![Sara Niazi Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1884570130446757888/xW0cGtDb_x96.jpg)
Sara Niazi
@SaraNiazi32
Followers
5K
Following
922
Statuses
1K
ګرانو او خوږو ملګرو! مهرباني وکړئ زما د فیسبوک/تلیګرام لینک تعقیب کړئ https://t.co/7rGHW0qNmH https://t.co/nXDNUQr0Pp
Joined September 2022
د خوارجو (داعشیانو) هغه کرغیړنه استخباراتي پورژه چې د هیواد په شمال کې په ډیر مهارت سره ځاي پر ځاي شوې وه په پشپړ توګه له منځه یوړل شوه او انشاالله چې د هیواد په هیڅ سیمه کې سر نشي پورته کولای. ګاونډیان او ځینې استخباراتي کړۍ او د بهرنیانو مزدوران کوښښ کوي چې د ګران هیواد افغانستان حالات کړکیچن کړي، خو دا خوبونه به خپل ګور ته یوسي.
3
5
56
RT @Afghanistan_5: The moment Afghan women see the result of their efforts. A rug woven by women. 📸 Jalila Haider
0
93
0
تقوا د ایمان رڼا دہ، د معرفت لوړ مقام دۍ، او د روح هغہ سپېڅلتیا دہ چې انسان د اللہ جل جلالہ قرب تہ نږدې ڪوي. تقوا د اخلاص هندارہ دہ، د نیکمرغۍ راز دۍ، او د زړہ هغہ ښڪلا دہ چې بندہ د دنیا لہ غفلت نہ باسي او د آخرت د نجات لور تہ یې هدایت ڪوي. تقوا د اخلاقو ښڪلا، د سیرت زینت، او د شخصیت هغہ رڼا دہ چې انسان تہ وقار، عزت، او د دواړو جهانونو بریا وربښي. تقوا د صبر مګرې دہ، د شکر مونس دہ، د استقامت ډبرہ دہ، او د صراط المستقیم مشعل دۍ، چې د بندہ سفر د فلاح منزل تہ رسوي. تقوا د ژبې عفت، د نظر پاڪي، د زړہ صفا، او د اعمالو اصلاح دہ، چې انسان تہ د ګناهونو د تیارو پر ځاۍ د ایمان رڼا وربښي. تقوا د رحمت باران دۍ، چې پہ ڪوم زړہ وورېږي، هغہ لہ ظلمتونو پاڪوي، د خیر و برڪت غیږ تہ یې ورننباسي، او د دنیا او آخرت نیکمرغي یې مقدر ګرځوي. تقوا د سختیو پہ نیمګړي سفر ڪې د اسانتیا څراغ دۍ، د زړہ اضطراب تہ سڪون بښونڪے نسیم دۍ، او د ژوندانہ طوفانونو تہ د نجات ڪښتۍ دہ.!
0
0
16
خوارج (داعش) یوه وسله واله استخباراتي او جیوپولیتیک ډله ده چې لګښتونه یې د استخباراتو لخوا ورکول کیږي، مګر دوئ خپلې شخصي ګټې د غلا، تښتونې، قاچاق، کانونو ایستلو او نورو غیرقانوني او شرعي لارو ترلاسه کوي. دا ډله د اسلام مقدس دین د بدنامولو لپاره رامینځته شوې، مګر هیڅ څوک نشي کولی د اسلام مقدس دین بدنام یا زیانمن کړي.
7
10
76
د فتنګرو هغه شبکه چې په بلوچستان کې یې د داعش خراسان څانګې په مستقیمه لارښوونه د هیواد په شمال شرق کې یو لړ تخریبي کړنې ترسره کولې، د افغانستان ځانګړو ځواکونو د بریالي عملیاتو په پایله کې وځپل شوه او ټول غړي یې ونیول شول. له تېرو دریو ورځو را پدېخوا د هیواد په شمال کې ددې شبکې پر ضد په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې پراخ عملیات ترسره شوي. په دې عملیاتو کې د دې شبکې ټول غړي نیول شوي دي. وسلې، مرمۍ، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
1
3
47
افغان ځواکونو په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې په خوراجو پراخ عملیات ترسره کړي. د خوارجو یو شمېر غړي یې له منځه وړي او ځینې یې د وسلو سره ژوندي نیولي دي، په نیول شویو کسانو کې هغه خوارج هم شامل دي چې په وروستیو کې یې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند یوه مسجد کې پر ذکر کوونکو برید کړی وو چې له لسو زیات بېګناه افغانان یې شهیدان او ټپیان کړي وو. د دغو ناوړه عناصرو ټول پټنځایونه د عملیاتو په پایله کې له منځه وړل شوي دي.
1
0
7
د داعش (خوارجو) اصلي څېره! د اسلام ستر پیغمبر صلیالله علیه وسلم له زماني نه تر نن ورځې پورې، په هر پړاو کې بې شمېره ډلې او کتائب، د بېلابېلو نومونو او بیرغونو لاندې د نړۍ په هر کونج کې راښکاره شوي او د حی علی الجهاد شعار یې پورته کړی دی، چې ځیني ئې پر حق خو ځیني ئې د اسلام او جهاد په نامه د اسلامي شریعت د ماتولو لپاره بیرغ راپورته کړی او توره ئې تیره کړي. د مسلمانانو تر منځ د نفاق اچولو، د اسلام بدنامول، د امت د علماوو او مفکرینو له منځه وړل او نور ګڼ شمیر کرغیړن غیر اسلامي فعالیتونه د داعش خوارجو د شرارت یوه برخه ده چې موږ یې شاهدان یو.
0
5
36
@omarmansoorr نه وروره! مونږ باید په هغه څه عمل وکړو چې مونږ ته به اسلام کې ویل شوي. دا خو قتل شو او د قتل جزا ډیره درنه ده. که دا کار وکړو نو په ملیونونو انسانان بادی ووژل شي. زه موافقه نه یم وروره
1
0
4
د داعشیانو لخوا د خلافت جوړولو خوبونه له خاورو سره یو شول! کله چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې دوئ په سوریه کې تر خپل واک لاندې سیمې له لاسه ورکړي، دا ډله د مالي، پوځي او مشرتابه په برخو کې له یو لړ ستونزو سره مخ شوه. کارپوهان وايي، په منځني ختیځ او افغانستان کې له سختو ناکامیو څخه وروسته، د داعش له خوا د خلافت جوړولو خوبونه خاورو سره یو شول او له منځه لاړل. کمزوري مالي او پوځي سرچینې او د عامه ملاتړ کمښت د دغې ډلې نفوذ او ځمکنۍ کنټرول له منځه وړی دی، چې د خلافت جوړولو پلانونو او خوبونه له منځه لاړل. د مشرتابه په برخه کې ستونځې، د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو له خوا د ترهګرۍ ضد دوامدارې هڅې په ګډه د دې سبب شوي چې دغې ډلې ته یوازې خپل سیوری پاتې دی.
1
3
26