M_Weqar1 Profile Banner
محمود وقار Profile
محمود وقار

@M_Weqar1

Followers
12K
Following
3K
Statuses
462

که بازي شوه د سرو وروسته به نه ځي ـــ په غیورو شازلمو مې دا یقین شته

Kabul
Joined April 2023
Don't wanna be here? Send us removal request.
@M_Weqar1
محمود وقار
2 hours
هر څه د ټامیانو د تمې خلاف روان دي. یو خوا که امریکا ته د کډوالو په نوم د نویو ټامیانو ورتګ بند شو او تللي هغه هم کیوبا ته د لېږد د خطر سره مخ دي. بل خوا تازه امریکایي حکومت په خپلو هغو رسنیو هم د تمویل او مرستو بندولو پرېکړه کوي چې د افغان ولس د ذهني بې ثباتۍ لپاره یې رامنځته کړې وې او دنده یې دا وه چې خلک پر مجاهدینو بد ګومانه کړي او د سیکولریزم سره یې په ښه توګه اشنا کړي. نوی امریکایي حکومت وایي چې دا رسنۍ ګټه نه لري او نه یې هم په تبلیغاتو څوک تېر وځي. د ځینو اجیرو رسنیو له ملاتړ څخه د امریکایانو لاس اخیستل د ټامیانو د تبلیغاتي ژبې د پرېکولو معنا لري. هېره دې نه وي چې د ټامیانو د تمې خلاف پرېکړې د هماغه ټرمپ حکومت پیل کړي چې ټامیانو یې راتګ ته چک چکې وهلې او دا یې د ځانونو د نجات لپاره یواځنی شخص باله. مګر نن هر څه سر چپه روان دي او ښکاري چې د ټامیانو د امیدونو دا کښتۍ هم ساحل ته له رسېدو وړاندې غرقه شوې ده.
Tweet media one
0
0
1
@M_Weqar1
محمود وقار
1 day
د تش په نامه اسلامي حکمرانانو او په مسلمانانو د تپل شویو ګوډاګیو مشرانو د غلامۍ او ذلت اندازه ولګوئ چې د یوه یهودي په بریا څومره خوښ دي. دوی ته د خپل ژوند او د تش په نامه قدرت بقاء په دې کې ښکاري چې د امریکا او بریتانیا د مشرانو ملاتړ ترلاسه کړي. خو تاریخ شاهد دی، هر ګوډاګي مشر چې د امریکایي مشرانو او نورو کفارو په اقتدار خوښي ښودلې ده او د دوی سره یې له نږدې فاصلې څخه یو انځور ایستل هم ویاړ ګڼلی دی. هماغه کافر بېرته پر دوی را ګرزیدلی او د دوی د ملاتړ پر ځای یې له دوی مخ اړولی دی. د ټرمپ په تېره واکمنۍ کې د کابل ادارې یوه مشر حمدالله محب د ټرمپ سره نږدې انځور ایستلی وو، تر څو له یوې خوا مجاهدین او مسلمانان وډاروي چې ګواکې مونږ خو د ټرمپ سره نږدې اړیکې لرو او په راتګ سره به یې په تاسې فشار زیات شي، له بلې خوا یې د ټرمپ ادارې ته هم چاپلوسي کوله او د هغوی لا زیات ملاتړ ترلاسه کول یې غوښتل. مګر د ټرمپ او ادارې له لوري یې محب دوی ته د دوه توتانو ارزښت هم ورنکړل شو او دوی یې بېنوا پرېښودل. د حمدالله محب په تقلید د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د بېنظیرې زوی بلاول بوټو هم د ټرمپ خواته نږدې ورغلی او د هغه په ناپامۍ کې یې ورسره یو سیلفي انځور اخیستی دی. تر څو نوې امریکایي اداره د پاکستان په راتلونکې رحم وکړي او د نورو پاکستاني سیاسي ګوندونو په پرتله دوی ته زیاته توجه وکړي. خو لکه څنګه چې وړاندې یادونه وشوه، د کفارو له لوري به دا چاپلوس او تش په نامه مشران نامراده پاتې کیږي او الله تعالی به هر څه د دوی د توقعاتو خلاف ترسره کوي. کامیابي الله تعالی ته په نزدیکت کې ده او الله تعالی ته د نزدیکت فکر او شعور یواځې په ��سلامي او جهادي فکر او د خپلواکۍ له نعمته برخمن خلک لري چې الحمدلله نن دا خلک زمونږ واکمنان دي.
