![Salaam Press سلام پريس Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1645740206488707074/d8GS2hol_x96.jpg)
Salaam Press سلام پريس
@SalaamPress1
Followers
24K
Following
1K
Statuses
5K
د افغانستان، سیمې او نړۍ، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کره، تازه او پر وخت خبرونه له سلام پریس سره وڅارئ
Kabul
Joined June 2022
د پکتـيا امنيه قومنداني مسوولان وايي، د نشهيي توکو پر ضد منسوبينو «شنبه، سلواغې ۲۰مه» د ډنډېپټان ولسـوالي اړوند په ستیا سیمه کې څه باندې درې زره ټابلين ګولۍ نیولي دي. پکتيا امنيه قومنداني ويلي دي چې دغه نشهيي ګولۍ له پاکستانه، هېواد ته راوړل شوې وې چې زرنج موټرسایکل کې د لېږد پرمهال نیول شوي.
0
1
24
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې سږ کال په هېواد کې د ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبې د تولید کېدو خبر ورکړی دی. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې روان کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
0
0
0
د تورخم قرنطین وترنر ډاکترانو له لوري پاکستان څخه ۲۵۰۰ لوړ عمرلرونکي چرګان د کرنې ریاست مامورینو له لورې تر نیولکېدو وروسته بېرته دغه هېواد ته ورستانه کړي دي. یاد چرګان په تورخم کې د دوی کارکوونکو له لورې نیول شوي او بېرته پاکستان ته لېږدول شوي دي. یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار کرنې ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو په ټنونو خراب ممپلي، جوار او سویابین بېرته پاکستان ته مسترد کړي دي.
0
17
149
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي قدرتالله جمال لوګر ته د یوه سفر پرمهال له چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، د یاد ولایت لرغونې سیمې او اثارو ساتنه او بیارغونه د دوی لومړیتوب دی. جمال زیاته کړې چې ولایت مقام دې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سربېره له یوشمېر کلیدي ادارو سره همغږي پراخه او ځوانانو ته دې د زدهکړو، همغږۍ او فرهنګ برخه کې پروګرامونه جوړ شي.
0
0
2
کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د يوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د پنجوایي ولسوالۍ په بدوان سیمه کې د دغه ریاست له بودجې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې. دغه کانال به ۲۶۵ متره اوږدوالی، ۱.۵ متره پراخوالی او ۳ متره لوړوالی ولري، چې چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.
0
2
26
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې د سالنګونو لویه لاره پرون ماښام د واورې اورښت، د لید ساحې د محدودیت، د ځاني زیانونو د مخنیوي او توپان له امله موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. ښاغلي حق شناس زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست ټیمونه د واورې د پاکولو هڅه کوي ترڅو لاره د ترافیکو پرمخ پرانیزي.
0
5
48
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب له «اریانا افغان» او «کام ایر» هوایي شرکتونو سره د راتلونکي کال د حج مراسمو لپاره د حاجیانو د لېږد رالېږد تړون لاسلیک کړ. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د دې تړون له مخې یاد شرکتونه د یوه منظم مهالوېش له مخې سعودي عربستان او بېرته هېواد ته د ۳۰ زره افغان حاجیانو لېږد او را لېږد ترسره کوي.
0
3
28
د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د روان ۱۴۰۳ کال په لړ کې له دې ولایت څخه څه باندې ۱.۱ میلیونه ټنه بېلابېل کرنیز محصولات صادر شوي دي. د یادې خونې رییس محمد یعقوب مومند ویلي، صادر شوي محصولات، چې په کې مڼې، انګور، زردالو، بادام، هنډواڼې، کچالو، پیاز، رومي بانجان او نورې مېوې او سابه شامل دي، د کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي. مومند زیاته کړه چې د صادر شویو محصولاتو ارزښت څه باندې ۶۸ میلیونه افغانۍ دی او دغه محصولات د لوګر له مرکز او ټولو ولسوالیو څخه راټول شوي دي.
0
2
18
د میدان وردګ-لوګر نښلونکي سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو د ۷۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د میدان وردګ-لوګر نښلونکي سړک د جوړولو تړونونه له دوو شرکتونو سره لاسلیک شول. یاد ۵۰ کيلو متره سړک د میدان وردګ له تنګي او د لوګر له بابوس سیمې تېرېږي او مرکز پل علم سره به ونښلول شي. د جوړولو چارې به یې په شاوخوا ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي.
0
2
38
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د غزني له سرپرست والي عبدالصمد جاوید سره په کتنه کې ویلي، چې راتلونکي کال کې به د دغه ولایت په زنهخان او واغظ ولسوالیو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېمونو جوړولو چارې پیل شي. منصور زیاته کړې، چې د دې ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د یوه استنادي دیوال جوړول هم د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکي کال پروګرامونو کې شامل دي. ورته مهال د غزني والي ویلي، چې د دې ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې به د زردالو بند چارې هم ډیر ژر پیل شي.
0
5
144
اسلامي امارت: غزه د فلسطین خاوره ده او څوک د بر خليک ټاکلو په اړه خپل سري پريکړې نه شي کولاى! اسلامي امارت د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرامپ له لوري د فلسطینیانو د بې ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د ميشت کولو په اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی، او نړۍ بايد د دا ډول توطیو پر وړاندې ودرېږي!👇
0
4
21