![د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1820399310166532096/7jgYZ7Ul_x96.jpg)
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
@GDCMA_IEA
Followers
2K
Following
22
Statuses
2K
د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
Afghanistan
Joined August 2024
غزني ښار په بازارنو کې د بېلابېلو اصنافو د فعالیت څرنګوالی و ارزول شو په لومړۍ، دویمه او څلورمه ناحیو کې په بازارونو کې د مارکېټونو د تنظیم مدیریت له لوري د بېلابېلو اصنافو نظم او فعالیت وارزول شو او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. د مارکېټونو د تنظیم مدیر وویل: د تېلو د کیفیت او نرخونو د تطبیق د څرنګوالي، حفظ الصحي او روسټورانټونو د کارکوونکو د روغتیا د کارت له شتون څخه څارنه وشوه. د نوموړي په وینا: د څارنو په لړ کې متشبیثینو ته سپارښتنه وشوه ترڅو په خپل فعالیت سره د پلیو لارو او عامه واټونو د بندېدو لامل و نه ګرځي او په ګرځنده لاسي کراچیو کې توکي پلورونکو ټینګار وشو چې، د ګڼه ګوڼې او بې نظمۍ له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي. غزني ښاروالۍ ریاست هڅې روانې کړي ترڅو په بازارونو کې د نرخپاڼي کنټرول او په جدې توګه وڅاري.
0
1
3
ښرنې ښار کې د نظم تامین په موخه اقدامات ترسره شول د ښرنې ښاروالۍ ریاست د ښاري نظم هئیت له لوري ښار کې د ښاري نظم تامین په موخه اقدامات ترسره شول، چې په نتیجه کې یې پلیو لارې، خدماتي ساحې او عامه ځایونه له توکو خلاص شول. دا اقدامات د ښار په ډېر بیروبار لرونکو ساحو کې ترسره شول، ترڅو د ښاري بې نظمیو د مخنیوي ترڅنګ، خلکو ته د تګ راتګ برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شي. د یادو اقداماتو په جریان کې هغوی ته چې سرغړونې یې درلودې پوهاوی ورکړل شو، چې پلیو لارې، سرکونه او خدماتي ساحې د توکو له اېښودلو پاکې او خلاصې وساتي.
0
0
1
د جلال اباد له لومړۍ ناحیې څخه د کثافاتو انتقال چارې ترسره شوې د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیفاتي خدماتو په دوام د تنظیف او سرسبزۍ امریت له لوري د ښار لومړۍ ناحیې د راټول شوو کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې. د تنظیف او سرسبزۍ امریت په چوکاټ کې هره ورځ د ښار له نهه ګونو ناحیو څخه په اوسط ډول ۶۵۰ متر مکعب کثافات مناسبو ځایونو ته انتقالېږي. د جلال اباد ښاروالۍ رهبري له تاسو درنو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاکوالي کې د ښاروالۍ له کارکوونکو سره بشپړه همکاري وکړئ.
