Maiwand448 Profile Banner
ميوند غږ Profile
ميوند غږ

@Maiwand448

Followers
2K
Following
64
Statuses
201

ميوند غږ د افغانانو ريښتينى غږ!

Joined December 2024
Don't wanna be here? Send us removal request.
@Maiwand448
ميوند غږ
2 months
بسم الله الرحمن الرحیم میوند غږ نشراتي ادارې په فعالیت پیل وکړ. میوند غږ نشراتي اداره به له تاسې سره د هېواد، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، رپوټونه، تبصرې او څېړني شریکوي.
Tweet media one
4
5
248
@Maiwand448
ميوند غږ
2 hours
راشد خان د اتلولۍ جام له ګټلو وروسته دوبۍ ته رسېدلی او ډېر ژر به د ملي لوبډلې تمريناتي کمپ سره ملګری شي. د راشدخان په لوبډلمشرۍ مای کېپ ټاون د سویلي افریقا د سوداګریز لیګ اتلولي وګټله؛ د راشدخان لوبډلې په ټول تورنمنټ کې غوره کرکټ وکړ چې په کې د ښاغلي خان د عالي توپ اچونې ترڅنګ غوره لوبډلمشري هم وستایل شوه. خان یوازې د یو لوبډلمشر په توګه ونه لوبېد بلکې ځوان صدیق اتل او عظمت عمرزي ته یې هم په دې غټ لیګ کې د لوبېدو زمینه سازي وکړه.
Tweet media one
0
1
14
@Maiwand448
ميوند غږ
3 hours
د کډوالو او راستنېدونکو وزارت خبر ورکړی؛ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پنجشېر ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره وکتل. خ��ر کې راغلي په یاده کتنه کې د پنجشېر علماوو او مخورو وویل، چې په پنجشېر کې د ا.ا په راتګ سره ګڼ شمېر ولسي شخړې او دوښمنۍ له منځه تللې او له اسلامي نظام سره مخالفت او نیوکې د پنجشیر د ولس د ارادې ښکارندويي نه کوي. همداراز، ښاغلي کبیر د نظام په پیاوړتیا کې د علماوو او قومي مخورو ونډه مهمه وبلله او زیاته یې کې چې اسلامي امارت د هغوی هڅو ته د قدر په سترګو ګوري.
Tweet media one
0
1
17
@Maiwand448
ميوند غږ
4 hours
د امریکا غږ او ازادي رادیو فعالیتونه باید وتړل شي، ځکه چې لیدونکي نه لري، دا څرګندونې د هغې وروسته مخې ته راځي چې د USAID تش په نوم بشر دوستانه کومکونو لړۍ د بندېدو له ګواښ سره مخ ده او د دې پروژې په نوم په سیمه کې ډیری جاسوسې کړۍ تمویلېدلې، ازادي رادیو او امریکا غږ بیا هغه رسنۍ دي چې په نړۍ کې د فکري اشغال د استحکام لپاره کار کوي، د دې نه مخکې د افغانستان انټرنېشنل په نوم مخربې رسنۍ باندې هم د بشر دوستانه کومکونو په نامه ۳۰ ېلیونه ډالر بند شوي دي. د وخت په تېرېدو سره د غربي رسنیو حقیقت خلکو ته څرګند شوی او اوس مهال ورسره ولسونه لېوالتیا نه لري، همدا لامل دی چې غرب اوس هغو مخکنیو تجربه شوو ناکاره لاس ته راوړنو ته ځانګړی اهمیت نه ورکوي که هغه شل کلن د اشغال فصل دی او یا د امریکا په سیمه کې شخوند شوې ګټه دي.
Tweet media one
0
3
24
@Maiwand448
ميوند غږ
5 hours
د یادې لوبډلې په اتلولیو کې د ښاغلي نایب دېره ونډه وه، په څلورو سیالیو کې یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې، نیمه سلیزې یې ووهلې او په بالینګ او فیلډینګ کې هم عالي ولوبېد. نایب په ۱۲ پاڼیو کې ۳۸۱ منډې وکړې او ۱۱ وېکټې یې هم واخیستې. په دې لوبډله کې قیس احمد هم لوبېده. د نړیوال لیګ مخکښ وېکټ اخیستونکی فضل حق فاروقي شو چې ۲۱ وېکټې یې اخستې وې. د نړۍ هر کرکټ په افغانانو ښکلی دی.
