د شېخ هیبة الله اخندزاده د امر پر اساس له دې وروسته هیڅ چارواکی حق نه لري، د تېر حکومت له بیرغ سره په رسمي او غیر رسمي مجلس کي څرګند سي.
ددې امر پر اساس په ټولو دولتي بنسټونو او بهرنیو سفارتونو کي سپین بیرغ ځړول کیږي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ګمرک رئیس سید یعقوب شاه اغا:
پاکستان ته مو د غنمو پر وړلو مطلق بندیز لګولی، چي یو غنم په یوه افغانۍ راڅخه وغواړي هم یې نه ور پرېږدم.
په کندهار کي له سېلاب څخه د پرونیو ژغوريزو عملياتو مشري د کندهار هوايي ډګر ځوان مشر مولوي فتح الله منصور کول، دا صحنې هيلې زېږوي، دا د مسؤليت احساس او حیرانوونکی اخلاص دی.
د حکومت مشرتابه د علماو په ناسته کي:
زه د خارجیانو مداخلې نه منم، نه له چا سره تعامل کوم، هیڅوک دي دا تمه نه کوي، چي خپل اصول راباندي ومني، که اټوم هم راباندي کار کړي، زما قانون د الله ج رضا ده، د نړۍ له کنجونو غوښتني نه منم، خو د افغانانو متحد والی غواړم.
د افغانۍ د ارزښت ساتلو او پایښت په برخه کي د افغانستان بانک د مشر ښاغلي هدایت الله بدري هڅي او نوښتونه د ستایني وړ دي.
بدري صاحب متعدل او نرم شخص دی، تل یې له هغه مسلکي کدرونو او افکارو ګټه اخیستې، چي ددې هیواد د پرمختګ فکر لري.
د هیواد دفاع وزیر ملا محمد یعقوب له هندي رسنۍ سره په خبرو کي ویلي، چي له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په هغه صورت کي، چي له افغانستان سره ديپلوماتیکي اړیکي قوي کړي، حاضر دی، چي خپل ځواکونه هند ته د نظامي زده کړو لپاره واستوي.
هغه له هند غوښتي، چي په افغانستان کي خپل...
کابل والي شیخ ندا محمد ندیم د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره په لېدنه کي ویلي؛ د عصري علومو زده کړه د وخت اړتیا ده او باید ورته جدي پاملرنه وسي.
کندهار کي د کلدارو پر ضد د والي صاحب محمد یوسف وفا مبارزه د ستایني وړ ده، د خلکو همکاري هم ډېره د علاقې وړ ده.
د افغانۍ د ثبات لپاره دا کار ګټور ثابت سو.
د کندهار د علماوو مشر مولوي حبیب الله اغا د پوهني وزیر ټاکل سوی.
هغه د مولوي نور الله منیر پر ځای ټاکل سوی.
مولوي حبیب الله اغا د ښه فکر خاوند دی او ممکن د نجونو د ښوونځیو په خلاصولو کي عملي اقدام وکړي.
تازه خبر
په فراه کي یو قاتل، چي بل کس یې د موټر سایکل د غلا لپاره وژلی وو، د درې ګونو محکمو او د حکومت د مشرتابه شېخ صاحب له تائید وروسته په عام محضر کي قصاص سو.
د حد جاري کېدو لپاره کندهار د مشرتابه په مشرۍ ناستي سوي او د حد له اثبات وروسته د قتل سوي کس وارثینو خپل قاتل وواژه.
له کندهار څخه کابل ته د مشورتي لويي ناستي یو ګډونوال او مشهور عالم مولوي عبدالهادي حماد وايي، دې ناستي ته يې یوه هر اړخیزه طرحه چمتو کړې او د وخت ورکولو په صورت کي يې به وړاندي کړي.
دا طرحه له عمومي عفوي څخه د ناسمي استفادې، د انتقام او خپلسري کړني د مخنیوي ترڅنګ نجونو ته…
یوه ځوان پر خپل موټر لیکلي وه:
اللهم اجعل هذالبلد آمنا
الله! دا هېواد د آمن ټاټوبی وګرځوه.
هغه په به باران کي له خپل موټر کښته سو او د سړک اوبه چي بندي سوي وې په لاسونو یې خلاصوي.!
هدف: شعار او عمل باید یو ډول وي که تش شعار وي نو بې ګټې دی.
د طالبانو مهم مشران له تېرو څو ورځو راهیسي کندهار کي دي او ویل کیږي، شېخ هیبة الله اخند ددې لپاره راغوښتي، چي د سرپرستي کابینې پر ځای رسمي ګمارني وکړي.
تازه ۲۸ مهمي ګمارني سوي او د نورو احتمال هم سته.
کندهار کي له څو ورځو راهیسي امنیتي تدابیر هم سخت سوي.
نن آسمان له وریځو ډک دی، باران اورېدلی، هوا یې دومره ښایسته او پاکه کړې، چي زړونو یې له خوښۍ او شونډي یې له مسکا ډکي کړي.
دا ځانګړی سهار دي په خیر کندهاره!