Star_Ghazi313 Profile Banner
لوی مصلح ستر غازي Profile
لوی مصلح ستر غازي

@Star_Ghazi313

Followers
18K
Following
1K
Statuses
409

دلته د لوی مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په زړه پورې ویناوې، کارنامې او د هغه واقعات په لیکلي، انځوریز او ویډیویي بڼه نشروو.

Kabul Afghanistan
Joined February 2022
Don't wanna be here? Send us removal request.
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
1 year
د «لوی مصلح ستر غازي» کتاب په اړه ښاغلي انس حقاني ليک: د ډېـرو حقایقـو لـه لیکلـو هـم کلـه نـا کلـه لـه دې ویـرې لاس ونیسـم چـې هسـې نـه څـوک بـه مـې پـه دې تـورن کـړي چـې د خپـل پـلار پـه حـق کـې یـې مبالغـه کـړې ده خـو یـو حقیقـت بایـد ټـول راسره ومنـي هغـه دا چـې طبیعـي خـبره ده چـې څـوک یـو چـا تـه هرڅومـره پـه خپلـوۍ کـې نيـږدې وي هغـه د نـورو پـه پرتله دغـه انسـان ډېـر ښـه پېـژني. نو زه هم د خپـل مرحـوم پـلار پـه اړه حقیقـت لیکـم او دا هغـه څـه دي چـې د نـورو پـه نسـبت مـوږ پـرې ښـه خبـر یـو؛ ځکـه خـدای تعالـی د دغـه ستـر اتـل پـلار د زوی والي انعـام رابانـدې پــېرزو کـړی دی نـو طبــیعي ده چـې زوی د پـلار پـه حـق کـې لـه نـورو خلکـو ډېـر معلومـات لـري. دا منــم چــې د ښــکېلاک اغېــز ډېــر فکرونــه مغلــوب او لــه حقیقتــه بــې خبــره کــړي دي او د حقـاني اصلــي تصویــر یــې د دوی لــه سـتـرګو پــه دروغجنــو تبلیغاتــو پــټ ســاتلی او دوی تــه یــې بـل ډول ورښـودلی دى خـو لـه خدایـه اُمیـد لـرم لکـه څنګـه چـې د انګریـزي ښـکېلاک ماتوونکـي اتـلان د اوسـني نـوي نسـل پـه ژبـو د اتلانـو او غازيانـو پـه نـوم یادیـږي همداسـې بـه يوه ورځ خلک غازي حقاني هم د شوروي او امريکايي ښکېلاک د ماتونکي په نوم ياد کړي. مخکــې لــه دې چــې پــه ٢٠١٤ کال کــې بنــدي شــم د مرحــوم قبلــه ګاه صاحـب پـه اړه دا فکـر راسره پــیدا شـو چـې د هغـه د جهـادي ژونـد کارنامـې او فعالیتونـه پـه یـوه کتـاب کـې راغونـډ کـړم. ځکـه د والـد مرحـوم کارنامـي او هیښـوونکي جهـادي واقعـات بـه چـې هرچا بــیانول نـو د حیرت وجــد بــه پــرې راغــى. زه چــې بــه چېرتــه هــم لــه هغــوی سره مــخ کېــدم د هغــوی اکثریـت بـه دا غوښـتنه راڅخـه کولـه چـې دا حیـرت انګېـزه کارنامـې او واقعـات بایـد ثبـت او د تاریـخ پـه زړه کـې خونـدي شي ترڅـو یـې د ضایـع کېـدو مخنیـوی وشي. مـا چـې هغـه کومـې خبـرې، کيسـې او معلومـات پـه مختلفـو لیکنـو، لـه خپلـو ترونـو او یـا د والــد صاحــب لــه نــورو نيــږدې جهــادي ملګــرو اورېدلــې او یــا مــې هــم پــه مختلفــو لیکنــو کــې لیـدلي وو د وخـت پـه تېرېـدو یـې پـه ضیـاع ووېرېـدم نـو لـه دې املـه مـې خپلـه پـه یـوه مسـتند کتـاب کـې د هغـو را ټولولـو تـه مـا وتړلـه. مولـوي محمـد امیـن حیـدري صاحـب راسره لګیـا وو یـو څـه معلومـات مـو راټـول او څـه لیـکل مـو هـم پـرې وکـړل خـو د لیکلـو پـه تـرڅ کـې دا راتـه جوتـه شـوه چـې دا درونـد کار د یـوه دوو نفـرو کار نـه؛ بلکـې د یـوې مؤسسـې او یـوې لويـې ادارې کار دی چـې پـه خـورا اهتـام یـې بایـد تـرسره کړي. مـوږ لا پـه همـدې مصــروف وو چـې تقدیـر زه د زنـدان غېـږې تـه یـوړم. پـه زنـدان کـې هـم تـر ټولـو لویـه اندیښـنه دا وه راسره چـې د کتـاب کار پاتـې شـو او کـه قسـم وکـړم حانـث بـه نـه شـم چـې مـا بـه هـر وخـت لـه زنـدان څخـه د ځـان د ازادۍ دعـا کولـه د دغـه کتـاب او جهـادي امانـت د ُ تکمیلېـدو دعـاء بـه مـې هـم ورسره غبرګوله. هماغه و چـې یـو مهـال خپـل مهربـان تـره محتـرم حاجـي صاحـب ابراهیـم (حقاني) پـه زنـدان کـې راسره تماس ونیـو او دا زیـری یـې رابانـدې وکـړ چـې پـر کتـاب کار پــیل شـوی او خلاصېـدو تـه نيـږدې دی. کـه ووایـم چـې دا زیـری زمـا د نجـات او خلاصـون د زیـري پـه کچـه راتـه همدومـره خوشـاله کوونکـی او اورېـدل یـې راتـه ښـايي زمـا د ټـول ژونـد لـه خاطـرو څخـه یـوه تـر ټولوخـوږه خاطـره وي هېڅ مبالغـه بـه نـه وي. او هغـه هـم پـه دې ډول چـې دا مهـم کار د هېـواد مشـهور لیکـوال او وتـي فرهنګـي شـخصیت محتـرم اسـتاد شـهرت ننګیـال صاحـب پـه خپـل شـوق او مينـه وار لـه مخـه تـرسره کـړی و کومـه چـې د ننګیـال صاحـب پـه زړه کـې د حقاني د حقانيـت پـه لیدلـو سره ټوکېدلـې وه. محتـرم ننګیـال صاحـب د جهـادي لیکوالانـو پـه منـځ کـې هغـه څـوک دی چـې د قلـم برلاسي او د لیکـوالي ځانګړتیـا یـې ټـولو منلـې ده. د ننګیـال صاحـب د لیکوالـۍ یـوه مهمـه مشـخصه دا ده چـې نومـوړی تاریخـي احداثـو تـه د یـوه تاریخـي امانـت پـه سـترګه ګـوري او کوښـښ کـوي هغـه پـه پـوره امانــتدارۍ سره د تاریـخ پـه پاڼو کـې خونـدي کـړي. نومـوړي د دې تاریخـي دیـن پـه پـوره کولـو کـې کلـه هـم د چـا د زر او زور تـر احسـان لاندې نـه دی راغلـی او پـر څـه چـې یـې ضمیـر قانـع وي هغـه یـې لیـکلي. پـه دې کتـاب کـې یـې هـم هغـه څـه راټـول کـړي کـوم چـې ده لـه والـد صاحـب سره د پخـواني جهـاد پـر مهـال پـه جهـادي محاذونـو، د جرګـو او مرکـو پـه مجلسـونو او سـوله یــیزو فعالیتونـو کـې د عینـي واقعیتونـو پـه حیـث لیـدلي او هماغه مهـال يـې د تاریـخ لیکلـو پـه منـت لـه ځـان سره خونـدي