Tweet media one
Tweet media two
4
10
74
@M_Weqar1
محمود وقار
2 days
د جهاد په سپېڅلې جذبه، د حق په بریمنه داعیه او د اعداد په فریضه سمبال دا مجاهد زلمي په ډېرې لیوالتیا سره د دین او هیواد ساتنې ته دوام ورکوي. دا عادي ځواکونه نه دي او نه هم د نورو هیوادونو د ځواکونو په څېر یې ځانګړنه او لاسته راوړنه یواځې سخت فزیکي تمرینات ترسره کول دي. دوی له اورونو را وتلي او په اورونو کې لوبیدلي دي، د لویې امپراتورۍ د ماتولو او مسلمه امت ته تر پیړۍ وروسته د اسلامي نظام د نمونې وړاندې کولو ستر ویاړونه لري. دوی د سر او مال په نذرانې سره د اسلامي نظام او هیواد څخه ساتنې ته وفا او ژمنتیا لري. دوی دي چې اسلامي نظام، امنیت او خوښي شته دي او دوی دي چې اسلامي امت ته د ویښتابه الهام ورکوي. الله تعالی دې د خپل دین د دې ساتونکو محافظ او مرستندوی شي. آمین
0
0
2
@M_Weqar1
محمود وقار
3 days
د بي بي سره د مجاهد صاحب مرکه د بي بي سي خبریال په مرکه کې په پرلپسې توګه د هغو شائعاتو په اړه پوښتنې مطرح کوي چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول چې ګواکې د اسلامي امارت په منځ کې اختلافات دي، پلانکي مشر ولې داسې ویلي دي؟ او ورته نور. په مرکه کې مجاهد صاحب د خپرو شویو شائعاتو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړي دي، د دا ډول شائعاتو تر شا یې مغرض اهداف په ډاګه کړي او د اسلامي نظام په منځ کې یې د موجود بې مثاله اخوت، وحدت، صمیمیت او اطاعت د شتون او دوام ډاډ ورکړی.
2
15
91
@M_Weqar1
محمود وقار
5 days
ځانګړو مجاهدو ځواکونو د هیواد په شمال ختیځو ولایتونو کې مسلسل عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د خوراجو د یوه مهم بانډ ټول غړي نیول شوي دي. د خپرو شویو راپورونو له مخې د خوارجو د نیول شوي بانډ رېښې تر بلوچستانه رسیږي. یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم مجاهدو ځواکونو د خوارجو پر وړاندې لسګونه ورته عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې الحمدلله له هیواد څخه د خوارجو د فتنې نجس لاسونه لنډ شوي دي او نشي کولای چې سر پورته کړي.
Tweet media one
0
21
103
@M_Weqar1
محمود وقار
5 days
إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ وَ إِنَّ جُنْدَنا لَهُمُ الْغالِبُونَ
Tweet media one
@Almersaad0
المرصاد - Almerssad
5 days
إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ وَ إِنَّ جُنْدَنا لَهُمُ الْغالِبُونَ
0
0
11
@M_Weqar1
محمود وقار
5 days
د نظیره کریمي په نوم له افغانستانه د تښتېدلې یوې ټامۍ چې د ټرمپ کنفرانس ته یې په څه خواریو ځان رسولی و، له ټرمپ یې په ډېر هیله من انداز وپوښتل چې د افغانستان په اړه دې څه اراده شته که نه؟ ټرمپ چې د افغانستان له نامه څخه ډاریږي، خبره یې په بله واړوله او دومره یې ورته وویل چې په لهجه دې پوه نشوم، خو دلته ښه ژوند ولرې. بلخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې ټرمپ ډلې په USAID موسسه هم پیسې بندې کړې. دا هغه موسسه ده چې د خدمت ترسره کولو په پلمه یې په بېلا بېلو هیوادونو کې څانګې لرلې او ور سپارل شوي شوم استخباراتي فعالیتونه یې ترسره کول. روان وضعیت ته په کتو حالات، د ټامیانو او د هغو خوارانو چې د ټرمپ د بریا سره یې د خپل بخت ستوری ځلیدلی لیده، د تمې خلاف روان دي او له سپینې ماڼۍ په پرلپسې توګه د دوی د خواهشاتو خلاف خبرونه را وځي.