0
0
1
د خوست ښاروال: د سرک لاندې پلیو لارې د جوړېدو چارې باید چټکې شي د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د درېیمې ناحیې دولتي ګدام ته مخامخ، د حلقوي سرک لاندې د پلیو لارې د جوړېدو پروژې څخه لیدنه وکړه. هغه د شرکت مسؤولینو ته په ټینګار سره وویل چې یاد سرک زیاته ګڼه ګوڼه لري، نو د دې لپاره چې ښاریانو ته تکلیف ونه رسېږي، د پروژې چارې باید چټکې شي او د شته کارکوونکو ترڅنګ دې ځینې نور هم په کار وګومارل شي. ښاغلي بلال زیاته کړه، چې د پروژې ټولې چارې باید د پلان مطابق، په معیار برابرې ترسره شي. د یادونې وړ ده چې د سرک لاندې د پلیو لارې جوړېدو ته ښاریان خوشحاله دي او زیاتوي چې دې کار سره به زده کوونکو او عامو خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
0
0
0
مزارشریف ښار کې د لښتیو او بندو پلچکونو څخه ایستل شوي کثافاتو لېږدولو چارې ترسره شوي. د مزارشریف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق په لارښوونې او د ښاروالۍ تنظیف او سرسبزۍ زیار کښه او وطنپاله پرسونل له لوري د مزارشريف ښار پاکوالي او د چاپېريال ښکلا او ښېرازه په موخه د ښار دولسګونو ناحیو کې د لښتیو او بندو پلچکونو ایستل شوي کثافاتو لېږدولو چارې ترسره شوي. د مزارشریف ښاروالۍ تنظیف او سرسبزۍ آمر مولوي اختر محمد هنر له ښاریانو غوښتنه کوي د ښار په عمومي سړکونو او لښتیو کې د کثافاتو، خاورو او خځلو غورځولو څخه ډډه وکړی، ځکه د ښاري معیارونو او ښاري فرهنګ خلاف کړنې دي
0
0
0
د جلال اباد ښاروال سره د یو این هبیتات مؤسسې د ختیځ مشر سره ناسته ترسره کړه د جلال اباد ښاروال مولوي نقیب الله طارق او د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس سره د یو این هبیتات مؤسسې د ختیځ زون مشر سره ناسته ترسره کړه. د یو این هبیتات مؤسسه د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې بېلابېلې پروژې ترسره کوي چې د چارو د ښې همغږۍ او له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د راتګ او دلته ورته د سرپناه او کورونو د جوړولو په موخه ناسته ترسره کړه. د جلال اباد ښاروال د تېر په څېر په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې درنو ښاریانو ته د داخلي عوایدو ترڅنګ د بېلابېلو همکارو مؤسسو په مرسته خدمات وړاندې کړي.
0
0
1
غزني ښاروال له سلګونو ښاریانو سره مخامخ ولیدل غزني ښاروال مولوي محمد نبي"حمزه" نن له سلګونو ښاریانو سره د ښاري او سیمه ییزو ستونزو د هواري په موخه ولیدل او ویې ویل چې، د ښاریانو معقوله او قانوني غوښتنو ته به له ځنډ پرته رسېدنه وشي. اړوندو مسؤولانو ته یې سپارښتنه وکړه چې بايد د ښاریانو د قانوني کارونو په اجرا کولو کې هېڅ ډول ځنډ او غفلت ونه شي. ښاغلي حمزه وويل، چې د ښاروالۍ دروازه د عام ولس پر مخ خلاصه ده او هر څوک کولای شي د خپل مشروع حق غوښتنه وکړي، د هغه په خبره چې د شنبي ورځ يې د عامو هېوادوالو سره ليدنې ته ځانګړې کړې، چې په همدې موخه یې نن هم د غزني ښار زياتو اوسېدونکو خپلې ستونزې په مستقيم ډول له غزني ښاروال سره د حل په موخه شريکې کړې. د یادونې وړ ده چې، د غزني ښاروال د مسؤوليت په احساس سره د ښاريانو د اسنادو په اداري پړاونو کې اسانتياوې رامنځته کړي دي، چې د اوسېدونکو د خوښۍ لامل شوي دي.
0
0
1
د کندهار ښار په پنځمې او لسمې ناحيو کې د ښاري نظم ټينګښت په موخه نظارت ترسره شو د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظيم امريت، نظارت او ارزيابۍ امريت، پنځمې او لسمې ناحيو امريت په همږغۍ داځل �� ښار په پنځمه او لسمه ناحيه کې د واټونو او پياده روونو د خلاصولو کنټرول ترسره شو. د ښار په پنځمه ناحيه کې د ګمرک پرمخامخ په پارکينګ کې د خودسري جګيو مخه ونيول شوه او همدارنګه د لسمې ناحيې اړوند د کابل هډې په څنګ کې خودسري کوکې له منځه يو وړل شوې.
0
1
1
د محمودراقي ښاروالۍ له خوا د ملا فقیر خیل پایین ګذر د خلکو سره مشورتی غونډه تر سره شوه د محمود راقي ښار لومړۍ ناحيي اړونده د ملا فقیر خیل پایین ګذر د خلکو له خوا د ګذر وکیل معرفي کولو په موخه د محمودراقي ښاروالۍ ښاری حکومتولي عمومي مدیریت ، د لومړۍ ناحيي مدیر او د ګذر د خلکو په ګډون په یاد ګذر کې مشورتي غونډه تر سره شوه . چې د یاد ګذر د خلکو له خوا د هغوی د اعتماد وړ شخص د محمودراقي ښاروالۍ مسولینو ته ور و پیژندل شو تر څو د اسنادو قانونی مراحل یی تر سره شي.
