TakalYahya Profile Banner
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍 Profile
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍

@TakalYahya

Followers
89K
Following
1K
Statuses
2K

موږ ټول عمر همدغه غلطي وڪړه غالبه. چې گرد مو په څېره ؤ موږ هینداره پاڪوله.

Joined April 2020
Don't wanna be here? Send us removal request.
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
4 months
غبطه ګرځو لا په ځمکه له آسمانه پاتې شوي یو موږ د شهيدانو له کاروانه پاتې شوي یو خوښ وو چې له شل کاله آزمون څخه راووتو اوس پوه شوو، ناوې ته له بارانه پاتې شوي يو رحم دې په کار دی، ګنې غرق او پرک مو وبوله ډېر په معمولي دړه طوفانه پاتې شوي یو نه دې رژولي يو او نه هم رسيدلي يو تا سره په لار لاره آرمانه پاتې شوي يو دلته ګوره، اې! سعيده اورې او که نه اورې تا ته وايم! پام دې دی، قربانه! پاتې شوي یو ۱/۸/ ۱۴۰۳ هـ ش کابل
4
3
55
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
7 days
@qarisa3eed1 حفظه الله تعالی
0
0
9
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
7 days
لڪه څنگـه چې صحت، ځواني او شتمني یو فرصت ده همداسي مسؤلیت او واک یو ښه فرصت ده، د خدمت په موخه هر مسؤل ته په پوره پیمانه پیسې، وسائط او اسباب ورکول ڪېږي چې هم دنیوي او هم اخروي مسؤلیت ده، که سالمه استفاده د نظام او وطن لپاره ترې وشي خو ښه کنه هم به ملت او هم به الله ﷻ ته بي ځوابه یو، فتحه او ازادي یوازي دا نده چې تر لیکسز موټرو، دنگو ماڼیو او پستو چوکیو مو ځان ورساوو خلاص!!! دا ټول د خدمت اسباب دي د کومې داعیې لپاره مو چې سرښندنې کړې تر اوسه مو لس فیصده هم ندې عملې کړې. څو مو دا تور افق سپین ڪـړی نه وې دا ڪرۍ شپه به تر سهاره وهو.
4
11
75
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
11 days
اللهم بارك لنا في شعبان وبلغنا رمضان، وأعنّا فيه على الصيام والقيام، واجعلنا من المقبولين في شهرك الكريم. اللهم كما بلغتنا شهر شعبان بلغنا رمضان وأن تتقبلنا فى شعبان ورمضان وسائر العام. اللهم اجعل اعمالنا كلها خالصة وممن يقولون فيعملون وممن يقولون فيخلصون وممن يخلصون فيتقبل منهم، اللهم اجعلنا نقوم بالقرآن ونمشى بالقرآن. اللهم إني أسألك في هذا الشهر المبارك أن تغفر لي ولعائلتي، وأن تفتح لنا أبواب رحمتك، وتقبل منا صالح الأعمال. اللهم ارفع عنا البلاء، وارزقنا من فضلك ورحمتك في هذا الشهر الفضيل، واجعلنا من عتقائك من النار.
3
1
27
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
11 days
په اسلامي نظام کې خدمت باید د عبادت په نیت وشي، که معاش ورسره ؤ ډېر ښه ده کنه فقط په اعاشه هم باید بسنه وکړو خو خدمت به هیڅکله نه پرېږدو او که اعاشه نه وه باید خپل شخصي لگښت وکړو. او که د دې ضروروت شو چې خپله ټوله داریي په نظام مصرف کړو باید ورته لبیك وه وایو.