کـړي وو. د دې ترڅنـګ لکـه څرنګـه چـې بـه مـا پـه زنـدان کـې د والـد صاحـب د جهـادي تاریـخ د ښـه تکمیـل او بشـپړوالي دعاګانـې کولـې خـدای تعالـی پـه هماغه ډول وروڼـو تـه توفیـق ورکـړی او د دې کار لپـاره یـې د یـوې ځانګـړې ادارې پـه جوړولـو سره پـر هغـه کار پېـل کـړی و. د دې ادارې کار د والـد صاحـب نېــږدي ملګـري مشـهور جهـادي شـاعر او فرهنګـي شـخصیت محتـرم مولـوي بدرالدیـن حقـاني صاحـب تـر اشراف لاندې پېـل شـوی کـوم چـې د خپـل ځانګـړي اهتمـام لـه مخـې یـې د والـد صاحـب د جهـادي ژونـد ډېـری مـواد، تاریخـي اسـناد او مستــند فلمونـه را یوځـای او بــیا یـې د هغـوی د تحلیـل او تجزیـې لـه مخـې د والـد صاحـب د تاریـخ پـه اړه پـه لاندې برخـو کـې کار پــیل کـړی دی: الـف: د جهـاد د وخـت د مسـتندو فلمونـو لـه مخـې د والـد صاحـب پـر جهـادي ژونـد یـو وثائقـي فلــم ترتیبول. ب: د والـد صاحـب پـر شـخصیت د هغـه لـه معاصرينو علـاوو، جهـادي او سـیاسي شـخصیتونو او ولســي متنفذینـو څخـه تأثـرات او نظریـات را یوځـای کـول. ج: د والـد صاحـب ټولـې ویډیـو یـې او آډیـو يـې ویناګانـې او تقریرونـه رایوځـای کـول او پـه لیـکلې بڼـه پـه یـوه کتـاب کـې ترتیبـول. د: د والـد صاحـب ټولـې ویډیـو يـې، صـوتي او تحریـري مرکـې چـې لـه مختلفـو رسـنیو سره یـې تر سره کـړې وې را یوځـای کـول او د خپرېـدو لپـاره د کاغـذ پـر مـخ پــیاده کـول. هــ: د والـد صاحـب ټـول هغـه رسـمي مکتوبونـه، لیکونـه او تاریخـي اسـناد چـې د پخـواني جهـاد پـه مهـال یـې مهمـو سـیاسي شـخصیتونو، سـازمانونو او مطبوعاتـو تـه لېـږلي را یوځـای کـول او د هغـه پـه اړه پـه تاریخـي لیکنـو کـې تـرې اسـتفاده کـول. چـې د محتـرم مولـوي صاحـب بدرالدیـن پـه زیـار لـه دغـو راټـولو شـويو مـوادو څخـه د یـوه مهـم جهـادي آرشـیف پـه توګـه د ټولـې هغـې تاریخـي سلسـلې لپـاره چـې د والـد صاحـب پـه ژونـد بـه خپریـږي د موثـق ماخـذ پـه توګـه اسـتفاده کېـږي. پـه ډېـرو سـتونزمنو امنیتـي شرايطو کـې د دغسـې یـو مهـم جهـادي آرشـیف ترتیبـول او د هغـه لپــاره مســتند معلومات راټولول له شــکه پرتــه چــې سـتـر خدمــت او د مرحــوم والــد صاحــب د جهـادي تاریـخ د خوندیتـوب پـه لاره کـې یـوه ستـره کارنامـه ده چـې د محتـرم مولـوي بدرالدیـن صاحـب پـه همـت او د هغـه د فـداکاره ملګـرو پـه زحمتونـو ترسره شـوې. زه د محتـرم مولـوي بدرالدیـن حقـاني صاحـب او د هغـه د ملګـرو لـه دغـه ستـرخدمت څخـه د زړه لـه کومـې مننـه کـوم او لـه خـدای تعالـی څخـه ورتـه د قبولیـت هیلـه لـرم. لــه محـتـرم اســتاد ننګیــال صاحــب څخــه مننــدوی یــم چــې د والــد صاحــب پــه اړه جهــادي يادښتونه یې تقریبا لـه دریـو لسـیزو راهیسـې سـاتلي او پـه ډېـرې امانــتدارۍ سره یـې د دې کتـاب پـه پاڼـو کـې ځـای کـړي. انس حقاني دوحه/قطر ۲ شوال ۴۴هـ ق - ۲۵ جوزا ۱۳۹۹هـ ش - ۵ جون ۲۰۲۰ م (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۲۹
Tweet media one
Tweet media two
35
79
859
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
7 hours
د تعمير ولسوالۍ فتحه! رژيم يوازې د هوا له لارې د اکمالاتو مخه موندلی شوای، د ځمکې پر مخ يې د هر ډول حرکت او مانور مخه ډب وه. مولوي جلال الدين حقاني د سوق او ادارې په عمومي مرکز کې د ځدراڼو او زرمتيو مجاهدينو غونډه پر تعمير د وروستي ګوزار په پار بللې وه. له بحث او ارزونې وروسته په لاندې ټکو بشپړ توافق رامنځ ته شو: د مولوي محمود په مشرۍ د ځدراڼو (۱۲۰) کسيز لښکر ته د جانان او غلام خان کلا استقامت وټاکل شو. د رحمت ﷲ زرمتي او مولوي خان محمد په مشرۍ د (۱۵۰) زرمتيوپه شاوخوا کې د خندقې او رادې استقامتونه ورکړل شول. د مولوي عبدالرحمن په مشرۍ د ځدراڼو (۱۳۰) کسيز لښکر ته چې پر دوو شوبلو، غرني هاوان او شلکا سمبال و د خرشي استقامت وټاکل شو. د ډاکټر سيدګل په مشرۍ (۱۲۰) مجاهدينو ته د سورکۍ کلا استقامت ورکړل شو. د فتح خان په مشرۍ مجاهدين د سورکي پر استقامت مؤظف شول. د زمري پر اوومه پر کلابند تعمير هر اړخيز عمليات پيل شول. دوښمن هم مجاهدین تر سخت اور او انداختونو لاندې ونيول. د جګړې پر څلورمه ورځ مخدک فخري له څو تنو مجاهدينو سره د سورکي له خوا تعمير ته نژدې مورچې ونيولې. دلته وه چې ډولونه ووهل شول، غورځي پيل شول او دوښمن ته په لوډسپيکر کې وعظونه او د پيوستون دعوتونه وړاندې شول. پر شپږمه ورځ مجاهدين تعمير ته دومره نژدې شول چې دروازې يې په راکېټونو په نښه کړای شوې. د عملياتو پر اوومه شپه (د روژې پېنځلسمه - د زمري څوارلسمه) په تعمير کې دننه ځواکونو د جګتورن باز محمد په مشرۍ پاڅون وکړ: ده په دې اړه خپلو يادښتونو کې کښلي: «... غند (۱۶) توپچی مربوط فرقه (۱۲) که بطريه (۷۶م م) نيز در تشکيل آن شامل بود تحت قوماندۀ خودم در ولسوالی زرمت «تعمير» جابجا گرديده بود. ولسوال وکميته دفاع در پی گرفتاری و آزار و اذيت اهالی محل و اشخاص مسلمان و بیگناه افتيده بود، همه شب يک تعداد مسلمانهای مظلوم و بیگناه را اسير و سر به نيست ميکرد. صلاحيت و امر قومانده کندک به شخص ولسوال که یک انسان بی کفايت، جانی و ملحد بود، تعلق داشت. ما موضوع را با تورن عمراخان و دويم بريدمل عبدالمجيد از قبل در ميان گذاشته بوديم. قرار برين شد، که در قدم