0
0
0
د مزارشريف ښار اوومې ناحیه کې د ګلدانيو او پلو لارو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي د مزارشريف ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو د دفتر په مالي ملاتړ د ښار اوومې ناحیه اړوند د ګلدانيو او پلو لارو جوړول چارې په چټکۍ سره رواني دي. په دي پراختیايي پروژه کې د هیواد داخلي توليد انترلاک تيږو څخه ګټه اخيستل کيږي چې د ښارې ښکلا د رامنځته کېدو سربېره به لارویانو ته ډيري اسانتیاوې رامنځته شي. د يادونې وړ ده چې دغه پروژه ۹۵۰ متره اوږدوالۍ لري چې چارې به يې د درې میاشتو په موده کې بشپړي شي. همداراز ياده پروژه کې هره ورځ (۷۰) تنو هېوادوالو ته د کار کولو زمینه برابره شوي.
0
0
0
د کندهار ښار په ۸ ناحيه کې د کوڅې رغولو چارې پيل شوې کندهار ښاروالۍ د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کې د غفار مارکېټ څنګ ته د کوڅې رغولو چارې پيل کړې. دا کوڅه چې تقريبا ۳۶۰ متره اوږدوالی، ۸ متره پلنوالی لري، اوس يې رغنيزې چاري پيل شوې چې پاته کارونه به يې د يوه نيمي مياشتي په موده کې بشپړ شي. په دې رغنيزه پروژه کې هره ورځ د دې سيمي ۱۱۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده، ۱۰ کسان په مسلکي توکه او ۱۰۰ کسان په غير مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي. د يادې کوڅې په اساسي رغولو سره د سيمې خلګو زياته خوښي وښوده او د کندهار ښاروالۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړه.
0
0
0
مسؤولین آمریت ناحیه پنجم شهر مزارشریف از روند عرضه خدمات شفاف برای شهروندان اطمينان دادند مولوی عبدالولی بشاش آمر ناحیه پنجم شاروالی مزارشريف میگوید که طبق هدایات هیئت رهبری شاروالی مزارشريف مسؤولین ناحیه پنجم همواره در خدمت شهروندان قرار دارند و میکوشند که بهترین خدمات شهری را برای مردم عرضه نمایند. بنا بر اظهارات آقای بشاش ناحیه پنجم روزانه به گونه میانگین بیشتر از صد نفر مراجعین دارد که به آنان به گونه کامل رسیدگی میشود. همچنان وی میافزاید که تیم تنظیفی این ناحیه نیز به پاکی و صفایی ساحات مختلف به گونه کامل رسیدگی می کنند، روزانه در حدود 25 متر مکعب کثافات را جمع آوری میکنند و از سوی هم نرخ نامه های شاروالی مزارشريف را نیز به گونه کامل تطبیق می گردد. باشندگان ناحیه پنجم شهر مزارشریف از کارکردها و فعالیت های مسؤولين این ناحیه ابراز خرسندی نموده و میگویند که به مشکلات آنها به وقت رسیدگی میشود.
0
1
1
د مزارشریف ښاروالۍ سکتوري او تخنيکي رئیس د دولسګونو ناحیو انجنیرانو سره يې د همغږۍ ناسته ترسره کړه چارو کې د لا ښې همغږۍ په موخه د ښاروالۍ سکتوري او تخنيکي رئیس استاد محمد جاوید مایار د دولسګونو ناحیو انجنیرانو سره ناسته ترسره کړه، چې پر مهال يې د سکتوري او تخنيکي آمر انجینر مالک رووف هم شتون درلود. په لومړی کې د ښاروالۍ سکتوري او تخنيکي رئیس د ناستې ګډونوالو ته يې هرکلي او ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وويل په دولسګونو ناحیو کې دي د پراختیایي پروژو لاښه پلې کولو په موخه اړوندې ناحيې انجینر بشپړه پاملرنه وکړي، چې پراختیايي پروژي په ښه کیفیت سره پلې او ګټي اخيستني ته وسپارل شي. همدارنګه ښاغلي مایار وويل په ښار کې دي لوړ پوړیزه ودانۍ د ښاري ماستر پلان او ښاروالۍ اصولو او مقرارتو مطابق جوړي شي، د سرغړونې په صورت کې به عاملينو سره قانوني او اصولي چلند وشي. په وروستيو کې د دولسګونو ناحیو انجنیرانو د ښاروالۍ له لوري ورکړل شوي مسئولیتونو په ښه توګه تطبيق کولو په موخه ژمنه وکړه.
