![𝘼𝙙𝙞𝙗 𝙝𝙖𝙢𝙯𝙖 Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1883776342140887040/PKN3mA6l_x96.jpg)
𝘼𝙙𝙞𝙗 𝙝𝙖𝙢𝙯𝙖
@Adib_hamza_313
Followers
466
Following
5K
Statuses
179
ژوندون د ژمي ماځیګر دئ.❤️
Afghanistan
Joined January 2025
[ د صفې څو ګمنام سپاهیان په مرګ بیعت کوي! ] نرۍ_نرۍ واوره وریده، کرار کرار ځمکې نیوله او د هر تلونکي د پښو خاپونه پکې له ورایه معلومېدل، د ماښام له جماعت بعد خلک خپلو کورونو ته ستنیدل، د بازار شور هم په ورکیدو شو؛ تیاره شوه، د وعدې سره سم د صفې ملګري سره راټول شول، یو بل سره له ښه راغلاست او احوال اخیستنې وروسته بشام مجاهد @Muslim_4_4د لاندي د غوښې داسې صفتونه پیل کړل چې د صفې د ټولو ملګرو خولو ورته اوبه کولې، له ډوډۍ خوړولو بعد څو_څو ملګرو د چای څښلو په بهانه د زړه خواله پیل کړه؛ ما او أحمدنصیر أنصار @A_Naseer1415 هم د کوټې یو کونج کې بالښت ته تکیه کړې وه؛ د تېر شل کلن صلیبي یرغل حماسې او ناخوالې مو سره شریکولې؛ نوموړي راته د چریکي او استشـ.هادي معجزانه بریدونو د اتلانو اتلولۍ بیانولې،د شوراب د اتلانو یو_یو تصویر به یې راته ښودلو، پر ارګ او د CIA پر مرکز د تندریزو بریدونو ویډیویي کلپونه مو کتل د معسکر خاطرې به یې راته بیانولې، ما هم د شپنیو چاپو، بمبار، ډرون حملو او د یرغلګرو د وحشتونو ژوندي مثالونه ورکول، د مظلوم ولس د دردونو او غمونو داستانونه مې ورته ویل،نوموړي راته په غور غوږ نیولی وه؛ د اطاق له منځه د بلال خپلواک @Bilal_015 کرار_کرار غږ اوریدل کیده عبدالرحیم ترین @Ketab011 عابد راهي، بلال ماهر او علي أنصار ته یې د اسلامي امت د لومړیو پېړیو د خلکو کیسې کولې؛ نوموړی ګویا وو او ویل یې: د هغوئ فکرونه او عزمونه څومره لوړ وو! په نس وږي خو ارادو ته یې د قیصر او کسری کلکې ماڼې هم نشوې تم، د عقبة بن نافع د هغه آس کیسه یې ورته کوله چې د مدیترانې اوبو ته یې مخامخ ودراوه او خپل رب ته ګویا شو: که چېرې زه پوه شم چې ددې اوبو نه ها خوا او حتی په تَل کې یې هم انسانان اوسیږي؛ نو ستا دا دین به ور رسوم،مګر نوره دنیا ختمه ده. د مثنی بن حارثه، خالد، سعد او محمد بن قاسم هغه شهکارونه یې ور په یادول چې څرنګه یې د فارس او هند هغه ستر_ستر فیلان په ګونډو کړل؛ د قعقاع د هغې چېغې له ځوږه یې خبرول چې د جګړې په میدان کې د زرو نفرو برابر وه. ادیب حمزه @Adib_hamza_313 دوی له ځانه سره د جبل الطارق له تنګي پورې ویستل، د یوسف بن تاشفین او عبدالرحمن الداخل په اندلس کې ګرزول، د قرطبې د هغې کتابخانې ننداره یې پرې کوله چې څلور لکه نخسې پکې وې، پداسې حال کې چې پدې زمن کې په ټوله اروپا کې تر لسو او سلو زیات کتابونه نه موندل کېدل؛ بریال فاتح @Baryal_500 ورته کړه: هغه وخت چې اروپایي پاچاهان د خپلو نومونو له لیکلو عاجز وه په ټول اندلس کې داسې دهقان نه موندل کېده چې په لیک او لوست دې نه پوهیږي! مسلم صیاد @SAYAD_105 یې د خبرو منځ کې راولوېده وای: فاروق اعظم رضي الله عنه له مدینې منورې چې د مسجد نبوي په انګړ کې د خرما پر پوزي پروت وه او سر ته به یې تیږه ایښې وه،22 هېوادونه اداره کول سعید فاتح @Saeedfateh_1415 زیاته کړه: که به یو مسلمان له غرناطې څخه هند ته تللو ټوله خاوره یې خپله وه، د سفر جواز او تذکیرة یې لااله الالله وه او بس؛ هارون الرشید د دنیا 3/4 برخه باندې واکمن وه او له وریځو سره به یې خبرې کولې؛ نوموړي د امت د عظمت ویاړونه انځورول چې عزالدین جواد @A_jawad2000 د شام په لور راوخوځول، د فلسطین له پولو را دېخوا په عراق کې یې دمه کړل؛د درې سوه کلن اسلامي عباسي خلافت د زوال د کلونو کیسې یې ورته پیل کړې،د مغلو د هغه وحشي او بې بندو باره