AhmadUl20069244 Profile Banner
Ahmad Ullah Habibi Profile
Ahmad Ullah Habibi

@AhmadUl20069244

Followers
2K
Following
8K
Statuses
3K

اسلام يو نړيوال دين دى.

Afghanistan
Joined July 2022
Don't wanna be here? Send us removal request.
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
3 hours
تړلې پښې او لاسونه!
@Shahabudin_1924
مفتي شهاب الدين نظامي
3 hours
تړلې پښې او لاسونه! ته وا دا ملک به پرمختګ وکړي او له نړۍ سره به سیال شي؟ کله له ځان پوښتم چې ایا معاصر افغانستان په وروستیو ۲۰۰ کلونو کې هېڅ داسې رهبر پیدا نه کړ چې د دې خاورې جوړولو ته ژمن وي؟ دا به ډېره نا انصافي وي چې په نه سره ځواب ورکړې. خو اصلا خبره دا ده چې تزار روس او بریتانیوي هند زموږ او تاسو افغانستان په داسې جغرافیه کې بندي کړی چې ابادي او پرمختګ یې تقریبا ناشونی کړی. د افغانستان غرنی واقعیت، د هندوکش د سلسلې لخوا د دې جغرافیا په دوو برخو وېشل او اوبو ته نه لاسرسي د افغانستان خپلواک پرمختګ ناشونی کړی. د چاره دوه حل لارې لري: لومړۍ حل لاره داده چې افغانستان به د یو بل قدرت تر وزر او شفقت لاندې راپورته کیږي. په دې حالت کې به پر خپلې خپلواکۍ سترګې پټوې او بهرنی سیاست به هغه پورې تړې. ستا کانونه، سرچینې او منابع به د هغه لاس کې وي او لومړۍ ګټه به ترې هغه اخلي او پر تا به د خپل صنعت تولید شوې وسیلې او تجهیزات پلوري. دویمه حل لاره له شته جغرافیا بغاوت دی چې د خلافت په چوکاټ کې ترسره کیږي. له دې لارې د افغانستان لاسونه له غرني واقعیت خلاصیږي او تر بحر رسیږي. امت او د امت ظرفیتونه یې پر محور راټولیږي او مستقلانه پرمختګ کوي.
Tweet media one
0
0
9
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
7 hours
د ډيموکراسۍ توليد
Tweet media one
0
0
7
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
7 hours
بسم الله الرحمن الرحیم سیاسي تحلیل: په لبنان کې نوي سیاسي بدلونونه
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
8 hours
بسم الله الرحمن الرحیم سیاسي تحلیل: په لبنان کې نوي سیاسي بدلونونه پوښتنه: العربي الجدید وېب‌پاڼې د ۲۰۲۵ کال د جنوريپه ۲۱مه یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي؛ نواف سلام د سه‌شنبې په ماښام په بعبدا ماڼۍ کې له ولسمشر جوزف عون ترلیدنې وروسته، په داسې حال کې ووت چې یوه توره دوسیه یې په لاس کې وه، دا ښکاره نه شوه چې آیا هغه د کابینې د غړو نوملړ وړاندې کړی که نه. د یادولو وړ ده چې د څه باندې دوو کلونو سیاسي اختلافاتو له امله د لبنان د ولسمشرۍ څوکۍ تشه پاتې وه، خو د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۹مه د دغه هېواد پارلمان، جوزف عون د ولسمشر په توګه وټاکه. تر دغې ټاکنې یوازې څلور ورځې وروسته، د جنوري په ۱۳مه، جوزف عون، نواف سلام ته دنده وسپارله چې د لبنان نوی حکومت جوړ کړي. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۵/۱/۲۰). پوښتنه دا ده چې په لبنان کې څه پېښ شول چې د ولسمشرۍ تر دوه کلنې خلا وروسته سمدستي هوکړه وشوه چې د پوځ قوماندان جوزف عون ولسمشر وټاکل شي او یوازې څو ورځې وروسته نواف سلام د لومړي وزیر په توګه اعلان شي؟ دا بدلونونه ولې دومره چټک پېښ شول؟ آیا دا چټکتیا ښيي چې له وړاندې د لبنان د داخلي او بهرني سیاسي جوړښت د بدلون لپاره یو پلان جوړ شوی و او لا هم دوام لري؟ که دا یوازې د نورو سیمه‌ییزو بدلونونو په څېر یو عادي بدلون دی؟ ځواب: د پورته پوښتنو د روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو: لومړی: د سیمې او نړۍ ستر سیاسي بدلونونه د لبنان د دغو چټکو تحولاتو اساسي لامل دی چې په پایله کې یېجوزف عون د لبنان ولسمشر وټاکل شو، او نواف سلام ته د نوي حکومت جوړولو دنده وسپارل شوه. د لا زیات وضاحت لپاره، لاندې ټکي څېړو: ۱. د یهودي رژیم له لوري د ایران د حزب د مشرانو تر ترور وروسته او د اوربند له کېدو مخکې، د ولسمشر د ټاکلو او د سیاسي تشې د ډکولوغوښتنې راپورته شوې. د دغوغوښتنو په سر کې د ایران د حزب سیاسي مخالفین وو، لکه د سمیر جعجع ډله، چې په ښکاره یې د غزې د جګړې د ملاتړ مخالفت اعلان کړی و. دا اقدامات د جګړې له شرایطو د ګټې اخیستنې یوه بڼه وه، چې د اروپایياستازو – چې د امریکایي استازي "هوکستین" د سفرونو پر مهال په لبنان کې حاضر وو- په همغږۍ ترسره شول. دا سفرونه عمدتاً د جګړې پردرولو او د اوربند پر کېدو متمرکزوو؛ خو د ایران حزب د لبنان د اپوزیسیون دا غوښتنې د نه منلو وړ او یو فرصت‌طلبانه اقدام باله. ۲. د تېرو دوو کلونو په جریان کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره تر ۱۲ ناکامو غونډو وروسته، د لبنان بېلابېلو سیاسي قوتونو ناڅاپه د پوځ پر قوماندان، جوزف عون، توافق وکړ چې د ولسمشرۍ تشه ډکه کړي. ایران‌پلوه حزب مخکې اعلان کړی و چې د دوی ملاتړ له سلیمان فرنجیه سره دی (سرچینه: العالم چینل، ۲۰۲۵/۱/۷). فرنجیه د ایران په محور او د بشار اسد په نسکور شوي رژیم پورې تړلی شخصیت بلل کېږي. وروسته، سلیمان فرنجیه توافق ته د رسېدو په موخه له خپلې نوماندۍ پر شا شو. ۴. د ایران د محور پلویان، یعنې د ایران حزب او د أمل خوځښت، په لومړۍ غونډه کې جوزف عون ته رایه ورنه کړه، چې له امله یې ټاکنې بریالۍ نه شوې، ځکه چې نوموړي د اړتیا وړ دوه ‌پر درې (۸۶ رایې) حد نصاب ترلاسه نه کړ. خو په دویمه غونډه کې، له دې پارلماني ډلو سره تر ناستې وروسته، هغوی رایه ورکړه، او جوزف عون ۹۹ رایې ترلاسه کړې. دا رایه ‌ورکونه په داسې بڼه تنظیم شوې وه چې وښيیکه د ایران حزب او د أمل خوځښتملاتړ نه وای، نو جوزف عون به ولسمشرۍ ته نه و رسېدلی. که څه هم دا چاره د ایران ‌پلوه ځواکونو دوامداره نفوذ او د رایې ورکولو پر بهیر د دوی اغېز ښيي، خو دا چې دوی د سیاسي تعطل او خنډونو سیاست پرېښود - سره له دې چې وړتیا یې لرله - د دوی د شاتګ نښه ګڼل کېږي. ۴. د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه، نواف سلام د لبنان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د هغه معرفي په داسې ډول ترسره شوه چې د یوه سیاسي توافق لپاره د نوماند په توګه تبلیغ ورته وشو؛ داسې نه لکه د ایران د حزب او د هغوی د متحدینو نوماند، نجيب ميقاتي، یا لکه فؤاد مخزومي چې د سمیر جعجع ډلې، یعنې د ایران د حزب د مخالفینو نوماند و. په دې توګه، نواف سلام ته دنده وسپارل شوه چې د لبنان نوی حکومت جوړ کړي. ۵. نواف سلام پخوا د ایران حزب او د هغوی د متحدو قوتونو لخوا رد شوی و. د ایران حزب په ۲۰۱۹ کال کې، د سعد حریري له استعفا وروسته، د هغه نوماندي رد کړه او هغه یې "د امریکا نوماند" وباله، او په هغه وخت کې یې حسان دیاب د لومړي وزیر په توګه معرفي کړ. همداراز، د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۴مه د بیروت بندر تر چاودنې وروسته، د ایران حزب یو ځل بیا د نواف سلام نوماندي رد کړه. ۶. داسې ښکاري چې د لبنان د لومړي وزیر په توګه د نواف سلام ټاکل، د ایران حزب او د أمل خوځښت غوسه کړي دي. د الجزیرې شبکې خبریال د ۲۰۲۵کال د جنوريپه ۱۳مه راپور ورکړی چې د حزب‌الله پارلماني ډلې د حکومت د مشرۍ لپاره هېڅ نوماند وړاندې نه کړ. د حزب‌الله د ډلې استازو د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته، د حزب استازي محمد حسن رعد خپګان څرګند کړ او ویې ویل: «ځینې هڅه کوي چې دا ډله له سیاسي صحنې لرې او حذف کړي.» هغه خبریالانو ته وویل: «موږ له ولسمشر سره په خپلهلیدنه کې یو مثبت ګام پورته کړ، خو د مرستې لاس راته اوږد نه شو». نوموړي ټینګار وکړ چې حزب‌الله به له زغم او تدبیر څخه کار واخلي چې د لبنان ملي ګټې وساتي. یوې سرچینې، چې حزب‌الله ته نږدې ده، افشا کړه چې دا حزب او د هغه متحد، د نبیه بري په مشرۍ أمل خوځښت، د دې ملاتړ کاوه چې نجیب میقاتي یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه وګومارل شي. هغه توضیح ورکړه چې میقاتيته د لومړي وزارتبېرته ورکولد هغه توافق یوه برخه وه، چې لهسعودي استازي، یزید بن محمد بن فهد آل فرحان سره په لبنان کې وشو، او په پایله کې یې، حزب‌الله او أمل خوځښت تېره پنجشنبه د ولسمشر په توګه د جوزف عون له ټاکل کېدو سرهموافقه وکړه. بی‌بی‌سي په دې اړه د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه د لبنان په پارلمان کې د ایران حزب دمشر له قوله راپور ورکړ چې د ولسمشر په توګه د جوزف عون ټاکل د هغه توافق یوه برخه وه، چې د سعودي له استازي سره په لبنان کې وشو، او د همدې توافق له مخې، حزب‌الله او أمل خوځښتد جوزف عون له ټاکل کېدوسره موافقه وکړه. دویم: په دې توګه، د لبنان د بدلونونولړۍ په همدې بڼه پر مخ ولاړه، چې په پایله کې یې د دغه هېواد پارلمان نوی ولسمشر وټاکه او د حکومت د جوړولو لپاره نوی لومړی وزیر وګومارل شو. که دا بدلونونه له نږدې وڅېړو، لاندې ټکي روښانه کېږي: ۱. موږ پوهېږو چې امریکا د لبنان له دغوسیاسي بدلونونو بشپړ رضایت لري؛ بلکې که دقیق ووایو، دا بدلونونه د امریکا تر څارنې او مدیریت لاندې پيښشوي دي. جو بایډن په خپل یوه بیان کې وویل: «د لبنان د ولسمشر په توګه زه جوزف عون ته د ټاکل کېدو له امله مبارکي وایم». هغه زیاته کړه: «ولسمشر عون به پیاوړې مشري وکړي، په داسې حال کې چې لبنان او اسرایل به په بشپړ ډول اوربند ته ژمن وي، سلګونه زره خلک به خپلو کورونو ته ستانه شي، او لبنان به د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ پر لور لاړ شي. ولسمشر عون زما اعتماد لري، او زه بشپړ ډاډ لرم چې نوموړی د دغه پړاو لپاره مناسب مشر دی.» (سرچینه: سي‌ان‌ان عربي، ۲۰۲۵/۱/۹) همداراز، د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان، چې د امریکا له مهمو متحدینو دی، د جوزف عون د ټاکل کېدو مبارکي وویله. (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۹) په دې توګه، د لبنان وروستي سیاسي بدلونونه د دغه هیواد پر سر د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ پایله نه ده، بلکې د امریکا تر کنټرول لاندې پېښ شوي دي. لبنان د میشل عون د واکمنۍ پر مهال، چې د ایران د محور یوه برخه ګڼل کېده، د امریکا تر نفوذ لاندې و. اوسنی ولسمشر، جوزف عون، په ۲۰۱۷کال کې د میشل عون –چې د ا��ریکا مهره وه-لخوا د پوځ قوماندان وټاکل شو. یعنېجوزف عون له پیل څخه د امریکا د نفوذ تر چتر لاندې کس و. سربېره پر دې، امریکا آن په ۲۰۲۲ کې د لبنان د ولسمشرۍ تر تشې وړاندې او تر هغې وروسته د لبنان پوځ ته نظامي مرستې ورکولې. دا ښيي چې د امریکا او د پوځ د قوماندان جوزف عون ترمنځ اړیکه ډېره نږدې وه. همداراز، نواف سلام هم د امریکا له نفوذ څخه نشي وتلی، ځکه چې نوموړي خپل ټول زده‌کړیز او تدریسي ژوند په فرانسوي او امریکایي پوهنتونونو، او همداراز، په نړیوالو ادارو کې تېر کړی دی. د هغه وروستۍ رسمي دنده د نړیوالې محکمې د ریاست منصب و، چې دا هم د امریکا تر نفوذ لاندې نړیوال حقوقي بنسټ دی. ۳. په دې توګه، امریکا نن ورځ په لبنان کې د خپلې لوبې قواعد بدلوي. په تېرو وختونو کې، امریکا د خپل نفوذ د تثبیت لپاره پر ایران، د هغه پر محور، او د هغه پر متحدو ځواکونو تکیه کوله، خو اوس يې د دغو ځواکونو د لرې کولو او د نویو څېرو د ځای‌ناستي کولو پروسه پیل کړې چې په لبنان کې خپل نفوذ همغسې وساتي. لبنان تل د امریکا په ولکه کې و او لا هم همداسې پاتې دی، خو امریکا یوازې ظاهري بڼه او واکمنې څېرې بدل کړې دي. ۴. خو پهاروپا پورې تړلي ځواکونه ښه پوهېږي چې د دوی قدرت او نفوذ د امریکا په پرتله ډېر کمزوری دی. فرانسه، چې د "پنځه اړخیزې کمېټې" د غړیتوب په چوکاټ کې شته، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د جوزف عون د ولسمشرۍ نوماندۍ مخالفه وه، په داسې حال کې چې امریکا او سعودي عرب لا له هماغه وخت څخه د هغه نوم مطرح کړی و. (سرچینه: العربي الجديد، ۲۰۲۳/۹/۲۲)خو، بالاخره فرانسه اړ شوه چې دا انتخاب ومني. له بلې خوا، اروپایان د دې وړتیا نه لري چې د لبنان د ولسمشرۍ څوکۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي. سمیر جعجع، چې د پارلمان تر ټولو لویه نصراني ډله کنټرولوي، آن دا جرأت ونه کړ چې ځان د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړي، ځکه چې د ایران حزب سخت مخالف و. د ایران حزب په دې اړه واضح کړه: «موږ یوازې د سمیر جعجع پر وړاندې د ویټو حق کاروو، ځکه چې د هغه پروژه د لبنان لپاره تباه کوونکې ده.»(سرچینه: الشرق الأوسط، ۲۰۲۵/۱/۶) همداراز، د لومړي وزارت لپاره د فواد مخزومي نوماندي، چې د اپوزیسیون ګوندونو لخوا وړاندې شوې وه، رد شوه.(سرچینه: آر ټي، ۲۰۲۵/۱/۱۳) نو په اروپا پورې تړلي ځواکونه نشي کولی د لبنان درې مهمې څوکۍ (ولسمشر، لومړی وزیر، او د پارلمان مشر) تر خپل کنټرول لاندې راولي، او دا څوکۍ لا هم د امریکا د پیروانو په لاس کې دي. ۵. خو اروپایانود لبنان وروستي سیاسي بدلونونه منلي دي. د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون، جوزف عون ته مبارکي وویله، او پرخپلهرسمي ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې یې ولیکل: «دا ټاکنېد اصلاحاتو، د لبنان د حاکمیت د بېرته راګرځولو، او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره لاره هواروي.»(سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۱۰) د فرانسې د ولسمشر خبرې د اروپایي قوتونو عمومي دریځ څرګندوي او ښيي چې هغوی د ایران د نفوذ کمېدو ته خوښ دي. دا د دې معنی لري چې اروپا د خپلو موخو یوې برخې، یعنې د ایران له محوره د لبنان لرې کېدو، ته رضایت ښودلی. اروپایان یوازې په "پنځه اړخیزه کمېټه" کې - چې د ولسمشرۍ تر تشې وروسته د لبنان د مسئلې د څېړلو لپاره جوړه شوې ده - پر خپل ګډون بسنه کوي. په دې کمېټه کې فرانسه د امریکا، مصر، او سعودي عربستان تر څنګ شته؛ په داسې حال کې چې قطر بیا د انګلستان د ګټو استازیتوب کوي. دا په دې معنی ده چې امریکا نن ورځ په لبنان کې یوازینی برلاسی نړیوال لوبغاړی دی، او همدوی ديچې سیاسي څېرې بدلوي او د دغه هېواد سیاسي جوړښت بېرته تنظیموي. په داسې حال کې چې اروپایانو یوازې د ایران د نفوذ پرکمېدو رضایت ښودلی. درېیم: خو په داخلي او بهرنۍ کچه د لبنان د بڼې د بدلون مسئله له لاندې مواردو څخه روښانه کېږي: ۱. په داخلي کچه ښکاري چېد ایران د حزب پر وسلو به محدودیتونه لا زیات شي. همداراز، د "مقاومت" اصطلاح، چې پخوا د لبنان د ولسمشرۍ په ویناوو او بیانیو کې تل یادېدله، اوس د نوي ولسمشر له خبرو او رسمي اعلامیو څخه په بشپړ ډول حذف شوې ده. الف: د جوزف عون وینا د لبنان د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته حالت له دودیزو ویناوو سره توپیر درلود؛ د هغه په وینا کې روښانه پیغامونه شامل وو. تر ټولو مهم پیغام یې دا دی چې نوموړي «د دولت د انحصاري وسلو د کنټرول او تثبیت" پر اړتیا ټینګار وکړ، او دا یې د لبنان د حاکمیت د تقویې لپاره اساسي اصل وباله. (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۱۰) همداراز، جوزف عون په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: «د لبنان دولت – او بیا تکراروم، د لبنان دولت – به له اسرایلي اشغال څخه خلاص شي.» (سرچینه: سي‌ان‌ان عربي، ۲۰۲۵/۱/۱۰) ب: نواف سلام د رسنیو هغو اټکلونو ته غبرګون وښود چې د وزارتونو د وېش په اړه یې کړې وې، په ځانګړي ډول د دودیزو ګوندونو ترمنځ د واک د ویشلو او د حزب‌الله او د أمل خوځښت د شرایطو د منلو په اړه، چې د دوی لاس ته د مالیې وزارت سپارل هم پکې شامل وو. هغه څرګنده کړه: «ما هېڅ ډلې ته د هېڅ وزارت د سپارلو ژمنه نه ده ورکړې. د مالیې وزارت، لکه د نورو وزارتونو په څېر، د هېڅ مذهب یا ډلې ځانګړې ملکیت نه دی.» نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې غواړي حکومت د ۲۴وزیرانو له ترکیب څخه جوړ کړي. (سرچینه: العربي الجديد، ۲۰۲۵/۱/۲۱) ۲. خو په بهرنۍ کچه؛ د وروستیو تحولاتو تر ارزونې وروسته لاندې ټکي څرګندیږي: الف: د معمول پر خلاف د لبنان د ولسمشر او لومړي وزیر د ټاکلو پروسه کې د ایران هېڅ فعال رول ښکاره تر سترګو نه شو. که څه هم د لبنان د ایران‌پلوه حزب له دریځونو څخه د ایران د نفوذ څرکونه لا هم تر سترګو کېږي، خو حقیقت دا دی چې د ایران حزب او د هغه متحدینو د دې توان درلود چې د دغو بدلونونو مخه ونیسي، خو دا کار يې ونه کړ. له همدې امله، دا بدلونونه، چې «د امریکا کودتا»بلل شوي، په حقیقت کې د ایران له ضمني موافقې سره ترسره شول. د ایران نفوذ په عربي سیمه کې د کمېدو په حال کې دی.