ababilpa44 Profile Banner
ابابيل - Ababil Profile
ابابيل - Ababil

@ababilpa44

Followers
848
Following
150
Statuses
200

ابابیل ویب پاڼه د کره او دقیقو معلوماتو سرچینه!

kabul Afghanistan
Joined April 2024
Don't wanna be here? Send us removal request.
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
6 months
د ابابیل ویب پاڼې او ټولنیزو رسنیو ادرسونه: ویب پاڼه: ټويټر: فیسبوک: واټساپ: یوټیوب: ټیلیګرام: واټساپ: +93706187500
Tweet media one
2
14
34
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
5 hours
د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت او طوفان له امله مؤقتاً د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس خبر ورکوي چې د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، بیګا شپه له ۷ بجو تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ مؤقتاً تړل شوې ده. حق‌شناس زیاتوي، د هوا له ښه کېدو سره سم به د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه دغه لویه لاره پاکه او د ټرافیکو پرمخ پرانيزي. له ټولو درنو هېوادوالو څخه هیله کېږي، چې تر بلې خبرتیا پورې له خپل مبداء څخه د سالنګونو پر لور سفر ونه کړي. د یادونې وړ ده چې د ټولګټو چارو وزارت ویاند له لوري په نشر شویو ویډیو کلیپونو کې لیدل کیږي چې په سالنګ د واورې اورښت او باد ډېر تېز دی چې له امله یې د لید ساحه محدوده ده.
Tweet media one
0
1
4
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
1 day
د لوګر او میدان وردګ ولایتونو نښلوونکی۵۰ کیلومتره سړک رغول کیږي. د ټولګټو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزير له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د نږدې (۵۰) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل. په خبرپاڼه کې راځي چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزير ملا محمد عيسی ثاني د (۷۱۳) ميليونو افغانيو په ارزښت له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د نږدې (۵۰) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه لاسليک کړل. د ميدان وردګ-لوګر سړک دوې برخې چې ټولټال (۴۹) کيلومتره اوږدوالی لري او (۱۲۰) پُلګوټي پکې شامل دي؛ ياد سړک د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو دلوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي، چې رغنيزې چارې به يې د (۱۶) مياش��و په موده کې بشپړې شي. لومړی برخه: ټولټال (۱۷.۴) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د شاوخوا (۴۷۳۸۸۴۹۲۷) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له ايچکو ساختماني شرکت سره قرارداد شوي دي.دويمه برخه: ټولټال (۳۱.۶) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۲۳۹۴۴۸۳۷۸) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له تابش اميد ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوي دي.دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ پنجشنبه د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزير د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين او سروې اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۲۶۴) ميليونو افغانيو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک کړل.
Tweet media one
0
0
1
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
5 days
د کمال خان بند درېیم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکوي چې نن د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو او سیمې خلکو په حضور کې د کمال خان بند دریم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغې پروژې د ګټې اخیستنې د پیل په مراسم د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اسلامي امارت د مشرانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د نوموړي بند په ساحه کې ترسره شول. د اوبو او انرژي سرپرست د دغې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې څرګنده کړه چې اسلامي امارت په هېواد کې امنیت، اسلامي نظام او اقتصادي پراختیا رامینځته کړې، پدې اساس د افغانستان له خلکو څخه تمه کېږي چې د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ او بیداره واوسي. ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت رهبري د وچکالۍ وضعیت او د خلکو اړتیاوو ته په کتو د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی او پدې هکله ګاونډي هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د دغه بند له جوړولو څخه به هېڅ هېواد زیانمن نه شي. له بلې خوا د اوبو معین په دغه مراسمو کې یادونه وکړه چې د کمال خان بند د سېلابونو د کنترولولو او د اوبو د مدیریت په موخه جوړ شوی او د اوبو او انرژي وزارت ډاډ ورکوي چې د دغه بند په جوړېدلو سره به هېڅ هېواد زیانمن نه شي. په همدې حال کې د کرنې وزارت سرپرست، په دغه مراسمو کې یادونه وکړه چې د اسلامي امارت مشران د افغانستان خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې شپه او ورځ په صداقت سره هڅې کوې. همدارنګه د نیمروز والي د اسلامي امارت رهبري دغه ولایت ته د پاملرنې په ستایلو سره، یادونه وکړه چې پدې وروستیو کې له نیکه مرغه د نیمروز خلک په دغه ولایت کې د څو لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي. د یادونې وړ ده چې د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالي کې د موسمي سېلابونو د کنترول، د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۶ مېګاواټه برق د تولید د وړ��یا په موخه پلي شوی دی. دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره کولی شي ۱۷۴۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د خړوبولو لاندې ونیسي.