16
9
104
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
12 days
د ميډیا تر وروستي وضعیته پخوا به ځینو خلکو باور درلود چې دنیا د کوم غوایي په ښکر ولاړه ده، کله یې چې یو ښکر ستړی شي او بل ته يې اړوي نو زلزله راځي. اوس هم ځیني کم عقلان فکر کوي، چې د دنيا اختیار د امریکا په نوم له هغه غوایي سره دی چې د ( دموکرات او جمهوریت پال) په نوم دوه ښکرونه لري. سږ کال دوی فکر کوي چې د امریکايي غوايي دموکرات ښکر ستړی شوی او دنیا جمهوریت پال ته اوښتې. په دې وخت کې د زلزلې او ډېرو تغیراتو امکان شته. په همدې خوشباورۍ کې ځینو سم مقصودي کمپاین شروع کړی، چې زموږ د مقدس صف اراده چلینج کړي. په صف کې درز واچوي او په فیسبوکي هیاهو سره د بمونو له درزا راوتلی مخلوق وارخطا کړي. دوی ته وایو، چې هغه غویی چې تاسو ورپورې هیلې او امیدونه تړلي اوس له پخواني دم نه لویدلی. هغه چې پخوا به یې نړۍ قولبه کوله اوس يې ټوله توجه دې ته ده چې څرنګه په خپله لکۍ له ځانه مچان وشړي. نو بناء لږ مو اشتهاء کنټرول کړئ هسې نه په محاسبوي اشتباه کې ولویږئ. دا یادونه هغو ټولو ته متوجه ده چې تازه یې له کمپونو د مجاهد په نوم نقابونه اغوستي او د دوست په پوښ کې دښمنانه تبلیغ کوي او یا هغوی چې پخوا یې د کوم تصادف له مخې د مجاهد نقاب اغوستی خو اوس د حوادثو باد ترې غورځولی او حقیقې څيرې یې بربنډې شوي دي.. قاري عبدالستار سعید
5
7
74
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
16 days
د الله تعالی امانت (شریعت) خورا دروند او سنګین دی، هغه پيټی چې له اخیستلو يې ځمکې، غرونو او آسمانونو انکار کړی و، له غوښو جوړ څو فټه وجود یې که تر بوج لاندې راست دریږي، باید عزم او اتلولۍ ته یې دوه لاسي سلام وشي. د همدې امانت دروندوالی دی چې په اسلامي تاریخ کې یې له خلفاء راشدینو وروسته فقط د ګوتو په شمېر کسان په سم ډول له عهدې وتلي. د پنځلسمې پیړۍ په دې عصر الفتن کې که څوک د دې درانه امانت د ساتنې، تعمیل او تنفيذ اراده کوي، د تطبیق بیرغ یې لوړوي او بیا يې ټکي په ټکي اول په ځان او بیا د الله تعالی پر ځمکه او مخلوق عملي کوي، که د زمانې (صاحب العزم) يې ونه بولو بل لقب ورسره کم ایسي. امیـر المؤمنین حفظه الله د همداسې عزم څښتن دی.د جهاد، مذاکراتو، فتحې او واکمنۍ په مرحلو کې د هغه او نورو مشرانو پرتمين عزم و چې موږ يې د تنزلاتو پر غاښي سالم راتېر او نن يې نتیجه د سوچه اسلامي نظام او څلویښت کلن جهاد د شهیدانو د ارمانانو د ترسره کېدو په بڼه وينو. که نه د دې زمانې د سیاست په پلټفورمونو څوک د اسلام تش نوم نه شي اخیستی، د دیني شعائرو لوړتیا،ګام پر ګام د شریعت پر مواقفو درېدل، امر بالمعروف و نهی عن المنکر، حدود او قصاص او نورو دیني ارزښتونو ته عملي ژمنتیا خو ډېره بعیده خبره بریښي. خو ارمان مې دا دی، چې کاش لږ خو د زمانې خلکو هم د حق الیقين له مرتبې څکه کړې وای. لږ خو یې له سترګو د دې مادي عصر پردې لرې شوې وای. لږ خو يې نفسونه د مادي زرق او برق پر ځای د ایمان او معنویت په نور سېراب وای.