![Rahimullah (Sajid) Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1688880246181744641/VCsQ15yL_x96.jpg)
Rahimullah (Sajid)
@rahim_sajid1
Followers
21K
Following
5K
Statuses
2K
د نیمروز ولایت مقام ویاند/سخنگوی مقام ولایت نیمروز
Afghanistan
Joined November 2022
د نيمروز ولايت د بهرنیو او کورنیو مرستندويه موسسو له استازو او سکتوري رياستونو له مسولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه. يکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ ھ ش د نیمروز ولایت مقام د دفتر رییس انجنير حامد ابراهیم په مشرۍ د بهرنیو او کورنیو مرستندويه موسسو استازو او د سکتوري رياستونو د مسولينو ترمنځ په ولایت مقام کې د لا ښې همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه. په دې ليدنه کې د مرستندويه موسسو استازو د ۱۴۰۳ لمريز کال د فعاليتونو، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل او د راتلونکي کال پراختيايي پلان په اړه يې خبرې وکړې. ښاغلي حامد د دوی کاري راپورونه وارزول، لاسته راوړنې يې وستايلې او د راتلونکي کال د انکشافي پلانونه په اړه يې له دوی سره هر اړخيز بحث وکړ. د دفتر رييس مرستندويه موسسو سره د ولسونو ستونزې شرېکې کړې او له دوی څخه يې وغوښتل، چې د بې وزله کورنيو لاسنيوی وکړي. نوموړي دغه راز له مرستندويه موسسو څخه وغوښتل، چې دولايتي روغتون د طبي وسایلو او درملو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي. د مرستندويه موسسو استازو ډاډ ورکړ، چې په يادو برخو کې به له ولايتي ادارې سره بشپړه همکاري وکړي. د نيمروز ولايت مقام رسنيز
0
0
2
د نيمروز ولايت له ګمرک څخه تر ورېښمو پله پورې دوه نيم کيلو متره سړک او يو پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. يکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۱ ھ ش د نيمروز ولايت له ګمرک څخه تر ورېښمو پله پورې دوه نيم کيلو متره سړک او همدارنګه يو پل په اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. ياد دوه کيلو متره سړک او يو پل د نيمروز ولايت مقام په لارښوونه د يوه عربي خيريه موسسې له لوري جوړ شوی دی. په يادو پروژو ۱۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د عبدالله به محمد بن علي آل ثاني عربي خیریه بنسټ ورکړل شوی دی. د يادونې وړ ده، چې د نیمروز ولایتي اداره تل هڅه کوي ولسونو ته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړي چې ښه بېلګه يې د وروستيو پراختيايي پروژو ګټې اخيستنې ته سپارل دي.
0
10
86
نیمروز والي له ټولو امنيتي ارګانونو سره غونډه وکړه. یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ ھ ش نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد د انساني قاچاق مخنیوي بهير په اړه د امنيه قومندان عبدالظاهر مدثر په ګډون د دې ولايت د ټولو امنيتي ارګانونو له مسولينو سره غونډه وکړه. امنيتي مسولينو د انساني قاچاق مخنيوي په برخه کې خپل کاري راپور له نيمروز والي سره شريک کړ او په دې تړاو ترسره شويو اقداماتو په اړه يې ښاغلي خالد ته معلومات ورکړل. نيمروز والي د دوی راپورونه مثبت وارزول او د انساني قاچاق مخنيوي په برخه کې يې د امنيتي ارګانونو کارنامی وستايلې. نيمروز والي د انساني قاچاق مخنيوي پروسې په اړه درې ګونو امنيتي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې او دوی سپارښتنه وکړه، چې د قاچاقبرو موټر ضبط او خپله قاچاقبران قضايي ارګان ته وسپاري. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په نیمروز ولایت کې د انساني چاقاق مخنيوي په برخه کې به ټولې امارتي ادارې سره همغږې او د دې شومې پديدې مخنيوي لپاره هر ډول همکاريو ته ژمنې وي. د نيمروز ولايت مقام رسنيز دفتر
0
9
109
کلونه وروسته یو عرب مرسته کونکی، له افغانانو سره په مرسته کولو کې درغلي نه ویني او وایې، زه ډاډه یم هغه پیسې چې ما د مرستي لپاره استولي پر ځای مصرف شوي دي. نن ورځ د اسلامي امارت د لوړ پوړو چاروکو په حضور کې د نیمروز سل بستریز ولایتي روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، یاد روغتون د دوه میلیونه ډالرو په لګښت د شیخ عبدالله بن محمد په مالي لګښت د څلور میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