اول کمونيست ها را از بين برده و کندک را به مجاهدين ملحق سازيم، برای اين کار وظايف تقسيم شد، ساعت دو بجه شب کم��نيستها از بين برده شد، بيرق سرخ سرنگون و بيرق سفيد را به فراز عمارت تعمیر به اهتزاز آورديم» . په رښتيا هم خبره همدغسې وه. د سهار رڼا په خپريدو د تعمير له پاسه د سولې او پيوستون سپين بېرغ په رپا و، مجاهدينو د دې له امله چې د دوښمن نيرنګ او خدعه نه اوسي، په لوډسپيکر کې ورغږ کړ: که په رښتيا له مجاهدينو سره پيوستون منئ؛ نو د باندې راووځئ! له دې سره عسکر او منصبدار ټول د باندې راووتل. که څه هم ډېرى وسله نامنظم لښکر ورسره اخيستې وه، خو د مولوي جلال الدين حقاني مجاهدينو په وسلو، وسايطو او بازار پيرې ودرولې، د هټيو خاوندان يې راوغوښتل چې خپل دوکانونه په تصرف کې وساتي. تر هغې چې الوتکې رارسېدلې مجاهدينو ساحه تخليه کړې وه، له غرمې دمخه په لس نيمو بجو د رژيم جیټ الوتکو پر تعمير درنه بمباري وکړه. له تعمير (۹) ميله اوبوس توپونه (30 :D) څلور ميله ماشينګڼ، (۲۴) غرني توپونه مجاهدينو د سوق او ادارې عمومي مرکز ته انتقال کړل. له مجاهدينو دوه تنه؛ دولت سلطانخېل او يو نامعلوم مجاهد شهيدان او يو تن زخمي شو. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۸۲
Tweet media one
6
7
143
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
5 days
دښمن د خپل قوماندان په وژل کېدو په شا تګ وکړ! د تعمير د کلابندۍ د ماتولو په موخه چې له غزني کومه قوه راغلې وه، ماته ګوډه ګردېز ته خلاصه شوه. د تعمير محاصره لا پسې ټينګه شوه، دوښمن له ګردېز څخه زرمت د ليرې وېشتونکو توپونو تر اور لاندې نیولی و. تر هغې چې ګردېز کې د يوه پياوړي شوي غونډ په کچه يو تاکتيکي ګروپمان چې په شوبلو، توپچي او هوايي ځواک غښتلی شوی و، د شوروي سلاکارانو تر مستقيمې قوماندې لاندې له ګردېز څخه د تعمير پر استقامت حرکت وکړ. د دغه ګروپمان موخه د تعمير د کلابندۍ ماتول او دغه موقعيت ته په خوندي توګه د اکمالاتي کتار رسولو ته راټوله شوې وه. د دې تر څنګ د مجاهدينو د مرکزونو له منځه وړل، د دغو ځواکونو وروستی هدف ګرځېدلی و. د غونډ اړوند جزوتامونو د خټاوې او سروړي ورسک سيمه کې موقعيت نيولی و. د غدي او خليل مجاهدين چې د ګردېز پر استقامت په نژدې واټن کې د مدافعې لپاره ځای پر ځای شوي وو له دوښمن سره په سخت مقاومت کېوتل. د جګړې په لومړۍ ورځ مجاهدينو د دوښمن څلور شوبلې په راکېټونو ووېشتلې. بريدمل علم جان د توپ په پرله پسې انداخت د دوښمن د يرغل څپه په شا وتمبوله. غدي سره له مجاهدينو کلابند شو، خو مقاومت ته يې دوام ورکاوه. په همدې کې د کنډک قوماندان دده د ټوپک تر زخې لاندې راغی. دوښمن د خپل قوماندان په وژل کېدو په شا تګ وکړ. د مولوي عبدالرحمن مجاهدينو د دوښمن پر جنوبي اړخ بريد وکړ چې له امله يې د دوښمن قطعات بېرته سروړي ورسک ته په شا شول. يو موټر د توپ مهمات او شلکا د مجاهدينو لاس ته ولوېدل. پر سبا يې دوښمن په شاوخوا کې پراته ځواکونه له سره سوق کړل. د منګل خېلو له لارې يې د کني د ژرندې پر استقامت حرکت ته دوام ورکړ. د دوښمن د ځواکونو له حرکت سره سم د علم خان د توپ دقيق انداخت د دوی پرمختګ تر يوه بريده ډب کړ. دغسې د لارې په اوږدو کې د مجاهدينو په تيت وپرک بريدوکې ترې دوې شوبلې په رومانخېلو کې سلامتې پاتې شوې، چې مجاهدينو خپل مرکز ته انتقال کړې. د دوښمن د اکمالاتو کتار د تعمير په لور حرکت ته دوام ورکړ. د ښاغلي ځدراڼ د کتاب په استناد مولوي جلال الدين حقاني له خپلو ورسره ملګرو خيربادشاه، علي جان او محمد سلطان سره په داسې حال کې چې راکېټونه ورسره وو د سوق او ادارې له محل څخه پسې راووتل. په چټکۍ يې د غلبلو سيمې ته ځانونه ورسول. خو دلته چورلکو تر اور او پرله پسې انداختونو لاندې ونيول. دوی د دوښمن تښتيدلي ځواکونه د سروړي تر ورسک تعقيب او په دغه واټن کې درنه مرګ ژوبله ور واړوله. «پکتيا د جهاد په غلبلو کې» لومړي چاپ دويم ټوک (۱۵۴) مخ په زرمت کې د جهادي ليکو او څپو د څرنګوالي په اړه راغلي «په زرمل کې د دوښمن د پرله پسې ماتو له امله له زرمتيو، ځدراڼو، کوچيانو او نورو قومونو څخه سلګونه مجاهدينو په زرمل کې تجمع کړې وه. د مولوي جلال الدين حقاني مجاهدينو او د زرمل د مولوي خليل ﷲ ځينو مجاهدينو د نظم، سوق او ادارې تنظيم درلود او د مشخص پروګرام او پلان له مخې به يې عمليات اجرا کول، پاتې مجاهدين تر ډېره له قومي لښکر و سره پېيلي وو چې په لويو او جبهه يي جګړو کې اغېزمن ثابتېدلی شوای. د دې ټولو عمومي آمر مولوي جلال الدين حقاني و، ولسي لښکر له څو کسيزو ډلو نيولې تر پېنځلس- شلو تنو پورې نا متعهد، بې نظمه او په اجتماعي توګه د اکمال او تخليې سيستم کې نه وو پېيل شوي. په تګ راتګ يې د وخت محدوديت موجود نه و، کله يې چې غوښتل کورو ته به تلل، ان چې کله به يې د عملياتو په پرېښودو خپله مخه وهلي وه. مولوي حقاني هم دوی ته څه نه ويل، ګويا کوم بنديز يې نه و پرې لګولی، بلکې خپلې خوښې ته يې پرېښي وو. په زرمل کې د دوښمن تسلط ختم و، ظاهر کې سيمه د دوښمن له عناصرو پاکه وه، د مجاهدينو د سوق او ادارې عمومي مرکز د مولوي جلال الدين حقاني په مشرۍ کواښ کې موقعيت درلود. د دوښمن يو پلی کنډک چې په اوبوس توپو او توغندي وېشتونکو اتومات راکېټونو سمبال و، په تعمير کې کلابند و، ګردېز کې هم د دوښمن ځواکونو د ځمکني مانور کيفیت له لاسه ورکړی و. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۸۱