د داسې اولوالعزمه اشخاصو د دنګ قامت د لیدو لپاره د ایمان او معنویت عینکو ته ضرورت دی او بس. نړیوالې محکمې که نن دغه د امت عظيم رهبر په تور لست کې شاملوي، علت یې دا دی چې اميـر المؤمنین حفظه الله غربي کفر ته داسې ګوزار ورکړئ چې له درده به یې د غربي مادي فلسفې سرلاري په قبرونو کې لا خیزکې وهي. د هغوی د بشر د حقوقو، دموکراسۍ او ټاکنو، پارلمان او پر قانون د څار، مدني ټولنو او جامعه باز، رواداري او وغیره بلابترو سره اړوند ادارې یې په يوه فرمان باطله دانۍ ته غورځولې. هغه زیان چې غربي شیطاني تفکر په افغانستان کې کړی، له کم او کیفه یې یوازې همدغه نړیوال بنسټونه خبر دي. نو دوی چې د خپل دغسې حریف او مدعي پر خلاف قضایي پریکړې نه صادروي، پر چا یې باید صادرې کړي. که د دې امت بقاء مقدره وه، که پیړۍ وروسته لا هم د خلکو زړونه په ایمان او شریعت درزېدل،دغه عظیم رهبر ته به حتما د دې زمانې د مجدد لقب ورکوي. ځکه موږ وینو چې د لادینیت په تورتم کې یې د ایمان او شریعت پيلوزی بل ساتلی او په هر قیمت یې دفاع او ساتنې ته آماده دی. قاریصاب عبدالستار سعید
0
1
15
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
17 days
زندان کې وو ماخستن ناوخته د دهلېزو پنجرې وکړنګېدې، ډېر زؤږ جوړ شو اطاق ته مو یوه ډله عسکر راغله داسې تالاشي یي شروع کړه لکه د فدایي واسکټ مو چې راوړی وي، د اطاق هر څه یې په بل مخ واړول پوښتنه مو ترې وکړه چې څه پېښه ده وای د تاسو اطاق کې مبایل ده 🤦‍♂️، ملگري ژر ورغبرګه کړه وای قیوم عسکر ته چې ۵۰۰ سوه روپۍ ورکړو یو شواروز ( شب او روز) مبایل راکوي، ټول مشکل مو حل کېږي نو بل مبایل ته ضرورت نشته چې وایېخلو. چې تر څه رایاد شوو.
3
1
31
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
21 days
هغه جرائم چې په افغاني ټولنه کې هیڅ مخینه نلري او نه چا د داسې جرائمو تصور کاوو، خو وس په پرلپسې ډؤل په مختلفو ساحو کې تکرارېږي، جرائم که مسخره کړو خلک نور پرې ورزړور ڪېږي جرم نه ورته ښکاري، د جرمونو د مخنیوي په لارو چارو غؤر وکړئ له عواقبو یې خلک وه وېروئ. مسخره کوی خو یې بیخي مه.
5
6
73
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
25 days
لَا تَایۡـَٔسُوۡا مِنۡ رَّوۡحِ اللّٰہِ ؕ #Gaza
0
2
13
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
1 month
د امریکا له لورې له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو . حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي. اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې. هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یو ځای افغانستان څخه وتښتېدل. شاید یوه اندازه یې د نړیوالو مؤسسو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو په نوم هم لګیدلې وي. که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم بیرته د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي، او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند وشي.
1
4
36
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
1 month
مطلب انډیوالان ښه کلک لګیا دي چې له نظامي پلوه مو په ځان بسیا کړي، د ملي دفاع وزارت د میلان کنکورس (9M135) په نوم رهبري شوی راکټ فعاله او ۱۳ تنه ځوانان یې له یو میاشتني مسلکي او عملي زده کړو څخه فارغ شول. یاد وزارت لیکلي، دغه رهبري شوی راکټ د لومړي ځل لپاره په هېواد کې فعاله شو چې زغروال ټانګونه، جنګي کېښتۍ او ټیټ پرواز کوونکي هلیکوپتر په نښه کولای شي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
6
10
105
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
1 month
په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې کومې لویې بنسټیزې پروژې پلې شوې دي؟ راځئ چې په اړه یې د طلوع نیوز راپور وګورو.
