daily_shahadat Profile Banner
Daily Shahadat Profile
Daily Shahadat

@daily_shahadat

Followers
19K
Following
10K
Statuses
12K

د افغانستان د مؤمن او مجاهد ولس د آرمانونو هينداره

Afghanistan
Joined July 2020
Don't wanna be here? Send us removal request.
@daily_shahadat
Daily Shahadat
3 days
Tweet media one
0
1
19
@daily_shahadat
Daily Shahadat
4 days
کتاب: اسلامي اقتصاد؛ ځانگړتیا او امتیازات ئې لیکوال: حکمتـــیار (د حزب اسلامي افانستان امیر)
Tweet media one
0
5
29
@daily_shahadat
Daily Shahadat
4 days
قدرمن حکمتیار صاحب
12
12
128
@daily_shahadat
Daily Shahadat
4 days
صهیونیسټي خبریاله ماریه اسراف وايي: ”ما چي د غزې اوسېدونکي د ړنگو سویو ودانیو پر لور روان ولیدل نو ولړزېدلم؛ لومړی د تروریسټانو پر ازادولو خفه وم خو اوس مي د غزه والو ستنېدا وژني؛ د دوی کورونه تباه سول؛ تر دې زیات به مو له دوی سره څه کول؟ خو دوی بیا هم خپلو کورونو ته ستنېږي...“
0
2
8
@daily_shahadat
Daily Shahadat
5 days
آیاامریکا/ټرمپ رښتیا هم غزه وال له غزې شړلی سي؟!
1
2
4
@daily_shahadat
Daily Shahadat
7 days
حزب اسلامي
1
5
44
@daily_shahadat
Daily Shahadat
7 days
د مشر نوی کتاب
Tweet media one
3
3
46
@daily_shahadat
Daily Shahadat
10 days
۶۴۶-ورځي په توقیف کي! النهضه گوند په تونس کي د جمهوریت (اسلامي جمهوریت) تجربه خوندي وساتله. د جمهوري گوندونو په تاریخ کي تر ټولو مسؤل کردار اخوان او د هغوی د مفکورې نماینده تنظیمونو اداء کړی دئ. همدوی د بهرني اشغال په مقابل کي د بې ساري مقاومت تاریخ لري او وروستی مثال ئې ۷-اکټوبر دئ؛ د داخلي ستونزو په مقابل کې بیا هر مشر یو ستر غر ثابت سوی دئ؛ د هغوی د زنداني کېدلو او ترور بې شمېره هڅي وسوې؛ د اکثریت ئې له زندانونو څخه جنازې را ووتې؛ خو بیا هم دوی پر همغه مخکنۍ فلسفه (نحن دعاة؛ لا قضاة. شیخ حسن الهضیبي رحمه الله) محکم ولاړ دي. موږ د سیکولرانو ډارن وضعیت ولیدی چي یا نظام اختطاف کړي او یا هم د زور په مقابل کي له وطنه تېښته وکړي؛ اما اسلامپالو دا شرمونه نه دي پرې ایښي؛ دوی د سیکولرانو او سوسیالیستو دیکتاتورانو برعکس هر ظلم پر ځان زغملی خو خپل ملتونه ئې امتحان ته نه دي اچولي... شیخ راشد الغنوشي د همدې لاري یو اتل لاروی دئ؛ د دیکتاتور قیس سعید په مقابل کي محکم ولاړ دئ او د جمهوریت د بیا احیاء کولو عظیمي هڅي کوي. نړئوال سازمانونه او اروپایي او غربي هېوادونه ئې په اړه د گونگ شیطان کردار لوبوي؛ د تش په نوم اسلامي هېوادونو یادونه اصلاً معنی نه لري ځکه اکثریت ئې یا دیکتاتورانو په لاسونو یرغمال دي او یا د غرب په کامل حمایت د فوځي جنرالانو له لوري...