لښکر یادونه یې ورته کوله چې اسلامي نړۍ یې کنډواله کړه، د میندو له خیټو یې بچیان راویستل او په مخکې به یې ذبح کول، په غریو نیولي غږ یې وویل: هلاکو خان چې کله بغداد ته راورسېده هغه د علومو مرکز او د ښارونو ناوې یې داسې ونړوله چې تا به ویل دلته پیړۍ_پیړۍ مخکې انسانان اوسېدلي، دومره کتابونه یې په دریاب کې واچول چې د قلم رنګ یې د فرات اوبه تورې کړې، داسې به انګیرل کېده چې د اوبو پر سر یو پُل روان ده! د اطاق له اخیرنۍ حصې پرې طالب العلم زابلي @11_Talib را غږ کړ؛ دا امت چې هر کله رالوېدلای او د زوال ترخه یې څکلي بیا تر هغه په ښه شکل را پاڅېدلای او د نړۍ نقشه له سره پخپله خوښه کښلې د عباسي خلافت له نړېدو بعد مو د عثماني خلافت د عروج تاریخ له یاده ووت؟! هغه چې پر نیمه اروپا یې د اسلام بیرغ هسک ساتلی وه، امریکا کلنی ټیکس او جزیه ورکوله، له اجازې پرته یې هیڅ کښتۍ د نړۍ په سمندرونو کې حرکت نشوای کولای، او په ساحل کې د لنګر اچولو لپاره د عثماني دولت اجازه لیک اړین وه! عابد یاسر، صهیب حماسي @Sohaib_Hamasi7 , مدثر افغان @M_Afghan_444 ۱/۳
9
13
105
مونږ په څه بوخت یو.؟ أدیب حمزه اسلامي أمت په څو قطبه وېښل سوی، مقدسات ضبط سوي، واکمني د صلیبیانو ده، معصومي خویندي په أبو غریب او ګونتنامو کې بې عفته کیږي، ستر اشخاص، علماء، او رهبرانو روح په زندانونو کې له لاسه ورکړ. یهود او نصاری سره متحد سوي اسلامي أمت ته متوجه دي، د اسلامي أمت لپاره دسیسې یې خورا خطرناکه دي. خو مونږ… : هغه ځوانان چې د اشغال پر وړاندې یې سخته مبارزه وکړل، ۵۰٪ یې د أمت د بقاء ( مبارزې ) څخه لاس اخیستی، پاتي یې د معاش ژوندانه هرڅه هېر کړل، هغه قلمي مبارزین چې مخکي به یې مخه ټول غرب نسوای نیولې اوس پر خپل نظام باندې بې ځایه تنقیدونه کوي، ځینې فکري مبارزین چې دوی ته ځوان نسل سترګي په لار وو؛ د اذهان جووړوني لپاره؛ د اختلافاتو بدبویه پدیدې یې هدف ځینې ورک کړ. ډېری ځوانان د لایک او کمنټ په شوق کې تر مبارزې تېر دښمن ته کار کوي، ۸۰٪ سلنه نسل مو په عبثیاتو بوخت دی، د ټیک ټاک، فیسبوک، یوټیوب شوق یې اسلامي ورورولي، مینه محبت او د مقدساتو فکر له ذهن څخه لیري کړی. لنډه چې دا هر څه د زړه له درد څخه لیکم، مبارزین، مجاهدین، ځوانان، شته کدرونه ټول په غفلت کې بیده دي، د یهودو او نصاری بې څاري کوښښونه او لګښتونه، پلانونه، شپه او ورځ بیداري او زموږ غفلت؛ دا هغه څه دي چې اسلامي امت یې د ګواښ سره مخ کړی. هغه ځوانان چې نیکونو یې د خپلو مقدساتو لپاره ځواني قربان کړلې؛ د عیش او عشرت لپاره یې ځوانۍ هیره کړې. نه پوهېږم کوم لوري ته..؟
0
4
29
د نبهاني اولاده، یواځي پر خواهشاتو باندې منحصره ډله؛ تحریریان د اسلامي امت لپاره د ناسور په حیث کارول کیږي، دوی په هر ځای کې د ځوان نسل لپاره د نفرت تخم ښیندې چې په ورته حالت کې د ځوان نسل لپاره نه بخښونکۍ برخلیک ټاکي. دوی یواځې پر نعرو باندې تړل سوې د خلافت لپاره مبارزه کوي، خو په ۷۰ کلن دروغجن مزل کې یې د اسلامي امت لپاره د سر دردي بغېر بل هیڅ عمل نه دی ترسره کړی. صلیبي نړۍ ته د ریښتني أمت پر وړاندې ډېره مهمه نقطه په لاس ورغلې، پر هر اسلامي خوځښت یې لکه د تیز نوک داره خنجر کاروي. دوی یواځې په هغه سیمو کې میډیایي فعالیت لري چېرته چې یو اسلامي خوځښت دډېري مبارزې وروسته خپل هدف ته رسېدلی وي، او یو سوچه اسلامي نظام یې حاکم کړی وي؛ دوی هملته د هغه نظام پر وړاندې اولس، ځوان کدرونه پاروي او بې اعتمادي رامنځته کوي. د نبهاني پر منفوره عقیده باندې تلونکي یواځې په میډیا کې فعالیت لري او د همدې لاري غواړي خلافت قائم کړي، جغرفیايي فعالیت د دوی تر غیرت لوړ دی. #تحریریان
0
5
23