امریکا د سوریې د سیاسي بحران د حل مسئله ترکیې ته سپارلې، او ایران یې له دې بهیر څخه څنډې ته کړی، لکه روسیه یې چې د سوریې له معادلې بشپړه لرې کړه. دا د امریکا نوې سیمه‌ییزه تګلاره ده چې یوازې د بایډن په حکومت پورې محدودهنه وه، بلکې د ټرمپحکومت به هم همدا لاره تعقیب کړي، بلکېدا تګلاره به په سوریه او لبنان کې نوره هم ژوره کړي او عراق ته به یې هم وغځوي. دا سیاست د یهودي رژیم له غوښتنو سره بشپړ مطابقت لري، او دا امکان هم شته چې دا د هغو ژمنو یوه برخه وي چې د بایډن اداره یې د یهودي رژیم په وړاندې تعقیبوي، ترڅو دا رژیم دې ته وهڅوي چې په لبنان کې له اوربند سره موافقه وکړي. ب: داسې ښکاري چې د لبنان نوی ولسمشر ښه پوهېږي چې امریکا هغه په دې حساس پړاو کې د لبنان د اساسي بدلونونو لپاره واک ته رسولی دی. جوزف عون د خپلې لوړې مراسمو د وینا په پیل کې وویل: «ښاغلو استازو، تاسو ما ته د لبنان د ولسمشر په توګه ټاکلو سره ویاړ راکړ. دا تر ټولو ستر ویاړ دی چې ما ته را په برخه شوی، او دا تر ټولو دروند مسؤلیت دی چې زما پر اوږو اېښودل شوی دی. اوس زه د "لوی لبنان" د تاسیس تر سل کلن کېدو وروسته لومړی ولسمشر یم، اوس داسې حالت دی چې د منځنيختیځ تر ټولو حساس پړاو ته داخل شوي یو؛ دلته ایتلافونه پاشل شوي، رژیمونه نسکور شوي، او ان ممکن پولې هم بدلې شي.» (سرچینه: اندپینډنټ عربي، ۲۰۲۵/۱/۱۱) د همدې سرچینې په حواله؛ د جوزف عون لومړنی بهرنی سفر سعودي عرب ته ټاکل شوی دی. د لبنان ولسمشر، جوزف عون، نن شنبه اعلان وکړ چې لومړنی بهرنی سفر به یې سعودي عرب ته وي؛ هغه له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې سعودي ته د سفر بلنه ترلاسه کړې. ج. له ټولو دغوتحولاتو څخه څرګندیږي چې امریکا دا ځل د لبنان د قضیې مسؤلیت سعودي عرب ته سپارلی، په داسې حال کې چې په تېر پړاو کې یې دا رول ایران ته ورکړی و. نو سعودي به د لبنان په چارو کې یو مهم رولولوبوي، او دا هېواد به د لبنان د بیارغونې په بهیر کې هم اساسي ونډه لري. په ځانګړي ډول، دې ته په کتو چېتمه کېږي ایران به دنویو سوداګریزو او مالي بندیزونو تر فشار لاندې راشي، چې د ټرمپ حکومت به یې پرې تحمیل کړي. په دې توګه به سعودي په لبنان کې د ایران ځای ونیسي؛ دا ځای نیول به هم د سیاسي نفوذ له پلوه وي او هم د مالي مرستو له اړخه؛ په ځانګړي ډول د لبنان د بیارغونې بهیر؛ د پوځ پیاوړي کولو لپاره د لبنان د دولت ملاتړ؛ او د ایران د حزب د بې وسلو کولو په بهیر کې اسانتیا برابرول. دا پروسه ښايي لبنان له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر لور یوسي؛ په ځانګړي ډول دا چې ډونالد ټرمپ غواړي د سعودي او یهودي رژیم ترمنځ اړیکې ژر عادي شي. څلورم: دا وحشتناک حالت به په لبنان او شاوخوا سیمو کې همداسې دوام وکړي، تر هغه چې الله سبحانه وتعالی خپل موعود امر ته تحقق ورکړي؛ اسلامي خلافت تأسیس شي، او دا ټول سیاسي ځواکونه له لبنان او د هغې له شاوخوا څخه محوه شي، لکه څنګه چې د یهودي رژیم پای ته رسېدل هم حتمي دي، لکه څنګه چې د اسد رژیم په سوریه کې له منځه ولاړ. هغه وخت بهشام بیا، لکه تل، د اسلامي امت د تپېدونکي زړه حیثیت خپل کړي. موږ یقین لرو چې تر دغه جبریه دور او تسلط وروسته چې موږ پکې ژوند کوو، خلافت بیا راځي. احمد له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ» ژباړه: بيا به ملک جبريه (د ديکتاتور نظامونو حاکميت) وي او دا به تر هغه وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، دا به هم پورته کړي. بيا به بېرته د نبوت په منهج خلافت حاکم شي. بیا چوپ شو. او هر چېرته چې دا خلافت قایم شي؛ شام ته به رسېږي او دا به یې مرکز وي. طبراني له سلمه بن نفیل څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «عُقْرُ دَارِ الإِسْلامِ بِالشَّامِ» ژباړه: د اسلام مرکز به په شام کې وي. خلافت به د یهودي رژیم پر وړاندې جګړه کې، دغه اشغالګر دولت ته د پای ټکی کېږدي او فلسطین به په بشپړ ډول بېرته دارالاسلام ته راوګرځوي. بې شکه چې روڼ سهار د هغو کسانو لپاره نږدې دی، چې په تمه یې دي. خو د الله سنت دا نه دي، چې له آسمان څخه پرښتې راکوزې کړي چې زموږ لپاره خلافت تأسیس کړي، او د دې پر ځای چې دښمنان مو موږ له منځه یوسو، پرښتې یې راته له منځه یوسي او موږ همداسې ورته ناست وو!بلکې الله سبحانه وتعالی پرښتې د نصرت او د بریا د زیري په توګه راکوزوي؛ د هغو خلکو د نصرت لپاره چې پر خپل رب ایمان لري او هدایت یې موندلی. په جګړه کې د صابرو مسلمانانو یو داسې لښکر چې په خپل امام پسې اقتدا کوي او تر شا یې د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي. هغه وخت به د هغو کسانو له ډلې شو، چې دا ستر زېری ترلاسه کوي: ﴿نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳] ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مؤمنانو ته زیری ورکړه!» ۱۴۴۶هـ.ق د رجب ۲۳مه ۲۰۲م کال د جنوري ۲۳مه
Tweet media one
0
0
8
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
8 hours
د "عمر بن الخطاب" رضی الله عنه یو استازی له یوې جګړې راستون شو او هغه ته یې د بریا زېرى ورکړ. "عمر" رضی الله عنه ترې وپوښتل: جګړه کله پیل شوه؟
@rahmanbadre72
مولوي عبدالرحیم سدید
1 day
د "عمر بن الخطاب" رضی الله عنه یو استازی له یوې جګړې راستون شو او هغه ته یې د بریا زېرى ورکړ. "عمر" رضی الله عنه ترې وپوښتل: جګړه کله پیل شوه؟ هغه وویل: د سهار له وخته مخکې. عمر رضی الله عنه بیا وپوښتل: بریا مو کله ترلاسه کړه؟ هغه وویل: د ماښام له وخته مخکې. نو "عمر" رضی الله عنه ژړل. استازي ورته وویل: ای د مسلمانانو اميره! موږ درته د بریا زېرى درکوو، خو ته ولي ژاړې؟ هغه رضی الله عنه وویل:« پر الله قسم، چې باطل (ناحق) دومره ډېر وخت د حق پر وړاندې نه شي ټينګیدلی، پرته له دې چې یا تاسو کومه ګناه کړې وي یا ما کړې وي.» بیا یې زیاته کړه:« موږ د وسلو او پوځ په زور نه بریالي کېږو، زموږ بریا زموږ د لږو ګناهونو او د دښمن د ډېرو ګناهونو له امله ده. که زموږ ګناهونه د دښمن له ګناهونو سره برابر شي، نو هغوی به پر موږ د خپلو وسلو او پوځ په زور بریالي شي.» نو د امت محکومیت او ضعف یوازې د مادي وسایلو کمښت نه دی، بلکې دا د الله تعالی له رضا څخه لرې کېدو، د ګناهونو زیاتېدو، او د دین د نصرت په پرېښودو پورې تړاو لري.
Tweet media one
0
0
15
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
8 hours
د تيري ليکني پاته برخه
@rahmanbadre72
مولوي عبدالرحیم سدید
9 hours
د تيري ليکني پاته برخه پايله: نن د هر مسلمان وجیبه ده چې له ځان څخه دا پوښتنه وکړي: ایا زه مهاجر یم که انصاري؟ که ته د امت د کړاوونو معالج يې، له دوزخ څخه جنت ته د امت د سوق برنامه لري، د فکر، او رهبریت خاوند یې، او عملا مبارزه ورته کوي، نو ته مهاجر یې؛ او که د ځواک، شتمنۍ، او نفوذ خاوند یې، او دې فکر ته د نصرت ورکولو او ملاتړ ټټر وهې، نو ته انصاري یې. نو ای د قدرت مجاهد اهله! مهاجرینو ته نصرت ورکړئ، اسلامي دولت تاسیس کړئ، د وخت انصار شئ، د ستر عظمت او فضيلت خاوندان شئ!