Tweet media one
4
12
314
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
8 days
د تعمير ولسوالۍ کلابندي او بريالۍ محاصره! دارالجهاد افغانستان «پکتيا د جهاد په غلبلو کې» لومړي چاپ درېيم ټوک کې لولو: د مولوي جلال الدين حقاني په مشرۍ د ځدراڼو او کوچيانو مجاهدين په څلورو ډلو کې تعمير کلابند کړی و. د اکمالاتو صحرايي مرکز په کمال خېلو او د سوق او ادارې عمومي مرکز په روحاني صاحب کې و. د زرمت د مجاهدينو مرکز په شاهي کوټ کې و... د مولوي محمد عمر، ملک سدو کوچي، حاجي د راز، ملا نورالحق او عبدالغفار مجاهدينو هم د تعمير په کلابندۍ کې برخه لرله. د (1360) لمريز د وږي پر شپږمه د يووالي په يوه غونډه کې مولوي جلال الدين حقاني د ټولو مجاهدينو د يووالي مشر وټاکل شو. ده د جګړې د څار او اکمالاتو لپاره د څارونکي پلاوي له ټاکلو د عملياتو پلان په لاندې ډول چمتو کړی و: ١- د ملا نورالحق او عبدالغفار مجاهدينو ته د تعمير ولسوالۍ جنوبي او غربي اړخ وسپارل شو. د غزني له خوا دفاعي کمربند هم د دوی مسووليت وګرځېد. ٢- د فضل او سدو په مشرۍ زرمتيو او کوچيانو ته د رباط استقامت وسپارل شو. ٣- د مولوي عبدالرحمن په مشرۍ د ميزايو ځدراڼو او منان کوچي په مشرۍ کوچيانوته د خرشي استقامت ورکړل شو. ۴- د غدي او خليل په مشرۍ د ميزايو ځدراڼو ته د ګردېز پر استقامت د دفاع مسووليت وسپارل شو. څو ورځې وروسته د حاجي محمدايوب په مشرۍ د فخريو مجاهدين هم ورسره مله شول. د څو ورځو پر له پسې جګړو کې مجاهدين د تعمير (۱۲۰) مترۍ ته ورسېدل او دوښمن د تعمير دننه کلابند شو. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۸۰
Tweet media one
1
18
225
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
12 days
په سپکو او درنو وسلو د مجاهدينو سمبالتيا! د ځدراڼو له درې سوه زيات مجاهدين د مولوي جلال الدين حقاني د سوق او ادارې له عمومي مرکز څخه په زرمت کې د عملياتو لپاره چمتو شوي وو. له دوی سره د کوچيانو ځينې ګروپونه هم مله وو. دغه مجاهدين مولوي حقاني پر تعمير ولسوالۍ د عملياتو په موخه په دوو استقامتونو مؤظف کړل. يوه ډله د ګردېز جنوبي اړخ پل سيمې ونيولې، نور هغه د خوړ له استقامته ګردېز ته ورنژدې او خپل بريدونه پيل کړل. دوښمن چې د ګردېز د امنيت لپاره يې خپل ځواکونه په سټو کنډو او دره کې ساتلي وو، په ګردېز کې دننه له بريدونو او کلابندۍ سره مخامخ شو. د چنګاښ په (۲۷مه) مجاهدينو له څلورو خواوو تعمير ولسوالۍ تر اور لاندې ونيوله. مجاهدين د تعمير ولسوالۍ ته دومره نژدې شول چې دننه يې د دوښمن دوه ټانکونه په راکېټ ووېشتل. دوښمن له ګردېز څخه يو کنډک تعمير ته سوق کړ، چې زرمت ته په ننوتو د مجاهدینو له ناڅاپي بريد سره په مخامخېدو بېرته په شا شو. د سرطان پر (۲۸مه) يوه کوماندو قطعه چې تشکيل يې د ورسره مل ځواکونو او جزوتامونو له اړخه يوه ميکانيزه غونډ ته رسېد، د سهاکو او کلالګو له لارې د تعمير په لور حرکت وکړ. دغه ځواکونه هم پر لار د مجاهدينو تر تيت وپرک بريدونو لاندې راغلل، دا په اواره ځمکه او کروندو کې هغه مخامخ جګړه وه چې په ځينې برخو کې د دوښمن ځواکونه او مجاهدين د لاس او ګريوان پر جګړه اوښتي وو، له دغو ځواکونو ايله يو زغروال خلاص شو، نوره ټوله قوا تباه او مجاهدينو ته تسليم شوه. مجاهدين د سپکو درنو وسلو او مهماتو له اړخه اکمال او سمبال شول. تر دې وخته دوښمن دا تبليغوله چې ګويا غرييز موقعيتونه له مجاهدينو سره مرسته کوي، خو چې په اواره کې له دغسې سختې ماتې سره مخامخ شول بيا يې د خپلې وروستۍ ماتې کيسه له چا نه شوای پټېدلی. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۹
Tweet media one
1
7
75
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
15 days
له درنو ��لفاتو سره د ستوګنې او باتور عمليات! د چنګاښ پر (۲۴مه) د دوښمن يو پياوړی شوی ميکانيزه غونډ د خټاوې ابراهيم خېلو پر سړک د زرمت پر استقامت خوځېدلی و، دغه غونډ د سرطان په آخر کې مجاهدينو هغسې وځپی چې بيا يې په زرمت کې د سر پورته کولو مخه و نه شوای ليدلی. کله چې د ځواکونو د سر کتار د ابراهيم خېلو کليو ته ورسېد، په خشم او وحشت يې د عامو خلکو پر کورو له ورننوتو هغه لوټ او ځينې وسوځول. دوښمن چې په شوکه او لوټ کيوتی و، مجاهدينو له هرې خوا تر بريد لاندې ونیو، د دوښمن ليکې يې وڅېرلې، پليو عسکرو ته درانه زيانونه واوښتل. د ښاغلي ځدراڼ د جهاد په غلبلو کې کتاب پر استناد څرنګه چې دوښمن د شپې تېرولو په پار په نېکنام کې تم شوی و، مولوي حقاني خپله پسې ترپلل. په ده پسې عبدالعزيز، رحمت ﷲ، ميرحيدر لنډيزي، نورالحق، نورﷲ خان، حاجي نيک محمد، رضا محمد، تورن ماما، حاجي يوسف سهاک، مولوي محمود، مولوي عبدالرحمن خپلې ملاوې وتړلې او د ستوګنې پله سره يې تر بريد لاندې ونيول. د دوښمن پيشدار کنډک چې د شا له خوا توپچي حمايه کاوه او د (۱۲مې) فرقې توپچي جزوتامونه د دغه ميکانيزه غونډ په ملاتړ برخوال و، ايسار کړای شول ترهغې چې ځواکونه ستوګنې ته رسېدل لس ټانکونه او وسايط يې له منځه تللي وو. دوښمن چې محاربوي نظام (تيت نظام) غوره کړی و، پليو او ميکانيزه ځواکونو د يو بل په ملاتړ په جګړه کې برخه لرله. څرنګه چې د دوښمن پليو ځواکونو درانه زيانونه