NajibullahAzad Profile Banner
Najib Azad, Post Juris Doctor Profile
Najib Azad, Post Juris Doctor

@NajibullahAzad

Followers
9K
Following
281
Statuses
3K

Faculty @UWMadison | Published Author | Post Juris Doctor | Analyst | Critic | One-time National Spokesman to President @ashrafghani | Leading @bawarmovement

Wisconsin, USA
Joined March 2012
Don't wanna be here? Send us removal request.
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
14 days
ملګرو جوړ په خیر! د پروني‌ لیک په تړاؤ، سلګونو دوستانو برېښنالیکونو راستولي،‌ ځینو ته چې تراوسه توانېدلی یم ځواب مې ورکړی او نورو ته هم ځواب ورکوم.‌ دا چې برېښنالیکونه سلګونه دي‌ نو ځواب به ورځ‌ ودې ونیسي.‌ دا پیغام یوازې د دې له پاره دی چې ملګري دا فکر و نه کړي چې ځواب نه ترلاسه کوي. البته،‌ د مسنجر له لارې ځواب به ډېر وخت راڅخه ونیسي،‌ ځکه چې بېخي بې شمېره پیغامونه هالته راځي. خدای او خندا مو مل شه! ژوند ژوند!!!
4
0
74
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
14 days
1
1
16
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
14 days
0
0
0
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
15 days
دا زما حق دی...
0
1
50
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
19 days
جوړ په خیر! په تېرو پنځه ورځو کې جُرمونو د نړۍ والې محکمې د څارنوالۍ غوښتنه د نړۍ والو خبرونو سرټکی غرځېدلی. دا چې دا عریضه له نن څخه دوه نیم کاله وړاندې ما پیل کړه، نو د ټولنیزو رسنیو د پیغام رسونې له لارې سلګونو،‌ همغږو او مخالفینو پیغامونه رالېږلي‌ او پوښتنې یې کړي. په دې وېډیوي کلېپ کې عام افغانانو، ځینو سیاسیونو او متخصصینو،‌ او په ځانګړي. توګه د ط!لبانو پوښتنو ته ځوابونه اورېدلی شئ! ژوند ژوند!!
42
11
155
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
20 days
په نړۍ واله جزايي محکمه کې پر ط زما د عریضي او د یادې محکمې د څارنوالۍ د پرېکړې په هکله د امریکا غږ د نامتو خبریال ښاغلي بونیري سره ځانګړې، خو لنډه مرکه. پر دې موضوع به ډېر ژر، لا هر اړخیز، اما مختصر ويديويي معلومات شریک کړم. ژوند ژوند!! @RahmanBunairee
5
4
38
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
21 days
دلته مو په یاده موصوع اورېدی شئ!
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
21 days
د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه
0
0
4
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
21 days
خدای او خندا دې همالته درسره مل شي.
Tweet media one
6
8
289
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
22 days
I am excited to share that the lawsuit I submitted against the Taliban in the International Criminal Court (ICC) in July 2022, following a thorough investigation lasting two and a half years, has led the ICC to issue two applications for arrest warrants. When we advocate for humanity and oppose tyranny, justice ultimately triumphs.
Tweet media one
13
7
84
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
22 days
هو، د افغانستان په تاریخ کې لومړی افغان یم چې په نړۍ واله جزایي محکمه کې مې عریضه وکړه، دوه نیم کاله مې پر دې قضیې کار وکړ، نن یې نتیجه ورکړه. زه یې بلکل لمانځم. ژوند ژوند!!!
Tweet media one
129
41
549
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
22 days
تر ټولو د خوښۍ، راحت او ویاړ شېبه هغه وي چې تاسو د خپل زیار ثمره ووینئ. پرته له دې چې کرکټ، فوټبال،‌ فوټسال،‌ تایکوانډو،‌ باکسنګ او یا د ښکلو هنرونو د تحریم هڅه وکړم،‌ او یا یوه ستر او اعظیم قام ته سپکاوی وکړم. شپه او ورځ مې یوه کړه، شپږ میاشتې مې معتبر اسناد راټول او د هاګ د منشور په رڼا کې مې پر ط!لبانو او ځینې نورو په نړۍ واله جزايي محکمه کې عریضه وکړه،‌ دې عریضې تر دوه کاله ډېر وخت ونیو چې د یادې محکمې څارنوالۍ یې وڅېړي.‌ وړمه ورځ یې خبر راکړ چې یاده عریضه د دوو نورو هېوادونو د عریضو ترڅنګ تر ټولو قوي‌سند وبلل شو او د یادې محمکې څارنوالۍ به د ط!لبانو په وړاندې اقدام کوي. د برېښنالیک اټچمنت/ضمیمه ځکه نه شم شریکولی چې د یادې محمکمې د سپارښتنې په اساس محرم سند دی. عرض دا و چې د کرکټ د تحریم د هڅې پر ځای که تاسو په ټولو همدغسې منطقي او عملي‌ګام پورته کړی وای،‌ نن به یې نه یوازې چې نتیجه همداسې خوږه وای،‌ بلکې تاسو به هم د سرټيټۍ پر ځای جګه غاړه ګرځېدلی. ژوند ژوند!!!