Tweet media one
1
6
22
@Maiwand448
ميوند غږ
22 hours
اسرائیلو په ۱۵ میاشتني وحشت حماس ختم نکړ، ټرمپ یې په لاپو شاپو نشي ختمولای! د غزې له نتساریم سیمې څخه د اسرائیلي اشغالګرو تر وتلو وروسته د حماس غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي: له نتساریم څخه د اسرائیلي اشغالګرو تېښته د دوی ناکامي لا نوره برالا کړه. حماس زیاته کړې: د بندیانو د تبادلې دوام، د بې کوره شویو فلسطینیانو بېرته ستنېدل او د نتساریم له سیمې څخه د اسرائیلي اشغالګرو تیښتې د نتنیاهو لخوا په غزه د خپلې بریا ادعاوې دروغ ثابتي کړې. حماس همدا راز د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: اسرائیلي اشغالګرو چې په ۱۵ میاشتو کې پر فلسطیني وګړو د بشپړ وحشت او بربریت سره سره هیڅ ترلاسه نکړل، ټرمپ یې په لاپو شاپو هم نه شي ترلاسه کولای.
Tweet media one
1
8
56
@Maiwand448
ميوند غږ
1 day
د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د میدان وردګ – لوګر ترمنځ د نږدې ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو تړونونه یې له دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره د ۷۱۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک کړي. خبر زیاتوي؛ چې د یاد سړک د جوړولو چارې به په ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي، چې لومړی برخه یې ۱۷.۴ کیلومتره او دویمه برخه یې ۳۱.۶ کیلومتره اوږدوالی لري. همدا راز د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت تېره اوونۍ هم د ۲۶۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین او سروې اړوند ۵ تړونونه لاسلیک کړل.
Tweet media one
0
1
25
@Maiwand448
ميوند غږ
1 day
د غزې د اوربند د تړون په ۲۲مه ورځ، د صهیونیستي پوځ راډیو د تړون د لومړي پړاو د ترتیباتو سره سم د نتزاریم له محور څخه د خپلو ځواکونو بشپړ وتل تائید کړل. ټاکل شوې ده، چې د اسرائیلو یو مذاکراتي پلاوی دوحې ته لاړ شي، صهیونیستي چارواکو ویلي چې پلاوي ته د تړون دوهم پړاو ته د ننوتلو واک نه دی ورکړل شوی، پداسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلي بندیانو کورنیو د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې د تړون بشپړولو لپاره مداخله وکړي او د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو مخه ونیسي چې دا تړون ناکام نه کړي. په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې صهیونیستي پوځ په طولکرم کې د نور شمس کمپ کې خپل عملیات پراخ کړي، پداسې حال کې چې د الـ.،قدس لواء، طولکرم کنډک په کمپ کې د اشغالګرو ځواکونو سره د مخامخ جګړو تائید کړی، د اسرائیلو پوځ همدارنګه لسګونه کورنۍ د طوباس په جنوب کې د الفارعة کمپ څخه کډوالۍ ته اړ کړې دي.
Tweet media one
0
4
32
@Maiwand448
ميوند غږ
1 day
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤولین وایي، چې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې له نژدې وارزولې. مسؤولین زیاتوي، چې ښاغلي جمال د ياد رياست پرمختګونه وستایل، د ستونزو د حل ډاډ تر څنګ یې وویل چې د چارو د ښه والي لپاره به وزارت لازم اقدامات ترسره کړي.
Tweet media one
0
2
20
@Maiwand448
ميوند غږ
2 days
په غزه کې د اوربند د تړون په ۲۱مه ورځ، ټاکل شوې ده چې نن، شنبه، د اسلامي مقاومت له خوا په تړانګه کې نیول شوي د صهیونیستي اشغالګرو ۳ درې بندیان د اسرائیلو له خوا د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې خوشې کړل. د بندیانو د معلوماتو د دفتر په وینا، ټاکل شوې ده چې اشغالګر ۱۸ بندیان چې په عمري بند محکوم شوي، ۵۴ بندیان چې په اوږدې مودې بند محکوم شوي او د غزې له تړانګې څخه ۱۱۱ بندیان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته نیول شوي و، خوشې کړل. په ورته وخت کې د اسرائیلو د پوځ راډیو وویل چې د هغو فلسطیني بندیانو کورنیو ته چې نن خوشې شول، د خپلو خپلوانو د بند څخه د خلاصون د لمانځلو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. د بشري وضعیت په اړه، په غزه کې د حکومت د معلوماتو دفتر اعلان وکړ چې د ۱۲۰۰۰ مرستو لاریو څخه چې باید محاصره شوې سیمې ته ننوتلي وای، یوازې ۸۵۰۰ مرستې لارۍ ورته رسیدلي دي او یوازې ۱۵ د تیلو لارۍ هره ورځ ننوځي، پداسې حال کې چې په تړون کې ۵۰ لارۍ ټاکل شوې دي. په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې په ۱۹ مه ورځ هم د صهیونیستي اشغال تیری روان دی نړیوالو اټکل��نو له مخې د جنین ښار او کمپ څخه ۹۰ سلنه وګړي کډوال شوي او ورځ تر بلې بشري ناورین په زیاتیدو دی.