Tweet media one
0
0
6
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
8 hours
ایا د دې زمانې انصار یا مهاجر جوړیدلی شو؟
@rahmanbadre72
مولوي عبدالرحیم سدید
9 hours
ایا د دې زمانې انصار یا مهاجر جوړیدلی شو؟ تاریخ تل د هغو حقیقتونو څخه ډک دی چې د راتلونکي لپاره د عبرت او پند روښانه څراغونه بلوي. د اسلامي تاریخ یو له هغو روښانه پاڼو څخه، چې تر نن ورځې پورې خپل دروند ارزښت لري او بشريت ته له تاريکو بل معشل جوړیږي، د مهاجرینو او انصارو قصه ده. دا نه یوازې د هجرت او نصرت يو داستان دی، بلکې د اسلام حاکميت ته د نصرت ورکولو، اسلام حمل کولو، عقیدې، وفادارۍ، ایثار، او د اسلامي امت او اسلامي دولت د جوړښت یوه ژوره فلسفه هم لري. مهاجرين او انصار څوک دي؟ مهاجرین: د فکر، علم، او رهبریت مشعل داران دي مهاجرین هغه نه وو/ دي چې یوازې د خپلې خاورې او کورنۍ څخه فيزيکي کوچیدلي وي؛ بلکې هغوی د یوې سترې فکري، عقیدوي، سياسي او شرعي برنامې او پانګې سره نوي افق ته روان وو. هغوی د اسلامي دولت د جوړولو لپاره نه یوازې عقیدوي ژمنتیا لرله، بلکې د نظام جوړونې، رهبري، ستراتیژي، د بشريت چارو د سرپرستی، لارښوونې او هدايت بشپړه وړتیا یې هم درلوده. انصار: د نصرت، وفادارۍ، او ایثار سمبول دي انصار هغه کسان وو چې د خپل ټول نظامي قوت، وس، او شتمنۍ سره ولاړ شول څو د حق د پیغام ملاتړ وکړي. هغوی د زور، قوت، جنګي تجربه، او جنګي نفوذ خاوندان وو، خو دا یې یوازې د مادي ځواک لپاره نه و کارولی، بلکې د مهاجرینو فکري، علمي، او عقیدوي مشرتابه ته یې نصرت ورکړ. انصار پوهېدل چې د اسلامي دولت جوړونه یوازې د وسلو په زور نه کېږي، بلکې دا یوه فکري، سياسي، ایماني، او ټوليزه پروژه ده چې پیاوړې رهبری ته اړتیا لري. هغوی خپلې کورنۍ، شتمنۍ، او حتی خپلې وینې قربان کړې، ځکه هغوی دا درک کړې وه چې دين ته له نصرت ورکولو پرته اسلام نه حمل او تطبيق کيږي او هغوی په دې راز پوه شوي وو چې د نصرت ورکولو په بدل کې جنت دی. کله چې انصار له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د عقبې ثاني بیعت کاوه/ نصرت ورکوه، هغوی وپوښتل: "یا رسول الله! که موږ پر خپل تعهد عمل وکړو/نصرت درکړو، زموږ لپاره به څه بدله وي؟" رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "الجنة" (یعنې: "جنت.") هغوی وویل: "ابسط يدك!" خپل لاس رامخکې کړه!" رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لاس وړاندې کړ، هغوی ورسره بیعت وکړ. ایا د مهاجرینو او انصارو دور بيا تکرارېدلی شي؟ بلي، د نني امت لپاره هم هغه ستر عظمت سته، لکه د هغه وخت په څير، امت نوي مهاجرینو او انصارو ته سخت اړتیا لري. د نن ورځې مهاجرین هغه خلک دي چې د اسلامي بیدارۍ، فکري رڼا، او ستراتیژیک لید مشعل پورته کوي. هغوی د امت د ستونزو او کړاوونو لپاره اساسي شرعي حل وړاندې کوي، د امت د یووالي پیغام خپروي، او د اسلامي دولت د اصولو او اساساتو په اړه ژوره پوهه لري. برعکس، د نن ورځې انصار هغه کسان دي چې د خپلې ټولنې ځواک، امکانات، او نفوذ لري. هغوی کولای شي د مهاجرینو د افکارو، سياسي او دولتي پوهي او مشرتابه ملاتړ وکړي، هغوی ته د عمل میدان برابر کړي، او د حق لپاره د یو نوي تمدن بنسټ کېږدي. دا تاریخي تکرار یوازې یو خیال، يو قيصه او فلسفه نه ده، بلکې دا د امت يوازينی اړتیا ده، که غواړي له ذلت څخه عزت ته، له کمزورۍ څخه ځواک ته، او له وېش څخه یووالي ته لاړ شي. مهاجرین د فکر مشال لري او انصار دا شمعه روښانه کوي، نصرت ورکوي او ملاتړ يې کوي، او په ګډه سره د امت لپاره د يو نوي نظم افق پرانیزي. او په بدله کې د انصارو د سعد بن معاذ رضی الله عنه مقام انتظار کوي، هغه سعد کې چې په وفات يې عرش په لړزه شو،او اويازره ملايکې يې جنازې ته راکښته شوي او الله جل جلاله ورته تبسم وکه. حديث: «اِهْتَزَّ عَرْشُ الرَّحْمٰنِ لِمَوْتِ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ» ژباړه:"کله چې سعد بن معاذ وفات شو، د رحمن عرش ولړزېده!" الله سبحانه وتعالی د انصارو او مهاجرينو په اړه فرمايې: "وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ" ژباړه:" سابقون د مهاجرینو او انصارو ��ومړني کسان دي او بل هغه کسان دي چې په نیکۍ سره یې له هغوی څخه پیروي وکړه، الله سبحانه وتعالی له هغوی څخه راضي شو او هغوی هم له الله سبحانه وتعالی څخه راضي شول. او د جنت باغونه یې هغوی ته تیار کړي دي چې لاندې ترې ویالې بهیږي، دوی به تل په هغو کې اوسیږي. چې دا لویه بریا ده." نو دلته د انصارو او مهاجرينو دور/ اجر بياهم تکراريدلی شي، دا چې الله سبحانه وتعالی وايي: «وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ»، او بل هغه کسان انصار او مهاجرين کيدلی او د‌هغوی له اجر څخه برخمن کيدلی شي چې د دوی پيروي په احسان/احسن شکل سره وکړي... پاته برخه دوهمه لیکنه کې
Tweet media one
0
0
11
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
8 hours
په اسلامی امت حاکمو خلکو داسی امت په خرڅیدو ارزي؟ ------ س.قطز
Tweet media one
0
0
13
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
21 hours
تدریجي تطبیق که تدریجي سقوط!؟ ایا شریعت د اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه ورکوي؟
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
1 day
تدریجي تطبیق که تدریجي سقوط!؟ ایا شریعت د اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه ورکوي؟ شریعت د اسلام تدریجي تطبیق ته اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه چې اسلام باید له پیله بشپړ او هر اړخیز تطبیق شي او له نا اسلامي نظامونو سره ګډ نه شي. د اسلام تدریجي تطبیق دا معنی لري چې: لومړی پړاو: ۱۰ سلنه اسلام او ۹۰ سلنه کفر دوهم پړاو: ۲۰ سلنه اسلام او ۸۰ سلنه کفر درېیم پړاو: ۳۰ سلنه اسلام او ۷۰ سلنه کفر ... نهم پړاو: ۹۰ سلنه اسلام او ۱۰ سلنه کفر لسم پړاو: ۱۰۰ سلنه اسلام او صفر سلنه کفر دا پروسه په شریعت کې حرامه ده؛ ځکه چې په هر پړاو کې یې د اسلام تطبیق له نا اسلامي نظامونو سره ګډېږي او دا په هیڅ صورت جواز نه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي: ﴿وَأَنِ ٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ وَٱحۡذَرۡهُمۡ أَن يَفۡتِنُوكَ عَنۢ بَعۡضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيۡكَۖ﴾ [مائده:۴۹] ژباړه: «او د دوی تر منخ پر هغه څه پرېکړه کوه چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي او د دوی د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه او له دوی څخه حذر (وېره) ولره چې له ځينې هغه څه څخه دې په فتنه کې وانه چوي چې الله سبحانه و تعالی تا ته نازل کړي دي » سربېره پر دې؛ د اسلام د تدریجي تطبیق مفکوره یو ډول توهم دی؛ ټولو هغو ډلو چې د دې مفکورې ملاتړ کړی او په عمل کې یې د پلي کولو هڅه کړې؛ تل ناکام شوي؛ ځکه دا پروسه په عمل کې خورا سخته او خیالي ده. تدریجي سقوط څه ته وايي؟ دا پروسه په ډیری اسلامي خاورو کې ترسره شوې ده. دا داسې کېږي چې واک ته رسېدونکې اسلامي ډلې ادعا کوي چې د اسلام د بشپړ پلي کولو نیت لري؛ خو واک ته تر رسېدو وروسته دا کار نه کوي او په سیکولر نړیوال نظم کې ډوبېږي. د دوی پلمې دا وي چې «باید موجود واقعیتونه په پام کې ونیسو»، «باید بیړه ونه کړو»، «لومړی باید ځان ځواکمن کړو بیا اسلام تطبیق او حمل کړو»، «خلک باید ناراضه نه کړو» او ... . دا پلمې د دې سبب کېږي چې له اسلام څخه ورو ورو او په تدریج لري شي او اسلام هر اړخیز پلی نه شي کړای. په پایله کې د دولت په چوکاټ کې د غربي قوانینو تابع پاتې کېږي؛ اساسي قانون یې له سیکولریزم څخه اغېزمن وي، د تېر رژیم له پاتې شونو سره جوړجاړی کوي او په نظام کې یوازې څېرې بدلېږي؛ فاسد بنسټونه او نا اسلامي قوانین هماغسې پاتې کېږي. له بده مرغه دا ترخه تجربه په بېلابېلو اسلامي خاورو کې شوې ده؛ لکه: تونس: النهضه خوځښت تر انقلاب وروسته د اسلام د تطبیق شعار ورکاوه؛ خو بلاخره یې سیکولر اساسي قانون ومانه، له سیکولرانو سره يې ایتلاف وکړ او اسلام یې یوې خواته کړ. مصر: هلته اخوان المسلمین واک ته ورسېدل؛ خو د تېر نظام قوانین او ځینې څېرې یې وساتلې؛ بلاخره یې همدا د سقوط سبب شول. اوسمهال سوریه: واک ته د تحریر الشام تر رسېدو وروسته، د سوریې اوسني حکومت اسلام بشپړ پلی نه کړ او ظاهراً د تدریج خواته روان دي؛ او له غربي قدرتونو یې د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې. نو دغه حالت ته په کتو، د دوی د تدریجي سقوط بهیر روان دی. د سوریې حکومت په نویو څېرو بیا رغېږي؛ خو د انقلاب روح ځپل کېږي. له انقلاب او مجاهدینو سره د خیانت کولو خنجر به هره ورځ وهل کېږي؛ بلاخره د سوریې پخوانی رژیم په نوې بڼه بیا جوړېږي. حللاره څه ده؟ حللاره نه د اسلام تدریجي تطبیق دی او نه یې تدریجي سقوط. د دغو دواړو مسیرونو پای د نا اسلامي نظامونو سلطه او د اسلام ګوښې ته کول دي. یوازینۍ حللاره د اسلام بشپړ او له جوړجاړي پرته تطبیق دی. د اسلام احکام او ارزښتونه باید له نا اسلامي نظامونو سره له ترکیب او ګډېدو پرته تطبیق شي. د سیکولر قوانینو هر راز منل او له شته نظامونو سره جوړجاړی، واک ته د رسېدونکو اسلامي ډلو د بشپړ سقوط سبب کېږي. موږ باید له تېرو ترخو تجربو درس واخلو او د سیاسي جوړجاړیو او مصلحتونو په دام کې د لوېدو پر ځای د اسلام د ریښتیني تطبیق لپاره هڅې وکړو. اسلام باید بشپړ تطبیق او حمل شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [مائده:۴۵] ژباړه: «او څوک چې د الله پر نازل کړي شريعت حکم نه کوي، هغوی ظالمان دي.» د بریا، اقتدار او نهضت یوازینۍ لار د اسلام د بشپړ تطبیق پر مسیر تګ دی؛ داسې چې هیڅ شاتګ، جوړجاړی او مصلحت پکې ونه شي.
Tweet media one
0
1
16
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
1 day
څه فکر کوئ؟ تر څو چي موږ د الله دین ته #نــصرت ور نه کړو، آیا د الله سبحانه وتعالی له طرفه پر موږ نصرت #ممکن دی؟
Tweet media one
0
1
21
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
1 day
د فلسطیني ماشوم پیغام مسلمانانو او ټرمپ ته!