0
0
0
د جلال اباد ښاروالۍ څلورمه ناحیه کې د ویالو پاکولو چارې جریان لري. د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ آمریت له لوري د څلورمې ناحیې هغه ویالې چې له مودو راهیسې بندې وې او کثافات په کې جمع شوې وې د پاک کارۍ چارې روانې دي. د تنظیف او سرسبزۍ امریت له لوري د ښار له نهه ګونو ناحیو څخه هره ورځ په اوسط ډول ۶۵۰ متره مکعب کثافات مناسبو ځایونو ته انتقالیږي. د جلال اباد ښاروالۍ رهبري له تاسو ښاریانو غوښتنه کوي چې کثافات مو مناسبو ځایونو کې واچوئ ترڅو د تنظیف کارکونکو له لوري په آسانۍ سره مناسبو ځایونو ته انتقال شي.
1
0
0
څلورمه او اوومه ناحیه کې د بوټو قیچي کولو چارې جریان لري د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ امریت له لوري د ښار په څلورمه او اوومه ناحیه کې د عمومي سړکونو ترمینځ د ګلدانونو بوټي د ښاري ښکلا په موخه قیچي کاري جریان لري. د تنظیف او سرسبزۍ امریت له لوري به یاده لړۍ د ښار په ټولو عمومي جادو او ګلدانونو کې ترسره شي. د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې د ښاري ښکلا په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.
0
0
0
د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه د ترافیکو مدیر سره د همغږۍ ناسته وشوه د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد د ترافیکو مدیر حاجي قیوم سره په خپل کارې دفتر کې د ښاري سرغړونو مخنیوی، د ترافیکي ستونزو حل، او د ګرځنده پلورونکو تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه. ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ښاري نظم ټینګښت، د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمښت، او د قوانینو پلي کېدل یوازې د ګډو ادارو د همغږۍ او ملاتړ له لارې شوني دي. نوموړي وویل، چې ښاروالۍ د ښاري نظم د رامنځته کولو لپاره سنجول شوې حل لارې چمتو کړې دي، چې باید په ګډه یې عملي کړو. په ورته وخت کې، د ترافیکو مدیر حاجي قیوم د ښاروالۍ طرحه وستایله او ژمنه یې وکړه چې د ښاري نظم د ساتلو او د قوانینو د تطبیق لپاره به د ښاروالۍ ترڅنګ ولاړ وي.
0
0
0
اعلان داوطلبی شاروالی ولسوالی نهرین ولایت بغلان از تمام افراد و اشخاص واجد شرایط که علاقه مندی اخذ قرارداد مندوی مالبازار هستند دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی اجاره تهجائی مندوی مالبازار واقع بندر جلگه، ملکیت حکمی و قراردادی شاروالی بابت سال مالی ۱۴۰۴ اشتراک نمایند. علاقه مندان میتوانند از تاریخ نشر اعلان الی ۱۰ روز درخواستی خویش را بعد احکام مقام ولسوالی به شاروالی ولسوالی نهرین ولایت بغلان تسلیم نمايند.
0
0
0
اعلان داوطلبی شاروالی نهرین ولایت بغلان از تمام افراد و اشخاص واجد شرايط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی مندوی غله جات واقع بندر آب خانه ملکیت قراردادی شاروالی، از بابت سال مالی ۱۴۰۴ اشتراک نمایند و از تاریخ نشر اعلان الی ۱۰ روز درخواستی های خویش را بعد از طی مراحل قانونی به شاروالی نهرین ولایت بغلان تسلیم نمايند.
0
0
0