Tweet media one
0
3
10
@daily_shahadat
Daily Shahadat
10 days
و انه لجهاد؛ نصر او استشهاد دا امت په مرگونو نه کمزوری کېږي؛ غزه اسرائیل نه ده چي اوسېدونکي ئې د تېښتي تابیا ونیسي؛ غزه فلسطین دئ؛ تر څو ئې یو تن ژوندی وي دا مبارزه به جاري وي... په دې جگړه کي یوازي حماس تاوانونه نه دي کتلي بلکي ملعونو صهیونیسټانو هم شدید تلفات درلودلي... فرق دا وو چي د قدسیانو رهبران پر میدان جنگېدلي او په شهادت ورسېدلي خو په مقابل کې د دښمن مشران د قرآن په وینا او تائید په کلابند وضعیت کي یا د زري دېوالونو تر شا جنگېدلي دي؛ (قرى محصنة أو من وراء جدر)؛ باوجود د دې قدسیاتو هغوی ټول د الله په مرسته وژلي. د شیخ یٰسین او شیخ أبو خالد الضیف اتلو ځوانانو د پېړۍ د دې نا انډوله جگړي تخته واړوله. د اسلامي امت مشران ډېر دي؛ ان شاءالله مقاومت به جاري وي... دا مبارزه د امام حسن البناء، سید قطب، مهدي عاکف، احمد یسین، رنتیسي، هنیه و سنوار په شهادتونو ونه درېده... مقاومت د معاصرو اتلانو په شهادتونو هم نسي ځنډېدلی؛ اوس لا وختي دئ چي د مشرانو نومونه دې اعلان سي... د شهید یحیی سنوار خبره: مهم مقاومت دئ چي جاري به وي؛ باک نلري چي د کوم مشر او کوم بیرغ تر قیادت لاندي دئ... رب دي د شهداوو عظیمي قربانۍ قبولي کړي. آمین
Tweet media one
Tweet media two
0
4
34
@daily_shahadat
Daily Shahadat
10 days
د اتل شهید أبو خالد محمد الضیف د ۱۹۹۴ع کال مشهوره او تاریخي ويډیو؛ أبو خالد یو تن صهیونیسټي فوځي "نچشون واخسمن" بندي نیولی وو تر څو د امت مظلوم شهید شیخ احمد یسین رحمه الله پرې آزاد/تبادله کړي. د نوموړي ۳۶-کلنه مبارزه داسي پای ته ورسېده چي ټول امت ورباندي خفه دئ! د الاقصی توپان د مبارک مقاومت د لومړي صف نږدې د ټول قیادت ویني وبهېدلې؛ همغه د سنوار په قول چي د آزادۍ د دې سور ورټکول داسي لاس غواړي چي په وینو لړلی وي... دا د انساني تاریخ یوه معاصره او حیرانوونکې جگړه ده؛ دا جگړه هم داسي ده چي کله د یوه مشر له پرې سوي لاس څخه بیرغ غورځي نو سمدستي ئې بل مشر تکیه کوي؛ پر الله د دوی ایمان او قوي اعصاب ئې وگورئ چي په انتهائي ستونزمنو حالاتو کي هم نه دوی د تذلذل ښکار ول او نه ئې حواس له لاسه ورکړل. داسي چي نه ئې د جگړي پر میدان تېروتني وکړې او نه ئې پر سیاسي مېز؛ دوی حتی د جگړي په گرمو میدانونو کي د خپلو اتلو مشرانو پر شهید کېدلو هم کمزوري څرگنده نکړه؛ بلکي د سنوار تر شهادت وروسته خو د جنگ کیفیت ډېر تېز او سخت سو؛ ځکه د انتقام څپې هم ورسره مل سوې. د دې اوږدې جگړي مشرتوب اوس کاملاً له نوي نسل سره دئ او د جگړي دا بیرغ اوس د اور، وینو، کنډوالو او تور سکور سویو کلیو منځ ته انتقال سوی دئ. یو ځای ډېر لیري پر څوکۍ په جسماني لحاظ معذور یو معزز مشر ناست دئ او خپلو ځوانانو ته د جگړي د توغ، له آزادۍ سره د عشق او مینې پر انتقال خوښ ښکاري؛ همدا مشر به د خپلو شهیدو سویو شاگردانو هرکلی کوي او د ابد لپاره به له هغوی سره یو ځای کېږي... هره هغه آزادي قرباني غواړي چي استعمار ډالۍ کړې نه وي.
