MediaHamasa Profile Banner
Hamasa Media Profile
Hamasa Media

@MediaHamasa

Followers
34K
Following
1
Statuses
10K

د افغانستان، سیمې او نړۍ څخه تازه خبرونه او مرکې/https://t.co/FGX0iVTYcH

Joined January 2023
Don't wanna be here? Send us removal request.
@MediaHamasa
Hamasa Media
4 months
اوس کولای شئ، چې د حماسه میډیا ټول مطالب په لاندې ادرسونو کې ولولئ. ټویټر(ایکس‌پاڼه) فېسبوک ویب‌پاڼه او واټس‌اپ چینل موږ د هېواد ملي ارزښتونو ته ژمن یوو!
13
9
36
@MediaHamasa
Hamasa Media
19 minutes
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ناروې له شارژدافیر پير البرټ سره لیدلي دي. د یاد وزارت ویاند ضیا احمد تکل په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې پیر البرټ له نشه‌يي توکو سره د طالبانو د حکومت مبارزه اغېزمنه بللې. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې البرت ژمنه کړې، چې ناروې به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي له نړۍوالو سره د مثبت تعامل او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره په اقتصادي ودې او پراختیايي چارو کې همکاري وکړي.
Tweet media one
0
1
2
@MediaHamasa
Hamasa Media
32 minutes
د امریکا د کانګرس غړی پټ هاریګان وايي، ډاډه دی چې امریکا به په راتلونکي کې بېرته افغانستان ته ستنه شي. هاریګان د افغانستان څخه د امریکا پر وتلو نیوکه کړې او دا یې د امریکا د راتلونکي نسل لپاره د جګړې پیل بللی. هغه وايي، ۲۰۲۱ کال د طالبانو چټکه بریا سیاست ته د هغه د ننوتلو اصلي لامل و. د هاریګان په وینا، د امریکا نظامي او سیاسي ماتې د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی. هغه ټینګار کړی که ډونالډ ټرمپ ولسمشر وای، د روسیې او اوکراین جګړه او د حماس بریدونه به نه وای شوي.
Tweet media one
1
0
2
@MediaHamasa
Hamasa Media
2 hours
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز وايي، امریکایان نه غواړي چې میلیاردونه ډالر د "طالبانو" لاس ته ورشي. مایک والټز له ان بي سي شبکې سره خبرو کې ویلي، امریکایي وګړي نه غواړي چې د ملګرو ملتونو د قراردادیانو په نوم شاوخوا درې میلیارده ډالر د "طالبانو" لاس ته وغورځیږي. نوموړی زیاتوي، داسې مستند شواهد لري چې طالبان بیا له دغو پیسو د خپلو مخالفینو د ځپلو او د ملاتړو د همکارۍ لپاره کار اخلي.
Tweet media one
0
1
32
@MediaHamasa
Hamasa Media
3 hours
د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ اوسېدونکو د سرو زرو د کانونو د چور او چپاول په اړه اعتراض کړی دی. معترضین وايي، د کانونو د کیندنې پر مهال یې کورونه، کلینیکونه او څړځایونه ویجاړ شوي دي. د سرچینو په وینا، لسګونه اسکواټر ماشینونه دې ولسوالۍ ته راوړل شوي او د کانونو غیرقانوني استخراج زیات شوی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
Tweet media one
0
0
3
@MediaHamasa
Hamasa Media
4 hours
پاکستان کې پوځي ښوونځي او کالجونه د وسلوالو بریدونو د ګواښ له امله تړل شوي دي. د پاکستان یو شمېر امنیتي سرچینې وایي، چې د دې ګام هدف د زده‌کړو په دې ادارو کې د ممکنه ترهګریزو حملو مخنیوی کول دي. سرچینو زیاته کړې، چې دا ګام وروسته له هغه اخیستل شوی چې ځینو وسله‌والو ډلو ګواښ کړی، چې پوځي ښوونځي او کالجونو به په نښه وکړي. بل لورته د پاکستان پوځي چارواکو ویلي، چې دغه اقدام د زده کوونکو د خوندیتوب لپاره د موقت وخت لپاره شوی.