0
1
24
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
1 day
دا په زړه پوری تحليل درسره ووایاست!
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
1 day
د واخان دهلیز تحلیل او د سیمې او نړۍ بازارونو ته د لاسرسي په اړه د اسلامي دولت بهرنی سیاست د طلوع نیوز د رپوټ پر اساس، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین ویلي چې د واخان دهلیز سروې بشپړه شوې او د ډیزاین چارې یې روانې دي. د «جغرافیوي زندان» ستونزې د کمولو یا حل لپاره د بدیلې لارې په توګه د اوسني حکومت له لوري د دغه دهلیز جوړولو خبره تل یاده شوې ده. دا اقدام له چین سره د اړیکو پراخېدو او له ایران او پاکستان سره د ناندریو زیاتېدو په جریان کې کېږي. اصلي پوښتنه خلافت څنګه د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه حل کولی او د سیمې او نړۍ مهمو بازارونو ته د دغې خاورې لاسرسی تامینولای شي؟ دغه راز، د چین پشان نا اسلامي نظامونو لرونکو هیوادونو سره به د دغه دولت اړیکې پر کوم بنسټ وي؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره اړتیا ده چې د واخان دهلیز واقعیت، د اوسنیو دولتونو د اړیکو ماهیت، د خلافت دولت بهرنی سیاست او د اسلام له نظره د صنعت او سوداګرۍ تګلارې وڅېړل شي. په دې څېړنه کې به همداراز له هغو سرچینو او د خلافت دولت دستور څخه استفاده وشي چې د حزب التحریر له لوري امت ته وړاندیز شوی. د افغانستان جغرافیوي او تاریخي تحلیل د یوه حائل هیوادو په توګه د افغانستان اوسنۍ جغرافیه او قلمرو د بریتانیايې او روسي استعمارونو میراث دی؛ دا جغرافیه یې داسې جوړه کړې چې د یوه خپلواک او متقدر دولت جوړول پکې خورا سخت او تقریباً ناشوني دي. یعنې موخه دا وه چې به دې خاوره کې د یوه باثباته او مقتدر دولت د جوړېدو مخه ونیول شي؛ دا موخه د بریتانیې امپراتورۍ او تزاري روسیې جوړه او پوره کړې ده. تر احمدشاه دراني وروسته د افغانستان تاریخ ښيي چې د جغرافیوي ستونزو، قومي ترکیب، د ګاونډیو او تقریباً متخصامو دولتونو شتون او نړیوالو جیوپولیټیکو موخو په سبب په دې خاوره کې د یوه پیاوړي او متقدر دولت جوړېدل ناشوني دي. د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو دورو (د دوست محمد خان له وخته تر اوسني حکومت پورې) کې د یوه باثباته، پیاوړي او ځواکمن دولت جوړولو لپاره د هڅو د ناکامېدو دلیل دا دی چې دا هڅې د استعماري میراث (حائل دولت) پر بنسټ وې. دا په داسې حال کې ده چې دغه میراث په افغانستان کې د یوه باثباته او پرمختللي دولت جوړولو په لار کې لاندې اساسي خنډونه جوړ کړي دي: 1. اوبو ته لاره نه لرل (جغرافیوي زندان) 2. د افغانستان په ګاونډ کې د متخاصمو حکومتونو شتون 3. د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د مختلفو قومونو ویش په افغانستان کې د یوه مقتدر اسلامي دولت جوړولو اساسي حللاره له استعماري میراث او د نړیوالو قدرتونو لخوا تپل شوې نقشې څخه خلاصون دی. دا چاره هغه وخت شونې ده چې د حکومت جوړونې بنسټ د «حایل دولت-ملت» د مفهوم پر ځای، اسلامي عقیده او شرعي احکام شي. هغه وخت چې ملي پولې ماتې او د افغانستان او سیمې ټول قومونه د یوه اسلامي جوړښت تر سیوري لاندې متحد شي. د خلافت دولت دستور لومړۍ ماده: « اسلامي عقيده د اسلامي دولت اساس دی، په داسې ډول چې د دولت په کيان (جوړښت)، جهازونو (تشکيل)، محاسبه او هر هغه څه کې چې دولت پورې تړاو لري؛ د هېڅ داسې څه شتون ته جواز نه شته چې اساس يې اسلامي عقيده نه وي. همدارنګه د دستور (اساسي قانون) او ټولو شرعي قوانینو اساس هم اسلامي عقيده ده، داسې چې په هغو (دستور او شرعي قوانينو) کې د هېڅ داسې څه شتون ته جواز نه شته چې سرچينه يې اسلامي عقيده نه وي.» نو د یوه مقتدر دولت جوړولو لپاره د اوسني حکومت هڅې تر احمدشاه ابدالي وروسته د افغانستان د نورو حکامو له هڅو سره هیڅ توپیر نه لري. ځکه چې پلان یې د استعماري میراث (حائل دولت-ملت) پر بنسټ وي او په غالب ګومان، د همغو تېرو هڅو له برخلیک سره به مخ کېږي. دا چې اوسنی حکومت په تېرو دوو کلونو کې د واخان دهلیز جوړول د پاکستان او ایران د لارو د بدیل په توګه ښيي، یوازې د ناروغۍ د نښو درملنه ده، ناروغي همغسې پاتې کېږي. پر پورتني مورد سربېره، د واخان دهلیز په اړه د لاندې واقعیتونو په پام کې نیولو سره، له دې لارې د افغانستان د جغرافیوي زندان ستونزه نه شو حل کولی: د واخان بندر ننګونې د پاکستان او ایران حکومتونه د افغانستان د اوسني حکومت پر وړاندې د غرب سیاست تعقیبوي؛ دوی له هغو مواصلاتي لارو چې له خاورو یې تېرېږي، د اوسني حکومت پر وړاندې د حربې/وسیلې په توګه کار اخلي. ځکه خو دافغانستان حکام د بدیلو لارو په لټه کې دي. که فرض کړو چې د واخان دهلیز جوړ شو؛ د دې څه تضمین دی چې چین له دغه مواصلاتي دهلیز څخه د حربې/وسیلې په توګه کار وانخلي؛ هغه چین چې له شرعي لحاظه محارب کافر دی، شرقي ترکستان یې اشغال کړی او د هغې سیمې د مسلمانانو پر وړاندې بې شمېره وحشتونه کوي. د افغانستان پر وړاندې د چین سیاست استعماري او امنیتي دی. د واخان دهلیز په برخه کې هم دا سیاست پلی کوي. په افغانستان کې د نوي حکومت له حاکمېدو سره چین ته د طلا او مسو پشان سټراټيژيکو فلزاتو او دغه راز د نفتو قراردادونه ورکول د هغوی د دغه استثماري/استعماري لید ښکارندویي کوي. له بل لوري، په شرقي ترکستان (سنکیانګ ایالت) کې د ایغور مسلمانانو پر ځای د اصلي اتباعو (هن چینایانو) ځای پر ځای کول او د افغانستان له اوسنیو حکامو سره د ایغور مسلمانانو موضوع مطرح کول، د چین دولت سیاسي لید ښيي. د یوه کمربند یوې لارې «Belt and Road Initiative /One Belt One Road» په طرحه کې، چین له افغانستان څخه کومه مواصلاتي لاره په پام کې نه ده نیولی. بلکې دا هیواد د چین-پاکستان پر اقتصادي دهلیز (CPEC) او د مرکزي اسیا پر لارو تمرکز کوي. یعنې که واخان دهلیز جوړ هم شي، افغانستان به د چین په سټراټیژیکو طرحو کې کوم ځای نه لري. د واخان دهلیز جوړولو په صورت کې به چین په افغانستان کې لا ډیر اقتصادي، صنعتي او ټکنالوژيکي نفوذ لري چې دا له شرعي اړخه د منلو نه دی. لکه څنګه چې امریکا، بریتانیا، المان، فرانسه او روسیه پر کمزورو هیوادونو د اقتصادي تسلط په لټه کې دي، چین هم همدا سیاست مخته وړي. د یوه اسلامي صنعتي سیاست له لرلو پرته له چین سره د اقتصادي اړیکو پراخول د افغانستان د اقتصادي استثمار سبب کېدی شي. د حاکم دولت د بهرني سیاست نقد طالبان له چین سره په خپلو اړیکو او د واخان دهلیز جوړولو کې د یوه اقتصاد محوره سیاست پ�� لټه کې دي. خو له شرعي اړخه، د ټولو مسلمانانو او اسلامي دولت دنده دا ده چې د بشر په ژوند کې اسلام حاکم کړي او د اقتصادي چارو تنظیم باید اصل نه، بلکې د دغې سترې دندې یوه برخه وي. د خلافت دولت دستور په ۱۸۷ ماده کې په دې اړه راځي: «د امت لپاره سیاسي قضیه هغه اسلام دی چې پياوړى دولت ولري؛ شرعي احکام په احسنه توګه پلي کړي او نړۍ ته د اسلامي دعوت په لېږد کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.» له شرعي لحاظه، فرض ده چې د اسلامي دولت بهرنی سیاست باید نړیوالو ته د اسلام د پیغام د حمل (دعوت او جهاد) پر اساسي کرښو ولاړ وي او د دغه بهرني سیاست د مخته وړلو لپاره له شک پرته سیاسي، فکري، صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي استطاعت ته اړتیا ده، تر څو د نا اسلامي دولتونو په زړونو کې ویره او ارهاب جوړ کړي او د اسلامي دولت له لښکر سره د مخ کېدو پر وخت یې د ماتې سبب شي. په دې اړه چې د دعوت حمل کول د اسلامي دولت اساسي وظیفه ده، د خلافت دولت په دستور کې راځي: ۱۱مه ماده: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) د د ولت اصلي او اساسي دنده ده.» دغه راز په ۱۸۸مه ماده کې راځي: «د اسلامي دعوت حمل (لېږد) هغه محور دى چې بهرنى سياست پرې راڅرخي او هغه اساس دی چې له ټولو دولتونو سره اړيکې پرې بناء کېږي.» پایله واخان دهلیز د یوې موقتي کړنلارې په توګه د افغانستان د جغرافیوي زندان اساسي ستونزه نه شي حل کولی. سره له دې، د چین له استعمارګر او محارب دولت سره تعامل په افغانستان کې د چین د استعماري نفوذ سبب کېږي. د اسلامي دولت بهرنی سیاست باید د اسلامي عقیدې او د دعوت د حمل پر بنسټ تنظیم شي او د خلافت دولت تر سیوري لاندې د یوه خپلواک صنعتي، اقتصادي او ټکنالوژيکي نظام د رامنځته کولو لپاره حرکت وکړي.
Tweet media one
0
0
13
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
1 day
ولي الله ناراضه کوئ؟ د حــربي دښمن سره دوستي په حقیقت کې د الله ج د سـرو کرښـو لمنځه وړل دي!