Tweet media one
Tweet media two
1
8
39
@M_Weqar1
محمود وقار
6 days
د هندوکش غږ له لوري په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي: عبدالمجید مشهور په ندیم ولد عبدالودود چې د کابل د خاکجبار اوسېدونکی دی. په ټولنیزو رسنیو کې یې �� «مرضیه یوسفي»، «مجید ندیم»، «ندیم آزاد» او ګڼو نورو مستعارو اکاونټونو فعالیت درلود چې په ټولو خپرونو او نشراتو کې یې د علماوو، د اسلامي نظام، د امیرالمومنین حفظه الله، د مشهور دیني عالم شهید شیخ انصاري او ګڼو نورو کسانو عکسونه فوټوشاپ کول، له سپکاوي او توهین ډکې خبرې یې پسې لیکلې او دغه راز یې خلک په ټولنیزو رسنیو کې ګواښل، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو. نور حال د ندیم(مرضیه یوسفي) په ویډیویي اعتراف کې
2
34
142
@M_Weqar1
محمود وقار
6 days
د المرصاد ادارې د سمعي او بصري څانګې ځانګړی ویب سایټ( میقات) پر لیکه شو. په دې ویب پاڼه کې به د المرصاد سره تړلي ټول سمعي و بصري مواد خپریږي. همدا راز په میقات کې د تېر شل کلن اشغال په وړاندې د جهادي مبارزې پر مهال ترتیب شوي سمعي و بصري ټول مواد موندل کیدای شي. د اصداراتو په سلسله کې د مشهورو سټوډیو ګانو( الامارة، الهجرة، منبع الجهاد او داسې نورو… ) ټول اصدارات په منظم شکل میقات ویب پاڼې ته اپلوډ کیږي او د لیدونکو لپاره به په اسانۍ د لاس رسي وړ وي. میقات ویب پاڼه د ترانو لپاره هم ځانګړې برخه لري، چې په مختلفو ژبو به پکې ترانې او اناشید موندل کیدلای شي. د یادونې وړ ده چې میقات به د سمعي و بصري موادو له پلوه نوره هم غني کیږي او له هره اړخه به د مینوالو تنده خړوبوي. ان شاءالله لینک:
Tweet media one
0
2
29
@M_Weqar1
محمود وقار
6 days
د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره کړه غونډه د ياد کمېسيون مرستيال او د کورنيو چارو وزارت ادارې معين ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره شوه. په ياده غونډه کې په مهمو امنيتي موضوعاتو د بحث ترڅنګ د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت وارزول شو، چې د ډاډ وړ وبلل شو همداراز، د يادو موضوعاتو سربیره د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون اړوند ولايتي کميسيونونو د نوبتي غونډو راپورونه هم وړاندې شول چې ګټور بحث پرې وشو. @SCC_IEA
Tweet media one
0
1
8
@M_Weqar1
محمود وقار
6 days
آخر ولې یو ځوان له عقل او شعور څخه دومره خلاص شي چې د څو پیسو په بدل کې د اسلامي نظام، علماوو او ارزښتونو توهین وکړي او د فحشا ترویج ته کار وکړي ؟ ځوانان باید خپل عقائد او افکار و نه پلوري او د څو پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې خپل شرف او عزت له لاسه ور نه کړي. که څوک دا فکر کوي چې د دوی تخریبي فعالیتونه به پټ پاتې شي، خو دا فکر غلط دی او دوی په دې فکر یواځې ځان ته دوکه ورکوي. د ټکنالوژۍ په دې پرمختللي عصر کې هیڅ پټ نه دي او نه هم امکان لري چې څه پټ پاتې شي. په نورو هیوادونو کې که د دولت ضد د تبلیغاتو کولو د جرم له سزا خبر شئ، نو حیران به شئ. لرې مه ځئ، تېرې اجیرې ادارې لا د دوی د طبعې خلاف په یواځې یوه لایک کارولو هم ځوانان پنځه کاله بندي کړي وو. خدای دې وکړي چې د ځینو لار ورکو ځوانانو د فکر او عقلانیت کچه لوړه شي او نور د اسلامي او ملي مقدساتو پر ضد د پردیو د لاس آله و نه ګرزي.
2
7
42
@M_Weqar1
محمود وقار
7 days
مجاهد صاحب په روانو او را روانو پرمختګونو په ښه توګه رڼا واچوله، په خوندوره مباحثه یې د مسلمان ولس زړونه تسکین کړل او د اسلامي نظام او د شته ثبات دښمنان یې سخت ناهیلي کړل. د اسلامي نظام په دې ژبه دې رحمت او برکت دې وي. حفظه الله تعالی
Tweet media one
1
3
64
@M_Weqar1
محمود وقار
7 days
د قدرمن مجاهد صاحب سره په مهمو موضوعاتو ځانګړی بحث
@BaryaalOmar
Omar Baryal
7 days
موضوع: په وروستيو موضوعاتو د اسلامي امارت له وياند محترم ذبيح الله مجاهد سره په ټويټر سپيس کې ځانګړی بحث. کوربه: عمر بريال ميلمه: ذبيح الله مجاهد. وخت: نن شپه ۸:۰۰ بجې.