0
11
44
نیمروز ولایت کې ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون د اسلامي امارت د لوړ پوړو چاروکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ ھ ش نیمروز ولایت کې د "الشیخ عبدالله بن محمد بن علي آل ثاني" په نوم ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون د اسلامي امارت د لوړ پوړو چاروکو په حضور کې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دې مراسمو کې د عامي روغتیا سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، د عربي خیریه بنسټ مسولینو، د ولايتي ادارې رييسانو او د نیمروز ولایت يو شمېر ولسونو ګډون کړی وو. په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د اسلامي امارت د کابينې غړو او د نيمروز او هلمند ولايتونو واليانو د ورستيو پرمختګونو، ولسونو ته د لا ښه معياري خدمتونو په وړاندې کولو او د خلکو د ستونزو پر حل خبرې وکړې. د عامې روغتیا سرپرست وزیر دې غونډې ته په وينا کې وويل؛ د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې ولایتي روغتونونه په معیاري ډول جوړ او په لازمو امکاناتو يې سمبال کړي. ښاغلي جلالي دغه راز زياته کړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په شفقت سره، د هېواد په ولسوالیو کې د ۳۰۰ څخه زیاتو روغتونونو د جوړولو او په روغتیايي معیارونو سمبالولو امر ورکړل شوی او د هغوی جوړول به ډېر ژر پیل شي. د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه هم د معياري روغتونونو شتون د هېوادوالو اساسي اړتيا وبلله او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت لا هم هڅه کوي، چې بهرني سيلانيان د سیاحت لپاره وهڅوي ترڅو دوی افغانستان ته په راتګ سره خیریه کارونو کې برخه واخلي. د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او د ياد روغتون پرانيستل يې د نيمروز اوسېدونکو لپاره يو ښه زيری وباله. نيمروز والي د عامې روغتیا له سرپرست وزیر څخه د دې سل بستريز روغتون د ارتقا ترڅنګ د طبي وسایلو او درملو په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښته وکړه. ښاغلي خالد همدارنګه له مسولینو وغوښتل، چې د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي. د نيمروز ولايت مقام رسنيز دفتر
1
8
27
شفاخانه ۱۰۰ بستری در ولایت نیمروز با حضور مقامات عالی رتبه امارت اسلامی به بهره برداری سپرده شد. پنجشنبه 1403/10/18 ھ ش شفاخانه ۱۰۰ بستری ولایتی به نام «الشیخ عبدالله بن محمد بن علی آل ثانی» در ولایت نیمروز امروز با حضور مقامات عالی رتبه امارت اسلامی به بهره برداری سپرده شد. در این مراسم مولوی نور جلال جلالی سرپرست وزارت صحت عامه، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ ملا خیرالله خیرخواه، شیخ محمد قاسم خالد والی نیمروز، مولوی عبدالرحمن کندوزی والی هلمند، مسوولان بنیاد خیریه عرب، روسای اداراه ولایتی و شماری از مردم ولایت نیمروز اشتراک داشتند. در این مراسم اعضای کابینه امارت اسلامی و والی های نیمروز و هلمند راجع به آخرین پیشرفت ها، ارائه خدمات با کیفیت بهتر به مردم و حل مشکلات مردم سخنرانی نمودند. سرپرست وزارت صحت عامه در سخنان خود در این مراسم گفت؛ وزارت صحت عامه متعهد است که شفاخانه های ولایتی را به صورت استاندارد ساخته و آنها را به امکانات لازم تجهیز کند. آقای جلالی همچنان افزود که با شفقت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم ساخت بیش از ۳۰۰ شفاخانه در ولسوالی های کشور و تجهیز آنها به معیارهای صحی داده شد و به زودی کار ساخت آنها آغاز خواهد شد. ملا خیرالله خیرخواه وزیر اطلاعات و فرهنگ نیز فراهم بودن شفاخانه های باکیفیت را از نیازهای اساسی شهروندان خواند و افزود؛ وزارت اطلاعات و فرهنگ همچنان در تلاش است تا گردشگران خارجی را به افغانستان تشويق کند تا در کارهای خیریه شرکت کند. شیخ محمد قاسم خالد والی نیمروز ضمن خوشامدگویی به همه مهمانان افتتاح شفاخانه را مژده ای برای باشندگان نیمروز خواند. والی نیمروز از سرپرست وزارت صحت عامه خواست تا به توسعه این شفاخانه ۱۰۰ بستری از نظر تجهیزات طبی و ادویه توجه ویژه داشته باشد. آقای خالد همچنین از مسئولین خواست تا در تداوی معتادان با اداره ولایتی همکاری نمایند. دفتر رسانه ای مقام ولایت نیمروز