0
0
7
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
1 day
د اعمالو انګیزه مو باید الــهي رضــاء وګرځوئ! د نفسي غوښتنو او ريـاء څخه راوتلي اعمال مو له جنـت څخه محروم کوي.
0
1
12
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
1 day
#خلافت که تاسو فکر کوئ چې د "آزادۍ" لپاره د مبارزې لګښت لوړ دی؟ خپل شاته وګوره چې د 104 کلونو "خاموشۍ" لګښت وګورئ. جګړه-ناامني-فساد-بې سوادۍ-فقر-ذلت او داسې نور...
Tweet media one
2
1
25
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
2 days
یو انځور او زر کلمې😥
Tweet media one
0
1
12
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
2 days
د فلسطیني ماشوم پیغام ټرمپ ته!
0
0
21
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
2 days
د اونۍ پيغام عنوان: د غرب او چين د اقتصادي سیالۍ فرصت څخه مونږ څه استفاده کولای شو؟
@Resalat143
رسالت
2 days
د اونۍ پيغام عنوان: د غرب او چين د اقتصادي سیالۍ فرصت څخه مونږ څه استفاده کولای شو؟ سره له دې چې چین غرب او آمريکا ته اقتصادي ګواښ دی خو په خپله چین هغه اقتصادي موخو ته نه دی رسیدلی چې د کرونا د څپې مخکې یې لرلو. دا ادعا ځکه کوو چې د چین دولت خپل لس کلن ستراتيژيک اقتصادي پلان چې made in china 2025 نومیږي او ۲۶۰ ستراتیژیانې یې لرلې، د چین یوه سرچينه تأییدوي چې چين خپل دغه ستراتیژیانو ته په بشپړ ډول نه دی رسیدلی له بلې خوا آمريکا هم د چين په صاداراتو بندیزونه او لوړې تعرفې وټاکلې چې د چین پورته ستراتيژيک پلان یې لا ټکنۍ کړ. د آمريکا او چین دغه سیالي به د اسلامي امت په خير هغه وخت پای ته ورسیږي چې د ثاني راشده خلافت د تأسیس هڅه وکړو چې دين اظهار شي او خپل ډلييز مکلفیت ادا کړو. تلګرام:
Tweet media one
0
0
18
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
2 days
بسم الله الرحمن الرحیم سیاسي تحلیل: د غزې خلک اجباري کډوالۍ ته اړ ايستل
@HTAFMediaOffice
حزب التحریر افغانستان
2 days
بسم الله الرحمن الرحیم سیاسي تحلیل: د غزې خلک اجباري کډوالۍ ته اړ ايستل پوښتنه: الجزیره شبکې د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۶مه نېټه په خپله ویبپاڼه کې یو راپور خپور کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې پر اردن، مصر او یو شمېر نورو هېوادونو فشار راوړي، چې له غزې څخه ګڼ شمېر فلسطیني کډوال ومني. دغه اقدام تر هغه وروسته کېږي چې د دې سیمې پر وړاندې د اسراییلو جګړې پراخ انساني ناورین رامنځته کړی دی. کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا دغه وړاندیز لنډمهاله دی که اوږدمهاله، هغه ځواب ورکړ: «ممکن داسې وي او یا هغسې». ایا دغه څرګندونې په دې معنا نه دي، چې ټرمپ د اردن او مصر چارواکي له سیاسي او ډیپلوماتیک اړخه له سخت فشار سره مخ کړي دي، سربېره پر دې چې هغوی ټینګار کړی و چې له دغه جبري بې‌ځایه کېدنې سره موافق نه دي؟ ایا دغه اقدام د ټرمپ لخوا د هغه پلان ښکارندويي کوي، چې غزه له خلکو خالي کړي او د یهودو له رژیم سره یې یو ځای کړي، په ځانګړې توګه په هغو شرایطو کې چې نه یوازې عرب حکامو، بلکې د اسلامي خاورو ټولو حاکمانو د دې موضوع په اړه مرګونې چوپتیا غوره کړې ده او هېڅ اقدام نه کوي؟ او ایا دغه تحولات د امریکا په سیاست کې د بدلون ښکارندویي کوي یا دا چې همغه مخکینی سیاست دی، خو یوازې کړنلاره یې بدله شوې ده؟ ځواب: د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره باید لاندې ټکو ته پام وشي: ۱ـ ټرمپ د جوبایډن خلاف خپلې موخې په ښکاره توګه او له ابهام پرته بیانوي. بایډن هڅه کوله چې په مبهمو خبرو کې خلکو ته دا باور ورکړي، چې امریکا د «دوو دولتونو حللارې» د طرحې پلي کولو هڅه کوي، خو په عمل کې دا یوازې یو بې‌معنا شعار و. لکه څنګه چې الجزیره شبکې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په ۴مه نېټه راپور ورکړ چې: د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د دوو دولتونو د حللارې لپاره څو موډلونه شته دي او اشاره یې وکړه چې په ملګرو ملتونو کې ځینې هېوادونه خپل ځانګړی پوځ نه لري. له دې خبرې ښکاري چې بایډن د داسې طرحې هڅه کوله، چې په هغې کې به دولت نظامي ځواک نه لري، خو ټرمپ برعکس د عامه افکارو غولولو ته اړتیا نه ویني او خپلې موخې په ښکاره توګه بیانوي. هغه د خپلو ټاکنیزو چارو پرمهال وویل: «کله چې د منځني ختیځ نقشې ته ګورم، اسراییل یوه کوچنۍ نقطه ښکاري او له ځان څخه پوښتنه کوم، چې ایا د لازیاتو خاورو د ترلاسه کولو لپاره لاره شته ده؟ ځکه اسراییل ډېر کوچنی دی.» (سرچینه: سكای نيوز، ۲۰۲۴/۸/۱۹) دغه څرګندونې په ښکاره توګه بیانوي چې ټرمپ د یهودي رژیم د پولو د پراخوالي هڅه کوي، له دې ډلې په لویدیځه غاړه کې په غیرقانوني توګه د ښارګوټو جوړولو ته مشروعیت ورکول او د نویو خاورو د نیولو لپاره زمینه برابرول او د دغو ښارګوټو پراختیا ده. ۲ـ دا موضوع ځکه د تایید وړ ده، چې امریکا د یهودي رژیم لپاره د خپل سفیر په توګه هغه کس ټاکلی، چې د ټرمپ لیدلوری منعکسوي. ټرمپ د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۱۳مه نېټه په خپله ټولنیزه شبکه «Truth Social» کې اعلان وکړ، چې مایک هاکابي یې دغه مقام ته ټاکلی دی او هغه یې داسې توصیف وکړ: «نوموړی له اسراییلو او د اسراییلو له خلکو سره مینه لري او د اسراییلو خلک هم په همدې کچه له هغه سره مینه لري. مایک به په منځني ختیځ کې د سولې د راوستلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.» مایک هاکابي تر دې وړاندې هم د یهودي رژیم په ملاتړ په خپلو سرسختو دریځونو سره مشهور و. بي‌بي‌سي شبکې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۱۳مه نېټه د اسراییلو ۱۲ شبکې له قوله راپور ورکړ، چې هاکابي تل له اسراییلو څخه ملاتړ کړی دی او په ۲۰۱۵م کال کې یې ویلي وو: «د لویدیځې غاړې د یوځای کېدو لپاره د اسراییلو ادعا، د منهاتن لپاره د امریکا له ادعا څخه قوي ده.» سربېره پر دې په ۲۰۱۷م کال کې په ټولنیزو شبکو کې د هغه ویډیوګانې خپرې شوې، چې پکې ویلي یې وو: «د لویدیځې غاړې په نامه څه شی نشته دي. دا د یهودا او سامره سیمه ده. د ښارګوټو په نامه څه نشته دي، بلکې دا ټولنې، سیمې او ښارونه دي. همداراز د اشغال په نامه هم څه نشته دي.» ۳ـ دغه سفیر خپلې څرګندونې یو ځل بیا د اسراییل له اوومې شبکې سره په مرکه کې تکرار کړې او ویې ویل: «زه هېڅکله هغه څه نه وایم، چې باور پرې نه لرم. ما هېڅکله هم د "لویدیځې غاړې" اصطلاح نه ده کارولې، ځکه داسې څه نشته دي. زه د یهودا او سامره په اړه خبرې کوم او خلکو ته وایم چې هېڅ اشغال نشته دی.» هغه زیاته کړه: «په یاد ولرئ څومره چې ټرمپ د خپلې څلور کلنې ولسمشرۍ پرمهال د اسراییلو ملاتړی و، په تاریخ کې بل هېڅ ولسمشر دومره ملاتړی نه و. بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، د امریکا سفارت یې له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته ولېږداوه او د جولان لوړې یې د اسراییلو د قانونې خاورې په توګه په رسمیت وپېژندلې. دا ټول اقدامات د ټرمپ په دوره کې ترسره شول. سربېره پر دې د "دوو دولتونو حللارې" د پر مخ وړلو لپاره هېڅ هڅه ونشوه، ځکه دا طرحه نه عملي ده او نه هم د پلي کېدو وړ ده.» همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ: «زه باور نه لرم چې د دوو دولتونو حللاره دې مشروع وي. دا دریځ مې له کلونو راهیسې غوره کړی او ټرمپ هم له همدغه نظر سره موافق دی، نو زه تمه لرم چې دا سیاست به دوام ومومي.» دا څرګندونې د فلسطین په اړه د ټرمپ سیاست روښانه کوي. هغه سیاست چې نه یوازې د لویدیځې غاړې مشروعیت تاییدوي، بلکې د غیرقانوني ښارګوټو جوړولو ته هم قانوني بڼه ورکوي. ۴ـ دا په دې معنا ده چې د ټرمپ دولت د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره هېڅ نوې طرحه نه لري، پرته له دې چې د هغه دولت اندازه او حدود څنګه وي؛ بلکې د هغه سیاستونه د دې پر لور روان دي، چې د امریکا له لوري په رسمي ډول د لویدیځې غاړې یهودي ښارګوټي په رسمیت وپېژندل شي، لکه څنګه چې د امریکا د سفیر څرګندونې هم پر همدغه ټکي ټینګار کوي. نوموړي روښانه کړې چې ټرمپ هم له هغه سره په دغه لیدلوري کې موافق دی. ټرمپ څو ځله د هغه ستاینه کړې او دا په دې معنا ده چې د فلسطین د قضیې په اړه یې د نوموړي نظریات تایید کړي دي. دا سیاست هغه وخت لا ښه څرګندېږي چې ټرمپ هغه بندیزونه لغوه کړل، چې د بایډن په دوره کې د یهودي ښارګوټو پر اوسېدونکو د هغوی د غیرقانوني کړنو له امله لګول شوي وو. له همدې امله کله چې ټرمپ د "سولې" خبره کوي، په حقیقت کې دا د لویدیځې غاړې پر اشغالي سیمو د یهودي رژیم له بشپړ تسلط او په