4
1
30
@daily_shahadat
Daily Shahadat
10 days
”ه��ه لکه د صـحابه وو د دوران سړی چي وو؛ ما ته تر خپل سکني زوی را تېر وو؛ زما ارمان وو چي که لور مي شهیده سي اما زوم مي ژوندی پاته وي؛ همداسي سوه؛ زما لور شهیده سوه خو زوم مي ژوندی پاته سو. زما سره هغه د خپلي سکنۍ مـور په څېر چـلن کاوه؛ ما په خپل ژوند کي داسي څوک ونه لیدو؛ که موږ لس لس ځله ژوند وکړو د هغه په څېر ځان نسو جوړولی؛ تر لور وروسته مي دا دئ زوم هم شهید سو. د هغه بچـیان زما په کـفالت کي دي او زه کله هم دوی له ځان څخه نسم جلا کولی.“ د اتل شهید محمد الضیف خواښې (د مېرمني مور)
Tweet media one
2
5
26
@daily_shahadat
Daily Shahadat
12 days
وضاحت: په خواله رسنیو کې یو ناسم او درواغجن خبر خپور شوی چې ګواکې مشر وفات شوی. په اصل کې دا هسې یوه بې‌اساسه شائعه او افواه ده چې هېڅ حقیقت نه لري. الحمدلله مشر روغ رمټ دی، او دا ډول ناسم معلومات یوازې د عامه أذهانو د مغشوشولو په‌پار؛ د ځينو مغرضو او درواغجنو کړيو له لورې خپرېږي. له ټولو وروڼو او دوستانو هیله لرو چې د ناتأیید شویو خبرونو له خپرولو او منلو ډډه وکړي. (کفیٰ بالمرء کذباً أن يحدث بکل ما سمع.)
22
3
97
@daily_shahadat
Daily Shahadat
13 days
۲: شام، عراق، لبنان، یمن، پاکستان او افغانستان پکښې شامل ول. یعني دغه اسلامي هېوادونه دې ته چمتو ول چي په روا طریقه دلته مېشت یهودان د فلسطین اوسېدونکي ومني. دوی همداسي د یهودانو د آبادۍ په تناسب پر دولتي وضائفو د هغوی د پاته کېدلو حق منلو. دا هېوادونه دې ته هم چمتو او راضي ول چي په یهودي اکثریتي سیمو کي باید عبــراني ژبه د دوهمي دولتي ژبي په صفت ومنل سي؛ همداسي دا هېوادونه د ټولو یهودي عبـادتځایونو د ساتني او د هغوی د اداره کووونکو مصارفو پر منلو هم مخالف نه ول. د یهودانو لپاره د دوی د مذهبي محکمو پر جوړولو هم دغو اسلامي هېوادونو ستونزه نه درلوده. دوی یهودانو ته د هغوی د عباداتو او د هغوی پر عقائدو د عمل کولو پوره حق ورکاوی. (او دا ټول وړاندیزونه چي اسلامي هېوادونو کول؛ د فلسطیني مسلمانانو په مشوره وو.) پوښتنه دا پیدا کېږي چي تر دې هر څه وروسته آخر څه ستونزه وه چي د یهودانو لپاره پر اسرائیل جوړولو دومره ټینگار وسو او یهودانو په ناوېشــل سوي فلسطین کي له اوسېــدلو ډډه وکړه؟! دا پوښتنه هم ډېـره مهمه ده چي آیا د دوه برابره نفوس د خوښۍ پر خلاف د هغوی د هېواد د تقسیمولو کوم حقوقي او اخلاقي جواز موجود دئ؟! آیا په نړۍ کي کله هم داسي وسوه چي له بهره د راوړل سویو او په زوره پر یوه سیمه د جبري کډوالو تر آبادولو وروسته دي د هغوی په خوښـه یو هېواد ټوټه سوی وي او د هغه هېواد تر نیمايي ډېـره زمکه دي همدغو جبري کډوالو ته ورسپارل سوې وي؟! بالاخر فرعي کمېـټې