0
6
44
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
1 month
له نېمروزه تر واخان د اجمل خټک زوی ایمل خټک په اردو ژبه لیکلي چې ( پاک فوج واخان کوریڈور پر قبضہ کی کوشش کرسکتا ہے) یو خو به دغه د (دوه سره خانانو) اوسني نسل لکه افراسیاب، ایمل و غیره ته ووایو، چې خدای ومنئ ، نور بس دی مړه، چیرې په تبلیغ کې لاړ شئ. تاسو یو ځل خپل د تېرو اویا کلونو سیاست او ناکام کردار ته وګورئ، چې څه مو ویل او څه مو ترې جوړه کړه. په دين خو تاسو باور نه لرئ مګر پښتونواله او انسانیت مو هم د دوه پیسو کړ. اجمل خټک دېرش کاله د هند او شوروي اوپراتيفي پیسې وخوړې. داود خان یې له پنجاب سره دښمنۍ ته وتاړه، ویل يې آزاد پښتونستان جوړوم. خو په پای کې يې د نر غوندې له پرویز مشرف سره بیعت وکړ او شعار یې پورته کړ چې مضبوط پاکستان غواړم. د دې نورو لکه افراسیاب، ایمل ولي وغیره یې تر اوسه دا نه شوه معلومه چې هګۍ اچوي که بچي راوړي، د کومې خوا دې او څه غواړي. د اجمل خټک زوی ته په دې خاصو جنګي شرائطو کې د پنجاب لخوا د رواني جنګ محاذ سپارل شوی او وایي پاک فوج به واخان ونیسي. ده ته به ووایو چې که ناپاک فوج په واخان برید کاوه، کیدای شي ته او افراسیاب هم په غنیمت کې افغانستان ته په لاس ورشئ. که راشو واخان ته. واخان یو وخت یوه هېره سیمه وه. خو له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان دې ټوټې مالک پیدا کړی. هلته په لومړي ځل د دفاع وزارت کنډکونه فعال شوي، د وزیرانو په کچه چارواکو له ورځو ورځو پياده مزلونو وروسته د واخان لویشت لویشت ته ځان رسولی. خلکو ته یې مکتب، مدرسه، کلنیک، لارې او نور خدمات رسیدلي. د دفاع وزارت د قوه کار په برکت له چین سره تر صفري نقطې سرک غځول شوی. واخان اوس مالک لري. لکه مخکې چې ویل شوي، په واخان برید په ټول افغانستان برید دی. او په ټول افغانستان د برید پایلې دې په تاریخ کې وپلټل شي چې دغه مړۍ په سکندر، چنګیز، ګورګین، انګریز، شوروي او امریکا باندې څنګه لګېدلې ده. قاري عبدالستار سعید. زه به اخېر کې لنډه جمله وراضافه کړم چې واخان د ګران افغانستان د سر حیثیت لري د سر د دفاع لپاره به وزیر، معین او رئیس ټولو د خپلو سر سپارلو فدایانو په قطار کې ګوته په ماشه ولاړ وي إن شـاءالـلـه.