Tweet media one
0
0
3
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
5 days
د غزې د برخلیک په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګونونه! په وروستیوکې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډټرمپ د اسرائیلي لومړي وزیر نتانیاهو سره په کتنه کې د غزې په برخلیک وغږېد، غزه یې د اوسېدو لپاره ناوړه وبلله او مصر او اردن ته یې د غزې د اوسېدونکو له انتقال وروسته د غزې د نیولو نیت څرګند کړ، چې بېلابېل غبرګونونه یې را وپارول. د فلسطین د جهادي حرکت حماس غبرګون: "د اسرائیلو د اشغال او جګړې اصلي هدف غزه له مسلمانانو خالي کول وو. د دې په ځای چې د اسرائیلو اشغال او جنایتونه وپوښتل شي، له خلکو د غزې د خالي کولو څرګندونې د اسرائیلو د جرمونو پټول او د اخلاقي او انساني ارزښتونو په خلاف عمل دی." یاد حرکت زیاتوي، "زموږ مقاومت به د فلسطیني ولس تر هر اړخیز استقلال پورې جاري وي، غزه د خلکو له انتقال پرته هم ابادېدلی شي." په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر: د ملګرو ملتونو لپاره د فلسطین سفیر ریاض منصور ویلي، "د نړۍ مشرانو او ملتونو ته پکار ده چې په غزه کې د فلسطینیانو د پاتې کېدو هوډ ته درناوی وکړي." هغه زیاته کړه: "زموږ هېواد زموږ هېواد دی، که څه هم د غزې یوه برخه ویجاړه شوې، خو فلسطینیانو پرېکړه کړې چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي. زه باور لرم چې د نړۍ مشران او ملتونه به د فلسطینیانو دا غوښتنه ومني." منصور زیاته کړې، "که څوک د فلسطیني ولس خوښي غواړي، اجازه دې ورکړي چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي، هغه سیمې چې اسرائیلو په زوره نیولې دي او تر واک لاندې یې دي" د سعودي عربستان غبرګون: "د فلسطین د دولت په اړه زموږ دریځ ثابت او نه‌بدلېدونکی دی." د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، "د فلسطین د دولت د جوړېدو په اړه د دې هېواد دریځ راسخ، ثابت، او له هېڅ ډول سازش یا معاملې سره تړلی نه دی." دا څرګندونې داسې ښکاري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون دی. ټرمپ ویلي وو چې سعودي عربستان د فلسطین د دولت د جوړېدو غوښتنه نه کوي. د امریکایي سناتور غبرګون: د امریکا دیموکرات سناتور کریس میرفي د ټولنیزو رسنیو پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي، "ټرمپ خپل عقل په بشپړ ډول بایللی دی. د امریکا لخوا د غزې یرغل به زرګونه امریکایي عسکر ووژني او د لسګونو کلونو لپاره به د منځني ختیځ جګړې ته دوام ورکړي. د ټرمپ خبرې د یوې بې کاره ټوکې په څېر دي." د جیک اوشینکلوس غبرګون: د امریکا د استازو جرګې غړي جیک اوشینکلوس د "نیوز نیشن" تلویزیوني چینل سره په مرکه کې د امریکا لخوا د غزې د نیولو وړاندیز "بې‌مسؤلیته او غیرمنطقي" وباله. هغه زیاته کړه، دا وړاندیز کولای شي د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند دوهم پړاو زیانمن کړي. اوشینکلوس د ټرمپ د نیت په اړه وویل: "موږ باید د ټرمپ پر انګېزو غور وکړو، ځکه چې کله هم هغه سیاسي وړاندیز کوي، د شخصي ګټو او ځانګړو اړیکو سره تړاو لري." روبیو د ټرمپ ملاتړ کوي: د ��رمپ له څرګندونو څو ساعته وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هغه پلان تایید کړ، چې د امریکا له خوا د غزې اداره کول غواړي. روبیو وویل: "غزه باید د حماس له واکه پاکه شي." هغه ادعا وکړه، چې "امریکا چمتو ده غزې ته نظم راولي او دا سیمې بېرته ښایسته کړي، لکه څنګه چې ټرمپ یادونه کړې وه."