د خپل راپور په ۷۰-پارگراف کي ولیکل چي ملگري ملتونه چي کوم کار کوي هغه باید وغنـدل سي؛ ځکه دا یو طرفه او ناروا اقدام دئ. د راپور توري دا ول: It must be condemned as arbitrary and unjust. د ملگرو ملتونو فرعي کمېټې د خپل راپور په ۷۱-پارگراف کي لیکلي چي په فلسطین کي د یهودي ټولنـي د اوسېدلو معنی هیڅکله دا نه ده چي اوس دي نو په فلسطین کي یو یهودي دولت جوړ کړل سي. د ملگرو ملتونو د دې تقسیم پلان یوه ستونزه دا هم وه؛ دا ډېره درنده معامله وه. په دې کي دا ترتیب موجود وو چي یهودي دولت به قوي وي او فلسطیني دولت به داسي یو کمزوری حکومت ولري چي حتی د خپل وجود د ساتلو وس به ورسره نه وي او بالاخر به ټول فلسطین یو یهودي دولت سي. په زړه پوري خبره دا ده چي د دې خطـر اظـهار هم د ملـگرو ملتونو همدغو کمېــټیانو په خپلو راپورونو کي کړی وو. یعنی له ځایي خلکو سره چي د ملتونو د اتحادیې د منشور په ذریعه په کوم ضمانتونو ترسره سوي وو؛ دا پلان د هغو ضمانتونو سره په ټـکر کي وو. فـرعي کمېټې د خپل راپور په ۸۰-پارگراف کي لیکلي چي د فلسطین پر کومو سیمو چي د عربانو د عائداتو انحصار دئ د هغوی اکثریت سیمي په یهودي دولت ورگډېږي. همداسي چي پر کومو بندرونو د عربانو اقتصاد مُتــکي دئ همغه بنــدرونه هم د ملگرو ملتونو په تقسیم پلان کي یهودي دولت ته ورسپارل کېږي؛ چي د حیــفه او جائــفا بندرونه ئې څرگند دي. دې کمېـټې په ۸۲-پارگراف کي ولیکل چي عربانو ته مناسبه د کــرني وړ زمــکه نه ده ور پرېښـودل سوې. د ملگرو ملتونو په پلان کي د کـرني وړ زمکه یهودي دولت ته ورکول کېږي؛ فلسطینیانو ته خو د خپل وجود بقاء لا ستونزمنه ښکاري؛ دوی به یا پر بهرنیـو پورونو گوزاره کوي او یا به پر بهرنیـو مرستو متکي وي. دوی ته کوم اقتصادي متبادل نه دئ پرېـښودل سوی. همداسي کمېـټې ولیکل چي د فلسطین د تقسیم پلان په حقوقي توگه د اعتراض وړ دئ، په سیاسي توگه دا پلان غیرِمنصفانه دئ او په اقتصادي توگه بیا تبــاه کوونکی: The partition proposal is legally abjectionable, politically unjust, and economically disastrous. پای
0
0
1
@daily_shahadat
Daily Shahadat
14 days
د اسرائیلي ماتي وروستی پړاؤ! له نتساریم محور څخه صهیونیسټي فوځونه ووتل؛ د غزې په شمال کي په زرگونو فلسطینیان بېـرته خپلو کورونو ته راستانه سول؛ د فلسطین د جلاوطنۍ (لومړۍ او دوهمي نکبې وروسته) په تاریخ کي په لومړي ځل له خپلو سیمو څخه د شړل سویو فلسطینیانو راستنېدل ممکن سویدي؛ تر پنځلسو میاشتو پرلپسې ستونزمن مقاومت، کډوالۍ او لوږي وروسته فلسطینیان یو ځل بیا د غزې د شمال پر لور روان دي؛ د اشغالگرو صهیونیسټانو پلان دا وو چي د نتساریم محور په جوړولو سره به غزه پر دوو برخو وېشي، شمالي برخه به د