Tweet media one
0
0
12
@MediaHamasa
Hamasa Media
4 hours
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډله‌ییز امنیت سازمان د مشر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې دوی د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه کړې. مجاهد ویلي، په دې اړه یوې ګډې مبارزې او زیاتې بودجې ته اړتیا ده. نوموړی وایي، د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره یو طرفه ګام د پام وړ پایله نه لري. مجاهد دغه راز زیاته کړې چې افغانستان کې ترهګرې ډلې هم حضور نه لري. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ډله‌ییز امنیت سازمان مشر ایمانګلي تاسماګمبتوف ویلي وو چې د افغانستان له خاورې ګواښونه متوجې دي.
Tweet media one
0
0
5
@MediaHamasa
Hamasa Media
5 hours
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق وايي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستی. ښاغلي فایق پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې طالبان نه یوازې د سولې او هوساینې هوډ نلري، بلکې د خپلو غلطو سیاستونو له امله یې افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخ کړی. نوموړي زیاته کړې، د طالبانو پرېکړې بهرنیان کوي او دوی یوازې د خپل واک د پیاوړتیا فکر کې دی. فایق دغه راز ویلي، چې طالبان د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده کوي او داسې دوه‌ګونی سیاست مخته وړي چې له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري. هغه خبرداری ورکړی چې دا وضعیت به افغانستان نور هم په کړکېچ کې ډوب کړي او د بې وزلۍ او ناامنۍ کچه به زیاته کړي. فایق دا هم ویلي، چې طالبان د واک ساتلو او پیسو راټولولو غم وړي او ولس ترې هېر دی.
Tweet media one
0
0
7
@MediaHamasa
Hamasa Media
6 hours
په جاپان کې د درنې واورې د اورښت او طوفان له امله څلور تنه وژل شوي دي. جاپاني رسنۍ وایي، چې ددغه طوفان او واورو له امله سلګونه پروازونه لغوه شوي او په ځینو سیمو کې واوره څو متره لوړوالي ته رسېدلې ده. یادې رسنۍ زیاتوي، چې د واورې زیات اورښت په ګڼو سیمو کې ډېری خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
Tweet media one
0
0
4
@MediaHamasa
Hamasa Media
6 hours
اسوشیتډپرېس خبري اژانس وایي، چې د امریکا له لوري د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ځنډولو افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي. یاد اژانس ویلي، ځینې دغه کسان په البانیا، پاکستان او قطر کې پاتې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته د پناه غوښتونکو د منلو بهیر درې میاشتې وځنډوه.
Tweet media one
0
0
3
@MediaHamasa
Hamasa Media
7 hours
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایلان ماسک له غوښتنې څخه ملاتړ کړی چې د رادیو ازادي او د امریکا غږ رسنیو فعالیتونه دې وتړل شي. ښاغلي خلیلزاد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د دې رسنیو فعالیتونه، په ځانګړې توګه د ازادي راډیو د اروپا برخې، باید وڅېړل شي. نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې دا پروګرامونه له نږدې تعقیبوي، ځینې برخې یې داسې ښکاري چې د فعالانو له خوا اداره کیږي، نه د ژورنالیستانو. هغه ویلي، پرځای د دې چې د امریکا د سیاستونو ملاتړ وکړي، مخالفت یې کوي. خلیلزاد دغه راز ویلي، چې د امریکایي مالیه ورکونکو پیسې باید د امریکا د مخالفو ګټو لپاره ونه کارول شي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ایلان ماسک غوښتنه کړې وه چې د ازادي راډیو او امریکا غږ فعالیتونه دې وتړل شي.
Tweet media one
0
0
3
@MediaHamasa
Hamasa Media
8 hours
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په غزې باندې د قبضې او اشغال خبرې کړي دي. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي، چې د غزې د نېولو فکر ورسره دی. ټرمپ همدارنګه ټینګار کړی چې ځینې فلسطینیان به د امریکا ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، خو دا به وروسته له دې وشي چې د هغوی دوسیې وڅېړل شي. له بلې خوا، فلسطینیانو او ځینو عربي هیوادونو د ټرمپ دې څرګندونو ته چې غزه به ونیسي، سخت غبرګون ښودلی دی.
Tweet media one
0
0
9
@MediaHamasa
Hamasa Media
21 hours
#ویډیو: پاکستان د بنو په سیمه کې؛ د امن لښکر ډلې کسانو د خپل قومندان قادر زمان د وژنې په تور دوه تورن کسان نیولي او وژلي یې دي.
