![رحمت الله حماد Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1846853018349981697/6w258Tz6_x96.jpg)
رحمت الله حماد
@Rahmat_hamad
Followers
23K
Following
20K
Statuses
7K
د تازه واټساب شمیره: ۰۷۴۷۷۷۹۸۱۹
Afghanistan
Joined October 2017
RT @K_Ghufran_415: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت کې د کتابونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه. غونډه کې د خپرونو چارو معین…
0
4
0
RT @MatiullahM73938: دوهم ليست دغه خواږه قلموال درسره ملګري کړئ @Alham4400
@zwan314
@SKhalil9247
@sofyanZabuli
@MujahidM73938
@MatiullahM7…
0
7
0
RT @shamssameem313: د اوبو او انرژي وزیر د زابل ولایت له عمري بند څخه لیدنه وکړه د اوبو او انرژي وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د زابل ول…
0
3
0
RT @MoDAfghanistan2: د ازبکستان هېواد څخه امریکا ته د افغانستان د هلیکوپترو د انتقال په اړه د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت غبرګون راپورون…
0
112
0
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین او ورسره مل پلاوي پکتيا ولايت ته سفر وکړ
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین او ورسره مل پلاوي پکتيا ولايت ته سفر وکړ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال، د مقام د دفتر رئيس احسان اللّٰه حسان، د کارکوونکو چارو رئيس مولوي نقيب الله نعمان او ورسره مل پلاوي پکتيا ولايت ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارو څخه د ليدنې په موخه سفر وکړ او د ياد ولايت له مرستيال والي شيخ انعام اللّٰه صلاح الدين او د اطلاعاتو او کلتور له رئيس قاضي ثواب جان اسلاميار سره يې د ليدنې تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې هم له نږدې وکتلې. ښاغلي جمال له مرستيال والي سره د ليدنې په ترڅ کې وويل: دغه ولایت ته یې د سفر موخه د ولایت مقام، اطلاعاتو او کلتور ریاست او ټولو ادارو ترمنځ د شته همږغۍ لا پیاوړتیا او چارو څخه لیدنه ده، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور رياست د کړنو د غوره تر سراوي برخه کې د ولايت مقام له هر اړخيزو همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور رياست بايد د رسنيو، ځوانانو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او نورو برخو کې ښه خدمات وړاندې کړي. د پکتیا مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په یاد ولایت کې يې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ، دغه راز يې د ښوونځيو د زده کوونکو او ځوانانو لپاره د سمينارونو د زياتوالي غوښتنه وکړه او د اطلاعاتو او کلتور رياست د احاطې او سرسبزۍ په جوړولو يې ټینګار وکړ. د لیدنې په ترڅ کې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ثواب جان اسلام یار وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست چارې په ټولو برخو کې په ښه او منظمه توګه روانې دي، کوښښ کوو چې د سیلانیانو لپاره آسانتياوې رامنځته کړو. ښاغلي اسلاميار د رياست د مسجد جوړولو، جهادي موزيم او د ګرديز د بالاحصار د بيارغونې غوښتنه وکړه. پلاوي همدا شان د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون، ملي موزیم، ګالرۍ او اداراتو څخه لیدنه وکړه، د دغه ریاست کړنې یې مثبتې وارزولې او یاده یې کړه، چې په هره برخه کې به یې لاسنیوی وکړي، د دوی اړتیاوو، وړاندیزونو او غوښتنو ته به د شته امکاناتو پر مټ رسیده ګي وکړي. ۱۴۴۶/۸/۷ ق ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل
0
0
3
داسې ښکاري چې دښمنان په هیواد کې دننه د امنیت له تخريبولو او امنیتي ګواښونو پېښولو څخه په بشپړ ډول ناامیده شوې دې، اوس یې فزیکي فعالیت له صفر سره ضرب دی، ځکه خو یې افواهاتو خپرولو او په ټولنيزو رسنيو کې دروغجنو تبلیغاتو کولو ته ملا تړلې، خو د دوی تبلیغات له دې امله چې یواځې افواهات دې، د محترم مجاهد صاحب په دوو مرکو په بشپړ ډول خنسا شول. راځئ د هغوی د دروغو مخنیوی وکړو.
