی چې پر خلکو له هغه څخه اورېدل او اطاعت کول فرض دي، ترڅو د امت وحدت تأمین شي او د خلیفه حکمونه نافذ شي. د دې په وجوب کې د امت او ائمه کرامو ترمنځ هېڅ اختلاف نشته. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
@ShafiOriakhil
Shafi Azam
16 days
سوره بقره کې خدای ج ادم ع ته د خپل ځای ناستي خطاب کوي. د ادم ع وارثان م��لمانان باله شي. ځای ناستی باید تر ټولو قوي وي. مسلمان ملت باید ورځ تر بلې اقتصادي، سیاسي او نظامي ډګر کې قوت خوا ولاړ شي. قوت علم دی. که بار بار شاته ځي؛ نو مانا دا چې د ځای ناستۍ لایق ندی او لار یې خطا ده.
Tweet media one
0
0
47
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
14 days
د لويو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت! #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
14 days
د لویو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت! یوسف ارسلان اوسنی نړیوال نظم داسې نښې ښيي چې د لویو او حتمي جګړو پر لور د اسلامي امت حرکت ته اشاره کوي. په دغو پېښو کې، لکه څنګه چې په نبوي احادیثو کې وړاندوینه شوې ده، له یهودو سره جګړه، د لویدیځ روم فتح، او د هند غزا شاملېږي. په پایله کې یې دې ته زمینه برابرېږي چې د امین پیغمبر ﷺ د حدیث پر اساس به د اسلام قلمرو او حاکمیت د ځمکې ختیځو او لویدیځو برخو ته ورسېږي. دلته پر څو مهمو پوښتنو خبرې کوو: ایا د دې جګړو رامنځته کېدل په نږدې راتلونکي کې ممکن دي؟ ایا ملي دولتونه دا وړتیا لرې چې یادې وعدې د دوی په لاسونو پوره شي؟ کوم شواهد څرګندوي چې دا مقابله به یوازې د افرادو یا ډلو په کچه نه وي، بلکې د لویو نړیوالو قدرتونو ترمنځ جګړې به وي؛ او یوازې خلافت دولت کولی شي په دې مقابله کې د مسلمانانو حقیقي استازیتوب وکړي؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې فرمایلي دي: «لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا الْيَهُودَ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ وَرَاءَهُ الْيَهُودِيُّ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ». ژباړه: «قیامت به تر هغه نه رامنځته کېږي چې څو تاسو له یهودو سره جګړه ونه کړئ، تر هغه چې ډبره ووایي: اې مسلمانه! دا دی زما تر شا یهودی دی، هغه ووژنه.» (صحیح مسلم) همدارنګه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د راتلونکو فتحو په ترتیب کې فرمایلي دي: «أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا: قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَمْ رُومِيَةُ؟" فَقَالَ: "مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا». ژباړه: «له پیغمبر څخه وپوښتل شول: کوم ښار به لومړی فتح شي، قسطنطنیه که روم؟ ویې فرمایل: د هرقل ښار (قسطنطنیه) به لومړی فتح شي.» (الطبراني) قسطنطنیه، چې د بیزانس یا ختیځ روم د مرکز په توګه مشهور و، فتح شو، خو د لویدیځ روم فتح لا پاتې ده. لکه څنګه چې په یوه بل حدیث کې، چې ابو داوود روایت کړی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تاسو به له روم سره د امن روغه کوئ، بیا به له هغوی سره د هغوی تر شا دښمن پر وړاندې جنګېږئ. تاسو بریالي کېږئ، غنیمت به ترلاسه کړئ او جوړ به راستانه شئ...». نن ورځ روم د ایټالیا پلازمېنه ده، خو دا حدیث د ټول غربي نظم او اړوندو قدرتونو ته اشاره کوي. د نن ورځې غربي تمدن (اروپا او امریکا) د لرغوني روم تاریخي او کلتوري تسلسل دی. د رنسانس له پیل سره د یونان او روم حقوقي، سیاسي او فکري مفاهیم بیا