Faiz Zaland, PhD
@zalandfaizm
Followers
405K
Following
46K
Statuses
10K
PhD Philosophy in Political Science, MA in Public Policy and MD in General Medicine. وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 🤗 الله الصمد🌹 Bibliophile ⭐
Joined July 2014
RT @stats_feed: Where USAID is going U.S. international aid disbursed by the U.S. Agency for International Development (USAID) in FY 2023:…
0
221
0
دوه نور مهم کتابونه🌹
ویښتیا میډیا په یوه نوښتګر ګام او هڅه کې، د ډاکټر فیض محمد ځلاند د دولت د وجودي فلسفي تر عنوان لاندې ��حث مهم علمي ماخځونه، د مطالعي د دود او کتاب پیژندلو په موخه له خپلو څارونکو سره شریکوي. #ویښتیا_میډیا #wekhtiamedia
0
0
10
ډالۍ👇 افسوس په دې چې په خبره سر نه خلاصوي تیارې په تېږو ولي لاره د لمر نه خلاصوي وخت يې ګریوان ته لاس اچوي دا غږ پرې وکړئ څوک چې ولس ته په وخت باندې ور نه خلاصوي ما يې پرون زنه نیولي نن لمن ور وړمه دا ګران وطن دې د غیرت له هنر نه خلاصوي توپان يې مخې ته دی سترګې يې په ښکار کې خښي چا ویل چې باز دې په هوا کې وزر نه خلاصوي د زمانې پیغور ته لاس تر زنې ناست یم یاره پښتون دې داسې څوک په لر و بر نه خلاصوي ځلانده څه کول په کار دي څه چاره په کار ده خلک کارونه په جنتر و منتر نه خلاصوي یا رب توفیق ❣️
9
8
76
د قدرمن امیر شیر نوایي او مغل بابر یاد غونډه!! کابل کې د مغل پاچا بابر او د قدرمن شاعر نوايي صیب چې د تيموريانو د دورې ویاړلی شاعر و، یاد غونډه جوړه شوه، ښه کار دی، سره له دې چې د د تيموريانو او مغلو پاچاهي، د افغان تاریخ برخه نه دي، داغونه يې په افغان خاوره ډېر دي، فکر کوم اړونده چارواکي په کې تیروتي دي چې د ګران وطن د تاریخ برخه يې یادوي! ولې په تېرو ۳کلنو کې هېچا د خوشال بابا رح، رحمان بابا، حمید بابا رح، غني خان رح, حمزه شینواري رح, اجمل خټک رح او حتی د میرویس نیکه رح او احمد شاه بابا رح یاد غونډه، ستاینغونډه او تلین ونه نمانځه!! د چراغ تر ... لاندې تیاره وي، په موږ هر ځل همدا شوم تاریخ تکرارېږي!! موږ خپل پردي کړو او پردي خو هسې هم موږ د سړي زامن نه بولئ!! موږ باید سم شو!! یا رب توفیق ❣️
0
1
19
جادوګر!! دولتونه، ملتونه او تاریخونه د داسې جادوګرو مشرانو په مټ جوړيږي، چې بحرانونه ژوروي نه، بلکې بحرانونه په فرصتونو بدلوي او له شته فرصتونه عقلاني، منطقي سیاسي ګټه پورته کوي. هغه ملتونه، ولسونه! بختور دې چې وړ مشران لري، د ترکيې او سوريې ګډه همکاري به په سیمه کې لوی پرمختګونه را منځته کړي، همدا لويه ګټه ده!! تاریخ هیڅوک نه بخښي!!
