ABN Pashto Profile Banner
ABN Pashto Profile
ABN Pashto

@afbnpashto

Followers
69,436
Following
2
Media
6,222
Statuses
12,000

Afghan Broadcasting Network is the mirror of modern Afghanistan and the voice of truth and trust. Our aim is to deliver world-class content to our audience.

Joined February 2022
Don't wanna be here? Send us removal request.
Explore trending content on Musk Viewer
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د جمهوریت له سقوط وروسته د ولسمشر غني لومړنۍ ځانګړې تصویري مرکه ډېر ژر له ABN څخه #ABN #UnfinishedSeason #ABNwithGhani
Tweet media one
117
173
3K
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
له ولسمشرغني سره ځانګړې مرکه: د جمهوریت سقوط، علتونه او درسونه. چهارشنبه د اګست لسمه،‌ د کابل پر وخت د ماښام ۶ بجې او دیرش دقیقې د @afbndari او @afbnpashto پر پاڼو او څپو.
114
183
2K
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د تخنیکي ستونزو له امله د ولسمشر غني ځانګړې مرکه تر راتلونکو څو دقیقو پورې وځنډېده. مرکه به ډېر ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ.
Tweet media one
115
51
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت ملت ته وینا لري، چې د اختر په شپه د افغانستان په وخت د ماښام ۸:۳۰ بجې خپرېږي. د دغې وینا لپاره د ولسمشر د خواله رسنيو خپلې پاڼې، د ABN فېسبوک، ټوېټر او یوټیوب او نورې رسنۍ تعقیب کړئ. #ABN #AshrafGhani   #EidUlFitr
Tweet media one
154
68
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
ولسمشرغني د نوي کال او مبارکې روژې رارسېدو په مناسبت ملت ته پیغام صادر کړی چې ډېر ژر خپرېږي. دې پیغام کې ولسمشر د هېواد حالات، کورنیو او نړیوالو پرمختیاوو ته په کتو ارزولي او له اوسني ټپ درېدلي حالته د وتلو لپاره یې خپلې طرحې وړاندې کړي. د پیغام اورېدو لپاره د ABN پاڼې تعقیب کړئ.
Tweet media one
94
68
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
نن د جمهوري نظام د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني ۷۴مه کلیزه ده. ټولنيزو رسنيو کې ډېرو افغانانو نوموړي ته مبارکي ليکلې او د اوږد ژوند غوښتنه يې ورته کړې ده. #AshrafGhani #ABN
Tweet media one
116
53
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د کابل امینه قومندانۍ لپاره د ت.البانو پخوانی ویاند مبین(جنرال مبین) وایي، ت.البانو سره کار کول یې یوه تېروتنه وه. هغه همداراز ویلي، د "ملاکراسۍ" مخالف دی او باید مسلکي کسانو ته نظام کې ونډه ورکړل شي. مبین چې له دې وړاندې یې د ت.البانو پلوي کوله لومړی ځل دی چې د دغه ډلې پرضد
93
164
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني سبا دوشنبه، د کابل پر وخت د شپې 9:00 بجې وینا وکړي. اورېدل یې له ABN څخه مه هېروئ. #AshrafGhani #Afghanistan #ABN
Tweet media one
96
62
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
11 months
د اسرایيلو د دفاع وزارت یوه لوړپوړي قومندان رسنيو ته ويلي، چې افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې د فلسطينيانو لاس ته لوېدلي او د اسرایلو پر وړاندې روانه جګړه کې يې کاروي.
Tweet media one
161
42
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
‌د ولسمشر غني د وینا مهم ټکي: ولسمشر محمد اشرف غني پر هغه څه کلکه اندېښنه ښودلې چې د ګډ افغان هویت د محوه کولو سنجول شوې هڅې بلل شوې دي. هغه د کوچني اختر په رارسېدو ولس ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د هویت دا بحران چې بېلابېل اړخونه ورته کار کوي، د هېواد راتلونکې له سخت خطر
Tweet media one
106
88
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
"زه جوړولو ته پيدا شوی يم، نه ورانولو ته" ولسمشر غني له ABN سره په ځانګړې مرکه کې وويل، زه جوړولو ته پيدا شوی يم، نه ورانولو ته. زما هيله دا وه چې د #افغانستان په هره دره کې زما په لاس د ابادۍ نښې وي، نه د تورې او نه د ټوپک.