راژوندي شول، چې نن ورځ د معاصرو غربي ارزښتونو په رګونو کې جریان لري. روم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه او ان له هغې مخکې هم د مسیحي تمدن سمبول ګڼل کېده، او اوسنی غرب سره له دې چې د سیکولر عقیدې پر اساس جوړ شوی، لا هم له مسیحیت څخه اغېزمن دی. غرب، لکه روم، یو نړیوال ځواک دی چې پراخ کلتوري، سیاسي، او اقتصادي نفوذ لري او په نړیوال نظم کې یې له رول څخه انکار نه شي کېدی. د هند د فتحې په اړه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ورکړی دی: «عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ: عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ، وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى بْنِ مَرْيَمَ». ژباړه: «زما د امت دوې ډلې به له اور څخه خوندي وي: هغه ډله چې د هند پر لور به لښکرې خوځوي او بله هغه چې له عیسی بن مریم سره به وي.» (نسائی) که څه هم پخوا د مسلمانانو لښکرې د هند نیمې وچې ځینو برخو ته رسېدلې وې، خو د هند بشپړه فتح لا پاتې ده. تاریخي فتحې یوازې د هند تر محدودو سیمو، لکه سند او پنجاب، پورې غزیدلې وې او ټول هند یې په خپل واک کې نه و راوستی. سربېره پر دې، د هند لویه برخه (چې نن ورځ په څو هېوادونو وېشل شوې ده) لا هم د نا اسلامي او ظالم حکومت تر واک لاندې ده، دا څرګندوي چې د وروستۍ او بشپړې فتحې وعده لا نه ده پوره شوې. نن ورځ مسلمانان په داسې حال کې د دغو جګړو پر لور روان دي چې له تفرقې، مظلومیت او ذلت سره مخ دي. اسلامي امت په کوچنیو ملي دولتونو وېشل شوی، او لاسپوځي حکام یې تر هر څه ډیر د غربي قدرتونو د رضایت ترلاسه کولو په لټه کې دي. د یهودي رژیم تر بریدونو لاندې غزه او لبنان، د چین لخوا د اویغور پر مسلمانانو ظلم، او د هند پر مسلمانانو باندې د مودي د حکومت جنایتونه؛ د اشغال، ټول‌وژنې او د اسلامي امت د کمزورتیا څرګندونه کوي. اسلامي امت په مختلفو لارو ځپل کېږي؛ کله په اشغال، کله په تحقیر او سپکاوي، او کله په بندیزونو او فشارونو. دلته وایو چې اسلامي امت، پر دغه مظلومیت سربېره، څنګه د الهي وعدو او لویو جګړو پر لور حرکت کوي او په پای کې به بریالی شي. د نږدې راتلونکو نښتو نښې له لویو نړیوالو قدرتونو سره د اسلامي امت نږدې راتلونکې مقابله څرګندې نښې او تاریخي مخینه لري. له دغو نښو یوه د نړۍ په کچه د مسلمانانو شدیده مظلومیت دی. له غزې او لبنان څخه، چې د یهودي رژیم تر پرله‌پسې بریدونو لاندې دي، په چین کې د اویغور مسلمانانو او په هند کې د کشمیر مسلمانانو پر وړاندې ظلمونو پورې، دا پراخ مظلومیت د مسلمانانو له حقونو او کرامت د سرغړونې څرګندونه کوي. په هر حال، د الله تعالی سنت داسې دی چې د هغه نصرت له ستونزو او مشقتونو څخه راپورته کېږي. له بلې خوا، مسلمانان په تدریجي ډول د نهضت او ویښتابه پر لور روان دي او خپله اساسي حل‌لاره پیژني، چې د اسلامي خلافت تاسیس دی؛ هغه نظام چې امت له تفرقې ژغورلی او بیا د وحدت او عزت خاوند کولی شي. د مسلمانانو پر وړاندې د لویو قدرتونو دښمني په څرګند او پلان شوي ډول روانه ده. یهودي رژیم، د غرب په ملاتړ، په فلسطین، لبنان، او سوریه کې مسلمانان په نښه کوي او پراخ جنایتونه یې ترسره کړي دي. هند هم په خپلو ځپونکو سیاستونو، په کشمیر کې له ټول‌وژنې نیولې د مسلمانانو پر وړاندې پراخ تبعیض پورې، پر همدغه مسیر روان دی. امریکا د دغو دواړو قدرتونو د اصلي ملاتړ کونکي په توګه، د مسلمانانو پر وړاندې د فشار په زیاتولو کې مهم رول لري او د اسرایلو د جنایتونو او د هند د ظلمونو