![Mahmood Kochai Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1846100729632583680/Ml8V2pKR_x96.jpg)
Mahmood Kochai
@MahmoodKochai01
Followers
919
Following
295
Statuses
449
یو اړین وضاحت! پرون یوه ملګري په وټساپ د بي بي سي د پخواني خبریال محمود کوچي د فیسبوک یو پوسټ را ولېږل او سخت خپه و حیران شوم. هغه فکر کړی و چې ما د ده په نوم اکاونټ جوړ کړی دی. زه له تېرو څو میاشتو را په دېخوا ټویټر ته راغلی یم، خو اوس خلک داسې فکر کوي چې زه د بي بي سي پخوانی خبریال «محمود کوچی» یم. لومړیو کې مې اړتیا نه لیده چې وضاحت ته اړ شم، ځکه زه خپله هېڅ خبر نه وم چې زما په نوم کوم څوک شته چې له بي بي سي سره یې کار کړی دی او خلک زما اصلي هویت له هغه سره اشتباه کوي. دلته یوه بله غلطي له ما څخه هم شوې وه، چې وروسته مې ور فکر شو. ما یوه ملګري ته دا اکونټ ور کړ چې را ته بلو مارک یې کړي، ځکه زه خپله په تخنیکي کارونو باندې نه پوهېږم. هغه ملګري زما د اکونټ په بایو کې لیکلي و چې دغه کس پخوا له بي بي سي سره کار کړی دی. اوس چې مې پوښتنه ترې وکړه، را ته ویل یې چې دا کار مې ځکه وکړ چې د خلکو توجو ور ته را واوړي. په دې کار مې سخته غوصه ور ته راغله او تېزې خبرې مې ور ته وکړې. په داسې حال کې چې زه اوس خبر شوم چې محمود کوچی په رښتیا هم د بي بي سي یو پخوانی خبریال تېر شوی دی. څو ځله ريپلي ګانو کې یو څو کسانو را ته یاده هم کړه، مګر ما ځکه بابیزه وګڼله چې رښتیا مې هم محمود کوچی نه پېژندل. که د دې سوءتفاهم په نتیجه کې د محمود کوچي صاحب شخصیت یا امنیت ته تاوان رسیدلی وي، زه بښنه ترې غواړم. که زه له دغې مسالې خبر وای په وخت به مې رسیدګي ور ته کړې وه. اوس مې بایو هم بدله کړه او دا دی وضاحت مې هم ورکړ چې زه د بي بي سي خبریال محمود کوچی نه یم. زموږ نومونه تصادفي سره برابر دي، زه شخصي کاروبار لرم او وخت نا وخته په سیاسي مسایلو کې هم ګوتې وهم او هغه څه چې ما ته مناسب ښکاري، نشروم یې. د بل چا له شخصي حریم او هویته استفاده کول اخلاقا ډېر پست کار دی. درنښت! @MajeedQarar @RahmatAndar1 @SamiYousafzaii @TheLostJalalzai @sohailnoorkhan @JalalAhmadullah
5
1
31
@MalalahTyibah دا د مبارزې لاره نه ده چې فقط شیان سلب شي او په هر شي پسې منفي خبرې وشي، مبارزه دا ده چې په منطقي دلایلو باندې په خپلو مخالفانو خپله خبره ومنو. زموږ د کلونو کلونو د جهاد خوارۍ تاسې غوندې ۲۰۲۱ ماډل مجاهدین په ابو لاهو کوي. منظوریان یو وار پرېږدئ راشئ په خپلو ستونزو وغږېږو.
1
0
0
@MalalahTyibah صوفي خانه هېڅوک یې هم نه درسره مني چې ته نجلۍ یې، برناحقه د پاکو مبارزینو نوم مه بدوه. ته دې اول خپل ځان او هویت ثابت کړه بیا چغې ووهه. په دې ایډیټ شویو سکرینشاټونو باندې خلک مه غولوه. دا د مبارزې لاره نه ده. زه تولو مبارزو مجاهدینو ته وایم چې منطقي به مخ ته ځئ.
0
0
4
@bsarwary حقانیان رسنیز شهرت ته هېڅ اړتیا نه لري، په ټوله دنیا یې ځان پېژندلی دی. له فرهنګي کړیو، علومو اکاډمي، پوهنتون استادانو او عالمانو سره اړیکې لرل خو بد کار نه دی. تاسې عجب خلک یاست، که یو څوک همدغو اکاډمیکو اشخاصو ته ور نزدې شي تاسې به بد بولئ، خو چې پام نه ور ته کوي، شکایت کوئ.
0
0
4
@SabirSahak1 @MalalahTyibah دا یې خپله سکرینشاټ ایډيټ کړی دی. اندړ که هر رقم دی، خو دغسې کار هیڅکله نه کوي. دا د هغه لیکل نه دي.
0
0
0
@MalalahTyibah دا لیکل د اندړ نه دي. هغه ما ته هم مسیجونه کړي، دغسي خرابه املاء یې نه ده. زه داسې فکر کوم دا مسیجونه د هغه چا دي چې همدا پوسټ یې کړی دی. دا ډېر پخوانی تکتیک و اوس یې څوک نه در سره مني.
0
0
12
@MalalahTyibah مستعار خانه هر ځای چې یې، ډېر ذلیل او پست انسان یې چې اول دې د نجلۍ په نوم اکونټ جوړ کړی دی او بیا په ايډیټ شویو سکرینشاټونو باندې خلک خطاباسې. له اندړ سره زه تر تا زیات مخالف یم خو دغسې چلند مې ولاکه په دښمن لا پیرزو کېږي چې عزت ته یې لاس واچوم. تهمت دې سپکوي.
3
0
21
دغسې چاپلوسانو د جهاد په دوره کې یو ډز هم نه دی کړی خو ترخې او له نفاقه ډکې خبرې یې دومره زهرجنې دي چې د مجاهدینو په قربانیو خاورې اړوي. دی چې سم سړی وای خو هغه مهال به یې دا خبرې کړې وي، اوس نو څه اړتیا ده؟ @SamiYousafzaii
@AhmadElham313
@MJalalAf
3
1
23
@A_afghan093 بلکل. تر شریعت هیڅوک هم پورته نه دي، باید په هر چا یو ډول تطبیق شي. دا ناروا کار دی چې د یو فرد دومره زیاته فرمانبرداري وشي چې تر شریعت هم لوړ وبلل شي. دا خاص داسې کار دی لکه په منځنیو پېړیو کې چې د اروپايي کلیساوو پاپانو کاوه، خلکو ته به یې د جنت اسناد ورکول، مخالفان یې وژل.
0
0
3
@A_afghan093 عباس ستانکزی صاحب یو جرار او هوښیار مجاهد دی. د وطن په درد ډېر دردمن دی. د قطر په مذاکراتو کې یې له امریکایانو سره عالي استدلال کاوه. مګر چا یې هېڅ قدر ونکړ او په ډېره سپکه سترګه ور ته وکتل شو. زه شخصا د یو مجاهد په حیث ډېر پرې خپه یم.
0
0
0