![Center For Afghan Thinkers Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1817542079267938304/qUDj3K3r_x96.jpg)
Center For Afghan Thinkers
@CFATOFA
Followers
705
Following
148
Statuses
189
د افغان متفکرینو مرکز په افغانستان کې د ستراتېژیک دود د ودې لپاره کار کوي.
Worldwide
Joined July 2024
ناڅرګنده چاپېریال نننۍ نړۍ د پخوا په پرتله ډېر له #ناڅرګندتیا سره مخ ده. د دې ناڅرګندتیا ریښې په #هایبردي ګواښوونو کې نغښتې دي، چې په کې #نظامي، #سایبري، او #ایدیالوژیکي جګړې شاملې دي. یعنې، د ګواښونو نوعیت دومره #پیچلی دی چې تشخیص یې ستونزمن شوی دی. د ولسونو #زړونه، #فکرونه، او #ملي اراده اوس د جګړې په ډګرونو بدل شوي دي، ځکه چې دا د یو ملت د #ملي صلابت د ځپلو تر ټولو اسانه لاره ګڼل کیږي. همدې ته په کتو، امنیتي مدیران او پالیسۍ جوړونکي هڅه کوي د خپلو ولسونو رواني امنیت خوندي کړي. پوښتنه موږ د #افغان ولس د ملي ارادې او رواني امنیت د خوندیتوب لپاره کوم ګټور ګامونه پورته کولی شو؟ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتېژیک_دود
1
20
41
CFAT ویاړي چې د لومړي ځل لپاره د شهید ولسمشر ډاکتر نجیب الله دوکتورین په ژور علمي بحث او ارزونه کې نغاړي. دا به د سپېسونو یوه لړۍ وي، چې پایله یې د یوه جامع کتاب بڼه خپلوي; یو افغاني مرجع، چې راتلونکو نسلونو ته د تلپاتې مطالعې سرچینه شي. #DrNajibDoctrines
1
15
26
RT @HoyatNews: سخن وطن:🇦🇫 ما باحفظ مفاخر نيشنلزم افغانی و تاريخ و سوابق آن و مبارزه مردانه درين راه حاضريم با دوستان همجوار گرامي خود در ي…
0
7
0
بدلېدونکي لومړیتوبونه: د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ تګلاره له ولسمشر رونالد ریګن څخه تر ولسمشر ډونالد ټرمپ پورې تاریخ ته یوه ژوره کتنه – د امریکا بهرنۍ پالیسي د افغانستان په هکله څنګه او ولې بدله شوې؟ له سړې جګړې نیولې تر سپتمبر ۱۱مې پېښو او د دوحې تړون پورې، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست تل د خپلو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ بدل شوی. د ۷ ثور کودتا د امریکا لپاره د یوه نوي سیاسي وضعیت پیلامه وه. په دې مرحله کې، امریکا د مجاهدینو مالي او نظامي ملاتړ ته ورودانګل، ځکه هغه مهال د شوروي اتحاد پر وړاندې هر اقدام د واشنګټن لپاره ستر ارزښت درلود. خو کله چې کمونیزم ماتې وخوړه او د برلین دیوال ونړید، د افغانستان ژغورنه د امریکا له لومړیتوبونو ووتله. د شوروي له وتلو وروسته، مجاهدین په خپلمنځیو کورنیو جګړو کې ښکېل شول، تر دې چې د سیاسي بېثباتۍ په پایله کې طالبان واک ته ورسیدل. ولې د امریکا ستراتیژیک لومړیتوبونه بدل شول؟ ولې افغان سیاستوال ونه توانېدل چې د امریکا ملاتړ دوامدار وساتي؟ ایا د افغانستان ملي ګټې د امریکا له ګټو سره د تلپاتې توافق امکان لري؟ د سپتمبر ۱۱مې بریدونو یو ځل بیا افغانستان ته د امریکا توجه راواړوله، او د نظامي مداخلې له لارې یې د طالبانو رژیم له منځه یووړ. خو د شل کلن پوځي حضور سره سره، د دوحې تړون په پایله کې واک بېرته طالبانو ته وسپارل شو. د دې ټولو تجربو په رڼا کې، موږ څه زده کولی شو؟ ولې په تېرو څلورو لسیزو کې افغان سیاستوال ونه توانېدل چې د امریکا له پالیسیو سره اوږدمهاله تعامل وکړي؟ ایا د افغانانو ترمنځ سیاسي اختلافاتو د امریکا پر پالیسیو اغېز درلود؟ ولې موږ تل د نړیوالو سیاستونو د بدلونونو قرباني یو؟ افغان مشران څنګه کولای شي د افغانستان ملي منافع د نړیوالو ستراتیژیو او سیمهییزو تعاملاتو سره همغږي کړي، څو د بهرنیو قدرتونو تګلارې د هېواد د زیان سبب نه شي؟ دا مهم بحث د افغانستان د سیاسي تاریخ، نړیوالو تعاملاتو، او راتلونکي ستراتیژیکو احتمالاتو ته ژوره کتنه کوي. راځئ، د کارپوهانو نظریات واورو، د تاریخي تجربو ارزونه وکړو، او د راتلونکي لپاره د واقعبینانه حللارو په لټه شو. ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتېژیک_دود ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
0
13
22
د پېچلتیا [Complexity Theory] تیوري ته لنډه کتنه: په ننني متحرک ستراتیژیک چاپېریال کې، چیرې چې جگړې، پاڅونونه، او دولتونه د دودیزو تحلیلونو خلاف وده کوي او ړنگېږي، د پېچلتیا تیوري موږ ته یو مهم فکري چوکاټ راکوي. دا تیوري ښیي چې ستراتیژیک بدلونونه خطي نه دي، بلکې د متقابلو تعاملاتو، ځانتنظیموونکو سیستمونو، او نه تمه کېدونکو پایلو پایله ده. ***کوچني بدلونونه، سترې پایلې*** د دودیزو ماډلونو برعکس، چې لامل او پایله یو ساده خطي مسیر لري، د پېچلتیا تیوري دا ښیي چې کوچني بدلونونه سترې او نه تمه کېدونکې پایلې زېږوي. د بېلگې په توگه، د ۲۰۲۱ کال د آگسټ په میاشت کې د امریکا ناڅاپي وتلو د طالبانو د چټکې بریا زمینه برابره کړه، چې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره یې ستراتېژیک معادله بدله کړه. ***ځانتنظیموونکې سیستمونه*** د پېچلتیا تیوري یو مهم اصل دا دی چې سیستمونه – که دولتونه وي، که یاغي حرکتونه یا ولسي پاڅونونه – د وخت په تېرېدو ځان تنظیموي. دا سیستمونه د داخلي تعاملاتو او بهرنيو فشارونو پر بنسټ بدلېږي. د بېلگې په توگه، د طالبانو پر ضد مقاومت که څه هم واحد مرکز نه لري، خو د شرایطو، فرصتونو، او سیمهییزو اړتیاوو پر اساس تنظیمېږي. همدا شان، د بلوڅانو مقاومت، چې د پاکستان د مرکزیت خلاف یو متحرک ملي مقاومت دی، له یوې ثابتې رهبرۍ پرته هم خپل قوت ساتلی. ***د ځواک بدلونونه او د نامعلومو پایلو راټوکېدل*** د پېچلتیا تیوري موږ ته ښیي چې واک په آسانۍ سره نه ثابتېږي، او بدلونونه همېشه د تمې خلاف پېښږې. په ۱۹۷۹ کال کې، شوروي فکر کاوه چې افغانستان ته د پوځونو لېږل به یو ساده مداخله وي، خو پر یو اوږد مهاله جهاد بدل شو او د شوروي د سقوط یو عامل وگرځید. همدا شان، د پاکستان استخباراتي لوبې چې طالبانو ته یې د ستراتېژیک عمق مفکوره ورکړه، اوس همدغه هېواد طالبان دخپل د داخلي بېثباتۍ اصلي لامل ګڼي. ***فرکټلي جگړه (Fractal Warfare) او څو-لایه شخړې*** په پېچلتیا کې، نمونې په بیلابیلو کچو تکرارېږي. شخړه یوازې د دولت په کچه نه ده، بلکې قومي، ایډیولوژیکي، او ان له فراملي ابعاد لرلی شي. په پاکستان کې، د بلوڅ مقاومت یواځې سیمهییزه ستونزه نه ده، بلکې د دولت کمزوري، اقتصادي بحران، او قومي ناخوښي ټول له یو بل سره اړیکه لري. دا ښیي چې فرکټلي جگړه د شخړې حل ستونزمنوي، ځکه چې هره لایه خپل ځانگړی نفوذ لري، او د یوه اړخ یا بعد په حلولو سره ښايي نورې ستونزې ژورې شي. ***تطابقمننونکې ستراتیژي*** په پېچلو سیستمونو کې، ثابت او انعطاف نه منوونکي پلانونه زیاتره ناکامېږي. برعکس، هغه ستراتیژۍ چې د شرایطو په بدلون سره ځان تنظیمولی شي، تر ټولو اغېزناکې دي. په افغانستان کې، د مقاومت لپاره اغېزناکه تگلاره دا نه ده چې یوه ټاکلې نقشه دې تعقیب شي، بلکې داسې یوه شبکه باید رامنځته شي چې د فرصتونو له راڅرگندېدو سره سم، خپل مسیر بدلولی شي. تاریخ شاهد دی چې انعطافمننونکي خوځښتنونه د ثابتو جوړښتونو په پرتله ډېر دوام موندلی شي. پایله: د پېچلتیا تیوري د ستراتیژۍ لپاره څه وایي؟ د پېچلتیا تیوري په زړه کې هرج او مرج، حیرانتیا، او نه تمه کېدونکې پایلې دي. له همدې امله، هېڅ څه د اټکل وړ نه دي! خو هوښیار مشران هغه دي چې نه یوازې له ناڅرگند وضعیت سره ځان عیار کړي، بلکې د فرصتونو د رامنځته کېدلو لپاره شرایط هم برابر کړي. په یوه پېچلي ستراتیژیک چاپېریال کې، بریالیتوب د کنټرول پر ځای د تطابق مهارت ته اړتیا لري. یعني، خوځښتونه باید د فرصتونو د راڅرگندېدو لپاره انعطافمننونکي شي، نه دا چې له مخکې څخه یوه ثابته نقشه تعقیب کړي. ***یادښت***انځور د جنرل مکرستل هغه سلایډ دی چې د هغه په وخت کې د افغانستان د پیچلې شخړې په اړه د بریفنګ لپاره کارېده! ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتېژیک_دود ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
0
10
18
ویل کېږي چې #مقدوني #سکندر خپلې مور ته په یوه لیک کې د افغانستان په اړه لاندې جملې لیکلې وې: «زه د زمري زړه لرونکو، زړورو خلکو په خاوره کې یم، چې د دې خاورې هره لوېشت د پولادو څاه غوندې زما سرتیري ننګوي. ته یوازې یو زوی لرې، خو دلته هر څوک یو سکندر بلل کېدای شي.» که څه هم د دې خبرې کره تاریخي ثبوت نشته، خو دا د هغو سختیو او ننګونو انعکاس کوي چې سکندر مقدوني په افغانستان کې ور سره مخ و! ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتېژیک_دود ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
0
4
13
سوداگریزه جگړه اقتصادي بندیزونه د مقابل لوري د #دریځ او #پرېکړو د بدلولو لپاره د #وسیلې په توگه کارول کېږي. د بېلگې په توگه، هغه اروپايي هېوادونه (فرانسه، آلمان، پولنډ، او نور) چې د روسیې پر گازو یې بشپړه اتکا لرله، د کریملین پرېکړو پر وړاندې غوڅ دریځ نه نیوه —تر هغې چې دا اتکا کمه شوه. هر ډول #بهرنی تولید (په ځانگړي توگه وارداتي انرژي) د #چوکپواینټ حیثیت لري، چې د مقابل لوري د بې وسه کولو، بې دريځه کولو، او بې برنامې کولو لپاره گټه ترې اخیستل کېږي. #افغانستان نه یوازې د #انرژۍ له اړخه (لکه برېښنا چې له تاجکستانه راځي)، بلکې د خوراکي توکو په برخه کې هم پر گاونډیو هېوادونو اتکا لري. ان د یوه افغان لپاره د پاکستاني #ویزې ترلاسه کول ۱۰۰۰ ډالره لگښت لري. پوښتنې: موږ څنگه کولای شو په خپل #اکمالاتي ځنځیر کې #تنوع ډېره او پر نورو اتکا کمه کړو؟ څنگه داخلي #صنعت او #تولید ته وده ورکړو، ترڅو له وارداتي او مصرفي ټولنې څخه ووځو او پر #ځان بسیا شو؟ ځکه زموږ ملي پرېکړې او دریځونه له هغو #چوکپواینټونو تېرېږي چې واک یې زموږ د تاریخي غلیمانو په لاس کې دی! ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتېژیک_دود ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
3
11
19
د دوست او دښمن د تعریف بحث د غیر متعارف ستراتېژیکو افکارو ماهر سون زو وايي: «که ته خپل دښمن وپیژنې او خپل ځان هم وپیژنې، نو په سل جګړو کې به هیڅکله ماتې ونه خورې. که ته خپل ځان وپیژنې، خو دښمن ونه پیژنې، نو هره بریا به له یوې ماتې سره مل وي. که نه خپل ځان پیژنې او نه دښمن، نو په هره جګړه کې به ماتیږې.» اوس، که د افغان لوی سیاق او سباق ته وګورو—موږ دا اصل څومره عملي کړی دی؟ ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتېژیک_دوړ ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