0
2
13
@MediaHamasa
Hamasa Media
21 hours
د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د پاکستاني پوځ پر ضد «مقدس جهاد» ته دوام ورکوي. دغې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان کې د شریعت نافذول د دوی مهم هدف دی. اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی جنګ یوازې د پوځ، امنیتي ادارو او د هغوی د همکارانو پر ضد دی، نه د عامو خلکو پر ضد. اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د شانګلې خلک دې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ وکړي او د پوځ سره دې همکاري نه کوي.
Tweet media one
2
4
131
@MediaHamasa
Hamasa Media
22 hours
په مالي کې د وسله‌والو په یو برید کې لږ تر لږه ۵۶ ملکي کسان وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې دا برید تېره ورځ ماښام مهال د مالي ګائو ښار په شمال‌ختیځ کې شوی دی. راپورونه وایي، چې وسله‌والو بریدګرو د ملکیانو موټر په نښه کړي چې له کبله یې ۵۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
Tweet media one
0
1
14
@MediaHamasa
Hamasa Media
24 hours
د مصر د بهرنیو چارو وزارت نن خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالطی د ټرمپ د حکومت له لوړ پوړو چارواکو او د امریکا د کانګرېس له غړو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی. ددغه وزارت په بیان کې راغلي چې دغه سفر د «دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو او د مصر او د متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ» په موخه ترسره شوی او په دې کې به د «د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه مشورې» شاملې وي.
Tweet media one
0
0
3
@MediaHamasa
Hamasa Media
1 day
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیویارک پوسټ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې غواړي له ایران سره یوې موافقې ته ورسېږي. نیوریاک پوسټ د ټرمپ له قوله ویلي: «زه غواړم له ایران سره د غیر اټومي مسایلو په اړه موافقه وشي. دا د درنو بمباریو څخه غوره ګڼم... هغوی نه غواړي مړه شي. هېڅوک نه غواړي مړه شي.» نوموړي زیاته کړې که موږ دې موافقې ته ورسېږو، اسرائیل به هغوی بمباري نه کړي. ټرمپ د ایران سره د خبرو اترو جزییات ښکاره نه کړل او ویلي: «له یوې خوا، نه غواړم تاسو ته ووایم چې هغوی ته به څه ووایم. پوهېږئ، دا دومره ښه کار نه دی.»
Tweet media one
0
0
2
@MediaHamasa
Hamasa Media
1 day
په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر آلبرت خورف ویلي، چې مسکو د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي. نوموړي د تاس خبري آژانس سره په خبرو کې د پاکستان په دننه کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. البرت خورف ټینګار کړی چې هېواد یې له اسلام‌اباد سره د امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې ملاتړ کوي. نوموړي ویلي چې روسیه د پاکستان او افغانستان سره د رغنده همکارۍ په پیاوړتیا کې ژمنه ده.
Tweet media one
0
0
6
@MediaHamasa
Hamasa Media
1 day
د اسراییلو ځواکونو له نتساریم لارې څخه، چې یوه نظامي لار ده او د غزې تړانګه په عملي توګه په شمالي او جنوبي برخو ویشي، شاتګ کړی دی. دا د هغه اوربند د توافق له شرایطو څخه یوه برخه ده چې له مخې یې پرون (شنبه) درې اسراییلي یرغمل په بدل کې شاوخوا ۱۸۳ فلسطیني بنديان خوشې شول. په ورته وخت کې د اسراییلو استازي د اوربند د مذاکراتو د دوام لپاره قطر ته تللي دي. حماس اسراییل په دې تورن کړې چې د بشري مرستو په استولو کې ځنډ کوي او خبرداری یې ورکړی چې د خبرو اترو دوام له خطر سره مخ دی.
Tweet media one
0
0
4
@MediaHamasa
Hamasa Media
1 day
د طالبانو حکومت څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نېولي. د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په تخار او فاریاب ولایتونو کې نيول شوي. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې دې کسانو ته له دغې چارې د لاس اخیستو خبرداری ورکړ شوی وو.
Tweet media one
0
0
11
@MediaHamasa
Hamasa Media
1 day
په مزار شریف کې د ایران سرقونسل ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی دی. ایرنا خبري اژانس د علي‌رضا احمدي له قوله ویلي چې د ایران د مشرتابه علي خامنه‌اي د فرمان له مخې د افغانستان سره پر اعظمي تعامل ټینګار کوي. د احمدي په وینا، د ایران م��ر په دې باور دی چې د سیمې ستونزې باید د سیمې د هېوادونو لخوا حل شي. نوموړي زیاته کړې چې د ایران د خپلو تګلارو او پالیسیو له مخې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.
Tweet media one
0
0
10