66
117
1K
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
#عاجل د اسلامي علومو متخصص او د جمهوري نظام د حج او اوقافو وزير، محمد قاسم حليمي له ABN سره په ټوېټر سپېس کې د طالبانو لوړو زده‌کړو وزير ندا محمد ته د نجونو پر تحصيل د بنديز اړوند د مناظرې چلينج ورکړ.
Tweet media one
110
92
981
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
پخوانی افغان لوبډلمشر او د کرېکټ نړۍ پېژندل شوی لوبغاړی محمد نبي وایي، چې راتلونکی پلان یې افغانستان کې د "ادې" په نوم د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړول دي. محمد نبي ویلي، چې دغه روغتون به په خپله تمویلوي. دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر
Tweet media one
13
22
861
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د #امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندې نيکي هيلي ويلي د بايډن حکومت #پاکستان کې د لسګونه ترهګريزو ډلو موجوديت سره بيا هم دغه هېواد سره خپلې مرستې له سره پيل کړې. مېرمن هيلي پاکستان او چين ته د امریکا د دښمن خطاب کړی او ويلي يې دي، که بريالۍ شم پاکستان او #چين باندې ټولې پیسې بندوم.
Tweet media one
40
52
822
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
تخنيکي ستونزه حل شوه! د ولسمشر غني مرکه به تر راتلونکو څو شېبو پورې خپره شي.
70
31
788
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
افغان پیاوړي لوبغاړي رحمان الله ګربز پر خپل انسټاګرام د دغې ویډیو په خپرولو سره د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې مبارکي وړاندې کړې ده. @RGurbaz_21 | #IndependenceDay
4
54
784
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدايي وايي، محمد اشرف غني لا هم قانوني ولسمشر دی او د بین‌الافغاني خبرو پيل او نړۍ سره د تعامل لپاره باید جلا وطنه حکومت اعلان کړي. ښاغلي فدايي ویلي، که محمد اشرف غني نه غواړي جلا وطنۍ کې د حکومت مشري وکړي، باید د جمهوري نظام د مهمو غړو یو کمیسیون د
Tweet media one
292
59
774
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د ولسمشر محمد اشرف غني وینا چې ټاکل شوې وه نن شپه د کابل پر وخت د ماخوستن په ۹ بجو خپره شي، وځنډېدله. د خپرېدو نوې نېټه به یې ژر شریکه شي. @ashrafghani #ABN
Tweet media one
79
33
771
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان له نننۍ بریا وروسته د هند نوموتو پخوانیو لوبغاړو عرفان پټان او هرباجان‌سنګ خپله خوښي ښودلې ده. #CWC2023 #AFGvSL #ABN
5
56
763
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدایي د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي دي چې "هر چا افغانستان د اوبو له امله ګواښلی، خو پوی شئ چې افغانستان بې مالکه نه دی." حلیم فدایي وایي، "د اخوند له اخوند سره جګړه بېله خبره ده خو له افغانستان او افغانانو سره جګړه به لویه
Tweet media one
89
28
743
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد ويلي دي، امنيت د ابادۍ لومړی شرط دی. ستاسې په نظر، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امنيت څومره ټينګ شوی دی؟
Tweet media one
424
15
701
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د هند کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عرفان پټان وايي، افغان لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی وړ او مناسب لوبغاړی دی، لوبډله کې دې وساتل شي. #CWCW2023 #AFGvSL #ABN
Tweet media one
3
15
729
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
افغانستان په لومړي ځل د کرېکټ د نړۍ پياوړې او مخکښې لوبډلې اسټراليا ته ستره او تاريخي ماتې ورکړه. مبارک! #T20CWC #AFGvAUS #ABN
Tweet media one
6
27
743
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د ننګرهار پخواني والي ضياالحق امرخېل په خ��لو تازه څرګندونو کې ويلي، چې افغان ولس د خپلو لوڼو راتلونکي ته اندېښمن دی، اندېښمن به ولې نه وي چې څه باندې ۳۰۰ ورځې تېرې شوې خو نه يې ښوونځي پرانيستل شول او نه ورته قانع کوونکی ځواب ورکړل شو.