هغې کې د ښارګوټو له جوړولو پرته بل څه نه دي. د فلسطین خپلواکو جوړښتونو (فلسطينۍ ادارې) ته به د ځینو محدودو سیمو اداره کول وسپارل شي، داسې چې دغه اداره به د یهودي رژیم په خدمت کې وي او د "امنیتي همغږۍ" تر عنوان لاندې به خپلې دندې ترسره کوي، له فلسطینیانو څخه به مالیات راټولوي او له هغو څخه به د خپلو چارواکو معاشونه ورکوي او د عامه خدماتو په کچه به ځینې ښاري چارې مدیریت کوي. ۵ـ ټرمپ هڅه کوي چې ځان یوازینی کس معرفي کړي، چې د خپلو غوښتنو د پلي کولو او د سولې د رامنځته کولو توان لري. په دې لړ کې د سیمې واکمنان دوکه کوي او د دروغجنو ژمنو په وسیله یې خوشاله ساتي، لکه څنګه چې شیطان خپل پیروان غولوي. الجزیره شبکې د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۳مه راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د هغه ادارې په څلورو ورځو کې تر هغو لاسته راوړنو زیاتې ترلاسه کړې، چې د بایډن ادارې په څلورو کلونو کې کړې وې. ټرمپ ټینګار وکړ چې که د هغه مدیریت نه وای، د غزې د اوربند توافق به دغه اونۍ نهایي شوی نه و. همداراز ټرمپ اعلان وکړ چې سعودي به په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي، خو نوموړي وویل چې له سعودي څخه به وغواړي چې یو تریلیون ډالرو ته یې ورسوي. خو حقیقت دا دی چې دا توافق یوازې د یهودي رژیم لپاره یوه ګټوره معامله وه. د یهودي ورځپاڼې "یدیعوت احرونوت" د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۱۴مه راپور خپور کړ، چې صهیونیستي رژیم به دا صلاحیت لري، چې هر وخت وغواړي همغه مهال به اوربند لغوه کولی شي. سربېره پر دې سپینه ماڼۍ به خپلې ټولې هڅې وکړي، ترڅو هغه بندیزونه لرې کړي، چې د بایډن دولت د ځینو یهودي ښارګوټو د اوسېدونکو پر ضد لګولي وو. همدارنګه د ټرمپ دولت به د ملګرو ملتونو د هغو محکمو پر ضد نړیوال کمپاین پیل کړي، چې د اسراییلو پر ضد یې د قضیو څېړنه او تعقیب پیل کړی، په ځانګړي ډول د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت پر ضد، چې په جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد په جنایتونو تورن شوي دي. ۶ـ په همدې توګه ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دواړو دورو کې هغه که مخکینۍ ده او که اوسنۍ، په بشپړه توګه د یهودو د ګټو په خدمت کې دی. ان هغه نړیوال پرېکړه‌لیکونه چې امریکا او نورو لویو قدرتونو تصویب کړي وو او واشنګټن به تل نور هېوادونه د هغو پابندۍ ته رابلل، د ټرمپ لخوا یوازې د یهودي رژیم د ګټو په خاطر لغوه شول؛ همدارنګه ټرمپ د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه‌لیک په بشپړه توګه بې‌اعتباره اعلان کړ، چې لویدیځه غاړه یې اشغال شوې خاوره ګڼله او یهودي رژیم یې د ښارګوټو له جوړولو منعه کړی و. په دغو پرېکړه‌لیکونو کې راغلي وو، چې صهیونیستي رژیم باید له سیمې پر شا شي او د ۱۹۶۷م کال د جون ۴مې پولو ته ور وګرځي. سربېره پر دې هغه د ختیځ قدس په اړه د ملګرو ملتونو هوکړه‌لیکونه له پامه وغورځول، هغه هوکړه‌لیکونه چې د ښار دغه برخه یې د فلسطین اشغالي سیمه ګڼله. همدارنګه د جولان لوړو اړوند هغه هوکړه‌لیکونه یې هم لغوه کړل، چې دغه سیمه یې د سوریې د اشغالي خاورې په توګه په رسمیت پېژندله او په رسمي توګه یې د دغو سیمو د یوځای کېدو لپاره د یهودي رژیم د تصمیم مشروعیت تایید کړ. د ټرمپ دغه اقدامات څرګندوي چې هغه نه یوازې د ښارګوټو مشروعیت په رسمیت پېژني، بلکې هغه څه هم تثبیتوي، چې یهودي رژیم تراوسه په لویدیځه غاړه کې غصب کړي دي او ان د اوسنیو ښارګوټو د پراختیا او د نویو ښارګوټو د جوړولو اجازه هم ښايي ورکړي. په دې برخه کې لومړنی عملي ګام دا و، چې په ښارګوټو کې د هغو مېشتو کسانو د عفوې په اړه یې فرمان ورکړ، چې د بایډن په وخت کې له بندیزونو سره مخ وو. ۷ـ همدارنګه ټرمپ به د صهیونیستي رژیم د موقف د پیاوړ�� کولو لپاره د خپل پلان عملي کولو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د سیمې هېوادونه له دغه رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته اړ کړي، ترڅو دا رژیم په رسمیت وپېژني او په فلسطین کې د هغه اشغال ته قانوني بڼه ورکړي. په دغه بهیر کې تر ټولو مهم نوماند هېواد سعودي عربستان دی، ځکه د دغه هېواد د وليعهد محمد بن سلمان او ټرمپ تر منځ اړیکې ډېرې نږدې او ټینګې دي. ټرمپ هم د سعودي او یهودي رژیم د اړیکو د عادي کولو بهیر تعقیبوي او دا امکان شته چې دا چاره ژر تر ژره عملي شي. د ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکي دولت غوښتنو ته د سعودي رژیم بشپړ تابعت، د هر هوښیار او ځیرک کس لپاره یو څرګند حقیقت دی. همدارنګه ټرمپ د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۳مه اعلان وکړ: «سعودي عرب به د امریکا په اقتصاد کې ۶۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي، خو زه به له دوی څخه وغواړم چې د پیسو دا اندازه تر یو تریلیون ډالرو پورې ورسوي (الحرة امریکایي شبکه، ۲۳/۱/۲۰۲۵). همدارنګه ټرمپ وویل چې دغه توافق له محمد بن سلمان سره د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۲مه د چهارشنبې په ماښام د ټلیفوني اړیکې له لارې ترسره شو. دا په دې معنا ده چې د سعودي ولیعهد یوازې د ټلیفوني اړیکې له لارې د امریکا د ولسمشر غوښتنه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې د امریکا د اقتصاد د ملاتړ لپاره به سلګونه میلیارده ډالر ځانګړي کړي. له همدې امله کافي ده چې ټرمپ یوه بله ټلیفوني اړیکه ونیسي او له محمد بن سلمان څخه وغواړي چې له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته خپل چمتووالی اعلان کړي، ترڅو دا چاره هم له مقاومت پرته ترسره شي. ۸ـ له همدې امله که څوک د یهودي رژیم د ملاتړ په تړاو د ټرمپ پر چلندونو غور وکړي، نو په ښکاره به درک کړي چې د هغه څرګندونې د غزې د اوسېدونکو د ایستلو او له یهودي رژیم سره د دې سیمې د یوځای کولو په تړاو، د هغه د پخوانیو سیاستونو دوام دی. ځکه کله چې ترې وپوښتل شول، چې ایا دغه طرحه لنډمهاله ده که دایمي؟ ټرمپ ځواب ورکړ: «ممکن داسې وي او یا هغسې.» (الجزیره، ۲۶/۱/۲۰۲۵). هر څوک چې په دې اړه غور وکړي، په اسانه توګه درک کولی شي، چې دغه ډول څرګندونې د ټرمپ لپاره عادي دي. خو که پوښتنه وشي چې ایا ټرمپ په دغه اقدام سره د اردن او مصر مشران له سیاسي فشار سره مخ کړي دي، که څه هم هغوی له مخکې له دغه اجباري بې‌ځایه کولو سره مخالفت کړی و؟ باید وویل شي، چې ټرمپ دوی ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، د هغه لپاره دا مهمه نه ده چې دغه دواړه مشران دې له سیاسي فشار سره مخ شي که نه، ځکه هغه تر دې وړاندې هم په ډېر صراحت سره خبرې کړې وې. همدارنګه په ۲۰۲۴م کال کې یې ویلي وو: «کله چې د منځني ختیځ نقشې ته ګورم، اسراییل یوه ډېره کوچنۍ نقطه ښکاري. له ځانه مې وپوښتل: ایا د لازیاتو ځمکو د ترلاسه کولو لپاره کومه لاره شته ده؟ ځکه اسراییل ډېر کوچنی دی.» (سرچینه: سکای نیوز، ۱۹/۸/۲۰۲۴). د ټرمپ مخکنۍ خبرې په څرګند ډول د یهودي رژیم د ځمکنۍ پراختیا په اړه وې او اوس نوموړي د دې پراختیا لپاره خپله یوه حللاره بیان کړې ده. داسې ښکاري چې ټرمپ د سیمې د لاسپوڅو حکامو د چمتو کولو په حال کې دی، ترڅو هغوی دې ته اړ کړي چې دغه طرحه ومني او عملي یې کړي. دا همغه طرحه ده چې مخکې ځینو عربي رژیمونو، په ځانګړې توګه مصر او اردن ورسره خپل مخالفت څرګند کړی و. په بله وینا دا یو ازمویښتي ګام دی، ترڅو د خلکو غبرګونونه وازمویل شي، که چېرې دغه حاکمان خپل خلک تر فشار لاندې راولي او هغوی دې ته اړ کړي چې دغه اجباري بې‌ځایه کېدنه ومني، طرحه به عملي شي؛ خو که چېرې خلک د نظام د دغه خیانت پر وړاندې ودرېږي او د دې دسیسې د پلي کولو مخه ونیسي، چې په حقیقت کې له الله سبحانه وتعالی، د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم او ټولو مومنانو سره خیانت دی، نو دغه پلان به تر هغه وخته وځنډېږي، چې ټرمپ یې مناسب ګڼي. ۹ـ موږ پوهېږو چې د اسلامي خاورو حاکمان په ځانګړې توګه هغه چې د فلسطین شاوخوا دي، نه له الله سبحانه وتعالی څخه حیا لري، نه د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه او نه هم له مومنانو څخه. دوی ته د ټرمپ د اوامرو پر ځای کول لومړیتوب دی. د دغو حاکمانو غلامي د مبارکۍ په هغو پیغامونو کې له ورایه ښکاري، چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د ټرمپ له بریا وروسته هغه ته واستول. په داسې حال کې چې ټرمپ هېڅکله له اسلام او مسلمانانو سره خپله دښمني نه پټوي او تل یې له صهیونیستي رژیم سره هر ډول ملاتړ ته د خپلو سیاستونو په لومړیتوب کې ځای ورکړی دی. سره له دې بیا هم دغه حاکمان