Tweet media one
47
20
176
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
22 days
د ط بحث خو بېل دی، خو ټرمپ د کومو وسلو غوښتنه کوي؟ متحده ایالاتونه خو په افغانستان کې یوه مرمۍ هم نه لري. دا چې ولې یوه مرمۍ هم نه لري، په دې لنډ کلېپ کې یې اورېدلی شئ!
6
16
190
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
22 days
لکه څرنګه چې مې نن د بي بي سي سره په مرکه کې هم وويل. دا زما د مؤکلینو د قضیې د منلو (اپروول) ننی برېښنایک دی چې همدا نن یې اپروول راغی، د صحي معایناتو سپارښتنه یې ورته کړې او د مرکې (انټرویو) له پاره یې یې غوښتي. د یادونې وړ ده چې کېس یې هم اېچ پي (هیومېنېټرین پېرول/ بشردوستانه) ویزې دي، چې له اېس ای وي، پي ون او پي ټو څخه په کراتو ضعیف کېس بلل کېږي. لذا، هغه افغانان چې واقعي کېسونه لري او جعل نه وي پکښې شوی، د هغوی کارونه به نه درېږي. د افغانانو قضیې متفاوتې او مستثنی دي، د هرې قصیې شاته خامخا یو داسې امریکایي ملاتړ موجود دی چې حقیقي یا حقوقي شخص یې په افغانستان کې مهمې دندې لرلي، او تر دې هاخوا، لږ تر لږه نیمایي کانګرس او سنا یې هم ترڅنګ ولاړ دي، او نور سلګونه ادارې هم. رسنیز راپورونه ډیری وخت د خبر جوړونې تر حده وي، So No Tension!!!😊 ژوند ژوند!!!
Tweet media one
4
3
44
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
23 days
ایا د ټرمپ اجرایي فرمان به امریکا ته د مهاحرت له لارې راتلونکو افغانانو قضیې اغېزمنې کړي؟ @bbcpashto
2
0
22
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
25 days
زما مرګ د خونې سپينې پردې توپاني حالت خپل کړ، او شاه او خوا يوه وېروونکې چپتيا خپره شوه، يوازېنی غږ د ډار او وحشت و، د يو دوو کسانو وحشتناک اوازونه او د ورخطا ګامونو غږونه اورېدل کېدل او بس. په دې وخت کې زما ټول حواس داسې شول لکه د تري ډي سینما پر پرده چې ډېر وحشتناک فلم ګورم چې له هر غږ سره یې زما د وجود وېښته ځيږ شي. ناڅاپه مې سترګې ړندې او د فکر صلاحيت فلج شو. نوره په لاندې داستان کې ولولئ!!! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لیکوال: نجیب ازاد زما مرګ – احمد فرزان نن شنبې د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۲۰ لمرينه خو خورا سړه ورځ وه او زه په غيرعادي ډول شاه او خوا د سهار پر ۸ بجو د خوبه راويښ شوم، مخکې له دې چې ولامبم، غوښتل مې ازاد (زما تر ټولو نږدې ملګري) ته زنګ ووهم چې دا دی سهار وختي راويښ شوی یم، بیا به نه راته وايې چې تل تر غرمې پروت یې؛ خو بیا مې فکر وکړ که دې زنګ ورکړ بیا دې ځان په لاس ورکړ. خیر ټب مې له تودو اوبو راته ډک کړ او نیم ساعت پکښې وغځېمدم، د سهارنۍ وروسته مې خپلې جامې واغوستې او په مجلس کې د ګډون په موخه مخ په دفتر (د سولې عالي شورا) رهي شوم. شاه او خوا خلکو ته چې مې کتل، هر یو سخت راحت رهي و، خو نه پوهېدم چې زما بیا ولې نن دومره یخ کېدی؟ لذا ژر د سړک غاړې کراچۍ ته ودرېدم او يو موټی ګرمې نينې شوې جواري او پلي مې رانيول او تر دفتره مې شخوند پر وواهه. مجلس خلاص شو او غرمه شوه، که څه هم زه خو هسې هم ډېره ډوډۍ خورم (په خټه ملا یم کنه، ههههه) خو نن په دې سپین پلاسکو غوري کې نرۍ اوږدې ښې غوړې ترکستانۍ ورجو، په کوچني سپین او ګلابي غاب کې د پسه غورمه عجبه خوند راکړ. لومړی مې د غورمې څخه د لم سپینه ټوټه په ډوډۍ کې تاو کړه، مال ځه ژوند هسې هم دوې ورځې دی، نن به بیا نیم ساعت اضافه ورزش وکړم. د مازديګر تر لمانځه وروسته شاه او خوا درې نيمې بجې وې له دفتره مخ په کور (عزيزي ټاور) کرار کرار په پښو رهي شوم، هڅه مې کوله چې د قوای مرکز له خوا مخ په نوي ښار د سړک پر هغه غاړه قدم ووهم چې لمر پرې لګېږي خو لمر هم داسې ژېړ شوی و لکه د سولې د ناهيلۍ پیغام. ناڅاپه مې موبايل له جېبه راویست شمېره مې ډایل کړ: راويښ شوې فیلسوفه؟ د ازاد له خوا غږ راباندې وشو هههههه، یا یا نن په خدای په ۸ بجو راويښ شوی یم، ته څنګه یې او چېرې یې؟ په دفتر کې یم خو ښه نه یم، ستا مقاله ژباړم چې سخت یې ستړی کړی یم... واه واه تینک یو سر!!! اښه!! پرون برايي پویان صاحب زنګ راوهلی و چې نن ماښام یې مېلمانه يوو. ځان اماده کړه! نن به د کانټینېنټل ډوډۍ درباندې وخورم، دا دې د مقالې مزدوري. ځغله ناځوانه په پردۍ ډوډۍ مو چاغوې، ولاکه نن د ښور یم، رحمان صاحب هم راروان دی، زه به پویان صاحب ته هم زنګ ووهم او ته هم دلته راځه! ازاد راته وویل. پویان صاحب نور مېلمانه هم لرل، لذا د هغه پر خوا ورغلو. لا مو روغبړ نه و خلاص شوی چې د هوټل په لومړي منزل کې د بدو ټکانو غږونه واورېدل شول، ما ژر په ورخطايي پر ازاد غږ وکړ او د ټکانو مې ورته وویل. هغه راته وخندل ول نه مې درته ویل چې بیا په جوارو کې مه کښېنه، مال پيره!! مسخرې نه کوم. د دې خبرو له اورېدو سره دی هم جدي شو او ماته یې لارښوونه کوله چې څه باید وکړم او ډاډ یې راکړ چې امنیتي ځواکونه خبروي. په دې منځ کې زما او د ازاد تر منځ څو څو ځله خبرې وشوې تر هغو چې زما ټيليفون مړ شو. زموږ خونه ۴۰۲ چې په څلورم منزل کې وه، یو د خوب چپرکټ پينځه چارمغزي رنګ څوکۍ او په همدې رنګ کې يو مېز پکښې پروت و. د خونې سپينې پردې توپاني حالت خپل کړ، او شاه او خوا يوه وېروونکې چپتيا خپره شوه، يوازېنی غږ د ډار او وحشت و. د يو دوو کسانو وحشتناک اوازونه او د ورخطا ګامونو غږونه اورېدل کېدل او بس.... په دې وخت کې زما ټول حواس داسې شول لکه د تري ډي سینما پر پردې چې ډېر وحشتناک فلم ګورم، چې له هر غږ سره یې زما د وجود وېښته ځيږ شي. ناڅاپه مې سترګې ړندې او د فکر صلاحيت فلج شو، خو ژر پوه شوم چې لا نه يم ړوند شوی بلکې برېښنا قطع شوې. موږ د خپلو ټيلیفونونو غږ بند کړ، او ما ناڅاپه د ښيښې په ګلاس کې اوبه واچولې، ګلاس ته د اوبو د تویېدو غږ داسې و لکه د سمندر تېزې څپې چې د شپې ناوخته توپاني شي، ما ګلاس راپورته کړ چې اوبه وڅېښم خو ګلاس نه راڅخه پورته کېدی، او ناڅاپه مې د ګلاس د ماتېدو غږ تر غوږو شو، چې پام مې شو، نو ګلاس راڅخه لوېدلی و. دې غږ زموږ په خونه کې وېروونکې چُپتیا ماته کړه او موږ ژر ژر په کوټه کې پروت چپرکټ او مېز دروازې ته تنبه کړل ترڅو ترهګر و نه شي کولای چې کوټې ته دننه شي. په دې وخت کې ترهګرو دړوازه په مرميو