Tweet media one
1
8
16
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
5 days
د اوبو او انرژي وزارت خبر ورکوي چې نن به رسماً د کمال خان بند د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مقاماتو، مسؤولینو، د اوبو او انرژي وزارت رهبري او د سیمې ځایي اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه وزارت زیاتوي،کمال خان بند، چې د هېواد د اوبو مدیریت، کرنیز پرمختګ او انرژي تولید لپاره حیاتي اهمیت لري، د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د دغه بند د پرانیستې سره به د سیمې خلکو ته د کرنې، اوبو لګولو، او برېښنا تولید اسانتیاوې برابرې شي، چې دا به د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.دغه ستره لاسته راوړنه د اسلامي امارت د ژمنتیا او د هېواد د زېربناوو د پراختیا په لاره کې یو مهم ګام دی، چې د افغانستان د ځان بساینې او پرمختګ لپاره به مثبتې پایلې ولري.
Tweet media one
0
2
15
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
6 days
کويټه، د پشين په يوۀ روغتون کې چاودنه شوې ده. د پاکستان د بلوچستان په سرښار کوئټه کې د سرخاب چوک په درمان روغتون کې چاودنه شوې ده. راپورونه وایي، په ياده پېښه کې ۷ تنه ټپيان شوي دي. له سيمې لومړني معلومات دا دي چې چاودنه د ګاز د ډبې له ليک کېدو رامنځته شوې ده.
0
2
6
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
6 days
مولانا فضل الرحمن، پاکستان کې قانون د زورورو د لاس آله ده چې د خپلو ګټو لپاره یې بدلوي. پاکستان کې د ( پیکا ) په نوم د آنلاین او سایبري جرمونو په وړاندې قانون چې په ۲۰۱۶ کې جوړ شوی وو، د نویو بدلونونو له امله د تنقیدونو ښکار ګرځېدلی. راپورونه وایي، چې د یاد قانون په نوي بدلون کې د بیان آزادي محدوده شوې ده او پوځ هره ورځ د دې قانون په نوم لیکوالان او خبریالان بندیانوي. د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې سیاست او رسنۍ سره تړلي دي، په قانون کې نوی بدلون یو طرفه دی، باید په دې مورد د رسنیو له کمیټې سره مشوره شوې وی. نوموړي چې اشاره یې پاکستاني پوځ ته وه، زیاته کړې، د پاکستان صدر د زورورو خلکو له فشار لاندې د دغه قانون نوی بدلون لاسلیک کړی. هغه همدارنګه ویلي چې په پاکستان کې د قانون د زورورو خلکو د لوبو آله ده، څنګه چې وغواړي بدلولی یې شي.
Tweet media one
0
0
3
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
6 days
ملي دفاع وزارت، د امنيت د ټينګښت په موخه سرحدي ځواکونو ته ۲۵ عرادې ضربتي او ۵ عرادې هاموې ټانګونه وركړل شول. د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۱۵ عزم قول اردو خبر ورکوي ورکوي، چې دغه شمېر ضربتي او هاموې ټانګونه تېره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د یادې قول اردو د سرحدي لواء ځواکونو ته وسپارل شول، څو تري د سرحداتو د لا ښې ساتنې او امنیت ټینګښت په برخه کې استفاده وشي.
