که په لنډو ټکو کې وویل شي: پر ځان باور او پر خپلو وړتیاوو تکیه کول هغه څه دي چې انسان خپلو موخو ته رسوي. د بریا لپاره دا دواړه یانې باور او تکیه ډیر اړین دي. یو ویریدونکی او متزلزل انسان نه شي کولای چې په اسانۍ سره پریکړي وکړي او د پرمختګ پر لور ګام پورته کړي.
٢/٥ او په ټول وخت کې د افراط او تفريط څخه باید ځان لرې وساتل شي. په ژوند کې د اعتدال اهمیت او ګټې دیرې زياتي دي. د بیلګې په توګه که په خوب، خوراک او کار کې اعتدال وساتل شي، انسان د ذهني لحاظه غښتلي پاته کیږي او حافظه به یې د ژوند تر پایه ښه او قوي وي.