Tweet media one
0
2
25
@Maiwand448
ميوند غږ
2 days
د کرنې، اوبو لګولو او م��لدارۍ وزیر مولوي عطاءال��ه عمري، د ازبکستان له دوو تنو سوداګرو احمد خطاموف او عبدالله اوسروویچ سره وکتل. د کرنې وزارت د خبر له مخې په یاده لیدنه کې، دواړو سوداګرو په افغانستان کې د اوبو لګولو د عصري سیستمونو او کیمیاوي سرو په برخو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه. همدارنګه ښاغلي عمري، د دوی د پانګونې هر کلی وکړ او په یادو برخو کې یې دوی ته د پانګونې د اسانتیاوو برابرولو لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
Tweet media one
0
1
21
@Maiwand448
ميوند غږ
4 days
د فلسطین تازه وضعیت په غزه کې د اوربند د تړون په ۱۹مه ورځ د غزې په اړه امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غیر مسئولانه وینا " چې فلسطینیان په بل ځای کې له میشت کولو وروسته د غزې تړانګه کنټرول کړي"، باندې نیوکې دوام لري. ګڼ شمېر هېوادونو د مختلفو لیدلورو سره د فلسطینیانو له خپلې خاورې څخه د هر ډول بې ځایه کېدو په اړه خپل مخالفت څرګند کړی او د دوو دولتونو د حل لارې د پلي کولو او فلسطینیانو ته د دوی په هیواد کې د ژوند کولو فرصت ورکولو غوښتنه تکرار کړې. د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) او څو فلسطیني ډلو د امریکا د ولسمشر څرګندونې رد کړي او د غزې په اړه یې د امریکا د کنټرول وړاندیز "مسخره او بې معنی" وباله. په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې اشغالګر پوځ په څو سیمو کې خپل پوځي کمپاین ته دوام ورکړی د جنین او طولکرم سربیره یې په نابلس او خلیل هم بریدونه کړي ، د طوباس ښار په جنوب کې د طمون په ښار کې یې هم یو ځای بمبار کړی چیرته چې د ۴۸ ساعتونو لپاره جامع ګرځبندیز اعلان شوی.
Tweet media one
0
1
18
@Maiwand448
ميوند غږ
5 days
د اوبو او انرژۍ وزارت د یو خبر په خپرولو سره ویلي دي، چي کمال خان بند به نن چهارشنبه د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو په شتون کي، ګټي اخیستني ته وسپارل سي. یاد وزارت د کمال خان بند پرانیسته، د هیواد د اقتصادي پرمختګ له پاره یو مهم ګام بللی دئ او زیاتوي چي د دغه بند د پرانیستي سره به د سیمي خلکو ته د اوبو لګولو، کرني او د برېښنا تولید اسانتیاوي برابري سي.
Tweet media one
0
1
11
@Maiwand448
ميوند غږ
5 days
په غزه کې د اوربند د تړون په اتلسمه ورځ، د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې وغندلې چې د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو په اړه یې کړې وې. امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ صهیونیستي ولسمشر نیتن یاهو سره سپینه ماڼۍ کې په ملاقات کې وویل: "زه غواړم چې مصر او اردن د غزې خلک ومني، او زه فکر کوم چې د غزې خلک باید ښه نوې ځمکه ترلاسه کړي". ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د خپلې لیدنې په ترڅ کې زیاته کړه چې "د اردن او مصر پرته نور هیوادونه هم شته چې د غزې اوسیدونکو ته به ځایونه ورکړي". په لویدیځه غاړه کې، اشغالګر پوځ په څو سیمو کې خپل پوځي عملیاتو ته وروسته له هغې دوام ورکړ، چې د طوباس ختیځ ته د تیاسر په پوسته کې د "فلسطیني وسله وال" لخوا په ډزو کې د یو ریزرو لومړي بریدمن او یو عسکر د وژل کیدو او د اتو نورو د ټپي کیدو تایید وشو، د حمله کونکي مجاهد د هویت له څرګندولو پرته یې د هغه شهادت یې تایید هم کړه.
Tweet media one
0
3
22
@Maiwand448
ميوند غږ
5 days
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کي ویلي، چي ددغه وزارت سرپرست، د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره کتلي دي. په دغه کتنه کي ښاغلي مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چي مرستي باید سیاسي رنګ وانه خلي. د جاپان سفیر د کډوالو او را ستنېدونکو له پاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړ.