Tweet media one
0
3
29
@M_Weqar1
محمود وقار
7 days
امنیتي ځواکونو یو شمېر هغه کسان نیولي چې په مستعارو اکاونټونو یې د اسلامي نظام، مسؤولینو او راغلي امنیت او ثبات پر ضد نشرات ترسره کول. تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو یو شمېر هغه افراد نیولي و چې له اروپا او امریکا څخه د څو ډالرو په بدل کې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر خلاف نشراتو ته هڅیدلي و. که د اسلامي نظام او ثبات دښمنان هر څو کوښښ وکړي چې په جعلي بڼه راشي او تخریب وکړي، بریالي به نشي. الحمدلله د نظام لاسونه ډېر اوږده دي چې هیڅ شریر فرد به د شرارت جوړولو اجازه ورنکړي.
Tweet media one
0
0
12
@M_Weqar1
محمود وقار
7 days
په فلسطین کې د حماس غورځنګ د مشرانو او په عموم کې د مبارزې د شهیدانو په اړه د اسلامي امارت د تعزیت پيغام بسم الله الرحمن الرحیم مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (الأحزاب ۲۳) د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین اسلامي مقاومت (حماس غورځنګ) د نظامي څانګې د مشر محمد الضیف په شمول د څو تنو نورو مشرانو او په عموم کې د فلسطیني مجاهدینو د ټولو شهیدانو د شهادت په اړه د حماس اسلامي غورځنګ له مشرتابه، د ټولو شهیدانو له کورنیو، مجاهدینو او ټول فلسطیني ملت سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي او هغوی ته تعزیت وايي. د اسلامي مقاومت د غورځنګ دغه مشرانو د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د خپل نه ستړي کېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت، او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي. د تل په څېر خپل باور یو ځل بیا تکراروو، چې جهادي مبارزې په شهادت نه کمزورې کېږي، بلکې لا پیاوړي کېږي او د خپل نهايي هدف په لور لار لنډوي. د فلسطین قضیه د همدغو د رهبري په کچه شهیدانو او د دې مبارزې د ټولو شهداوو په قربانیو یو ځل بیا په نړیواله کچه پر یوې مطرح قضیې بدله شوې او د حماس اسلامي غورځنګ د خپلو قربانیو په برکت په سیاسي او نظامي ډګرونو کې تر پخوا لا ډير قوي او غښتلی شوی دی. ان شاءالله تعالی د افغانستان اسلامي امارت ۴/۸/۱۴۴۶هـ ق ۱۵/۱۱/۱۴۰۳هـ ش ــ 2025/2/3م
Tweet media one
0
0
3
@M_Weqar1
محمود وقار
7 days
الحمدلله نظام ورځ تر بلې د استحکام او ثبات نوي مراحل طی کوي. نظام په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له تصور پورته لویې لاسته راوړنې لري. له واخانه تر چهار برجکه او له تور غونډۍ تر دانګامه هیڅوک د امنیت د اخلال جرئت نشي کولای چې دا ډول امنیت د افغانستان په تاریخ کې بې ساری دی. حتی که له سپین ږیرو د ظاهرشاه او داود خان د وختونو د امنیت پوښتنه وکړئ، هغه وخت په امنیتي لحاظ ولس د ګڼو ستونزو سره مخ و، خو هلته رسنۍ نه وې او ستونزو انعکاس نه موند. په اقتصادي لحاظ هره ورځ ګورو چې پانګوال له نورو هیوادونو خپلې پانګې را باسي او افغانستان کې پانګونه کوي، په کابل او ولایاتو کې صنعتي ښارګوټي ښه اباد شوي او لا هم ابادیږي. د اوبو او انرژۍ په اساسي پروژو کارونه روان دي، د صادراتو او وارداتو توازن د برابرېدو خواته روان دی، په داسې حال کې چې افغانستان ټول عمر وارداتي هیواد پاتې شوی دی. په سیاسي ډګر کې هم لاسته راوړنې زیاتې دي، شاوخوا پنځوس هیوادونه د نظام سره دیپلوماتیکې اړیکې او راشه درشه پالي. مهمه دا ده چې هیواد مو اوس خپلواک سیاست لري او د بهرنیو هیوادونو مشران د اسلامي امارت مشرانو سره د لیدنو لیوالتیا لري. د نظام د ارتقاء او عروج دا ښه حالت د یوې ښې راتلونکې او سباوون زیري له ځانه سره لري، داسې سباوون چې افغانستان به په کې له هرې نګاه ځان بسیاینې ته رسیدلی وي او په نړۍ کې به یې امرانه رول خپل کړی وي. ان شآءالله
