![Dr. Abdul Hai Qanit Profile](https://pbs.twimg.com/profile_images/1807401509493030912/LFlhbATj_x96.jpg)
Dr. Abdul Hai Qanit
@AQanit
Followers
17K
Following
13K
Statuses
9K
PhD in IR| Geopolitical strategist| Foreign Policy and Islamism| Travel & Coffee addict.
Graveyard of empires
Joined March 2015
هوښیار دولتونه په منظمه توګه په خپل چاپېریال کې پېښې او بدلونونه څاري، ارزونه یې کوي او بیا د هغې په رڼا کې راتلونکي لپاره ستراتېژۍ ترتیبوي. سیاست د شطرنج لوبه او د انساني ژوند له ټولو پېچلی مسلک دی. د دې مسلک هرې پېښې ته له راڅرګندېدلو مخکې اوږده موده کورنۍ دنده او فکر کول غواړي. کلیشه اي بیروکراسي د سیاست پېچلو محاسبو ته هېڅ حل نه لري. هره سیمه ایزه/نړیواله پېښه د عام فرد په ژوند ژور تأثیر لري. سیاست د جذبو او روزنیزو چارو پر ځای فکر، تدبر او فراست ته اړتیا لري. هوښیار دولتونه د دې چارې مدیریت لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه قوي ذهنونه راټولوي. دوی په خپل R&D (تحقیق او پرمختګ) له هر څه زیات مصرف کوي ځکه پوهېږي چې د هوښیار تصمیم راز په دقیقې ارزونې او تحلیل کې پروت دی. سیاسي تصامیم د فرض لمانځه په شان خپل وخت لري خو په دې تفاوت چې سیاسي تصامیم د لمانځه په څېر د قضاء چانس نه لري.
19
16
202
په ترکیه کې د افغانستان سفارت وروسته له اوږدې مودې په رسمي توګه اسلامي امارت ته وسپارل شو. دغه چاره د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو په برخه کې یو مهم پرمختګ دی. ترکیه د افغانستان شا او خوا د پراخې سیمې یو مهم سیمه ایز قدرت دی چې د افغانستان اقتصاد، جیوپولېټیکو اړیکو او غربي نړۍ سره د نښلون په برخه کې مهم کردار لوبوي. همداراز، د منځني ختیځ د ټولواکو قدرتونو تر منځ هغه توازن چې افغانستان یې باید وساتي، له ترکیې سره د مستقیمو اړیکو پرته ناممکنه دی. افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې په غیر طبعي ډول د سیمې له ساختار څخه ویستل شوی ؤ. له تېرو درې نیمو کلونو څخه مونږ بېرته د سیمې د طبعي برخه ګرځېدو په لړ کې بې مخینې کامیاب بهرنی سیاست کوو. دا لاسته راوړنه ده خو اوسنی حالت د لا ډېرو لویو لاسته راوړنو فرصتونه لري!!! پام پکار دی...
د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان شا او خوا سیمه ایز نظم په څلورو محورونو وېشل شوی: ۱ چین، هند او جاپان؛ له ټولو لوی او مهم محور ۲ پاکستان او هند ۳ ایران او عربي خلیج ۴ ترکیه، ایران او د خلیج مثلث له غربي هیوادونو سره د باور او اعتماد د کمۍ له امله دا مهمه ده چې افغانستان لومړی د دې محورونه تر منځ د متوازنو اړیکو په اړه په عملي ابتکاراتو غور وکړي. د افغان حکومت او سیمې د مثبتو اړیکو د ارزونې شاخص به دا وي چې څرنګه کولای شي په دې مغلقو محورونو کې خپلې ګټې تثبیت او ننګونې له منځه یوسي. مونږ دغه کار لپاره بې مخینې او تاریخي فرصت لرو. پام پکار دی.
4
25
240
مونږ د تاریخ په داسې مرحله کې ژوند کوو چې نړیوال حالت له اساسي بدلونونو تېرېږي. ډیموکراسي، ګلوبلایزېشن او یکه تازي خپل Anti-thesis (عکس العمل) وړاندې کوي. ډیموکراسي او ګلوبلایزېشن په بومي نظامونو او یکه تازي په څو اړخیز نړیوال نظم بدلېږي. د نوې معادلې طبعیت ښايي ډېر دښمنان په دوستۍ او ډېر دوستان په دښمنۍ بدل کړي. دې حالت سره د لوبې په پخوانیو اصولو تعامل ناممکن دی. دا حالت په خاص ډول کمزورو هیوادونو لپاره بې شمېره فرصتونه او ننګونې زېږوي. سیاست د شطرنج لوبه ده. دا کار له اوږد مهاله فکر، پراخې سینې او ستراتیژیک لید پرته نا ممکن دی.
