pashtortanews Profile Banner
RTA Pashto News Profile
RTA Pashto News

@pashtortanews

Followers
30K
Following
361
Statuses
21K

Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Afghanistan
Joined September 2021
Don't wanna be here? Send us removal request.
@pashtortanews
RTA Pashto News
20 minutes
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره وکتل. دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو سره د مثبت تعامل او پر متقابل درناوي د ولاړو اړیکو هرکلی کړی او له هېوادونو یې غوښتي، چې د افغانستان اقتصادي وده او پراختیا کې ونډه واخلي. ورته مهال د ناروې شارژدافیر د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت د ستاینې سربېره له نشه‌یي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه ګټوره بللې او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د اړیکو او همکارۍ د دوام ډاډ ورکړی. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
2
5
@pashtortanews
RTA Pashto News
22 minutes
سلام سهار مو نېکمرغه! د ملي تلویزیون خبریال کابل ښار کې د دروازو جوړولو له یوه کارځای څخه راپور ورکوي. #ملي‌تلویزیون
0
1
1
@pashtortanews
RTA Pashto News
23 minutes
سلام سهار مو نېکمرغه؛ د اسلام مبارک دین کې کورنۍ څه ډول تعریف شوې؟ #ملي‌تلویزیون
0
1
1
@pashtortanews
RTA Pashto News
55 minutes
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص له یوه ودانیز شرکت سره د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت بلخ او غزني کې د دووڅېړنیزو چاپېریالي فارمونو د جوړیدو تړون لاسلیک کړ. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ښاغلي خالص یو ځل بیا له نړیوالو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانستان سره دوه ګونی چلند ونه کړي او چاپېریالي موضوعات له سیاسي څخه جلا وساتي. نوموړي زیاته کړې؛ تر۱۴۱۰ کال پورې به د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو راکمولو په موخه هېواد کې څه باندې ۲۰۰میلیونه نیالګي کېنوي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
1
@pashtortanews
RTA Pashto News
1 hour
RT @arabicrta: موجز الأنباء من قناة الوطنية في أفغانستان أهلًا بكم. #ملي‌تلویزیون
0
3
0
@pashtortanews
RTA Pashto News
2 hours
بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو اشغالګر رژیم د مشر بنیامین نتنیاهو له لوري د خپلواک فلسطینیي دولت له جوړېدو انکار او پر دې خبره ټینګار کول، چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان په قلمرو کې خپل دولت جوړ کړي په کلکو ټکو غندلي او دغه کار یې ناشونې، د منل شویو حقیقتونو سره ښکار ټکر او د سعودي عربستان د حاکمیت نقض بللی. دغه اعلامیه کې د نتنیاهو څرګندونې د نړۍ منل شویو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې ده. اعلامیه کې ټینګار شوی، چې فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي، غزه او سیمه به نا ارامه وي او دا وضعیت به د هیچا په ګټه نه دی. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
6
55
@pashtortanews
RTA Pashto News
3 hours
اسلامي امارت د کډ امنیتي تړون سازمان وروستۍ اندېښنې، چې ګواکې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق احتمالي ګواښ شته، رد کړې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه اخیستل شوي دي. #ملي‌تلویزیون
0
1
5
@pashtortanews
RTA Pashto News
4 hours
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان کال هېواد کې د پنبې ۱۵۹ زره مټریک ټنه حاصلات راټول شوي، چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د یادې ادارې په وینا؛ سږکال په هېواد کې پر ۱۰۵ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې د تېر کال په پرتله تر کښت لاندې سیمو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. یادې ادارې زیاته کړې، چې پنبه د هېواد له مهمو صادراتې اقلامو څخه شمېرل کېږي، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه‌دانه له هېواد څخه بهر ته صادره شوې ده. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
7
67
@pashtortanews
RTA Pashto News
7 hours
د ښار هنداره؛ د افغاني غالیو د تولید او کیفیت په اړه ځانګړې خپرونه! #ملي‌تلویزیون
0
3
7
@pashtortanews
RTA Pashto News
7 hours
شل کلن مزل؛ د اشغال پر وړاندې د افغانانو د سپېڅلې مبارزې رښتینی داستان! له مولوي عبدالحنان فاضل اخندزاده سره د مرکې دویمه برخه. #ملي‌تلویزیون
0
7
20
@pashtortanews
RTA Pashto News
7 hours
۲۴ خپرونه؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح‌الدین مستعین افغانستان کې د اوزبیکستاني پانګه‌والو د پانګونې چمتووالي په اړه معلومات ورکوي. #ملي‌تلویزیون
0
4
6
@pashtortanews
RTA Pashto News
7 hours
RT @rta_islam: د باران د ورېدو پر مهال دعا: عایشه رضي الله عنها فرمایي: کله به چې نبي کریم ﷺ باران ولیده، نو دا دعا به یې ویله: (اَللَّهُ…
0
2
0
@pashtortanews
RTA Pashto News
9 hours
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په هېواد کې د بې‌وزلۍ زیاتوالي په اړه د خوړو نړیوال سازمان راپور رد کړی دی. #ملي‌تلویزیون
1
2
12
@pashtortanews
RTA Pashto News
9 hours
د ریاست‌‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه کړې. یاده غونډه کې د دې کمېسیون د جوړو شویو کمېټو کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې ارزول شوې او د کمېټو د کړنلارو، د بېلابېلو ولایتونو بېرته راستنو شویو ته د ځمکو وېش، له کابل څخه اړوندو ولایتونو ته د بې ځایه شویو د لېږد، د ننګرهار له بې ځایه شویو سره د مرستو او د احکامو او فرامینو د څارنې او تعقیب لوی ریاست راپور په اړه بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې شوې دي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
7
75
@pashtortanews
RTA Pashto News
9 hours
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې له غزې څخه د فلسطینیانو اېستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي، چې هیڅوک له دې تړانګې فلسطینیان نه شي اېستلای. نوموړي زیاته کړې، هېڅوک دا ځواک نه لري، چې د غزې ولس د هغوی له ټاټوبي وباسي. ښاغلي اردوغان دغه راز ویلي، چې غزه، لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو پورې اړه لري. تر اردوغان وړاندې د یو شمیر عربي هیوادونو چارواکو هم له غزې څخه د فلسطیني کډوالو بې ځایه کیدل رد کړي وو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په څلورمې نیټې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي و، چې امریکا به د غزې تړانګه اشغال کړي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
4
32
318
@pashtortanews
RTA Pashto News
10 hours
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د واورې ورېدو، توپان، او ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي له امله د سالنګ لویه لار تر بلې خبرتیا پورې په لنډمهاله توګه د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ وتړل شوه. د ښاغلي حق‌شناس په وینا؛ د سالنګونو د ساتنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیزي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
8
44
@pashtortanews
RTA Pashto News
20 hours
د کندوز د دشتي ارچي ولسوالۍ اړوند په ملا قلي بازار کې د سړک غاړې ویالو د جوړولو چارې پیل شوې. #ملي‌تلویزیون
0
5
19
@pashtortanews
RTA Pashto News
20 hours
ننګرهار کې د پینځو روغتیایي مرکزونو پاتې رغنیزې چارې پیل شوې. #ملي‌تلویزیون
0
4
6