فلسطیني ولس تر شړلو وروسته د اسرائیل د سټلرز (غیرقانوني صهیونیسټ کډوال) لپاره ځانگړې کوي او هلته به ناروا او غیرقانوني ښارگوټي جوړوي او وروسته به د امریکا په ملاتړ د جنوبي غزې اوسېدونکي د رفحِ او فلاډلیفیا محور له لاري مصر ته او ځیني نور اردن ته کډوال کوي او د غزې دائمي اشغال پروسه به تکمیل ته ورسوي... خو د غزې ولس د بې ساري صبر، استقامت او د مقاومت افسانوي قربانیو دا سازش ناکام کړ؛ تر دې وړاندي هم امریکا له مصر و اردن څخه غوښتي ول چي د غزې ولسونو ته ځای ورکړي خو هغوی انکار وکړ؛ د اردن شاه همغه مهال وویل چي اسرائیل دي د غزې ولس د موقت وخت لپاره د اسرائیل جنوب النقب صحرا ته ولېږدوي او غزه دي له خپل دښمن څخه پاکه کړي او بیا دي هغوی خپلو سیمو ته ستانه کړي... خو اسرائیل د دائمي اشغال اراده درلوده او لري ئې؛ د بیت المقدس او نورو فلسطیني سیمو په گډون ئې د فلسطین ډېره سیمه اشغال کړېده؛ د ملگرو ملتونو عمومي سرمنشي گوترېش هم تېره ورځ اندېښنه څرگنده کړه چي اسرائیل غواړي د فلسطین غربي برخه West Bank په اسرائیل کي منحل او دائمي اشغال کړي؛ ډونالډ ټرمپ هم پرون په طیاره کي خبریالانو ته وویل چي له مصر او اردن څخه غواړو چي د غزې ولس ته پناه ورکړي؛ غزه ړنگه سوېده او نور د اوسېدلو وړ نه ده؛ دا د خواخوږۍ الفاظ نه دي بلکي د اشغال او قبضې همغه منفوره اراده ده چي په خواخوږیو ډکو تورو کي عرضه سول. دا اصلاً د اسرائیل "مسعاف پلان" دئ چي ټرمپ ئې تشریح کوي؛ د دې پلان اصل چمتو کوونکي د اسرائیل ملي امنیت وزیر ایتمار بِنگوېر او خزانې وزیر بتسلئیل سموټرېچ دئ؛ ټرمپ وایي موږ د غزې د ۱.۵-یو نیم میلیون ولس د کډوالۍ خبره کوو تر څو خلیج نور د امن خوا ته ستون سي؛ دا کډوالي ممکن موقته او یا اوږد مهاله وي؛ نوموړی د دې دائمي امنیت راوستلو لپاره د ملگرو ملتونو د طرحي اصلاً یادونه نه کوي او نه اسرائیل په ناروا قبضې مجرم گڼي؛ اسرائیل د دې اظهاراتو په اړه خوښي څرگنده کړېده؛ ټرمپ پر اسرائیل د درندو بمونو پلورلو بندیز هم لیري کړی دئ. البته چي مصر، اردن او فلسطیني گوندونو له دې څرگندونو سره شدید مخالفت وکړ. د غزې د ولس دغه کډوالي به (الله مکړه) موقته کډوالي نه وي بلکي دا د غزې د وجود ختمولو منظم سازش دئ. اسرائیل په دې تقسیم کي ناکام سو اوس ئې دا ناممکن مأموریت د ټرمپ غاړي ته واچوی؛ بلکي دا یوازي د غزې د ختمولو نه د مصر او اردن د نا آرامه کولو یوه ناولې هڅه هم ده... حماس په دې تړاؤ قاطعه خبره وکړه چي: د غزې ولسونو پرلپسې څو ځله کډوالۍ وکړې، وحشتناک قتلِ عامونه ئې وزغمل خو تر خپل شرف (خاوره) تېر نسول؛ دوی اوس هم داسي خندونکې طرحه ردوي. امریکا دي له هغو سازشونو څخه لاس واخلي چي اسرائیل ئې جوړوي او د فلسطیني ولس د فطري او قانوني