1
10
56
په نيمروز ولايت کې د الشیخ عبدالله بن محمد بن علي ثاني ولایتي روغتون چې د جوړولو چارې يې د تېرې ادارې پر مهال پیل شوې، خو بدبختانه په ۱۰۰ کې د ۸۰ سلنه بودیجې په ایستل کېدو سره يې يوازې ۱۵ سلنه کار هم نه شوی. اسلامي امارت د نورو ميراثي ستونزو حل په څېر د دې ستونزې حل ته هم مټې را ونغښتې او د يوې عربي خيريه موسسې په مرسته يې د دې روغتون د جوړولو چارې پيل او د ولايتي ادارې په په ځانګړې پاملرنه او تعقيب يې چارې بشپړ او نن به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
1
11
59
د يوه معياري روغتون شتون د هرې ټولنې له اساسي اړتياوو څخه شمېرل کیږي او د نه شتون له کبله يې د ټولنې وګړي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. نيمروز ولايت يو له هغه ولايتونو څخه و، چې د يوه معياري روغتون نشتون له امله يې مېشت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو، له نیکه مرغه په دې ولايت کې د يوه سل بستريز روغتون په جوړېدو سره دغه ستونزې حل او اوسېدونکي يې له کافي روغتيايي خدمتونو څخه برخمن شول. سبا ورځ به یې ان شاءالله دپرانېستې مراسم وې
9
25
144
نیمروز والي د کمال خان بند د درېیم فاز د کټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ ھ ش د کمال خان بند درېیم فاز نن په نيمروز ولايت کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو هم پکې ګډون درلود ګټې اخیستنې وسپارل شو. په د مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبدالطيف منصور، د کرنې اوبو لګولو اومالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، مرستیال والي مولوي تورجان احمدي او يو شمېر نورو ځايي مسولینو ګډون درلود. نیمروز والي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او د دې پروژې د حياتي ارزښت په اړه يې خبرې وکړې. نيمروز والي وويل؛ د کمال خان بند پروژه د نیمروز ولسونو لپاره یوه حیاتي پروژه ده، چې له دې اوبو څخه به د نیمروز ولسونه د خپلو ځمکو خړوبولو او د ښه ژوند برابرولو لپاره ګټه اخلي. ښاغلي خالد همدارنګه زياته کړه؛ د نيمروز ولسونه چې د اوبو د کمښت له پراخې ستونزې سره مخ دي، د دې پروژې پرانيستل به ورته لوی زيری او د يادې ستونزې اساسي حل وي. نيمروز له اړوندو مسولینو وغوښتل،چې د اوبو په لا ښه مدیرت کې ګړندي ګامونه اوچت او افغان خاوره او ولس په ښه ډول د دغې حياتي مادې له ګټې څخه برخمن کړي. د نيمروز ولايت مقام رسنيز دفتر
8
13
42
والی نیمروز در مراسم افتتاحیه فاز سوم بند کمال خان شرکت و سخنرانی کرد. چهارشنبه 1403/1/16 ه ش فاز سوم بند کمال خان امروز در ولایت نیمروز طی یک سلسله مراسم خاص که مقامات عالی رتبه امارت اسلامی نیز در آن اشتراک داشتند به بهره برداری رسید. در این مراسم ملا عبدالطيف منصور سرپرست وزارت انرژی و آب، مولوی عطاالله عمری سرپرست وزارت زراعت آبیاری و مالداری، شیخ محمد قاسم خالد والی نیمروز، مولوی تورجان احمدی معاون والی و برخی دیگر از مقامات محلی اشتراک داشتند. والی نیمروز ضمن خیرمقدم به اشتراک کننده گان در این نشست در مورد اهمیت این پروژه صحبت کرد. والی نیمروز گفت؛ پروژه بند کمال خان یک پروژه حیاتی برای مردم نیمروز است، مردم نیمروز از این آب برای آبیاری زمین های خود و تامین زندگی بهتر استفاده خواهند کرد. آقای خالد همچنین افزود؛ مردم نیمروز که با مشکل گسترده کم آبی مواجه هستند افتتاح این پروژه تسکین بزرگ و راه حل اساسی برای مشکل مذکور خواهد بود. والی نيمروز از مسئولان مربوطه خواست تا در مدیریت بهتر آب گام های سریعی بردارند تا خاک و مردم کشور را از این ماده حیاتی به نحو احسن بهره مند سازند. دفتر رسانه ای مقام ولایت نیمروز
0
9
40