ملاتړ کوي. د دغو دولتونو اقتصادي او نظامي ځواکمنتیا ښيي چې اسلامي امت به یې پر وړاندې د ډلو او چریکي جګړو له لارې نه، بلکې د یو ځواکمن دولت له ادرسه مقابله وکړي، او دا ځواکمن دولت به خلافت وي. په هند کې د نظامي ټکنالوژۍ پرمختګ، په منځني ختیځ کې د یهودي رژیم پراخ نفوذ، او په نړیوالو چارو کې د غرب اغېز څرګندوي چې دوی د یوې لویې مقابلې لپاره تیاری نیسي. د هند د واکمنانو او خلکو، د یهودي رژیم، او غرب - چې د اسرایلو لخوا د فلسطینیانو پر وړاندې د جنایتونو ملاتړ کوي- ترمنځ نږدې اړیکې، د دې لویې نښتې لپاره د لارې هوارولو یوه برخه ګڼل کېږي. خو پر دغو قدرتونو سربېره، اسلامي امت د الهي وعدې او هغو نصرتونو په مرسته چې په احادیثو کې یې وړاندوینه شوې ده، د نهضت او د خلافت د تاسیس لپاره د حرکت په لور روان دی، څو په متحد ډول د دغو دښمنانو پر وړاندې ودریږي او دا ستره وعده پوره کړي. کله چې د جګړې خبره کېږي، زموږ ذهن په طبیعي ډول منفي لور ته ځي. خو هغه لویې جګړې چې د خلافت پوځ به یې وکړي، په حقیقت کې د اسلام د عدالت یو مظهر دی، چې د ظالمو، جابرو او فاسدو نړیوالو بنسټونو سره به مقابله وکړي. د دغو بنسټونو تر ماتېدو وروسته به د اسلام حاکمیت ته د پراختیا زمینه برابره شي، او بشریت به خپل فطرت ته بېرته را وګرځي. دا جګړې یوازې د مسلمانانو د ژغورنې لپاره نه دي، بلکې د ټول بشریت، طبیعت، او ټولو ژوندیو موجوداتو د ژغورنې لپاره دي، چې د پانګوال نظام د ظلم او فساد له امله کړېږي. قرآن کریم دا ظالم، کافر او فاسد ځواکونه د «فتنې» په نامه یاد کړي دي او د بقرې سورت په ۱۹۳ام آیت کې امر شوی چې د دغو فتنو پر وړاندې تر هغه جګړه وشي، څو چې ختمې نه وي: "وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ژباړه: «او له هغوی سره تر هغه وجنګېږئ چې نور فتنه (کفر او کفري نظامونه) پاتې نه شي او دین (نظام او حاکمیت) یوازې د الله لپاره شي.» خلافت او لویې جګړې تاریخي دلایل او نصوص څرګندوي چې راتلونکې لویې جګړې، چې د پېښېدو وعده يې په نبوي احادیثو کې شوې ده، یوازې د اسلامي خلافت له لارې ممکنې دي. د لویو فتحو په اړه ټولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نورې وعدې د خلافت او جهاد له لارې پوره شوې دي. په دغو فتحو کې، د راشده خلفاوو په لاس د عرب جزیرې فتح، د عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د فارس سترې امپراتورۍ ماتې، او د عثماني خلافت په لاس د قسطنطنیېفتح شامل دي. د نبوي احادیثو سیاق هم په دغو جګړو کې د جهاد او خلافت پر رول ټینګار کوي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې او روم فتحو د ترتیب په اړه وفرمایل: «مدینة هرقل (قسطنطنیه) به لومړی فتح شي». دا وعده په ۱۴۵۳ میلادي کال کې د محمد فاتح په لاس، چې د عثماني خلافت خلیفه و، د جهاد له لارې پوره شوه. له دې څخه څرګنده ده چې د لویدیځ روم فتح لا پاتې ده، چې یوازې د خلافت په وسیله ممکنه ده، ځکه چې د خلافت بهرني سیاست، د ملي او سیکولر دولتونو پرخلاف، د دعوت او جهاد پر بنسټ ولاړ دی. سربېره پر دې، د هند، یهودي رژیم، او غربي نړیوال نظم په څېر د ودې په حال کې قدرتونه په ډاګه کوي چې یوازې یو ځواکمن او واحد دولت، چې تر شا یې اسلامي ایډیالوژي وي، کولی شي د دغو زبرځواکونو پر وړاندې ودرېږي او دا لویه او حتمي جګړه رهبري کړي. اسلامي خلافت، چې الهي سیاست، د جهاد ځواک، او د امت ملاتړ لري، دا وړتیا او توان لري چې د دغو قدرتونو پر وړاندې مقابله وکړي او نبوي وعدې پوره کړي. نو، یوازې خلافت دا