Tweet media one
0
1
12
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
هیواد کې د احتکار مخنیوي، د بزګرانو لاسنیوي او بېړنیو مرستو لپاره د ۳۸ زره مټریک ټنه غنمو زېرمه کولو لړۍ بشپړ شوه. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې یې له بزګرانو، د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو او کرنیزو کوپراتیفونو څخه ۳۸ زره متریک ټنه غنم اخیستي او د لېږد او زېرمه کولو پروسه یې بشپړه شوې ده. دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه پروسه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په لارښوونه د غنمو د احتکار د مخنیوي، د بازار د کنټرول، د بزګرانو د ملاتړ او بېړنیو حالاتو کې د مرستې په موخه ترسره شوې ده.
Tweet media one
0
1
4
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
د جنوبي وزیرستان په مکین کې ۱۶ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې تېره ورځ د پاکستاني طالبانو لوري د پوځ په پوستو بریدونو کې ۱۶ تنه پوځیان وژل شوي. بشپړ خبر د لینک له لارې لوستلی شئ.
Tweet media one
0
2
5
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
غزني کې په دوه جلا ترافیکي پیښو کې ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس حمید الله نثار خبر ورکوي چې بیګا شپه شاوخوا ۱۱ بجي دکابل ــ کندهار په لویه لار د غزني د مرکز اړوند شهباز او د اندړو ولسوالۍ اړوند ناني سیمه کې کې په دوو جلا جلا پیښو کې، چې د دوه 580 مسافر وړونکو بسونو او یو بار وړونکي موټر او د تیلو ��انکر تر منځ ټکر را منځته شوی چې له بده مرغه په دواړو پیښو کې شاوخوا ۴۴ څلور څلویښت تنه شهیدان شوي او ۷۶ شپږ اویا تنه ټپیان دي.
Tweet media one
0
0
3
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
د خیرخانې کوتل د دوهمې برخې سړک جوړولو کارونه ۳۱سلنه پر مخ تللي. د کابل ښاروالۍ خبر ورکوي چې د خیر خانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې ۳۱ سلنه پرمخ تللې دي. دغه چارې چې د روان کال د ثور(غویي) په میاشت کې پیل شوې وې، د سړک جوړونې د معیارونو او د پروژې د پلي کېدو مهالویش (تخنیکي سندونو) له مخې (۳۱) سلنه پرمخ تللې دي. بشپړ خبر د لینک له لارې وګورئ.
Tweet media one
0
0
1
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
میدان وردګ ولایت کې د ۶۳ ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې او۳۳نورې سروې او ډیزاین شوې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکوي چجې د روان لمریز کال په بهیر کې په میدان وردګ ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې. په دغه ۱۵ پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سربندونه، کانالونه، استنادي دېوالونه او د اوبو شبکې شاملې دي. بشپړ خبر د لینک له لارې لوستلی شی.
Tweet media one
0
0
3
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
ملي دفاع وزارت، ۹۰۰ تنه له پوځي زده کړو فارغ شول. د ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ساحوي ښوونیز مرکز څخه ٩٠٠ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو نظامي زده کړو فارغ شول. بشپړ خبر د لینک له لارې لوستلی شی.
Tweet media one
0
0
1
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
عدلیې وزارت، تېره میاشت ۲۰ زره جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې. د عدلیې وزارت خبر ورکوي چې تېره میاشت یې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت کړې، له غصب څخه یې خلاصه کړې ده او یو شمېر نوره له بررسۍ لاندې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راځي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسيون په تېره جمادي الأول میاشت کې په کندهار، کندز، جوزجان، غور، خوست او پنجشېر ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۳۷۶ جریبه دولتي ځمکه تثبیت، استرداد او اړوندو ادارو ته سپارلې ده. د دې ترڅنګ په ۲۵ ولایتونو کې ۳۱۶ زره ۸۱۳ جریبه ځمکه تثبیت شوې او په ۳۱ ولایتونو کې ۳۷۵ زره ۷۴۲ جریبه ځمکه لا هم د بررسۍ لاندې ده.