Tweet media one
0
2
23
@Maiwand448
ميوند غږ
5 days
د پېښو سره د مبارزې ادارې په یوه خبر پاڼه کي راغلي، چي ددغه ادارې رئیس د جاپان له سفیر سره، پر بې وزلۍ، ګډي همکارۍ او ډېرو نورو ستونزو خبري او د حللارو پر موندلو ټینګار کړی دئ. تالاکایوشي کرمایا ژمنه کړې، چي د پېښو د مدیریت په پنځه کلن پلان کي، چي تېره ورځ پرانیستل سو، بشپړه همکاري کوي.
Tweet media one
0
2
14
@Maiwand448
ميوند غږ
6 days
ارګ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي ملا برادر اخند د یوناما له مرستیال، انډریکا رټواټه سره په کتنه کي له یوناما غوښتي، چي د بشري مرستو تر څنګ پر پراختیایي برخو تمرکز وکړي او په خپلو بشري مرستو کي روڼتیا په پام کي ونیسي. خبر زیاتوي چي یوناما به د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه پر دوی اصلاح سوی تخم او کېمیاوي سري ووېشي او همداراز به کوچني بندونه جوړ او د اوبو کارېزونه پاک کړي.
Tweet media one
0
4
22
@Maiwand448
ميوند غږ
6 days
ښاغلي نورالدین ترابي د WFP له مرستو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چي د پېښو پر وړاندي د امادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې چي له نړیوالو بنسټونو سره د کار او همکارۍ په برخه کي اسانتیاوي را منځته سي. بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام سرپرستي، موتینتا چیموکا هم پر ګډ کار ټینګار وکړ.
Tweet media one
0
4
17
@Maiwand448
ميوند غږ
6 days
رویټرز د سپیني ماڼۍ له قوله کاږي، چي د هند لومړی وزیر له ډونالډ ټرمپ سره د مخکنۍ سوي ��مني له مخي راتلونکې اونۍ په سپینه ماڼۍ کي ګوري. دا خبر په داسي حال کي خپور سو، چي څو ساعته مخکي له ناقانونه هندي کډوالو ډکه یوه نظامي الوتکه هند ته واستول سوه.
Tweet media one
0
3
18
@Maiwand448
ميوند غږ
7 days
د روسیې ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، د حـ.ماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر د مرستیال موسی ابو مرزوق په مشرۍ یو پلاوی نن دوشنبې د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر وکړي. یاد خبر د حمـ.اس غورځنګ د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې مسکو ته د سفر په ترڅ کې به د بشري ناورین په کمولو کې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي او له روسي چارواکو به وغواړي، څو پر اسرائیلو فشار راوړي چې خپلو ژمنو ته غاړه کېږدي.
Tweet media one
0
2
26
@Maiwand448
ميوند غږ
7 days
په غزه کې د اوربند د تړون په ۱۶مه ورځ د حکومت رسنیو دفتر اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۶۱۰۰۰ ته لوړ شوی، اشغالګرو د کورنیو په وړاندې ۹۲۶۸ د نسل وژنې جرمونه کړي دي او دوه ملیونه فلسطیني وګړي د کډوالۍ سره مخ شوي دي. په سیاسي لحاظ، امریکایي ویب پاڼې اکسیوس د اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي چې په غزه کې د اوربند تړون راتلونکی د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د غونډې پایلو پورې اړه لري. د اسراییلو نشراتي ادارې راپور ورکړ چې نیتن یاهو واشنګټن ته رسیدلی او نن دوشنبه به د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ له استازي سټیو ویټکوف سره وګوري ترڅو د اوربند د تړون د دوهم پړاو لپاره د خبرو اترو په اړه بحث وکړي. ټاکل شوې ده چې ټرمپ او نیتنیاهو به هم نن د دوشنبې په ورځ سره وویني، په هغه ورځ چې ټاکل شوې ده د غزې د اوربند د دوهم پړاو په اړه خبرې اترې بیا پیل شي. په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې، سرچینو الجزیرې ته وویل چې اشغالګرو ځواکونو د لویدیځې غاړې په شمالي برخه کې د جنین کمپ په الدمج سیمه کې د استوګنې یوه ودانۍ تش په نوم د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم په بشپړه توګه بمونو الوزولې ده. دوه فلسطینیان هم د لویدیځې غاړې په شمال کې د جنین په کمپ او د سویلي لویدیځې غاړې په هیبرون کې په العروب کمپ کې د اشغالګرو ځواکونو لخوا ووژل شوي دي.
Tweet media one
0
3
27