جګړې د اسلامي امت په بریا او د الله تعالی د دښمنانو په ماتې سره پای ته رسولی شي. په پایله کې، د ملي دولتونو له دجال (نړیوال نظم) سره تعامل، او د ملي ګټو پر بنسټ ریالیسټیکو سیاستونو له لارې، د الهي وعدو تحقق ته نه شو رسېدی. دا احادیث په څرګنده ښيي چې د اسلامي امت اصلي دښمنان هغه قدرتونه دي چې د الله تعالی د دین د اظهار مخه نیسي او بشریت د هلاکت پر لور بیايي. د دغو دښمنانو پر وړاندې حللاره نه تعامل دی او نه نرمښت؛ یوازینۍ لاره قتال دی. دا قتال باید د اسلامي خلافت پوځ وکړي، ځکه یوازې خلافت دی چې بهرنی سیاست یې د دعوت او جهاد پر بنسټ ولاړ دی. نو، د الله تعالی د وعدو د تحقق لپاره، باید د راشده خلافت د تاسیس ل��اره بیړه وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګڼو وعدو تر څنګ د راشده خلافت د بیا راتګ وعده هم راکړې ده. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: …" ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ." (مسند أحمد) ژباړه: ...بیا به جبریه حکومت وي او تر هغې پورې به دوام وکړي چې الله وغواړي، بیا چې وغواړي هغه به لرې کړي. بیا به یو ځل بیا د نبوت پر منهج (راشده) خلافت تاسیس شي. لکه څنګه چې د اسلام په تاریخ کې، خلفاوو په حرص او ډیره لیوالتیا د الهي وعدو او نبوي بشارتونو د پوره کولو لپاره هڅې کړې دي؛ نن ورځ هم له مسلمانانو (په ځانګړي ډول د قدرت له څښتنانو) څخه د ورته هڅې غوښتنه کېږي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیې د فاتح په اړه فرمايي: قسطنطنیه به هرو مرو فتح کېږي، هغه امیر به تر ټولو غوره امیر او هغه لښکر به تر ټولو غوره لښکر وي. (مسند احمد). په دغه حدیث کې واضح ویل شوي چې ورکړل شوې وعده به پوره شي، خو څوک چې دا وعده پوره کوي، هغه تر ټولو غوره امیر او تر ټولو غوره لښکر دی. نو ځکه، قسطنطنیه له وعدې سره سم عثماني خلافت فتح کړه. د دغه امت د لویو او برخلیک ټاکونکو جګړو وعدې، د راشده خلافت بیا تاسیس، او د اسلامي نړیوال حاکمیت پراختیا به په ټاکلي وخت کې هرو مرو ترسره شي. خو دلته مهمه پوښتنه دا ده: څوک به دا حرص ولري چې د غوره امیر او غوره لښکر برخه وګرځي او د دغو وعدو د تحقق لپاره به وسیله شي؟ نو څرګنده ده چې څوک دا لیوالتیا او حرص نه لري او ځانونه یې د ملي دولتونو او ریالیسټیکو سیاستونو په زندان کې محدود کړي دي، له محرومینو او زیانمنو څخه به وي. ایا دا ممکنه ده چې دغه الهي وعدې د ملي دولتونو، منفعت‌محوره او اقتصاد محوره سیاستونو، او له دجال (دجالي نړیوال نظم) سره د تعامل په چوکاټ کې پوره شي؟ یو وار بیا ټینګار کوم، دا وعدې به بلاخره پوره شي، خو مهمه خبره دا ده چې په دې لار کې زموږ رول څه دی او د وعدو د تحقق په ورځ به موږ په کوم صف کې وو؛ د بریالیو او د الهي وعدو په پوره کولو کې د برخه اخیستونکو په صف کې، او که د محرومینو او پاتې شویو په صف کې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِيَ الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا، وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا». (صحیح مسلم) ژباړه: الله تعالی ځمکه زما لپاره لنډه کړه او ما د هغې مشرقونه او مغربونه ولیدل. او په یقین سره زما د امت قلمرو به هغو برخو ته ورسېږي چې ماته ووښودل شول. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
7
8
57
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
15 days
@AMonseaf نه وروره هغه په دا ويډيو کي هغه خبره کړې چي امام ابو حنیفه يې ام الفرایض بولي.