Tweet media one
0
3
10
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
غزه؛ یرغلګرو په یوه ورځ کې ۴ مکتبونه بمبار کړي چې ۶۹ تنه پکې شهیدان شوي. د الجزیره نړیوال تلویزیون د خبر له مخې په غزه کې اسرائیلي یرغلګرو د پرون یکشنبې ورځ له سهار راهیسې د ۲۴ ساعتونو په جریان کې ۴ مکتبونه بمبار کړي دي چې ۶۹ تنه پکې شهیدان شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي. دغه رسنۍ زیاتوي، چې یاد مکتبونه په غزه کې د هغو بې ځایه شویو کډوالو له لوري د استوګنې لپاره استفاده کیږي چې کورونه یې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري بمبار شوي دي او اوس مهال د استوګنې لپاره کوم ځای نه لري. په غزه کې د حکومت د مطبوعاتو مدیر اسماعیل ثوابته وایي چې په تېرو دوه ورځو کې اسرائیلي اشغالګرو له ۱۱۰ تنو زیات بې ګناه فلسطینیان شهیدان کړي او لسګونه نور ټپیان دي چې د طبي امکاناتو د نشتون له امله زیات زخمیان د مرګ له خطر سره مخ دي. نوموړی زیاتوي، د اشغال له پیله تر اوسه پورې ۲۱۳ د بې ځایه شویو کډوالو استوګن ځایونه په نښه شوي دي. د ویب سایټ لینک:
Tweet media one
0
0
4
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
کابل ښاریانو ته له تېر کلونو څخه په ټیټه بیه د ډبرو سکاره ویشل کیږي. د کابل ښار په دوه ویشت ناحیو کې په ټیټه او مناسبه بیه د ډبرو سکرو د وېش لرۍ پیل شوه. د شمال د ډبرو سکرو شرکت د اړوند ادارو له مسؤلینو سره په همغږۍ د کابل ښار ټولو ناحیو ته د ډبرو سکاره لېږدوي او ښاریان کولای شي له یادو ځایونو څخه یو ټن د ډبرو سکاره په ۶۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي. بشپړ خبر د لینک له لارې لوستلی شی.
Tweet media one
0
0
4
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
بغلان کې د ۴ ملیونه افغانیو په ارزښت د کانال جوړولو چارې پیل شوې. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکوي چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو په سیمه کې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې. دغه کانال ۷۸۸ متره اوږدوالی، ۱۴۰ سانتي متره پلنوالی او ۱۷۰ سانتي متره ژوروالی لري. د دې کانال په بشپړېدو سره به ۵زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي. بشپړ خبر د لینک له لارې لوستلی شی.
Tweet media one
0
2
11
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
تخار کې د ۲۴۵۰ متره په اوږدوالي د درې فرعي کانالونو جوړولو چارې پیل شوې. د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکوي چې تخار ولایت کې د درې فرعي کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې چې د ۲۴۵۰ متره په اوږدوالي سره له ۲زره جریبه زیاته ځمکه خړوبوي او ۵۰۰ کورنۍ به ترې برخمنې شي. بشپړ خبر د لینک له لارې لوستلی شی.
Tweet media one
0
3
10
@ababilpa44
ابابيل - Ababil
2 months
کابل ښاروالي، له بني حصار تر نساجي د نښلوونکي سړک چارې معیاري روانې دي. د کابل ښاروالي خبر ورکوي چې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کابل ��وګر لویې لارې په اوږدو کې له بني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې او له یادې څلورلارې څخه د بګرامیو تر نساجي سړک پورې د ۴۱۸۷ متره په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په سور سړ ک د رغولو چارې روانې دي چې تر اوسه یې پنځلس سلنه چارې پرمخ تللې دي. د یادونې وړ ده چې دغه سړک به ګلدانونه، پلې لارې، د بایسیکل چلولو لیکه، پلچکون��، پایې، څراغونه او د یو معیاري سړک نورې برخې ولري چې کارونه به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړ شي. بشپړ خبر د لینک له لارې لوستلی شی.
Tweet media one
0
3
8