وويشته او دومره سوری یې پکښې جوړ کړ چې يو ډول پټرولي بم راوشړي. د بم د شړلو سره سم په کوټه کې ډېر بد غږ او سره لمبه جوړ شوه، دې هر څه په څو ثانيو کې زه ګنګس کړم او وجود مې د اعصابو تر قومندې په وتو شو. ما هرڅومره هڅه وکړه، لاکن ځان راته لکه سپین غر دروند او سوړ احساسېده، ډېر وخت به نه و تېر چې ځان مې د کوټې په چت پورې نيښتی احساس کړ، لاندې که څه هم اُور بل او ډېر لوګی و، خو ما خپل ځان د کوټې پر غولي پروت ليده. دا لومړی ځل و چې ما چغې وهلې خو غږ مې نه اورېدل کېده، زه هک حېران وم چې زه د چت سره نيښتی یم او کاملاً روغ یم، خو لاندې هم زه پروت يم اما ډېر ��ر پوه شوم چې زه له خپل وجوده وتلی یم......ااااااه...سره له دې چې وجود مې نه و، خو هغه شېبه چې کوم درد ما احساس کړ، تر دې وړاندې مې تصور هم نه و کړی، داسې درد لکه ځمکه او اسمانونه چې په یوه شېبه کې ټول زره زره شي. بیا سهار شو، غرمه شوه، مازديګر شو، ماښام شو، شپه شوه او دريمه ورځ شوه. ما ليدل چې زما ماشومې لوڼي، نوره کورنۍ او ملګري په ما پسې په چغو چغو ژاړي، زه هم د دوی سره خبرې کوم خو هيڅوک نه ما ويني او نه مې هم غږ اوري او اخېر یې زه لحد ته ورښکته کړم، په دې مراسمو کې ليکوالان، شاعران، خبريالان، سياسيون، مدني فعالان او د خپلوانو ګډون د پام وړ و. په لحد کې زما د تابوت له چولو خاورې دننه زما پر بدن توی شوې، دا چې زما بدن سخت سوځېدلی و نو د خاورو له کبله په درد او سوزش شو. بيا مې یو عجيبه حالت احساس کړ، ملایکې رارسېدلې وې، اوس زما اسستجوابي ناسته پيل شوه، د سوال او ځواب دا ناسته چې خلاصه شوه نو ما فکر وکړ چې يوازې څو شېبې به یې نيولي وي، خو ملایکو راته وویل چې پوره اووه کاله تېر شوي. له دې سره سم یوې ملایکې بلې ته وویل چې باید د ګناهونو د اوږده حساب لرونکي پر لور رهي شي چې تازه تازه راغلی و،‌ په اورېدو یې زما د سوي بدن ټپونه په سوځېدو شول چې دا د ګناهونو بار لرونکی بېچاره به څوک وي؟‌ هڅه مې وکړه چې خبر شم،‌ خو بس همدومره پوه شوم چې زما د بې ګناه قتل فرمان ورکوونکي همداسې سوځېدلی وجود د حق دبار ته راوړی و. له دې وروسته ملایکو ماته وویل چې موږ تاته يو چانس درکوو، تا بېرته د انسانانو نړۍ ته لېږو، هلته به تا هيڅوک نه ويني خو ته به هر څوک وينې، ولاړ شه، خپله کورنۍ، ملګري او عزيزان ووينه! که دې چېرې هغه دنيا بېرته خوښه شوه نو موږ به تاته بېرته عادي ژوند درکړو او که دې نه شوه خوښه نو بېرته دلته راشه! ماهم د دوی دا وړانديز غنيمت وباله او د کور په لور رهي شوم. پر لار مې چې خپل ښار ته سترګې شوې تر پخوا ‌‌‌‌‌‌ډېر خاموشه شوی و،د خلکو پر مخونو د ناهیلۍ، وېرې او لوږې ‌‌‌‌‌اوسپنیز عکس د انساني معصومیت او ښکلا ځای نیولی و، د ښوونځيو او پوهنتونونو رنګارنګي او شور د کربلا مرصیه په لوړ غږ سرودوله، د وطن مارغان ټول ک‌‌‌‌‌‌ډه شوي وو او څو پاتې ښاروګانو د اسمان سره د شکوې غزلونه قرأت کول. کور ته چې ورسېدم د کور بڼې ډېر تغیر کړی و، زما هغه سور موټر اوس نه ليدل کېدی، لومړی مې د مطالعې خونې ته ولاړم، چې ګورم زما د زرګونو کتابونو څخه يوازې يو څو