حقوقو خلاف دي. د دې پرېکړي پر ضد خو د فلسطین اجيري ادارې هم نقد وکړ او دا ئې د سور خط څخه تجاوز وگڼلو په داسي حال کي چي محمود عباس د یوه لاښ خور په څېر پر غزې هم د مسخره نظام چلولو ارمانجن دئ؛ هڅه کوي د غزې واک په لاس کي واخلي خو د هغه هڅي ځکه غیرمؤثري دي چي د نوموړي قدرت په غزه کي له نشت سره برابر دئ... پرون د اوربند ۹-نهمه ورځ وه؛ اشغالگر فوځ د شمالي او جنوبي غزې د پرېکوونکي نتساریم محور څخه شاتگ وکړ؛ دلته نو په زرگونو غزه وال د شمالي غزې پر لور د خپلو ورانو سویو کورنو پر لور کوچ وکړ؛ اکثریت ئې پر پښو روان ول ځکه د دوی شمېر هم ډېر وو او د سورلي وسائل انتهایي کم؛ حماس وویل چي په دومره ستر شمېر او تلوسه د د غزې شمال ته د دوی را ستنېدل د ټرمپ پر طرحه د لعنت ویلو او د دوی د ماتي په معنی دي؛ له نتساريم څخه صهیونیسټانو وتل د تړون له مخي وو؛ تېره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الأنصاري اعلان وکړ چي اسرائیل به د دوشنبې په ورځ د غزې بې کوره ولسونه شمالي غزې ته ور پرېږدي؛ دا د تړون برخه ده چي مقاومت به یهودۍ بندیوانه اربیل یهود او دوه نور صهیونیسټان د جمعې تر ورځي وړاندي ازادوي؛ دا صهیونیسټان له حماس سره نه بلکي له سرایا القدس سره موجود ول؛ هغوی دا ومنل چي د دغو درېیو تنو په بدل کي به اسرائیل ۳۰-دېرش تنه هغه بندیان ازادوي چي د عمر بند سزاوي ورته اورول سويدي...
Tweet media one
1
10
41
@daily_shahadat
Daily Shahadat
15 days
۳: باید په پام کي ونیول سي. پوښتنه دا ده چي د فلسطیني مسلمانانو اندېښـنې ولي له پامه وغورځول سوې؟! ۷. یو اوصول دا وټاکل سو چي په کومه سیمه کي چي دا خلک هستوگن کوئ؛ هلته باید دا خبره یقیني سي چي د هغه ځای د سیمه اییزو خلکو حقوق تر پښو لاندی نسي. د انتدابي مستند په ۶-قانون ویل سوي چي د یهودانو د آبادولو لړۍ دي یوازي د under suitable conditions مطابق ترسره سي؟! پوښتنه دا ده چي آیا د فلسطین اوضاع مناسبه وه او آیا فلسطینیان د هغوی منلـو ته چمتو ول؟! نور دا چي د کومي مېشتېــدني په پایله کي چي د مسلمانانو د نفوس تناسب له ۹۳% فیصد څخه ۶۶% فیصده ته راټیټ سو؛ آیا د دې په اړه د ۶-قانون دا شرط پایمال نسو چي: "په کومه سیمه کي چي دا خلک هستوگن کړل سي هلته دي دا خبره یقیني سي چي د هغې سیمي د نفوس حقوق تر پښو لاندي نسي." ؟! ۸. د انتدابي مستند په ۶-قانون کي لیکل سوي وه چي د فلسطین په انتدابي سیمه کي دي دا د آبادولو لړۍ Mandatory power یعني یرټـانیه نه ترسره کوي بلکي دا کار د فلسطیني ادارې (اېډمنشټرېشن آف فلسطین) د کولو کار دئ. د ملتونو د اتحادیې د مشنور په ۲۲-قانون کي همدا خبره سوې وه چي یوه فلسطیني اداره به وي او هغه به انتدابي ادارې یعني برټانیې ته داسي