وليدل، ځکه خو يې زغروال د پليو له ملاتړ بې برخې شول. له همدې امله وه چې دوښمن خپلو ځواکونو ته د په شا تګ امر ورکړ، خو په دې بله ورځ يې له سره ګروپ بندي وکړه، په مقرب خېلو کې يې مدافعوي څوکى جوړې کړې، خو له حرکت سره سم مجاهدينو په هماغو لومړيو کې ترې دوې شوبلې ووېشتلې. د رژيم ځواکونو چې په خپله مخه کې کلاوې او کورونه ليدل هغه يې د درنو وسلو تر اور لاندې نيول. که څه هم تعمير ته تلونکی غونډ باتور ته د تګ پر لاره مجاهدينو ځای ځای تم کړ، خو غونډ خپل حرکت ته دوام ورکړ. پر سبا يې په خرشي کې مجاهدينو د کتار د سر شوبلې په وېشتلو مخه ډب کړه، د الوتکو له سختې بمبارۍ سره بيا هم غونډ د وړاندې تګ مخه و نه شوای ��وندلی. دليم کوچي يو په بل پسې شپږ زغروال ترې ووېشتل. مولوي جلال الدين حقاني پوځيانو ته په لوډسپيکر کې له مجاهدينو سره په يو ځای کېدو د امن ډاډ ورکړ هماغه و چې د اسد پر درېيمه له غرمې وروسته څلوربجې عسکر له يوې مخې مجاهدينو ته تسليم شول. د ښاغلي ځدراڼ د موندنو له مخې په دغه جګړه کې(۳۶) زغروال او نور وسايط ويجاړ او (۲۵۰) عسکر له مجاهدينو سره يو ځای شول. د غونډ نور وسايط، وسلې او مهمات د مجاهدينو لاس ته ورغلل. د ښاغلي ځدراڼ په خبره مولوي جلال الدين حقاني پېنځه شوبلې او دوه ميله توپونه مرکز ته په رسولو د جهاد د ادامې لپاره چمتو کړل. پاتې نور وسايط چې د چا لاس ته ورغلل هغه يې تيت پرک ورسره يووړل. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۸
Tweet media one
2
9
141
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
20 days
د تېرې په کنډو کې د مجاهدينو لومړني بريالي عمليات! تېرې کنډو د ګردېز لوګر تر منځ د ځمکني ارتباط له اړخه د غرونو پر سر يواځينی لوړ ستراتيژيک ګودر دی چې د ګردېز له ښار سره نژدې (۴۵) کيلومتره واټن لري. دوښمن دغه کنډو د يو پلي ميکانيزه کنډک پر مټ مدافعه کاوه پر دې سربېره يې د شاوخوا څوکو پر سر د څار او دفاع نورې پوستې هم جوړې کړې وې. مولوي جلال الدين حقاني د مجاهدينو يو ګروپ د تېرې کنډو پر سړک د دوښمن وسايطو ته د کمين په موخه مؤظف کړی و. د کمين بنسټيزه موخه دا وه چې دوښمن ګام پر ګام د ګواښ او خطر له احساس سره مخامخ شوی اوسي. د مجاهدينو دغه ګروپ پر لومړۍ ورځ د دوښمن پر يوه اکمالاتي کتار بريد وکړ، ګڼې شوبلې وسايط يې ترې ويجاړ کړل. يوه چورلکه هم په نښه کړای شوه، په دې توګه د دوښمن تګ راتګ په دغه کنډو کې مختل شو. دا لومړی ځل و چې تېرې کنډو د مجاهدينو تر برياليو عملياتو لاندې راغلی و، له همدې ځايه وه چې د بنوزيو او تېرې له استقامته پر دوښمن د بريدونومخه پرانيستل شوه. د مجاهدينو پر وړاندې سترګواښ په کليو کې د انقلاب د دفاع د کمېټو له اړخه و، ځکه خو حقاني صاحب وار له مخه د دغو کمېټو د فعاليتونو د محدودولو په پار يو ګروپ زرمت ته لېږلی و. مولوي حقاني د دغو کمېټو له مشرانو سره د اړيکو په يوه کانال توانېدلی و چې د پرله پسې تماسونو پر مټ کمېټې دې ته چمتو کړي چې د رژيم له همکارۍ او جاسوسۍ څخه لاس واخلي. کله چې له دغو کمېټو ځينو يې له رژيم سره رابطه پرې کړه پاتې يې له سيمې پښې سپکې کړې، ځکه خو په زرمت کې د مجاهدينو فعاليت او تحرکات هم خوندي شول. دا وخت يوازې په تعمير نومي ولسوالۍ کې چې د ګردېز په لس کيلو مترۍ کې په يوه اواره سيمه کې موقعيت درلود د دوښمن يو پياوړی شوی کنډک پاتې و. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۶
Tweet media one
2
10
161
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
22 days
له پرله پسې برياوو وروسته درنې وسلې د مجاهدينو لاسونو ته ولوېدې! په ځدراڼو کې د دوښمن په پرله پسې ماتو کې مجاهدينو د سپکو وسلو ترڅنګ درنې هغه هم ترلاسه کړې. د سوق او ادارې عمومي مرکز په يوه ناسته کې مولوي جلال الدين حقاني وپتیېله چې په نورو استقامتو لکه زرمت، ځاځيو، منګلو او مقبلو کې د عملياتو لمن پسې پراخه کړای شي. ښاغلي ګل زرک ځدراڼ د خپل کتاب «پکتيا د جهاد په غلبلوکې» لومړي چاپ دويم ټوک په (۲۹) مخ کې کښلي: مولوي جلال الدين حقاني چې په پکتيا کې د مجاهدينو مشرتابه ورپه غاړه وه په ځدراڼو کې د نويو حالاتو او وضعيت له مخې د مجاهدينو او قومي لښکر پر سوق او ادارې سربېره وار له مخه خپل مجاهدين له مولوي سيدشاه سره په اړيکه کې د رژيم د دفاعي کمېټو سره د مقابلې په مقصد او هلته د خرپ او ترپ عملياتو په منظور د مولوي ګل رحمن په مشرۍ مؤظف کړي وو. لکه دمخه ياده شوه مولوي ګل رحمن د زرمت د کني په چنګې غره کې مرکز پرانيستی و. د مولوي نصرﷲ منصور په مشرۍ چې په زرمت کې د اسلامي پاڅون لپاره کوم خوځښت رامنځ ته شوی و، پر مټ يې د زرمت متعهد مجاهدين د عملي پاڅون او جهاد لپاره تنظيم شوي وو. کله چې زرمت ته څېرمه په ځدراڼو کې د دوښمن پر ځواکونو سرتاسري عمليات په بريالۍ توګه بشپړ او د ثور په اصطلاح په شا نه تلونکي انقلاب ارابه په شاوګرځول شوه. په زرمت کې هم د رژيم تر تبليغاتي طلسم او جبر لاندې ولسونو تر منځ د پاڅون، جهاد هنګامه توده او د جهاد ليکې له غرونو اوارې ته د رالويدو مخه وموندله. په زرمت کې د رژيم ځريو له مجاهدينو سره د همغږۍ له ويرې د کتي خېلو (۷۲) مخور او سپين روبي ونيول چې د مرګ ژوند پته يې و نه شوای لګېدلی . «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۵
Tweet media one