Tweet media one
1
14
71
@M_Weqar1
محمود وقار
8 days
د دې سپین سپیڅلي نظام ارزښت او قیمت خورا لوړ دی چې هیڅ اندازه کیدای نشي، دا نظام او دا اقتدار د زرګونو ککریو د نذرانې په پایله کې د ټولې کفري نړۍ د ماتولو ویاړ لري چې په ټوله نړۍ کې دا ویاړ څوک نه لري. دا نظام ویده امت ته د عروج او بیدارۍ الهام ورکوي چې د دې الهام د مخنیوي لپاره کفري نړۍ په مختلو میتودونو او توطئو خپل کوښښونه پیل کړي دي. زمونږ دنده ده چې د فتنو په دې دور کې د خپل سپیڅلي نظام د نجات لمن ښه کلکه ونیسو او پر ضد یې د چا د شکوکو او شبهاتو متاثره نشو. دلته به ډېر څه مونږ ته نا اشنا ښکاري، خو دا به د نظام کمزوري نه وي، بلکې دا به د دې لامل وي چې مونږ سوچه اسلامي نظام او د خلفاء راشدینو په نقش قدم روان حکومت نه دی لیدلی. دا به د دې لامل وي چې مونږ په غیر شعوري توګه هر څه د شته سیکولر نظامونو سره مقایسه کوو او غواړو چې مونږ هغوی ته ورته یو حکومتي سیستم ولرو. راځئ چې د اعتصام بحبل الله رسۍ کلکه ونیسو، د ریښتیني اطاعت جوهر په ځان کې پیدا او د وسوسو اچوونکو پر وړاندې ودریږو.
0
5
16
@M_Weqar1
محمود وقار
9 days
د خپرو شویو راپورونو له مخې نوي امریکایي حکومت په پاکستان هم مرستې بندې کړې دي چې په دې سره به د خوارجو د پروژې په ګډون ټولې هغه شریرې کړۍ په بشپړه توګه فلج شي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام او د شته ثبات پر وړاندې را منځته شوي دي. دا راز امریکایي حکومت د افغانستان انټرنشنال، آمو او په نورو هغو مغرضو رسنیو هم د ډالرو بنډلونه درولي چې کرۍ ورځ د افغانانو د ذهني بې ثباتۍ په موخه تبلیغات کوي او شائعات خپروي. افغانستان کې د ټولو امنیتي، فکري او فرهنګي ستونزو جرړه تر امریکا رسیږي، امریکا چې د یادو ستونزو په ایجادوونکو پیسې بندې کړې، بس زیاتي خیر و خیریت دی. د امریکا له لوري په خپلو استخباراتي دستګاوو مرستې بندول دا معنا هم لري چې امریکا ور پېښو اقتصادي او نورو ستونزو د کړاو سره مخ کړې ده او نور نشي کولای چې د اسلامي نظام او افغانستان د ثبات پر خلاف را منځته کړي خپل ټول استخباراتي ادرسونه تمویل کړي. تازه یې د بهرنیو چارو وزیر لا دا هم ویلي دي چې امریکا څه خیریه بنسټ نه دی چې د خلکو سره به مرستې کوي.
Tweet media one
4
32
188
@M_Weqar1
محمود وقار
10 days
د مجاهدې غزې له ګلبڼه خزان وهلي ګلان دا هغه لویې مجاهدې هستۍ وې چې په غزه کې یې د جهاد او غزا روایتونه تر دې حده قوي کړل چې نن وړه غزه د لویې کفري نړۍ پر وړاندې د بریا جشنونه نمانځي. د اسلام تاریخ د همداسې اتلانو په قربانیو ښایسته دی. دوی تل د شمعو کردار اداء کړی دی، ځانونه یې سوځلي، خو امت ته یې د خلاصون لارې روښانه کړي دي. دوی ګلالي دې په جنتونو کې وي او مونږ ته دې خدای د استقامت او د دوی په نقش قدم د تګ توفیق را کړي.
Tweet media one
0
4
28