د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د بریا په موخه هغه ته په مبارکۍ ورکولو کې له یو او بل سره سیالي کوي. الف) د RT اخبار العالم العربي شبکې د ۲۰۲۴م د نومبر په ۶مه راپور ورکړل: د سعودي رسمي خبري آژانس "واس" له قوله، د سعودي پاچا ټرمپ ته د بریا د مبارکۍ پیغام لېږلی دی او په هغه کې یې "د دواړو هېوادونو او دوستو ملتونو ترمنځ د تاریخي او ټینګو اړیکو" ستاینه کړې ده. همدارنګه هغه ټینګا کړی چې ټولې هڅې به یې د دغو اړیکو د لاپیاوړتیا او پراخوالي لپاره وي. په همدغه راپور کې راغلي، چې د ترکیې ولسمشر هم ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې ده. هغه د ایکس پر پلټفورم باندې په خپل پیغام کې لیکلي: «زما نږدې دوست ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا مبارکي وایم... هیله لرم چې د ترکیې او امریکا اړیکې تر پخوا لا پیاوړې شي.» ب) له هغه وروسته الجزیرې د ۲۰۲۴م د نومبر په ۶مه د مصر د ولسمشر د مبارکۍ پیغام خپور کړ: «زه د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته صمیمانه مبارکي وایم... او هیله لرم چې د مصر او امریکا تر منځ ستراتیژیکې ګډې اړیکې او همداراز د دواړو دوستو ملتونو تر منځ اړیکې لاپیاوړې شي». د اردن پاچا هم ورته د مبارکۍ پیغام استولی دی: «د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا له امله ولسمشر ټرمپ ته صمیمانه مبارکي وایم. موږ له تاسو سره د بیاځلي همکارۍ لپاره سترګې په لار یو، ترڅو د اردن او امریکا تر منځ پخوانی شراکت لاپیاوړی کړو.» د پاکستان لومړي وزیر هم د ایکس پر پلټفورم لیکلي دي: «د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د تاریخي بریا مبارکي وایم! زه د امریکا له نوي حکومت سره نږدې همکارۍ سترګې په لار یم، ترڅو د پاکستان او امریکا تر منځ شراکت لا پیاوړی او پراخ شي.» ج) ان په سوریه کې د نوې ادارې رئیس ا��مد الشرع هم په همدې لاره روان شوی او د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۰مه یې پر خپله فیسبوک‌پاڼه ولیکل: «زه د عربي سوریې د جمهوریت د مشرتابه او د خلکو په استازیتوب، د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي وایم.» هغه همداراز زیاته کړه: «موږ باور لرو چې ټرمپ همغه رهبر دی، چې منځني ختیځ ته سوله راوستلی او په سیمه کې امنیت ټینګولی شي.» دا همغه د اسلامي خاورو حاکمان دي. الله سبحانه وتعالی دې دوی هلاک کړي، څه ډول له حق څخه منحرفېږي! ۱۰ـ سره له دې موږ پوهېږو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د خپلو صادقو او مخلصو پچیانو په مټ، د ټرمپ او د هغه د لاسپوڅو حکامو ټولې دسیسې شنډولی شي. له خپل ټاټوبي سره د فلسطین د مبارکې خاورې د خلکو ژمنتیا یو ثابت حقیقت دی. دا ښايي هر چا لیدلې وي، چې زرګونه فلسطینیان په سختو شرایطو کې خپلو کنډواله کورونه ته بېرته پلي روان وي او په دې توګه هغو ړنګو کورونو ته رسېدل یوه لویه بریا ګڼي. دوی په ښه توګه دا درک کوي، چې د فلسطین د خالي کولو لپاره به د ټرمپ دسیسې هېڅ پایله ونه لري، که څه هم لاسپوڅي مزدوران ورسره همکار وي، پرته له دې چې دا ټول به د دوی پر ضد بدل شي. ﴿وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ﴾ [ابراهیم: ۴۶] ژباړه:‌ هغوی خپلې دسیسې په کار واچولې، خو د هغوی د هرې دسیسې خنثی کول به له الله (سبحانه وتعالی) سره وو؛ که څه هم د هغوی دسیسې دومره قوي وي، چې غرونه بې‌ځایه کړي. هغه مهال به د فلسطین مبارکه خاوره خپل اصلي څښتن ته په لاس ورشي، چې دغه خاوره دارالاسلام وګرځي. ټول دغه غلام او لاسپوڅي حکام به له منځه لاړ شي او اسلامي دولت یعنې راشده خلافت به د الله سبحانه وتعالی په مرسته بېرته راوګرځي. له یهودو سره جګړه او د هغوی اشغال به، د الله سبحانه وتعالی په مرسته حتمي پای ته ورسېږي، لکه څنګه چې امام احمد په خپل مسند کې د حذیفه رضی الله عنه له لارې، له صادق او امین رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی: «... ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ژباړه:.... ورپسې به د نبوت په منهج خلافت تاسیس شي. همدارنګه بخاري له عبدالله بن عمر رضی لله عنه څخه روایت کړی چې وایي: «سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم يَقُولُ: «تُقَاتِلُكُمُ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ...» ژباړه: ما واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یهود به له تاسو سره وجنګېږي او تاسو به پر هغوی بریالي شئ ... او مسلم هم له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلنَّهُمْ...» ژباړه:‌ تاسو به له یهودو سره حتمي جنګېږئ او هغوی به له منځه یوسئ ... او هغه مهال به ځمکه د ځواکمن او عزیز الله سبحانه وتعالی د نصرت په نور سره وځلېږي. ۱۱ـ مګر لکه څنګه چې مخکې مو وویل، خو په دې وروستۍ پایله کې یې یو ځل بیا یادونه کوو: الهي سنت داسې نه دي چې پرښتې دې له آسمان څخه راشي او زموږ لپاره دې خلافت تاسیس کړي او زموږ دښمنانو ته دې ماتې ورکړي؛ په داسې حال کې چې موږ دې کرار پر خپل ځای ناست وو، بلکې الله سبحانه وتعالی خپلې پرښتې د نصرت او د بریا د زیري په توګه یوازې هغو مومنانو ته استوي، چې پر خپل رب کلک ایمان لري او د هدایت لوړې درجې لري. دا د هغو مخلصو مسلمانانو لښکر دی، چې په جګړه کې صبر کوي، د خپل امام تابع وي او د هغه تر شا له دښمنانو سره جګړه کوي: ﴿بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ﴾ [آل عمران: ۱۲۵] ژباړه: هو، که چېرې زغم وکړئ او تقوا غوره کړئ او په همدغه وخت کې دښمنان پر تاسو یرغل وکړي، نو ستاسو رب به په پنځو زرو نښان لرونکو پرښتو سره ستاسو مرسته وکړي. او په پایله کې به موږ د هغو کسانو له ډلې وو، چې دغه لوی زیری به ترلاسه کړي: ﴿نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳] ژباړه:‌ د الله سبحانه وتعالی له لوري مرسته او نږدې فتحه ده، مومنانو ته زېری ورکړه. ژباړن: صهیب منصور ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب ۲۸مه ۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۸مه
Tweet media one
0
0
8
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
2 days
اسلام څه ډول نړيوال فقر له منځه وړي؟
Tweet media one
0
2
21
@AhmadUl20069244
Ahmad Ullah Habibi
2 days
د اسلامي امارت ګواښونه، فرصتونه، او بدیلې ستراتیژۍ!
@rahmanbadre72
مولوي عبدالرحیم سدید
3 days
د اسلامي امارت ګواښونه، فرصتونه، او بدیلې ستراتیژۍ! د اسلامي امارت پر وړاندې يوازې يو دولت، يو سازمان، يا يوه سیکولره ډله نه ده ولاړه، بلکې ټول نړيوال نظم يې پر وړاندې صف‌آرايي کړی دی. له بلې خوا، امارت په يوازې سر هڅه کړې چې له دې نړيوال نظم سره مقابله وکړي، خو دا يو ناشونی ماموريت دی. د دې پر ځای امارت بايد پر بديلو او مؤثرو لارو چارو تمرکز وکړي. لومړی: د اخوت او یووالي تړونونه اسلامي امارت د افغانستان دننه، شته اسلامي حرکتونه او مهم اسلامي شخصيتونه بايد د يووالي پر بنسټ سره نږدې کړي. دا به د مدينې د انصارو او مهاجرينو ترمنځ د "عقد المؤاخاة" (د اخوت تړون) تجربې ته ورته يو ګام وي. دا يو ښکاره واقعيت دی چې په يوازې سر د نړيوال نظم چيلنج کول ناشونی دی؛ نو ځکه امارت بايد د داخلي یووالي له لارې خپلې ستنې پیاوړې کړي. دویم: د نړيوالو اسلامي حرکتونو او ظرفيتونو همکاري اسلامي امارت کولای شي د نړيوالو اسلامي حرکتونو، ظرفيتونو، او اغېزمنو اسلامي شخصيتونو په مرسته يو ځواکمن قطب جوړ کړي. د دغو حرکتونو او ظرفيتونو څخه ګټه اخیستل به امارت ته دا توان ورکړي چې د نړيوالو چيلنجونو پر وړاندې اغېزمن مقاومت وکړي. درېیم: د اقتصادي او صنعتي ځواک پیاوړتيا په سیمه‌ييزه او نړيواله کچه د اقتصادي او صنعتي ځواک پرته، سياسي خپلواکي ساتل ستونزمن دي. دا ناشونې ده چې اسلامي امارت يوازې د خپلو محدودو منابعو پر بنسټ يو پیاوړی اقتصادي او صنعتي ځواک جوړ کړي. له همدې امله، اړينه ده چې د اسلامي نړۍ له شتو اقتصادي ظرفيتونو او متخصصینوڅخه ګټه واخيستل شي. دا به نه يوازې د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي، بلکې د نړيوالو فشارونو پر وړاندې به د امارت مقاومت هم ډېر کړي. څلورم: د شرعي اساسي قانون بنسټ د دولت بقا، ثبات، او پرمختګ د شرعي اساسي قانون او نورو اسلامي قوانينو پر بنسټ شونی دی. د يو اسلامي دولت د دوام لپاره اړينه ده چې د اسلامي شريعت اصول د دولت د سياسي، حقوقي، او اداري چوکاټ بنسټ جوړ کړي. که څه هم داسې ښکاري چې اسلامي امارت په دې برخه کې هم ناتوانه دی، خو دا کمزورۍ د اسلامي علماوو، حقوقي متخصصینو، او په امت کې په شته اسلامي ظرفيتونو حل کيدی شي.
Tweet media one
0
0
15