0
0
14
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
1 month
له نېمروزه تر واخان د اجمل خټک زوی ایمل خټک په اردو ژبه لیکلي چې ( پاک فوج واخان کوریڈور پر قبضہ کی کوشش کرسکتا ہے) یو خو به دغه د (دوه سره خانانو) اوسني نسل لکه افراسیاب، ایمل و غیره ته ووایو، چې خدای ومنئ ، نور بس دی مړه، چیرې په تبلیغ کې لاړ شئ. تاسو یو ځل خپل د تېرو اویا کلونو سیاست او ناکام کردار ته وګورئ، چې څه مو ویل او څه مو ترې جوړه کړه. په دين خو تاسو باور نه لرئ مګر پښتونواله او انسانیت مو هم د دوه پیسو کړ. اجمل خټک دېرش کاله د هند او شوروي اوپراتيفي پیسې وخوړې. داود خان یې له پنجاب سره دښمنۍ ته وتاړه، ویل يې آزاد پښتونستان جوړوم. خو په پای کې يې د نر غوندې له پرویز مشرف سره بیعت وکړ او شعار یې پورته کړ چې مضبوط پاکستان غواړم. د دې نورو لکه افراسیاب، ایمل ولي وغیره یې تر اوسه دا نه شوه معلومه چې هګۍ اچوي که بچي راوړي، د کومې خوا دې او څه غواړي. د اجمل خټک زوی ته په دې خاصو جنګي شرائطو کې د پنجاب لخوا د رواني جنګ محاذ سپارل شوی او وایي پاک فوج به واخان ونیسي. ده ته به ووایو چې که ناپاک فوج په واخان برید کاوه، کیدای شي ته او افراسیاب هم په غنیمت کې افغانستان ته په لاس ورشئ. که راشو واخان ته. واخان یو وخت یوه هېره سیمه وه. خو له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان دې ټوټې مالک پیدا کړی. هلته په لومړي ځل د دفاع وزارت کنډکونه فعال شوي، د وزیرانو په کچه چارواکو له ورځو ورځو پياده مزلونو وروسته د واخان لویشت لویشت ته ځان رسولی. خلکو ته یې مکتب، مدرسه، کلنیک، لارې او نور خدمات رسیدلي. د دفاع وزارت د قوه کار په برکت له چین سره تر صفري نقطې سرک غځول شوی. واخان اوس مالک لري. لکه مخکې چې ویل شوي، په واخان برید په ټول افغانستان برید دی. او په ټول افغانستان د برید پایلې دې په تاریخ کې وپلټل شي چې دغه مړۍ په سکندر، چنګیز، ګورګین، انګریز، شوروي او امریکا باندې څنګه لګېدلې ده. قاري عبدالستار سعید. زه به اخېر کې لنډه جمله وراضافه کړم چې واخان د ګران افغانستان د سر حیثیت لري د سر د دفاع لپاره به وزیر، معین او رئیس ټولو د خپلو سر سپارلو فدایانو په قطار کې ګوته په ماشه ولاړ وي إن شـاءالـلـه.
4
6
71
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
1 month
اِنَّا مِنَ الۡمُجۡرِمِیۡنَ مُنۡتَقِمُوۡنَ .
5
4
89
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
2 months
@ajmubasher تقبله الله
0
0
1
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
2 months
په ژوند او مرګ ملنګ سړی! حاجي صاحب ته دې همدا خړ پړ قبر د جنت باغیچه وګرځي، کولای یې شول د نورو غوندې کابل کې یوه غونډۍ غصب او لسګونه جریبه ځمکه د خپل زيارت په نوم کړي، خو دې درنې کورنۍ داسې و نه کړل، څنګه چې حاجي صاحب ملنګ او کلیوالي سړی و، همداسې يې له ش-ها-دت وروسته هم د خپل کلي (پکتیا،ګردې څېړۍ) هغه خړ پړ غرونه د وروستۍ آرامګاه لپاره غوره کړل چې حاجي صاحب پکې د ماشومتوب نازک قدمونه ايښي و، همدې غرونو کې دغه سعید انسان ج-ها-دونه کړي او همدلته دفن شو. نحسبه كذالك والله حسيبه
Tweet media one
6
6
85
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
2 months