5
10
168
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
25 days
د ګردېز شاوخوا د عملياتو پيل او پلانونه! د جوزا په نيمايي کې مولوي جلال الدين حقاني پر غوګيري د عملياتو په موخه د مجاهدينو چمتووالی بشپړ کړی و. غوګيری د ګردېز ښار د ختيزې برخې پېنځه کيلو مترۍ کې غره ته ورته يوې غونډۍ څوکه ده، چې شاوخوا يې لويو وړو د ښتو او وړو غونډيو تاکتيکي موقعيت وربښلی دی. له همدې امله د ګردېز د امنيت لپاره غوره څوکۍ پېژندل شوې وه، ځکه خو دوښمن د غره پر سر يو ټولی چې په ليرې وېشتونکو توپونو سمبال و ځای پر ځای کړی و، چې له امله يې د ورځې اوږدو کې د ميلن په ساحه کې د مجاهدينو فعاليت محدود کړی و. د مجاهدينو اتيا کسيز ګروپ د شپې په تياره کې د غوګيري په لور حرکت وکړ، غره ته په ختلو کې يې خپل محرميت مراعات کړ. په (۳۰) مترۍ کې يې د دوښمن څوکيو ته د لاسي بمونو په ورغورځولو بريد ښخ کړ. په همدې لومړي ګوزار کې يې د دوښمن درې څوکۍ لاندې کړې؛ نيم ساعت به وتلی و چې د غوګيري سر د مجاهدينو لاس ته ولويد. لږ شمېر عسکرو پښې سپکې کړای شوې، پاتې عسکر مجاهدينو ته تسليم شول. مجاهدينو ترلاسه کړې سپکې او درنې وسلې له ځان سره اسمانۍ ته راوړې. څرنګه چې دوښمن ته د غوګيري اهميت څرګند و، ځکه خو يې پر سبا د دغه څوکې د بېرته نيولو په موخه لويه قوا پر دغه لوري سوق او له پخوا په څو برابره زيات ځواک پر دغه څوکه خپل قوتونه له سره ځای پر ځای کړل. که څه هم مجاهدينو د دغې څوکې د نيولو دويم ځلي عمليات پلان کړي وو. خو څرنګه چې دوښمن يې وار له مخه سوقيات کشف کړي وو، ځکه خو د غوګيري دويم ځلي عمليات بې پايلې وختل. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۴
Tweet media one
2
15
175
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
27 days
دښمن د ملکي خلکو له کورونو پر مجاهدينو ګوزارونه پيل کړل! د (1358) لمريز په چنګاښ کې چې د سټو کنډو پر سر او دره کې دوښمن کلابندو، د مجاهدينو يو ګروپ له زاوه والو سره په ګډه پر دره د عملياتو تابيا نيولې وه. دوښمن په ناڅاپي او چټک غبرګون شپه پر شپه له ګردېز څخه يو کنډک قوا پر زاوه ورمارش کړه. که څه هم د مجاهدينو شمېر لږ و، خو بيا هم د قوا په راتلو يې مخې ته ورووتل، سخت جنګ ونښت. له لمر ختو سره هوايي بمبار پيل شو، چې ل�� امله يې د زاوې کورونه ويجاړ شول مجاهدينو په خورا سختو شرايطو کې يوه شپه يوه ورځ د دوښمن مقابله وکړه. ځکه خو دوښمن د درې پر کلیو د ورختو مخه و نه شوای موندلی د جګړې د دويمې ورځې په مازېګر قوا په شا تګ وکړ. د ميلن عمليات: دوښمن په پام کې لرله د ميلن له لارې پرمجاهدينو فشار راوړي چې زاوه کې د مجاهدينو د مرکز فعاليتونه ټکني او پر دره د مجاهدينو فشار کم کړای شي. په همدې موخه يې يو پلی کنډک چې په شوبلو او زغروالو پياوړی شوی و، د ميلن پر استقامت سوق او د عبدﷲ خان کلا اشغال کړه. ميلن د ګردېز په ختيز کې له غرونو، ورسکونو او کنډونو ليرې وړه دښته ده، په همدغسې يو اوار ډګر د مازېګر په څلور بجې د مجاهدينو او دوښمن تر منځ، لاس وګريوان جنګ ونښت. د دوښمن پليو ځواکونوته درانه زيانونه واوښتل. د رژيم ځواکونه د مجاهدينو د فشار له امله د عبدﷲ خان پر کلا ورننوتل او برجونه يې د مجاهدينو پر ضد د مقابلې سنګرونه وګرځول. مجاهدينو پر شوبلو ورترپلل، په راکېټونو يې زغروال په نښه کړل، ګڼ وسايط د اور خوراک شول. مجاهدينو د سپيدار ونې ته په ختو پر کلا ورټوپ او د کلا دننه يې شوبله په نښه کړه. له دې سره په کلا کې دننه عسکر تسليم شول. په نورو وسلو مهماتو سربېره يوه روغه شوبله د مجاهدينو لاس ته ولويدله. له مجاهدينو پېنځه تنه زخميان شول. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) صفحه ۱۷۳
Tweet media one
3
19
255
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
29 days
سخته نښته او دښمن ته درانه تلفات... زغنه د درې په شمال ختيز کې ګردېز ته نژدې په لس کيلو مترۍ کې پرته ده، له دغه سيمې د ګردېز پر استقامت د بنوزيو تر لمنو پورې د درې کيلومتره په اوږدوالي د تنګيو، ورسکونو، کږليچونو، لوړو ژورو، غرونو، ګړنګو او غونډيو کراړه اراضي موجوده ده. د ځمکې پر دغوطبيعي کږليچونو او ګړنګونو له ګردېز څخه سټو کنډو، ته د ځمکني ارتباط يواځینی سړک غځېدلی دی. رژيم له همدې سړک څخه د خپلو ځواکونو د اکمالاتو مخه موندلی شوای. لکه چې ياده شوه مولوي جلال الدين حقاني د مجاهدينو څلوېښت کسيزه ګروپ وار له مخه د دغو تنګيو په تاکتيکي موقعيتونو کې د دوښمن د اکمالاتي کتارونو څار اوڅاو ته ځای پر ځای کړی و. کله چې له ګردېز څخه د ارتباط لومړنی ټانک دغه سيمې ته ورسېد د مجاهدينوپه راکېټ له لګېدو د اور خوراک وګرځېد. خو په ملاتړ يې له ګردېز څخه ځواکونو په چټکۍ حرکت وکړ. د دغو ځواکونو يو ټانک دښخ کړای شوي ماين له چاودنې له فعاليت څخه ولويد، ځکه خو پلي ځواکونه په جګړه ورګډ شول. چې مجاهدينو له سرونو څخه تر اور لاندې ونيول چې له امله يې بېرته خپلو وسایطو ته په ختلو په شا شول. پر سبا يې له ګردېز څخه يو راوتلی کنډک د زغنې پر غونډيو د مجاهدينو په سنګرونو د هوايي ملاتړ پر مټ بريد وکړ. جګړه نژدې د لاس وګريوان کچې ته رسېدلې وه. په دې ځای کې يو شمېر عسکر مجاهدينو ته ور واوښتل، پاتې قوا له درانه زيان سره په شا تګ وکړ. له مجاهدينو يوازې نعيم خان فخري شهيد شو . درېيمه ورځ د ګردېز او درې له خوا په پراخ هوايي ملاتړ بلې قوا ازغنې ته حرکت وکړ، خو مجاهدين يې له خپلو مورچو په شا نه کړای شول. پياوړی قوماندان غفار کوچی همدلته شهيد شو. د رژيم ځواکونه د درنو ځاني او مالي زيانونو په ليدو په شا تګ ته اړ او د اکمالاتي لارې په خوندي کولو کې له يوې بلې ناکامۍ سره مخامخ کړای شول. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۲