Tweet media one
17
39
721
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د پاکستان پر وړاندې له بریا وروسته د افغانستان کرېکټ عمومي رئیس میرویس اشرف د کندز ښار کې له خلکو سره بریا یو ځای لمانځلې ده. #AfghanAtalan | #CWC23 | #AFGvPAK
5
51
709
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګيله‌من وزیر بريد ته په غبرګون کې ويلي، پر ګیله‌من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی، په کلکه يې غندم. محمد اشرف غني په خپل اېکس اکونټ ليکلي، "د ګیله‌من وزیر له‌پاره چې په سخت ټپي حالت کې دی، له زرګونو هېوادوالو سره یو ځای له لوی
Tweet media one
12
48
710
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د ولسمشر غني ورور حشمت غني احمدزي د ولسمشر په تړاو د حزب وحدت اسلامي مشر محمد محقق وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، "ولسمشر غني له شاوخوا نه غلو حلقه کړی ؤ". محقق خپلو وروستيو څرګندونو کې ولسمشر غني په فساد تورن کړی او ويلي يې دي، "زه خپله (محقق) کابل کې له يوه شخصي کور
Tweet media one
51
34
670
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د #افغانستان د میوند قل اردو پخواني قومندان جنرال سمیع سادات د افغانستان په متحدینو غږ کړی چې د هېواد په بېرته ترلاسه کولو کې دې ورسره مرسته وکړي. د جمهوري نظام دغه پېژندل شوي جنرال ویلي، موږ باید له خپلو #متحدینو سره د قانوني تړونونو پر بنسټ اقدام وکړو. @SayedSamiSadat
Tweet media one
135
44
673
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
د افغان لوبډلې پيليز توپ‌وهونکي رحمان‌الله ګربز له اسټراليا نه له بريا وروسته ويلي، زه ددوی تږی وم. دوی موږ دردولي ؤ، موږ دوی ودردول. ګربز نننۍ لوبه کې چې په ۴۹ توپونو يې ۶۰ منډې وکړې د دغې لوبې په اړه غږېدلی دی. #T20CWC #AFGvAUS #ABN | @RGurbaz_21
5
48
683
@afbnpashto
ABN Pashto
3 months
افغانستان په لومړي ځل نیوزیلنډ ته تاریخي ماته ورکړه. #T20WorldCup24 #AFGvNZ #ABN
Tweet media one
5
21
682
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
ولسمشر محمد اشرف غني وایي که سیاسي حالات اوښتي نه وای، د طالبانو تر واک نیونې دوې اوونۍ وروسته افغانستان د ډیجټلي حکومتولۍ هغه برخې راپیلولې چې د هېواد راتلونکي ثبات او پرمختګ یې آسانولی شو. هغه د مثال په ډول، په مالي تادیاتو کې د بدلانه خبره وکړه چې ورسره سم په معاملاتو کې د
Tweet media one
79
40
673
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
ولسمشر غني: مشروع نظام باید راولو چې د ولس امانت ور وسپارم. ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت پيغام کې وایي، ژر باید مشروع نظام جوړ او قانونیت تأمین شي چې په وینا یې هغه ورته د ولس امانت ور وسپاري. هغه د افغانستان د اوسنۍ مسئلې حل د ت.البانو او سیاستوالو له وس پورته
80
56
652
@afbnpashto
ABN Pashto
3 months
آيرلنډ، ناروې او هسپانيې د اسرائيلو له خبرداريو سره سره اعلان وکړ، چې فلسطين به په رسميت وپېژني او دا کار په منځني ختيخ کې د سولې د ټينګښت لپار کوي. (۱/۳) #Norway #Spanish #Ireland #ABN
Tweet media one
7
24
644
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
کابل کې یو شمېر ځوانانو د هېواد درې رنګه ملي بیرغ 🇦🇫 په رپولو سره د خپلواکۍ کلیزه ونمانځله. #IndependenceDay #اسد۲۸
14
49
632
@afbnpashto
ABN Pashto
5 months
وتلي سندرغاړي سردار علي ټکر د پاکستان له لوري پر افغانستان وروستيو هوايي بريدونو ته په اشارې سره په خپل اېکس اکونټ ليکلي، "پاکستان د سرو مچيو ګبين ته ګوته وروړې". #Afghanistan #ABN | @takkar1234
Tweet media one
4
30
629
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د سردار محمد داوود خان روغتون پخواني رئيس ډاکتر محمد اسماعيل وردک په امريکا متحده ايالتونو کې د اورتوپيدۍ غوره جايزه ګټلې ده. تمه ده دغه جايزه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ساين خيريه ټولنې له لوري ښاغلي وردک ته ورکړل شي. رسنيو د دغه خيريه بنسټ له قوله
