hotaki_093 Profile Banner
Amanullah Hotaki Profile
Amanullah Hotaki

@hotaki_093

Followers
30K
Following
3K
Statuses
395

سياسي کارپوه!

Kabul
Joined May 2022
Don't wanna be here? Send us removal request.
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
3 days
د غلامۍ پایله! دا سړی، چې له اصله پاکستانی او د پردیو د لاس آله ده، څه موده وړاندې یې د اسلامي امارت د زعیم د نیولو پرېکړه کړې وه. خو اوس تازه دی په خپله د ډونالډ ټرمپ له لوري امریکا ته په ورتګ یې بندیز لګېدلی دی، ملکیتونه او بانکي حسابونه یې کنګل شوي، او له دندې هم ګوښه شوی دی.
Tweet media one
8
18
146
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
4 days
امریکا غږ، ازادي راډیو، آمو تلویزیون او افغانستان انټر، چې له امریکا څخه یې پراخ مالي ملاتړ ترلاسه کاوه او په بدل کې یې تبلیغاتي اجنډاوې پرمخ وړلې، اوس د زوال په درشل کې ولاړې دي. دې رسنیو یوازې د یک‌بار مصرف ارزښت درلود، د بهرنیو موخو لپاره وکارول شوې او کثافت دانۍ ته واچول شوې.
Tweet media one
3
3
53
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
5 days
هیڅ بهرنی ځواک نه پخوا افغانستان ته ژمن و، نه اوس دی او نه به هم په راتلونکي کې وي. د بشر حقونو شعارونه یوازې لویدیځ او امریکا د خپلو ګټو لپاره کاروي. افغانان که غواړي چې بریالي پاتې شي، باید نور د پردیو کړیو او هېوادونو دروازې ونه ټکوي او یووالی او خپلمنځي تفاهم رامنځته کړي.
Tweet media one
0
14
78
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
11 days
پاکستان په خپله د ترهګرو ځاله ده، خو تل نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ خطاب کوي. دا هېواد د سیمې په بې‌ثباتۍ کې خپلې ګټې لټوي او هڅه کوي، چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي. خو نن په افغانستان کې یو خپلواک، قوي او ملي نظام حاکم دی، چې د دې خاورې، ملت او جغرافیې د ساتنې کلک هوډ لري.
2
30
169
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
15 days
برتانوي ځواکونو په هلمند کې د ثبات او پرمختګ تر شعار لاندې داسې ظلمونه ترسره کړل چې تاریخ به یې هېڅکله هېر نه‌ کړي. بازارونه او کورونه یې پر کنډوالو بدل کړل، عام خلک یې په بې‌رحمانه ډول ووژل او آن ځینې خلک یې ژوندي تر خاورو لاندې کړل.
0
1
27
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
16 days
په ناروې کې مېشت افغانان کولی شي له دې وروسته د خپلو ستونزو د حل لپاره د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي. یاد سفارت تازه اسلامي امارت ته سپارل شوی دی. اسلامي امارت د متوازن سیاست او ډیپلوماسۍ پر بنسټ عمل کوي، چې له برکته یې په لنډ وخت کې له ګڼو هېوادونو سره اړیکې پراخې شوې دي.
Tweet media one
5
44
588
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
19 days
هغه بې حیثیته کسان چې په بهر کې د (افغان) په نوم قبولي اخلي، خو په خپلو اعمالو سره د افغانستان او افغانانو نوم بدناموي، د شرم وړ دي. په دې وروستیو کې دا شخص په بهرني هېواد کې په بس کې چاقو راوباسي او خلکو ته اخطار ورکوي. دا د لنډغرو فرهنګ او بې شخصیته کړنې دي، چې د ملت سپکاوی دی.
0
1
26
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
25 days
موږ په پښتو کې وایو: کله ته له عیبه پاک وې، بل ته یې ګوته نیولی شي. فضل محمود فضلي ته وایم: موږ او تاسو په افغانستان کې څو سلنه ولسي مشروعیت درلود؟ آیا له کابل ښار دباندې، حتی په چهار آسیاب کې مو محبوبیت درلود؟ نه، نه مو درلود. انسان باید له خبرې مخکې په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړي.