0
0
1
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
15 days
د هند د نيمي وچي مسلمانانو هڅي د خلافت د ژغورلو لپاره دويمه برخه: نظامي خوځښتونه د بلوڅو د لسم کنډک غړو په ممبی کې پر هغو بریتانوي سرتېرو ډزې وکړې چې د عثماني خلافت پر ضد جګړې ته تلل. په فرانسه کې مسلمانو سرتېرو د بریتانوي ځواکونو پر وړاندې پاڅون وکړ او د خلافت د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند قرباني کړ. د «وریښمین دسمالونو خوځښت» په ترڅ کې د عثماني خلافت د ملاتړ لپاره د نظامي ځواکونو جوړولو هڅې وشوې، چې دا یوه ځانګړې خوځښت وه. وریښمین خوځښت د هند او افغانستان ترمنځ په هغو قبایلي سیمو کې پیل شو چې د عثماني خلافت د ملاتړ لپاره فعالیتونه ترسره کېدل د پنجاب ځینو مسلمانانو د افغاني ډلو سره یو ځای له افغانستان څخه ترکیې ته حرکت وکړ ترڅو د خلافت ملاتړ وکړي او د بریتانوي ځواکونو پر وړاندې مبارزه وکړي. په ۱۹۱۹م کال کې افغان مسلمانانو پر بریتانوي ځواکونو برید وکړ او د جهاد فتواوې خپرې کړې، چې د عثماني خلافت د ملاتړ لپاره یوه مهمه هڅه وه. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
8
10
71
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
16 days
@AMonseaf ذاکر نایک د دې موضوع په اړه څه ويلي چي ته يې مخالف يې؟
1
0
0
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
16 days
@AMonseaf آیا دا خبره يې غلطه ده؟
2
0
0
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
16 days
د هند د نيمي وچي مسلمانانو هڅي د خلافت د ژغورلو لپاره لومړئ برخه: سياسي او فرهنګي هڅي کله چې اسلامي دولت د له منځه تللو په حال کې و، د هند نیمې وچې د مسلمانانو سياسي او فرهنګي غبرګونونه داسي وه: ۱. د طرابلس د برید غندني (۱۹۱۱م) په ۱۹۱۱م کال د سپټمبر په میاشت کې کله چې ایټالیا په طرابلس کې پر عثماني خلافت برید وکړ او طرابلس او بنغازي یې ونیول، د هند نیمې وچې مسلمانانو د خلیفه د ملاتړ لپاره پراخې غونډې وکړې او مرستې یې راټولې کړې. ۲. د بالکان جګړې پر ضد غبرګون (۱۹۱۲-۱۹۱۳م) په ۱۹۱۲م کال کې د عثماني خلافت د بالکان سیمو پر وړاندې جګړه وشوه. د هند نیمې وچې مسلمانانو پراخ لاریونونه وکړل. په ۱۹۱۲م کال د نومبر په میاشت کې علامه اقبال د خلافت لپاره د ملاتړ په موخه په لاهور کې د «جواب شکوه» مشهوره قصیده ولوسته. ۳. د شریف حسین پر ضد اقدامات (۱۹۱۶م) په ۱۹۱۶م کال کې کله چې شریف حسین د عثماني خلافت پر وړاندې د بریتانیا په مرسته بغاوت وکړ، د هند نیمې وچې مسلمانانو د هغه کړنې وغندلې. د جون په ۲۶مه، په لکهنو کې پرېکړه‌لیک صادر شو چې د شریف حسین کړنې یې د اسلامي وحدت پر ضد وګڼلې. ۴. د خلافت کنفرانس (۱۹۱۹م) په ۱۹۱۹م کال د فبرورۍ په میاشت کې یوه فتوا صادره شوه چې د خلیفه ټاکل یې واجب وبلل. د سپټمبر په ۲۱مه، په لکهنو کې کنفرانس ترسره شو چې د ترکیې د وېش او د اسلامي خاورو د کوچنیو دولتونو د رامنځته کولو مخالفت پکې وشو. ۵. د خلافت ورځ (۱۹۱۹م) په ۱۹۱۹م کال د اکتوبر په ۱۷مه، د هند مسلمانانو «خلافت ورځ» اعلان کړه چې د خلیفه لپاره عامه ملاتړ څرګند کړي. په دې ورځ، دعاوې او غونډې ترسره شوې. ۶. د خلافت کمېټه (۱۹۱۹م) د ۱۹۱۹م کال د اکتوبر په میاشت کې د خلافت کمېټه جوړه شوه. دې کمېټې د خلافت د ملاتړ لپاره کنفرانسونه جوړ کړل، مالي مرستې راټولې شوې، د «خلافت روپۍ» چاپ شوه، او د «خلافت» مجله خپره شوه. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
13
9
76
@Dr_Qais_Bahlol
د. بهلول
17 days
خلافت تأسيس کړئ! دغه هشټګ دریمې ورځې لپاره هم د افغانستان ګرمه موضوع ده او د ټرنډ په صدر کې ځای لري. #خلافت_تأسيس_کړئ #خلافت_را_برپا_کنید #أقيموا_الخلافة
Tweet media one
10
8
70