Tweet media one
2
13
179
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
1 month
حقاني رح له دښمن څخه نيولې وسلې بېرته پر دښمن استعمال کړې (پکتيا د جهاد په غلبلو کې) لومړی چاپ لومړي ټوک (۱۱۶مخ) کې د نوي پلان له مخې د عملياتو د دوام په اړه راغلي:... دغه مهال مجاهدين په منظمو او نامنظمو تشکيلاتو کې په عملياتو بوخت ول. د کتاب د ليکوال په خبره کله چې په دره کې د رژيم پر پرتو ځواکونو د ميزايو، دېرېخېلو، درهوالو او کوچيانو بريدونه پيل شول، مجاهدين په منظمه او نامنظمه توګه په څو کسيزو ګروپونو، يا لوی شمېر ډلو کې جنګېدل. په سرانه کې مولوي جلال لدين حقاني د سوق او ادارې عمومي مرکز اداره کاوه، په ټوله کې نوموړی د لويې پکتيا د مجاهدينو عمومي آمر ټاکل شوی و. دی له يوې مودې د سرانې په مرکز کې د راتلونکو عملياتو او جګړې په احضاراتو بوخت و. مولوي جلال الدين حقاني وار له مخه مولوي محمود، حاجي محمد ايوب، مولوي عبدالرحمن او غفار کوچي په دره کې د عملياتو لپاره د زغنې تنګى د تړلو په موخه لېږلي وو. د ښاغلي ځدراڼ په خبره په دغو مجاهدينو کې نيمه متعهد او نيمه منظم مجاهدين هم شامل وو، چې د سرانې له مرکز څخه مولوي جلال الدين حقاني د خپلو احضاراتو له مخې بريدونو او عملياتو ته چمتو کړي وو... ښاغلی ځدراڼ کاږي:... هغه وسلې او وسايط چې په ځدراڼو کې له دوښمن څخه ترلاسه شوي وو، مولوي جلال الدين حقاني يې د راټولولو او په جهاد کې د کارولو لپاره په جدي اقدام لاس پورې کړ. دده په خبره مولوي حقاني په دې هڅه کې و چې دغه وسلې او وسايط له جهاد پرته په نورو مقاصدو کې استعمال يا ضايع نه شي. حقاني قومي تړې او بنديزونه وهڅول چې وسلې او وسايط د هېواد له حدودو څخه باندې ونه وځي. د سرانې د سوق او ادارې مرکز د مالي او اقتصادي کمزورۍ او شديدې تنګسيا له امله له ولس څخه وسلې، پرزې او مهمات په پور رانيول او د جهاد بېلا بېلو سنګرونو ته لېږل. په دې توګه په دغه کچه او بڼه له دغه مرکز څخه د مجاهدينو د اکمال او منظمولو چارې پر مخ تللې. د ښاغلي ځدراڼ په خبره دغه مهال چې منظم او نامنظم مجاهدين په دره کې پر عملياتو بوخت ول مولوي جلال الدين حقاني د زغنې د تنګي تړلو هدايت په لاندې ټکو ورکړل: ١- د دوښمن اکمالات بايد د زغنې په تنګي کې قطع او دغه تنګی بايد مدافعه شي. ٢- په زرمل کې بايد د پاڅون جهاد لپاره اړيکې او تماسونه جريان ومومي، د دغه چارې لپاره د مولوي ګل رحمن په مشرۍ مجاهدين وار له مخه توظيف شوي چې د زرمت په کني غره کې يې مرکز پرانيستی، چې د رژيم په پلوۍ د دفاع کمېټو د فعاليتونو مزي پرې کړي. له دې سره مجاهدينو په لويو وړو ګروپو کې په سټو کنډو او دره کې پر دوښمن خپل بريدونو تشديد او پراخ کړل. د دوښمن له ليکو هم له مجاهدينو سره د عسکرو او منصبدارو د پيوستون لړۍ ورځ تربلې پراخېدله. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۱
Tweet media one
3
25
327
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
1 month
د مجاهدينو د عملياتو د مخنيوي هڅې! دوښمن هڅه کوله چې په نوې بڼه او کچه د ځدراڼو له کلابندۍ د ګردېز او خوست پر استقامت د دوی د بريدونو مخه ونيسي. خو مولوي جلال الدين حقاني دغه ټکی وار له مخه په پام کې نيولی و، ځکه خو يې د مجاهدينو څلوېښت کسيز ګروپ د زغنې تنګي په نيولو مؤظف کړی و، چې له امله يې په دره او سټو کنډو کې د دوښمن د ځواکونو ارتباط له ګردېز سره قطع شوی و. په دې توګه په سټو کنډو او دره کې پروت دوښمن چې د ځدراڼو کلابندۍ ته يې بډې وهلې وې خپله کلابند شو. د ميزايو، کوچيانو او دره والو مجاهدينو په وړو وړو ګروپونو کې په جلا موقعيتونو کې د دوښمن ځواکونه تر اور لاندې نيول. د دېرېخېلو مجاهدينو په ميلن کې عمليات پيل کړل. د زغنې تنګي کې وار له مخه د مجاهدينو څلوېښت کسيز لښکر ځای پر ځای شوی و، له دې سره دوښمن د شا له خوا ټينګ کلابند او له ګردېز سره يې اکمالاتي ارتباط مختل شوی و. د مجاهدينو نورو ګروپونو د ابراهيم خېلو، ستر لګډ، خدي کنډو او درې له برې خوا پر دوښمن د پرله پسې بريدونو مخه موندل�� وه، چې له امله يې دوښمن په خپل غوړيدلي دام کې ښکېل شو. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۱
Tweet media one
9
12
273
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
1 month
