Alhedayat111 Profile Banner
الهدایة خپرندویه اداره Profile
الهدایة خپرندویه اداره

@Alhedayat111

Followers
33K
Following
8K
Statuses
1K

الهدایة خپرندویه اداره یوه خپلواکه او بې پرې اداره ده، چې له هېڅ سیاسي، حکومتي یا بهرني سازمان سره تړاو نه لري.

Afghanistan
Joined May 2023
Don't wanna be here? Send us removal request.
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
4 minutes
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وايي، چې هېواد کې د سرطاني ناروغیو د ژر تشخیص او غوره درمنلې لپاره کړنلاره تصویب شوې ده. #ملي‌تلویزیون
0
0
0
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
5 minutes
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، دغه وزارت کوښښ کوي، چې په هېواد کې روغتیايي خدمتونه لا معیاري او پراخه شي. #ملي‌تلویزیون
0
1
0
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
32 minutes
بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرا��یلو اشغالګر رژیم د مشر بنیامین نتنیاهو له لوري د خپلواک فلسطینیي دولت له جوړېدو انکار او پر دې خبره ټینګار کول، چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان په قلمرو کې خپل دولت جوړ کړي په کلکو ټکو غندلي او دغه کار یې ناشونې، د منل شویو حقیقتونو سره ښکار ټکر او د سعودي عربستان د حاکمیت نقض بللی. دغه اعلامیه کې د نتنیاهو څرګندونې د نړۍ منل شویو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې ده. اعلامیه کې ټینګار شوی، چې فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې چې اشغال دوام کوي او د فلسطیني ولس حقونه نقض کېږي، غزه او سیمه به نا ارامه وي او دا وضعیت به د هیچا په ګټه نه دی. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
1
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
1 hour
د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي پکتیا کې د یوې مدرسې فراغت‌غونډه کې ویلي، چې مهر د میرمنو شرعي حق دی او هېڅوک حق نه لري چې پرې سترګې پټې کړي. #ملي‌تلویزیون
0
0
2
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
1 hour
اسلامي امارت د کډ امنیتي تړون سازمان وروستۍ اندېښنې، چې ګواکې له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق احتمالي ګواښ شته، رد کړې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه اخیستل شوي دي. #ملي‌تلویزیون
0
0
3
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
1 hour
د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسولین وایي، چې د روان کال په تې��و لسو میاشتو کې یې بهرنیو هېوادونو ته د ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت صادرات کړي. #ملي‌تلویزیون
0
0
2
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
3 hours
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان کال هېواد کې د پنبې ۱۵۹ زره مټریک ټنه حاصلات راټول شوي، چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د یادې ادارې په وینا؛ سږکال په هېواد کې پر ۱۰۵ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې د تېر کال په پرتله تر کښت لاندې سیمو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. یادې ادارې زیاته کړې، چې پنبه د هېواد له مهمو صادارتې اقلامو څخه شمېرل کېږي، چې یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه‌دانه له هېواد څخه بهر ته صادره شوې ده. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
0
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
4 hours
شل کلن مزل | د افغانانو د سپېڅلې مبارزې کیسې ( دویمه برخه) #ملي‌تلویزیون
0
18
26
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
5 hours
د ارمانونو څلي؛ سبا شپه ۷:۳۰ دقیقې له ملي‌تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو څخه! #ملي‌تلویزیون
0
1
2
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
5 hours
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، چې دا هېواد به په راتلونکو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې ۱۰۹ میلیارده یورو چې شاوخوا ۱۱۳ میلیارده ډالر کېږي پانګونه وکړي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې، دغه پانګه د متحده عربي اماراتو، د امریکا او کاناډا د پانګونې لویو صندوقونو او فرانسوي شرکتونو له‌خوا برابرېږي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
3
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
5 hours
د ټېکنالوژۍ متشبث او د نړۍ مشهور میلیاردر ایلان ماسک ویلي چې ازادي او امریکا غږ راډیوګانې اورېدونکي نه لري او باید وتړل شي. نوموړي ادعا کړې، چې، دغه ادارې بې ګټې دي او د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ضایع کوي. ماسک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې راډیوګانو په وسیله د امریکا یو میلیارډ ډالره ضایع کېږي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
4
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
6 hours
د امارتي شرکتونو او د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ د قوش تېپې ملي کانال له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه۰
0
0
3
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
6 hours
فراه کې له ۳۰۰ کسانو څخه د حق‌المبین کتاب ازموینه واخیستل شوه. #ملي‌تلویزیون
0
0
2
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
6 hours
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په هېواد کې د بې‌وزلۍ زیاتوالي په اړه د خوړو نړیوال سازمان راپور رد کړی دی. #ملي‌تلویزیون
0
0
0
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
6 hours
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې هېواد کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي، چې ژر تر ژره بشپړې شي. #ملي‌تلویزیون
0
2
13
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
6 hours
د ریاست‌‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه کړې. یاده غونډه کې د دې کمېسیون د جوړو شویو کمېټو کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې ارزول شوې او د کمېټو د کړنلارو، د بېلابېلو ولایتونو بېرته راستنو شویو ته د ځمکو وېش، له کابل څخه اړوندو ولایتونو ته د بې ځایه شویو د لېږد، د ننګرهار له بې ځایه شویو سره د مرستو او د احکامو او فرامینو د څارنې او تعقیب لوی ریاست راپور په اړه بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې شوې دي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
0
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
6 hours
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې له غزې څخه د فلسطینیانو اېستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي، چې هیڅوک له دې تړانګې فلسطینیان نه شي اېستلای. نوموړي زیاته کړې، هېڅوک دا ځواک نه لري، چې د غزې ولس د هغوی له ټاټوبي وباسي. ښاغلي اردوغان دغه راز ویلي، چې غزه، لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو پورې اړه لري. تر اردوغان وړاندې د یو شمیر عربي هیوادونو چارواکو هم له غزې څخه د فلسطیني کډوالو بې ځایه کیدل رد کړي وو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په څلورمې نیټې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي و، چې امریکا به د غزې تړانګه اشغال کړي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
4
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
9 hours
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د واورې ورېدو، توپان، او ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي له امله د سالنګ لویه لار تر بلې خبرتیا پورې په لنډمهاله توګه د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ وتړل شوه. د ښاغلي حق‌شناس په وینا؛ د سالنګونو د ساتنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیزي. #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
3
10
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
9 hours
د نن دوشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
1
@Alhedayat111
الهدایة خپرندویه اداره
17 hours
د #کابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې د هوا حالات! #ملي‌تلویزیون
Tweet media one
0
0
2