Tweet media one
28
42
609
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
پخواني هندي لوبغاړي کاتم ګمبیر د افغان کرېکټ ملي لوبډلې وروستيو برياو ته په اشارې سره ويلي، افغان کرېکټ لوبډله به راتلونکو څو کلونو کې د کرېکټ په برخه کې د آسيا په کچه له هند وروسته دويمه پياوړې لوبډله شي. #CWC2023 #GuatamGambhir #AFGvPAK #ABN
Tweet media one
1
15
612
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د جمهوري نظام لوړپوړی پخوانی پوځي چارواکی جنرال سميع سادات وايي، زه خپله افغانستان ته ځم، پوځي لباس اغوندم، د ت.البانو په ضد جنګېږم او هېواد ترې آزادوم. #Afghanistan #ABN | @SayedSamiSadat
Tweet media one
497
25
612
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
‌د پېښور په خزانې کېمپ کې یو شمېر ځوانان د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې د نمانځنې په پار راغونډ شوي دي. ویډیو: عزیز الله کاروان #IndependeceDay2023 #اسد۲۴
4
55
602
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د افغانستان له بري وروسته د هېواد د خوږ ژبي سندرغاړي میر خان د خوښۍ شېبې. دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس په لاس شوې او ستایل شوې ده. #AFGvPAK @OfficialMirKhan
7
38
609
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
ولسمشر غني له ABN سره په مرکه کې وویل چې د اساسي قانون له مخې د افغانستان ولسمشر دی او هغه میراث چې ولس ورته سپارلی د ولس له رایې پرته یې په خپل سر چاته نه شي سپارلی.‌ د دې مرکې بشپړه بڼه نن ماښام د کابل پر وخت ۶ بجې او دېرش دقیقې له @afbnpashto او @afbndari پاڼو څخه خپرېږي.
59
54
600
@afbnpashto
ABN Pashto
7 months
د ننګرهار پخوانی والي ضاءالحق امرخېل د پاکستان لوی درستيز د څرګندونو غبرګون کې وايي، "افغانان به خپل منځ کې ځينې اختلافات ولري، خو نورو ته د يو ملت په توګه دريږي، تر ټولو غوره مثال یې د ټولو افغانانو لخوا په يووالي سره د پاکستان حکومت د دښمن په توګه کتل دي". #Afghanistan #ABN
Tweet media one
23
29
584
@afbnpashto
ABN Pashto
5 months
ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسبت پيغام کې هېوادوالو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ ويلي، "دې مبارکو ورځو کې د خپلو عباداتو د قبولیت تر څنګ هیله من یم چې زموږ هېواد او خلکو ته د سوکالۍ، علم او تمدن مستقیمه لاره پرانيستل شي او ملي وقار بېرته تأمين شي". #Afghanistan #ABN | @ashrafghani
Tweet media one
20
14
607
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د هند کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي عرفان پټان دا ځل د افغانانو په بریا له کوره نڅا کړې ده. افغان لوبډلې نن په یوې په زړه پورې لوبه کې نیدرلنډ ته هم ماتې ورکړه. #CWC2023 #AFGvNED #IrfanPathan
2
40
577
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
طالبانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت پيغام کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې خلک دې ته اړ نه کړي هغه غوټه چې په لاسونو خلاصېږي په خوله يې خلاصه کړي. ښاغلي غني وايي، د حل لاره استبداد نه دی او انفجار او انتحار مشروعيت نه راوړي. د نظام
66
55
600
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
ولسمشر محمد اشرف نړیوال جام کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبو ستاينه کړې او له افغان لوبغاړو يې مننه کړې، چې د افغانستان استازولي يې په ښه توګه کړې ده. ښاغلي غني په خپلې اېکس اکونټ لوبډلې ته په خطاب کې ليکلي، "ستاسو ژمنتیا او وړتيا موږ ته وياړ او خوښي راوبښله. دې سختو وختونو کې
Tweet media one
6
20
594