د ګردېز پر استقامت د مجاهدينو سوقيات! جنرال ګل زرک ځدراڼ د خپل کتاب «پکتيا د جهاد په غلبلو کې» دويم چاپ (۲۵۲) مخ کې کاږي: «مولوي جلال الدين حقاني د مولوي ګل رحمن په مشرۍ يو ګروپ مجاهدين په زرمل کې د دوښمن له دفاعي کمېټو سره د مقابلې او هلته په نژدې راتلونکي کې د عملياتو په موخه له پخوا مؤظف کړی و» . دده په خبره مولوي ګل رحمن د زرمل د کني «چنګې» په غره کې مرکز پرانيستی و. ښاغلي ځدراڼ د ياد کتاب په (۲۸۳) مخ کې «په زرمل کې د جهاد مرکزونه او مجاهدکنډک تشکيلول» تر سرليک لاندې کښلي:... کواښ د کني غره په جنوبي لمن کې د هغه هموارې سيمې نوم دی چې د فخريو او سليمانزيو څو کلي په کې اباد دي. کواښ د شرق له خوا د کني په لوړو غرو محيط دی، د زرمل پر استقامت يې د اراضي جوړښت په بشپړه کچه صحرايي او هموار دی... د مجاهدينو د سوق او ادارې عمومي مرکز د موجوده امکاناتو له مخې په نسبي توګه بسیط و، خو د مجاهدينو او ولسونو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه. د ښاغلي ځدراڼ له يادې ليکنې په ډاګه ده چې د ځدراڼو په څېر په زرمت کې هم جهادي ليکې او سنګرونه په يووالي، ولسي پوهاوي او ګډو پرېکړو غځېدلې وې. دغه مهال د سټو کنډو شاوخوا د دوولسمې فرقې يو پياوړی شوی غونډ په مدافعه ګومارل شوی و، چې د لکې تيږي له سر څخه په تېرېدو د تورغوټ څوکو او بيا خدي بابا تر کنډو پورې يې څوکې نيولې وې. د ميزايو هغه کلي او کڅونه چې له سټو کنډو څخه ښکاريدل، د ورځې به چې هرخوځنده موجود په کې تر سترګو شو د دوښمن د څار له پوستو تر اور لاندې نيول کېده ځکه خو د ورځې په دغه ساحه کې د ژوند ارابه په ټپه درېدلې وه. پر دې سربېره پر کليو او درو هم د پرله پسې بمباريو لړۍ روانه وه. مولوي جلال الدين حقاني په يوه ناسته کې وپتيېله چې ميزايي به د خدي بابا کنډو له استقامته او ديرېخېل به د سروټي له اړخه په سټو کنډو او دره کې د دوښمن پر پوځونو هممهاله او همغږي بريدونه ترسره کوي. په دې توګه د هر قوم او په قوم کې له هر کلي او خېل څخه په جلا ګروپونو کې په پاشلې بڼه عملياتو دوام وموند. د سراني له مجاهدينو د مولوي عبدالرحمن او نعيم کوچي په مشرۍ د مجاهدينو ګروپونو د خدي بابا کنډو او درې له استقامت څخه د دوښمن پر څوکيو په عملياتو لاس پورې کړ. حقاني صاحب د دوی د اکمالاتو لپاره په مرچون غره کې وار له مخه مرکز پرانيستی و. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۷۰
Tweet media one
7
9
174
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
1 month
له ازادۍ وروسته پرمختګونه...! په ځدراڼو کې د اوومې او (۲۵مې) فرقې د غونډونو او جزوتامونو له ماتې او تسليمۍ وروسته د دوښمن پاتې ځواکونو له بورګي څخه دوه مونده او له ښواک څخه سټو کنډو ته په شا تګ وکړ. د شمل درې پر سړکونو، کنډونو، ورسکونو او الګډونو د دوښمن د ويجاړو، ټانکونو او وسايطو انبارونه يوې بلې خوا ته پراته وو. د شمل درې لويه ستراتيژيکي ساحه چې ګردېز له خوست سره نښلوي د اتيا کيلومتره په واټن د مجاهدينو لاس ته ولويدله. په دې توګه خوست ته د ځمکې له لارې د اکمالاتو لار وتړل شوه. د ځدراڼو سيمه او ولس ازاد شو، د جرګو مرکو ټغر وغوړول شو، ګډو ملي او محلي پرېکړو ته زمينه برابره شوه، ولس په خپلو تجربو وسلو او رهبرۍ له پخوا زيات ډاډه، مورال يې اوچت او د ﷲ تعالی په نصرت او مهربانيو يې ايمان او باور نور هم ټينګ شو. په ځدراڼو کې د پاڅون جهاد پړاوونه يو په بل پسې په بريالۍ توګه بشپړ کړای شول. په دې توګه ګردېز، خوست، زرمت او... ته په پاملرنه د راتلونکو پلانو او پروګرامو په موخه د سلا مشورو لپاره مشران او قومونه سره جرګه شول. ترهغې چې د ګردېز، زرمت، سيدکرم، خوست ارګون او نورو موخو په لور د مجاهدينو او قومي لښکر د سوق او ادارې پرېکړه وشوه. په دې توګه په يادو استقامتونو د منظمو، کوټليو او سرتاسري عملياتو لړۍ وغځېدله. «دا چې بيا یې څه وکړل راتلونکي کې به درته ووايو، راسره اوسئ» ( لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي صفحه ۱۶۸
Tweet media one
17
25
350
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
2 months
مرحوم جلالدين حقاني رح هغه څوک و چې افغان ولس یې پر جهاد راټول کړ او بهرني یرغلګر یې د افغانستان په هره سيمه کې وځپل. (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي #جدي۶
1
9
43
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
2 months
حقاني (رح) هېڅکله د مقابلې له ميدان څخه شاته نه شو! که د شوروي يرغل په وړاندې يواځې هم پاته شوای نو حقاني رح به له جهاد څخه شاته شوی نه وو. جهاد یې فرض باله او په هر ډول شرایطو کې ورته اماده و. (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي #جدي۶
3
10
126
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
2 months
خلک به زما په اړه ډول ډول خبرې کوي خو که کله در څخه ورک شوم نو په نورو ځايونو کې نه، بلکې د جنګ په ميدانونو کې مې ولټوئ! (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي #جدي۶
5
29
231
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
2 months
موږ په شهادتونو باندې کمېږو نه، بلکې د يوه مجاهد په شهادت سره لسګونه نور پيدا کېږي د مسلمان وجود داسې دی لکه شيشه چې څومره ټوټه ټوټه شي هره زره یې د چړې په شان تېره شي. (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي #جدي۶
14
111
716
@Star_Ghazi313
لوی مصلح ستر غازي
2 months
د جدي شپږمه د افغان تاریخ توره ورځ! همدوی و، چې د شوروي يرغلګرو پر وړاندې یې خپلې سينې سپر کړې، تکليفونه یې وزغمل، دردونه یې وزغمل او سختې قربانۍ یې ورکړې، خو نه یې چاته سر ټيټ کړ او نه یې هم له دين او هېواد سره خيانت وکړ. (لوى مصلح ستر غازي الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله) #لوی‌مصلح_ستر‌غازي #جدي۶
1
10
51