د شهید سعیدالحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله یاد ته! د حال په ژبه مناجات باري ربه! له هغې ورځې چې ښی او چپ لاس مې پیژندلي، په زړه کې مې یوازې ستا مينې ته ځای ورکړی، زړه مې یوازې ستا په نوم دربېدلی. لا مې ماټ نه و راغلي چې ستا د دين د حفاظت لپاره مې د کمونیستي کفر په وړاندې ټوپک اوږې ته کړ. په خپل کلي او وطن کې راباندې مختلفې ټاپې ووهل شوې. د پاچا تور شوم، زرغون کلی او د خاپوړو وطن رانه پاته شو. په تپو تیارو مې د غرونو او ځنګلونو مزل وواهه. د هجرت او بې کورۍ دردونه مې وزغمل. ۱۴ کاله په یوه سا د کمونیستي کفر په وړاندې وجنګېدم، د شلمې پيړۍ د سرطان( کمونیزم او شوروي اتحاد) په ماتولو کې مې مخامخ ونډه درلود. ما جهاد د بریا منزل ته ورساوه. خو د اقتدار او څوکیو په ویش کې مې حتی د ادنی ریاست دعوه هم ونکړه. د تنظیمي جګړه مارانو درګاوو ته مې د سولې لمن وروړه، تر څو هم دوی او هم هیواد له هرج و مرج خلاص کړم. وروسته مې د اسلامي نظام په استحکام او د هیواد نجات کې په پوره اخلاص ونډه واخیسته. د امریکا له یرغل وروسته یو ځل بیا په ابتلاء کې راغلم، خو ما د قدرت او ډالرو پر ځای د جهاد او هجرت لاره ونیوله. د اسلام او جهاد په خاطر د امریکا په تور لست کې راباندې پنځه میلیونه ډالر جائزه وټاکل شوه. شل کاله مې په پوره ثبات او اخلاص جهادي مبارزې ته دوام ورکړ. تر دې چې امریکایي کفر شکست وخوړ. وروسته مې درې کاله د في سبيل الله مهاجرینو خدمت په داسې حال کې وکړ چې نور مې ضعیف شوي بدن له نه ستړي کیدونکې روح سره یاري نه شوای کولای. باري ربه! یوازې او یوازې ستا مهرباني وه چې له دومره سخت او ازمویونکي مسير دې سالم راتېر کړم، نه دې بې لارې کړم، نه دې په هوسونو مبتلاء کړم او نه دې بدنام او بې حیثیته کړم. باري ربه! ستا هزار بار شکر چې زما پښې دې د سپین ږیرتوب تر عمره ثابتې وساتلې. نور مې په ژوند کې هیڅ آرمان نه دی پاتې. خو یوازې یوه هیله لرم. د جهاد او مبارزې د لارې ټول خوندونه مې لیدلي خو د شهادت له خونده نه یم خبر. نو لویه خدایه. له دې انعامه مې هم مه محروموه. ستړی یم او لږ د شهادت غېږ کې دمه غواړم. د ستا په زړه چارې مې وکړې نور مې سالو په مخ راپریږده خوب راځينه #شهیدخلیل حقاني قاري عبدالستار سعید
7
13
113
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
2 months
الحمد لله حمداً ڪثیرا طیبا اللهم لڪ الحمد ڪما ینبغي لجلال وجهڪ ولعظیم سلطانڪ.
3
6
85
@TakalYahya
قاري یحییٰ تڪل 𝑸𝒂𝒓𝒊 𝒀𝒂𝒉𝒚𝒂 𝑻𝒂𝒌𝒂𝒍
2 months
لکه څنگـه چې ملکي مسؤل او حاکم ( قاضي) ته لازمه ده چې داسي ځای به د کېناستلو لپاره انتخابوي، چې د عام ولس ورتلل اسانه وي څو خپلې ستونزې ورسره شریکي کړي، همدارنګه د وزیر، رئیس او قومندان لپاره لازمه ده چې د خپل دفتر دروازه د خپلو ماتحتو افرادو او مراجعینو په مخ تل خلاصه کړي، څو یې له ستونزو په وخت خبر شی، مهمه نده چې ټولې ستونزې دې ورته حل هغه څه چې د په وس پوره وي هغه حل لار اقلا ورښیه، له ملگرو سره دي د عمودي چلند په ځای افقي چلند غؤره کړي، څو د ملگرو په زړو کې ځای پیدا کړي او هر امر ته یې لبیك ووایي، که په مسؤلیت کې وي او کنه که مړ شي او یا هم ژوندی یاد او درنښت به یې د ملگرو په منځ کې تل پاته وي، مسؤلیت کټ مټ لکه د لاس خیری سهار وي ماښام نه.
9
4
82