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د ایرلنډ په بلفاست کې باران درېدلی او تمه ده نننۍ لوبه ترسره شي. نور جزئيات زموږ همکاران شبنم دوران او نظر کټوازی له لوبغالي څخه درکوي. #Afghanistan #Ireland #Cricket
4
13
576
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت د غازي امان الله خان د لور شهزادګۍ ناجیې د مبارکۍ پیغام. #IndependenceDay #اسد۲۸ #ABN
10
71
578
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
پېښور کې د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې نمانځنه 🇦🇫 #IndependenceDay #اسد۲۸ #ABN
3
23
569
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر محمد اشرف غني وینا نن شپه د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې خپرېږي. @ashrafghani #ABN #EidAlAdha2023
Tweet media one
56
28
566
@afbnpashto
ABN Pashto
29 days
د زمري ۷مې د بیرغ ملي ورځ په مناسبت د بيرغ په اړه د استاد حبیب‌الله رفيع څرګندونې چې څو کاله وړاندې یې کړي، دلته خپروو. #NationalFlagDay #ABN
5
52
584
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
وروسته له هغې چې افغان لوبډلې د نړيوال جام سياليو په لړ کې پاکستان ته په لوی توپير ماتې ورکړه، ډېری پاکستاني رسنيو، خبريالانو او د ټولنيزو رسنیو کاروونکو يې د افغان لوبډلې رټلو ته ملا وتړله. #CWCW2023 #RashidKhan #Afghanistan #ABN
Tweet media one
6
18
534
@afbnpashto
ABN Pashto
11 days
يو شمېر افغان ځوانانو تېره ورځ جلال‌آباد ښار کې د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ له ځانونو سره لېږدولی او رپولی دی. #Afghanistan #15August #ABN
11
41
552
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د #افغانستان د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي سره ABN د دوحې تړون او سولې پروسې په اړه مرکه لري، که کومه پوښتنه لرئ موږ سره يې شريکه کړئ. #ABN #DohaAgreement
Tweet media one
167
15
526
@afbnpashto
ABN Pashto
9 months
ولسمشر محمد اشرف غني د پودکاستونو په یوې نوې لړۍ کې چې همدا نن پيل شوه له خپل ولس سره د هغه څه په اړه چې د ملي او ټولنیز ژوندانه مهم اړخونه بلل شوي، د خپلو نظریو، تجربو، اخیستنو او سپارښتنو شریکول پیل کړي. (۱/۱۳) @ashrafghani | @DaudJunbish | #ABN
Tweet media one
30
22
531
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
افغان لوبډلمشر او د کرېکټ نړۍ پېژندل شوی ستوری راشد خان د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې مبارکۍ تر څنګ ویلي، اجازه راکړئ چې نن د خپل ملت ارزښتونو ته وخت ورکړو او هېڅکله یې هېر نه کړو. #AfghanAtalan   @rashidkhan_19
Tweet media one
6
28
519
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د امریکا متحده ایالتونو په ویرجینیا کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴مې کلیزې د نمانځنې جشن 🇦🇫 #IndependenceDay #اسد۲۸ #ABN
13
47
531
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د #پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې مخکښ مشر علي وزیر ته نږدې سرچینې وایي چې نوموړی له نږدې څلور کاله زندان وروسته نن د کراچۍ له زندانه خوشې شو.
Tweet media one
16
17
518
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان ویلي، اشرف غني د کمال خان بند په پرانیسته کې ویلي ؤ، چې که ایران وړیا اوبه غواړي، وړیا تېل دې راکړي، خو په وینا یې ت.البان داسې کومه غوښتنه نه لري. (۱/۴) #Afghanistan #Iran
Tweet media one
44
57
512
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
طالبانو په ننګرهار کې د یوه مشهور روحاني شخصیت له لوري د ۵۶۴۰ جریبه غصب شوې ځمکې د را ګرځولو ادعا کړې ده. طا��بانو عدليې وزارت وايي په سرخرود ولسوالۍ کې یې د سید اسحاق ګیلاني په نوم د جوړ شوي ښارګوټي د ړنګولو چارې پیل کړي.