وړاندیزونه کوي او د هغوی مرسته به کوي. پوښتنه دا ده چي د یهودانو په فلسطین کي داسي هستوگن کولو په دې ټوله کار کي فلسطیني اداره چيري وه؟! د هغې خو اصلاً وجود هم نه وو؟! ۹. ملگرو ملتونو خپل د همدغو جوړو سوو اوصولو په نظراندازه کولو سره په فلسطین کي یهودان جبــراً هستوگـن کړل. د ملگرو ملتونو د فلسطینیانو لپاره ۲-دوهمي فرعي کمېټې د خپل راپور په ۷-پارگراف کي لیکلي چي په فلسطین کي د یهودانو د هستوگن کولو لړۍ فلسطینیانو نه ده خوښه کړې؛ دوی له دې سره شدید مخالفت کوي او د هغوی له خوښۍ پرته د هغوی پر زمـکه د یهودانو د مېشـت کولو هیڅ جواز نسته. ۱۰. همدا خبره د ملگرو ملتونو د فلسطین لپاره ځانگړې کمېټې د خپل راپور د دوهم څپرکي په ۱۵۰-پارگراف کي لیکلي چي په فلسطین کي د یهودانو داسي مېشت کول د ملتونو د اتحادیې د منشور د ۲۲-مادې څخه سرغړونه ده. همداسي د فلسطین لپاره د ملگرو ملتونو لخوا ځانگړي سوي ۲-دوهمي فرعي کمېټې د خپل راپور په ۴۹-پارگراف کي لیکلي چي د اوس لپاره په فلسطین کي د نورو یهودانو هستوگن کولو ظرفیت بالکل نسته؛ نو ځکه هم د دوی لپاره اوس باید کوم بل هېواد وکتل سي. د ملگرو ملتونو د دې کمېټې د دوهم نمبر قرارداد او د هغه درې وړاندیزونه هم په دې معامله کي ډېر ارزښت لري. لومړی وړاندیز دا وسو چي په فلسطین کي د یهودانو د هستوگن کولو پر ځای چي دا یهودان له کومو کومو هېوادونو څخه راغلي همغو مربوطو هېوادونو ته دي وویل سي چي دوی دي بیرته خپل وطن ته ور پرېږدي، هغوي دي ومني او هملته دي د مېشتېدلو اجازه ورکړي. دوهم وړاندیز دا وو چي کوم یهودان چي خپل پلرني ټاټوبي ته ونه لېږدول سي هغوی دي په فلسطین کي د مېشت کولو پر ځای د ملگرو ملتونو غړي هېوادونه له ځان سره ثبت او هستوگن کړي؛ او د دغو هېوادونو ساحې، اقتصادي وسائلو، في فرد عائد، نفوس او نورو عواملو پر ��ساس دي دا پرېکړه وکول سي چي کوم هېواد ته د هغوی څومره ونډه یهودان ور رسېږي. درېیم وړانديز دا وو چي د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دي یوه ځانگــړې کمېــټه جوړه کړي چي هغوی باید د اوصولو پر اساس دا پرېکړه وکړي چي د ملگرو ملتونو د هېوادونو له جملې ئې د کوم کوم یوه په برخه څومره یهودي کډوال رسېږي. خو عمومي اسمبلۍ پر دغو وړاندیزونو حتی غور هم ونـکړ او نه ئې د دې وړ وبلل؛ د نړئوالو قوانینو د ټولو مقرراتو او د خپلو کمېـټیو د وړاندیزونو په تر پښـو لاندي کولو سره ئې پر ملگرو ملتونو د اَبــر قدرتونو د فشار په نتیجه کي د فلسطین د وېـشلو پر پلان کار جاري وساتی او د حال په ژبه ئې وویل چي په نړۍ کي نن هم دلیــل ته د قــوت درجــه نه ده ورپه برخه سوې؛ قـوت نن هم د نړۍ تر ټولو سـتر دلــیل دئ. ژباړه: محمد هاشم شاهین پای
0
1
2
@daily_shahadat