3
17
185
زه مې چې د شپې لورکۍ ته وګورم، په دې یخو شپو کې د غزې هغه بې وزله ماشومان را پر زړه شي. هغوی چې د غرب په ملاتړ صهیونستي رژیم له خپلو کورونو ویستلي او هره شېبه د مور په غېږ کې د برید ټکان ته شېبې شماري. نه پوهېږم په هغوی به دا حالت څنګه تېرېږي!!! زه مطمئن یم چې هغوی د ټولو مشکلاتو تر څنګ د دې لویې اسلامي کورنۍ په بې وسۍ له ټولو زیات دردېږي. طوفان الأقصی د غزې راتلونکي نسل ته د اسلامي نړۍ په زړه کې پروت ځواک ور په زړه کړ. دوی به ښايي په دې تنکیو فکرونو دا درنده تجربه زده کړې وي چې د خپلو راتلونکو سیاسي معادلو په جوړښت کې د اسلامي نړۍ پر ځواک ډېر ��ساب ونکړي. زه ډاډه یم چې دغه یخو شپو ته پراته تنکي جسمونه د سبا ورځې هغه هوښیار قیادتونه دي چې اسلامي امت ته خپل برم په لور د وېښتابې نوې څپې راپورته کړي. الله دې د دوی مرستندوی شي.
36
33
326
@AnasHaqqani313 حاجي صېب د شوروي او امریکايي اشغال پر وړاندې د مبارزې ژوندی تاریخ پرېښود. ستاسي د مجاهدې او شهید پرورې کورنۍ دغه بل افتحار دې هم خدای قبول کړي. تاسي ته د زړه صبر او اجر غواړم.
1
1
38
د دې عصر په نړیوال سستم کې یواځینۍ لار د قدرت او ځواک پر مټ اوسېدل دي. دا سستم په خټه اخلاق، اصول او قوانین نه لري. د نړیوالو قوانینو هغه چغې سورې چې غربیان یې وهي، له سیاسي وسیلې پرته هېڅ نه دي. نړیوال قوانین د لویو قدرتونو دست پاک او خپلو کړنو ته د قانوني چوکاټ جوړولو یو ابزار دی. که غواړئ ژوند وکړئ، خپل ارزښتونه وساتئ او خپل نظام تلپاتی کړئ؛ په قدرت کار وکړئ.
14
36
310
روسیې د امارت له راتګ سره له افغانستان څخه په دوه برخو کې وېره درلوده: ۱ له افغانستان څخه د مرکزي آسیا او په بالقوه ډول د روسیې امنیت ته خطر. ۲ له افغانستان څخه مرکزي آسیا او روسیې ته د مهاجرینو او مخدره موادو د قاچاقو خطر. د امریکایانو له وتلو سره د روسانو فکر دا ؤ چې امریکایانو افغانستان کې قصدا د حکومت واګې په داسې ډول د امارت غاړې ته پرېښودې چې امارت ورته تیاری نه درلود. د دوی فکر امریکایانو ښايي تمه درلوده چې امارت به ونه شي کولای پر افغانستان ټول ټال حاکمیت وساتي. دا وضعیت به د امنیتي حالت د خرابۍ او سیمې ته د امنیتي خطر په توګه یوه تشه پاته شي. تېر درې کاله امارت دا کمال وکړ چې د افغانستان په ټول قلمرو یې خپل حاکمیت ټینګ کړ، امنیت یې وساته او هېڅ داسې پېښه رامنځته نه شوه چې د سیمې امنیت یې کواښلی وي. د مهاجرینو او نشه اي توکو د کر او قاچاقو په برخه کې هم تېر درې کاله د افغانستان په لنډ تاریخ کې بې مخینې ؤ. له درې کاله ارزونې وروسته داسې ښکاري چې د سیمې د لویو هیوادونو او امارت تر منځ د ډار او ترهې مسائل د همکارۍ او مشترک کار په اېجنډا بدلېږي. دا د افغانستان د بهرني سیاست په برخه کې لوی مثبت پرمختګ دی.
20
58
569
د نوې نړۍ یوه لویه ننګونه د غیر-دولتي لوبغاړو شتون دی چې په نړیوال اقتصادي، سیاسي او مالوماتي سستم ځانګړی اغېز لري. دوی کولای شي له دولتي ساختار پرته د نړۍ لویو مسائلو ته مسیر ورکړي. وخت رارسېدلی چې یو حکومت له نورو دولتونو سره د اړیکو تر څنګ له دغو غیر دولتي لوبغاړو سره هم اړیکې جوړې کړي. له دې وروسته ښايي د هیوادونو په بهرني سیاست کې له غیر دولتي اشخاصو سره د اړیکو لپاره منظمې تګلارې جوړې شي. دې ته هم پام پکار دی.
11
9
145
@AbdullahYaser77 افغانانو شوروي په افغانستان کې مات کړ. هغه تاریخي لفتخار له افغانانو هېڅوک نشي اخستلی. زه په نړیواله سطحه د سړې جګړې پر مهال د شوروي خبره کوم هغه چې د برلېن دېوال په نړېدو یې امپراطوري له منځه ولاړه. مننه
0
0
1
@ArazaqHabibi یوه لویه ستراتیژي ده بله د هغې ستراتیژۍ عملي کولو تکتیکونه او تفصیلات دي. دې کې هېڅ شک نشته چې امریکا کې دغه ستراتیژیک خط له حکومتونو سره نه بدلېږي خو په تکتیک کې یې سیاسي رهبري خپل نظر عملي کولای شي.
2
0
41