Tweet media one
66
34
500
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
د طالبانو ترمنځ د ټولنيزو رسنيو يوه نوموتې څېره مبين، چې خپل ځان جنرال بولي، وايي: (فکر نه کوم نور د دې د نجونو پر مخ ښوونځیو دروازې خلاصې شي). دغه غږيز کليپ کې چې اې‌بي‌ان يې د کره وخت تائيد نه شي کولای، نوموړي په کې يادونه کړې، (دا زما واورئ خو منئ يې مه، چې د نجونو ښوونځي دې
29
102
530
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزنکی جانتن ټرات د افغان لوبډلې وروستيو برياوو ته په اشارې سره وايي، "ټولو لوبډلو ته درناوی لرو، خو له هېچا نه وېرېږو". #CWC2023 #Afghanistan #ABN
Tweet media one
3
15
510
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي او مبارز شاعر ګيله‌من وزیر په شهادت ژوره خواشيني ښودلې او ټولو ته يې تسليت ویلی. ولسمشر په خپل اېکس اکونټ ليکلي، ګیله من د یوه رښتیني وطنپال په توګه تر پایه په خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وباښه. ولسمشر زياته کړې، د ګیله من شهید
Tweet media one
24
44
531
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستان پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بريا مبارکي ورکړې او يو ځل بيا يې د افغان ښځو د تعليم او کار لپاره غږ پورته کړی. @ManzoorPashteen #Afghanistan #AFGvPAK
Tweet media one
11
32
523
@afbnpashto
ABN Pashto
5 months
ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو په اړه د خپل یوولسم پودکاست دويمه برخه کې د افغانستان د اوبو د کارولو لپاره د يوې منسجمې برنامې، فکر او نظام د نشتون په يادولو سره وويل، چې موږ بايد له هر څاڅکي اوبو ډېره ګټه پورته کړو، نه دا چې هغه ضايع کړو.(۱/۴) #Afghanistan #ABN | @ashrafghani
Tweet media one
23
33
522
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
په پام کې ده ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت هېوادوالو ته وینا وکړي. دغه وینا به د کابل په وخت ۳ بجې خپره شي. #8MarchWomensDay
Tweet media one
35
22
514
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په اړه پيغام کې د دوحې تړون یوه «معامله» وبلله او ويې ويل، په نظام کې «د فاسدو او ښویېدونکو عناصرو» له امله هېوادوال او د ملي پوځ منسوبین یا کډوالۍ ته مجبور شول یا په هېواد کې دننه سخت وکړېدل. #Afghanistan #Nawruz
Tweet media one
32
25
512
@afbnpashto
ABN Pashto
11 months
افغان ګلالي ماشومان د انګلستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بریا په پار خوشحالي کوي. #CWC2023 #AFGvENG #ABN
4
38
510
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
ولسمشر غني نيمه‌پای‌لوبې ته د افغان کرېکټ لوبډلې د لاموندنې له کبله مبارکي وړاندې کړې او افغان لوبغاړو ته يې په خطاب کې ويلي، "ستاسې خواري او هڅې د افغان ولس د وياړ لامل ګرځېدلي". افغان کرېکټ ملي لوبډلې بنګله‌‌دېش ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د کرېکټ شل‌اوریز نړیوال
Tweet media one
3
15
523
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د عراق العهد خبري شبکې خبر ورکړی چې د فلسطیني ځواکونو د بریدونو پایله کې څه باندې ۳۰ اسرائیلي ټانکونه او زغره وال ګاډي لمنځه تللي دي. دغو ځواکونو د هغه زغره والو ټانګونو انځورونه خپاره کړي چې تېره شپه د غزې په جګړه کې له‌منځه تللي. #GazaWar
Tweet media one
5
17
491
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د ABN# ځانګړې مرکه. دغه مرکه نن یکشنبه د کابل پر وخت د ماښام پر ۶ بجو د ABN پر تلویزیوني کانال او ټولنیزو پاڼو کتلی شئ. #Afghanistan #Taliban #Peace
31
37
498
@afbnpashto
ABN Pashto
7 months
ولسمشر غني د افغانستان روان بحران ته په اشارې وايي، که حالت همداسې دوام وکړي، د ټولنې د افراط او تفریط حالت چې له ځایه هم د مافیایي کړیو او زورواکو د جُرمي اقتصاد له لاسه کړکېچن ؤ، د لا ډېر بحران خواته تللی او د شتمنو او بېوزلو ترمنځ واټن لا ډېرېدلی شي.(۱/۶) #ABN | @ashrafghani
Tweet media one
35
19
500
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
ليکوال عصمت قانع وايي، شاه‌شجاع انګرېزانو سره راغی، خو ولس ته يې ویل زه يې تړلی یم. کارمل روسانو سره راغی، خو یوه ورځ يې ملت ته وويل، ما بد وکړل چې پر روسانو مې باور وکړ. غني او کرزي هم اعترافات لرل، خو د تاريخ نالوستي (ت.البان) له امريکايي قطره افغانستان ته راتګ الهي نصرت ګڼي.
Tweet media one
40
40
491
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا NPR رسنۍ سره په خپلې تازه مرکه کې ويلي، هېواد يې د داسې حکومت خاوند نه دی چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه وګوري. پخواني ولسمشر ويلي، له اقتصادي اړخه افغانستان له ناورين سره مخ دی او خلک هېواد پرېږدي.