0
2
31
د امیر علي شیر نوایي او زهیرالدین بابر د فرهنګي او علمي هڅو په یاد غونډه ترسره شوه
د امیر ��لي شیر نوایي او زهیرالدین بابر د فرهنګي او علمي هڅو په یاد غونډه ترسره شوه پنجشنبه( ۷ د شعبان ۱۴۴۶) په کابل کې د ازبکستان سفارت په ملاتړ د امیر علي شیر نوایي او زهیرالدین بابر د علمي او فرهنګي هڅو په یاد غونډه ترسره شوه، چې پکښې د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي ترڅنګ په کابل کې د ازبکستان سفارت سفیر ښاغلي ایبک عثمانوف، ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی وو. غونډې ته د وينا پر مهال د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ فرهنګي او علمي میراث خورا غني او ژور دی، دواړه هیوادونه د اسلامي تمدن په زوړ عصر کې د علم، ادب، فلسفې او هنر په برخو کې سترې لاسته راوړنې لري، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو د یوې مهمې برخې په توګه، د امیر علی شیر نوایی او زهیرالدین بابر په څیر ستر شخصیتونو د فرهنګونو په پراختیا کې مهم رول درلود. ښاغلي عزیزي زياته کړه؛ د افغانستان او ازبکستان مشترکات د شعر، ادب، او فلسفې په برخو کې نه یوازې له تېر څخه تر نن ورځې پورې پياوړي پاتې شوي، بلکې په اوسني دور کې يې هم د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مرسته کړې ده، د یادو شخصیتونو میراث ته په پام سره د دې فرهنګي اړیکو تقویه او د علمي لاسته راوړنو، ادبياتو، او تاریخي ارزښتونو د پیاوړي کولو لپاره به نور هم کار کوو. همدا راز په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلي ایبک عثمانوف وویل: هېواد یې د تاریخي او فرهنګي اړیکو له مخې د افغانستان سره په دې برخه کې ژورې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو د مشترک فرهنګي میراث ساتنې او پراختیا ته به ځانګړې پاملرنه کوي. په غونډه کې ګڼ شمېر شاعرانو او ادیبانو هم د دې دواړو شخصیتونو د علمي او فرهنګي کړنو په تړاو مقالې ولوستې. ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل ۲۰۲۵/۲/۶ ز
0
0
2
د هرات د والي شیخ مولانا اسلام جار صاحب سره مو په کابل کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو مو بحث ورسره وکړ، همداشان مو هرات کې سیلانیانو لپاره د ډېرو اسانتیاوو او معیارې هوټلونو پر جوړولو او د داخلې تولیداتو پر حمایت او په دې برخه کې د رسنیو پر رول خبري وکړي.
د هرات د والي شیخ مولانا اسلام جار صاحب سره مو په کابل کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو مو بحث ورسره وکړ، همداشان مو هرات کې سیلانیانو لپاره د ډېرو اسانتیاوو او معیارې هوټلونو پر جوړولو او د داخلې تولیداتو پر حمایت او په دې برخه کې د رسنیو پر رول خبري وکړي.
0
0
2
نن ځینو مغرضو رسنیو شائعه خپره کړې وه چې ګواکې د اسلامي امارت د ځینو اداراتو سیسټمونه هک شوي او محرم معلومات یې خپاره شوي دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د یوې اعلامیې په نشرولو سره ډاډ ورکوي چې هیڅ سیسټم نه دی هک شوی او په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي اسناد زیاتره په ټولیزه توګه د لاسرسي وړ دي، ډېری یې د تېرو کلونو پورې اړه لري او پرلپسې راټول شوي دي. د مخابراتو وزارت ډاډ ورکوي چې الحمدلله د ملي معلوماتو مرکز (ډیټا سنټر) او نور آرشیف شوي سیسټمونه په بشپړ ډول خ��ندي دي او دا مهال د سایبري بریدونو پر وړاندې په یوه باوري چاپېریال کې ساتل کیږي.
0
1
9
د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر صاحب، د نیمروز د ولایتي روغتون د پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل: لکه څنګه چې دا ستره او اړینه پروژه د اسلامي امارت په هلو ځلو تکمیل او ګټې اخیستني ته نن وسپارل سول، موږ هڅه کوو تر څو په راتلونکي کې د نیمروزي ولس د اړتیا نورو پروژو ته هم پاملرنه وکړو. او همدا راز یې زیاته کړل، دا پروژه د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د نیمروز د ولس د غوښتنې سره سم، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړی هدایت پر اساس، په دوه میلونه ډالره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خیریه برخې، د شیخ عبدالله بن محمد په مالي لګښت تطبیق سول.
0
0
4
غزني کې به جهادي موزيم نږدې راتلونکي کې پرانېستل شي
غزني کې به جهادي موزيم نږدې راتلونکي کې پرانېستل شي چهارشنبه (۶ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې د غزني ولايت له مرستيال والي حافظ عبدالرشيد عمري او د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس ملا حميداللّٰه نثار سره په ليدنه کې وويل: غزني کې د جهادي موزيم چارې بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به پرانېستل شي. مرستيال والي حافظ عبدالرشيد عمري د ليدنې پرمهال خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې وستايلې، د دې رياست چارې يې مهمې وګڼلې او زياته يې کړه؛ غزني ولايت يو له هغو تاريخي ولايتونو څخه دی، چې د سیلانیانو راتګ ورته ډېر شوی، هڅه دې وشي چې سيلانيانو لپاره ټولې آسانتياوې برابرې شي، ولايت مقام به په ټولو چارو کې همکار اوسي. د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي جمال خپلو خبرو کې وويل: هڅه کوو چې د غزني ولايت د ټولو لرغونو سيمو ساتنه وکړو او د هغوی د بيارغونې په برخه کې جدي ګامونه واخلو، د هېواد په کچه د سیلانیانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې شوي او لا هم روانې دي، د غزني ولايت لپاره جهادي موزيم کې د بېلا بېلو جهادي آثارو د ساتلو لپاره غوره او مناسب چاپيريال برابر شوی دی. ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل ۲۰۲۵/۲/۵ ز
0
0
6