Daily Shahadat
15 days
”بریتانیايي ورځپاڼي Declassified په تېر ډسبمر (۲۰۲۴ع) کي یو خبر افشاء کړ چي د بریتانیا د هوائي ځواکونو جاسوسي الوتکو د یرغمال سویو بندیانو د موندلو په پار له اسرائیلي فوځونو سره اوږه پر اوږه پروازونه کړيدي. دShadow R1 الوتکي به هره ورځ د غزې په هوا کي ۵۰-پنځوس ځله پرواز کاوی. مختلفو بریتانیايي الوتکو په مجموعي توگه د یرغمال سویو خوگانو په لټه کي ۱۶۰۰۰-شپاړس زره پروا��ه ترسره کړيدي. د امریکايي ځواکونو د الوتکو پروازونه تر ۴۰۰۰۰-څلوېښت زره تجاوز کوي؛ د دغو دواړو یرغلگرو قوتونو الوتکي به د قبرص د اکروتېري بېس څخه هوا ته پورته کېدلې؛ دوی ډېر زور وکړ او په جاسوسي سپو ئې د غزې لوېشت لوېشت زمکه وپلټله؛ هري څو ورځي وروسته به ئې کاغذونه شیندل تر څو د غزې اوسېدونکو ته د انعام طمعه ورکړي او هغوی فقط دوی ته اشاره وکړي چي بندیان چېري دي! د دوی لپاره ۱۰-میلیونه ډالر نقد انعام ایښودل سوی وو؛ وضاحت ئې وکړ چي د دوی نومونه به مخفي ساتل کېږي... هغه کوم چال وو چي ذلیل دښمن ونه چلوی؟ هغه کومه ټیکنالوجي وه چي په کار ونه لوېده؟ کومه وژونکې سلاح پاته سوې چي دوی پر دې مظلوم ولس ونه کاروله؟ اوچــا اداره په خپل وروستي راپور کي وایي: په غزه کي ۴۳۶۰۰۰-کورونه تباه سوي او بیا تعمیر ئې ۴۰-میلیارده ډالر مصرف کوي. خو بیا هم دا عظیم ولس تسلیم نه سو!“ که ولس ورسره مل نه وای د دوی مبارزه هیڅ نه وه؛ بلکي دوی تر ولس ډېري قربانۍ نه دي ورکړي؛ که څه هم د دوی مشران پر همدې لار ولاړل؛ همدا د دوی اعتراف او حقیقت دئ. دا ولس روزل سوی دئ؛ دا د امام حسن البناء او شیخ احمد یسین ولس دئ؛ همغه لاره پېژني... کوم نظام چي له ولس سره فاصله ونیوله د هغوی زوال د گوتو په شمېر ورځو ته منتظر وي؛ د ولس انفجار تر اټوم ډېر تخریبي وي او ولسونه د پردیو په ځپلو نه چاودي؛ جالبه ده چي د مقدسي زمکي په تړاؤ ډېرو جالبي تبصرې وکړې؛ مقاومت، دوست او دښمن ټولو د هغوی پر مېړانه او صداقت اعتراف وکړ... د امت زمري په خپل لومړنۍ وینا کي په زغرده وویل چي موږ د خپل عظیم ملت د سترو دردونو احساس کوو... د دوی د مقبولیت وجهه د دوی فتحه نه ده؛ د دوی د نړئوال شهرت یوازینی سبب چي ما درک کړی هغه؛ هغو وعدو ته د تحقق جامه وراغوستل وو چي دوی له خپل ملت سره کړي وې؛ دوی د کردانو د لیډرشپ په څېر او یا زموږ د تښتېدلیو سیکولرانو په څېر پر خپل دښمن له اروپایي هېوادونو لفاظي ونکړه بلکي په تودو سنگرونو کي وږي تږي ودرېدل؛ تر ملت وړاندي ئې قربانۍ ورکړې او هغوی ته ئې دا باور ورکړ چي موږ ستاسي څخه یو او تاسي له موږ نه!
Tweet media one
1
4
29
@daily_shahadat
Daily Shahadat
16 days
حکمتیار: تر څو چي دا ځمکه او اسمان وي پر فلسطین به د اسلام بیرغ رپېږي
0
3
28