Tweet media one
35
45
486
@afbnpashto
ABN Pashto
11 months
ولسمشر غني په خپل تازه پیغام کې د هرات او نورو لوېدیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه. #Afghanistan @ashrafghani #HeratEarthquake
Tweet media one
16
25
491
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د طالبانو مشر ملا ‌هبت‌الله اخوندزاده ته منصوب شوی یو غږیز پيغام چې رسنیو کې لاس په لاس کېږي، په کې نوموړی وايي چې #پاکستان کې نظام غیر اسلامي او د انګرېز قانون دی. (۱/۵)
Tweet media one
20
21
475
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
له ولسمشر غني نه ستاسې پوښتنه. که تاسې له ولسمشر غني نه د یوې پوښتنې چانس ولرئ نو پوښتنه به مو څه وي؟
Tweet media one
254
13
463
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د افغانستان وتلی سندرغاړی لطيف ننګرهای وايي، "ښه شو، چې په افغانستان کې موسيقي بنده شوه، ځکه دې موسيقۍ د افغانستان د اصلي کلتور استازولي نه کوله". ننګرهاري له امريکا غږ سره مرکه کې نيوکه کړې، چې ځينو سندرغاړو افغانستان کې موسيقي په ښه توګه ونه کاروله او دې برخه کې ځينې تېروتنې
Tweet media one
72
13
461
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
ملي بیرغ په سعودي عرب کې 🇦🇫 د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د افغان حاجیانو لخوا د سعودي عرب په مکه معظمه کې د حج په مراسمو کې ورپول شو.
7
29
484
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل‌اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان هم ګيله‌من وزیر باندې د بريد غندنه کړې او هغه ته يې د روغتيا هيله کړې ده. خان په خپلې فېسبوک پاڼه ليکلي، "د پښتو ژبې په ولسي او خوږ ژبي شاعر ګیله‌من وزیر باندې د برید په اړه سخت خواشینی شوی یم". راشد خان زیاته
Tweet media one
3
25
484
@afbnpashto
ABN Pashto
5 months
ولسمشر محمد اشرف غني «ژوند لارې» په نوم خپل بل پودکاست کې چې پر خواله رسنۍ د هغه پر پاڼو خپور شوی، د افغانستان پر اوبنیو سرچینو، امکاناتو او هغوی ته په ورپېښو طبیعي او انساني ګواښونو غږېدلی دی. #Afghanistan #ABN | @ashrafghani
Tweet media one
6
27
474
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د زلمی خلیلزاد وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، خلیلزاد یو حرام‌زاده دی او هر ورځ پر ما تورونه لګوي. د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازي زلمي خلیلزاد د عمران خان له نیولو وروسته ویلي ؤ، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا
Tweet media one
91
34
461
@afbnpashto
ABN Pashto
6 months
ولسمشر محمد اشرف غني د عمرې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د خپل د سفر په اړه ويلي، د رب‌العزت شکر ادا کوم چې يو ځل بيا يې د مقدس دين د سپېڅلو اماکنو ليدنه راپه برخه کړه. #Afghanistan #ABN
Tweet media one
4
12
479
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
د جمهوري نظام پخواني چارواکي ضياءالحق امرخېل افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته په خطاب کې ويلي، ګټلی وياړ مو به هېڅکله هېر نه کړو، د افغانستان نوم مو هسک وساته. ښاغلي امرخېل په خپل اېکس اکونټ ليکلي، "د کرېکټ ملي اتلانو تاسې نړيوال جام کې له توقع پورته لوبې وکړې، د نړۍ پياوړې لوبډلې مو
Tweet media one
2
12
487
@afbnpashto
ABN Pashto
8 months
د "جنت افغانستان" په نوم د وتلي سندرغاړي جاوید امیرخیل سندره لر او بر کې د خلکو او په ځانګړي ډول د افغانانو تود هرکلي سره مخ شوه. دغه سندره چې شعر یې نوموتي شاعر پرهېز شګیوال لیکلی او د منتظرخان لخوا ډایرکټ شوې تر اوسه پورې لسګونه زره کسانو لیدلې.(۱/۵) @officialjaved22 | #ABN
4
31
470
@afbnpashto
ABN Pashto
7 months
د بلوچ بېلتون‌پاله ډلې د بلوچستان بولان درې کې د خپلو عملياتو د جزئياتو به اعلانولو سره وايي، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې يې د يو شمېر لوړرتبه مامورينو په ګډون ۷۰ تنه پاکستاني سرتېري وژلي او لسګونه تنه يې ټپيان کړي دي. #Pakistan #Balochistan #ABN
Tweet media one
6
23
463
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
راشد خان؛ د نړۍ ترټولو بوخت لوبغاړی د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی او نړيوال ستوری راشد خان په تېرو درې کلونو کې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې شل اوريزې لوبې کړې دي. #Afghanistan | #ESPNcricinfo
Tweet media one
2
13
465
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځانګړې مینه والې اغلې وږمې ایوبي ABN ته د دې ویډیو په را استولو سره د افغانستان کرکټ لوبډلې د بریا په اړه خپله خوښي څرګنده کړې ده. @WazhmaAyoubi #AFGvPAK
9
12
454
@afbnpashto
ABN Pashto
6 months
افغان تاریخپوه او څېړونکي استاد محمد زمان مزمل اوسنیو واکمنانو ته په اشارې سره ویلي، "افغانستان کې د سیاستوالو لویه ستونزه دا ده، چې له یوه پاکستاني، ایراني… سره جوړېږي خو خپل مخالف افغان سره نه جوړېږي". #Afghanistan #ABN
17
67
458
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
که طالبان ستاسې د سولې غوښتنه ونه مني، ټوپک ته لاس کوئ؟ د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له ABN سره په ځانګړې مرکه کې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان ستاسې د سولې غوښتنه ونه مني، ټوپک ته لاس کوئ؟ وویل، موږ قطعاً په دې باور نه لرو.