0
8
16
RT @HoyatNews: د ارمان لوڼي شپږم تلین که موږ د بُرج اور افغانستان، د افغان کادرونو د جذبولو، د افغان د سرچینو او شتمنيو د کارولو هیله لرو…
0
17
0
پر افغانستان فرهنګي یرغل ته کتنه کلتوري ستراتیژي څنګه د مفکورو، دودونو، نښانو، او حتی افسانو د تحمیل له لارې تطبیقېږي؟ د تعلیمي او علمي بورسونو، او د متخصصینو فرار (د ذهنونو تېښته) څه اغېزې درلودای شي؟ په ټوله کې، زموږ پر لوی هېواد د دې یرغل پټې زاویې او ستراتیژیک تاثیرات څه دي؟ افغان ملي هویت څنګه ژغورلی شو؟ را روانه شنبه (د فبرورۍ ۱) به دا ټول ژور تحلیل کړو. ستاسو د ګډون په هیله! ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتېژیک_دود ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
0
12
23
د #ملي #پښېمانیو او #ستراتېژیکو #غفلتونو بحث د منل شویو ادبیاتو له مخې، یو ولس له خپلې #وروستۍ #انقلاب او #وروستۍ #جګړې څخه زده کړه کولای شي، نه له زوړ او اوږده تاریخ څخه. همدې اصل ته په کتو— موږ څنګه خپلې ملي #نظریې، #تمثیلونه، #سناریوګانې، او په ټوله کې ملي #ستایل یا #سبک له سره وارزو؟ ځکه چې #مشران مو په رهبرۍ کې پاتې راغلي، #ډیپلوماټان مو په ډیپلوماسۍ کې ناکام شوي، #جنرالان مو په جګړه کې مات شوي، او #ولس مو د ملي صلابت په ساتنه کې پاشل شوی! ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانېزم #ستراتېژیک_دود ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
1
12
19
شننه: د وژنې او تېښتې ستراتېژي او د طالب مشرانو وروستی برخلیک د طالبانو مشرتابه په داسې یوه تاریخي پړاو کې ولاړ دی چې برخلیک یې له څو محدودو انتخابونو سره تړلی دی: یا به د افغان ولس ملي ارادې ته غاړه کېږدي او له نړیوالو سره د تعامل لاره خپله کړي، یا به د لنډ مهالو او ناڅاپي بریدونو له ګواښ سره مخ شي. د «وژنې او تېښتې» (Butcher and Bolt) ستراتېژي، چې د قاطع بریدونو او ناڅاپي اقداماتو تاکتیکونه دي، د هغو یاغي ډلو پر وړاندې کارول کېږي چې اوږدمهالې جګړې پرې نامناسبې پایلې ولري. دغه ستراتېژي په مستقیم ډول د یاغیانو مشرتابه نښه کوي، د هغوی په منځ کې ویره خپروي، او قوتونه یې ټکني کوي— پرته له دې چې اوږدمهالې جګړې او خونړۍ قربانۍ ته اړتیا وي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وروستی ټویټ کېدای شي د طالبانو پر وړاندې د همدې ستراتېژۍ د پلې کېدو نښه وي— مګر دا چې دغه باغیان خپل دریځ بدل کړي او د افغانانو او نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي. د دې ستراتېژۍ موخه دا ده چې د طالب مشرتابه ځواک په هدفمندو بریدونو سره مات کړي، د هغوی د ملاتړ اډې ویجاړې کړي، او د سیمهییزې بېثباتۍ لپاره د دوی وړتیا په بشپړ ډول ختمه کړي. طالبانو ته وخت ډېر کم پاتې دی— یا به د تعامل لاره خپله کړي او د تاریخ په بهیر کې ځای ومومي، یا به یې برخلیک د تاریخ په تور ټکي کې ثبت شي. ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~ #لوی_هېواد #پان_افغانیزم #ستراتيژک_دود ~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
0
3
15