49
6
197
د امریکا د بسپنې دفتر رسما تړل شوی، جالبه دا ده، چې ایلن ماسک دا اداره یوه مجرمه، جنایتکاره اداره بولي، په دې توګه د امریکا د مرستو یوه ځواکمنه سرچینه وچه شوه!! ماسک او ټرمپ د امریکا د حکومتولۍ د بڼې د بدلیدو د اوښتون په لور دي، پیل کې کیدلی شي ستونزې وي، خو دداسې خوځښتونو اوږدمهال کې دولتونو ته لویه ګټه رسیږي!! همدا ژور اصلاحات دي👇
3
1
34
جادوګر🌹 د سوريې د جمهوري دولت ولسمشر د سعودي د ولیعهد په رسمي بلنه د ګډې همکارۍ، بیارغونې، سوکالۍ او د سیمه ایزې همکارۍ په پار مجلسونه وکړل. داسې ښکاري چې د سوريې جادوګر ولسمشر د عربي نړۍ دپاره د یو ستر بدلېدونکي لوبغاړي په توګه نه یواځي د ګډې همکارۍ او سوکالۍ زیری لري بلکې ددې ترڅنګ د اسلامي نړۍ دپاره هم د ستر پرمختګ او بدلون زیری لري. سیاست کې هم جادو لوی لاس لري🌹
71
18
546
اقتصادي نشنلزم! ټرمپ دا ځل د توکميز نشنلزم پر ځآی ډ اقتصادي نشنلزم تګلارې ته مخه کړي، امریکا په وروستیو کې په نړیوال اقتصادي ډګر کې له چین، د بریکس غ��ي هېوادونو څخه مخ په شا تګ کاوه، ټرمپ ته داسې ښکاري لکه دنده چې سپارل شوي وي، چې د امریکا اقتصادي برم بیا ځلې را ژوندي کړي. په دواړو ګاونډيانو - کاناډا او مکسيکو يې داسې ملا ماتوونکي اقتصادي ګذارونه وکړل چې اروپا ورته وار دمخه وارخطا ده. له چین سره يې اقتصادي جګړې اعلان وکړ، اروپا ته يې ګوتڅنډنه وکړه، د یوویشتمې پيړۍ لوی اقتصاد - جنګي توکي، ټکنالوژي او پرمختللی علم دی، په دې برخه کې به د ټرمپ تګلاره، نړۍ لا چټکه، پیاوړي کړي، د جګړو بڼه به بدله شي، دا جګړې به پراخې شي!! غریب، نادار، جاهل دولتونه، ملتونه به لا غریب او کمزوري شي!! د یوویشتمې پيړۍ دا سفر یواځې په علم، پرمختللي علم، ټکنالوژۍ ګټل کېدای شي، کنه....!! د معاصر تاریخ حکم همدا دی🤗
36
17
233
جادوګر👇 د سوريې نوی ولسمشر، نادری کړي، دولتونه، ملتونه په هنر، مسلک، تعامل او مصلحتونو جوړيږي، په دې ټولو کې ځوان د زمانې جادوګر ښکاري. د احرار الشام په شمول ټولي وسله والي ډلي او جهادي احزاب ختم؛ توپک به يوازي د دولت څخه وي؛د اساسي قانون يوه ماده به هم د اسلامي احکاماتو سره په ټکر کي نه وي؛هر وخت تعديل پکښي کېدلاي سي ځکه اساسي قانون د تعديل وړ او د قرآن ټکى نه دئ؛ درې گوني قواوي به د راروانو درو کالو لپاره چاري پر مخ وړي که درې کاله لږ ول د موقت دولت د تمديد نوې دوره به ټولو په سلا او مشوره کيږي. راروان درې کاله به د نړۍ سره روابطو اقتصاد تعليم صحت او بيا رغوني ته خاصه پاملرنه کيږي... اوس نو د سوريې په ول�� پوري ده چي دوي ددې نوي انقلاب په کاميايه کولو کي څونه راست او ملاتړي دي. موږ ته تاریخ انتظار نه کوئ🤦
73
32
725
د وحشت او دهشت تخم!! زموږ د کرکجن، له کبره، کینې او حسده ډک ژوند کې پخپلو تربورانو، خپلوانو او وطنوالو د څه ډول ناتار او ظلم پېښې پخپل ژوند کې لرو، پوهيږئ ولي؟ په پیل کې د کورنۍ تربیې له امله، دویم ګام کې د بېسوادۍ، جهالت له امله، دریم کې د غربت او نادارۍ له امله، څلورم کې د وحشت د کلتور د عامېدو له کبله او په لویه کې د بې شخصیتۍ له امله، موږ ټولنیزې شخصیت جوړونې ته له هر بل چا ډېره اړتیا لرو. موږ باید د تعلیم د عامولو، د رحم، شفقت د خپلولو او په لویه کې د ټولنیزو اصلاحاتو له لاري کولې شو یو سیال ملت او ویاړلی ولس شو. دا چې هره ورځ پخپلې ټولنې کې د وحشت بیلګې وینو، موږ ټول په دې دهشت او ظلم کې لاس لرو، موږ ټول همدومره ظالم او کرکجن یو! که نه یو!!؟ باید شفقت، ترحم، د یو بل منل او مینه عامه کړو!! همدا زموږ تاریخي مسؤلیت دی🌹
2
3
28