20
39
441
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د ورځې انځور 🇦🇫🏏 #Afghanistan | #AFGvsBAN | #AsiaCup2022
Tweet media one
1
14
454
@afbnpashto
ABN Pashto
5 months
افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر تعلیم د بندیز په دوام پر دغې ډلې توندې نیوکې لا هم دوام لري. کابل کې د یو مدرسې مدرس او دیني عالم مولوي عبدالواسع غزنوي پر طالبانو نیوکه کوي وايي، چې د نجونو لپاره باید شرایط برابر کړئ. #Afghanistan #Education #ABN
7
68
457
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
ولسمشر محمد اشرف غني په ترکیې او سوريه کې زلزله ځپلو سره د غمشريکۍ پيغام کې د قربانيانو کورنيو ته تسليت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا هيله کړې. #TurkeyEarthquake #EarthquakeToday
Tweet media one
20
13
448
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
د پښتونخوا وتلی سياستوال محسن دواړ پاکستان کې د ځينو پښتنو مشرانو سره د ت.البانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ليدنې ته په اشارې سره ويلي، پښتانه ملتپاله تل هغه کسان چې ت.البان یې له پښتنو سره تشبیه کړي، رد کړي دي. ښاغلي داوړ ويلي، د ترهګرۍ پر وړاندې دغه مقاومت باید د سیاسي
Tweet media one
80
79
448
@afbnpashto
ABN Pashto
2 months
د اسټرالیا پر وړاندې د افغان لوبډلې د بریا شېبې او د مینه‌والو خوښي په دې ویډیو کې لیدلی شئ. #T20CWC #AFGvAUS #ABN
1
29
455
@afbnpashto
ABN Pashto
1 month
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، چې د ګیله‌من او د پښتنو د ټولو شهیدانو د غچ اخیستلو لپاره نور د عمل وخت رارسېدلی دی، خو د دغه غچ اخیستلو او تصمیم پر څرنګوالي باید ګډ تصمیم ونیول شي. ښاغلي پښتين خپلو تازه څرګندونو کې له ټولو هغو افغانانو مننه کړې، چې د لر او بر
Tweet media one
8
24
457
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی عرفان پټان وايي، افغان کرېکټ ملي لوبډله د نړيوال جام يو تر ټولو اغېزناکه لوبډله ده او ډېره روښانه راتلونکې لري. #Afghanistan #CWC2023 #IrfanPathan #ABN
Tweet media one
1
14
437
@afbnpashto
ABN Pashto
2 years
د انګلستان په لندن ښار کې هم د خپلواکۍ ۱۰۳مه کليزه د خلکو لخوا د ملي بيرغ په رپولو سرخ ونمانځل شوه. #Afghanistan #IndependenceDay 🇦🇫
5
38
439
@afbnpashto
ABN Pashto
4 months
پر اسرائيلو د ایران له بریدونو او له اسرائيلو د امريکا د ملاتړ له ټینګار وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې د اسرائيل او امریکا لخوا پر ایران برید به موږ د ایران ملاتړ ته اړ کړي. #Russia #US #Israel #Iran #ABN
Tweet media one
6
10
439
@afbnpashto
ABN Pashto
10 months
ابراهیم ځدران د لوبې غوره لوبغاړی شو او خپله جایزه يې هغو افغانانو ته ډالۍ کړه چې په دې وروستیو کې پاکستان شړلي دي. #AfghanAtalan | #CWC23 | #AFGvPAK
Tweet media one
5
26
429