Tweet media one
7
8
84
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
27 days
دغه ډول پروژیانې د افغانستان په لمن تور داغ دي چې تل یې د پردیو کړیو په خولو د افغانستان پښې وهلې دي. راشد خان هغه څوک دی چې تل یې په سخت وخت کې د افغانانو لاسنیوی کړی دی؛ ستاسو به د پکتیکا او بغلان طبیعي پيښې په یاد وي چې همدې راشد یې لاسنیوی کړ و، هغه وخت دا پروژیانې چیرې وې.
Tweet media one
3
5
48
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
1 month
امارت په ښه ډول د پاکستان د نفوذ مخه نیولې، چې دا د پاکستان لپاره یوه کلکه سیاسي څپېړه ده. اوس امارت له هند سره د اړیکو پراختیا ته مخه کړې، په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د هند همکاري د سیمې ثبات او د افغانستان پرمختګ ته لاره هواروي. پاکستان نور د فشار وسیله نه لري.
Tweet media one
5
22
324
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
1 month
پاکستان نه یوازې په اقتصادي برخه کې مات شوی، بلکې اوس په پوځي او سیاسي برخو کې هم مخ په ځوړ دی. د خپلو ستونزو د حل لپاره چې بله لار نه لري، هلته مېشت افغانان په بېلابېلو پلمو ځوروي. دا هماغه افغانان دي چې پاکستان به یې له نوم په استفادې له نړیوالو خیراتونه راټولول.
Tweet media one
6
7
76
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
1 month
د تش په نوم مقاومت جبهې لخوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمي سرحد ویل د افغانستان د ملي وحدت او ارضي تمامیت پر وړاندې ښکاره خیانت دی. دا ډله د ملي ګټو د ساتنې پر ځای د پردیو اجنډاوو لپاره کار کوي او د افغانانو استازیتوب نشي کولای. د دې ډول دسیسو پر وړاندې د افغان ملت یووالی مهم دي.
Tweet media one
16
22
187
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
1 month
یحیی سینوار نه یوازې دا چې ټول عمر یې د ظلم پر خلاف مبارزه وکړه، مګر بلې خوا یې د خپل ولس د هوساینې او ارامتیا لپاره د ژوند هره شیبه وقف کړې وه. نوموړی د اسلام اتل دی، هغه اتل چې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې بیت المقدس د ازادۍ لپاره یې د ژوند تر پایه په میړانه مبارزه وکړه.
Tweet media one
8
22
464
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
1 month
اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د زیربنایي پرمختګونو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي. د شاه او عروس بند نننۍ پرانسته، چې د ۲۷۰۰ هکټاره ځمکې خړوبولو او ۱.۲ مېګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري، د دې هڅو یوه ښکاره بېلګ�� ده. دغه پروژه به د خلکو ژوند ښه او اقتصادي ثبات به رامنځته کړي.
Tweet media one
3
10
162
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
2 months
پکتیکا کې د پاکستاني ریاست له لوري وحشیانه برید چې عام وګړي او ماشومان پکې په شهادت رسېدلي په کلکو ټکو غندم. دا ډول بریدونه نه تنها دا چې د ستونونزو د حل لار نه ده بلکې لا جدي ستونزې ایجادوي. هغوی چې د اور لمبې یې له خپلې لمنې دی، باید نور ملامت نه کړي، ټي ټي پي د پاکستان خپل خلک او داخلي مسله ده. چې افغان لوري یې په اړه بار بار وضاحتونه کړي دي. شهیدان دې خدای وبخشي کورنیو ته یې صبر جمیل او اجر اعظیم نصیب شه.
Tweet media one
2
6
71
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
2 months
د ستر سلطان محمود غزنوي اړوند د پاکستاني وزير ګستاخانه څرګندونې او د امارت ښه ځواب په اړه له حريت راډيو سره زما لنډ بحث.