کتابونه پاتې وو، پر هغو هم دوړې پرتې وې، او لکه چې دا کتابونه مې هم مېرمنې او يا هم لوڼو زما د اخيري نښې په توګه ساتلي وو. زما د کتابونو په ډېر شوق جوړه شوې المارې هم ايستل شوې وه، له دې خونې چې راووتم، ګورم په سایه رُخه کوټه کې مې مېرمن جارو کوي، سپین سرې او کمزورې شوې وه، د جارو کولو پرمهال یې پوره څلور ځله وټوخل، زه د خپلو ښکلو او شیک درېشيو (چې ما په دوبۍ او هند کې رانيولې وې) المارۍ ته ودرېدم، هلته بس يوه فېروزیي کورتۍ او زما د ځوانۍ سپین پاچ پروت و او بس. يو څه وخت د همدې المارۍ څنګ ته کښېناستم او انتظار مې کاوه چې ښکلې او ګرانې لوڼې مې ووينم. دا مهال به غالباً د ماسپښن ۲ بجې وې چې لوڼو مې د خسو بار پر سر او د اوبو ‌‌‌‌‌‌ډک ستلونه په کور راننوتې، عمرونه یې اوس هغه نه وو چې ما ليدلي وو، د دوی رنګو ته چې ما وکتل د مسکا تقدیرې لیکې یې د وخت د جبر تېزاب د تل له پاره له منځه وړې وې، په سترګو کې يې د یتيمۍ درد له ورایه ښکارېده. له هغه وروسته له کوره راووتم، او د ملګرو پر لور رهي شوم، ملګري مې هم لکه د کوترو پر ‌‌‌‌‌‌ډله چې د لیندۍ وار وشي او ټولې د څلور قطبونو پر لور ناڅاپه الوت وکړي داسې سره پاشل شوي وو، هغه یو څو یې چې پاتې وو تر خپلو عمرونو لسګونه کاله مشران ښکارېدل، شعر، بحث، مباحثه، دیني فلسفه او تفکر ترې کوچېدلی وو او د ځان سره په جنګ ژوند یې ټوله سرمایه وه. زموږ د ادبي بان‌‌‌‌‌‌ډار، اسلامي فلسفې، سیاسي مکتب او تمدني بهیر اتاق اوس د ټيټې کچې د مدارسو د نابالغو ځوانانو په مسافرخانې بدل شوې و چېرې چې اوس نه د فرزان او نه یې د یارانو یادونه وو. همدا و چې بیا مې خپل پخواني دفتر ته سر ورښکاره کړ، اوس دا دفتر يوازې په نوم دفتر و ځکه چې په وطن کې ان د سولې تعریف لا بدل شوی و، هرې خواته د کربلا د ماښام غږ ازانګه کوله. دا ښار راته ډېر بېګانه او وېروونکی ښکاره شو، هر څه بدل شوي وو، د ښار پر لوړو دنګو خیامي ماڼیو اوس د حسن بن صباح لښکر قابض و او زما پیغمبر (ص) یې زما قاتل باله. نو مې له ځانه سره فکر وکړ چې کوچېدلي مرغان اسماني ښه دي، ځکه چې د ځمکې ښکاَري خدایان یې د خپلو داړو د رنګولو له پاره د رنګرېزۍ پاڼې کوي، زما کباب شوي بدن کې اوس دومره توان نه و پاتې چې یو ځلې بیا دې د کابل د تیارو لېوان د جنورۍ سپينه واوره زما په وینو سره کړې. فلهذا له کومه ځایه چې راغلی وم هغلته بېرته تګ مې غوره وباله.... د اسماني شوي جانان نن وم تلین دی.
Tweet media one
3
6
62
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
1 month
یوه اوونۍ وروسته ښاغلی ټرمپ‌ ولسمشریزې ماڼۍ ته ننوځي، ایا ط!نو او افغانستان ته به د امریکا ډالري مرستې بندې شي؟ لنډې څرګندونې!! @bbcpashto
4
3
67
@NajibullahAzad
Najib Azad, Post Juris Doctor
1 month
کرکټ یوه ښکلې بهانه... ښکلي‌ خلک، ښکلې لوبډله، ښکلي‌ اهداف تل ښکلي بهانې شي چې نورو تقدُسي‌ بحثونو او کړنلارو ته لارې وټاکي. کرکټ ښکلې بهانه شوه چې د ځوان کهول د سیاسي‌ شعور د لوړوالي هڅې دې پیل شي. که مو وخت درلو دا لنډ کليپ‌ وګورئ او وایې ورئ! ژوند ژوند!!!
12
15
255