5
30
223
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
2 months
اوسنی نظام په تېرو درېیو کلونو کې وتوانېد چې د افغان قومونو او ژبو ترمنځ هغه ژور اختلافات او تعصبات له منځه یوسي، چې د دښمن د شومو دسیسو په ترڅ کې کرل شوی و. نن ورځ پشه‌يي، ایماق، ګوجر، سکان، هزاره، تاجک، اوزبک او پښتون د یوه وجود په څېر ښکاري، چې دا د ملي یووالي او ورورولۍ څرګندونه کوي. دا لاسته راوړنه نه یوازې د هېواد د ثبات لپاره مهمه ده، بلکې د پرمختګ او ګډ هدف ته د رسېدو لپاره یو مهم بنسټ جوړوي. د دې اتحاد ساتنه او پیاوړتیا د ټولو افغانانو ملي مسوولیت دی. انځور د شمالي ولایتونو د قومي مشرانو دی.
Tweet media one
4
4
94
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
2 months
د دروندوالی، بښنې او لویۍ هغه ستر مثال چې د خلیفه صاحب سراج الدین حقاني په شخصیت کې ښکاري، زموږ لپاره د الهام یوه مهمه سرچینه کیدای شي. د خلیفه صاحب د الله لپاره دوستي کول، د خپل حق بښل او د خپلو مخالفینو سره په عزت او احترام چلند کول، د هغه د شخصیت او داعیې لوړتیا په ډاګه کوي. باچا خان ځدراڼ، چې د خلیفه صاحب پر وړاندې تر ټولو زیات جنګېدلی او کلک مخالف یې و، د هغه د زغم، بښنې او د الله لپاره دوستۍ له برکته نن د خلیفه صاحب سره په یوه ټغر ناست دی. دا د خلیفه صاحب د لوی شخصیت څرګندونه کوي، چې د خپلو مخالفینو لپاره یې د سولې او وحدت دروازې خلاصې ساتلې دي. دا ډول بښنه او زغم یوازې هغه کسانو ته شونی دی چې د خپل ځان او موقف لپاره نه، بلکې د الله د رضا او د ملت د خیر لپاره ژوند کوي. دا د شخصیت او داعیې د لوړتیا یو داسې مثال دی چې ټول افغانان یې باید د خپل ملي یووالي او ثبات لپاره عملي کړي.
Tweet media one
11
16
234
@hotaki_093
Amanullah Hotaki
2 months
د محترم ګلبدین حکمتیار ګډون د خلیفه صاحب د تره مرحوم خلیل الرحمن حقاني په فاتحه کې یو نیک او د ستایلو وړ اقدام دی. دا ډول ګامونه د ملي یووالي او اتفاق د پیاوړتیا لپاره خورا مهم ثابت کېدای شي. ټول افغانان باید د داسې اقداماتو ملاتړ وکړي او د نفاق د هغو شومو هڅو مخه ونیسي چې د بهرنیو کړیو له لوري د افغانانو د کمزوري کولو لپاره په لاره اچول کېږي. افغانان د یوه بدن د غړو په څېر دي، خو له بده مرغه بهرنیو کړیو د دوی ترمنځ د اختلاف او بېلوالي تخم کرلی دی. اوس تر بل هر وخت اړینه ده چې افغانان د هر ډول قومي، سیاسي او مذهبي اختلافونو څخه پورته فکر وکړي، یو موټی شي او د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره په یوه ټغر سره راټول شي. زه د محترم حکمتیار صاحب له دې اقدام څخه ډېر خوشحاله یم. دا یو عملي ګام دی چې د یووالي او ملي همغږۍ لپاره یې اهمیت باید هر افغان درک کړي. خدای (ج) دې موږ ته نور هم د اتفاق او اتحاد توفیق راکړي، څو په ګډه خپل هېواد له هر ډول شومو توطیو وساتو.
Tweet media one
8
22
442